You are on page 1of 229

‫کابل ړنګ دی میني ژاړي‬

‫پروفېسر راز محمد راز‬


‫‪2‬‬

‫د دې كتاب ټول حقوق د لیکوال او خپرونکي ټولني سره خوندي دي‬

‫د كتاب پېژندنه‬

‫د كتا ب نوم‪....................‬کابل ړنګ دی میني ژاړي‬


‫لیکوال ‪ ...............................‬پروفيسر راز محمد راز‬
‫د چاپ کال‪ ۲۰۱۰.......... ................................‬ع‬
‫خپورونکی‪ ...........................‬فکر نو ادبي فورم‪ ،‬پښين‬
‫د پښتۍ طرحه‪..........................‬صالح محمد صالح‬
‫د چاپ شمير‪۵۰۰.............................................‬‬
‫کمپيوټر چاري‪ ....................................‬بالول زی‬
‫بيه‪ ۱۵۰.............................................‬روپۍ‬

‫د کتاب درک‬
‫افغان قرطاسيه فروشي‪ ،‬ارګ بازار کندهار‬
‫کابل کتاب پلورنځی‪ ،‬ارګ بازار کندهار‬
‫احمد نيوز اېجنيسي‪ ،‬پښين‬
‫‪3‬‬

‫"هيلو‪ ،‬شهزاد صاحب! څرنګه يې"؟ يو ستومانه ږغ د شهزاد‬


‫تر غوږو سو‪.‬‬
‫"مرجاني؟ ښه يم ستا څه حال دى"؟ د شهزاد په لهجه او نظر‬
‫كښي تجسس وو‪.‬‬
‫"زه ښه يم ته نن لږ په ځنډ راغلې"‪.‬‬
‫"هو‪ :‬تر هسپتاله پوري تللى وم په كور كښي څه ناارامي‬
‫غوندي وه او د سركاري هسپتال په حال خو نو ته هم خبره يې چي د‬
‫يو چا هيڅ باسخواس پكښي نه كيږي‪ .‬يواځي د سفارش و دولت‬
‫رواج او طاقت پكښي چليږي"‪.‬‬
‫"شهزاده! زه تاته يوه مشوره دركړم‪ .‬حاالت چي هر څنګه وي‬
‫له ګيلې اوشكوې څخه ځان ژغوره‪ .‬د دې ملك حال هم اوس د لېوانو‬
‫د رمې په څېر دى چي كمزوري پكښي ژوند نه شي كوالى"‪ .‬د هغې‬
‫په ږغ كښي ډېره ژورتيا وه‪.‬‬
‫"خبره خو رښتيا ده خو زه ودې ته ډېر حيران يم چي موږ د‬
‫احتجاج و بغاوت كولو خوى له السه وركړى دى‪ .‬ګام پر ګام د‬
‫درواغو ويلو كلچر په نما وينم‪ .‬حكومت درواغ وايي‪ .‬سياسي او‬
‫مذهبي رهنمايان خپلي سياسي دوكاندارۍ كوي او د خپلو خېټو او‬
‫سياسي اجاره داريو هدفونو‪ ،‬ته د قامي خدمتونو نوم وركول خپله‬
‫يوه تاريخي كارنامه ګڼي‪ .‬هغه زړې فتې (كېسټ) دي له شلو دېرشو‬
‫كلو څخه يې په ډېرو كلكو سترګو و خلګو ته په تكرار سره اوروي"‪.‬‬
‫د شهزاد په ږغ كښي د اجتماع ږغ شامل معلومېدى‪.‬‬
‫"ښه ستا د كېس څه فيصله وسوه؟"‬
‫شهزاد صاحب‪" :‬عدالت و ماته طالق راكړى‪ .‬لوى هلك قاسم يې‬
‫ماته او كوشنى درې كلن عاصم يې پالر اسرار ته حواله كړى او اسرار‬
‫به و ما او قاسم ته لس لس زره روپۍ ګزاره االونس هم راكوي‪ .‬دا‬
‫ګړده د هيومن رايټس واال و بركت وو‪ .‬بركت دى كنه؟ شايد دومره ښه‬
‫فيصله زما په حق كښي نه واى سوې او د پريس رويه هم زما په‬
‫حمايت كښي وه او بله ښه خبره دا چي د سېشن كورټ جج هم يوه‬
‫ښځه وه"‬
‫‪4‬‬

‫" نو مرجاني اوس ته مطمئينه يې"؟ د شهزاد په ږغ كښي د‬


‫اعتبار كمى ښكاره كېدى‪.‬‬
‫"هو‪ .‬شهزاد صاحب په دستياب صورت حال كښي دا ښه فيصله‬
‫ده‪ .‬زما د اطمينان خاص وجه دا ده چي په دې كږه وږه سلسله كښي‬
‫ما له اسراره څخه پر دوه ځايه په ډېره خاموشۍ سره انتقام‬
‫واخستى‪ .‬كله به يې تا ته تفصيل ضرور وښايم چي هره ګناه دا‬
‫مجبوري په غاړه لري چي د يو چا و مخته يې اعتراف وسي كنه؟‬
‫انسان كله هم د هغې له خلش او دوك څخه خالصون نه سي موندالى‬
‫او ورسره ما و هغه ته يوه داسي دهوكه وركړې ده چي هغه به كله‬
‫هم په دې خبر نه سي او امكان د دې سته چي د ده او د ده د كور په‬
‫بربادۍ دي يې اختتام وسي"‪ .‬د هغې په ږغ كښي چي چيري نرى‬
‫رنځ وو‪ .‬هلته د انتقام اخيستلو اطمينان هم وو‪.‬‬
‫"مرجاني! زه پوه نه سوم"‪.‬‬
‫"دا بيا اوږده كيسه ده‪ .‬تا ته يې په دې هم ښيم چي ته تر اوسه‬
‫يو غير معروف او ناكامه افسانه نګار يې شايد چي زما كيسه وليكې‪.‬‬
‫نو د كاميابۍ و خوا ته يو غټ قدم واخلې‪ .‬او تا ته خو معلومه ده چي‬
‫د عمرونو د تفاوت باوجود زه و ته د دوو ښو دوستانو په حېث دلته‬
‫په دې دفتر كښي پېژندل كيږو‪ .‬د مرجاني په لهجه كښي د شرارت‬
‫څرك عيان وو‪.‬‬
‫"د چاى پوښتنه دي نه راڅخه وكړه"‪.‬‬
‫"مرجانه‪" :‬بيا كه هغه تورلېنګى راغلى نو به شل خبري‬
‫كوي‪ .‬وضاحتونه به غواړي چي تاسو كار كم او خبري زياتي كوى‪.‬‬
‫هسي وعده ده چي څلور پينځه ورځي وروسته چي تنخواه واخلم نو‬
‫ستا د تېري مړۍ (تېر دعوت) په ځواب كښي زه هم په چاينيز‬
‫هوټل كـښي درته لنچ دركوم او و تاته د دوو نورو ملګرو اجازت هم‬
‫سته‪ ،‬كه د دفتر خلـګ وي او كه هغه ستا د اوس مينه زاهده درانۍ‬
‫او يو بل څوك‪.‬‬
‫"شهزاد صاحب اسره بازي مه كوه زه زاهده بيا له تا سره نه‬
‫كښېنومه‪ ،‬زه د هغې په حواله ډېر حساس زړه و ذهن لرم‪ .‬ستاسو د‬
‫نارينوو ذات يو عجب ذات دى‪ .‬هر وخت يې ښځه پر ذهن سپره‬
‫وي"‪.‬‬
‫شهزاد د هغې د دې قسم خبرو سره له تېرو دوو كلو څخه بلد‬
‫وو نو ځكه يې خوا نه كړه بده‪.‬‬
‫"شهزاد صاحب! شاعران وايي‪" :‬چي په حسن كښي حصه‬
‫داري په كار ده"‪ ،‬نو زاهده خو تر ما نه ده ښايسته‪ ،‬بس زما پر‬
‫دوستي كفايت وكړه"‪ .‬مرجاني ځواب ورته وركړى‪.‬‬
‫‪5‬‬

‫"خبره دا ده مرجاني چي موږ نارينه ستا په شانتي نجونو څخه‬


‫عموما ً د خوف په حال كښي اوسو‪ ،‬ستا په موجودګۍ كښي د انسان‬
‫ټوله خيال د ځان د تحفظ په حواله مصروفه وي‪ ،‬بيا زموږ په‬
‫معاشره كښي دومري د چا پر مخ باندي لڅ رښتيا ويل د يوې نجلۍ‬
‫په حواله وهللا چي د سړي په زړه كښي دهشت (‪ )Panic‬پيداكوي"‪،‬‬
‫شهزاد د خبري د وضاحت كولو كوشش وكړى‪.‬‬
‫" الكن شهزاد صاحب! ته دومري معصوم خو نه يې‪ ،‬زما و ستا‬
‫د مثالي دوستۍ باوجود زه كله كله ستا په سترګو كښي ډېر ښكاره‬
‫ست وينم‪ .‬دا خو زه مازي وضعداري نه لرم چي هو درته وكړم‪".‬‬
‫"بس مرجاني! ستا دا سټايل خو د خلګو په رګو كښي وينه‬
‫وچوي"‪ .‬د شهزاد په لهجه كښي لږ خوف او هم احتجاج برېښېدى‪.‬‬
‫"آ‪ -‬نو ښه دى زه به هم خپل پاته كار تر سره ورسوم‪ .‬ولي چي‬
‫ما هم دوې درې رخصتۍ اخستي وې‪ .‬بيا به سره غواړو"‪ .‬له اجازت‬
‫غوښتلو سره مرجانه د خپلي خوني خواته والړه‪.‬‬
‫شهزاد په ډېر ژورو سوچونو كښي غرق والړى په خيال خيال‬
‫كښي هغه دوه كاله و شاته سفر وكړى چي مرجانه په اول ځلي د‬
‫‪ Cita‬په نوم جوړي سوي دې اين‪ ،‬جي او ته د "ريسورس پرسن"‬
‫په توګه راغله‪ ،‬هغو د ښځو او كوشنيانو په حواله چيري چي ريسرچ‬
‫كوى هلته به يې د غونډو انعقاد هم كوى او په دې حواله به يې په‬
‫اخبارونو كښي مضامين او مقالې هم ليكلې‪ .‬شهزاد په خيال‪ -‬خيال‬
‫كښي د تېرو دوو كلونو صفحې كرار كرار اړولې‪.‬‬
‫د مرجاني له راتلو سره سم په دې تنظيم كښي يو نوى ژوند پيدا‬
‫سو او د هغې شخصيت ډېر زغرده يو اساسي محور وګرځېدى‪ ،‬د‬
‫بې حسابه ښايست سره هغه ډېره فرېنك ‪ Frank‬او مهذبه نجلۍ وه‪،‬‬
‫په دې وجه كه په اول سر كښي څه خلـګ د غلط فهمۍ ښكار سو چي‬
‫په هغو كښي زه هم شامل وم‪ ،‬خو مرجاني زغرده هر سړى پر خپل‬
‫ځاى كښېنوى‪ ،‬كرار كرار د هر سړي دا يقين سو چي دا انګور ترخه‬
‫دي‪ ،‬بس د يوه همكار تر حده ورسره سروكار ساتل كېداى سي‪،‬‬
‫نوري ټولي هڅي هيڅ معنا نه لري‪.‬‬
‫په بله خوا د شاهد ترين پس په ذهني حواله و ماته هم ډېره را‬
‫نزدې سوه‪ ،‬شاهد ترين خو يې د يونيورسټۍ د شپو دوست وو او‬
‫ګرسره د هغه په توسط زموږ و ارګنايزېشن ته راغله‪ ،‬زما سره د‬
‫نزدېكت وجه يې شايد زما خوف وو‪ .‬د دې خوف په سوب زما ګرېزان‬
‫رويې دا مثبت نتيجه و منځ ته راوړه چي زه و هغه ته د يوه لوړ‬
‫كردار سړى ښكاره سوم‪ ،‬خو الكن زما حقيقت يې هم زغرده‬
‫وپېژندى‪.‬‬
‫‪6‬‬

‫هغې د خپل ذات په حواله ډېره كمه خبره كوله‪ ،‬ولي چي د‬


‫شاعرۍ سره يې تعلق درلودى‪ .‬نو پر ادب باندي يې ډېره ښه خبره‬
‫كوله‪ .‬په پښتو اردو او انګرېزي ادب تر څه حده پوري خبره وه‪ .‬خو‬
‫الكن د پښتو ادب د معيار په حواله يې ډېره منطقي خبره كوله او په‬
‫دې حواله ډېره غيرمطمينه وه‪.‬‬
‫د يوه و بل له خولې دا خبره ګرځېدله چي د ښايست دا پښتني‬
‫مثالي پيكر د مېړه سره په جګړه اخته ده او د طالق غوښتلو مقدمه‬
‫يې ورباندي كړې ده‪ ،‬دوه هلكان لري د نوكرۍ مجبوري يې ځكه پر‬
‫غاړه نسته چي پالر قايم خان يې د كوټي ښار يو نامتو ايډوكېټ دى‬
‫او په دې مبارزه كښي د خپلي لور سره كلك والړ دى‪.‬‬
‫او كله‪ -‬كله به بر سبي ِل تذكره مرجاني هم پر دې موضوع باندي‬
‫د ما سره خبره كوله‪ ،‬ما تر اوسه پوري داسي زړوره پښتنه نجلۍ نه‬
‫وه ليدلې‪ ،‬هغې بنيادي تعليم له ګرايمر سكول څخه كړى وو او د‬
‫ماسټر ډګرۍ يې له ژورنلزم ډيپارټمنټ څخه اخستې وه‪ ،‬بال انګرېزي‬
‫او اردو يې زده وه‪ ،‬خو پښتو يې هم بده نه وه‪ ،‬ولي چي كليواله‬
‫ريښه يې درلوده نو د كوټي د مقامي اوسېدونكو له غلطيو څخه يې‬
‫ژغورلې ژبه ويله‪ ،‬د پښتنو له يوې غرنۍ عالقې سره يې تعلق‬
‫درلودى خو اوس په كوټه كښي مېشته وه‪ ،‬نو خاندان يې څه په‬
‫كوټه كښي او څه په كلي كښي پروت وو‪ .‬د ښادۍ و غمونو او‬
‫اخترونو په حواله يې رابطې قايمې وې‪.‬‬
‫د هغې خوشبويې تر اوسه په خونه كښي ګرځېده‪ .‬شهزاد تر‬
‫اوسه پوري په خيالونو كښي سرګردان وو‪ .‬د طالق د مقدمې دې‬
‫درې كلونو هم د هغې د څېرې په ښايست كښي څه خاص فرق نه‬
‫وو را وستلى‪ ،‬هغه پراخ ښايسته ځلېدلى تندى‪ ،‬هغه د رېدي د قلب‬
‫په څېر توري ژوري سترګي هغه جګه والړه پزه‪ ،‬هغه كتابي څېره‬
‫او هغه ښايسته زنخدان هغه د هېلۍ په څېر اوږده غاړه هغه‬
‫پخوانى جادو يې تر اوسه درلودى او هغه تر شپو زياتي سياه زلفي‬
‫چي لنډې يې پر وږو پرتې دي‪ ،‬تر ټولو لويه خبره دا ده چي دې چنار‬
‫قامتي نجلۍ له ظاهري ښايسته ماورا بل يو داسي صفت درلودى چي‬
‫د هغې شخصيت ته يې يو خوابناكه اثر ور بخښلى وو‪ .‬يو عجب‬
‫غوندي تقدس يې پر څېره او ټول وجود باندي محيط وو‪ .‬دا د خپل‬
‫باطني ښايست په پلوشو كښي داسي نغښتې وه چي د ښايست د دې‬
‫سن (عمر) اندازه لګول ګران كار وو‪.‬‬ ‫فراواني په حلقه كښي يې د ِ‬
‫هغه د خپل ښايست له ډېرښته تر خپل عمر څلور پينځه كاله كوشنۍ‬
‫معلومېده‪ ،‬هسي اندازه دا وه چي هغه د څلرويشت‪ ،‬پنځويشت كلونو‬
‫په شا و خوا كښي ده‪.‬‬
‫‪7‬‬

‫د چاى په وقفه كښي به مرجاني شاهد ترين و شهزاد عموما ً‬


‫بانډار سره كوى‪ .‬كله‪ -‬كله به يو و نيم بل هم پكښي ګډ سو‪ ،‬ځيني‬
‫وخت به ډايريكټر عرفان صديقي هم د دوى مېز ته راغلى څوك چي‬
‫دوى د تور لېنګي په نوم يادوى او عموما ً به هغه د يورپ په حواله‬
‫خبري كولې چي د درو واړو دپاره نوي خبري وې‪.‬‬
‫په ارګنايزېشن كښي دا خبره مشهوره وه چي عرفان صديقي د‬
‫مرجاني هره خبره مني نو د هر چا كار چي به مانده وو نو په‬
‫مرجاني به يې سفارش ورته كوى او هغې عرفان تش په خندا قانع‬
‫ساتلى وو‪ .‬په مجموعي توګه په ارګنايزېشن كښي ډېر دوستانه‬
‫ماحول وو او د افغان مهاجرو لپاره دلته او هلته په افغانستان كښي‬
‫دې ارګنايزېشن ډېر فعال كردار ادا كوى‪ .‬خاصكر د دې تنظيم پښتني‬
‫غړو رښتينې سرګرمي ښكاره كوله او دا كار يې د عبادت په توګه‬
‫كوى‪" .‬ودا صمدزۍ" هم د دې تنظيم سره مرسته كوله‪ .‬چا چي په‬
‫مقابله حسن كښي د حصه اخستلو په سوب په افغاني دنيا كښي‬
‫توپانونه راپورته كړي وو‪ .‬ودا صمدزۍ د افغانيو ښځو او ماشومانو‬
‫د مرستي دپاره د ‪ Cita‬و تنظيم ته ډېري پيسې وركولې نو ځكه د‬
‫دې درو تر منځ به عموما ً د ودا پر قربانۍ باندي ډېره خبره كېدله‬
‫او دا به يې ستايله‪.‬‬
‫يوه ورځ مرجانه ال نه وه راغلې‪ ،‬شاهد ترين چي د رابطه افيسر‬
‫كار يې پر غاړه وو‪ .‬و شهزاد صاحب ته وويل‪" :‬چي زه له تا سره يو‬
‫څو خبري كول غواړم"‪" ،‬اهو د دومري تمهيد څه ضرورت دى‪ ،‬بسم‬
‫هللا‪ ".‬شهزاد په ځواب كښي ورته وويل‪:‬‬
‫"شهزاد صاحب زه زما و د مرجاني په حواله څه خبره كول‬
‫غواړم ما له هغې سره خبره وكړه الكن هغه دې خبري ته تياره نه وه‬
‫چي له ما سره واده وكړي"‪ ،‬د شاهد په ږغ كښي د غم سړه سيلۍ‬
‫شامله وه‪.‬‬
‫"نو ته له هغې سره اوس هم واده كول غواړې؟ د شهزاد په ږغ‬
‫كښي لږ حيرت وو‪.‬‬
‫اهو شهزاد صاحب دوې وجي دي اوله دا چي زه له هغې سره‬
‫مينه لرم‪ ،‬دا خو د هغې ناپوهي ده چي هغې زما پر ځاى د اسرار‬
‫سره د هغه د دولت و سماجي حېثيت په وجه واده وكړى او دويمه‬
‫خبره دا ده چي زه له هغې سره كومه مينه لرم‪ ،‬زه پوهيږم چي هغه‬
‫دا د همدردۍ يو صورت ګڼي‪ ،‬ځكه نو انكار كوي‪ ،‬هغه زما په سوب‬
‫س جرم كښي مبتال ده او هغه پر دا بنياد باندي‬
‫اوس هم په احسا ِ‬
‫اوس و ځان ته اذيت وركول غواړي او له دې څخه حظ (خوند)‬
‫اخلي‪ ،‬زه وېرېږم چي له اسرار څخه د طالق اخستلو پس هغه د خپل‬
‫ځان څخه د انتقام اخستلو په نفسياتي انحرافي رويه اخته ده‪ ،‬زه په‬
‫‪8‬‬

‫غير محسوسه توګه د هغې په بېرته بحالي غواړم‪ ،‬الكن دا داسي‬


‫ممكن ده چي هغه دا ونه پاموي چي زه دا د همدردۍ دپاره كوم‪ ،‬زما‬
‫و د هغې تر منځ مينه پاته سوې ده او په مينه كښي دا ډول احسان د‬
‫هغې ټولي ريښې وهي‪".‬‬
‫اوس د هغې د عدې شپې پاته دي‪ ،‬نو كه كله موقعه مساعده‬
‫سوه‪ ،‬ته زما د وكيل په توګه خبره ورسره وكړه‪ ،‬پينځه شپږ كلونه‬
‫تېر سو ما كله هم د ژوند د ملګري په حواله د بل چا په خوا ونه‬
‫كتل‪ ،‬دا و ما ته د زړو خبرو د رايادېدو موقعه نه راكوي‪ ،‬يوه ورځ‬
‫چي ما خواست ورته د الس راكولو وكړى‪ .‬يعني د واده تمنا مي ورته‬
‫ښكاره كړه‪ ،‬څو ورځي د مخه‪ ،‬نو يې راته وويل چي شاهده! زه و ته‬
‫اوس يواځي دوستان يو‪ ،‬تر دې په هغه خوا بله غوښتنه مه كوه‪،‬‬
‫كني دا دوستي به مو هم سره خرابه سي‪ .‬اوس ته راته ووايه چي زه‬
‫څه وكړم؟‪.‬‬
‫د شاهد پر څېره د خزان سپېره بادونه چلېدل‪.‬‬
‫شاهد خانه! ته مرجانه تر ما ښه پېژنې هغه يو خود سره ضدي‬
‫نجلۍ ده‪ ،‬د هغې نفسيات دا دي چي خپله خوښه كوي‪ ،‬كنه ته وګوره‬
‫د هغې د طالق كېس په ښار كښي څومري ږوږ را پورته كړى‪ .‬هغه‬
‫يوه عامه روايتي غوندي پښتنه نه ده بلكې په هغې كښي يوه باغي‬
‫او مبارزه روح اوسي‪ ،‬ته خو ال بيا هم ښه يې خبره ورسره كواى‬
‫سې‪ ،‬زه و تا ته رښتيا وايم چي زه په زړه كښي ډېر ځني خوف زده‬
‫يم‪ ،‬كه څه هم هغه زما ډېر احترام كوي‪ ،‬نزدې شايد زه‪ ،‬فرقان‬
‫صاحب‪ ،‬دا او نورجهان مېنګل د يوه سيمينار په حواله د يو څو‬
‫ورځو دپاره اسالم آباد ته ځو‪ ،‬هلته به د خبري كولو كوشش ضرور‬
‫ورسره وكړم‪ ،‬الكن كه ته يې ماينډ نه كړې نو آيا ته به له مرجاني‬
‫سره ژوند تېر كړې او كنه‪ ،‬زما مطلب دا دى‪ ،‬هغه زموږ و ستاسو‬
‫په كورني ماحول كښي څرنګه ځايېداى سي؟‪ .‬د شهزاد په لهجه‬
‫كښي څه تشويش غوندي ښكاره كېدى‪.‬‬
‫شهزاد صاحب‪" :‬چيري چي د ذات د نفي خبره هدف و ټاكل‬
‫سي‪ ،‬نو بيا هيڅ هم ګران نه وي"‪ ،‬د شاهد ترين په ږغ كښي د الوتې‬
‫زاڼي عزم وو‪.‬‬
‫د ګفتګو پر دغه وله باندي مرجانه او نورجهان مېنګل دوى ته‬
‫راغلې او بيا نوري خبري شروع سوې‪:‬‬
‫"ښه تاسي دواړي څه څښى ؟ چاى كه كافي؟‬
‫زه خو كافي څښم‪ ،‬مرجاني ځواب ورته وركړى‪.‬‬
‫نورجهان هم د كافي څښلو خواهش ښكاره كړى‪.‬‬
‫شاهد د دواړو دپاره د كاونټر څخه كافي راوړله‪ ،‬دا سهولت د‬
‫ارګنايزېشن له طرفه څخه وو‪ .‬له يوې خوني څخه يې ټي روم جوړ‬
‫‪9‬‬

‫كړى وو او يو ځوان تعليم يافته هلك د بې روزګارۍ په سوب دا كار‬


‫كوى او د احساس كمترۍ باوجود يې د مرجاني په شخصيت كښي‬
‫ډېره دلچسپي درلوده‪ ،‬مرجاني ته هم د دې خبري احساس وو او د‬
‫خبرو تر حده يې د هغه دلجويي كوله‪ ،‬ښه پوښتنه به يې ورسره‬
‫كوله‪.‬‬
‫په خبرو خبرو كښي مرجاني انكشاف وكړى چي بله هفته د‬
‫ماپښين په درې بجې د ‪ Cita‬د قندهار د تنظيم معروف غړى ډاكټر‬
‫نذير اعتباري پر يوه اهمه موضوع باندي خبره كوي‪ ،‬نو ځكه په را‬
‫روانه هفته كښي به زه ډېره مصروفه يم او په كار دى شاهد و‬
‫نورجهان د دې مرسته وكړي ولي چي شهزاد خو د ايډمن افيسر په‬
‫مېز تقريبا ً هر وخت مصروف وي‪.‬‬
‫"ښه شهزاد صاحب! بيماري دي څرنګه ده؟ مرجاني پوښتنه‬
‫وكړه‪".‬‬
‫شهزاد يو سړه ساه واخستله ال هغسي ده ډاكټر شهناز بلوچ شل‬
‫زره روپۍ غواړي او په سركاري هسپتال كښي زموږ دنوبت تاريخ د‬
‫دوو مياشتو پس راښيي‪ ،‬د هغه په ږغ كي مايوسي وه‪.‬‬
‫"نو بيا؟ "مرجاني خبره اوږدوله‪.‬‬
‫"ما د ډايريكټر عرفان صديقي سره خبره وكړه خو و ما ته د‬
‫ايډوانس راكولو په حواله تيار نه دى‪ ،‬هغه وايي چي‪:‬‬
‫"په دې حواله له هغه سره هيڅ يو مد نسته‪.‬‬
‫ما له يو چا سره خبره كړې ده‪ ،‬امكان سته چي شل پينځويشت‬
‫زره روپۍ په پور راكړي"‪.‬‬
‫كېداى سي چي زه نن ماځيګر د اختر د مور پوښتني ته درسم‪،‬‬
‫ته مه وېرېږه‪ ،‬زه خبره يم چي بيا له تا څخه په دې حواله پوښتني‬
‫كيږي چي زما و ستا څه رشته ده؟ نو څه خبره ده زه به هغې ته وايم‬
‫چي‪:‬‬
‫"ما د بن په حيث قبوله كړه‪.‬‬
‫د شهزاد بڼه لږ څه ژړه سوه‪.‬‬
‫"ګوره مرجاني هغه كليواله ښځه ده هغه په مسخرو نه پوهيږي‬
‫زما ژوند مه را تريخوه"‪ ،‬د شهزاد په ږغ كښي د التجا رنـګ شامل‬
‫وو‪.‬‬
‫مرجاني په خندا سره مخ د شاهد و خوا ته راواړوى او ورته‬
‫وې ويل‪:‬‬
‫"شاهده! زه و ته به له دفتره پس ګډ زموږ كور ته ځو‪ ،‬زما د‬
‫طالق پس هغه زما مور په څه نه څه بهانه ستا ذكر ضرور كوي او‬
‫هسي هم زما زوى قاسم كله كله تا يادوي‪ ،‬د كوشني ورور عاصم‬
‫څخه د بېلتون پسته ډېر ديغ دى او زه هم د ظاهري ګردي دل جمعۍ‬
‫‪10‬‬

‫برعكس ډېره پرېشانه او غمجنه يم‪ ،‬بلكې ټوله كور مي په وير لړلى‬
‫دى‪ ،‬مور و پالر خو مي بيا ډېر رنجيده دي‪ .‬زما له غم سره سره هغه‬
‫زه په پوهېږم چي زما د كوشنۍ خور راشدې د مستقبل په حواله هم‬
‫تشويش لري چي چيري زما د طالق د اخستلو اثرات د هغې پر آينده‬
‫باندي منفي اثرات نه واچوي‪ .‬كبير زما يواځينى ورور البته زما او د‬
‫قاسم سره په ذهني حواله ډېر نزدې دى‪ ،‬خو د عاصم بېلتون پر‬
‫ګړدو باندي ډېر دروند دى‪ .‬درې څلور مياشتي تېري سوې خو په‬
‫هر اتوار چي هغه راسي او په ماځيګر كښي د اسرار له ورور سره‬
‫بېرته كورته ځي‪ ،‬نو د قيامت ګړى وي نو په كار دى چي تاسو‬
‫دواړه هم زما د خوندكيانو زاهدې او هما په څېر پر موږ باندي لنډ‬
‫لنډ راګرځى‪ .‬د خاندان نور خلـګ زما د طالق په وجه تر ډېره حده له‬
‫موږ څخه خوابدي دي‪ ،‬هغه وايي چي ما د ټول خاندان بې عزتي‬
‫وكړه‪ .‬دا د پښتني هوډ خالف خبره ده چي زه له مېړه سره پر‬
‫عدالت باندي ودرېدم‪.‬‬
‫د آفس ټايم پسته هغه د ارګنايزېشن په وېن كښي ګډ سره ووتو‪،‬‬
‫د دې وېن ډرايور يو مقامي عيسايي وو چي نوم يې اشرف مسيح‬
‫وو‪ .‬تور مشكى غوندي ځوان وو‪ .‬الكن د شديد احساس كمترۍ ښكار‬
‫وو‪ .‬د غالمۍ تر حده فرمانبردار وو‪ .‬مرجاني به پر هغه هم كله كله‬
‫ګپه كوله او هغه به د دې په وړاندي ډېر مشكل محسوسوى‪ ،‬خو‬
‫مرجاني ته يې ډېر احترام درلودى‪ .‬هغه به هره ورځ مرجانه او نور‬
‫همكاران سهار دفتر ته را رسول او په ماپښين كښي به يې بېرته‬
‫رسول‪ ،‬نن يې مرجانه و شاهد ترين د ټولو په اخير كښي په سيټاليټ‬
‫بالك نمبر ‪ 4‬كښي په دوولسمه كوڅه كښي كښته كړل‪ ،‬نو مرجاني‬
‫ب عادت له ډېرو شپو پسته سل روپۍ ور كړې‪ ،‬هغه يې شكريه‬ ‫حس ِ‬
‫ادا كړه او والړى‪.‬‬
‫"چي په كور ور دننه سو نو مرجاني و مور او قاسم دواړو ته‬
‫ږغ وكړى چي راسى وګورى څوك مي الس تړلى راوستلى دى‪،‬‬
‫پينځه كلن قاسم د شاهد ترين سره ډېر انسيت درلودى‪ ،‬ولي چي په‬
‫تېرو دوو كلونو كښي به شاهد اكثر تلى او را تلى‪ ،‬قاسم له شاهد‬
‫سره پر څنګ كښېنستى او بغير د څه تمهيده يې پوښتنه ځنې وكړه‪:‬‬
‫"انكل! تا د عاصم هغه بل كور ليدلى دى؟ راسه چي دواړه يو وار‬
‫ورسو‪ ،‬هغه نه يم خبر چي ولي هلته والړى‪ ،‬له ډېرو شپو بعد چي‬
‫راسي نو بېرته دستي ځي او بيا ډېر ژاړي"‪.‬‬
‫شاهد ته داسي معلومه سوه‪ ،‬لكه يو چاچي يې پر زړه باندي‬
‫چاړه تېره كړه‪ ،‬د هغه اوښكي په ستوني كښي راتوى سوې‪ ،‬هغه‬
‫قاسم په غېږ كښي كښېنوى‪ ،‬نو په ډېر مشكل يې ورته وويل‪:‬‬
‫‪11‬‬

