You are on page 1of 2

‫دا هم ولوله‬

‫پکار به دي‬
‫شي‬
‫خپروونکى‪ :‬حبيبي ‪  ‬‬
‫‪Thursday, 12 Jamadil Awal 1430‬‬
‫پنجشنبه‪May 2009 08:17 07 ,‬‬

‫فضل سبحان *‬

‫څه وقت مخکې راته یو ملګری یو کتاب په تحفه کی راکړ چی ډیر می خوښ شو‪ .‬کتاب په اردو کې لیکل شوی او ډیر‬
‫تفصیل پکی دی‪ ،‬د هری خبری سره یا د قرآن آیت او یا د احادیثو نه یو سند پکې لیکل شوی‪.‬‬

‫د کتاب موضوع دا وه چی هغه کوم نیک اعمال دي چی د هغوی په کولو سره د آسمان نه مالیکی راکوزیږی‪.‬‬

‫‪ ‬زه غواړم چی هغه ټول اعمال کوم چی په دغه کتاب کی لیکل شوی وه صرف د هغوۍ_‪  ‬سرټکی تاسو ته ووایم‪.‬‬
‫شاید چی په ژوند کې تری کار واخلئ او ستاسو د دنیا او آخرت د کامیابۍ سبب وګرځی‪.‬‬

‫•‪    ‬په اوداسه سره ویده کیدل‪.‬‬

‫•‪    ‬په داسی یو محفل کې کېناستل چی هلته د هللا تعالی‌ذکر کیږی‪.‬‬

‫•‪    ‬په سوچ اوفکر سره د قرآن کریم تالوت کول‪.‬‬

‫•‪    ‬په مسجد کی یا خپله د قرآن تالوت کول او یا بل چاته قرآن ویل‪.‬‬

‫•‪    ‬د ویدو کیدو پر مهال د آیت الکرسی ویل‪.‬‬

‫•‪    ‬په (لیلة القدر) یا قدر په شپه د مالیکو راکوزیدل‪.‬‬

‫•‪    ‬د ژوند په خوږو ترخو کی د استقامت څخه کار اخستل‪.‬‬

‫•‪    ‬د تهجد اهتمام کول‪.‬‬

‫•‪    ‬د سهار او مازیګر لمونځ په جماعت سره ادا کول‪.‬‬

‫•‪    ‬د اشراق یا څاښت لمونځ کول‪.‬‬

‫•‪    ‬د ماسپښین د لمانځه اهمتام کول‪.‬‬

‫•‪    ‬د جمعی په ورځ مسجد ته وختی راتلل‪.‬‬

‫•‪    ‬په صحرا یا بیابان کې یوازی آذان کول‪ ،‬اقامت ویل او لمونځ کول‪.‬‬

‫•‪    ‬د بل مسلمان ورور لپاره دعا کول‪( ،‬چی هغه نه وی)‪.‬‬

‫•‪    ‬د هللا تعالی د رضا لپاره د یو مسلمان ورور لیدل کتل‪ ،‬او د هغه حال پوښتل‪.‬‬
‫•‪    ‬د هللا تعالی په الر کی خیرات صدقات ورکول‪.‬‬

‫•‪    ‬چی خپلوان کور کلی نه کوی‪ ،‬او دهغه باوجود ورسره کور کلی کول‪.‬‬

‫•‪    ‬د کوم مریض پوښتنه کول‪.‬‬

‫•‪    ‬د هللا تعالی پر نعمتونو شکر کول‪.‬‬

‫•‪    ‬توبه ویستل او په خپلو کړو پښیمانیدل‪.‬‬

‫•‪    ‬د کوم نیک سړی په جنازه کی شریکیدل‪.‬‬

‫•‪    ‬په نبی کریم صلی هللا علیه وسلم درود ویل‪.‬‬

‫•‪    ‬په سفر کی د هللا تعالی ذکر کول او تقوی اختیارول‪.‬‬

‫•‪    ‬دینی علم حاصلول‪.‬‬

‫•‪    ‬قیامت ته نزدی وخت کې په مکه او یا مدینه کې پاتی کیدل‪.‬‬

‫•‪    ‬د آخرت فکر کول‪.‬‬

‫نو ايا له پورتنيو اعمالو څخه د ورځې لږ تر لږه يو نه شې عملي کولی؟‬

‫‪ ‬‬

‫او په آخر کې هغه ناوړه اعمال چی د هغی له وجی نه مالیکو لری تښتي‪:‬‬

‫•‪    ‬په کور کی سپی ساتل‪.‬‬

‫•‪    ‬په کور کی تصویران ځوړندول‪.‬‬

‫•‪    ‬په کومه قافله کی چی شرنګنی وی‪.‬‬

‫•‪    ‬د کافر یا غیر مسلم د مړی د بدن (الش) نه د مالیکو تښتیدل‪.‬‬

‫•‪    ‬په نشه اخته خلکو څخه د مالیکو تښتیدل‪.‬‬

‫•‪    ‬هغه څول چی جنوب وی د هغوۍ څخه د مالیکو تښتیدل‪.‬‬

‫•‪    ‬د دروغ ویونکی څخه د فرښتو لری تلل‪.‬‬

‫نو ایا له پورتنيو اعمالو څخه ځان ژغورلی شئ؟‬

You might also like