Professional Documents
Culture Documents
دولس الرښونې
خپروونکى :هدايت هللا حميدي
Thursday, 24 Jamadil Akhir 1430
پنجشنبهJune 2009 16:59 18 ,
.1سم د واره له دې کاره الس په سرشه ،په اړه یې ټینګ هوډ وکړه ،خپل خدای ته مخ واړوه او په هغه توکل
وکړه ،ترڅو له دې کاره په لریوالي ستا مرسته وکړي ،له دې کاره د لریوالي یوازنۍ هدف دې باید د خدای جل جالله
امر ته غاړه ایښودل وي ،د هغه رضا دې یوازنۍ هیله وي ،له هغه څخه وغواړه تر څو په پریښودو یې ستا پښې
ټینګې کړي ،او دغه کړی نیت دې عملي بڼه غوره کړي.
.2د دعا د قبلیدو په وختونو کې له خدای جل جالله څخه وغواړه تر څو ستا زړه په الهي وړانګو سره روښانه کړي،
دې حالت ته دې بدلون ورکړي ،او دغه دعاء دې قبوله کړي ،د دعاء دقبلیدو وختونه علماوو د شپې وروستۍ دریمه ،د
آذان او اقامت ترمنځ ،د جمعې وروستۍ ساعت ...ښودلي.
.3پنځه وخته لمونځونه nتل په جماعت سره اداء کوه ،ځکه لمونځ له فحشاء او منکر څخه مخنیوی کوي ،د خیر او
ښیګڼې د کارونو د اجراء کولو او له بدو ناروا کارونو څخه د مخنیوي لپاره په صبر(زغم) او لمانځه سره مرسته وغواړه،
(واستعینو بالصبر والصالة) بقرة (،۴۵مرسته او مدد وغواړئ په صبرکولو او لمانځه اداکولو سره).
.4د سنتو په اداء کولو همیشه والی کوه ،ځکه څوک چې د پاک نبي صلی هللا علیه وسلم سنت ساتي ،هللا جل
جالله به ورته په جنت کې کور جوړ کړي ،او له ټولو ناوړه کارونو به یې وساتي.
.5تل د سهار او ماښام اذکار وایه ،د پریوتو پر مهال ماثوره دعاګانې تیروه ،ځکه دغه ذکرونو ستا څخه شیطانان
شړي ،نه یې پریږدي تر څو ستا د تیرایستلو لپاره هڅه وکړي ،چې د دغه اذکارو له جملې د آیت الکرسي ،د قل
اعوذ برب الفلق سورت د قل اعوذ برب الناس سورت ،د بقرې وروستي آیتونه ...یادولی شو ،امام بخاري له ابوهریرة
رضی هللا عنه څخه روایت کړی چې وايي :رسول صلی هللا علیه وسلم وویل :څوک چې (الاله اال هللا وحده الشریک
له ،له الملک وله الحمد ،وهو علی کل شئ قدیر) د ورځې سل ځله ووايي ،د لسو غالمانو د آزادولو په اندازه اجر او
ثواب به ېې په برخه شي ،سل نیکۍ به ورته ولیکل شي ،سل بدۍ به ورڅخه واخیستل شي ،او ټوله ورځ به دغه
دعا ورته له شیطانه ساتندویه شي ،تردې چې ماښام شي )
.6وخت بې ګټې مه تیروه ،تل د دنیا او آخرت د ګټو لپاره ځان مصروف ساته ،تر ټولو زیات د قرآن تالوت کوه ،په
معناګانو کې یې فکر کوه ،له څرګندنوسره سم یې خپلې کړنې سمبالوه ،ځکه چا چې په قرآن عمل وکړه ،هیڅکله
به هم بې الرې او بدمرغه نشي.
.7د ځان لپاره نیک ملګري ولټوه ،تر څو په الرښوونه کې ستا همغږي وښيي ،د خیرښیګڼې په کارونو کې دې
ترڅنګ ودریږي ،او د بدو کارو په کولو سره دې په الره کې خنډ شي.
.8که چیرې دې الس رسي ،وختي د واده کولو هڅه وکړه ،که دې الس بند وي نو بیا ځان په روژه نیولو روږدی
کړه ،همدغه د نبي کریم صلی هللا علیه وسلم الرښوونه ده.
.9له هغو الرو ځان وساته چې تا د ګناهونو په لورې بیايي ،د نورو ناموسونو ته سترګې مه نیسه ،نظر په نظر مه
بدرګه کوه ،د ساز او سرود رقص ،نڅا ،لهو لعب له ځایونو لرې ګرځه ،هیڅکله هم داسې ځای(هوټل n،سینما ،کور )...
ته مه ځه چې هلته نر اوښځې په غم او ښادۍ کې سره یو ځای لمانځنه کوي ،ځکه محارمو ته کتل ګناه لري ،او په
داسې ځایونوکې هرومرو ورسره مخ کیږې.
.10ریښتنې توبه وباسه ،له زړه نه په کړي کارپیښمانه شه ،د بیا کړلو هڅه یې مه کوه ،د لوی خدای جل جالله
څخه درته د ریښتینې توبې هیله کوم ،د خدای نه ویره دې په برخه شه ،هغه کارته دې مخ شه ،چې د خدای خوښ
وي ،او همغه لوی خدای تر ټولو غوره الرښود دی.
.11کله هم که درته د ګناه کولو په تړاو د شیطان وسوسه پیدا شوه ،په رټلو سره یې ولمانځه ،خدای ته پناه
یوسه د شیطان له چل اوفریب څخه د ځان ساتلو په موخه له خدایه مرسته وغواړه ،پاک خدای وايي:
(و اما ینزغنک من الشیطان نزغ فاستعذباهلل ،انه هوالسمیع العلیم) فصلت .۳۶
(که چیرې ورسیږي تا ته له شیطانه تباهي( وسوسه،چل nاو فریب) نو پناه یوسه هللا جل جالله ته (له شره دشیطان)
بیشکه هللا جل جالله ښه اوریدونکی ښه عالم دی) ،
( ان الشیطان لکم عدو ،فاتخذوه عدوا ،انمایدعوا حزبه لیکونو من اصحاب السعیر)فاطر .۶
( بې شکه شیطان تاسو لره دښمن دی ،نو تاسو هم دی(خپل) دوښمن وګڼئ ،شیطان خپلې ډلې ته دهالکت په
لوري بلنه ورکوي ،ترڅو شي دوی له دوزخیانو ځینې).
.12مرګ له یاده مه باسه! خپل وروستۍ حالت ته سوچ وکړه ،کله چې د ځنکدن کړاوونه درباندې تیریږي ،هغه
وخت چې په تنګ قبرکې ایښودل کیږې ،د(صراط) په باریکه باندې تیریږې ،همدغه ریښتینۍ فکر د هوښیارانو د
کنترول لپاره کافي دی ،ځکه مرګ یو تریخ حقیقت دی ،چې هیڅوک nهم ځان نشي ځینې ژغورلی ،ډیری یې ستا په
پرتله ړنګ بنګ ځوانان خپلې غیږې ته کوز کړي ،نو تیاري ورته په کارده.