‫"چي ښه دى چي چاى وكړو نو بيا به د عاصم كورته والړ‬


‫سو" او بيا به يې دلته و هلته خبري شروع كړې‪ ،‬په دې حال كښي‬
‫مرجانه له خپلي مور سره راغله‪ ،‬د عليك سليك پسته نوكر ډوډۍ‬
‫راوړه‪ ،‬ايډوكېټ صاحب ال نه وو راغلى‪ ،‬د مرجاني مور د اندېښنو‬
‫په سوب كمزورې ښكارېده او تر سترګو الندي يې سياه حلقې ښكاره‬
‫كېدې‪ .‬د ډوډۍ په دوران كښي مرجانه و شاهد ته داسي مخاطبه‬
‫سوه‪:‬‬
‫"شاهد دا زما مور د ځان عمر وخوړى‪ ،‬زما د ژوند په حواله‬
‫ډېري اندېښنې كوي‪ ،‬زه چي هر څو تسلي وركړم د دې تشفي نه‬
‫كيږي‪ ،‬زه ورته وايم‪:‬‬
‫"ګوره موري! زه د نوي زمانې يوه ښځه يم‪ ،‬د طالق پسته هم‬
‫ژوند پاته دى‪ ،‬له طالق سره سم زما ژوند و اختتام ته نه دى‬
‫رسېدلى‪ ،‬كه زه و غواړم نو بيا هم كور آبادوالى سم خو الكن دا‬
‫اوس و ماته غير ضروري ښكاري‪ ،‬زه ستا او د پالر په غېږ كښي‬
‫محفوظه پرته يم‪ ،‬ته دومره غم مه كوه د ځان ژوند مه بربادوه‪ ،‬څه‬
‫چي كېدل نو وسو او په هغه كښي زما ډېره ګناه هم نه وه‪ ،‬هغه كور‬
‫د رويې په حواله په لړمانو ډك كور وو چي زما غوندي تعليم يافته او‬
‫مامون څوك هم ددې معاشرې پر مخ باندي يوه څاپېړه ور نه كړي‬
‫نو بيا به دا جرات څوك كوي‪ ،‬دا د مېړوښۍ ژوند دومره هم نه دى‬
‫ضروري‪ .‬ډېري ښځي مجرد ژوند تېروي‪ ،‬هغه په سندهـ كښي ولي‬
‫د ښځو ودونه له قرآن سره نه وركوي؟ او د جايداد د تقسيم څخه د‬
‫ژغورلو په سوب خلـګ خپلي خوندي اكثره نه سي ساتى و دې ته‬
‫زما د كور د بربادېدو سره سره د خلګو د خبرو ستړې هم پېښه ده"‬
‫مرجاني په يوه ساه كښي ډېري خبري وكړې‪ .‬مور يې په كرار‬
‫سر راپورته كړى او ويې ويل‪:‬‬
‫"شاهده! موږ چي په كوم ماحول كښي اوسو‪ ،‬هغه له ښځو‬
‫څخه د ايثار تقاضه كوي‪ ،‬په اصولي توګه د مرجاني خبره پر ځاى‬
‫ده‪ .‬پرېدي خو پرېږده موږ له خپلو څخه ډېر زړه شيني يو‪ ،‬بس‬
‫زويه! خداى دي زموږ پړده وكړي‪ ،‬د آپۍ په ږغ كښي د وچو سترګو‬
‫نم شامل وو‪.‬‬
‫"هغه نور دوه نه ښكاري‪.‬‬
‫د شاهد اشاره يې د ورور او خور و خواته وه"‪ .‬هغه دراصل‬
‫موضوع بدلول غوښتل هغه نزدې سينټر ته تللي دي‪ ،‬ساعت پسته به‬
‫راسي‪ ،‬مرجاني ځواب ورته وركړى‪ .‬مرجاني نوكر ته ږغ وكړى‪.‬‬
‫هغه راغلى لوښي يې ټول كړل‪ .‬مرجاني و مور ته وويل‪:‬‬
‫‪12‬‬

‫"چي ته راسه‪ ،‬زه لږ كار درسره لرم‪ ،‬قاسم و شاهد په شېنك‬


‫كښي دالس پرېولو پسته په مېوه شغل شروع كړى او قاسم په بيا د‬
‫عاصم د خوا خبري شروع كړې‪.‬‬
‫ښه ساعت پسته مرجانه بېرته راغله‪ ،‬په الس كښي په اخبار‬
‫كښي نغښتى يوه ډبه غوندي شى ورسره وو‪" .‬شاهده! درځه چي ځو‪،‬‬
‫قاسمه! راځه موږ بازار ته ځو‪ ،‬هلته به ايسكريم در واخلم‪ ،‬قاسم ډېر‬
‫خوشحاله سو او د پورچ و خواته يې منډه كړه‪ .‬چيري چي يوه نوې‬
‫ټوډور پيجارو والړه وه‪.‬‬
‫مرجاني ډېر ښه ډرائيونګ كوى او ډېره ښه ښكارېدله‪ ،‬پر روډ‬
‫باندي په نورو موټرانو كښي سپرو ټولو خلګو به ورته د ميني و‬
‫هوس په نظرو كتل‪ ،‬مرجاني ته دې رسپانس په زړه كښي ډېر خوند‬
‫وركوى‪ ،‬خو الكن د بې پروايي او بې اعتنايي انداز يې خپل كړى وو‬
‫او پر ډرائيونګ سيټ باندي ډېره په اعتماد ناسته وه او ډېره باوقاره‬
‫او ښكلې برېښېدله‪ ،‬شاهد به كله كله په غلچك نظر ور كتل او تر‬
‫زړه به يې دود وختى‪ ،‬څومري و ما ته نزدې ده او څومري له ما‬
‫څخه ليري او څومره چي ښايسته زړوره او همدرده ده هم دومري‬
‫پېچېده نفسيات لري‪ ،‬د يوه سړي د غلطۍ سزا و ټولو خلګو ته‬
‫وركوي‪ ،‬زما د ميني قايله الكن زما د الري په خود دېوال هم جوړه‬
‫سوې ده‪ ،‬زما د زړه پر غولي د دې انكار څومري تېره ازغي پاشلي‬
‫دي!‪.‬‬
‫"شاهده! زه ستا ذهن ويلى سم‪ ،‬په دې حال كښي قاسم و شاته‬
‫واوښتى‪ .‬د ميني كمال خو دا دى چي انسانان د يوه و بل خياالت ويالى‬
‫سي‪ ،‬الكن د ميني باوجود څه داسي مجبورياني هم وي چي پر هغه‬
‫باندي بالمشافه خبره ګرانه وي‪ ،‬زه چي هر څو آزاد خياله او صاف ګو‬
‫يم‪ ،‬خو نه پوهيږم‪ ،‬ستا په مقابل زه ولي ګونګۍ سم او يا و تاته لنډ‬
‫ځواب وايم"‪.‬‬
‫س جرم يو صورت وي چي ما‪ ،‬زموږ‬ ‫ِ‬ ‫احسا‬ ‫د‬ ‫دا‬ ‫چي‬ ‫سته‬ ‫امكان‬
‫د ميني باوجود د واده په حواله يو غلط انتخاب وكړى‪ .‬بس د انتخاب‬
‫دې جبر زما و ستا تر منځ يوه فيصله وكړه‪ .‬زه هغه اوس نه بدلومه‪،‬‬
‫كنه ته اوس هم تر ټولي دنيا و ما ته نزدې يې او نن هم له تا سره‬
‫مينه لرم‪ ،‬خو الكن زه و ته اوس د ژوند ملګري نه سو جوړېدالى‪،‬‬
‫زه وتاته خواست كوم‪ ،‬زما و ستا تر منځ چي كوم يو ربط دى‪ ،‬د هغه‬
‫د شلولو په كار ما مه مجبوره كوه‪ ،‬ستا بغير به زه ډېره مسكينه او‬
‫بې وزله سم‪ ،‬شاهده! زه په كور كښي هم ستا د ميني د حصار په‬
‫محيط كښي زياته محفوظه يم‪ ،‬زه چي هره مشكله فيصله كوم‪ ،‬نو ستا‬
‫د ميني د قوت پر اساس باندي يې كوم‪ ،‬دا ټوله خلـګ نه دي چي دا‬
‫برګ برګ و ما ته ګوري‪ ،‬دا ټوله ستا د ګوټ د تسمې برابر هم نه‬
‫‪13‬‬

‫دي‪ ،‬زه و تا ته زموږ د ميني د اعتبار و اعتماد پر بنياد باندي په بيا‬


‫خواست كوم چي ما مه بې پناه كوه‪ ،‬د ويني رشتې ډېري رښتيني‬
‫وي‪.‬‬
‫"د ويني ريشتې‪،‬شاهده! زه قسم خورم چي ستا او زما رشته تر‬
‫هغو زياته ژوري ريښې لري‪ ،‬شاهده! ته زما د ژوند اعتبار يې‪ ،‬ته‬
‫زما و ستا مينه د يوې سماجي رشتې د پاره د تجديد سره مه مخامخ‬
‫كوه‪ ،‬زه ستا په وزرو الوته كوم‪ ،‬ته زما وزر مه غچي كوه‪ ،‬شاهده!‬
‫ما خپل كور و ژوند خو برباد كړى يا برباد سو‪ ،‬زه تا او ستا مينه په‬
‫هيڅ قېمت له السه نه وركوم اوس ستا سر خالص سو؟ او زه به‬
‫ګرده عمر ستا د دوستۍ او رفاقت د ضرورت په فقر و تا ته مجبوره‬
‫والړه يمه‪ ،‬شاهده! ته مه حيرانېږه چي زه دا څرنګه خبري كوم‪،‬‬
‫داسي خبري چي ما له تا سره كله هم نه دي كړي‪ ،‬هيله كوم چي‬
‫زهير سوى به نه يې‪ .‬افق در افق خالص زړه يې بېرته را ټول سو‬
‫او كلپ سو‪.‬‬
‫مرجاني چي دا خبري كولې نو د پزي په سيدهـ كښي يې كتل چي‬
‫خبره يې پوره كړه‪ ،‬نو ګاډۍ يې په زرغون روډ د يوه فټ پات سره‬
‫ودروله او مخ يې د شاهد و خواته را وګرځوى‪.‬‬
‫"شاهده! زه نه يم خبره چي ما څه وويل‪ ،‬الكن ما رښتيا درته‬
‫وويل اوس ته څه وايې؟ شاهد چي اوښكي يې په ستوني كښي‬
‫تويېدې د څه ويلو قابل نه وو‪ .‬قاسم له ټولو خبرو بې خبره د الس‬
‫په وېډيو باندي څه ګېم كوى‪ ،‬شاهد په اوښلنو سترګو فقط دا قدر‬
‫وينا وكړه‪:‬‬
‫"مرجاني! زه ستا د ميني په نوم دا دومري لوى ظلم او‬
‫جارحيت ته غاړه ږدم‪ ،‬زه هغه موسمي مرغه يم چي د هر وخت د‬
‫سفر باوجود هيڅ يو منزل نه لرم‪ ،‬زه بې تا خو ژوند كوالى سم‪ ،‬كه‬
‫چيري و هغه ته ژوند ويل كېداى سي‪ .‬دا تر دې ژړي لمر زيات لوى‬
‫حقيقت دى چي زه به پاته ټول ژوند ستا د ارمان په لمبو كښي د‬
‫وچي او بښتي په څېر په غاړه ګرځوم‪.‬‬
‫د شاهد ترين په لهجه كښي د غير مرئي لمبو مدهم سرسرايت‬
‫پټ وو‪.‬‬
‫شاهد! زه ستا په احساس محرومۍ پوهېږم‪ ،‬الكن زه په دې هم‬
‫پوهېږم چي ته فقط زما د بدن وږى نه يې‪ ،‬ولي چي زما حقيقت زما‬
‫د بدن په نشيب و فراز كښي نه دى پټ‪ ،‬ما چي روح ستا حواله كړ نو‬
‫د بدن هيڅ اهميت نسته‪ ،‬الكن زه د دې مقدس تعلق ربط شلول نه‬
‫غواړم‪ ،‬د زړه خبره مي دا ده كه كله په ژوند كښي ستا بغير زما د‬
‫يوه بل چا سره مينه پيدا سوه او ته زما د ژوند اعتبار و ضمانت پاته‬
‫نه سوې‪ ،‬نو ياد يې لره چي حاالت هر څرنګه وي زه به له تا سره‬
‫‪14‬‬

‫بيا يوه ښايسته ګناه ضرور كوم‪ ،‬كنه زما و ستا تر منځ به دا ښايستې‬
‫فاصلې تل تر تله وي‪ ،‬ولي چي ما ستا په شعوري توګه محرومي زما‬
‫د ژوند ضمانت ګرځولې ده‪.‬‬
‫"مرجاني! زه ستا په مقابل دليلونه ويل نه غواړم‪ ،‬بس فقط ستا‬
‫د بري او فتحي دپاره خپل شكست قبلومه‪ ،‬هغه د ژړي ماځيګر په‬
‫څېر په ځان كښي ژړاند توى سو‪.‬‬
‫"شاهد! زه غواړم چي ته و ما ته دا اجازت راكړې چي زه ستا‬
‫د ژوند په حواله د فيصله كولو اتهارټي ولرم"‪.‬‬
‫"څه معنا؟" شاهد چي سترګي د مرجاني و خوا ته كږې كړې نو د‬
‫مرجاني د تورو سترګو په اسود بحر كښي تر پاى پوري غرق سو‪ .‬هغه‬
‫ارادتاً هم د الس و پښو وهلو كوشش نه وكړى‪ .‬خپله اراده يې د هغه‬
‫څپاند بې رحمه سمندر په حواله كړه‪.‬‬
‫"ولي وضاحت هم ضروري دى چي درته ويې كړم؟‪ .‬د مرجاني‬
‫د ميني اعتبار په شكوه راغلى‪.‬‬
‫"يا‪ .‬هسي مي پوښتنه وكړه‪ ،‬كنې زه و ته دواړه خبر وو‪ .‬كه‬
‫موږ خلـګ دوه يو‪ .‬خو اختيار د دواړو ژواكو ستا په الس كښي دى"‪.‬‬
‫شاهد هتيار واچوى‪.‬‬
‫"نو دا وعده ده كه ځان خالصوې؟" مرجاني يقين دهاني‬
‫غوښته‪ ،‬شاهد چي ورته وكتل او د دواړو نظر سره يو ځاى سو‪ ،‬نو‬
‫د مرجاني پر ښايستو لبو باندي يوه سحرناكه الكن غمجنه مسكا پيدا‬
‫سوه او داسي وينا يې وكړه‪:‬‬
‫"شاهد! زما يقين سو‪ ،‬زه ستا د سترګو په وينا تر هر چا زياته‬
‫پوهېږم"‪.‬‬
‫"دا بيا زما بدقسمتي ده چي ځواب يې د هر وخت په انكار سره‬
‫راكوې"‪ .‬د شاهد د لهجې شكوه تر خنجر هم تېره وه‪.‬‬
‫"شاهد! ډېر وخت تېر سو‪ ،‬راځه چي ځو خداى به خير كړي"‬
‫او بيا يې ګاډۍ سوكه سوكه روانه كړه‪.‬‬
‫له دې ځايه دوى د قندهاري بازار له طرفه بيا اينډرسن روډ‬
‫(لياقت بازار)ته والړو‪ ،‬هلته مرجاني خپله پيجارو د مشهور سنار‬
‫عتيق جيولر و مخ ته ودروله‪ .‬د حاجي عتيق سره د پوښتني پس‬
‫مرجاني په الس كښي رااخستى زيور و هغه ته حواله كړى‪.‬‬
‫"حاجي صاحب زه دا واپس كول غواړم‪ ،‬رسيد ورسره سته‪،‬‬
‫زما د يو ضرورت په حواله څه رقم په كار دى‪.‬‬
‫ګوره بي بي چي ستا پر ځاى بل څوك سي نو شايد چي ما انكار‬
‫ورته كړى واى‪ ،‬الكن ستاسي له خاندان سره زما ډېر نزدې تعلقات‬
‫دي‪ ،‬خو انكار نه سم كوالى‪ ،‬ولي چي دا ډيزاين اوس لږ زوړ دى‪ ،‬نو‬
‫هغه پخوانى قېمت نه لري‪ ،‬زه به يې بېرته ماتومه نو په دې كښي‬
‫‪15‬‬

‫بيا و ما ته تاوان رسيږي‪ ،‬زه به له تا څخه اووه زره روپۍ وګرځوم‬


‫او اته څلوېښت زره به درته دركړم‪ ،‬د زرګر چاالكي د هغه په فكر‬
‫كښي غځوني وكړې‪ .‬هيڅ خبره نه ده‪ ،‬داسي هم صحي ده‪ ،‬مرجاني‬
‫ځواب ورته وركړى‪.‬‬
‫"حاجي صاحب پر زوى ږغ وكړى چي اته څلوېښت زره روپۍ‬
‫له تجورۍ څخه را واخله او و نوكر ته يې وويل چي چاى راوړه‪،‬‬
‫الكن مرجاني بانه ورته وكړه چي بيا به كله راسي او رقم يې ځنې‬
‫راواخستى او له شاهد سره د ګاډۍ و خواته والړه چيري چي قاسم‬
‫اوس هم د بازار څخه بې پروا په خپل وېډيو ګېم بوخت وو‪.‬‬
‫له دې پس دوى جناح روډ ته والړو‪ ،‬د سروس د ګوټو د دوكان تر‬
‫څنګه د عوامي جنرل سټور و مخ ته يې پيجارو ودروله‪" ،‬شاهده! زه‬
‫دلته ستا دپاره يو شى درته را اخلم‪ ،‬انكار مه كوه"‪ ،‬يا نو خو بيا دي‬
‫غلط ځاى ګاډۍ ودروله‪ ،‬هغه بلي خوا ته د فتح خان ماركېټ و مخ ته‬
‫د كپړې دوكانونه دي‪ ،‬درځه دورې ورسو" مرجاني ځواب وركړ‪ .‬شاهد‬
‫ورته وويل‪:‬‬
‫"دا خو ال ښه خبره ده‪ ،‬زما د كاليو و خوا ته خيال نه والړى‪.‬‬
‫"نه مرجاني زه غواړم چي ته زما د مقتولي ميني دپاره له هغه‬
‫دوكان څخه يو سپين كفن را واخلې‪ .‬مرجاني ته د دليل په زور ما پړ‬
‫كواى خو سې‪ ،‬الكن زړونه خو نه سې بدلولى"‪.‬‬
‫ځه راځه د ښځې په څېر ډيرې ګيلې مه كوه‪ ،‬قاسم يې هم را‬
‫كښته كړى او درې واړه عوامي جنرل سټور ته ور دننه سو‪ ،‬مرجاني‬
‫يې و هزاره مالك ته وويل‪:‬‬
‫"د بروټ سينټ بلكې د هغه سره د بروټ د كمپنۍ د نورو‬
‫مصنوعاتو يو پوره سيټ غواړم‪ ،‬د باډي سپرې سه تر ټالكم پاوډر‬
‫پوري او ورپسې يې د نارينه د استعمال د نورو شيانو يو اوږد‬
‫فهرست ورته بيان كړى او د قاسم دپاره يې د هغه په خوښه يوه ښه‬
‫لوبته واخيسته‪ ،‬د يوه غټ بل د ادايګۍ پس چي دواړه شيان شاهد را‬
‫واخستل او دوى تر ګاډۍ پوري راغلو نو قاسم و مرجاني ته يادونه‬
‫وكړه‪:‬‬
‫"ممي! هغه د عاصم دپاره دي هيڅ يو شى نه واخستى‪ ،‬د‬
‫مرجاني پر څېره او د شاهد پر زړه باندي يوه درنه سايه تېره‬
‫سوه‪ ،‬مرجاني يوه سړه ساه واخسته‪ ،‬بېرته د قاسم سره و دوكان ته‬
‫غبرګه سوه او د قاسم په خوښه يې د عاصم دپاره هم يو ښه لوبته‬
‫واخسته چي په پيجارو كښي كښېنستل نو قاسم ورته وويل‪:‬‬
‫"چي ممي! زه ايسكريم غواړم"‪" ،‬ښه دى قاسم اوس سرينا ته‬
‫ځو هلته به ايسكريم و خورو" او له دې ځايه بيا دوى د سرينا په‬
‫خوا والړو‪ .‬په سرينا كښي د آرډر وركولو پس چي د دوى دوو دپاره‬
‫‪16‬‬

‫كافي او د قاسم دپاره ايسكريم راغلى نو مرجاني و شاهد ترين ته‬


‫وويل‪" :‬چي اوس ته يو كار وكړه‪ ،‬د شهزاد صاحب كورداري‬
‫ناروغه ده‪ ،‬د پيسو مجبوري لري‪ ،‬ګوره چي پور پيدا كړي كه نه؟ ما‬
‫دا خپل اخستى زېور هم په دې سوب خرڅ كړى چي دى و بل چا ته‬
‫مجبور نه سي‪ .‬ما د خپلي مور سره خبره وكړه‪ ،‬په كور كښي دا‬
‫وخت دومري رقم موجود نه وو او نه له بابا سره دومري رقم وو‬
‫ولي چي هغه اوس يوه هفته له مخه د يوويشت لكو روپيو مځكه‬
‫اخستې ده‪ ،‬نو زه به تا ته دېرش زره روپۍ دركړم او ته به دا شهزاد‬
‫صاحب ته د خپله جانبه وركړې‪ ،‬فى الحال يې د پور په نامه وركړه‪.‬‬
‫چي د واپسۍ خبره شروع سي‪ ،‬نو په بعد كښي ته ما و دى سره‬
‫پرېږده"‪.‬‬
‫د شاهد زړه و نظر له يوه نابلده مقدسه نور څخه ډك سو اوس د‬
‫هغه په مينه كښي د عقيدت نور هم شامل سو‪ ،‬هغه تر يو ساعت‬
‫پوري د مرجاني په سترګو كښي وكتل او يو ځل يې بيا زړه و ځان د‬
‫هغه سترګو د ژور تور څپاند سمندر په حواله كړى‪ ،‬شاهد خبر وو‬
‫چي د مرجاني و شهزاد صاحب تر منځ فقط د خلوص او دوستۍ‬
‫رشته ده‪ ،‬نه مرجانه له هغه سره مينه لري او نه شهزاد په دا غلط‬
‫فهمۍ كښي مبتال دى‪ ،‬دا هرڅه چي كوي نو د انسان دوستۍ او عليك‬
‫سليك په وجه يې كوي‪ ،‬د مرجاني د انسان دوستۍ دې جذبې تر ډېره‬
‫حده د شاهد په زړه كښي د ميني د خال توره لوږه وركه كړه‪ ،‬و هغه‬
‫ته يو نوى حقيقت څرګند سو‪.‬‬
‫"كه مرجانه په انفرادي حواله د يوه رود په څېر د ده د زړه له‬
‫مځكو څخه ليري بهيږي خو په شمول د ده‪ ،‬د انسانيت د ميني پر‬
‫لوړو او ژورو باندي د يوه ښكلي باران په دود په شړك سره هم‬
‫اوريږي يعني د انسانيت په كليت كښي دى د مرجاني له ميني څخه‬
‫محرومه نه دى‪ .‬مرجانه د شاهد په احساساتو پوهېده‪ ،‬ګوره شاهده!‬
‫ژوند هم دغه دى چي يو انسان د بل په ښه ورسي‪ .‬زه يو ستا په باب‬
‫كافره يم‪ ،‬بل هر څوك (چي ظاهري يوه هم رشته نه راسره لري)‬
‫راته نزدې دى‪ ،‬د هغې په لهجه كښي د فلسفې خوږبوى شامل وو‪.‬‬
‫"صحي ده مرجاني زه ستا د نن وضاحت او د ميني اعتراف تر‬
‫ډېره حده په ځان كښي بحال كړم او ستا لفظونو و ما ته نه صرف‬
‫ډېر قوت بلكې نوې الري هم پرانستلې‪ .‬زه كوشش كوم چي په مينه‬
‫كښي تر ذاتي مفاداتو او خواهشاتو تېر سم‪ ،‬زما دا خيال دى چي له‬
‫نن پسته زه ستا انتظار په ډېر پښتني وقار سره كوالى سم‪ ،‬ستا‬
‫اردګرد زما د ميني راپورته كړي دېوالونه واړه هوار ږدم او زما د‬
‫ميني واړه تسلط او غلبه ستا له ذاته څخه اخلم‪ ،‬زه و ته دواړه اوس‬
‫‪17‬‬

‫د وخت په وسعتونو كښي د زاڼو په څېر آزاد يو‪ ،‬زه ستا له الرو‬
‫وځم خو ستا انتظار به تر قيامته پوري كوم‪.‬‬
‫"شاهده! زه ډېره مطمينه سوم چي ستا زړه زما خبره واخيسته‬
‫زه نن صبا د وهم په سوب د دوك په حالت كښي يم‪ ،‬ستا اطمينان زما‬
‫د اطمينان باعث ګرځي‪ ،‬الكن يوه خبره يقيني ده چي زه تا كله هم له‬
‫نظره نه باسم‪،‬زه د دنيا تر آخري كنارې پوري په تا پسې سفر كوالى‬
‫سم‪ .‬زه تا كه نه خپلوم نو تا و دې ته هم نه پرېږدم چي له ما څخه‬
‫ليري والړ سې‪ ،‬د هغې په لهجه كښي د يوه الچار كوشني بې كسي‬
‫وه‪ .‬شاهد هيڅ هم نه وويل او د واپسۍ د پروګرام وړاندي مرجاني پر‬
‫موبايل ټيليفون باندي وشهزاد صاحب ته خبر وركړى چي اوس ډېر‬
‫ناوخته سو‪ ،‬نو ځكه بيا به بله ورځ د اختر د مور پوښتني ته درسم‬
‫او بيا يې شاهد ترين په الر كښي پر خپل كور كښته كړى مرجانه و‬
‫قاسم د سيټاليټ ټاون و خوا ته الړو‪.‬‬
‫څلور پينځه ورځي پس چي شهزاد صاحب د كورداري له‬
‫اپرېشن څخه فارغ سو او راغلى‪ ،‬نو په "ټي برېك" كښي مرجانه او‬
‫دى سره يو ځاى سو‪ ،‬نو مرجاني پوښتنه ځنې وكړه‪" :‬چي د اختر‬
‫مور څرنګه ده؟" هغه ورته وويل‪" :‬چي اوس ښه ده‪ ،‬كور ته يې‬
‫راوستلې ده" او بيا په نامحسوسه توګه د ګفتګوى رخ د شاهد و خوا‬
‫ته و ګرځېدى‪.‬‬
‫شهزاد صاحب د هغه كېس ډېر په ښه انداز سره د مرجاني و‬
‫مخته كښېښووى‪ .‬مرجاني ورته په ځواب كښي فقط دا وويل‪:‬‬
‫"شهزاد صاحب زه ستا په وسيله‪ ،‬چي زما و شاهد ترين سره‬
‫يې لرې‪ ،‬پوهېږم‪ ،‬څو ورځې وړاندي زما و د هغه خبره سره وسوه‬
‫او موږ و يوې ښې نتيجې ته هم ورسېدلو‪ ،‬زه و تا ته يوه امانت‬
‫خبره كوم‪ ،‬ما و هغه ته نه ده كړې‪ ،‬زه كوشش كوم چي هغه زما د‬
‫خور په حواله د خپل كور ممبر جوړ كړم‪ ،‬ګوره شهزاد صاحب! زه‬
‫يوه ايله كړې ښځه يم‪ ،‬زه زموږ په معاشره كښي د پېغور سمبل يم‪،‬‬
‫صرف او صرف دا سوب دى چي زه د انكار پر پوټلۍ ناسته يم‪ ،‬زه‬
‫هيڅ يو داسي سوغات نه لرم چي شاهد ته يې وړاندي كړم‪ ،‬د ښځي‬
‫تر ټولو لويه اثاثه د هغې ( ‪ )Virginity‬وي‪ ،‬د هغې ور جينټي د‬
‫مقدسو مځكو مثال لري‪ ،‬كله چي د يوه نارينه مينه د هغې د وجود پر‬
‫مځكو د اول باران په څېر اوري نو له هغه مقدسه مځكې څخه‬
‫پورته سوې خوشبوى د هغه د وجود او زړه و ذهن يوه ازلي او‬
‫ابدي برخه وګرځي‪ ،‬د خوشبوى د دې تړون په سوب هغه بيا د خپلي‬
‫ښځي سره تمام عمر د محبت په پړي تړلى وي‪ ،‬كنه هغه زغرده د‬
‫هغې د سړو غوښو څخه بېزاره راسي‪ ،‬شهزاد صاحب! د بل الس‬
‫وهلې ښځه‪ ،‬د سړې ډوډۍ يا سوړسك بوى او بې خوندي لري او يوه‬
‫‪18‬‬

‫بله امانت خبره دا ده چي‪" :‬شاهد‪ ،‬په دې كښي شك نسته چي د لوړ‬


‫كردار مالك دى او له ماسره بې كچه مينه لري‪ ،‬الكن هغه زما‬
‫انټلكچول او جمالياتي ضرورت نه پوره كوي‪ ،‬زه و ژوند ته د يوه‬
‫تخليق كار په سترګو ګورم‪،‬زه صرف په جسماني تعلق باندي اكتفا نه‬
‫سم كوالى‪ ،‬د ژوند په حواله زما ايپروچ (نقطۀ نظر) د معروضيت‬
‫څخه زياته د موضوعيت بڼه لري‪ ،‬زه په ژوند كښي د ښايست د تكل‬
‫هدف و مخ ته لرم‪ ،‬زه د بدصورتي سره مفاهمت نه سم كوالى‪،‬‬
‫بدصورتي كه انفرادي وي كه اجتماعي‪ .‬زه يې نه سم ګاللى‪ ،‬تا ته خو‬
‫به زما د نفسياتو اوس څه ادراك سوى وي چي زه د بدصورتۍ په‬
‫ضد د مبارزې كولو عادت لرم‪ .‬ما د اسرار د رويو د بدصورتۍ په‬
‫مقابل ځكه جنـګ وكړى‪ .‬زه پر عدالتو ځكه ورسره ودرېدلم چي د‬
‫صبا دپاره د دې بدصورتۍ مخنيوى وسي‪ ،‬كنه شهزاد صاحب فقط و‬
‫ما ته معلومه ده چي د دې دپاره ما څومره لويه قرباني وركړې ده"‪.‬‬
‫د مرجاني په لهجه كښي د هغې د روح سركشي او د جمالياتي لوږي‬
‫امتزاج موجود وو‪.‬‬
‫"هغه د قندهار و د كابل د تګ خبره څه سوه؟ مرجاني موضوع‬
‫بدله كړه‪.‬‬
‫د هغو رسمي بلنه خو سته الكن د قندهار د چاودني په سوب چي‬
‫د مكتب ډېر كوشنيان پكښي ووژل سو او طالبانو يې ذمه واري قبوله‬
‫كړه اوس به نوې نېټه ټاكل كيږي‪ .‬شهزاد صاحب لږ تفصيل ورته‬
‫وركړى‪:‬‬
‫"شهزاد صاحب! زه و دې مذهبي جنون ته ډېره حيرانه او‬
‫پرېشانه يم چي خلـګ د جهاد په نوم بې ګناه انسانان‪ ،‬ماشومان او‬
‫ښځې وژني او ورباندي فخر و وياړ كوي او دا هم د يو څو پيسو‬
‫دپاره د نورو د خوشنودۍ دپاره كوي‪.‬‬
‫هغه يو جهادي سربراه دي ياد دى چي يو تاجك توپكي سردار د‬
‫صدر اعظم په حېث د كابل و داخل ته د ننه نه پرېښووى نو هغه په‬
‫خپلو توپونو نيم كابل د مځكي سره برابر كړى او په زرګونو زرګونو‬
‫مسلمانان يې قتل كړو او د مزې خبره دا چي د كرزي حكومت‬
‫مخالفت يې بيا د قوميت ‪ ،‬عالقائيت او توكم پر اساس باندي وكړى او‬
‫اوس هم په افغانستان كښي د جنـګ و لمبو ته د يو څو پيسو په‬
‫عوض لمن وهي‪ ،‬د هغه د كردار په حواله سادهن مكرجي په خپل‬
‫ارزښتناك اثر "افغانستان له عروج څخه تر زوال پوري" نامي كتاب‬
‫كښي ليكي‪" :‬چي دې د محترم جهادي او مفتي خود ساخته مفتي د‬
‫نظرياتي توپير باوجود د حفيظ هللا امين سره مرستې كولې‪ ،‬او پيسې‬
‫يې ځنې تر السه كولې‪ ،‬ولي چي نسلي رشته يې ورسره درلوده‪.‬‬
‫‪19‬‬

‫"اهو مرجاني! دا مذهبي جنونيانو و ټول عالم اسالم ته د‬


‫سامراجيانو د راتلو الر جوړه كړه‪ ،‬سياست پوهان د دې په اندروني‬
‫دسيسو (سازشونو) باندي پوهيږي"‪ ،‬د شهزاد په لهجه كښي ډېر‬
‫رنج او درد وو‪.‬‬
‫"شهزاد صاحب! دنيا وليدل چي د امريكنو راوستلي طالبانو چي‬
‫د ‪ Unicol‬كمپنۍ سره د معاهدې ماتېدو غلطي وكړه‪ ،‬نو هغو يې له‬
‫بغلو څخه خپلي بېساكياني وكښې او بيا هغه طالبان د پرخي په څېر‬
‫ورك سو‪ ،‬كوم طرز حكمراني چي د وخت د اجتماعي تقاضو او ټولنيز‬
‫نفسياتو لحاظ نه ساتي نو هغه حكمرانان بې بيا تر ملبې الندي ژوندي‬
‫ښخيږي‪.‬‬
‫"ښه نو نېټه خو زغرده متوقع ده مرجاني! ستا مقاله تر كومه‬
‫حده پوري تياره ده‪ ،‬كومه چي ته د دې ځاى د ښځو پر حاالتو باندي‬
‫وايې او نورجهان مېنګل يې د بلوڅو ښځو او كوشنيانو پر مسايلو‬
‫باندي وايي‪.‬‬
‫"هسي مرجاني! څوك څوك له دې ځايه ځي؟" شهزاد پوښتنه‬
‫وكړه‪.‬‬
‫"عرفان صاحب‪ ،‬زه‪ ،‬نورجهان مېنګل او څلورم سړى زما د‬
‫خوښي به وي‪ .‬عرفان صاحب غواړي چي ما تر احسان الندي‬
‫ونيسي‪ ،‬زه په دې نتيجه رسېدلى يم چي تا نامزد كړم ولي چي د‬
‫شاهد موجودګي به زما پر اعصابو باندي د درانه بار غوندي وي‪.‬‬
‫شهزاد صاحب زه و هغه په مجلس كښي د يوه و بل دپاره د آزارو‬
‫باعث جوړيږو‪ ،‬زه و شاهد چي يو ځاى سو‪ ،‬نو بيا هر ځاى او هر‬
‫سړى يو ضمني حېثيت پيدا كړي او زه غواړم چي زه له دې سفر‬
‫څخه خوند واخلم او دا د شاهد په غير موجودګي كښي امكان لري‪،‬‬
‫زه نن د عرفان صاحب سره خبره كوم‪ ،‬زموږ دومري خرڅ هم نسته‪،‬‬
‫تقريبا ً هر څه د دوى پر غاړه دي او بيا ستا موجودګي زما او‬
‫نورجهان دپاره باعث د تقويت ګرځي‪ ،‬مرجانه د خپلي فيصلې په‬
‫افاديت باندي غوره ښكارېدله‪.‬‬
‫يوه ورځ و دوې بعد عرفان صاحب ته رسمي بلنه راغله چي‬
‫دى و ملګري دي درېيمه ورځ قندهار ته ځان را ورسوي‪ ،‬عرفان‬
‫صاحب واړه ملګري خبر كړل او ضروري اقدامات يې تر سره‬
‫ورسول او و افغانستان ته يې د سفر كولو رسمي اجازه له دواړو‬
‫حكومتونو څخه واخيسته‪ ،‬درېيمه ورځ يې څه وختي د تنظيم په يوه‬
‫غټه ښايسته كروزينګ ګاډۍ كښي د چمن الر ونيوله‪ ،‬د افغانستان په‬
‫حصه كښي له سپين بولدك څخه هندوستان يو ډېر ښايسته سړك جوړ‬
‫كړى وو‪ .‬تقريبا ً دوه ساعته پسته دوى د خپل تنظيم د افغانستان‬
‫څانګې د دفتر و مخ ته ودرېدل‪ ،‬ډېر تود هر كلى ورته وويل سو‪ .‬دلته‬
‫‪20‬‬

