Professional Documents
Culture Documents
په الس سره د شهوت خالصول په قرآن او حدیث سره حرام دي ،د اسالمي امت علماوو هم د قرآن او حدیث په رڼا
کې دې کار ته جواز نه دی ورکړی او حرام یې ګڼلی.
د حراموالي دالیل:
(و الذین هم لفروجهم حافظون*اال علی ازواجهم اوماملکت ایمانهم فانهم غیرملومین*فمن ابتغی وراءذالک فأولئک
هم العادون*)
(اوهغه(کسان هم ریښتیني بریالي مؤمنان دي) چې دوی د فرجونو(ځایونه دشهواتو) pخپلو لره ساتونکي دي ،مګر د
ښځو خپلوسره او د هغه وینځو سره چې دوی یې څښتنان شوي ،چې (په دې صورت کې) پردوی هیڅ مالمتیا
نشته ،نو هر څوک چې وغواړي پرته له دغو(خپلوښځو او وینځو) څخه (په بل څیز خپل شهوت مات کړي) نو بیشکه
همدغه کسان تجاوز کوونکي(ظالمان) دي).
پاک هللا جل جالله په دغه آیت کې د خپلو بریالیو مؤمنانو ټولی بیانوي ،کوم چې فردوس جنت به د همدوی په برخه
وي ،او تل تر تله به پکې پاتې کیږي ،دا ټولی کوم دی؟ دا هغه ټولی د مؤمنانو دی چې خپل شرم ځایونه یې له
حرامو ساتلي ،هیڅکله هم هغوڅیزونو ته نه نیږدې کیږي چې هللا جل جالله حرام ګڼلي ،زنا او لواطت نه کوي ،پرته
له خپلو پاکو بیبیانو چې هللا جل جالله ورته حاللې ګرځولې بل څه ته نه نیږدې کیږي ،نوڅوک چې هغه کارونه کوي
کوم چې پاک خدای جل جالله ورته حالل ګرځولې پر هغوی خو هیڅ نیوکه نشي کیدای ،ځکه پاک خدای وايي(فانهم
غیرملومین) څوک چې حاللوته نیږدې کیږي پردوی هیڅ مالمتیا نشته( ،فمن ابتغی وراء ذلک) مګر چا چې پرته له
خپلو نکاح شوو ښځو او وینځو څخه د نورو هڅه وکړه(،فأولئک هم العادون) نو همدغه ظالمان دي ،تجاوز کوونکي دي
چې دشریعت څخه یې پښې اوږدې کړې ،حرامو ته یې الس اچولی ،او دخدای دغوښتنې سره یې ټکر کړی.
امام شافعي او ځینو نورو علماوو یاد شوی ایت د دې دلیل ګرځولی ،چې په الس سره شهوت ماتول حرام دي ځکه
پاک خدای په یاد شوي آیت کې د شهوت د خالصولو لپاره دوې الرې ښودلې ،خپلې ښځې او په ولکه کې وینځې،
که وګوروپه الس د شهوت ماتول له دې دوو الرو وتلي دي ،او هللا جل جالله هغه خلک ظالمان تجاوز کوونکي بللي
چې پرته له حاللو په بل څه د شهوت ماتوالی کوي ،نو په الس سر د شهوت ماتول حرام دي او څوک یې چې کوي
هغه له شریعت څخه مخ اړوونکۍ تجاوز کوونکۍ دی.
امام قرطبي وايي ( :استمناء) یا په الس د شهوت ماتول علماوو حرام بللي .او هغه یوه پټه ګناه ده چې شیطان را
پیدا کړې او د خلکو ترمنځ یې خوره کړې ،چې د غیرت څښتان د دې پلیت کار څخه مخ اړوي او نه ورته نیږدې کیږي.
عالمة شنقیطي وايي :بې له شکه د دغه آیت (فمن ابتغی وراء ذالک فأولئک هم العادون) له عمومیت څخه دا
هم ثابتیږي چې (استمناء) یا په الس د شهوت ماتول حرام دي ،ځکه څوک چې د خپل الس په کارولو سره خوند
اخلي تر دې چې مني یې تویې شي دغه کس د خپلو حاللو ښځو او وینځو څخه وړاندې د بل څه هڅه کړې د
شریعت له نیغې الرې څخه یې مخ اړولی ،تجاوز یې کړی او په حرامو کې نیښتۍ.
تر کومه چې ماته څرګندیږي د امام مالک ،شافعي او نورو علماوو دغه دلیل چې په الس د شهوت ماتول حرام دي،
صحیح او د منلو وړ دی ځکه دا خبره په ښکار له قرآنه څرګندیږي نه کوم آیت او نه هم حدیث ورسره ټکر لري.
امام بخاري او مسلم په خپلو اسنادو د عبد هللا ابن مسعود څخه روایت کړی ،چې وایي :موږ ته رسول هللا صلی هللا
علیه وسلم وویل(:یامعشر الشباب من استطاع منکم الباءة فلیتزوج فانه اغض للبصر ،واحصن للفرج ،ومن لم یستطع
فعلیه بالصوم ،فانه له وجاء)
(اې ځوانانو! څوک چې د واده کولو توان لري نو واده دې وکړي ،ځکه واده کول له نورو سترګې اړوونکۍ ،او ښه د فرج
ساتونکۍ دی ،که څوک نشي کولی نو بیا دې روژه ونیسي ،ځکه روژه د ده لپاره په دې حالت کې وقایه ګرځي)
نبي کریم صلی هللا علیه وسلم ځوانانو ته الرښوونه کړې ،که چیرې د واده کولو توان نلري نو روژه دې ونیسي ،پرته
له شکه روژه نیول یو ستونزمن کاردی ،که چیرې په الس د شهوت ماتول جائز وای نو پاک نبي صلی هللا علیه وسلم
به د روژې پرځای ځوانانو ته په استمناء کولو امر کړی وو ،ځکه (استمناء) یا په الس د شهوت ماتول د روژې په پرتله
آسان کار دی ،او په دې کار کې خوند هم شته ،نبي کریم صلی هللا علیه وسلم هیڅکله هم د دوو روا او جائزو کارو
ترمنځ ستونزمن نه دی غوره کړی ،دا د هغه عادت وو مګر په هغه صورت کې چې له دوو کارو یو نا روا او غیر جائز وي،
د نبي کریم صلی هللا علیه وسلم دغه د ستونزمن کار(روژه نیولو) غوراوی پردې داللت کوې چې تر څنګ یې آسانه
کار(په الس دشهوت ماتول) ناروا او غیر جائز دی.
نو اې هغو خلکو چې د دغه پټ عادت ګناه مو کړې ،د ریښتینې توبې کولو هڅه وکړئ ،له پاک خدای جل جالله څخه
د تیرو کړنو بښنه وغواړئ.
د علماوو څرګندونې:
.1شیخ حطاب مالکي وايي ( :االستمناء بالید حرام) په الس د شهوت ماتول حرام دي
.2امام نووي وایي :په الس د شهوت ماتول پرته له خالف څخه حرام دي
.3ابن تیمیه وایي :په الس د شهوت ماتول د ډیری علماوو په نزد حرام دي ،چې د امام احمد څخه یو روایت هم
همدا وايي ،کوونکی یې باید تعزیري جزاء ومومي.
.4د علمي بحثونو او فتواګانو ټولنه وایي :په الس سره نکاح کول او شهوت ماتول حرام دي ،که څوک دا کارکوي
هغه ګناه کاردی ،واجب ده چې توبه وباسي او له خپل خدای څخه د مغفرت او بښنې غوښتنه pوکړي.
مراجع: