Professional Documents
Culture Documents
مركه
خپروونکى :هدايت هللا حميدي
Friday, 20 Jamadil Awal 1430
جمعهMay 2009 09:47 15 ,
په جاپان كې د اصالح آنالين همكار انجنير صفت هللا حليم له يوه نوي مسلمان شوي جاپاني سره مركه كړې ده چې پښتو
ژباړه يې ستاسې درنو لوستونكو مخې ته ږدو
مقدمه
نصر الدين چې كابو يو كال د مخه مسلمان شوى دى دومره په خپله عقيده او ايمان ټينګ Gدى چې د اسالمي ارشاداتو ،اوامر
او منهياتو نه له خبريدو سره سم يې په خپل ژوند كې پلي كوي.
هغه اوس كوالى شي قرآن كريم په ښه توګه تالوت كړي ،د دې تر څنګ هغه په جاپانۍ
ژبه باندې قرآن كريم تفسير لولي ،پنځه وخته لمونڅ په ډيره مينه ادا كوي ،د ماسپښين
لمونځ چې دلته په جاپان كې د غرمې د ډودى د وخت سره سمون خوري او د ده لپاره چې
آشپز دى هغه ته رسيدل ګران دي ،خو بيا هم هغه هيڅكله لمونځ نه قضا كوي.
كله مې چې هغه ته وويل غواړم ورسره مركه وكړم تر څو يې د افغانان ولولي نو ډير
خوښ شو او په ورين تندي يې زما وړانديز ومنلو.
مركه:
• حليم :مهرباني وكړى ځان د اصالح آنالين لوستونكو ته وروپيژنى.
نصرالدين :نوم مې له اسالم نه وړاندې( اي شي كوه) وو او له مسلمانيدو وروسته مې ځان ته نصر الدين نوم غوره كړ.د
چاپان هيواد اوسيدونكى يم او پخوانى دين مې بوداييزم وو ،تر دولسم ټولګي پورې مې ښوونځى لوستى او اوس سر آشپز يم،
شپږ ديرش كاله عمر لرم ،واده مې كړى دى او يوه كوچنى لور لرم.
• حليم :څه المل شو تاسې مسلمان شوى؟
نصرالدين :دا جوته خبره ده چې دين د انسان د فطري اړتيا وو نه دى ،كله چې ما وغوښتل د ځان لپاره يو دين غوره كړم نو
د بوداييزم ،شينتويزم ،او كاتوليك مذاهب مې مطالعه كړل .خو هغه پوښتنې چې زه يې اړ كړى وم دين ته مخه كړم پدې يوه
كې هم ځواب نشوې ،تر دې چې د ۲۰۰۷ زيږديز كال د دسمبر په مياشت كې هندي كشمير ته الړم او هلته له مسلمانانو او
د هغوى له دين سره آشنا شوم .د هغوى ټولنز ژوند مې ډير خوښ شو او د اسالم سره مې مينه پيدا شوه ،كله چې بيرته وطن
ته راستون شوم نو د اسالم په هكله مې مطالعه پيل كړه او د هغې په پايله كې مې ټولو هغو پوښتنو ته چې زه به يې ځورولم
ډير د قناعت وړ ځوابونه وموندل ،له همدې امله د ښاغلو وروڼو هر يو علي (تركي) او محمد جباسين په مرسته مې د
۲۰۰۸كال د فبروري د مياشتې په اولسمه نيټه تصميم ونيو چې اسالم راوړم ،باالخره مې د همدې كال د مارچ په اوه ويشتمه
د شهادت كلمه ادا كړه.
• حليم :له مسلمانيدو سره مو كورنۍ څه ډول غبرګون وښود؟
نصرالدين :هغوى لدې كار سره هيڅ منفي عكس العمل ونښود بلكه ما ته يې د نوي دين مباركي هم راكړه.دا ځكه چې په
جاپان كې هر وګړى د مذهب آزادي لري ،په يوه كورنۍ كې كيداى شي پالر بودايي ،مور عيسوي ،لور مسلمانه او زوى د
شينتو پيروان وي.
• حليم :آيا د كورنۍ نور غړي مو هم مسلمان شوي دي؟
نصر الدين :د كورنۍ څخه مې تر اوسه څوك ندي مسلمان شوي .ولې ښځې ته مې د ايمان راوړلو تمه شته ،تر اوسه پورې
زه د ځان لپاره حالل خوراك پخوم او ښځه مې ځان ته د خپلې خوښې خواړه برابروي.
• حليم :له اسالم راوړلو نه وروسته ستاسې تر ټولو خوږه خاطره څه وه؟
نصرالدين :كله مې چې د لومړي ځل لپاره لمونځ اداء وكړ نو د زړه د تازګۍ سبب مې شو ،دماغ مې هوسا شو ،او د لومړي
ځل لپاره مې په ژوند كې د ريښتينې خوښۍ احساس وكړ.دا زما نه هيريدونكې خاطره ده .اوس هم زه تل د پنځه وخته
لمانځه په وخت كې د هوساينې احساس كوم.
• حليم :كله چې مسلمان شوې نو څه ډول احساس درته پيدا شو؟
نصرالدين :له مسلمانيدو سره سم مې د ژوند لپاره نيغه الره وموندله او پوه شوم چې د ژوند پيل ،پاى او موخه مې څه ده.
• حليم :د اسالم كوم ټكي درته لپاره ډير د پام وړ دى چې تا په نورو اديانو كې ندى ليدلى؟
نصرالدين :دا قران دى ،هغه كتاب چې د نورو مذاهبو له كتابونو سره بالكل توپير لري .بله ډيره په زړه پورې ځانګړتيا د
اسالم زما لپاره دا وه چې په اسالم كې مجسمه نشته ،نه د خداى او نه هم د رسول هللا صلى هللا عليه وسلم ،حال دا چې په
نورو اديانو كې بتان شته او خلك ورته د خداى د زوى ،لور او نورو نومونه وركوي.
• حليم :آيا غير مسلمانانو ته د د اسالم د پيغام په رسولو كې څه هڅه كړې؟
نصرالدين :غواړم لومړى خپل ځان ښه مسلمان كړم ،تر څو خپل اطرافيان زما كړه وړه خوښ كړي او هيله لرم چې وروسته
به ايمان هم راوړي.
• حليم :په ژوند كې څه هيلې لرې؟
نصرالدين :غواړم د اسالم دين پوره زده كړم ،او خلك هغه ته راوبلم.
• حليم :ولې جاپاني وګړي په آسانۍ سره اسالم نه مني او آن د دين په هكله د مطالعې سره مينه نلري؟
جاپانيان په طبيعت مين خلك دي ،او د طبيعت د هر څيز لپاره بيل بيل خدايان لري ،او دا نه مني چې د دې شيانو دې يو
خداى وي .خو اصلي علت دا دى چې د لويديځ رسنۍ نړيوالو ته د اسالم ډير ناوړه انځور وړاندې كوي چې طبعا په هر چا
باندې اغيز كوي ،دوى هم د هغه تر اغيز الندې د اسالم سره مينه نلري.
• حليم :آيا افغانستان ته د تلو هيله لرې؟
نصرالدين :هو .زما افغانان ډير خوښيږي ،زه چې كله تير كال حج ته تللى وم زيات شمېر افغان حاجيان مې وليدل چې لوى
لوى پټكي يې تړلي ول ،هغوى ډير مهربانه خلك ول.
• حليم :د حج له خاطرو نه دې څه راته ووايه.
نصرالدين :كعبه ،عرفات او نبوي جومات مې ډير په زړه كې كښيناستل ،هيله لرم چې يو ځل بيا هلته ورشم.
• حليم :د نړى مسلمانانو ته څه پيغام لرې؟
نصرالدين :ټول اسالمي امت ته مې دا پيغام دى چې سره يو شي او يو ريښتينى امت را منځ ته كړي ،اسالم د ورورولۍ دين
دى او موږ بايد د وروڼو په شان سره ژوند وكړو.
• حليم :له مركې نه مو مننه
نصرالدين :له تاسې نه هم مننه.