‫د بي بي سي د پښتو برخې نماينده ميرويس افغان هم موجود وو‪ .‬د‬


‫مرجاني او د ده تر منځ يو رسمي غوندي پېژندګلوي موجوده وه او‬
‫د دواړو تر منځ د شاعرۍ مشترك قدر هم موجود وو مرجانه د هغه‬
‫په موجودګي سره ډېره خوشحاله سوه‪.‬‬
‫د دې واړه ګروپ دا اول سفر وو‪ .‬ميرويس افغان دوى ته دا بله‬
‫ورځ د قندهار اهم تاريخي ځايونه ښكاره كړه‪.‬‬
‫د احمد شاه بابا او ميرويس بابا زيارتونو ته يې بوتلل‪ ،‬خرقې‬
‫شريفي او د ارغنداو (ارغنداب) رود ته يې بوتلل او د مال محمد عمر‬
‫هغه كور يې له ليري ځايه ورته ښكاره كړى چي و غوا ته به پكښي‬
‫پنكهې لګېدلې‪ ،‬په دې كور كښي اوس امريكايان اوسېدل‪ ،‬ښار له‬
‫ژونده ډك وو‪ .‬تجارتي او تهذيبي هڅي ګړندۍ وې‪ .‬د تعمير كار ډېر‬
‫په چټكي سره روان وو‪ .‬د راغلو اروپايي قندهاريانو په سوب‪،‬‬
‫اجتماعي پوهني مخ په وړاندي ډېر ارتقايي منزلونه تر سره رسولي‬
‫وو‪ .‬دوى چي د هر څو خلګو سره خبره وكړه‪ ،‬خو اخيره تجزيه يې‬
‫دا و مخي ته راغله چي د افغانستان د دې غميزي بنيادي وجه د‬
‫افغانانو خپله ناپوهي او نااتفاقي ده‪ ،‬هم دا سوب دى چي هغه د‬
‫مذهبي‪ ،‬سياسي او معاشي استحصال سره مخامخ سو او په‬
‫خصوصيت سره هغوى اوس د مذهب په نوم د استحصال كوونكو په‬
‫منفي كردار سره ښه خبر وو‪.‬‬
‫له دوو شپو ورسته دوى او د قندهار د دفتر څه نورو خلګو هم‬
‫د كابل الر ونيوله‪ ،‬په دې سيمينار كښي دباندني افغانانو هم برخه‬
‫درلوده‪ ،‬د لويي جرګې سره چي اساسي قانون يې جوړوى‪ ،‬متوازي‬
‫يو پروګرام وو په دې كښي د افغانستان پر راتلونكې باندي بحث‬
‫كېدونكى وو چي په افغانستان او ګاونډي هيوادونو كښي د خلګو د‬
‫ژوند د ښه كولو دپاره دا ‪ N.G.O‬څه كردار تر سره رسوالى سي‪.‬‬
‫تر سيمينار يوه ورځ وړاندي ميرويس افغان هم كابل ته را‬
‫ورسېدى او بيا د هغه په توسط د كوټي د ملګرو د كابل د بي بي سي‬
‫پښتو څانګي د همكاري ماللۍ شينواري سره مالقات وسو‪.‬‬
‫په خصوصيت سره مرجانه او ماللۍ شينوارې زغرده د دوستۍ‬
‫په رشته سره يو سوې‪ ،‬په دوه ورځني سيمينار كښي ډېري ښې‬
‫تجزيې وړاندي كړل سوې‪ ،‬د مرجاني د مقالې هم ډېره ستاينه وسوه‪،‬‬
‫له امريكې څخه د راغلي ودا صمدزۍ مقاله د ټاكل سوي موضوع په‬
‫تناظر كښي د افغان ښځو پر ستونځو باندي يوه ډېره پر مغزه مقاله‬
‫وبلل سوه‪ .‬هغې د خلقيانو د سترناكو ښځو په جبر سره د كورو څخه‬
‫د را ايستلو پر تېري باندي خبره وكړه او د هغوى ډېر ناوړه كارونه‬
‫يې په ګوته كړل‪ ،‬د عزتمنو كورونو د نجونو سره يې د جبر په ودونو‬
‫باندي ډېر په طنز باندي نيوكي وكړې‪.‬‬
‫‪21‬‬

‫د جهادي تنظيمو او خلقيانو د جنـګ و جدل په دوران كښي يې د‬


‫عربو پر كردار باندي هم خبره وكړه چي څرنګه عربو دلته د افغان‬
‫عالقو پتمني نجوني د ما ِل غنيمت په نوم مينځي د ځان ښځي‬
‫(ثروتي) ګڼلې او د څو مياشتو د جنسي استفادې پسته يې د انډر‬
‫ګراونډ مافيا په توسط په سندهـ او پنجاب كښي خرڅولې‪ ،‬هغې د هغو‬
‫ټولو افغاني نجونو پر ذات او حاالتو باندي خبره وكړه چي تر اوسه‬
‫هم بې دركه وي‪ ،‬دې عربو چي د افغانانو د عزت كومه جنازه ايستلې‬
‫وه‪ ،‬نو ودا صمدزۍ پر هغه باندي ژړغونې سوه‪ ،‬دا عربو به د پيسو‬
‫په زور د افغاني پېغلو نجونو سره د يو څو مياشتو دپاره واده كاوه‬
‫او بيا به يې طالق وركولى اوس بې حسابه طالق سوي افغاني نجوني‬
‫د خپل برباد ژوند په ماتم اخته وې او څوك يې پوښتنه هم نه كوي او‬
‫دا هر څه د هغه جهادي غيرتمندو افغانانو و مخ ته كېدل‪ .‬چا چي‬
‫دعوه درلوده چي موږ د افغانستان د عزت دپاره قرباني وركوو‪.‬‬
‫او ورپسې د طالبانو په دور كي هم د افغانستان پر ښځوچي كوم‬
‫ډېر ظلم وسو‪ ،‬ودا صمدزۍ د دې ښه تجزيه وكړه‪ ،‬افغان ښځي د بې‬
‫روزګارۍ سره مخامخ سوې‪ ،‬نو مجبوري سوې چي جسماني دنده‬
‫وكړي‪ ،‬هغې د "هيرالډ" په نوم د يوې پاكستانۍ مجلې حواله وركړه‬
‫چي محمد الياس خان په كښي يو مضمون په دې حواله ليكلى وو او‬
‫په خپله طالبانو درې‪ -‬درې څلور‪ -‬څلور ودونه وكړه چي اوس و‬
‫تښتېده نو هغه ښځې اوس حيراني ناستي دي چي څه وكړي‪ .‬د‬
‫القاعده د نيولي او وژل سوي عربو افغاني ښځي هم د دوو جهانو تر‬
‫منځ ژوند تېروي هغې د حكومت معاشرې‪ ،‬اقوام متحده‪ ،‬اېمنټي انټر‬
‫نېشنل هيومن رايټس او نورو ادارو پام و دې مهمو ستونځو ته را‬
‫وګرځوى چي پر دې باندي غور وكړي او د دې ښځو او د دې يتيمانو‬
‫بچيانو څه غم وخوري او غوښتنه يې وكړه چي رياست بايد د هغو د‬
‫مدد دپاره يو جامع پروګرام جوړ كړي‪ ،‬هغې په خپله حواله په مقابله‬
‫حس ِن فن كښي د شركت پس د دنيا نظر د افغاني ښځو و مشكالتو ته‬
‫راګرځول وو او په دې حواله يې يو خطير رقم را غونډ كړى وو چي‬
‫يې غوښت كوم موزون يوه تنظيم ته د افغاني ښځو د مدد دپاره يې‬
‫حواله كړي‪ ،‬ورسرره يې خپل تنظيم هم جوړ كړى وو‪.‬‬
‫د سېمينار په ايجنډاكښي څه علمي ادبي موضوعات هم شامل‬
‫وو او د موسيقي برخه هم په كښي موجوده وه‪ ،‬د ژوند د هري‬
‫كوڅې خلګو پكښي برخه درلوده‪ ،‬مرجاني ته يې ډېر خوند وركړى‪ ،‬د‬
‫افغان انټلكچول قد و قامت او عمودي او افقي وسعتونو هغه ډېره‬
‫متاثره كړه‪ ،‬په يوه ګډه مشاعره كښي د هغې دا شعر ډېر خوښ كړل‬
‫سو‪:‬‬
‫‪22‬‬

‫په الفت كښي يې سياست راسره وكړى‬


‫چي را ګير يې كړم اظهار ته پس كنار سو‬

‫د ارګنايزېشن ټولو ممبرانو و دې ته په زړو كښي ځاى وركړى‪،‬‬


‫د دې او نورو راغوښتو خلګو دپاره يې په يوه ښه هوټل كښي ځاى‬
‫نيولى وو او تقريبا ً ټوله مصارف د ارګنايزېشن پر غاړه وو‪ .‬د‬
‫حكومتي چارواكو له خوا هم مېلمستيا وركول سوه او د حفاظت‬
‫ټينګي چاري يې هم سوي وې‪ ،‬مرجاني ته د دې نړېدلي ښار خلګو‬
‫او تهذيبي تنوع ډېر خوند وركړى‪ ،‬ژوند اوس مخ په وړاندي غځوني‬
‫كولي‪ ،‬خلـګو د رجاييت له نفسياتو هوسايي موندلې وه‪ ،‬كه څه هم‬
‫نسلي تضادات موجود وو الكن د كرزي صاحب حكومت د اعلى‬
‫حضرت ظاهرشاه تر سايه الندي د افغانانو د نفسياتي‪ ،‬معاشي او‬
‫تهذيبي بحالۍ دپاره مثبت قدمونه اخستي وو او په نزدې كښي د لويې‬
‫جرګې په سوب دټاكل سوي اساسي قانون په سوب تر ډېره حده ټوله‬
‫قوميتونه مطمين وو‪.‬‬
‫ودا صمدزۍ غوښتنه درلوده چي مرجانه بايد چي د يو څو‬
‫مياشتو دپاره دلته له دې سره پاته سي هغې غوښتل چي دوى دواړي‬
‫په ګډه د افغان ښځو په مشكالتو باندي يو څېړنيز كتاب وليكي او‬
‫ورسره مرجانه د "ودا" د ‪ N.G.o‬په قيام كښي له هغې سره ټيكنيكل‬
‫غوندي مدد هم وكړي‪.‬‬
‫د مرجاني هم زړه غوښت چي په كابل كښي څه موده تېره‬
‫كړي‪ ،‬الكن د هغې يو وار كوټي ته تـګ ضروري وو او وعده يې‬
‫ورسره وكړه‪ ،‬كه هغه د مرجاني د تنظيم د هايير اتهارټيز څخه‬
‫اجازت ور واخلي‪ ،‬نو مرجانه به بېرته ضرور راسي‪ ،‬په دې دوران‬
‫كښي به هغه خپله څه كارونه نيمګړي تر سره ورسوي او د مور و‬
‫پالر څخه به اجازت هم واخلي پر دې باندي فيصله وسوه‪.‬‬
‫ودا صمدزۍ او ماللۍ‪ ،‬عرفان صديقي او نورجهان مېنګل سره‬
‫د مرجاني په دې راضي كړه چي دوى دي درې‪ ،‬څلور ورځي د دوى‬
‫ذاتي مېلمانه وګرځي‪ .‬د ودا صمدزۍ كور فراخ وو دوى يې له هوټل‬
‫څخه و كور ته منتقل كړو او تر ممكنه حده پوري يې كابل ورښكاره‬
‫كړى او د موسيقي و كنسرټ ته به يې بيوله‪.‬‬
‫يوه ورځ په ماځيګر كښي دا پروګرام جوړ سو چي د ودا‬
‫صمدزۍ يو آرټسټ دوست زاهد توصيفي چي د فرانس څخه راغلى‬
‫وو‪ .‬د هغه و سټوډيو ته والړ سي‪ ،‬عرفان صاحب د ارګنايزېشن له‬
‫دفتر څخه ال نه وو راغلى‪ ،‬نو څلور واړه نجونو د زاهد توصيفي د‬
‫سټوډيو و خوا ته د تللو هڅه وكړه‪ ،‬د هغه سټوډيو د ودا صمدزۍ له‬
‫كوره څخه په واكنګ ډسټينټ جاده ميوند باندي وه‪ .‬هغو ته دروازه‬
‫‪23‬‬

‫خالصه په مخه ورله‪ ،‬دوى چي دننه ورغلو نو زاهد ښكاره نه وو‪.‬‬


‫ودا ږغ ور وكړى‪ ،‬د هغه ځواب له كچن څخه راغلى‪ ،‬ودا بس درغلم‪،‬‬
‫دلته په چاى جوړولو بوخت يم‪ ،‬د هغه په ږغ كښي د مسرت رنـګ‬
‫شامل وو‪ .‬هغه چي د كپ چاى په الس كښي له كيچن څخه و مين‬
‫الونج ته راغلى او چي پر مرجانه يې نظر ونښتى‪ ،‬نو پر څېره‬
‫باندي يې يو نا معلوم غوندي احساس و برېښېدى‪ ،‬هغه ځاى پر‬
‫ځاى د بت په څېر ودرېدى‪ ،‬هغه د سترګو په سكوت سره دا وينا‬
‫وكړه چي په جهان كښي فقط دغه يوه هستۍ ده چي هغه يې پېژني د‬
‫چا چي و هغه ته نوم هم نه وو معلوم‪ ،‬هغه هلته په هوښ كښي‬
‫راغلى‪ .‬كله چي له السه يې كپ پر فرش باندي ايله سو او په يوه‬
‫مترنم ږغ سره مات سو‪ ،‬هغه كرار كرار د مرجاني و خوا ته راغلى‪،‬‬
‫مرجانه په خپله هم په يوه طلمساتي اثر كښي وركه وه‪.‬‬
‫زاهد توصيفي په قراره سره د هغې الس په الس كښي واخستى‬
‫او په ډېر احترام او نمناكو سترګو سره يې و هغه ته بوسه وركړه‪،‬‬
‫هيڅ يو چا هم هيڅ نه وويل‪ ،‬هر سړى د يو افسون تر اثر الندي وو‪.‬‬
‫بيا هغه مرجانه تر الس نيولې د خپلي سټوډيو و خوا ته بوتله‪،‬‬
‫مرجانه د خوف په حالت كښي ورسره روانه سوه او و نورو ته يې‬
‫هم د راتلو اشاره وكړه‪ .‬هلته هغه‪ ،‬مرجانه د يوه داسي تصوير و مخ‬
‫ته ودروله چي پر مخ باندي يې د سپين ټوكره پوښ پروت وو او بيا‬
‫هغه په يوه ډېره سړه ساه سره هغه ټوكر پورته كړى‪ ،‬د ګردو تر‬
‫خولو په حيرت سره د "واه" كليمې ووتلې‪ ،‬مرجانه په خپله هم په‬
‫حيرت كښي وركه والړه او كرار كرار لكه د ګلو څانګه لړزېدله‪ ،‬د‬
‫هغه سترګي او ستونى واړه له اوښكو ډك سو او هغه د نزدې والړ‬
‫زاهد توصيفي په السو كښي خپل مخ پټ كړى او د ساړه ژمي د پسته‬
‫اور باران په دود يې وژړل‪ ،‬زاهد توصيفي د هغې پر سر الس‬
‫كښېښودى‪ ،‬د هغې و تندي ته يې بوسه وركړه او په تېزۍ سره له‬
‫كوره په نمو سترګو دباندي په زغاست ووتى‪.‬‬
‫نورجهان و مرجاني ته رانزدې سوه‪ ،‬په خپله غېږ كښي يې را‬
‫خوندي كړه او درو واړو نجونو د هغې د دلجويي كوشش وكړى‪ ،‬ودا‬
‫له كېچن څخه د پيپسي بوتل او څلور ګالسه راوړل او خپل د لرګي‬
‫په څير وچ حلقونه يې ناوده كړه‪ ،‬يو عجيب غوندي اسرار مسلط وو‪.‬‬
‫ژوند د خپل ناپايان ښايست سره په نما وو‪.‬‬
‫"مرجاني! دا كېداى سي چي تا و زاهد توصيفي كله سره ليدلي‬
‫وي او اوس دي ستا هېر وي"‪ ،‬ماللۍ ورځنې پوښتنه وكړه‪.‬‬
‫مرجاني سر د نفي په انداز كښي و ښوروى‪ ،‬نه ماللۍ ما زاهد‬
‫كله نه دى ليدلى‪ ،‬دغه يوه د "الف ليلة" غوندي كيسه ښكاري‪ ،‬الكن‬
‫ماللۍ شايد دا هغه يواځينى سړى دى چي يې زه پېژنم‪.‬‬
‫‪24‬‬

‫څرنګه؟‬
‫زه د دې وضاحت نه سم كوالى‪ ،‬وهللا دا تر عقل تېره خبره ده‪،‬‬
‫ته راسه چي موږ يو واره بيا له نزدې ستاسي د مشابهت اندازه‬
‫ولګوو‪ .‬په پښتني ښايسته كوچي لباس كښي د زاهد څه ووه كاله له‬
‫مخه جوړ كړى تصوير هو به هو د مرجاني باركزۍ تصوير وو‪ .‬هغه‬
‫توري ژوري سترګي‪ ،‬لږ لږ د حسرت و غم په رنجو توري‪ ،‬هغه‬
‫ښايسته څېره او هغه د تقدس ځال او هغه مقتدر (‪)Sovereign‬‬
‫حكمران ښايست‪ ،‬كه فرق وو يو د لباس او لږ د عمر او هغه دوه‬
‫زاڼې وو چي په انځور كښي وو الكن دلته د مرجاني په غېږ كښي نه‬
‫وو او كه يو بل مهم فرق وو نو هغه دا چي د تصوير مرجانه زياته‬
‫فطرتي او رښتينې ښكاره كېده او د حقيقي مرجاني پر څېره باندي‬
‫څه د ژوند كثافتونه او د وختونو د ستړيا لږ څه ګړځ ځاى نيولى وو‪.‬‬
‫الكن و دې ته هم د رسا ذهن او پاك وجدان څښتنان رسېدلى سو‪،‬‬
‫مرجاني تر ډېره و خپل تصوير ته په ځير ځير كتل او د يوې سړې‬
‫ساه پسته يې يو خيال په ذهن كښي راغلى نو دخپلي وږې څخه يې‬
‫كېمره په الس كښي واخستله پوښ يې ځنې ايسته كړى او ماللۍ ته‬
‫يې اشاره وكړه چي "زما و د تصوير څو تصويرونه واخلي"‪ ،‬هغه د‬
‫زاهد توصيفي د جوړ سوي تصوير سره پر څنګ ودرېدله او ماللۍ د‬
‫هغې څو عكسونه واخيستل‪ ،‬پسته مرجاني د هغه انځور څو عكسونه‬
‫يواځي هم واخيستل‪ ،‬مرجانه په يوه عجب غوندي روحاني مسرت‬
‫سره سرشاره وه‪ ،‬هغه د ژوند د يوه نوي جهت ‪ Dimention‬سره‬
‫معارفي سوې وه‪ ،‬هغه په اول ځل د تعقل په شا د وجدان حقيقت‬
‫وپېژندى‪ ،‬د هغې د ژوند وژن په اول ځلي د افق وسعتونه وموندل‬
‫اوس د تعقل‪ ،‬وجدان او شاعرانه بصيرت په امتزاج سره هغه د ژوند‬
‫د يوه نوي مفهوم سره اشنا سوه‪ .‬په اول ځلې هغې په خپل زړه كښي‬
‫خپل حقيقت وپېژندى‪ ،‬مرجاني ته په اول ځلي د "شى بذاته" (‬
‫‪ )Thing- in- itself‬مفهوم تر څه حده وسپڼېدى‪ ،‬هغه په اول ځل‬
‫په ذهني او روحاني حواله و وجداني بلوغت ته ورسېدله‪ ،‬هغې د‬
‫ژوند ټولي ارضي ضابطې‪ ،‬تحديدات او قدغنونه تر پښو الندي كړه‪،‬‬
‫دې جمالياتي حادثې‪ ،‬هغه د زمان و مكان تر حدود وايستله او تر‬
‫المكان پوري يې آزاده كړه‪ .‬هغې په اول ځلي د ځان او د يزدان د روح‬
‫اتصال د زړه په سترګو وليدى‪ ،‬هغه د بې پايان وسعتو مالكه او د‬
‫الزوال مسرت سره مخامخ سوه او د خپل زړه پر غولي د يوې ښايسته‬
‫شپې په څېر راغونډه سوه‪.‬‬
‫دا هغه لمحه وه چي د هغې د زړه ټول كثافتونه او ستړياوي‬
‫توى سوې او د هغې له نوي سره تجديد او تزيين وسو‪ ،‬د نظر د‬
‫‪25‬‬

‫بدلېدو سره د ژوند مفهوم څومره بدل سو؟ مرجانه د دې يوه ساعت‬
‫پر انقالب باندي په زړه كښي په حيرت سره غرقه وه‪.‬‬
‫"ښه نو راځى چي والړ سو‪ ،‬زاهد خو هسي هم و تښتېدى او‬
‫څه ناوخته غوندي هم سو"‪ ،‬ودا سكوت مات كړى‪ ،‬څلور واړه د زاهد‬
‫توصيفي له ځايه را ووتې‪ ،‬د دروازې الك يې تر شا ولګوى او دروازه‬
‫يې را بنده كړه‪ ،‬پر جاده ميوند باندي يې د كافي شاپ څخه كافي‬
‫وڅښله‪ ،‬د دلته هلته خبرو باوجود ټولي د هغه ناولده اسرار تر اثر‬
‫الندي وې او بيا يې د كورونو كست وكړى‪ ،‬ماللۍ د خپل كور پر لوري‬
‫او دوى درې د ودا صمدزۍ د كور پر لوري والړې‪.‬‬
‫د ودا صمدزۍ كورنۍ په ډېرو مينه ناكو افرادو باندي مشتمله‬
‫وه او په سياسي و تهذيبي پوهني او ښكال سره پوښلي خلـګ وو‪ .‬د‬
‫هغو دسياسي بصيرت او رجاييت نظر و مرجاني ته ډېر مثبت او‬
‫ارزښت ناكه ښكاره كېدى‪ ،‬هغو د روح عصر په تقاضو پوره رسا‬
‫ذهنونه درلوده‪ ،‬د افغانستان د بيا ودانولو په حواله يې ډېر ارمانجن‬
‫زړونه و ذهنونه درلود‪.‬‬
‫په دې وخت كښي عرفان صديقي هم را رسېدلى وو‪ .‬د ډوډۍ‬
‫خوړلو پسته مرجاني د عرفان صديقي او نورجهان سره د تلو صالح‬
‫وكړه او غوښتنه يې وكړه چي سبا ته روان سي‪ ،‬د ودا د خاندان‬
‫خلګو ډېر اصرار وكړى چي ال يو دوې درې ورځي پاته سى‪ ،‬بيا به‬
‫والړ سى‪ ،‬الكن د مرجاني ضد اخير برى و موندى او دا فيصله وسوه‬
‫چي سبا تر كندهار پوري والړ سي هلته يوه شپه قيام وكړي او بيا و‬
‫كوټي ته روان سي‪ ،‬د ډوډۍ پسته مرجانه زغرده خپلي خوني ته‬
‫والړه‪ ،‬د جامو د بدلولو او الس و مخ پرېولو پسته زغرده په بستره‬
‫ننوته‪ ،‬نورجهانه ښه ساعت بعد راغله‪ ،‬ودا ورسره وه‪ ،‬هغې پر‬
‫مرجاني ږغ كړى‪ ،‬الكن مرجاني ځان واچاوى‪ ،‬هغې غوښتو چي دا‬
‫مسرت د چپتيا په غېږ كښي د خپل ذهن و زړه برخه وګرځوي‪ ،‬ودا‬
‫و نورجهان ته وداع وويل او والړه‪ ،‬څه ساعت پسته نورجهان هم‬
‫پرېوته او په خونه كښي مكمل سكوت خور سو‪ ،‬د زېرو بلب په شنه‬
‫رڼا كښي د خوني ماحول نور هم سحرناكه او خوابناكه سو‪ ،‬الكن نن‬
‫د مرجاني او د خوب تر منځ هيڅ عالقه نه وه‪ ،‬نن خوب د هغې له‬
‫سترګو څخه هغومري ليري وو لكه د دې درنو غرونو پر شا چي د‬
‫هغې كور ليري وو‪ .‬كور‪ ،‬دا يو عجيبه تورى دى‪ ،‬د هغې د تخيل‬
‫سمندر كښي بې جلوه او بې قابو سو‪ ،‬په دنيا كښي د دوو شيانو بدل‬
‫نسته يا خپل كور دى يا نو بيا خپل ګور دى‪ ،‬له يوې نقطې څخه د‬
‫ژوند آغاز كيږي او پر دويمه باندي يې اختتام او د دې دوو نقطو تر‬
‫منځ د ژوند تجريد د خپل تاوده سراب سره بهيږي‪ ،‬ژوند يو لوى غټ‬
‫سوال دى‪ ،‬د مفهوم د تالش په لړ كښي‪ ،‬بلكې تر هغه هم وړاندي‬
‫‪26‬‬

‫انسان د دې سوال سره مخامخ كيږي چي ګرسره ضرورت يې څه‬


‫دى؟ كله كله د شوپن هاير د اراديت پر فلسفه باندي د يقين كولو‬
‫كار و سړي ته ډېر اسانه ښكاري‪ ،‬د سراب په سفر كښي فقط د ميني‬
‫نخلستان يو داسي مقام وي چي انسان د ژوند د لغويت له تصور څخه‬
‫خالصيت مومي‪ ،‬مينه يو داسي احساس را زېږوي چي انسان د ژوند‬
‫كولو و ستړي كار ته را هڅوي‪ ،‬د ژوند ستړي د ميني په راز تكري‬
‫او په دوك سره وركيږي‪.‬‬
‫مرجاني ته د زاهد توصيفي دمالقات پسته دا احساس وسو چي‬
‫د دې و د شاهد ترين د ميني كمى اوس پوره سو اوس هغې مينه د‬
‫خپل پوره تكامل سره وپېژندله‪ ،‬هغه په اول ځلي د دې حقيقت سره‬
‫مخامخ سوه چي د هغې مينه د دوو خلګو په وجود سره كامليت پيدا‬
‫كوي الكن دا و هغې ته هم څرګنده نه وه چي دا د هغې خوش قسمتي‬
‫ده او كه بدقسمتي؟ د هغې ميني كه كامليت پيدا كړى الكن د هغې‬
‫وجود يې تقسيم كړى دى‪ .‬په يوه وخت كښي د دوو خلګو سره د‬
‫ميني جدلياتي رشته به دا و كومي خوا ته بوزي‪ .‬دا حقيقت تر اوسه‬
‫پوري څرګند نه وو‪ .‬د هغې تر خولې يوه آتشين آه ووتله او هغې د‬
‫مسرت و حسرت په تودو اوښكو د باندني باران سره په ګډه كرار‬
‫كرار وژړل چي په دا وخت كښي ودا بېرته په لڅو پښو سره خونې‬
‫ته را ننوته‪ ،‬ډېر په كراري سره يې الس د هغې پر سر باندي‬
‫كښېښود او ډېر په پاسته ږغ يې را وږغوله چي‪:‬‬
‫"مرجاني! ته ژاړې ولي ګراني؟ راپورته سه هلته زما خوني ته‬
‫راځه ستا دپاره يو ضروري پيغام لرم"‪ .‬مرجانه د كابل د سړې شپې‬
‫په زړه كښي د اندېښنې سره مخامخ سوه‪ .‬ودا خپل الس د هغې پر‬
‫وږو كښېښود او هغه يې د خپلي خوني پر لوري بوتله‪.‬‬
‫"مرجاني! "ما ته ناوخته په دې را پورته كړې چي هغه زاهد‬
‫توصيفي د تا سره پر ټيلي فون خبره كول غواړي اوس دا دى‬
‫دوولس نيمي بجې دي‪ ،‬هغه د يوه ساعت څخه اصرار لري چي زه‬
‫ستا له هغه سره خبره وروكړم‪ ،‬د هغه ذهني حالت د معمول پر حالت‬
‫باندي نه ښكاري‪ ،‬ستا څه خيال دى؟‬
‫"ودا! اصوالً خو بايد چي زه د هغه سره خبره وكړم چي زما هم‬
‫زړه غواړي‪ ،‬الكن ودا! زه نه غواړم چي زه د احساس د دې ښايست‬
‫د قتل باعث هم په خپله وګرځم‪ ،‬زاهد د ژوند په باب زما نقطۀ نظر‬
‫يكسر بدل كړى‪ ،‬زه يې د واقع ژوند په شا دپټ اساطيري امكان سره‬
‫آګاه كړم‪ ،‬په دې كښي شك نسته چي هغه اوس زما دپاره ډېر اهم يو‬
‫سړى سو‪ ،‬الكن زه په اوسني صورتحال كښي د هغه سره خبره كول‬
‫نه غواړم‪ ،‬زه سبا ځم هم په دې چي زه په لفظونو او وضاحتونو‬
‫سره دا خپل ښايسته احساس بربادول نه غواړم‪ ،‬البته زه د بېرته‬
‫‪27‬‬

‫راتلو دپاره يو واره ضرور ځم او تر هغو پوري د زاهد سره خبره نه‬
‫كوم او تا ته خواست كوم چي هغه منع كړه چي هلته په ما پسې نه‬
‫سي را‪ ،‬زما وعده ده بلكې مجبوري ده چي زه به بېرته راځم"‪،‬‬
‫مرجاني په خوب وهلي په حال كښي خپله وينا تر سره ورسوله‪.‬‬
‫"خو بيا زه څه وكړم؟" د ودا په ږغ كښي د بې وسۍ عنصر‬
‫شامل وو‪" .‬ته و هغه ته څه بهانه جوړه كړه‪ ،‬تسلي وركړه‪ ،‬بلكې‬
‫زما د مخه خبره ورسره وكړه‪ ،‬الكن دا مه ورته ښيه چي موږ سبا‬
‫ځو"‪.‬‬
‫ودا د زاهد نمبر ډايل كړي‪ .‬له هغه بلي خوا د زاهد بې كراره ږغ‬
‫مرجاني هم اورېدى‪ "،‬آه ودا څه وسو‪ ،‬ودا زه د هغې سره اوس‬
‫خبره كول غواړم"‪ .‬هو‪ ،‬د زاهد په ږغ كښي د لمبې ناكراري وه‪.‬‬
‫ودا ورته وويل‪" :‬چي هغه په يو داسي ذهني صورتحال كښي ده‬
‫چي د هغې دپاره دا وخت د تا سره خبره كول ناممكن كار ښكاري‪،‬‬
‫هغه د دښت د شګو په څېر خوره وره پرته ده او د حيرت په بې‬
‫كنارى صحرا كښي وركه ده‪ ،‬زاهد ستا حالت تر هغې ډېر ښه دى‪ ،‬ته‬
‫لږ صبر وكړه‪ ،‬موږ ته پكار دى چي مرجانه بېرته په خپل زړه كښي‬
‫بحال كړو‪ ،‬دا كار ته په ما پرېږده‪ ،‬زه په هر قېمت ستا و د هغې مدد‬
‫كول غواړم‪ ،‬و هغې ته اوس هم زما ضرورت دى‪ ،‬زه چي اوس ستا د‬
‫پيغام سره ورغلم‪ ،‬نو هغه نه صرف دا چي ويښه وه‪ ،‬بلكې كرار كرار‬
‫يې ژړل هم‪ ،‬ما ته اجازت راكړه چي هغه پر ځاى كړم بيا به سبا خبره‬
‫سره كوو"‪.‬‬
‫"ښه ودا زه زما و ستا د دوستي په حواله تاته دا قسم دركوم‬
‫چي په يقيني توګه زما مدد وكړه‪ ،‬كنې ژوند به زما دپاره معنا له‬
‫السه وركړي"‪ ،‬د هغه ږغ بند خو سو الكن ودا ته احساس وسو چي‬
‫هغه ژاړي‪ ،‬دلته مرجانه هم كرار كرار ژړېدله چي ودا موبايل بند‬
‫كړى‪ ،‬نو مرجانه د هغې په غېږ كښي ور ولوېده او پاته شپه يې د‬
‫هغې په بستره كښي د هغې په ګرېوان كښي خپله په اوښكو تره‬
‫څېره پټه وساتله او د هغې په غېږ كښي يې د زاهدې د وجود‬
‫خوشبويي او تحفظ موندى او د څه ساعت پس د يوې ماشومي په‬
‫څېر بيده سوه‪.‬‬
‫ودا تر ډېره پوري ويښه پرته وه‪ ،‬هغه هم په اول ځلي د دومري‬
‫ژور فكر سره مخامخ سوې وه‪ ،‬هغه چي يوه دنيا يې ليدلې وه‪ ،‬الكن‬
‫داسي يو ښكلى صورتحال يې كله هم نه وو ليدلى‪ .‬د خپل ټول ښايسته‬
‫او كامياب ژوند باوجود د خپل وجود د يوې توري ګوښې سره‬
‫متعارف شوې وه‪ ،‬هغې په اول ځلي په خپل زړه كښي يو كمى‬
‫محسوس كړى الكن يو داسي كمى چي و هغه ته يو اصطالحي نوم‬
‫وركول ورته ګران ښكاره كېدى‪ ،‬الكن هغې په خپل زړه كښي يوه‬
‫‪28‬‬

‫فيصله وكړه چي د خپل قام د اجتماعي خدمت سره سره به دا د ماللۍ‬


‫شينواري په مدد د مرجاني و زاهد ضرور مرسته كوي‪ ،‬په دا‬
‫سوچونو كښي غرقه هغه ګورو چي كله د مرجاني د ساه په عنبرين‬
‫خوشبويي كښي بيده سوله‪.‬‬
‫سحار د لمانځه پر وخت تقريبا ً ټوله را پورته سول‪ ،‬عرفان‬
‫صديقي ډېر مذهبي سړى وو‪ .‬نو هغه نور هم راويښ كړو‪ ،‬ډرايور‬
‫هم‪ ،‬د سرونټ كوارټر د اوسېدونكو سره راپورته سوى وو او ګاډۍ‬
‫يې تياره كړې وه‪،‬تر اتو بجو پوري‪........‬د ناشتې و دا بعد دوى د‬
‫قندهار و خوا ته د روانېدو دپاره تيار وو‪ .‬د وتلو څخه وړاندي‬
‫مرجاني و ماللۍ شنواري ته ټيليفون وكړى او الوداع يې ورته‬
‫وويله‪ ،‬هغې ډېر د حيرت اظهار وكړى او د دې په تګ باندي‬
‫خواشينې سوه او ورته وې ويل چي ته لږ انتظار وكړه زه دالته درځم‬
‫الكن مرجاني هغه منع كړه او اجازت يې ځني واخستى‪ ،‬ودا او د هغې‬
‫د كور واړو خلګو هغه ډېره په مينه و احترام سره رخصت كړه‪ ،‬خو‬
‫د ودا او مرجاني تر منځ دا د څو ورځو دوستي ډېره ژوره ښكاره‬
‫كېدله او دواړي په زړه كښي رنجيده وې‪ ،‬الكن و دواړو ته معلومه‬
‫وه چي زغرده به مالقات كيږي‪.‬‬
‫د پروګرام مطابق ودا د ارګنايزېشن دكندهار څانګه خبره كړې‬
‫وه‪ ،‬دوى چي كوم وخت كندهار ته ورسېدل‪ ،‬نو ميروايس افغان هم‬
‫هلته موجود وو‪ .‬د غرمې ډوډۍ دپاره هغه دوى يوه ښه هوټل ته‬
‫بوتلل‪ ،‬بيا دوى ځاى ته راغله‪ ،‬د رهايش انتظام يې په دفتر كښي‬
‫سوى وو‪ .‬ماځيګر د شهيدانو د چوك و خوا ته والړو‪ ،‬د اتحادي‬
‫فوجونو موجودګي د نيست سره برابره وه‪ ،‬خلـګ د نوي ژوند په‬
‫ارمان معلومېدو او د افغانستان د تقدير فيصله كوونكي قندهاريان‬
‫ډېر پر عزم ښكاره كېدل‪ ،‬د رجاييت په لمرونو روښانو څېرو يې د‬
‫اينده افغانستان د كاميابۍ او كامرانۍ پر حقيقت باندي ځانګړي‬
‫دليلونه درلودله‪ ،‬هلته دوى د كورونو د پاره څه نخښې واخيستلې‪،‬‬
‫خاصكر د ښځو د خامكي كار څه نمونې يې واخيستلې‪ ،‬ولي چي له‬
‫سفره ستړي وو نو بېرته زغرده ځاى ته راغلو او په دا بل سحار د‬
‫كوټي پر لوري روان سو‪.‬‬
‫دا بله ورځ د ماپښين په شا و خوا كښي را ورسېدل‪ ،‬هر چيري‬
‫خيريت وو‪ .‬مرجانه د خپلو په منځ كښي ډېره خوشحاله سوه‪ ،‬قاسم‬
‫خو په جامو كښي نه ځايېدى‪ ،‬الكن هرچا ته دا خبره جوته وه چي‬
‫مرجانه لږ څه غوندي بدله ده‪ ،‬مور و پالر يې دا پر ستړيا باندي‬
‫قياس كړه‪ ،‬خو د پالر رسا ذهن يې تر يوه حده د بدلون په سوب‬
‫پوهېدى‪ ،‬الكن كوشش يې كاوه چي د دا خبري پوښتنه تر هغه وخته‬
‫پوري معطله وساتي چي مرجانه و اظهار ته تياره نه سي‪.‬‬
‫‪29‬‬

‫په دفتر كښي هم شاهد ترين او شهزاد صاحب‪ ،‬دا خبره و‬


‫پاموله چي هغه څه وركه غوندي ده‪ ،‬د عليك سليك پسته مرجاني د‬
‫قندهار و كابل صورتحال په مختصره توګه ورته بيان كړى‪ ،‬الكن د‬
‫زاهد توصيفي ذكر يې ګول كړى خو كله چي يې تصويران صفا كړه‬
‫نو بيا يې دا خبره په كور او دفتر كښي و هرچا ته ښكاره كړه او‬
‫ګړدو په دې باندي د ډېر حيرت اظهار وكړى‪ ،‬واقعي چي د تصوير‬
‫خيالي مرجانه او حقيقي مرجانه د يوې و بلي فوټو سټېټ ښكاره‬
‫كېدلې‪.‬‬
‫يوه هفته لس شپې پسته مرجاني د پالر سره د خبرو كولو‬
‫موقعه را ويېسته او دا خواهش يې ورته ښكاره كړى چي په كار دى‬
‫چي د خور پلوشې واده د شاهد ترين سره وكړي‪ ،‬د مرجاني او پالر‬
‫تر منځ يوه دوستانه غوندي رشته هم وه‪ ،‬پالر يې پوښتنه ځنې وكړه‬
‫چي آيا هغې په دې لړ كښي د پلوشې او شاهد سره خبره كړې ده؟‬
‫هغې دا كار پر خپله غاړه واخيست خو د كورنۍ د يوه ګډ مجلس‬
‫قرارداد يې هم سره وټاكى‪.‬‬
‫ورپسې هغې د كابل د واپسۍ خبره هم ورته وكړه‪ ،‬پالر يې په‬
‫سوچونو كښي ورك سو‪ ،‬الكن هغه د مرجاني په روحاني او جمالياتي‬
‫ضرورتونو پوهېدى او ورسره يې د موافقت خبره وكړه‪.‬‬
‫هغې په دې لړ كښي د شاهد سره خبره وكړه‪ ،‬هغه خو اول ډېر‬
‫احتجاج وكړى الكن د مرجاني په دې اصرار او غوښتنه سره چي دا‬
‫غواړي چي دى د كور ممبر جوړ كړي‪ ،‬هغه هتيار واچوى او د‬
‫پلوشې د لږ څه تحفظاتو باوجود هغې پلوشه هم په دې راضي كړه‬
‫چي شاهد خپل كړي‪ .‬شاهد د زاهد توصيفي و مرجاني په روحاني‬
‫تعلق باندي‪ ،‬ډېر چيري چي حيران وو‪ .‬هلته د ډېرو اندېښنو سره‬
‫مخامخ هم سو‪ ،‬الكن هغه په دې پوهېدى چي هيڅ يو څوك هم د‬
‫مرجاني د الري دېوال نه سي جوړېدالى‪ ،‬نو دا هم غنيمت دى چي‬
‫هغه د دې د كور يو غړى جوړ سي‪ ،‬د مرجاني او پالر كه مقاصد‬
‫جال وو خو دواړه په دې راضي وو چي په دې حالت كښي چي خپلو‬
‫مخ ورځني ګرځولى دى‪ ،‬هغه د يوې بااثره او مړو چي كورنۍ يو‬
‫فرد شاهد ترين د خپل خاندان ممبر وګرځوي‪ ،‬د شاهد خاندان هم‪ ،‬د‬
‫قايم خان ايډوكېټ د كورنۍ په سماجي حثيت باندي خبره وه او د‬
‫هغو سره يې دوستي كول د ځان دپاره يو ارزښتناكه كار ګڼى‪ ،‬په‬
‫يوه مياشت كښي دننه واده وسو‪ ،‬مرجانه چيري چي بې انتها‬
‫خوشحاله وه‪ ،‬هلته يې داسي محسوسول لكه د الس طوطي چي يې‬
‫د بل په الس ورسي‪.‬‬
‫يوه ورځ چي شاهد دا له خپله كوره په موټر كښي د مرجاني تر‬
‫كوره پوري راوړله نو مرجاني ورته وويل‪:‬‬
‫‪30‬‬

‫"ګوره شاهده! اوس زما و ستا تر منځ يوه نوې رشته پيدا‬
‫سوه‪ ،‬زه هم خبره يم چي تا دا رشته فقط زما په سوب قبوله كړه‪،‬‬
‫الكن شاهده! پلوشه يوه ډېر ښايسته او معصومه نجلۍ ده‪ ،‬هغه ډېر‬
‫حساسه هم ده‪ ،‬ته دا يوه خبره بايد چي ډېره پېش نظر وساتې چي د‬
‫هغې زړه پر خپل ځاى مطمين وساتې‪ ،‬ګوره چي په هغې كښي زما د‬
‫تالش په ستړې او تېروتني اخته نه سې‪ ،‬زه و هغه دوه جدا‬
‫وجودونه يو او خبره دا ده چي په اخيري تجزيه كښي د دنيا واړه‬
‫ښځې په يو رنـګ دي‪ ،‬د ښځي بنيادي صفت د هغې تخليقي صفت‬
‫دى‪ ،‬رنـګ‪ ،‬نسل‪ ،‬مذهب دا ضمني خبري وي‪ ،‬ښځه د مځكي او نر د‬
‫وريځي په مثال دى‪ ،‬د دواړو اتصال د ژوند د تسلسل و جريان باعث‬
‫جوړيږي او دغه بنيادي رشته ده‪ ،‬شايد چي ول ډيوران په نشا ِط‬
‫فلسفه كښي دا خبره په دې ډول كړې ده‪.‬‬
‫"كه و يوه انسان ته چيري د يوې ښځي تصرف حاصل وي نو‬
‫ګوا و هغه ته د دنيا د ټولو ښځو تصرف حاصل دى"‪ .‬زما و ستا‬
‫تعلق هر وخت يو تجريدي الكن معروضي بڼه درلودلې ده‪ ،‬دومري‬
‫كلونه تېر سوه الكن زموږ مينه ال قايمه ده‪ ،‬كله تا غور ورباندي‬
‫كړى دى چي سوب يې څه دى؟ شاهد دا د فاصلو ښايست دى‪ ،‬مينه‬
‫چي تشنه وي نو سپڼېدلې اوسي كني خازه سي"‪ ،‬د هغې د ميني په‬
‫احساس كښي د فلسفې خوشبوى شامل وو‪.‬‬
‫"دا ټولي خبري صحيح دي مرجاني الكن په منطق سره د زړه د‬
‫بې صبرۍ عالج خو ممكن نه دى‪ ،‬زه به ستا خبري يادي ساتم‪ ،‬الكن‬
‫ته و ماته ووايه چي ته په خپل زړه كښي مطمينه يې؟ چيري چي د‬
‫ميني جبلت پر ځوانۍ راسي هلته ستا كانټ‪ ،‬روسو‪ ،‬برټرېنډرسل او‬
‫آين سټاين غوندي نابغه هم افتاده پړمخي پر خاورو پراته وي‪،‬‬
‫مرجاني مينه يووالى غواړي‪ ،‬د ارواح د يووالي او په فراق كښي د‬
‫وصلت خبره د رنځوري شاعرۍ يو بې ځايه منطق دى‪ .‬زموږ‬
‫شاعران زموږ شاعران‪ ،‬اذيت پسند نفسيات لري‪ ،‬هغه د ګرېز او‬
‫بزدلۍ په سوب په خپل ځان كښي بنديان پراته دي او د اوبو پر ځاى‬
‫په تش سراب پسي د سفر كولو مغالطې ته جمالياتي ښكال وايي‪،‬‬
‫مرجاني زما و ستا نوې رشته پر خپل ځاى الكن ته راته ووايه چي‬
‫زما و ستا زړه رشته تر كومه حده بدله سوې ده"؟‬
‫د شاهد په ږغ كښي د شپې د زړه بېكران درد شامل وو‪ .‬په دې‬
‫وخت كښي هغه د كور د ګېټ و مخ ته د كوڅې پر وله باندي را‬
‫وګرزېدل او دلته د كوڅې په دې ګوښه كښي پره تياره وه‪ ،‬شاهد‬
‫موټر تر ګېټ لږ وروسته ودرولى او د خپل ځواب دپاره يې و‬
‫مرجاني ته مخ را وګرځوى‪.‬‬
‫‪31‬‬

‫مرجاني يوه سړه ساه واخيسته او چي كله يې نظر د شاهد د‬


‫نظر سره يو ځاى سو نو د شاهد په سترګو كښي د ميني او شهوت‬
‫څپاند اور يې په وينه ورګډ سو‪ ،‬هغه په ژوند كښي اول ځلي له خپلي‬
‫ارادې څخه جدا كړل سوه او د شاهد د سترګو د افسون او لوږي په‬
‫مقابل كښي بې وسه سوه او دواړه په غير محسوس توګه و يوه و بل‬
‫ته نزدې سو او بيا د جذباتو په شدت كښي هغه د دوو متصل دېګدانو‬
‫د لمبو په څېر سره ګډوډ سو‪ ،‬د قرنو تږي لبانو د يوه و بل په لبانو‬
‫خپله تنده سره ماته كړه او هغه ناست پاست د يوه و بل په غېږ‬
‫كښي د بلو مومبتيو په څېر توى سو‪ ،‬د هغو د بوس و كنار دا وقفه‬
‫تر هغه وخته اوږده سوه چي د دواړو لبان په رښتيا سره زخمي‬
‫سول‪ ،‬توپان په ورو ورو كرار سو‪ ،‬مرجاني ځان د شاهد له غيږي‬
‫څخه جدا كړى‪ ،‬تر كښته كېدو له مخه يې ورته وويل‪" :‬شاهد دا په‬
‫ژوند كښي زما و ستا اول و اخيري جسماني تعلق وو‪ .‬ما و تاته‬
‫خوله په دې دركړه چي تا زما دپاره بيا يوه لويه قرباني وركړه‪ .‬او‬
‫زما هم زړه كېدى چي ستا د سينې خوشبويي او د بوسې لذت د ځانه‬
‫سره كابل ته يوسم ګوره چي هلته حاالت څرنګه بڼه وسپڼي اوس‬
‫زما يقين دى چي ستا د وجود خوشبو او د بوسې لذت به ما هلته نه‬
‫وركوي او په هر حال كښي به و ما ته د واپسي الر راكړي‪ ،‬دا زما و‬
‫ستا د تخليې اخيري مالقات دى‪ ،‬ما په ياد وساته شاهد! زه چي هر‬
‫چيري يم زه په اخيري تجزيه كښي ستا يم‪ ،‬د هغې په لهجه كښي د‬
‫سترګو نمي راكښته سوه‪ ،‬زه خواست درته كوم چي زما د خور او‬
‫زموږ د كور خيال به وساتې‪ ،‬زه په لږ شپو كښي د ضروري كاغذي‬
‫كاروايي كولو او د اجازې اخستلو پس كابل ته ځم‪ ،‬د يوې خبري‬
‫وضاحت كول غواړم او هغه دا چي زه په دې پوهېږم چي زه د زاهد‬
‫توصيفي سره مينه نه لرم‪ ،‬الكن هغه زه د يوه عجب اسرار سره‬
‫مخامخ كړې يمه‪ ،‬زه ددې اسرار په حقيقت سره د ځان د خبرولو‬
‫دپاره د يو څه مودې دپاره ځم او په يقيني توګه به بېرته راځم‪ ،‬ولي‬
‫چي زما واړي د ميني او نفرتونو رشتې دلته دي‪ ،‬زه كور‪ ،‬قاسم‪ ،‬تا‬
‫او هغه له ما جدا كړل سوى زوى عاصم څرنګه هېر كړم‪ ،‬شاهده!‬
‫زه يو مور او يوه ښځه يم مور د مځكي په شاني وي‪ ،‬د اوالد د ميني‬
‫رېښې د هغې د وجود تر انتها پوري لوېدلي وي او هيڅ يوه مځكه د‬
‫خپلي پرورده درختو له رېښو څخه د ځان خالصولو كوشش نه‬
‫كاندي‪ .‬ولي چي دا درختي په حقيقت كښي د مځكي د ژوند او قوت د‬
‫استعارې كار كوي‪ ،‬نو هيڅ يو شى هم د خپل ذات د اشاعت د ذريعې‬
‫نفي نسي كوالى‪ ،‬شاهد د ژوند واړه ښايست د هغه په مخفي صفت‬
‫پوري اړه لري‪ ،‬زه هم د دې مخفي امكاناتو او اسرارونو په پلټنه‬
‫پسې دا خپلي رېښې د يو څه مودې دپاره پرېږدم او له تا څخه هيله‬
‫‪32‬‬

‫كوم چي زما د خلګو خيال به وساتې‪ ،‬زه به له هغه ځايه څخه تا د‬


‫خپلي ميني په امان كښي ساتم"‪ .‬او بيا په درنو قدمونو د ګېټ و‬
‫خوا ته والړه‪ ،‬كله چي ګېټ له دننه څخه خالص سو‪ ،‬نو هم شاهد تر‬
‫ډېره دلته په موټر كښي ناست په سوچونو كښي ورك وو‪ .‬د هغه هيڅ‬
‫زړه نه غوښت چي كورته والړ سي او د مرجاني د بدن خوشبو او د‬
‫بوسو لذت د پلوشې په وصلت سره خراب كړي‪ ،‬مرجانه چي د هغه‬
‫دپاره د ژوند نقطۀ اغاز او هم نقطه اختتام وه‪ ،‬د مرجاني څخه پرته‬
‫ژوند بې معنا او د توري خال په رنګه وو‪ .‬هغه په اوسني تعلق باندي‬
‫ډېر ښاد وو‪ .‬ولي چي اوس څه ساعت وړاندي په ژوند كښي په اول‬
‫ځلي مرجانه د هغه د وجود پر ويران دښت باندي د يوه ښكلي باران‬
‫ب‬
‫په څېر و ورېدله او د هغې د مقدس پستې خولې‪ ،‬الړه چي د آ ِ‬
‫حيات په مصداق د هغه په وينه كښي شامله سوه‪ ،‬نو هغه اوس بند‬
‫پر بند د ځالند لمرونو يو فصل وكري‪ ،‬د هغه د وجود دايمي خزان په‬
‫يوه آن كښي د سپرلي په موسمونو بدل سو‪.‬‬
‫شاهد په ظاهر كه پخوانى خدوخال او بدن درلودى الكن په خپل‬
‫اندرون كښي په ناګهاني توګه د تجديد (نوښت) تر عمل تېر سو‪ ،‬هغه‬
‫يو دم په كلونو شا ته والړى او د خپل هلكوالي د زمانې ټوله دوستان‬
‫ور په ياد سو‪ ،‬د مرجاني او د ده دې نوي رشتې اوس او د ماضي په‬
‫منځ كښي ډېر كلونه له منځه تحليل يوړو‪ ،‬شاهد په بېرته د اوولسو‪،‬‬
‫اتلسو كلونو يو ښايسته او پر عزم نوى ځوان سو‪ ،‬هغه د خپل زړه له‬
‫افقه يو لمر را واخستو او د خپل تندي دپاسه يې د يوه خال په څېر‬
‫كښېښود او بيا يې موټر سټارټ كړى او د مسرت په اوښكو يې كرار‬
‫كرار ژړل او د كور و خواته روان سو‪.‬‬
‫په دې دوران كښي د مرجاني د ودا او ماللۍ سره ټيليفونك‬
‫رابطه جاري وه او هم د دواړو حكومتونو د اجازې په حواله كار په‬
‫مخه روان وو او بلې خواته د ودا د مرجاني د ارګنايزېشن د لوړو‬
‫اتهارټيز سره خبره و موافقت ته رسولې وه‪ ،‬ودا امريكن شهريت هم‬
‫درلود نو د خپل سفير په توسط يې دا كار ډېر په اسانۍ سره تر پايه‬
‫رسولى وو‪ .‬بس اوس فقط د مرجاني د راتګ خبره وه‪ ،‬هغه رسمي‬
‫غوندي اجازې ته انتظار وه‪ ،‬په دې دوران كښي د ودا او ماللۍ له‬
‫خولې و هغې ته د زاهد توصيفي د ناكرارۍ خبري هم را رسېدلې‪،‬‬
‫په دې دوو‪ .‬درو مياشتو كښي هغه په خپل ځان كښي د لوړ چنار په‬
‫څېر محكم سړى د ډېر انتشار سره مخامخ وو‪ .‬كه د ودا او ماللۍ‬
‫تسلي و همدردي نه واى نو امكان د دې ښكاره كېدى چي د هغه په‬
‫دوران كښي ايستاده لوړ چنار دي د غم د سيلۍ له شدته نړېدلى‬
‫پروت واى‪ ،‬په دې دوو‪ .‬درو مياشتو كښي هغه صرف يو كار په‬
‫تسلسل سره جاري ساتلى وو او هغه دا چي هغه شپه و ورځ په‬
‫‪33‬‬

‫تكرار سره د مرجاني په بار بار پورټرېټ د جوړولو كار ته دوام‬


‫وركړى وو‪ .‬نه د خورك او څښك خيال‪ ،‬نه د خوب پروا‪ ،‬صحت يې‬
‫ډېر خراب سوى وو‪ .‬ډېر كم له خپله ځايه دباندي وتى او ډېر كم‬
‫ګفتګو يې كوى‪ ،‬كله كله به يې د ودا او د ماللۍ سره ليدل او په‬
‫سكوت سره به يې د مرجاني حال احوال كوى او ذهني صورت حال‬
‫يې و دې مقام ته رسېدلى وو چي كله به له كوره را وتى نو د‬
‫مرجاني يو پورټرېټ به يې ضرور په كاغذ كښي پېچلى له ځان سره‬
‫ت حال مرجانه چيري چي ډېره رنجيده وه‪ ،‬هلته‬ ‫ګرځوى‪ ،‬په دې صور ِ‬
‫به يې په زړه كښي د غرور احساس هم را وپارېدى‪.‬‬
‫په دې صورتحال كښي چي د هغې زړه و ذهن اوس په كابل جان‬
‫كښي بنديوان وو‪ .‬نو يوه ورځ شهزاد صاحب دا خبره ور په ياد كړه‬
‫چي د تللو څخه وړاندي دا بايد چي د دې او د اسرار د طالق په‬
‫حواله او د هغې د انتقام د اخستلو په حواله پاته كيسه ورته وكړي‪،‬‬
‫ولي چي شهزاد زړه درلود چي د دې كيسې ته يوه ښكلې ادبي بڼه ور‬
‫وبخښي او د خپل تخليقي جبلت تسكين هم په وكړي‪.‬‬
‫"شهزاد صاحب زه له تلو وړاندي دا كيسه په لنډه توګه و تاته‬
‫ضرور كوم‪ ،‬الكن اوس خو په دې كښي يوه بله پېښه هم شامله‬
‫سوه‪ ،‬زما دا خيال دى چي زما د نفسياتو او شخصيت چي تاسو كوم‬
‫انځور ګري غواړى‪ ،‬نو د هغې دپاره اوس دكابل جان د پېښي ذكر‬
‫هم ضروري سو‪ ،‬زه بېرته روانه يم‪ ،‬زه به د هغه ځاى حاالت ستا‬
‫دپاره په يوه كتابچه كښي نوشته كوم‪ ،‬كه كله راغلم نو هغه ليكلې‬
‫كتابچه به تاته حواله كړم او زما ځيني احساسات او جذبات به په‬
‫زباني توګه هم و تاسو ته در وښيم‪ ،‬زما و د اسرار كيسه خو پر خپل‬
‫ځاى پوره ده‪ ،‬خو الكن د كابل جان پېښه به زما د شخصيت پر يوه‬
‫نوي جهت باندي نوره زياته رڼا واچوي‪ ،‬ما كه هر څه ليكل نو ډېر په‬
‫ايمانداري به يې وليكم‪ ،‬هغه ته پس بيا ته يو ادبي صورت ور‬
‫وبخښه‪ ،‬وخت خو لنډ دى او كيسه اوږده‪ ،‬سبا د اتوار ورځ ده سبا ته‬
‫زما له خوا په چاينيز كښي مېلمه يې‪ ،‬زه به اوس بكنګ وكړم‪ ،‬ښه‬
‫دى نو بيا به سبا سره غواړو‪ ،‬زه بازار ته د شاهد سره ځم د قاسم و‬
‫عاصم دپاره څه لوبتكي او د ځان څه ضروري شيان او د ودا او‬
‫ماللۍ دپاره څه نخښې اخلم"‪.‬‬
‫په سبا د غرمې پر يوه بجه مرجانه و شهزاد دواړه په چاينيز‬
‫كښي سره يو ځاى سو‪ ،‬په اخيري ګوښه كښي يې يو مېز ونيوى‪ ،‬په‬
‫سوپ د مجلس اغاز سو چي تر ناڅرګنده وخته اوږد سو‪.‬‬
‫"شهزاد صاحب! زه شاهد ترين او اسرار درې واړه په يوه‬
‫ډيپارټمينټ كښي سره هم صنفيان وو‪ .‬زموږ په ګروپ كښي درې‬
‫څلور هلكان او نجوني نوري هم وې‪ ،‬زموږ ډېر سات سره تېرېدى‪،‬‬
‫‪34‬‬

‫په دې دوران كښي زه و شاهد په غير محسوسه توګه سره نزدې سو‬
‫الكن موږ كله هم و خپلو احساساتو ته د لفظونو بڼه ور نه كړه‪ ،‬په‬
‫بله خوا اسرار هم په ما كښي دلچسپي درلوده‪ ،‬هغه زموږ په ټوله‬
‫ګروپ كښي ډېر شتمن وو‪ .‬په ښه ګاډۍ كښي به تلى و راتلى او د‬
‫ګروپ د هلكانو و نجونو به يې ډېر خيال ساتى او ډېري پارټياني به‬
‫يې كولې او كورنى ماحول يې هم بسيار آزاد وو‪ .‬پالر يې يو غټ‬
‫ټهېكيدار او كاروباري سړى وو‪ .‬د دويم كال په منځ كښي هغه و‬
‫ماته د خپلي ميني اظهار وكړى‪ ،‬الكن ما ورته معذرت وكړى‪ ،‬دا‬
‫بهانه مي ورته وكړه چي زه پر مخ باندي د تعليم حاصلولو خيال لرم‪،‬‬
‫خو د وخت سره سره د هغه اصرار زيات سو او د ښه ژوند په تمه له‬
‫ما څخه هم حرص وسو‪ ،‬ولي چي شاهد كه له ښه خاندان څخه وو‬
‫خو الكن ډېر موړ نه وو او كورنى ماحول يې څه زيات روايتي‬
‫غوندي وو‪ .‬دغه وجوهات وو چي په دې حاالتو كښي ما د اسرار‬
‫سره د واده كولو غلطه فيصله وكړه‪ ،‬مختصر دا‪ ،‬خاندانونه په منځ‬
‫كښي راغلو د هغو په توسط زموږ واده وسو‪ .‬حاالت ډېر ښه روان‬
‫وو‪ .‬زما ډېر خيال ساتل كېدى‪ ،‬پينځه شپږ مياشتي پسته اسرار په‬
‫نېشنل هاى وې اتهارټي كښي پر يوه څه انتظامي پوسټ باندي‬
‫راغلى‪ ،‬كرار كرار په اسرار كښي د پيسو د ډېرښت او د غلطو خلګو‬
‫د صحبت په سوب ډېر منفي غوندي خويونه پيداسو‪.‬‬
‫د هغه د خاله زوى نويد يو ډېر ښه ځوان وو چي خاله يې‬
‫ژوندۍ وه‪ ،‬نو ډېر په آزادۍ سره به تلى و راتلى‪ ،‬پر يوه ډېره ښه‬
‫نوكري باندي وو‪ .‬په پيسو كښي يې بازۍ كولې‪ ،‬د اسرار يوه مشره‬
‫خور وه‪ ،‬هغه په كراچي كښي واده وه‪ ،‬نو په كور كښي زه‪ ،‬زما‬
‫خواښې‪ُ ،‬خسر او اسرار وو‪ .‬اسرار به اوس اكثره له كوره څخه ورك‬
‫وو‪ .‬د مېټينګ په بهانو به اكثره اسالم آباد‪ ،‬الهور او په كراچي‬
‫كښي ګرځېدى‪ُ ،‬خسر به مي عموما ً بوخت وو‪ .‬يو ماښام و بل ماښام‬
‫به كورته راتلى‪ ،‬په دې صورتحال كښي زه و نويد كرار كرار په‬
‫ذهني حواله ډېر سره نزدې سو او زه پوهېدم چي نويد په شعوري‬
‫توګه هم دا كوشش كوي چي زما و د اسرار تر منځ څه فاصلې پيدا‬
‫كړي‪ ،‬زما د هغه سره مينه خو نه وه‪ ،‬خو هغه كرار كرار زما‬
‫ضرورت ضرور جوړ سو‪ ،‬هغه به د اسرار په كردار باندي توري‬
‫ګوتي موښلې چي هغه د غلطو خلګو په صحبت كښي اوس شراب‬
‫څښي او په نورو ښځو پسي ګرځي‪ ،‬پر يوه و دوو موقعو باندي د‬
‫هغه د خولې له بوى څخه ما هم دا محسوس كړي وو‪ .‬خو شهزاد‬
‫صاحب! زموږ د معاشرې خپلي ستړي دي‪ ،‬د ښځي هيڅ مقام پكښي‬
‫نسته‪ ،‬بيا به كله كله د نجونو ټيليفونونه راتلل د اسرار پوښتنه به يې‬
‫كوله‪ ،‬ما به د حاالت سره د سمجوتې كوشش كوى د واده د معاهدې‬
‫‪35‬‬

‫خالف ورزي نارينه خپل خدايي حق بولي‪ ،‬ښځه بې له دې چي‬


‫مفاهمت وكړي‪ ،‬غوږ كوڼ واچوي‪ ،‬نور نو څه كوالى سي؟‬
‫اسرار كرار كرار له ما څخه ليري او نويد ګام پر ګام و ماته‬
‫نزدې كېدى‪ ،‬د نويد او خاله تر منځ په دې لړ كښي يوه خاموشه‬
‫غوندي معاهده وه‪ ،‬هغه به خاله ته هم نخښي راوړلې او هم به يې‬
‫روپۍ وركولې‪ ،‬خاله يې يوه كنجوسه او وږې ښځه وه او په بدل يې‬
‫هغې زما و د نويد پر نزدېكت باندي څه اعتراض هم نه كوى‪ ،‬الكن‬
‫چي پيسې او نخښه به وځنډېده نو به يې تندي ګونځې راوړې او نويد‬
‫به يې په ځان پوه كړ چي ډېري ريشې مه اچوه او بيا به هغه د خاله‬
‫دپاره خراباتونه كول‪.‬‬
‫نويد په خپله هم واده درلود ډېره ښه او ښايسته ماينه يې وه‪،‬‬
‫دوه كوشنيان يې هم درلود‪ ،‬نويد زيات و كم پينځه كاله تر ما مشر‬
‫وو‪ .‬ډېر سحرناكه شخصيت او ډېره ښه پښتو يې درلوده‪ ،‬پر ادب‪،‬‬
‫سياست‪ ،‬تصوف او مابعدالطبعيات باندي يې ډېره ښه خبره كوله او‬
‫قيافه يې د يوه زړور انسان وه‪ ،‬د هغه د شخصيت ټوله قوت د هغه‬
‫په تورو بې خوفه سترګو او د ږغ په زېر و بم كښي ښكاره وو‪ .‬د‬
‫هغه لږ شنه ټېكونو د هغه د شخصيت په ښكال كښي ډېره اضافه‬
‫كوله‪ .‬و بل طرفته اسرار‪ ،‬ته يقين وكړه د شپې وېرېدى‪ ،‬كله چي به‬
‫اليټ والړى‪ ،‬نو ده يوازي په خونه كښي ټېك و نه سو كوالى‪ ،‬په‬
‫منډه به له خوني څخه را ووتى‪ ،‬په بعد كښي و ما ته دا خبره معلومه‬
‫سوه چي د هغه انا (د پالر مور) د هندوستان دكنۍ وه‪ ،‬دغه اسرار‬
‫چي د شپې به يې روح ختلى وو‪ .‬د ورځي به يې غټي غټي خبري‬
‫كولې‪ ،‬و نوكرانو او ماتحت خلګو ته به يې بدي خبري كولې‪ .‬چيري‬
‫چي يې و ما ته وخت كم راكوى‪ .‬اوس يې يو بل كار شروع كړى چي‬
‫د خپلي سركاري ګاډۍ هغه د پاخه عمر ډرايور يې ليري كړى او يو‬
‫ښايسته نوچك هلك يې د ځان ډرايور ولګوى او په بله خوا يې دا‬
‫كوشش كوى چي د كور د موټر ډرايور ‪ ،‬چوكيدار او د بازار نوكر د‬
‫پاخه عمر يا زاړه خلـګ ولګوي او دا كار يې په غير محسوس توګه‬
‫وه هم كړ‪ .‬و دې خبرو ته زما خيال نويد ور واړوى هغه به ويل چي‪:‬‬
‫"هغه اوس پر غلطو الرو رهي سو‪ ،‬نو اوس په زړه كښي غل‬
‫سو اوس مرجاني! په تا اعتبار نه كوي او زه په پوهېږم‪ ،‬زما تګ‬
‫را تګ ورته ښه نه معلوميږي‪ ،‬الكن چي له كوشنيوالي له ما څخه‬
‫وېرېږي نو ږغ نه سي راته كوالى‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! زموږ په كور كښي يوې ازبكي ښځي او د هغې‬
‫ديارلس‪ ،‬څورلس كلني لوري له درې څلورو كلو څخه كار كاوى‪،‬‬
‫زما د واده اووه‪ ،‬اته مياشتي پسته يوه خبره ما محسوسه كړه چي‬
‫كله به اسرار كور وو‪ .‬نو دا نجلۍ جميله به بيا كار له نه راتله او چي‬
‫‪36‬‬

