Professional Documents
Culture Documents
استمناء
زیانونه
خپروونکى :هدايت هللا حميدي
Thursday, 24 Jamadil Akhir 1430
پنجشنبهJune 2009 18:20 18 ,
هوښیار انسان تل په دې لټه کې وي ترڅو له تاوانونو او زیانونوځان لرې وساتي ،او د ګټې وټې په کارونو همیشه
والی وښيي.
په کړلو یې انسان له خدایه لرې کیږي او شیطان ته نیږدې کیږي ،پرته له شکه چې دا یو ډیر لوی زیان دی ،پاک
خدای وايي:
(یاایهاالذین آمنوا التتبعوا خطوات الشیطان ،ومن یتبع خطوات الشیطان فانه یأمربالفحشاء والمنکر)النور ۲۱
(اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ! د شیطان په پله پل مه ږدئ ،او چا چې د شیطان په تللې الره تګ وکړ ،نو(پوه
دې شي) چې بې شکه شیطان امر کوي( ،خپلو ملګروته) په فحشاء او منکرسره)
لکه څرنګه چې وړاندې وویل شول چې دغه کار لویه ګناه ده ،او په ګناه کې خو تل ضررونه وي ،ځکه ګناه کول د
خدای د قهر اوغوصې المل ګرځي.
دغه کار جسم ته ډیر زیانونه رسوي ،چې په پرله پسې توګه د پټ عادت ترسره کول ،انسان ورو ورو کمزوری کوي،
په چټکۍ یې له زړبودۍ سره مخ کوي.
.1جنسي کمزوتیا ،سرعت انزال ،د آلت نه دریدل او د شهوت نشتوالی:
ډیری طبي پوهان د جنسي کمزورتیا المل پټ عادت یا په الس سره د شهوت ماتول بولي ،چې په پایله کې یې
کمزورتیا رامنځته کیږي ،نارینه شرم ځای نه خوځي ،په سرعت سره انزال صورت نیسي ،او د جماع کولو رغبت
مړاوې کیږي ،کله چې په انساني ژوند کې دغه ډول پیښې رامنځته شي ،نو بیا ځوان په واده کولو سره خوند نشي
اخیستۍ ،همغه ناروا کار ورته ښه ښکاري.
کیدای شي دغه کمزورتیا د ځوانۍ په لمړیو کې کمه تر سترګوشي ،خو ورو ورو یې ځوانان په خپلو ځانو کې ویني،
او له بد برخلیک سره یې مخ کولی شي.
ډیر خلک به مو لیدلي وي چې په دې اړه له تریخ ژوند سره الس او ګریوان دي ،هره ورځ په ډاکټرانو ګرځي راګرځي،
تر څو د دوی دغه ستونزه هواره شي ،دردوونکې خو ال دا چې ډیری د ځوانۍ په دوران کې په دغه مریضۍ اخته
شوي ،چې عمرونه یې په دیرشو او څلویښتو کې دي ،لویو لویو شرکتونو دا خبره منلې ،چې ډیر ځوانان د جنسي
کمزورۍ لپاره دارو درمل کاروي ،په لوړه کچه پیسې د همدې موخې لپاره مصرفوي ،دغه مرض ډیری په نارینه وو کې
دی ،خو بدبختانه چې یاد شوي دارو درمل د دې رنځ نه یوازې درملنه نشي کولی ،بلکې له نورو ناوړه ستونزو سره
یې مخ کوي ،نور مرضونه ورته پیدا کوي ،او دا لړۍ به ترهغې روانه وي تر څو په ډیره کمه موده کې له زړبودۍ سره
مخ شي ،ټول ژوند یې نه د ځان په ګټه او نه هم دټ ولنې په ګټه وکارولی شو ،المل یې خپله همدوی وو ،په لوی
الس یې په همغه پټ عادت ځان د هالکت ترکندې ورساوه.
عصبي ریښې کمزوزې کوي ،د عضلو خوږ پیدا کوي ،د مال ،بندونو ،ګونډو دردونه را برسیره کوي ،د سترګو د کمزورۍ
المل ګرځي ،چې کیدای شي د پنځلسو شلو کالو په عمر خلک ځینې خالص وي ،خو وروسته له شلو ورو ورو یاد
شوي مرضونه راښکاره کیږي ،جسمي ځواک مخ په ځوړ په تدریجي توګه کمزورۍ کیږي.
پټ عادت یا په الس د شهوت ماتول ،عقلي ځواک کمزوری کوي ،ذهني ځیرکتیا له منځه وړي ،یاد او پوهه را کموي،
چې په پایله کې ذهني تیتوالی ،ویره ،په راکړه ورکړه نه ورتلل ،په کارونو نه پوهیدل رامنځته کیږي ،ډیری ځوانان چې
د لوړې پوهې او استعداد خاوندان وو دهمدغه مرض له امله بې علمه پاتې شول ،لوړه پوهه او خدای ورکړی لوی
ذهن یې له خاورو سره خاورې شول ،علمي درجه یې را ټیټه شوه ،چې په خپلو همزولو کې یې لوړ شان نن په
سپکه تله تلل کیږي.
۴نفسي مرضونه
پټ عادت تل د هغو خلکو سره چې پرې روږدي دي ،یو ډول پیښماني او نه لیدونکی درد پیدا کوي ،ډیری دا ډول
ځوانان ټینګار کوي او وایي چې اګر که دغه کار یو لنډغوندې خوند له ځانه سره لري ،چې دهمدې لپاره ځوانان نا
خبره ورته لیواله دي ،خو داسې پیښماني ورسره مل ده چې انسان ټول وخت د ځان سره غمجن مایوس ښکاري،
په خپل ځان باور له السه ورکوي ،عصبي ټیکاو یې له منځه ځي ،او پر دې ښه پوهیږي چې په ناسمه الر روان دی...
خو د پریښودو عزم اوتصمیم نشي نیولی ،په خدای توکل نشي کولی ،ځان الپسې په غمونو الهو کوي او د هالکت
په لوري یې بیایي.
کوم خلک چې په دغه عادت روږدي دي ،تل ورسره د خوب کولو لیوالتیا او رغبت موجود وي ،ډیری وخت د سستۍ په
حالت کې نیم خوبه غیرمنظم کله ویده کله ویښ سرګردانه په ناوړه خیالونو وسوسو کې ورک تیروي ،تل کوښښ
کوي له نورو ځان ګوښه کړي ،د ځانه سره خپل غمونه الندې باندې کړي ،په مجلسو او ناستو که ونډه نه اخلي او نه
ورسره عالقه لري ،په ټولو کارونو کې شاته شاته کیږي ،په کار باندې د اقدام کولو توان او جرأت له السه ورکوي ځکه
په ځان باورنلري.
امام مسلم د ابوهریرة رضی هللا عنه څخه روایت کړی چې رسول هللا صلی هللا علیه وسلم وویل :قوي او پیاوړۍ
مؤمن له ضعیف اوکمزوي مؤمن څخه غوره دی ،اګر چې خیر په دواړو کې د ایمان له وجې شته...ورپسې
وایي(احرص علی ماینفعک واستعن باهلل والتعجز) (،په خپله ګټه حریص اوسه ،د خدای څخه مرسته وغواړه ،او
کمزوري مه کوه).
یعنې د خدای په اطاعت او عبادت حریص اوسه ،له همغه لوی خدای څخه د مرستې غوښتنه Lکوه ،تل خپلو حاللو
ګټوته پام کوه ،په اړه یې عاجزي مه اختیاروه ،سستي او ټنبلي مه کوه .