‫اسرار به په يوه خوا والړى بيا به يې د مور مدد كوى‪ .‬مور يې دلته‬
‫په دوه زره (‪ )2000‬مزدوره وه او ساړه ماړه او زړې جامې به يې‬
‫هم تر السه كولې‪ ،‬زموږ د ځاى سره لږ په هغه خوا پر يوه خالي‬
‫پالټ باندي يې جوګۍ والړه وه‪ ،‬د پاخه عمر مېړه او دوه ځامن يې‬
‫درلودل چي يوه د پانډي كار كوى او دويم زوى يې روزانه كوله‪ ،‬زما‬
‫په ډېر اصرار باندي يې مور د قسم راكولو پسته دا راته وويل چي‬
‫اسرار اوس يو څو عمر كيږي چي چيري جميله په كور كښي دلته و‬
‫هلته وموندي‪ ،‬نو بيا الس په وهي او كله كله يې په غېږ كښي نيسي‬
‫او بوسې ځنې اخلي‪ .‬زه ډېره حيرانه سوم چي ولي زما د خوا څخه‬
‫كمي څه ده؟ په اول ځلي ما ډېره بې عزتي محسوسه كړه‪ ،‬الكن خوله‬
‫مي پټه نيولې وه‪ ،‬ولي چي د هر جنس نارينه په جنسي حواله د تنوع‬
‫نفسيات لري او بيا زما خبري نو كوم ځاى نيوالى سو‪.‬‬
‫په دې شپو و ورځو كښي قاسم زما په نس سو او زما توجه له‬
‫خارج څخه و داخليت ته منتقل سوه‪ ،‬د تخليق غرور زما په ښايست‬
‫كښي نوره اضافه وكړه او ما د اسرار د غلطو رويو څخه يوه پناه‬
‫ګوښه وموندله‪ ،‬پس چي قاسم پيدا سو‪ ،‬نو زما په دنيا كښي لويه‬
‫تبديلي راغله اوس اسرار او د هغه سپك كارونه تر ډېره حده پوري‬
‫راته اسانه سو‪ ،‬ما كله هم مور و پالر او دا خپلي كورنۍ ته د دې‬
‫ذكر نه كاوى‪ ،‬د حفظ ما تقدم په توګه او د يونيورسټۍ د ګروپ د‬
‫هلكوانو سره مي هيڅ هم رابطه نه وه ساتلې‪ ،‬صرف زاهده زما په‬
‫زړه و ذهن كښي ګرځېدله‪ ،‬هغه په دې شهزاد صاحب! زاهده چي‬
‫زما هم صنفۍ وه زه د هغې په توسط په اول ځلي د جنسي تجزيې‬
‫سره اشنا سوې ومه‪ ،‬هغه د يونيورسټۍ په هاسټل كښي اوسېده‪،‬‬
‫هغه زما په حواله ډېره ‪ Jealouse‬وه‪ ،‬د شاهد ترين سره يې ډېر‬
‫تضاد درلودى‪ ،‬په فارغ وختو كښي به يې هر وخت زما الس نيولى‬
‫ساتى او په تخليه كښي به يې د بوس و كنار كوشش كاوى‪ ،‬يوه ورځ‬
‫چي په يونيورسټۍ كښي د دوو نسلي تنظيمو د هلكوانو تر منځ جګړه‬
‫وسوه او كالسونه معطل سو او شاهد ترين په دې كښي لږ خوږ سو‬
‫او د پوليس د مداخلت پسته هغه و هسپتال ته يووړل سو‪ ،‬نو زه ډېره‬
‫پرېشانه او د ډيپرېشن ښكار سوم‪ ،‬د ګروپ نور هلكوان و نجوني‬
‫كورونو ته والړل او زه د زاهدې سره هاسټل ته‪ ،‬پر موبايل باندي‬
‫مي و كور ته خبر وركړى چي خير دى‪ ،‬زه به بيا ماځيګر درسم‪.‬‬
‫د لنچ پسته چي د ساړه مني موسم وو‪ .‬زه و زاهده د هغې خوني‬
‫ته راغلو‪ ،‬موږ د هغې كټ ته وختلو او بيا د هغې په فرمايش په‬
‫بستره كښي سره يو ځاى سو‪ .‬زاهده كرار كرار پر ما وغوړېده او د‬
‫خپل لزبينيت (هم جنسۍ) په شدت كښي يې زه هم ورسره يووړم‪ ،‬زه‬
‫په ژوند كښي په اول ځلي د سېكس سره متعارفه سوم او ته يقين‬
‫‪37‬‬

‫ومنه چي د داخل نا آرامي مي تر ډېره حده وركه سوه‪ ،‬الكن ما له‬


‫دې عمل څخه څه زيات غوندي خوند تر السه نه كړى‪ .‬البته د انساني‬
‫ژوند يوه نوې ګوښه ضرور ما ته عيانه سوه‪.‬‬
‫ښه نو زه ډېره ليري والړم‪ .‬شهزاد صاحب! له خبري څخه خبره‬
‫وزي‪ .‬نو هغه د خپل كور د حاالتو خبره مي درته كوله‪ ،‬د قاسم د‬
‫زېږېدو پسته ما د بل كوشني د پيدايښت په حواله حفاظتي اقدام تر‬
‫غور الندي ونيولى‪ .‬زما د زړه په يوه ګوښه كښي زموږ د واده د‬
‫ناكامۍ يوې مبهمي غوندي اندېښنې لكه تور مار سر راپورته كول‬
‫شروع كړى وو‪ .‬ما به ځان مشغوله ساتى‪ ،‬د كور په كار كښي به مي‬
‫د ازبكي سره ډېره مرسته كوله‪ ،‬د خواښي او خسر واړه كارونه ما‬
‫په خپله ذمه اخستي وو‪ .‬له جارو وهلو بغير ما په هر كار كښي خپله‬
‫حصه ضرور اچوله‪ ،‬د فرصت په وخت كښي به مي مطالعه كوله‪ ،‬په‬
‫دې دوران كښي زه د ادب په توسط و فلسفه او تصوف ته وګرځېدم‬
‫او د نفسياتو سره مي هم ډېره دلچسپي پيدا سوه او بيا د قاسم و د‬
‫نويد سهاره زما دپاره يوه غټه سهاره وه او اول ځلي ما د لمانځه‬
‫پابندي شروع كړه‪ ،‬كرار كرار زما په زړه و ذهن كښي وسعت او‬
‫ژورتيا پيدا سوه او ماپه نفسي حواله د مفاهمت ښايسته صورتحال‬
‫تر السه كړى‪ ،‬په دې وخت كښي تقريبا ً دوه نيم كلونه تېر سو‪ ،‬و‬
‫دنيا ته زه يوه خوش نصيبه ښځه معلومېدلم او ما هم و خلګو ته‬
‫دغه تاثر وركوى چي زه ډېره خوشحاله يم‪ ،‬الكن په دې وخت كښي‬
‫دوې داسي واقعې وسوې چي زه په زړه كښي دننه نه صرف دا چي‬
‫ماته سوم بلكې د ژوند ټوله زهر زما په وينه كښي راپورته سو او زه‬
‫بيا د هر چا په ضد ودرېدم‪ ،‬د نفرت و احتجاج يو توپان وو چي هر‬
‫څيز يې د خاشو په څېر په خپلو څپو كښي يووړى‪.‬‬
‫يوه ورځ چي د يوه اتفاق په نتيجه كښي زه په خپله خونه كښي‬
‫يكړه وم قاسم بيده وو او ازبكه په كيچن كښي اخته وه‪ .‬اسرار په دې‬
‫ورځو كښي اسالم آباد ته تللى وو‪ .‬ما په خپله خونه كښي پر ويډيو‬
‫باندي راكېل ويلچ فلم كتلى چي نويد راغلى او پر صوفه باندي زما د‬
‫څنګه كښېنستى‪ ،‬پردې كش وې‪ ،‬په خونه كښي خوبناكه غوندي‬
‫تاريكه وه‪.‬‬
‫"څه شى ګورې؟" هغه پوښتنه وكړه‪ ،‬ما ورته وويل‪" :‬چي د‬
‫راكېل ويلچ هنډرډ رائفلز" دا ډېر ښه فلم دى‪ ،‬ما يو وخت په سنيما‬
‫كښي ليدلى وو" نويد زما پر څنګ ناست وو‪ .‬زه په اول ځلي د هغه‬
‫په موجودګۍ كښي څه نا آرامه غوندي سومه چي څه ساعت پسته پر‬
‫سكرين باندي د راكېل ويلچ او جم براون د بسترې يو منظر پر‬
‫سكرين باندي راغلى‪ ،‬ما دلته و هلته وكتله خو ‪ Remote‬په نظر نه‬
‫راغلى چي د ‪ T,V‬د آف كولو دپاره نو له ځايه وپاسېدم‪ ،‬نو نويد زه‬
‫‪38‬‬

‫تر الس ونيولم او په خپله غوزي كښي يې را غوځاره كړم او خپل‬


‫تاوده او لرزان شونډان يې په پوره شدت سره زما پر لبو باندي ثبت‬
‫كړل‪ ،‬د يوه ساعت دپاره زه د هغه د جذبې په شدت كښي د واوري په‬
‫څېر ويلي سوم او د خود سپردګۍ جذبه راباندي خوره غوندي سوه‪،‬‬
‫الكن عين په دې حال كښي د پالر و اسرار او د ځان عزت خيال را په‬
‫زړه سو او د نويد د جبر دې انداز زما په وينه اور ولګوى‪ .‬ما په‬
‫خپل پوره قوت له هغه څخه ځان عليحده كړى چي پر خپلو پښو‬
‫ودرېدم نو د هغه پر مخ مي ور تو كړل‪ ،‬زه د مدافعت او مزاحمت‬
‫دپاره په خپل زړه كښي د يوې زمرۍ په څېر تياره سوم‪ ،‬نويد په‬
‫اول ځلي ما په دې جارح انداز كښي وليدى‪ .‬د هغه پر باوقاره څېره‬
‫باندي اوس د يوه لېوه څېره ثبت معلومېده‪ ،‬هغه په ډېره تېزي‬
‫سره زما و خوا ته را وغورځېدى‪ .‬خو د هغه زما تر نيوو وړاندي‬
‫ما د هغه پر مخ باندي يوه كلكه چپالخه ورسره كړه‪ .‬د ښكنځلو او‬
‫شور شرابې په دې هنګامه كښي هغه ازبكه د يوه تند باد په څېر‬
‫زما خوني ته را ننوته‪ ،‬هغه په سچوېشن دستي پوه سوه او په پوره‬
‫عزم سره زما و د نويد په منځ كښي ودرېده او ورته ويل يې‪" :‬چي‬
‫ته شرم نه لرې‪ ،‬څومري نمك حرامه سړى يې‪ ،‬د ويني او د رشتو‬
‫خيال هم نه كوې"‪.‬‬
‫ما ورته د دنيا جهان ښكنځاوې‪ ،‬پوچي خبري وكړې‪ ،‬د ناكامۍ‬
‫سره سره هغه اوس د خوف او شرمندګۍ د احساساتو سره مخامخ‬
‫سو او په يوه آن كښي هغه د حيوانيت څخه بېرته و خپل انسانيت‬
‫ته غبرګ سو او بيا هغه يو دم زما و قدمو ته را غوټه سو او ډېر‬
‫په عجز باندي يې معافي وغوښته‪:‬‬
‫"مرجاني! ما معاف كړه‪ ،‬ما ډېره لويه غلطي وكړه‪ ،‬زما ژوند و‬
‫عزت دواړه ستا په الس كښي دي‪ ،‬په خداى مي دي قسم وي كه تازه‬
‫معاف نه كړم او دا خبره پر دغه ځاى نه سوه پاته نو زه مجبور يم‬
‫چي ځان به وژنم‪ .‬زه و تاته د خداى و رسول روى نيسم مرجاني! پر‬
‫ما باندي رحم وكړه"‪ ،‬د هغه په ږغ كښي د ژړاندو شپو درد وو‪.‬‬
‫"نويده! تا ډېر ذليل حركت وكړى‪ ،‬دا زما پښې ايله كړه زما و‬
‫ستا د زړې دوستۍ په سوب زه ستا دا زياتوب هېرومه الكن له نن‬
‫پسته به بيا ته دې كور ته نه راځې‪ ،‬دا قول وكړه‪ ،‬هغه زما له قدمو‬
‫څخه سر راپورته كړى‪ ،‬د هغه په ښايستو سترګو كښي د پښېمانۍ‬
‫او احسان منني اوښكې وې‪.‬‬
‫هغه د څه ويلو بغير د دروازې و خوا ته رهي سو‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! ته يقين وكړه كه هغه ازبكه دلته نه واى والړه‪،‬‬
‫ما به هغه بېرته را ګرځولى واى او بېرته به مي هغه پخوانۍ‪ ،‬پاكه‬
‫او مقدسه دوستي ورسره قول كړې واى‪ ،‬هغه د اسرار په كور كښي‬
‫‪39‬‬

‫زما دپاره يو د عافيت كونج وو‪ .‬چيري چي به ما ډېر سكون او‬


‫پروټكشن محسوسوى‪ ،‬د هغه د تللو مطلب دا وو چي زه اوس په دا‬
‫كور كښي بې امانه سوم‪ ،‬كله چي نويد تر دروازې د يوه الش په‬
‫څېر تېر سو‪ ،‬نو زما تر سترګو د دوك اوښكي توى سوې اوس په‬
‫نفسياتي حواله پر خپلو پښو درېدل ما ته ډېر مشكل وبرېښيدى‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! ته بې ومنې؟ دا د انسانانو د نفسياتو پېچيدګي‬
‫په هيڅ يوه اصطالح كښي نه ځاييږي چي نويد به ال تر مين ګېټ نه‬
‫وو وتلى چي زما د وجود يوې غټې حصې د هغه د دې جارحيت په‬
‫حق كښي د ما سره دليل بازي شروع كړه او زه خورا ډېره پرېشانه‬
‫سوم‪.‬‬
‫ظاهره خبره ده چي ما د دې خبري تذكره و هيڅ يو چا ته نه‬
‫وكړه او ازبكي ته مي هم په سختۍ سره د دې تلقين وكړى او يو بل‬
‫كار مي دا وكړى چي اوس مي و ازبكي ته په دې او هغه بهانه څه‬
‫څه پيسې هم وركول شروع كړې‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! د نويد د غلطۍ باوجود هغه نن هم زما په زړه‬
‫كښي د يوه ښه دوست په حيث اوسي‪ ،‬كه څه هم اوس زما و د هغه‬
‫تر منځ رابطه نسته‪ ،‬خو هغه نن هم زما دپاره و هري قربانۍ ته‬
‫تيار دى او زما د طالق پسته هغه د زاهدې په توسط و ما ته د واده‬
‫پيغام هم راكړى وو چي ما د هغه د ښځي او بچيانو په وجه نه‬
‫ومنى‪ .‬كنې هغه ډېر زبردست سړى دى‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! بور خو نه سوې؟ د يوه پوره ژوند كيسه ده‪ ،‬نو‬
‫اوږده خو به خود وي‪ ،‬د نويد پسته زه ډېره يكړه سوم‪ .‬د قاسم په‬
‫سوب د موروالي احساس او تقويت پر خپل ځاى الكن د نويد د تللو‬
‫سره زه پر انټلكچول او جذباتي سطح باندي ډېره يوازي سوم او بيا‬
‫په دې دور كښي زه و اسرار نور هم سره ليري سو او بل د هغه‬
‫جنسي فعاليت هم د نېست سره برابر سو اول خو به ورك وو چي‬
‫كور ته به راغلى‪ ،‬نو د زايل سوي قوت د بحالۍ دپاره به يې له ما‬
‫څخه ډډه وهله د دې جنسي ناآسودګۍ په حواله زه له نفسياتي‬
‫ناروغۍ سره مخامخ سوم‪ ،‬پر ما به د هسټريا دورې راتلې‪ .‬مور‪،‬‬
‫پالر‪ ،‬خاندان او خسرګنۍ مي ډېره پرېشانه سوه‪ .‬د يوه ماهر نفسيات‬
‫څخه د دوا او يو څو سېشن كولو پسته تر ډېره حده پوري ښه سوم‪،‬‬
‫خو پر دې وله باندي د ځان د تسكين دپاره په يوه انحرافي رويه‬
‫اخته سوم‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! چي اسرار به كله نه وو‪ .‬نو هغه ځوانه ازبكه‬
‫نجلۍ به بيا ما را وګرځوله او له ما سره به په خونه كښي پرېوته‬
‫اوس نو نوره هم ښايسته او لويه سوې وه‪ ،‬هغه د زاهدې مثال خو‬
‫زما و مخ ته وو‪ .‬ما كرار كرار د موقعه محل په مناسبت هغه نجلۍ د‬
‫‪40‬‬

‫ځان سره اموخته كړه او هغې به هم ډېر ښه موافقت راسره كاوى او‬
‫ما به په پيسو او جامو سره نازوله او په دې توګه مي د خپلي‬
‫احساس محرومۍ او جنسي تسكين يوه ذريعه وټاكله‪ .‬د دې پيښي يو‬
‫څو مياشتي پسته هغه اخيري معركه واقع سوه‪ .‬كومي چي زما د‬
‫ژوند بنيادونه و ښورول‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! زه چي تاته د خپل ژوند كومي كيسې وړاندي‬
‫كومه نو هلته په زړه كښي له تا څخه څه خجالت هم محسوسومه‪ ،‬ته‬
‫به هم په زړه كښي وايې چي څومري سپين سترګې پښتنه ده‪ ،‬الكن‬
‫شهزاد صاحب! زه هم خبره نه يم چي دا دومري نزدې تړون ولي له‬
‫تا سره لرم‪ ،‬حاالنكې شاهد ترين په يقيني توګه تر تا و ما ته ډېر را‬
‫نزدې دى‪ ،‬الكن زه و هغه ته يا هيڅ يو چا ته دا كيسې نه سم كوالى‪.‬‬
‫په اصل كښي چيري چي زه پر تا اعتبار و اعتماد لرم هلته خبره نه‬
‫يم چي ولي ته په خپل داخل كښي و ما ته د يوه بزرګ سړي د مقبرې‬
‫د ګنبدي په څېر ښكارېږې‪ .‬چيري چي هر راز او هر ږغ په صورت‬
‫د خاوري په كښي مړ سي‪.‬‬
‫زه چي تا ته دا كيسه كوم نو په يقيني توګه به يې ته په يوه‬
‫فرضي نوم او په يو بل سياق و سباق كښي وړاندي كړې‪ ،‬كنې خو ته‬
‫هم يو بل نويد سهي‪ ،‬ډېر وخت تېر سو هوټل تقريبا ً خالي سو‪ ،‬ته‬
‫داسي وكړه‪ ،‬يو دوه كوكه را وغواړه چي لږ خو مي حلق لوند سي‪،‬‬
‫شهزاد صاحب ويټر ته اشاره وكړه او د دوو كوكو د راوړلو هدايت‬
‫يې ورته وكړى‪ ،‬مرجاني ساه ونيوله او تر كړكۍ دباندي يې د صبر و‬
‫درختو او شنه اسمان ته زهير زهير كتل‪ .‬شهزاد چي په ترڅ ورته‬
‫وكتل نو اندازه يې سوه چي د دباندي ژړ او ځورونكى موسم يې د‬
‫ښايستو سترګو و غولي ته كډه راوړله‪ ،‬دالته غټ ماپښين وو او‬
‫مرجانه نه صرف دا چي رنجيده ښكاره كېده‪ ،‬بلكې د نيم رغېدلو‬
‫زخمونو درد يې په اوشنيك تورو سترګو كښي په څپو ښكاره كېدى‪،‬‬
‫شهزاد چي له دې څخه له اوله په زړه كښي څه وامكي غوندي وو‬
‫اوس په دې و وېرېدى چي د مرجاني د دې اعتبار و اعتماد په اساس‬
‫باندي چيري دى د هغې په مينه نه سي اخته‪ ،‬ولي چي عموما ً مينه د‬
‫اعتماد و اعتبار له احساساتو زيږي او هغه ته دا معلومه وه چي د‬
‫مرجاني سره مينه كول نزدې د خودكشۍ برابر يو عمل دى‪.‬‬
‫د يوې سړې ساه سره چي هغه خپلي سترګي د مرجاني و خوا‬
‫ته كږې كړې نو نېغ په نېغ يې نظر د هغې له نظر سره غوټه سو‪،‬‬
‫هغې له وړاندي د شهزاد صاحب د څېرې و تاثراتو ته ځيره وه‪ .‬د‬
‫نظرونو اتصال په اول ځلي د شهزاد په وجود كښي ناڅرګنده غوندي‬
‫ورېشكې خورې كړې او په ښكاره توګه د هغه پر څېره باندي يو‬
‫‪41‬‬

‫نوى رنـګ راغلى‪ .‬مرجاني په دوك آميزه خنداسره مخ و هغه بله خوا‬
‫ته واړوى او ورته وې ويل‪:‬‬
‫"ګوره شهزاد صاحب! ته كله هم دا ګمان مه كوه چي زه به زما‬
‫و ستا د دوستۍ جذبه و دې ته پرېږدم چي هغه دي په مينه بدله سي‪،‬‬
‫نه شهزاد صاحب! ما ته ستا د دوستۍ ضرورت دى د ميني نه‪ ،‬د‬
‫ميني څه مسله ده دلته كه زه وغواړم ګام پر ګام پيدا كيږي‪ ،‬دا د‬
‫نارينوو يو عجب ذات دى‪ ،‬ستاسي نفسيات دا دي چي ګوا موږ ته‬
‫ژوند صرف د سيكس دپاره را كول سوى دى‪ ،‬زما له ډېره وخته‬
‫پكښي نظر دى‪ ،‬زموږ ښۍ خوا ته چي كومه جوړه ناسته ده چي هر‬
‫وخت د نجلۍ پام و بله خوا ته سي‪ ،‬هغه ځوان بيا بې خطا په ځير‬
‫ځير زما و خواته ګوري‪ ،‬په دې حواله واړه نارينه يو ياست‪.‬‬
‫"شهزاد صاحب! ته يقين وكړه‪ ،‬تا تر ډېره حده د نويد كمى زما‬
‫دپاره پوره كړى‪ ،‬نه ته دا په منفي انداز كښي مه اخله ستا يو خپل‬
‫انفراديت او مقام دى او زه ستا په حواله له ډېرو نفسياتي ستونځو‬
‫څخه خالصه سوې يمه‪ ،‬زه چي په نفسياتي حواله په ځان كښي ما ته‬
‫سوې يوه ښځه وم‪ .‬ما په دې دوو كلونو كښي ستا د شخصيت د‬
‫دېوالونو په سايه كښي د سكون ساه اخستل شروع كړه او هم پر دې‬
‫دېوالونو ستا د شخصيت پر مستحكمو ديوالونو باندي ما تكيه وكړه‬
‫را پورته سوم او د ژوند سفر مي بېرته شروع كړى‪ ،‬حاالنكې شاهد‬
‫ترين هم دالته وو‪ .‬الكن د ټولي ميني باوجود له رښتيني ايثار باوجود‬
‫زما په نفسياتي بحالي كښي د هغه حصه كمه ده او ستا زياته‪ .‬شهزاد‬
‫صاحب! زما د شاهد سره مينه خو ده‪ ،‬لېكن هغه زما دوست نه دى‪،‬‬
‫ته زما دوست ضرور يې الكن ته زما مينه نه يې‪ ،‬شايد ته به يقين نه‬
‫وكړې‪ ،‬ځيني وخت دوستۍ تر ميني اهم او ترجيحي حيثيت لري‪ .‬زه‬
‫دا منم چي په پښتني ټولنه كښي د يوې ښځي او نارينه تر منځ د‬
‫دوستۍ د رشتې هيڅ يو تصور نسته‪ ،‬زموږ په ټولنه كښي ښځه يو‬
‫څوك نه ده‪ ،‬هغه د نارينه د خواهشاتو د پوره كولو يوه ذريعه ده او‬
‫نارينه هغه يو وجود نه يو ژوندى جنسي شى يې ګڼي‪ ،‬ولي چي‬
‫دوستي خو د برابرۍ پر سطح باندي وي‪ ،‬نو نارينه كله هم ودې ته‬
‫تيار نه دى چي و ښځه ته د مساوات په نظر وګوري‪ ،‬په دې كښي‬
‫اوس هم قصور د ښځي دى‪ ،‬څو چي هغه معاشي آزادي‪ ،‬د تعليم په‬
‫توسط تر السه نه كړي‪ ،‬نو به ال تر ډېره د جنسي تسكين يو ذريعه‬
‫بلل كيږي يو انسان نه‪.‬‬
‫ښه نو‪ ،‬شهزاد صاحب! بيا ډېره ليري والړم‪ ،‬نو خبره مي دا‬
‫درته كوله چي د نويد د پيښي څه موده پسته هغه بله ناوړه كيسه‬
‫پېښه سوه چي د ژوند په باب يې زما نقطه نظر يكسر بدل كړى‪.‬‬
‫‪42‬‬

‫ما د اسرار په كور كښي په دې ستړي ماحول كښي كم و بېش‬


‫درې كلونه تېر كړه‪ ،‬خو زما د مفاهمت باوجود حاالت ورځ په ورځ‬
‫د خرابۍ و خوا ته روان وو‪ .‬اسرار د خپل مور و پالر د منت سماجت‬
‫او د همكيو باوجود د ځان د اصالح و كار ته اماده نه وو چي د‬
‫عياشۍ خرڅه يې نه پوره كېده‪ ،‬نو اوس به يې زه مجبوره كولم چي‬
‫ستا له پالر څخه پيسې راله راوړه‪ ،‬ما په دې و هغه بهانه له پالر‬
‫څخه درې‪ ،‬څلور واره څه رقم ورلره راوړى‪ .‬الكن ده ګرسره دنده‬
‫ورځنې جوړه كړه او چي كله مي غوټ ځواب ورته وركړى‪ ،‬نو‬
‫حاالت نور هم زموږ په منځ كښي خراب سو‪.‬‬
‫يوه بله خبره چي ډېره ناقاب ِل برداشت وه‪ ،‬هغه دا چي اوس به‬
‫هغه د خلوت په مالقات كښي د غير فطري غوښتنو اصرار كاوه‪ ،‬هغه‬
‫د حيوانيت و هغه مقام ته رسېدلى وو چي لما سره به يې د لواطت‬
‫كولو په حواله دليلونه وړاندي كول او د يوې امريكنۍ ليكوالي د يوه‬
‫كتاب ‪ Perfect Sensouse woman‬مثالونه به يې راكول چي دا‬
‫دومري ناوړه خبره هم نه ده‪ ،‬هغه د مطالعې څخه بېګانه سړى وو‬
‫خو ته ګوره د خپل مطلب كتاب يې چيري موندلى وو او په دې كتاب‬
‫كښي به يې هغه صفحه راته ښكاره كوله د كومي پر مخ باندي چي و‬
‫ښځي ته د دې كار كولو مشوره او ورسره طريقه كار هم ښودل‬
‫سوى وو‪.‬‬
‫د هغه د تېروتنو په سوب د هغه صحت اوس خورا خراب سوى‬
‫وو او يو بې حسي ورباندي تسلط اچولى وو‪ .‬ما خو پرېږده هغه‬
‫اوس د قاسم سره هم څه خاص التفات نه درلودى‪ ،‬بس فقط د نفسي‬
‫لذتونو اسير يو نفسياتي بېمار سړى وو‪ .‬يوه شپه چي هغه ښه‬
‫ناوخته راغلى نو د نشې په حالت كښي غرق وو‪ .‬زما و د هغه په‬
‫استعمال كښي دوې خوني وې چي تر منځ يې دروازه درلودله اوس‬
‫له ډېرو شپو څخه زه و هغه په دې بېلو بېلو خونو كښي سره‬
‫اوسېدو‪ ،‬نن د نشې سره سره د هغه پر څېره باندي يو ناڅرګند‬
‫عزم او څه سختي هم ښكاره كېده‪ ،‬هغه زما له خوني څخه نېغ‬
‫خپلي خوني ته والړى‪ .‬څه ساعت پسته يې و ما ته ږغ را وكړى‪ .‬زه‬
‫چي ورغلم نو دى په خپل كټ كښي ناست وو‪ .‬زه يې هم تر څنګه‬
‫كښېنستم‪ ،‬خو د خولې يې د شرابو بدبوى راپورته كېدى‪ ،‬زما په‬
‫زړه كښي د نفرت احساس په سپڼېدو سو‪ ،‬شهزاد صاحب! تا ته‬
‫معلومه ده چي زموږ د ښځو تر ټولو لويه الميه څه ده؟ هغه دا چي‬
‫دوى اكثره د هغو د مرضۍ بغير په جنسي تعلق باندي مجبوره كول‬
‫كيږي‪ ،‬د هغې خوښي او نا خوښي ته نه كتل كيږي‪ ،‬اكثره پر هغو‬
‫باندي جسماني او جنسي تشدد كيږي‪ ،‬الكن هغه هيڅ هم نه سي‬
‫‪43‬‬

‫ويالى‪ ،‬بس د عزت و شرم په نوم كرار كرار لكه شمع په ځان كښي‬
‫مري‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! د مېړه په نظر كښي ماينه او فاحشه يو برابر‬
‫دي‪ .‬پر دې باندي په تهذيبي حواله كه هر څو ملمع سازي وسي خو‬
‫حقيقت پر خپل ځاى كله هم نه بدليږي‪.‬‬
‫هغه د څه راز و نياز د خبرو كولو پس د هم بسترۍ خواهش‬
‫ښكاره كړ‪ ،‬د زړه نه غوښتلو باوجوده زه د هغه يو زرخريده مينځه‬
‫وم‪ ،‬نو هتيار خو به مي خود ورته اچوى‪ ،‬الكن په دې دوران كښي‬
‫هغه د خپل حيواني غير فطري خواهش بيا اظهار راته وكړى‪ .‬ما‬
‫ورته وويل‪:‬‬
‫"ګوره اسراره! چپ و رپ مه ګايېږه تر څو چي زما په ساه‬
‫كښي ساه وي ستا دا مقصد به كله هم تر سره نه سي‪ ،‬د څه منت و‬
‫سماجت پسته هغه زور شروع كړى او په دې حال كښي دومري‬
‫مشتعل سو چي تشدد يې راباندي پيل كړى او زما د كميس ګرېوان يې‬
‫راباندي څيري كړى‪ ،‬زه د يو ساعت دپاره خوفزده غوندي سوم‪،‬‬
‫الكن زما د زخمي شونډو د ويني ذايقې و ما ته ډېره حوصله راكړه‬
‫او ما په خپل ټول قوت سره اسرار له ځانه پوري واهه او ځان مي‬
‫ځني خالص كړى اوس خو زموږ تر منځ يو بشپړ جنـګ شروع سو‪.‬‬
‫په ژوند كښي په اول ځلي هغه د كالج د شپو جوډو كراټو زما مدد‬
‫وكړى‪ ،‬خو د هغه د وهلو څخه زيات بس ما د ځان دفاع كوله‪ ،‬لېكن‬
‫كرار كرار د هغه په وحشت او تشدد كښي اضافه كېدله او زه د ځان‬
‫پر ژوند ځنې و وېرېدم‪ ،‬په دې حال كښي زما نظر د پيپسي پر بوتل‬
‫ونښتى چي د اسرار د كټ سره نزدې پر مېز باندي پروت وو‪ .‬ما په‬
‫سرعت سره هغه تر السه كړى او په پوره زور سره مي د هغه پر‬
‫سر باندي مات كړى‪ ،‬د يوه اوږده آه سره د ‪ T,V‬پر مېز باندي‬
‫ولوېدى‪ ،‬دى‪ ،‬مېز او ټي وي درې واړه يو ځاى غوځار سو‪ ،‬بيا يې‬
‫همت نه وكړى چي راپورته سي‪ .‬په دې حال كښي مي خواښې او‬
‫خسر هم د دې شور و زوږ له كبله تر خوابګاه پوري راغلي وو او‬
‫دروازه يې ټكوله‪ ،‬ما په ژړا سره دروازه ورخالصه كړله‪ .‬دواړه ډېر‬
‫حيران او پرېشان وو‪ .‬هغو پوښتنه وكړه‪:‬‬
‫"چي څه وسو؟"‬
‫او بيا په تازيله سره د اسرار و خوا ته ورغلو او هغه يې را‬
‫پورته كړى‪ .‬زه خپلي خوني ته والړم او دواړي دروازې مي په ځان‬
‫پسې سيخ كړې‪.‬‬
‫زما پزه و شونډي په وينو سرې وې‪ ،‬زما زړه غوښت چي زه‬
‫پر خپله مظلومۍ باندي وژاړم‪ ،‬الكن زما د خپلي ويني ذايقې او‬
‫خوشبوى زه د يوې زمرۍ په څېر په خپل زړه كښي مجتمع وساتلم‪،‬‬
‫‪44‬‬

‫ما يو دوه ګالسه اوبه وڅښلې‪ ،‬يواره مي زړه سو چي پالر ته فون‬


‫وكړم‪ ،‬بيا مي بيرته اراده بدله كړه او په دغه وينو لړلې څيرې سره د‬
‫قاسم په څنګ كښي پرېوتلم او بيا خبره نه يم چي څه وخت بيده سوم‪.‬‬
‫كله چي زما سترګي را خالصي سوې نو د سهار د لمانځه وخت‬
‫وو‪ .‬ما كله هم لمونځ په پابندۍ سره نه كاوه‪ ،‬بس نن مي زړه سو‬
‫چي و خداى ته سر كښته كړم‪ ،‬د ډېرو كلونو پسته دې لمانځه ډېر‬
‫سكون و اطمينان را وبخښى او بيا د دعا په دوران كښي زه و يوې‬
‫نتيجې ته ورسېدلم‪.‬‬
‫څه ساعت بعد مي د دروازې د ټكولو ږغ تر غوږ سو‪ ،‬ما‬
‫پوښتنه ځنې وكړله چي څوك يې؟ د هغه ازبكي نوكري "زيتوني"‬
‫ږغ وو چي زه يم‪ ،‬چاى مي درته راوړې‪ ،‬ما دروازه ورخالصه كړله‪،‬‬
‫هغه زما پر حال باندي ډېره حيرانه سوه او هغه پوه سوه چي څه‬
‫پېښه به سوې وي‪ ،‬هغه زما و د اسرار د تعلقاتو په خرابۍ يو څه‬
‫خبره وه او هسي هم چوكيدار د څه جګړې ذكر شايد ورته كړى وو‪.‬‬
‫هغې زه تر غسل خانې بوتلم او اجازت يې راڅخه واخيست چي زما‬
‫څېره را پرېمينځي‪ ،‬د زيتوني د الس ژبه زما د مور د الس تاثر ته‬
‫ډېره نزدې وه‪ ،‬زما ذهن ډېر پر شا والړى او هغه وخت را په زړه‬
‫سو چي په كوشنيوالي به زما مور زما مخ را پرېولى او دا وخت زما‬
‫زړه ډېر راډك سو او د هغې راوړي چاى مي وڅښلې هغې زه په خپله‬
‫غېږ كښي ونيولم او تسلي يې راكوله‪ ،‬د قاسم د استعمال ضروري‬
‫شيان او خپل ټوله زېور و پيسې مي زغرده زغرده په يوه بېګ‬
‫كښي واچولې او بيا مي و پالر ته ټيليفون وكړى‪ ،‬پالر او زما ورور‬
‫چي اوس ځوان وو‪ .‬ډېر زغرده راغله‪ ،‬ما ټوله كيسه ورته وكړه او‬
‫ورته ومي ويل‪:‬‬
‫"زه دلته نه سم اوسېدى‪ ،‬زه خپل كور ته ځم‪ ،‬هغه ګوره چي‬
‫په كومو سوچونو كښي ورك سو‪ ،‬په ژوند كښي په اول ځلي پالر و‬
‫ما ته يو زوړ او كمزورى سړى ښكاره سو‪ ،‬د هغه پر څېره باندي د‬
‫عزم يوه ذره هم نه برېښېده‪ ،‬نه ښكاره كېده‪ ،‬زه و وېرېدم چي‬
‫اوس به پر اخالقياتو او پر خپله بې وسۍ باندي يو ليكچر راته‬
‫راكړي‪ ،‬الكن هغه چي يو رښتينى خلقي سړى وو‪ .‬د مبارزې كولو‬
‫زړه يې بېرته راپورته سو او ډېر پُر عزم يې را ته وويل چي‪:‬‬
‫"مرجاني! چي ته وايي هغه به كيږي‪ ،‬زه په هر حال كښي ستا‬
‫پلوي يم"‪" .‬زويه! راځه چي له ټهېكيدار سره خبره وكړو"‪ ،‬زما‬
‫پالر او ورور دواړه زما د ُخسر د خوني و خوا ته والړو‪ ،‬هلته د څه‬
‫ساعت پسته د اسرار و زما د پالر تر منځ تكرار شروع سو‪ ،‬اسرار و‬
‫دې ته نه وو تيار چي زه د پالر سره والړه سم‪ ،‬شايد چي هغه د بدل‬
‫اخستو په چكر كښي وو او ويې ويل‪" :‬كه اوس والړه نو بيا زما په‬
‫‪45‬‬

‫كور "والكه" راننوته"‪ ،‬ما چي دا خبره واورېده نو نېغه ورغلم او‬


‫و پالر ته مي وويل چي‪:‬‬
‫"ډېډ! راځه زه هم دا غواړم چي بيا و دې كور ته نه سم را"‪،‬‬
‫اسرار د لږ ساعت دپاره غلى سو او بيا يې وويل‪:‬‬
‫"چي بس نو ځه كه والړې نو بيا په خداى كه دې كور ته‬
‫راغلې‪ ،‬دا دروازې به د همېش دپاره پر تا بندي سي‪ ،‬دومره بې‬
‫شرمه ماينه زما هم نه ده پكار‪ ،‬ته خو يوه بجلۍ يې زما سر دي را‬
‫مات كړى ستا دپاره دا سزا هم لږ ده‪.‬‬
‫ما د فضول خبرو څخه ډډه ووهله‪ ،‬خپل پالر مي تر الس ونيوى‬
‫او درې واړه د قاسم سره له خوني را ووتو خواښي او خسر مي‬
‫دواړو ژړل‪ ،‬زما هم زړه ډېر بې واكه سو او هغه كور چي زما وو‪ .‬د‬
‫تل دپاره راڅخه پردى سو‪ .‬الكن زما پالرنى كور تر جنت نه وو راته‬
‫كم خو د طالق تور زموږ په معاشره كښي يو ډېر بد تور دى‪ ،‬شايد‬
‫چي دا زما د ښايست د غرور سزا وه‪ ،‬زه په خپل وجود كښي د يوې‬
‫ژړي پاڼي په څېر بې مكانه سوم‪ ،‬الكن زما د رجائيت طبعه زما يوه‬
‫غټه سهاره وه‪ ،‬زما په وجه ټول كور غمجن سو‪ ،‬الكن هر چا به خپل‬
‫غم را څخه پټوى او زما دلجويي به يې كوله په خصوصيت سره‬
‫ځوان ورور مي د يو زخمي مار په څېر په ځان كښي سره پېچل‬
‫كېدى‪ .‬الكن ما به ورته ويل چي‪" :‬زه په مالمته وم‪.‬‬
‫اوس ما د اسرار د غير فطرتي غوښتنو ذكر خو د ورور و پالر‬
‫سره نه سو كوالى او بيا زه له جګړي څخه هم ډېره وېرېدلم او ما‬
‫هم غوښت چي بس دا ګړځ اوس پر ځاى كښېني‪ .‬نه مي غوښت چي‬
‫ورور و پالر په بدي اخته كړم‪ ،‬بس دا مي غوښت چي دا ګړځ اوس‬
‫پر ځاى كښېني او زه مخ په وړاندي د څه ليدلو اسانتيا ولرم‪.‬‬
‫ما په ظاهره خو ځان مطمينه ښكاره كوى ‪ ،‬الكن په زړه كښي‬
‫ښه پوره پرېشانه وم‪ ،‬هم دا وخت وو چي د ګروپ د هلكانو او نجونو‬
‫پلټنه مو شروع كړه‪ ،‬د زاهدې او شاهد ترين هغه پخواني دواړو‬
‫رفيقانو سره مي تماس پيدا سو او وخت نا وخته به مي د دوى سره‬
‫مالقات كېدى او موږ به د يونيورسټۍ د شپو خبري سره كولې‪ ،‬د‬
‫زاهدې واده له يوه وكيل سره سوى وو‪ .‬الكن شاهد ترين ال بې واده‬
‫ګرځېدى‪ ،‬د هغه مشوره دا وه چي هر كله زما زړه سي‪ ،‬نو زه هم‬
‫بايد چي د شاهد ارګنايزېشن جاين كړم‪.‬‬
‫په دې دوران كښي يو شل ورځې تېري سوې چي خبر او ست‬
‫دواړه راته وسو چي زموږ په پالرني كلي كښي چي له پښين څخه پر‬
‫لږ فاصله د شمال خواته پروت دى‪ ،‬د حكيم جان په واده كښي ګډون‬
‫وكړم‪ ،‬حكيم جان د شېرعلي صاحب زوى وو او شېرعلي صاحب د‬
‫كلي د سكول هېډ ماسټر وو‪ .‬تر حكيم جان يې يو كشر زوى رحيم جان‬
‫‪46‬‬

‫وو او يوه يې زما همزولې لور ګل بشره وه چي تر ما ال هم وړاندي يې‬


‫واده سوى وو‪ .‬دلته په كلي كښي په خپل يوه تربور واده وه چي په‬
‫مقامي ډسپنسرۍ كښي كمپاونډر وو‪ .‬ما و ګل بشرې له ډېرو وختو‬
‫راهيسي نه وو سره ليدلي‪ ،‬زما و د هغې زړونه ډېر سره نزدې وو او‬
‫موږ به يوې و بل ته خپل رازونه هم ښكاره كول‪.‬‬
‫شېرعلي صاحب د بابا نزدې تربور وو‪ .‬كله كله به زموږ كور‬
‫ته راتلى او هغه هلته په كلي كښي زموږ مځكه هم په خپله نګراني‬
‫كښي اخستې وه‪.‬‬
‫زما ډېر زړه غوښت چي له كوټي څخه يو څو ورځي دباندي‬
‫والړه سم‪ ،‬د بابا د مقدمو‪ ،‬د مور عالج او د ورور و خور د مطالعو‬
‫مسلې وې‪ ،‬نو زه تر واده هم يوه هفته وړاندي ډرايور او ورور د‬
‫شېرعلي صاحب كره راورسولم اوس د هغو كور تر پخوا ډېر سم‬
‫سوى وو‪ .‬نوي خوني او برنډې يې جوړي كړي وې‪.‬‬
‫د شېرعلي صاحب اوس د سېبونو باغونه هم رسېدلي وو‪ .‬نو‬
‫برابره ګزاره يې كېدله‪ ،‬بجلۍ ور رسېدلي وې‪ ،‬د نلكو سسټم‬
‫متعارف سوى وو‪ .‬ټېليفون را رسېدلى وو او نور خو نور اوس‬
‫سړك هم پوخ سوى وو او د خورك‪ ،‬څښك انداز ډېر بدل سوى وو‪.‬‬
‫دى هم زما په كيسه خبر وو‪ .‬نو ډېره دلجويي به يې زما كوله‪ ،‬هغه‬
‫كوشنى رحيم جان هم اوس ځوان سوى وو چي ما اووه‪ ،‬اته كاله نه‬
‫وو ليدلى‪ ،‬هغه چي كوشنى وو‪ .‬نو به يې ويل چي‪:‬‬
‫"زه د "سمو‪ "‬سره واده كوم‪ ،‬ګل بشرې به هم په دې حواله د‬
‫ځان ګرده كارونه په كول چي ښه دى نو ته دا‪ ،‬دا كارونه را وكړه نو‬
‫بيا به زه "سمو" در رضا كړم چي له تا سره واده وكړي اوس يې په‬
‫پښين كالج كښي په تهرډ اېر كښي سبق وايه او يوه ډېره ښكلې‬
‫ځواني يې په نصيب سوې وه‪ ،‬هغه به دا درسته هفته زما په شا و‬
‫خوا كښي ګرځېدى او په خصوصيت سره د قاسم سره يې ډېره مينه‬
‫درلوده‪ ،‬د فرصت په اوقاتو كښي به رحيم كوشش كاوه چي زيات‬
‫وخت د ما و قاسم سره تېر كړي‪ ،‬ما ته د هغه قربت ډېر ښه‬
‫معلومېده‪ ،‬دواړو به پر سياست او علمي موضوعاتو باندي خبره‬
‫سره كوله‪ ،‬په دې ورځو كښي د ډاكټر عبدالقدير خان د ايټمي‬
‫ټيكنالوجي د منتقلۍ خبره ډېره توده وه او موږ دواړو به په‬
‫خصوصيت سره د بي بي سي اردو او پښتو دواړه پروګرامونه‬
‫اورېدل او پس به مو خپلي تبصرې ورباندي كولې‪ ،‬زه څه محتاطه او‬
‫ګرېزانه غوندي وم‪ ،‬الكن د دې يوې هفتې دې عام معصومانه تعلق د‬
‫هغو تر منځ د اجنبيت ټولي فاصلې له منځه يووړې‪ ،‬هغه په غير‬
‫محسوس توګه هغه د هلكوالي و جذباتو ته ور نزدې سو او موږ د‬

‫‪ ‬سمو‪ :‬د مرجاني د ناز نوم‪.‬‬


‫‪47‬‬

‫حاالتو او د عمرونو د فرق باوجود موږ د جذباتو په انګار كښي تور‬


‫مكوټ سو‪.‬‬
‫چي د واده ورځ را نزدې سوه‪ ،‬د خوا و شا ګردي خورلڼي سره‬
‫را ټولي سوې د ځاى د تنګۍ مسله پيدا سوه‪ .‬په دې انډوخر كښي به‬
‫قاسم ته خوب نه ورتلى او زه هم په دې صورتحال كښي ډېره نا‬
‫آرامه سوم ګل بشرې د دې حل دا را وياستى چي د ځان و زما ځايونه‬
‫يې د رحيم جان خوني ته را بدل كړو‪ ،‬ما د تذبذب اظهار وكړى‪ ،‬الكن‬
‫د ګل بشرې استدالل ډېر زورور وو‪ .‬ډېر ښه واده وو‪ .‬ډېره ښايسته‬
‫ناوې وه‪ ،‬حكيم جان ډېر خوشحاله وو‪.‬‬
‫زما غم ډېر كمبوت وكړى‪ ،‬فكر مي بدل سواو غم مي تر ډېره‬
‫حده مسافر سو‪ ،‬قاسم اكثره د رحيم جان سره ګرځېدى‪ ،‬دا د واده‬
‫اولي دوې شپې د ګل بشرې او زما تر راتلو وړاندي به قاسم ډېر په‬
‫اطمينان سره د رحيم جان سره ويده وو‪ .‬الكن ما ته به احساس وو‬
‫چي رحيم جان ته خوب نه ورځي او اټال غوندي دى‪ ،‬د واده په‬
‫درېيمه ورځ د ګل بشرې اندرور صفيه (د مېړه خور) چي په كوټه‬
‫كښي واده وه‪ ،‬د ميړه سره راغله‪ ،‬د هغې مېړه اشرف په‬
‫يونيورسټۍ كښي سيكورټي افيسر وو‪ .‬صفيه يوه ځوانه او خوش‬
‫مزاجه نجلۍ غوندي وه‪ ،‬ما و دې له ډېرو مودو پسته سره وليدل‪ ،‬په‬
‫خبرو خبرو كښي هغې ورته وويل‪:‬‬
‫"مرجاني ته خبره يې او كه نه؟ چي نن د اسرار د دويم واده‬
‫درېيمه ده‪ .‬زما پر زړه باندي د غم يو دروند انبار را غونډ سو او يو‬
‫نرى غمجن غوندي ګړځ مي پر ذهن باندي پرېوتى‪ ،‬ما د نه غوښتلو‬
‫باوجود دا پوښتنه ځنې وكړه‪:‬‬
‫"له چا سره يې واده وسو؟‬
‫نوره نو زه هم خبره نه يم‪ ،‬ويل كيږي دا چي څوك افغاني مهاجر‬
‫دي‪ .‬ګل بشرې و صفيې ته وويل‪" :‬چي دا دي ښه نه وكړو‪ ،‬په كار‬
‫نه وو چي مرجانه دي اوس خبره كړې واى‪ ،‬ما ورته وويل‪" :‬خير‬
‫دى ګلي! زما خو هغسي هم رشته ورسره كه پوره شلېدلې نه ده‪،‬‬
‫خو د ماتېدو سره ضرور مخامخ ده‪ ،‬ښه سو اوس نو د واپس كېدو‬
‫هغه ټولي الري بندي سوې‪ .‬د اسرار څخه زما دا توقع نه وه‪ ،‬زما دا‬
‫خيال وو چي د څه مودې پسته به هغه نه صرف دا چي د ځان اصالح‬
‫وكړي بلكې بېرته به ما راضي كړي‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! زما د ګردي سركشۍ او انقالبيت باوجود ما نه‬
‫غوښتل چي زما كور دي وران سي الكن شايد قدرت ته نور څه‬
‫منظور وو‪.‬‬
‫د ماښام د ډوډۍ خوړلو پسته كه څه هم زه په نورو ښځو كښي‬
‫ناسته وم‪ ،‬الكن زما روح دالته حاضره نه وه‪ ،‬ډېر زړه مي و غوښت‬
‫‪48‬‬

‫چي كورته ټيليفون وكړم‪ ،‬الكن همت مي نه كېدى‪ ،‬و يوې خواته د‬
‫دې نوي واده په حواله يو نوى تړون پيدا كېدى او په بله خوا‬
‫دومري زغرده زما رشته له اسرار و كور څخه وشلېده‪ .‬قدرت هم‬
‫څومري بې پروا دى‪ .‬زما زړه و ذهن پر دوه ځايه تقسيم وو‪ .‬الكن‬
‫هيڅ استدالل و منطق مي زړه ته تقويت نه وركوى‪ .‬دومري زغرده‬
‫مي يوه مياشت ال نه وه تېره سوې‪ ،‬هغه دومري لوى قدم څرنګه‬
‫پورته كړى‪ ،‬زما د سولي نيالګى هم په وچېدو سو‪ .‬دا خبره صحيح‬
‫ده چي دا زما د ژوند اختتام خو نه دى‪ ،‬الكن څه ‪ ..........‬ددې الكن‬
‫په هغه خوا يوه توره خال وه او د ژوند د بې معنويت او د بېګانګۍ‬
‫احساس‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! په لومړي ځل زه د خپل دې احساس په حواله د‬
‫موجوديت پسندي په فلسفه پوهه سومه او په اول ځلي زه د شوپن‬
‫هار د فلسفه اراديت تر ډېره حده قايله سوم‪ ،‬زه د يقين او تشكيك تر‬
‫منځ پر يوه پوله والړه د بې الرو منزلونو الروۍ سوم‪ ،‬الكن د اسرار‬
‫دې عمل بهرحال زما و تقسيم ذهن ته يو ر ِد عمل هم راوړى‪ ،‬خو‬
‫داسي ر ِد عمل چي ال تر اوسه بې نومه وو‪ .‬ګل بشره زما و خوا ته‬
‫متوجه وه او زما د دلجويي هڅه يې كوله‪ ،‬قاسم يې راڅخه واخيست‬
‫او د رحيم جان په حواله يې كړى چي په غولي كښي يخ وو‪ .‬ولي چي‬
‫سوړ منى وو او نرى نرى باد هم چلېدى‪ ،‬نو موږ ګړدي هغه لويې‬
‫خوني ته دننه والړو او بيا هلته د بدلو و يلو سلسله شروع سوه‪ ،‬په‬
‫دې حال كښي زما سر په نري نري درد اخته سو او ما غوښت چي‬
‫ويده سم‪ ،‬الكن د ګل بشرې بغير د رحيم جان په خونه كښي يوازي‬
‫پرېوتل راته مناسب نه ښكارېدل‪ .‬او د ګل بشرې له ما سره د تللو‬
‫هيڅ امكان نه وو‪ .‬ولي چي اوس له دې پس به په تېره شپه كښي‬
‫ناوې و زوم ته وروستل كېدله او دا هغه موقعه وي چي زموږ د‬
‫ټولني ښځي ډېر نفسياتي خوند ورځنې اخلي نو دا ممكن نه وه چي‬
‫ګل بشره دي له ما سره والړه سي‪ ،‬په دې حال كښي ګل بشرې شنې‬
‫چاى راوړې‪ ،‬و ما ته را نزدې سوه او وې ويل‪:‬‬
‫"هغه ډېره خره ښځه ده ته يې نوره پرېشانه كړې‪ ،‬دا اوس په‬
‫ښار كښي اوسي او دغه يې عقل زده كړى دى"‪.‬‬
‫"خير دى ګلي! بس سر مي لږ درد كوي او آرام ته مي زړه‬
‫غواړي" ما ځواب وركړى‪.‬‬
‫"بس چي چاى وكړې نو ورسه پرېوزه‪.‬‬
‫الكن ‪ .............‬زه پردې باندي ودرېدم‪.‬‬
‫"الكن څه ښه ته اوس رحيم جان هم دومري شى بولې‪ .‬ځه‬
‫خواره سې‪ .‬ورسه كراره پرېوزه‪ .‬موږ هم چي د ناوي و زوم له‬
‫كيسې څخه فارغ سو نو زه به هم بيا زغرده درسم"‪.‬‬
‫‪49‬‬

‫"هغه د موقعې په نزاكت پوهېده‪ ،‬د چاى پسته يې زه تر نيمى‬


‫الري پوري را وستلم‪ ،‬د رحيم جان د بېرته وا او يكړي خوني د‬
‫كړكۍ له پردو څخه ډېره معمولي رڼا ښكاره كېدله‪ ،‬ما چي پر‬
‫دروازه باندي الس كښېښووى‪ ،‬نو هغه بنده وه‪ ،‬نرى نرى باد‬
‫چلېدى‪ ،‬يواره مي زړه سو چي بېرته واپس سم او نا معلوم غوندي‬
‫خوف راباندي پرېوتى‪ ،‬بيا مي زړه وكړى او سوكه سوكه مي دروازه‬
‫ور وټكوله بغير د هيڅ تاخيره رحيم جان دروازه خالصه كړه‪ ،‬هغه‬
‫چي زه يوازي وليدلم نو پر څېره باندي يې يو عجب غوندي ښايسته‬
‫الكن ناولده تاثير را پيدا سو‪ .‬هغه و ما ته په خاموشۍ سره الر‬
‫راكړه‪ ،‬په خونه كښي يو قنديل بل وو چي پليته يې رحيم ډېره كښته‬
‫كړې وه‪ ،‬نو ځكه په خونه كښي ډېره كمه رڼا وه‪ ،‬زما چي پر ګهړيال‬
‫سترګي ونښتې نو د لسو بجو نوبت وو‪ .‬رحيم زما په شا په ډېره‬
‫اهستګۍ سره دروازه سيخ كړه‪ .‬د دروازې د سيخ كېدلو ږغ زما په‬
‫وجود كښي يو نوى احساس را وپاروى او عجبه دا ده چي هغه د‬
‫س تحفظ‬ ‫خوف حالت هم نه وو‪ ،‬بلكې يو مبهم او بې څيرې احسا ِ‬
‫حالت وو‪.‬‬
‫"قاسم تر اوسه پوري ويښ وو‪ .‬ما و ده تر اوسه پوري بادام و‬
‫پستې پڼولې‪ ،‬عجب غوندي زيرك او ښايسته هلك دى"‪ ،‬د رحيم جان‬
‫ږغ ډېر ټيټ الكن ژور وو‪.‬‬
‫"هو‪ -‬د تا سره يې ډېر اموخت ونيوى‪ ،‬كه موږ والړو داسي نه‬
‫وي چي بيا دي ډېر يادوي"‪ ،‬ما هم په ډېر كرار ږغ كښي ځواب ورته‬
‫وركړى‪.‬‬
‫زه الندي پر خپله بستره كښېنستلم‪ ،‬زما په څنګ كښي د ګل‬
‫بشرې ځاى اوار وو‪ .‬رحيم جان د هغې د بسترې پر بالښت باندي را‬
‫ته كښېنستى‪ ،‬په دې نوي صورتحال كښي له ما څخه د سر درد‬
‫هېر سو او چي زموږ تر منځ يوه درنه خاموشي خوره سوه‪ ،‬نو‬
‫هغه درد بېرته را په ياد سو‪ ،‬رحيم جانه! زه په دې زغرده راغلم‬
‫چي زما په سر كښي ډېر لېونى درد شروع دى‪ ،‬ګل بشرې وويل‪:‬‬
‫"چي والړه سه څه آرام به هم وكړې او رحيم جان به چي ګولياني او‬
‫دواياني ساتي‪ ،‬يو شى به درته دركړي بيا به آرامه سې"‪" ،‬اوس د‬
‫انډيا څخه يو قسم ګولۍ راځي او ارزانه دي او هم ډېر ښه اثر كوي‪،‬‬
‫بس په پينځه لس منټه كښي به ښه سې" رحيم جان ډېر په هوسناكه‬
‫مينه ځواب راته راكړى‪.‬‬
‫هغه والړ سو يوه ګولۍ و يو ګالس اوبه يې راوړې‪ ،‬ما ګولۍ‬
‫تېره كړه‪ ،‬خو په دې وخت كښي مي دا خبره محسوس كړه چي د‬
‫هغه په نظر كښي يو عجب غوندي ژورتيا او خوږ وحشت په نڅا دى‪.‬‬
‫د ګولۍ خوړلو پسته هغه څه كاغذي بادام و پسته راوړه او موږ‬
‫‪50‬‬

‫دسكوت په حالت كښي په هغه شغل شروع كړى‪ ،‬په دې دوران كښي‬
‫د واده د راغلو مېلمنو او خېښانو خبري شروع سوې‪.‬‬
‫لږ ساعت پسته هغه پوښتنه راڅخه وكړه‪" :‬چي د سر درد دي‬
‫څرنګه سو؟ ما ورته وويل‪" :‬چي اوس څه ښه دى"‬
‫ده راته وويل‪" :‬چي ته پرېوزه زه به دي پر تندي او مغزي‬
‫باندي بام در وموښم داسي معلوميږي چي يخ وهلې يې"‪.‬‬
‫"نه ته يې راكړه‪ ،‬زه به يې پخپله ورباندي وموښم ته ولي الس‬
‫په خرابوې"‪.‬‬
‫"هيڅ خبره نه ده‪ ،‬بيا به الس پرېمينځم" د هغه په ږغ كښي يو‬
‫هيجاني كيفيت پيدا سو‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! د يوه يقيني "نه" ويلو پر ځاى نه يم خبره چي‬
‫ولي ما د هغه خبره ومنله‪ ،‬زه په خپله بستره كښي ستوني ستخه‬
‫پرېوتلم او رحيم مي كرار كرار بام پر تندي باندي را ولګوى او‬
‫ورپسې د هغه ماليم او تود الس زما پر تندي غاړي او مغزي باندي‬
‫حركت شروع كړى‪ ،‬نو د هغه د ځوان تاوده الس تر برقي اثر الندي‬
‫زما په زړه كښي د غمونو ويلي سوي ټولي ستړې واوري ويلي‬
‫سوې او زما روح د هغه د الس په حركت كښي را غونډ سو او زما د‬
‫وجود ټوله ركاوټونه او دېوالونه يې ونړول‪ .‬د هغه له ځوان او‬
‫ورجين ‪ Virgine‬وجود څخه يو مبهم غوندي نور او د آلوچو د‬
‫شګوفو خوشبوى را پورته كېدى‪ .‬زه د دې نور و مهك په حصار‬
‫كښي د بېخودۍ د سرشارۍ و انتها ته پورته سوم‪ .‬كېداى سو چي‬
‫ما انكار يا مزاحمت كړى واى‪ ،‬الكن هغه وخت ما ته اسرار او د ده‬
‫نوې ناوې را په ياد سوه چي هم په دا وخت به سره يو ځاى وو‪ .‬د‬
‫ګناه ديوتا دا استدالل په الس راكړى چي ګوره هغه هم د تا سره بې‬
‫وفايي وكړه‪ ،‬ستا دپاره هم دا ښه موقعه ده چي بدله ور ځنې واخلې‬
‫او په ژوند كښي په اول ځلي زما د روح و بدن لوږه په لمبه راغله‬
‫او زه د دې لمبې اور له هري پابندي او ركاوټونو څخه آزاده كړم‪،‬‬
‫عين په دې وخت كښي هغه مړام بل قنديل هم په يوه نا معلوم پسي‬
‫مړ سو او د دې سره سم د رحيم لرزان د سكروټو په شاني تاوده‬
‫لبان زما پر وچو ستړو شونډو باندي په يو لوى وحشت سره ثبت‬
‫سول‪ ،‬د اور يو سمندر زما په وينه كښي راګډ سو‪ ،‬ما هم ځان د دې‬
‫لمحې حواله كړى او ورپسې رحيم د يوه وحشي تود توپان په څېر‬
‫زما د وجود په ټولو لوړو او ژورو كښي غځونه وكړه‪ ،‬زما د وجود‬
‫ټولي مځكي يې د زلزلې په دود رېز مرېز كړې‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! ته يقين وكړه چي د ګناه په دې عمل كښي ما په‬
‫شعوري توګه د اسرار خيال په زړه كښي را وګرځوى‪ .‬د ګناه دا عمل‬
‫چي هر څومره واره غبرګون وكړى‪ ،‬نو ما به هر ځلي د اسرار خيال‬
‫‪51‬‬

‫په زړه كښي ضرور راګرځوى او په دې توګه ما د هغه څخه خپل‬


‫انتقام اخستى"‪ .‬د مرجاني په لهجه كښي اوس هم د نفرت بڅري‬
‫موجود وو‪.‬‬
‫له دې خبري سره سمه مرجانه په خاموشۍ سره پورته سوه او د‬
‫موټر و خوا ته والړه‪ ،‬زه پر ځاى باندي څه ساعت اېښ پېښ ناست‬
‫وم‪ ،‬ولي چي بِل مرجاني وختي وركړى وو‪ .‬نو زه هم ورپسې موټر ته‬
‫ورغلم‪ .‬زه چي كښېنستم نو مي پوښتنه ورځنې وكړه‪ :‬مرجاني! تا‬
‫ويل‪" :‬چي ما له اسرار څخه په دوو حوالو انتقام واخست‪ .‬يو خو‬
‫واضح سو او دا بل؟‬
‫"شهزاد صاحب! ما د رحيم جان او زما د ګناه د شپې هغه‬
‫حرامي هلك درې كاله پسته د طالق د فيصلې په رڼا كښي و اسرار ته‬
‫د هغه د زوى په حېث ورحواله كړى‪ .‬دا مي دويم انتقام وو"‪.‬‬
‫په موټر كښي يوه اوږده غمجنه خاموشي خوره سوه‪ ،‬مرجاني‬
‫خپل ښايسته سر پر اسټيرينګ وهيل باندي كښېښود د تورو وېښتانو‬
‫څپانده توره شپه يې پر څېره باندي د غره د ابشار په څېر را توى‬
‫سوه او د خزان د ژړو پاڼو په څېر يوه غم لړلې سړه ساه يې‬
‫واخسته پس "ما" ژوند او مرجاني درو واړو په پټه خوله او وچو‬
‫سترګو په خپلو زړونو كښي په كرټ كرټ وژړل‪.‬‬
‫په دا بله ورځ په دفتر كښي زما و د مرجاني تر منځ يو بې نومه‬
‫غوندي نرى ګړځ حايل ښكاره كېدى‪ ،‬الكن هغه تر ډېره حده سبك‬
‫سره او مطمينه ښكاره كېده‪ ،‬د چاى په وقفه كښي زه" "دا"‬
‫"شاهد" او نورجهان بيا سره يو ځاى سو‪ ،‬دلته وهلته خبري شروع‬
‫سوې‪.‬د مرجاني زياته زړه اوس د كابل پر لوري په سفر معلومېدى‬
‫او هغه هغسي هم د تللو په تياريو اخته وه‪ ،‬رسمي غوندي حكومتي‬
‫او اداري اجازه ورته حاصله سوې وه‪ ،‬بس د حركت كولو كمى وو‪.‬‬
‫دلته زموږ د آپس د رابطې خبري وسوې‪ ،‬هغه وويل‪" :‬چي زه به له‬
‫تاسو درې واړو سره رابطه ضرور ساتم او تاسو هم ما مه هېروى‪،‬‬
‫لاكن حقيقت دا وو چي هغه اوس تر ډېره حده پوري له موږ څخه بې‬
‫پروا وه او د يوه مرغه د توكل سره بس پر الوتو وه‪ ،‬ما ته معلومه‬
‫وه چي د هغې پسته به زموږ د زړونو او د كوټي ښار موسمونه په‬
‫څه ډول وي‪ ،‬د هغه وخت خبره خو پرېږده‪ .‬زموږ د زړونو او ښار‬
‫موسمونه له نن څخه ال ډېر غمجن او د بې څېرګي تر عنوان الندي‬
‫راغلي وو‪.‬‬
‫كله چي د هغې د تګ ورځ راغله نو هغه يوه ورځ وړاندي له ما‬
‫و نورجهان مېنګل څخه رخصت واخيست‪ ،‬دا مي واورېدل چي د‬
‫چمن تر غير انساني او غير تاريخي پولي پوري مور‪ ،‬پالر‪ ،‬قاسم او‬
‫د كور نور غړي ورسره ځي او ورسره نويد و عاصم هم روان دي‪،‬‬
‫‪52‬‬

‫هغې له تللو څخه وړاندي د نويد سره بېرته روغه كړې وه او د دې‬
‫ذكر يې د ما سره د قول كړي ډايري پر اوراقو باندي كړى دى‪ ،‬دا او‬
‫دا نوره ټوله كيسه هغې د ډايري په صورت ليكلې ده‪ ،‬ما دا موزون‬
‫وګڼله چي و هغه تحرير ته يو بيانيه صورت ور وبخښم دا ډايري‬
‫مرجاني ډېره په تفصيل سره ليكلې ده او د حيرت خبره دا ده چي په‬
‫ډېر ادبي كمال سره يې ليكلې ده او په خصوصيت سره هغې د انساني‬
‫نفسياتو و ناڅرګندو منطقو ته رسايي پيدا كړې ده او د احساس ډېره‬
‫نوې بڼه يې را برسېره كړې ده‪ .‬د هري ورځي د تاريخ تر عنوان‬
‫الندي يې د تحريري تاثر و قوت ته ضعف نه ورسوم او ځاى پر ځاى‬
‫مي د هغې مكالماتي انداز هغسي په اوريجنل صورت كښي و قلم ته‬
‫سپارلى دى‪.‬‬
‫نو ګرانو لوستونكو! را رواني ټولي خبري د هغې دي‪ ،‬ما هم د‬
‫هغې له خولې بس فقط په بيانيه تحرير كښي رااړولي دي‪ ،‬دا ډايري‬
‫داسي شروع كيږي‪.‬‬

‫‪ 10‬فروري‬
‫‪2004‬ء‬
‫‪53‬‬

‫دويمه برخه‬

‫" زه په دې باندي قدرت نه لرم چي له كوره څخه د مسافرۍ‬


‫كولو په تناظر كښي خپل احساس په صفا توګه وپېژنم‪ ،‬د تګ په‬
‫حواله بسياري اندېښنې لرم او د پاته كېدلو صالح مي زړه و ذهن‬
‫بېرته هم نه راكوي‪ ،‬زه د ګړۍ د متحرك پنډولم په څېر په ځان‬
‫كښي په تګ و را تګ اخته يمه او هيڅ يو خوا ته يون نه لرم‪ ،‬الكن‬
‫چي تګ مي تر زړه كښلى دى‪ ،‬نو د پاته كېدو خو امكان نسته الكن‬
‫خبره نه يم چي ولي مي زړه غواړي چي له تللو څخه وړاندي هغه‬
‫نويد چي د ټولي ميني او احترام باوجود د يوې كمزوري لمحې ښكار‬
‫سو‪ ،‬هغه بېرته پخال كړم‪ ،‬هغه نويد د چا د دوستۍ په مدد چي ما په‬
‫هغه ظالم كور كښي په اسانۍ سره ساه اخستله‪.‬‬
‫"زه نن د هغه و دفتر ته يوازي ورغلمه په دفتر كښي ډېر خلـګ‬
‫وو خو د هغه چپړاسي راته وويل‪" :‬چي هغه دا وخت تنها ناست دى‪،‬‬
‫ما چي دروازه په كرارۍ سره ور پوري وهله‪ ،‬نو هغه پر كرسۍ‬
‫ناست د مېز په دراز كښي د كوم شي په تالش وو‪ .‬د يو چا د‬
‫موجودګۍ د احساس سره چي هغه سر راپورته كړى خو له كرسۍ‬
‫څخه داسي وغورځېدى‪ ،‬لكه د بجلۍ كرنټ چي يې ووهي‪ ،‬د هغه پر‬
‫څېره باندي په وار وار څلور واړه موسمونه تېر سو"‪" .‬مرجاني‬
‫ته؟" د هغه په ږغ كښي د حيرت او مسرت ټوله ژوندي رنګونه په‬
‫نڅا وو‪.‬‬
‫"آهو‪ -‬نويد! د دوستۍ رشتې دومري كمزوري خو نه وي چي د‬
‫يوې غلطۍ په سوب وشليږي‪ ،‬زه ايمانا ً له تا څخه د معافۍ اخيستلو‬
‫دپاره راغلې يمه‪ .‬په دا وخت كښي څه اوښكي زما تر بڼو او څه تر‬
‫حلقه را ورسېدې‪ ،‬نو ږغ مي بدل سو او ما هم سكوت اختيار كړى‪،‬‬
‫د نويد پر څېره باندي يو ناقاب ِل يقين غوندي احساس ځلېدى‪ ،‬هغه‬
‫په ډېره خواري سره د كښېنستلو اشاره راته وكړه‪ ،‬هغه په ژوند‬
‫كښي په اول ځلي و ما ته په دومره ځير ځير سره كتله او هيڅ يې هم‬
‫نه ويل‪ .‬د هغه دا بيان څومري مكمل وو‪ .‬زه پوهېدلم كه هغه د‬
‫خبري كوشش وكړي‪ ،‬نو د يوه كوشني غوندي به وژاړي چي ما د‬
‫كښېنستلو هڅه وكړه‪ ،‬نو هغه په غټو غټو سترګو په چټكتيا سره د‬
‫غسل خانې و خوا ته غبرګ سو‪ ،‬زه پوه سومه چي نارينه انانيت يې‬
‫زما و مخ ته و ژړا ته نه پرېږدي‪ ،‬پس چي راغلى‪ ،‬نو مخ يې‬
‫پرېمنځلى وو او كښېنوست‪.‬‬
‫"مرجاني! و ما ته يقين نه راځي كه څه هم ته زما و مخ ته‬
‫ناسته يې زما د غلطۍ پسته او ستا د كور د خرابۍ پسته ته تصور هم‬
‫نه سې كوالى چي ما دا شپې و ورځي په څومري دوك كښي تېري‬
‫‪54‬‬

‫كړې‪ ،‬زه ستا دپاره ډېر غمجن وم او ما د زاهدې په توسط و تا ته د‬


‫ژوند د ملګرۍ خواست هم كړى وو او مرجاني! زه نن هم پر دې‬
‫خبره باندي والړ يم"‪ ،‬د نويد په لهجه كښي د رښتيا څرك برېښېدى‪.‬‬
‫"نه نويده! ما و تا دوستان وو او ما و تا به له اوس پسته بيا‬
‫هغسي دوستان يو‪ .‬ما ته ستا د دوستۍ ډېر ضرورت دى‪ ،‬زه په ځيني‬
‫حوالو دوستي تر ميني ډېره اهمه ګڼم او بله خبره دا ده نويدجانه!‬
‫چي ما د كور د بربادۍ دوك وليدى‪ ،‬نو زه ستا د كور د خرابۍ تصور‬
‫هم نه سم كوالى‪ ،‬بس ته دومره وكړه چي ما معاف كړه او په بېرته‬
‫د يوه دوست په حيث ما قبوله كړه"‪ ،‬مرجانه پر ځاى والړه سوه‬
‫الس يې ور وغزوى‪ ،‬نويد هم پر ځاى والړ سو د هغې والس ته يې‬
‫بوسه وركړه‪.‬‬
‫"نويده! زه كابل ته روانه يم‪ ،‬هلته د ودا صمدزۍ په ‪NGO‬‬
‫كښي د هغې سره د يو څه مودې دپاره كار كول غواړم او هسي هم‬
‫نوى ځاى دى‪ ،‬شايد چي د فكر ستړيا مي څه وركه سي‪ ،‬زه هم‬
‫روغي او هم رخصت اخستلو له راغلې يمه‪ ،‬سبا خو نه بل سبا انشاء‬
‫هللا زه حركت كوم‪ ،‬زه غواړم چي د فروري په څوارلسمه نېټه و‬
‫كابل ته ورسېږم‪ ،‬نن لس تاريخه دي‪ ،‬كېداى سي چي په قندهار‬
‫كښي يوه و دوې شپې قيام وكړم‪ ،‬ما هلته د ارګنايزېشن غړو ته او د‬
‫بي بي سي د پښتو څانګي و استازي ميرويس افغان ته حال ور تېر‬
‫كړى دى‪ ،‬ما زړه نه سو كوالى چي په زړه كښي چي هر وخت تا د‬
‫ځان سره ګرځوم‪ ،‬نو له تا څخه د ناراضګۍ په حالت كښي كابل جان‬
‫ته والړه سم‪.‬‬
‫"مرجاني! زه نه پوهيږم چي څه ووايم د دې مثال خو داسي دى‬
‫چي خداى يوه مړي ته ژوند وركړي او بيا ورته ووايي چي بس دا‬
‫ژوند دي د دوو ورځو دى‪ ،‬ته هم له ما سره دغه طر ِز عمل كوې‪ ،‬ته‬
‫چي راغلې نو زما د زړه پر څوكه يو ځالند غوندي لمر په څرك‬
‫راپورته سو او چي د تللو خبره دي وكړه‪ ،‬نو سم دستي يې ترنځه‬
‫وكړه‪ ،‬مرجاني! هيڅ يو څوك به هم په يوه ساعت كښي د داسي دوو‬
‫انتهاوو سره نه وي مخامخ سوي لكه تا چي زه ورسره مخامخ كړم‪،‬‬
‫مرجاني! ما و تا د څو كلونو پسته سره يو ځاى سوي يو‪ ،‬زه و تاته‬
‫زما په هغه وېښتانو سره قسم دركوم چي ستا له غمه څخه زيات‬
‫سپين سوي دي چي ته و ما ته دا اجازه راكړه چي زه تا په كابل كښي‬
‫جواين كړم"‪ .‬د نويد په لهجه كښي د تږو مځكو التجا او درد په نما‬
‫راغلى‪.‬‬
‫"خبره داسي ده‪ ،‬نويدجانه! چي زه تر اوسه ال په ډېر تذبذب‬
‫كښي يم چي ګوره څومره اوږده به هلته پاته سم‪ ،‬كه چيري زما شپې‬
‫اوږدې سوې‪ ،‬نو انشاء هللا اوس رابطې خو به وي‪ ،‬نو ته بيا راتللى‬
‫‪55‬‬

‫سې‪ ،‬نويد چي ځم نو ډېره خوشحاله او ورسره يو مبهم غوندي‬


‫خوف هم لرم‪ ،‬ما ته دعا كوه‪ ،‬نه سم ويالى چي ولي ما ته داسي‬
‫ښكاري چي ته زما د اينده يوه غټه سهارا يې‪.‬‬
‫"نو دا اجازه خو راكړه چي تر چمن پوري خو درسره والړ‬
‫سم"‪ .‬نويد درخواست ورته وركړى‪" .‬صحيح ده دا خو اوس ممكنه‬
‫ده"‪ .‬اوس ستا پروګرام څه دى؟ دومري اوږدې خبري وسوې‪ ،‬نه‬
‫اوبه‪ ،‬نه چاى‪ ،‬مرجاني مينه ناكه شكوه وكړه‪.‬‬
‫"مرجاني! په داسي ښادي او په داسي غم كښي و نس ته د چا‬
‫پام سي‪ ،‬ښه به دا وي چي يو بل ځاى سره كښېنو"‪ .‬او په دې ويلو‬
‫سره هغه سم والړ سو‪ ،‬مرجانه و دى دواړه په ګډه را ووتل‪ ،‬نويد و‬
‫چپړاسي ته څه وويل او دواړه راغلو د مرجاني په موټر كښي‬
‫كښېنستل‪.‬‬
‫"ښه نو څه پروګرام دى؟" مرجاني پوښتنه وكړه‪.‬‬
‫د غرمې وخت دى اول يو ځاى لنچ كوو او بيا چي ته هركار‬
‫لرې زه درسره ګرځم‪ ،‬زه نن درسته ورځ له تا څخه نه جال كېږم"‪.‬‬
‫نويد خپله فيصله واوروله‪ O K" :‬ډيير" مرجاني هم ومنله او د‬
‫سرينا و خوا ته والړو‪ ،‬مخ په وړاندي دا داسي ليكي‪:‬‬
‫"دوې ورځي پسته پر باډر باندي د رخصتي په وخت زه د ډېر‬
‫داخلي انتشار سره مخامخ سومه‪ ،‬يو واره خو مي زړه سو چي‬
‫ګرسره پاته سم خو په دې حال كښي زاهد توصيفي او هغه د انځور‬
‫اسرار را په زړه سو‪ ،‬نو ناڅرګند كشش بېرته و تګ ته اماده كړم او‬
‫هسي هم د قندهار څخه د ارګنايزېشن موټر او ميرويس راغلى وو‪،‬‬
‫نو اوس و شاته د تللو امكان نه ښكاره كېدى‪.‬‬
‫ما اخير ځل په ورو ورو پر ما را غونډو خلګو ته وكتل او په‬
‫زړه كښي مي د ځان سره وويل‪:‬‬
‫"دغه خلـګ چي هيڅ يو نعم البدل نه لري زه يې د چا دپاره‬
‫پرېږدم‪ ،‬دا هغه خلـګ دي چي زه د دوى له ريښې څخه او په دوى‬
‫باندي ژوندۍ يم‪ ،‬زه و دا خلـګ خو يو په بل كښي د شپې د زلفو په‬
‫څېر وودلي يو‪ .‬زه له خپله اصله اوله ُكل څخه پر كومه آواره او بې‬
‫طرفه زغلم‪ ،‬اخير و ماته څه پېښه ده چي له ډك روڼ درياب څخه د‬
‫سراب په سفر وځم؟‬
‫له داخله څخه يو خوږ ږغ راته راغلى‪ ،‬ګوره ګرانې! د ژوند‬
‫ټوله ښايست د نا څرګند په پلټنه كښي دى‪ ،‬يو داسي سكون چي د‬
‫مرګ سره ورته والى لري يو انفعالي غوندي سكون نو تر هغه خو د‬
‫پلټني اضطراب ډېر ارزښت لري‪ .‬انسان د دې دپاره نه دى چي هر‬
‫وخت د نورو په امان كښي اوسي‪ ،‬هغه بايد چي د ځان‪ ،‬ژوند اوميني‬
‫نوي امكانات تالش كړي‪ ،‬د ژوند واړه موضوعي حقيقتونه‪ ،‬زمانه په‬
‫‪56‬‬

‫زمانه نوي تشريحات و تاويالت غواړي او دا كار د تخليقي‬


‫صالحيتونو حامل خلـګ كوي‪ ،‬دا د قدرت يو خپل قانون دى چي‬
‫درختي مېوه او تخليقي خلـګ د اور په سمندرونو كښي د سفر كولو‬
‫پسته د ژوند د نوې معنا ملغلري راوړي"‪.‬‬
‫ما په لندو سترګو سره له ټولو قريبانو‪ ،‬دوستانو او له دواړو‬
‫بچيانو څخه رخصت واخيست او تر ټولو مي عاصم تر زړه لكه چاړه‬
‫ولوېدى‪ ،‬هغه زما د ګناه د شپې ښايسته زوى او د ژوند سېكوړى د‬
‫چا دپاره چي زه په ژوند كښي د نېست سره برابره وم‪ ،‬و ما ته په‬
‫اول ځلي دا معلومه سوه چي عاصم تر قاسم پر ما زيات ګران دى‪،‬‬
‫شايد چي يوه خبره دا هم وه چي د هغه په توسط زما د ګناه دهشت‬
‫يو مجسم صورت پيدا كړ او د ګناه هغه ‪ Thrill‬د ده په سراپا كښي‬
‫يو صوري بڼه درلودلې وه او دويمه خبره دا چي هغه زما د انتقام د‬
‫اخيستلو يوه ذريعه هم وګرځېدى‪ ،‬زه چي هر كله عاصم وينم نو د‬
‫ګناه د شپې هغه تود توپان بېرته زما په ټول وجود كښي را ژوندى‬
‫سي او په تصور تصور كښي د رحيم جان د بكره وجود هغه د‬
‫الوچو د شګوفو په څير خوشبوى زما په تجديد راسي‪.‬‬
‫رحيم جان د چا سره چي بيا ما هيڅ يو تعلق هم نه دى ساتلى‪،‬‬
‫الكن زما په وينه كښي د خپل ټول جنسي وحشت سره موجود دى‪.‬‬
‫پر الري مي د ميروايس سره د افغانستان پر صورتحال باندي‬
‫خبره شروع سوه‪ ،‬د ميروايس سياسي بصيرت ډېره متاثره كړم او‬
‫زما په فرمايش باندي هغه خپلي څه غزلي او نظمونه هم راته‬
‫واورول‪ .‬په دې څو كلونو كښي هغه په هره حواله د ارتفاع ولوړو‬
‫منزلونو ته روان معلومېدى او دا يې له صحت څخه هم څرګنده وه‪،‬‬
‫هغه اوس څه غوښن سوى وو‪ .‬د ده وينا دا ده چي كله هغه‬
‫ايكسيډنټ وكړى‪ ،‬نو بيا څورب سوى دى‪ ،‬تر قندهاره پوري سفر ډېر‬
‫لنډ راته ښكاره سو اوس ما كرار كرار ذهني يك سويي وموندله‪ ،‬دا‬
‫شپه مي دالته د بي بي سي د يوې نجلۍ استازي په كور كښي وكړه‬
‫او په دا بله ورځ د كابل پر لور په بس كښي روانه سوم‪ ،‬په ټيليفون‬
‫باندي مي له قندهار څخه د ودا او ماللۍ دواړو سره خبره سوې وه‬
‫او پس ميروايس هم خبر ورته وركړى وو‪ .‬سړك يې اوس ډېر ښه‬
‫جوړ كړى وو‪ .‬بس ځاى پر ځاى څه مشكل ال پاته وو‪ .‬د خلګو پر‬
‫څېرو باندي د ښه سباوون نخښي ښكاره كېدې‪ ،‬كه په موجوده‬
‫لمحه كښي ال ډېري ستونزي ورته پيښي وې‪ ،‬د افغانانو سياسي‬
‫بصيرت او تهذيبي ارتقا په چټكتيا سره روانه وه‪ ،‬زما د څنګه د‬
‫المان څخه راغلې يوه زما د سن ښځه ناسته وه چي نوم يې سپوږمۍ‬
‫وو‪ .‬هغې هلته د ميډيكل تعليم پوره كړى وو او فقط د افغانستان د‬
‫خدمت دپاره دلته راغلې وه او سړى يې يو اليكټريكل انجنير وو‪ .‬هغه‬
‫‪57‬‬

‫هم اوس دلته په كابل كښي خپل خدمت كوى‪ ،‬دواړو خپل بچيان‬
‫هورې د نوري كورنۍ سره په المان كښي پرېيښي وو او د هغې وينا‬
‫دا وه‪:‬‬
‫"چي دا زموږ په شاني په زرګونه تعليم يافته خلـګ د يورپ و‬
‫امريكې څخه د خپل وطن د چوپړ د پاره راغلي دي‪ ،‬هغې د قندهار په‬
‫چيني شفاخانه كښي خدمت كوى او اوس د "ويلنټاين ډې" په‬
‫مناسبت و كابل ته روانه وه چي د خپل مېړه سره د يو څو ورځو‬
‫دپاره يو ځاى سي‪ ،‬زه فكر كوم چي كومه خاوره چي داسي فرزندان‬
‫لري‪ ،‬نو د عارضي مشكالتو څخه باوجود هغه په يقيني توګه تر خپل‬
‫لوړ مرامه ضرور رسيږي‪ ،‬ما هم خپل تعارف ورته وكړى او بيا مي‬
‫له يوې و بلې څخه ايډريس او ټيليفون نمبرونه هم واخستل هم دا‬
‫وخت موږ و كابل ته را ورسېدو‪ ،‬سوړ باد وو‪ ،‬په اډه كښي ودا او‬
‫ماللۍ زما او د سپوږمۍ مېړه د هغې منتظر وو‪ .‬د بيا مالقات په قول‬
‫ما و ډاكټري له يوې و بلي څخه رخصت واخيست‪ ،‬ودا و ماللۍ‬
‫دواړي ډېري خوشحاله ښكاره كېدې او زه هم چي تر دوى را‬
‫ورسېدلم‪ ،‬نو ګوا كور ته را ورسېدلم‪ ،‬د ودا په موټر كښي موږ‬
‫كرار كرار د هغې د كور په خوا روان سو‪ ،‬فيصله دا وسوه چي زما‬
‫سامان كورته كښېږدو نو به بېرته بازار ته راوزو او د "ښا ِرنو"‬
‫و خوا ته به په سيل ځو‪ ،‬د ودا د كور نورو غړو زه د كور د يوه فرد‬
‫په حېث قبوله كړم او زما د كور د ياد په شدت كښي ډېر كمى‬
‫راغلى‪ .‬ما هم زغرده په تودو اوبو غسل وكړى چي له غسل خانې‬
‫څخه را ووتلم نو تودې تودې چاى د نورو لوازماتو سره پرتې وې‬
‫او بيا موږ تر منځ دكوټي و كابل په حواله خبري شروع كړې‪ ،‬تر‬
‫وتلو وړاندي ودا وويل‪" :‬چي ګلي! انګيا(جېكټ) واغونده كابل په‬
‫دې شپو كښي ډېر سوړ وي‪ ،‬نن د اپرېل ديارلس تاريخه دي له‬
‫موسمي اثراتو د واوري امكانات برېښي‪ ،‬په دې دوو ساعتونو كښي‬
‫هغو د زاهد توصيفي هيڅ هم ذكر نه وكړى او نه ما د پوښتني زړه‬
‫كوالى سو‪ ،‬موږ د تېر ماښام و خواته كور ته او ماللۍ هم د يوه اهم‬
‫خبر د اخستلو دپاره و يوه كانفرنس ته والړه‪.‬‬
‫له دې پسته زه د مرجاني و ليكلې ډايرې ته د يو كهانۍ صورت‬
‫وربخښم‪ ،‬كردارونه‪ ،‬واقعات او احساسات خو يې هغه د ډايري په‬
‫مطابق دي‪ .‬ما فقط د تخيل او وژن پر اساس باندي ورته د يوې‬
‫كيسې صورت وركړى دى‪ ،‬ما دا كيسه د كاسمك سېكوليزم د ادبي‬
‫ارزښتونو په تناظر او پېش منظر كښي ليكلې ده‪ .‬په صبا و مرجاني‬
‫ته دا څرګنده سوه چي د "ويلنټاين ډې" په مناسبت د ودا دوستانو‬
‫په خپلو كښي په يوه ښادي هال كښي خپل پروګرام ترتيب كړى دى‪.‬‬
‫په پروګرام كښي د غرمې ډوډۍ د موسيقي محفل او د ماسپسښين‬
‫‪58‬‬

‫چاى شاملي دي‪ .‬دا يو اتفاق وو چي د ويلنټاين د ورځي په مناسبت‬


‫مرجاني يو ګالبي لباس درلودى‪ ،‬په دې پارټۍ كښي څه غير ملكي‬
‫ځوانانو هم شركت درلودى‪.‬‬
‫د دوولسو بجو په شا و خوا كښي ودا صمدزۍ و مرجانه د‬
‫پارټۍ و ځاى ته ورسېدلې‪ ،‬ماللۍ ال نه وه راغلې‪ ،‬د اتفاق خبره‬
‫ګوره چي هغه د بس مسافره ډاكټره سره د خپل مېړه انجنېر يعقوب‬
‫يوسفي سره موجوده وه‪ ،‬هغې مرجانه په ډېره مينه سره ريسيو كړه‬
‫او د خپل مېړه يعقوب سره يې متعارف كړه‪ ،‬د رسمي عليك سليك‬
‫پرته د افغانستان پراوسنۍ غميزه‪ ،‬تاريخي او تهذيبي ژوند باندي‬
‫خبره شروع سوه‪ ،‬ودا د دې كورنۍ سره ال وختي پېژندګلوي‬
‫درلوده‪ ،‬لږ ساعت پسته ماللۍ هم را ورسېده‪ .‬يعقوب يوسفي يو‬
‫سيدا سادا سړى وو‪ .‬د يوه رښتيني پروفېشنل په دود يې عملي ذهن‬
‫درلودى او د ژوند په حواله يې څه لوړ تخيل او وژن نه درلودى‪،‬‬
‫الكن يو خوش لباس او خوش مزاقه انسان وو‪ .‬سياسي مطالعې يې‬
‫بدي نه وې‪ ،‬د هغه د خندا او كتلو انداز تر ډېره حده و نويد ته ورته‬
‫وو‪ .‬شايد هم دا سوب وو چي هغه پر مرجانه ښه ولګېدى‪ ،‬اكثر‬
‫خلـګ راغونډ سوي وو‪ .‬كرار كرار موسيقي ږغېدله ډرنك او نور‬
‫لوازمات په پېخر پراته وو‪ .‬د هر چا څېره د خوشحالۍ او مسرت‬
‫اينه داره وه‪ ،‬ډېر ږوږ وو چي په دې حال كښي ږغ سو چي شاه‬
‫زمرك خان راغلى‪،‬يقين وكړى چي د يوه ساعت دپاره په هال كښي د‬
‫ژوند هره استعاره ځاى پر ځاى ساكت ودرېدله‪ ،‬هغه د لوړي وني يو‬
‫ډېر بارعب انسان وو‪ .‬تا به ويل چي د جنـګ يوناني ديوتا را خطا‬
‫سوى دى‪ ،‬سپين پراخ تندى د سنجېدګي او زړورتيا په ګډ عكس نور‬
‫هم زيات ښايسته ښكاره كېدى‪ ،‬تر لوړو ختلو تورو وروځو الندي د‬
‫ځنګلونو په اور ډكو تورو ښايستو سترګو يې د هر څيز او هر چا پر‬
‫زړونو د باچهي كولو خدايي صفت درلودى‪ ،‬جګه والړه نرۍ پزه‪،‬‬
‫نري شونډان يې په قلم جوړ سوي معلومېدل او د هغه د طبيعت د‬
‫سختۍ خبر يې هم وركوله‪ ،‬د زنې زنخندان يې د جهان په زړونو ډك‬
‫معلومېدى‪ ،‬په لوړه جګه او مضبوطه غاړه كښي يې لږ نما غوټو‬
‫ډېر خوند كوى‪ ،‬هغه د ډك ځيګر او د هموار نس په سوب ډېر ښكلى‬
‫معلومېدى‪ ،‬د هغه السونه ډېر اوږده او په تورو وېښتانو ډك وو‪ .‬په‬
‫يقيني توګه هغه د بور ژوايي ځوانانو په دې محفل كښي د ځنګل د‬
‫يوه زمري په څېر منفرد او يكتا برېښېدى‪.‬‬
‫مرجاني په خپل ژوند كښي كله هم داسي يو كامل انسان نه وو‬
‫ليدلى‪ ،‬الكن هغه په زړونو كښي تر مينه زيات د عقيدت او خوف‬
‫احساس پيدا كوى او داد مرجاني نه د ټولو خلګو د زړه خبره وه‪.‬‬
‫هغه هم د خپل شخصيت په افسون باشعوره معلومېدى‪ ،‬د هغه سره‬
‫‪59‬‬

‫د ميني ملګرې خو نه وه خو د درشتو څېرو څښتنان دوه ځوانان‬


‫چي باډي ګارډ يې معلومېده ورسره وو‪ .‬هغه په خندا سره د خلګو‬
‫په منځ كښي و درېدى او و ټولو خلګو ته يې د ويلنټاين د ورځي‬
‫تبريك ووايه او مخ په وړاندي يې داسي وويل‪:‬‬
‫"چي زه پوهېږم چي زه ستاسو په محفل كښي يو اجنبي‬
‫غوندي سړى يم‪ ،‬خو ما د ودا او ماللۍ خوندو و بلنه ته انكار نه سو‬
‫كوالى‪ ،‬نو ځكه دلته د لږ ساعت دپاره راغلى يم"‪ .‬او په يوه ډېر‬
‫ښايسته انداز كښي يې خپله خبره داسي پوره كړه‪ ،‬تاسو هم د دې لږ‬
‫ساعت دپاره ما برداشت كړى او ودا او ماللۍ خوندو ته بد مه‬
‫واياست"‪.‬‬
‫محفل بېرته خپل رنـګ اختيار كړى‪ ،‬ودا‪ ،‬مرجانه د شاه زمرك‬
‫خان سره د تعارف دپاره د هغه و خوا ته بوتله‪ ،‬كله چي مرجانه و ده‬
‫ته نزدې سوه او هغه د دې و خوا ته سترګي پورته كړې‪ .‬نو مرجانه‬
‫د روح تر انتها پوري وريږدېدله‪ ،‬هغې دستي د ودا مړوند ونيوى او‬
‫وداهغه له دې سره معارفي كړى‪ ،‬هغه په كوزو سترګو له مرجاني‬
‫څخه پوښتنه وكړه او د دې ستاينه يې وكړه چي هغه د افغان و پاكه‬
‫خاوره ته د خدمت دپاره دلته راغلې ده‪ ،‬د هغه د لهجې تهذيبي‬
‫ښايست مرجانه ډېره متاثره كړه‪ ،‬دا پارټۍ ودا كړې وه شاه زمرك‬
‫خان چي د خلقي رژيم په تېر دوران كښي يو نظامي سړى وو او د‬
‫زاړه سويت يونين څخه يې د حربي پوهنتون درس ترسره رسولى‬
‫وو‪ ،‬نو د ډاكټر نجيب په دوره كښي يې ډېري په زړه پوري جګړې‬
‫ترسره رسولي وې‪ ،‬د قهرمان جبار په څېر د يوه ډېر وتلي نوم‬
‫سړى وو او پر مخالفينو باندي يې لوى دهشت پروت وو‪ .‬په‬
‫خصوصيت سره د جالل آباد په جګړه كښي يې ډېر نوم ګټلى وو‪ .‬هغه‬
‫د قندهار د ښار د نزدې يوه ناهيې استوګن وو او كورنۍ يې د سرونو‬
‫او ملكيت غټي قربانۍ وركړي وې‪ .‬د ډاكټر نجيب د دورې پسته شاه‬
‫زمرك خان څه موده د ځاځيو په عالقه كښي ګوښه سو‪ ،‬د جهاديانو‬
‫او طالبانو په دې ډېر مخالف وو چي هغو د افغانستان اختيار د عربي‬
‫جهادي ځوانانو او د ګاونډي ملكونو د ايجنسيو په الس كښي وركړى‬
‫وو‪ .‬هغو د پرېديو په غالمۍ افغانستان اخته كړى وو‪.‬‬
‫د شاه زمرك خان شخصيت د هغې پر زړه باندي د قوس و قزح‬
‫رنګونه كښېښودل الكن دا د اول نظر د ميني اثر نه وو‪ .‬دا يو‬
‫ناڅرګند او بې نومه غوندي ربط وو او شاه زمرك خان خو بېخي بې‬
‫نيازه غوندي ښكاره كېدى‪ ،‬په بله خوا دا وخت د مرجاني زړه هم د‬
‫زاهد توصيفي سره د مالقات په ارمان مضطرب وو‪ .‬له پرون‬
‫راهيسي نه ودا صمدزۍ او نه ماللۍ شنواري د هغه ذكر كړى وو او‬
‫نه مرجاني په خپله د هغه پوښتنه كړې وه‪.‬‬
‫‪60‬‬

‫عين په دې حال كښي زاهد توصيفي د هال په دروازه رادننه سو‬


‫او د مرجاني نظر سمدستي ورباندي ونښتى‪ ،‬په دې حال كښي زاهد‬
‫توصيفي هم مرجانه وليدله هغه پر خپل ځاى لكه بې ساه بت‬
‫ودرېدى‪ ،‬پر څېره يې د مسرت او حيرت نور سره خپور سو او نېغ‬
‫په نېغ يې نظر د مرجاني د څېرې په طواف اخته سو‪ ،‬د نزدې‬
‫والړو ټول خيال د شاه زمرك خان و خوا ته وو الكن شاه زمرك خان‬
‫د ميني په دې رمز پوه سو‪ ،‬هغه د مرجاني مسرت او پرېشاني په‬
‫يوه نظر كښي وپېژندله او پر لبو باندي يې يوه معني خېزه مسكا‬
‫ت حال د حل د پاره په لوړ ږغ‬ ‫خپره سوه‪ ،‬هغه د دواړو د مشكل صور ِ‬
‫سره وويل‪" :‬توصيفي صاحب! په خير راغالست" د لمحه افسون‬
‫تغير وموندى او توصيفي هم د دوى و خوا ته رانزدې سو او هغه په‬
‫صد مشكل مرجاني ته سالم وكړى او چي پر خپل جذباتو باندي يې‬
‫قابو پيدا كړى‪ ،‬نو د نورو سره په رسمي مجلس اخته سو‪.‬‬
‫په دې وخت كښي د ډوډۍ ږغ وسو‪ ،‬د والړي ډوډۍ وه او د‬
‫سيلف سروس طريق وو‪ .‬تقريبا ً څلوېښت مېلمانه سره ګډ وډ سو‪،‬‬
‫په دې مېلمنو كښي څو امريكن نارينه او ښځي هم شاملي وې او د‬
‫هغو د پښتو او دري ويلو كوشش ښه په زړه پوري يوه ټوكه وه‪،‬‬
‫حاالت چي څرنګه وو‪ .‬خو د هغو په خوش مزاجي كښي هيڅ كالم نه‬
‫وو‪ .‬په دې مجلس كښي ودا د كېتراين په نوم له يوې نجلۍ سره د‬
‫مرجاني تعارف هم وكړى‪ ،‬هغې په امريكن فوځ كښي يوه مناسبه‬
‫عهده درلوده‪ ،‬كېتراين او مرجاني خپل خوراكي مواد له ټېبل څخه‬
‫په غابو كښي واخستل او له خلګو څخه و يوه خوا ته سوې او د‬
‫افغانستان پر صورتحال باندي خبره شروع سوه‪ ،‬پسته د كېتراين پر‬
‫احساساتو باندي خبره وسوه‪ ،‬هغې افغانستان ډېر خوښوى خو الكن‬
‫خپل كور او په خصوصيت سره خپل دوست‪ ،‬جوز كالرك يې ډېر‬
‫يادېدى او بيا چي نن ورځ هم د ويلنټاين په نوم سره منسوب وه هغه‬
‫د كالرك ډېر كمى محسوسوى‪ ،‬هم په دې حال كښي زاهد توصيفي له‬
‫دوى سره يو ځاى سو‪ ،‬زاهد خپل تعارف د كېتراين سره وكړى او‬
‫بيا د مرجاني و خوا ته متوجه سو‪:‬‬
‫"آيا دا ممكن نه وو چي تا زه خبر كړى واى؟ " د هغه په لهجه‬
‫كښي د شكوې خوشبوى شامل وو‪.‬‬
‫"زما دا خيال وو چي ماللۍ يا ودا به ته خبر كړى يې‪ ،‬زما خيال‬
‫دى چي دوى و تاسو ته سرپرايز دركول غوښت نو ځكه يې تاسو ته‬
‫زما د راتلو اطالع در نه كړه"‪.‬‬
‫چي دوى په پښتو سره ګايېدل نو كېتراين ته د تنهايي احساس‬
‫نور هم ور په زړه سو‪ ،‬مرجانه د صورتحال په تقاضا پوه سوه او د‬
‫كېتراين و خوا ته متوجه سوه‪ ،‬په دې حال كښي هغې وليد چي شاه‬
‫‪61‬‬

‫زمرك خان سره د خپلو دوو ملګرو د هال د دروازې وخواته نزدې په‬
‫رخصت اخستلو لګيا دي‪ .‬د زاهد توصيفي د اعتباري موجودګۍ‬
‫باوجود هغه و دې ته ځير سوه چي آيا شاه زمرك خان چيري په هغې‬
‫پسې به سترګي لغړوي او كه نه؟ الكن هغه د يوه ديوتا د بې اعتنايي‬
‫او بې پروايي په وقار سره تر دروازې ووتى‪ ،‬د زاهد توصيفي د‬
‫جمالياتي ارزښت باوجود مرجاني هسي و پامول‪ ،‬ګوا د ماځيګر‬
‫ژړى لمر له محفل څخه بېرون ووتى‪.‬‬
‫د ډوډۍ پسته هر چا د خپلو هم ذوقانو سره ناسته ونيوله‪،‬‬
‫ځينو مينانو په اپس كښي د ويلنټاين د ورځي په مناسبت د كارډز‬
‫تبادله هم وكړه‪ ،‬يوه امريكن فوځي په زړه پوري وايلن وږغوى‪.‬‬
‫مرجانه له شروع څخه د وايلن‪ ،‬شيدايي وه‪ ،‬د وايلن د اوږدې‬
‫غمجني نغمې سره كرار كرار هغه په خپل زړه كښي تر انتها پوري‬
‫غمجنه سوه او بې سوبه يې وژړلو ته زړه وسو‪ ،‬دا و زاهد‬
‫توصيفي دواړه پوهېدل چي دا د ميني د مسرت څخه زېږېدلې‬
‫غمګيني ده او د دې ‪ MYSTIC‬غمګينۍ خوند د جهان په هيڅ يو‬
‫څېز كښي هم نسته‪.‬‬
‫مرجاني ته داسي احساس ور په زړه سو لكه د زرتشت د يوه‬
‫معبد‪ ،‬مقدس اور چي د هغې و زړه ته را نقل سوى وي‪ ،‬په ژوند‬
‫كښي په اول ځلي هغې ته داسي معلومېدله چي نن په موضوعي او‬
‫معروضي دوړاو حوالو د خپلي كاملي ښكال سره د هغې او كابل جان‬
‫په زړه كښي په خندا دى‪ .‬د شاه زمرك خان د شخصيت افسون د زاهد‬
‫توصيفي جمالياتي ارزښت د ډېرو ښكلو خلګو ښكلو مينو او د‬
‫اساطيري كابل جان خپل جادو او د هغې د احساس سپړېدلي بهارونه‬
‫او د وايلن غمجني نغمې دا هغه اجزا و عناصر وو كومو چي نن د‬
‫ويلنټاين و ورځي ته د نورو ورځو په مقابل انفراديت وربخښلى وو‪.‬‬
‫مرجاني په بدل سوي صورتحال كښي دا ټينګه اراده وكړه چي هغه‬
‫به دلته د يو چا څخه ستار ضرور زده كوي‪ ،‬ولي چي هغه پوهېدله‬
‫چي د موسيقي د تخليق اغېز د اذيت درمان كوي او د روح په توره‬
‫خال كښي د لمرونو او سپوږميو كښت زرغونوي‪.‬‬
‫مرجانه كېتراين او زاهد توصيفي درې واړه په دا وخت كښي‬
‫كه په تاوده مجلس اخته وو‪ .‬الكن درې واړه له خپلو وجودونو څخه‬
‫بېرون د ميني په تجريدي مسافتونو هم وتلي وو چي اچانك‬
‫كېتراين و مرجاني ته مخ را وګرځوى او په انګليسي يې ورته‬
‫وويل‪:‬‬
‫"مرجاني هغه ډېر ښايسته او معصوم غوندي دى‪ ،‬زما مطلب‬
‫دى هغه زما په امريكه كښي تر شا پاته سوى دوست بايى ګاډ زه نن‬
‫په هغه پسې ډېره غمجنه او مضطربه يم‪ ،‬زه وېرېږم چي خداى خبر‬
‫‪62‬‬

‫چي زه به يې په ژوند كښي ووينم‪ ،‬ال يې خپله جمله په مشكل سره‬


‫پوره كړې وه چي هغې د مرجاني پر وږه باندي سر كښېښود او په‬
‫پټه خوله يې وژړل‪ ،‬د كېتراين دې انداز د مرجاني د سترګو په شا‬
‫پټو اوښكو ته الر ور پيدا كړه او هغه هم كرار كرار په ژړا سوه او‬
‫زاهد توصيفي چي په ژوند كښي اول ځلي په خپل زړه كښي د شنه‬
‫ژور سمندر د يوې سركشي څپې په څېر هسك سو او د ده تر ذات‬
‫را تاو سوي ټول دېوالونه يې د مځكي سره برابر پيوند كښېښوول‪،‬‬
‫هغه په اول ځلي دا جمالياتي او وجودي توفيق تر السه كړى چي د‬
‫ازلي كاينات په كليت كښي و ځان ته د يو والي هوسايي وموندي‪.‬‬
‫د مرجاني او كېتراين تر منځ د مسافرۍ قد ِر مشترك دوى دواړې‬
‫په اول مالقات كښي سره دوستي كړې‪ ،‬څه ساعت پسته كېتراين د‬
‫نورو فوځي ملګرو سره رخصتي واخستله او دا قول يې تر منځ سره‬
‫وكړى چي كله نه كله به ضرور مالقات سره كوي او "دا" د ودا په‬
‫توسط بيا اسانه كار هم دى‪ .‬د پارټۍ د اختتام پسته هر څوك پر خپله‬
‫الر والړى‪.‬‬
‫ودا‪ ،‬مرجانه او زاهد توصيفي هم چي د غټ ماځيګر يوه خونكه‬
‫ورځ وه د كور په لوري والړو او ماللۍ د خپل آفس پر لوري ال څه‬
‫وخت وړاندي تللې وه‪ ،‬د جاده ميوند سره نزدې زاهد توصيفي هم‬
‫بادل نخواسته ورځنې جدا سو او د سبا د مالقات قول سره وسو‪.‬‬
‫مرجانه د متضاد كيفيتونو سره مخامخ وه‪ ،‬هغې په تحت الشعوري‬
‫حواله د ژوند د تغيراتي عمل احساس خو درلودى‪ ،‬الكن دا عمل د‬
‫ابهام په ګړځ كښي پټ وو او هيڅ مفهوم يې نه ښندى‪ ،‬هغې په دې‬
‫باندي په زړه كښي ډېره هوسايي وموندله چي د زاهد او د دې په‬
‫منځ د مكالمې اوس هيڅ ضرورت پاته نه دى‪ ،‬هغه دواړه په ټول‬
‫وجود سره د يوه و بل سره همكالم‪ ،‬ارواح درلودل‪ ،‬د لفظونو د‬
‫نيمګړي اظهار له شرمندګۍ څخه په امان كښي وو‪ .‬د هغه په منځ‬
‫كښي د سكوت په ژبه ګفتګو د ابالغ تر كماله رسېدلى وو‪ .‬د هغو‬
‫دواړو په منځ كښي تخليق د يو قدر مشترك په توګه موجود وو‪ .‬هغه‬
‫پوهېدله چي اوس به نوره ښه شاعره سي او زاهد توصيفي خو بيا‬
‫يو منل سوى آرټسټ وو‪ .‬د هغو خاموشه مينه د جمالياتي بصيرت په‬
‫امتزاج سره‪ ،‬د اساطيري مينو په څېر مقدسه او بېكران ښكاره‬
‫كېدله‪ ،‬هغه د خپل زړه په يوه ګوښه كښي په دې پوهېدله چي زاهد‬
‫توصيفي په جمالياتي بصيرت او اوشينيك ژورتيا سره د هغې د وجود‬
‫هغه نيمګړې مينه تر كمال پوري ورسوله كومه چي د دې او د شاهد‬
‫ترين تر منځ قايمه وه‪ ،‬البته دا په دې خيال كښي به عموما ً وركه وه‬
‫چي د دوو خلګو په توسط سره تكامل ته رسېدلې دا مينه آيا د دې د‬
‫روح يو انفراديت دى او كه د ژوند يوه غټه الميه ده؟‪.‬‬
‫‪63‬‬

‫هغې ته دا څرګنده وه چي زاهد د هغې يو وزر او شاهد يې دويم‬


‫وزر دى اوس هغه د خپل ذات او د ژوند په وسعتونو كښي پر افشاني‬
‫كوالى سي او رښتيا هم هغه اوس په خپل زړه كښي د ژوند په اعتبار‬
‫سره باوري وه‪ ،‬الكن د ميني د بصيرت باوجود د څه ستړو ځوابونو‬
‫سره مخامخ وه‪.‬‬
‫دلته زغرده د ژوند معموالتو خپل يو ترتيب ونيوى‪ ،‬مرجانه تر‬
‫اوسه د ودا سره د مېلمنې په توګه اوسېدله‪ ،‬سهار به په ګډه تر‬
‫دفتر پوري سره تللې‪ ،‬خصوصا ً د افغاني ښځو د ښېګړي هڅي به‬
‫يې كولې او په ممكنه توګه به يې د كونډو سره مالي مرستي كولې‪،‬‬
‫په دې لږ شپو او ورځو كښي يې يوه شفاخانه او د هلكانو او نجونو‬
‫دپاره يې درې ابتدايي مكتبونه خالص كړي وو‪ .‬هم يوه يتيم خانه چي‬
‫يو سكول ورسره منسلك وو هم قايمه كړې وه‪ ،‬مخ په وړاندي د ودا‬
‫دې ‪ N,G,O‬دا پالن درلودى چي د نړېدلي افغانستان په مختلف‬
‫منطقو كښي هم و دې كار ته دوام وركړي او د ځيني ټيكنيكل او‬
‫پروفېشنل ادارو د قيام پالن يې هم درلودى‪ ،‬د دې سره سم ودا د‬
‫مرجاني سره د افغان معاشرې پر اوسنۍ ستونزو باندي په ګډه هم د‬
‫يوه كتاب ليكلو په كار الس پوري كړى وو‪.‬‬
‫‪".‬ودا" و مرجاني ته د دوو بجو پسته د دفتر څخه د تللو اساني‬
‫وربخښلې وه‪ ،‬هغه كور ته نه تله‪ ،‬د دوو بجو پسته دا يو ميوزك‬
‫ستار زده كولو درس اخستى‪ ،‬يوه ګهنټه‬ ‫اكېډمۍ ته تله‪ ،‬هلته يې د ِ‬
‫پسته هغه د جوډو كراټې و يوه سنټر ته تله چي د ميوزك اكېډمۍ‬
‫سره نزدې واقع وو او د اتفاق خبره دا ده چي د دې جوډو كراټې‬
‫سرپرست شين برېتى شاه زمرك خان وو چي په خپله هم بليك بيلټ‬
‫وو‪ ،‬د اكېډمۍ انسټركټر د هغه يو شاګرد سهېل خان اولس يار وو‪،‬‬
‫د څلور نيمو بجو په شا و خوا كښي زاهد توصيفي دلته راتلى او بيا‬
‫به مرجانه و زاهد دباندي وتل‪ ،‬كله به هوټل ته كله به يوه پارك ته او‬
‫كله به د زاهد توصيفي و سټوډيو ته والړو‪ ،‬د دوو ګهنټو د رفاقت‬
‫پسته به هغه مرجانه د ځوانانو و هاسټل (يوتهه هاسټل) ته ورسوله‬
‫چي دا اوس يو څو ورځي وړاندي په ډېر اصرار سره دلته منتقل‬
‫سوې وه‪ ،‬كني ودا كله هم و دې ته تياره نه وه‪.‬‬
‫د خپل كور سره يې رابطه په پام كښي نيولې وه‪ ،‬كله به هغو او‬
‫كله به دې ټيليفون ورته كاوه او نويد خو په خصوصيت سره دويمه‪،‬‬
‫دريمه ټيليفون ورته كاوه‪ .‬د مارچ د دويمي نېټي پېښي چي د محرم‬
‫پر لسمه په كوټه كښي وسوه‪ ،‬مرجانه لږ څه پرېشانه كړه الكن د‬
‫كورنۍ د غړو د عافيت په تناظر كښي يې اندېښنې تر ډېره حده كمي‬
‫سوې‪ ،‬هسي هم د دوو اونيو په اوږدو كښي حاالت پر خپل معمول‬
‫باندي راغله‪.‬‬
‫‪64‬‬

‫د مرجاني نظام االوقات د ډېر مصروفيت حامل وو‪ ،‬خو دا ډېره‬


‫مطمينه وه‪ ،‬په خصوصيت سره د موسيقي درس هغې په ډېره چټكتيا‬
‫ستار هم واخيست چي په فارغ‬ ‫سره زده كوى‪ ،‬مرجاني اوس دويم ِ‬
‫اوقات كښي به يې په هاسټل كښي په ورو ورو ږغوى‪ .‬د زاهد‬
‫توصيفي سره د هغې تعلق يو بې نومه تعلق وو‪ ،‬الكن دا تعلق د ويني‬
‫تر رشتو زيات پاك او د ژورو رېښو حامل يو تعلق وو‪ ،‬د هغو د آپس‬
‫د ميني تړون دومري پيوستون درلودى چي دواړه په دې وېرېدل چي‬
‫يو په بل سره بدل نه سي‪ ،‬هغو دواړو اوس كرار كرار د يوه و بل په‬
‫زړه كښي د لوړو چنارو په څېر رېښې نيولې‪ ،‬شاه زمرك خان‬
‫اكېډمۍ ته ډېر كم راتلى او چي كله به راغلى نو ډېر كم وخت به يې‬
‫تېروى‪ ،‬مرجاني هغه دوه درې وخته هلته وليدى‪ ،‬خو زړه يې نه‬
‫سو كواى چي مخ ته ورسي او د هغه خو بيا عادت وو چي شا و خوا‬
‫يې ګرسره نه كتل‪ ،‬څرنګه چي د قندهاريانو يو نسبي عادت هم دى‪.‬‬
‫مرجانه نه پوهېده چي شاه زمرك خان د هغې دپاره په كومه‬
‫حواله موجودګي لري هغه په سن هم زيات معلومېدى‪ ،‬الكن په بدني‬
‫حواله تر څلوېشت كلو زيات نه ښكاره كېدى‪ .‬د ويلنټاين ډې د‬
‫مالقات پسته د دې دوو مياشتو په دوران كښي د هغو تر منځ بيا بل‬
‫مالقات نه وو سوى‪ ،‬الكن هغه په دې باندي څه اندېښمنه هم وه چي‬
‫هغه د دې په شا و خوا كښي چيري نه چيري په غير محسوس توګه‬
‫موجودګي هم لري‪ .‬هغې به كله كله له ځان څخه سوال كاوى چي دا‬
‫نو څه معنا لري؟ آيا دا د ميني د تكثيريت ‪ Polarization‬ښكار ده؟‬
‫الكن هغه په دې هم پوهېدله چي دا مينه نه ده‪ ،‬نو بيا د دې تعلق بڼه‬
‫څه ده؟ خو هغې ته دا هم څرګنده نه وه‪.‬‬
‫يوه ورځ شاه زمرك خان د خپلو څلورو پنځو باډيګارډانو سره د‬
‫ودا دفتر ته راغلى‪ ،‬هغه د كمانډو د قومندان په وردۍ كښي نن بيا بې‬
‫مثاله او ښايسته ښكاره كېدى‪ ،‬هغه په هال كښي د مرجاني د مېز‬
‫تر مخ ډېر بې پروا تېر سو‪ ،‬مرجانه پوهېدله چي شاه زمرك خان دا‬
‫دانسته نه وكړه بلكې دى زما د موجودګۍ څخه خبر هم نه دى‪ ،‬بيا هم‬
‫د هغې زړه په يو نا معلوم غوندي رنج سر را پورته كړى او د هغې د‬
‫ښايست زخمي غرور يو عجب غوندي عكس العمل پيدا كړى‪ ،‬دا نه‬
‫پوهېده چي دا ولي دا غواړي چي ودا دي دا ور وبولي‪ ،‬په دې‬
‫دوران كښي چي د ودا دفتر ته دربان چاى ور وړې‪ ،‬په خپل الجهن‬
‫كښي ګرفتار مرجاني له خپله ځانه دا سوال پوښتى چي اخير دا سړى‬
‫زما دپاره څه اهميت لري؟ دلته خو له سهاره تر غرمې پوري خلـګ‬
‫ځي و راځي‪ ،‬خو زه يې هيڅ هم پرواه نه لرم‪ ،‬نو بيا ولي د دې سړي‬
‫توجه غواړم كوم چي د باميانو د ګوتم بدهـ په څېر له پرښو څخه‬
‫جوړ سوى يو بې حسه سړى دى؟ او بيا له هغې څخه صبر نه وسو‪،‬‬
‫‪65‬‬

‫د دفتري كار په حواله يوه بهانه ور په زړه سوه او هغې يو فايل په‬
‫الس كښي واخيست او د ودا د دفتر و خوا ته ور روانه سوه‪ ،‬پر‬
‫دروازه يې په كرار سره الس ووهى چي د ودا ږغ راغلى چي راسه‬
‫نو مرجانه ورننوته‪ ،‬شاه زمرك خان د يوه ساعت دپاره سترګي‬
‫پورته كړې او بيا يې كوزي كړې‪ ،‬مرجاني سالم ورته وكړى‪ ،‬هغه‬
‫ځواب ورته ووايه او د ودا و خوا ته متوجه سو‪ ،‬ودا و مرجاني ته‬
‫وويل‪:‬‬
‫"چي كښېنه‪ .‬او بيا يې و شاه زمرك خان ته د مرجاني تعارف‬
‫وكړى او د تېري پارټۍ حواله يې هم وركړه‪.‬‬
‫صحيح ده لږ را په ياد سوه‪" :‬تاسو له كوټي څخه راغلي يى‪،‬‬
‫موږ ټوله افغانان ستاسو د ميني پوروړي يو"‪.‬‬
‫"زه ځان غير نه بولم ما ته داسي ښكاري ګوا زه په كوټه كښي‬
‫ناسته يم"‪.‬‬
‫"دا ډېره ښه خبره ده خداى دي وكړي چي هر پښتون نر و‬
‫ښځه دا احساس پيدا كړي"‪.‬‬
‫بيا شاه زمرك خان ودا ته متوجه سو د هغه د سترګو د سوال‬
‫په ځواب كښي ودا ورته وويل‪" :‬نو ال لا !كه داسي وسي نو څه بده‬
‫خبره ده؟"‬
‫"ګوره خوركۍ! زه د افغان وطن په تاوده سنګر كښي والړ يم ال‬
‫وطن د بې كرارۍ سره مخامخ دى‪ ،‬زه څرنګه د يوې امريكني نجلۍ‬
‫دپاره و دې كار ته شا و ګرځوم‪ ،‬د كوم دپاره چي ما د ټول خاندان‬
‫قرباني وركړې ده‪ ،‬په ټول خاندان كښي زه يوازي پاته سوى يم‪،‬‬
‫جهاديانو په قندهار كښي په يوه وار زموږ د كور ټول كسان ووژل‬
‫چي په هغو كښي پينځه كوشنيان هم شامل وو‪ ،‬زما مور دوه مشران‬
‫وروڼه د هغو ښځې او دا پينځه كوشنيان هغو د بل په مرميو د بل‬
‫دپاره ووژل‪ ،‬دا د ثور انقالب شايد دويم كال وو او هغه وخت ما په‬
‫سابقه سويت يونين كښي په يوه حربي پوهنځي كښي نظامي درس‬
‫وايه‪ ،‬ودا زه غم په خپل زړه كښي د كاڼي په څېر سخت كړم‪ ،‬د‬
‫ډاكټر نجيب په دوره كښي زه افغانستان ته راغلم او دلته مي د وطن‬
‫د دفاع دپاره د سر ښندلو ارمان په زړه كښي ونيوى‪ ،‬زه چي له‬
‫ژونده ستړى سړى وم او د مرګ ارمان مي درلودى‪ ،‬نو ډېر په‬
‫زړورتيا سره و جنګېدم‪ ،‬د يوه زړور فوځي په حيث وپېژندل سوم‪،‬‬
‫خبره راڅخه اوږده سوه‪ ،‬زه چي كله له زاړه سويت يونين څخه راتلم‬
‫نو هورې ما د يوې روسۍ نجلۍ سره ډېره په زړه پوري مينه‬
‫درلودله‪ ،‬خبره د وطن او الېګزنډرا د انتخاب تر منځ وه ما د وطن د‬
‫خدمت په مقابل كښي د الېګزنډرا د ميني و ښايست ته شا وګرځوله‪،‬‬
‫ودا هغه هم دې ته تياره وه چي د ما سره دلته راسي هغې هم د‬
‫‪66‬‬

‫كېتراين په څېر د ما سره واده كول غوښت الكن ما ورته انكار‬


‫وكړى خبره دا نه ده‪ ،‬ودا خورې! چي زه زړه نه لرم‪ ،‬خبره دا ده چي‬
‫د وطن په تاوده سنګر كښي ښځه و كورنى ژوند د يوه آزاد نارينه‬
‫دپاره ډېر مشكالت پيدا كوي‪ ،‬زما خيال دا دى چي د سنګرونو خلـګ‬
‫بايد چي د حقيقي فلسفيانو په څېر د ښايسته ښځو له رفاقت څخه‬
‫ليري و اوسي‪ ،‬ودا دا رښتيا ده چي د ښځي ښايست د نارينه په زړه‬
‫كښي د جرات او زړورتيا رنـګ ته ضرر رسوي‪ ،‬ځكه ما اوس و‬
‫كېتراين ته هم انكار وكړى او هغې اوس تر تا پوري دا خبر راوړى‬
‫دى چي ته يې و ما ته سفارش وكړې"‪.‬‬
‫د هغه عزم اوس هم لكه د توت ډډ بې لچكه برېښېدى‬
‫" ال ال! د تا سره بحث كول او ستا د شخصيت د طاقت په مقابل‬
‫درېدل زما دپاره څه اسانه كار هم نه دى‪ ،‬الكن هغه يوه ښه نجلۍ ده‪،‬‬
‫هغه اوس په بېرته نه غواړي چي امريكه ته والړه سي‪ ،‬د هغه د‬
‫ويلنټاين د ورځي دپارټۍ څخه پسته ستا د خپلولو دپاره خپلي ټولي‬
‫نسبي او وطني رشتې شلول غواړي"‪.‬‬
‫ودا په مشكل سره خپله خبره تر سره ورسوله‪.‬‬
‫"ودا! ګوره هغه يو امريكن نجلۍ ده او زه په زړه كښي د‬
‫امريكنو سره ډېر تضادات لرم‪ ،‬نو ته ووايه دا به تر كومه حده پوري‬
‫مناسبت ولري چي د قام يې ضد يم او و كېتراين ته د ژوند د رفيق‬
‫په حېث الس وركړم"‪.‬‬
‫هغه د زړه خبره په خوله وكړه‪" .‬الكن الال! ته خو اوس هم د‬
‫هغو پر وږه والړ جنګېږې"‪ .‬ودا بيا زړه راټول كړى او د كېتراين‬
‫وكالت يې وكړى‪.‬‬
‫"ګوره ودا زه د امريكنو سره يا د دې رژيم سره په دې مرسته‬
‫كوم چي هغوى افغانستان د عربو او د عربو د سياسي مزدورانو‬
‫طالبانو څخه آزاد كړى كنه دا سالميت په پوښ ننوتلو د دې عربو‬
‫اقتدار به ګوره تر كومه زموږ پر خاوري باندي دوام درلودلى واى"‪.‬‬
‫ودا و مرجاني ته مخ را وګرځوى او ورته ويې ويل‪" :‬چي‬
‫مرجاني! تا خو يوه خبره هم په دې لړ كښي نه وكړه‪ ،‬ستا او د‬
‫كېتراين تر منځ خو هم په دا څو مياشتو كښي اوس ښه دوستي‬
‫جوړه سوې ده"‪" .‬ودا! زه په دې ټوله معامله بلكل ناخبره يمه‪،‬‬
‫كېتراين اوس نزدې هم زموږ هاسټل ته راغلې وه‪ ،‬الكن هغې كله هم‬
‫له ما سره په دې حواله خبره نه ده كړې او زما دا خيال هم دى چي‬
‫زه دا حق په الس كښي نه لرم چي د نورو تر منځ د خبرو كولو هڅه‬
‫وكړم"‪ ،‬د هغې زړه نه كېدى چي و شاه زمرك خان ته په الال ووايي‬
‫نو په راسته توګه يې و هغه ته مخاطبه نه وكړه‪.‬‬
‫‪67‬‬

‫"نه مرجاني! ته ځان پردى مه بوله چي كېتراين ستا خوندكۍ‬


‫ده نو ته هم بيا دا حق لرې چي په دې معامله كښي په موږ خپل عقل‬
‫شريك كړې‪ .‬شاه شاه زمرك خان و هغې ته د حوصله وركولو هڅه‬
‫وكړه‪.‬‬
‫"ما ستا خبري واورېدې‪ ،‬ستا په غم مي زړه ډېر زهير سو او‬
‫ستا د وطن سره د ميني جذبې بيا زما و فكر ته يو نوى احساس را‬
‫وبخښى‪ ،‬ستا احساسات د قدر وړ دي‪ ،‬الكن تاسو و دې ته ځير نه‬
‫ياست چي مجرد ژوند يو غير فطري عمل دى"‪ .‬هغه پر خپله حوصله‬
‫په زړه كښي ډېره ښاده سوه‪.‬‬
‫"مرجاني دا ستا او د ودا ذمه واري ده چي د هغې زړه وساتى‪،‬‬
‫د هغې په نفسياتي حواله داسي رهنمايي وكړى چي هغه تر دې مشكل‬
‫په اسانۍ سره تېره سي‪ ،‬زه د دې سره د هيڅ يو تعلق جوړولو په‬
‫حق كښي نه يم او بيا د دې و زما تر منځ د عمرونو څومري تضاد‬
‫واقع دى‪ ،‬ما ته داسي معلوميږي چي د دې د نزدې نظر كمزورى دى‬
‫چي دا زما شنه برېتونه و ټېكونه نه ويني"‪ ،‬د هغه په لهجه كښي د‬
‫مزاح و فخر امتزاج موجود وو‪.‬‬
‫چي خبره پر مخ نه تله نو ودا هم اصرار پرېښود او دا مجلس‬
‫يې و بل وخت ته پرېښود په دې دوران كښي مرجاني هم اجازت‬
‫واخست او خپل مېز ته راغله او په خپلو فكرونو كښي غرقه والړه‪،‬‬
‫د شاه زمرك خان قدو قامت د هغې په نظر كښي نور هم اوچت سو‪.‬‬
‫لږ ساعت پسته شاه زمرك خان هم رخصت سو‪ ،‬خو د هال څخه‬
‫د تېرېدو په وخت هغه د هر چا څخه بې پروا و مستغني تېر سو او‬
‫د مرجاني يقين سو چي دا د شاه زمرك خان په نظر كښي هيڅ اهميت‬
‫نه لري‪ ،‬د هيڅ رشتې نه لرلو باوجود دا د شاه زمرك خان د دې‬
‫رويې په سوب په زړه كښي ډېره زهېره سوه‪ ،‬لږ ساعت پسته ودا د‬
‫دې تر مېز پوري راغله پر خالي څوكۍ كښېنستله او د څه تمهيد‬
‫بغير يې وويل‪:‬‬
‫"څه عجب غوندي سړى دى‪ ،‬له ټول جهان څخه منفرد او‬
‫عليحده شخصيت لري"‪ .‬هغې دنيا ليدلې وه‪ ،‬خو داسي سړى يې يو‬
‫ځاى هم نه وو په سترګه سوى‪" .‬مرجاني! ته خبره يې؟ هغه ولي‬
‫راغلى وو؟ هغه په قندهار كښي چي جايدادونو د قېمت په حواله‬
‫اوس اور اخستى دى‪ ،‬د خپل جايداد يوه كوشنۍ حصه خرڅه كړې ده‬
‫او زموږ د موسيسې په نوم يې د يوه كروړ افغانيو چيك را وړى وو‪.‬‬
‫مرجاني هغه و ماته د احمدشاهي افغانانو له ډلي څخه ښكاري چي‬
‫هم يې ننګ درلودى او هم يې شرم"‪.‬‬
‫"اهو ودا د هغه شخصيت دومري مكمل او دروند دى چي د هغه‬
‫په موجودګۍ كښي د چا دپاره ساه اخستل ګران امر ښكاري‪ ،‬ودا دا‬
‫‪68‬‬

‫هم دظلم يو شكل دى او هغه د خپل ذات په دې ظلم باندي نه صرف دا‬
‫چي خبر دى‪ ،‬بلكې هغه په زړه كښي په دې باندي فخر هم كوي‪ ،‬بلكې‬
‫زما خيال دا دى چي شاه زمرك خان د خپل شخصيت د دې استحصالي‬
‫قوت په توندي او وسعتونو كښي په شعوري توګه د اضافه كولو‬
‫هڅه هم كوي‪ ،‬هغه ته دا حقيقت عيان دى چي دى هر محفل ته‬
‫ورسي نو د ټولو خلګو په زړونو باندي د ځنګله د دهشت په څېر‬
‫پرېوزي او دى د يوه اذيت پسند ‪ Sadist‬په څېر د دې څخه خوند‬
‫اخلي او ورسره هغه د روحانيت (كه څه هم دى و ځان ته خلقي‬
‫وايي) لويه برخه په زړه كښي لري‪ ،‬ودا زه د انسانانو په نفسياتو‬
‫پوهېږم‪ ،‬امكان سته چي هغه دي ځان دهريه يا الادري ګڼي‪ ،‬الكن‬
‫هغه د خپل اجتماعي نفسياتو له اثراتو څخه خو ځان نه سي‬
‫ژغورالى‪ ،‬زما دا يقين دى چي‪" :‬هغه خداى ضرور مني كه يې‬
‫اقرار كوي او كه نه‪ ،‬دا بيا بېله خبره ده‪ ،‬د هغه په موجودګۍ كښي‬
‫انسان چيري چي خوف محسوسوي نو هلته په روحاني حواله مسرت‬
‫او تحفظ هم محسوسوي"‪ ،‬مرجانه په خپله هم په دې نه پوهېدله‬
‫چي د هغې په لهجه كښي د تلخۍ اثر ولي دومري نمايان دى‪.‬‬
‫"اهو مرجاني تا رښتيا وويل هغه د زړونو د دنيا لمر دى‪ ،‬هم په‬
‫خپل تمازت سره زړونه سوځي او هم يې و واورينو برخو ته ژوند‬
‫وربخښي"‪.‬‬
‫"ګرسره ودا! شاه زمرك خان دى څوك؟ لږ خو د ده له خبرو‬
‫معلومه سوه چي دى څوك دى نور تفصيل يې څه دى؟‪.‬‬
‫"مرجاني زه هم دا يو كال كيږي چي يې پېژنم‪ ،‬زه چي كابل‬
‫جان ته له امريكې څخه راستنه سوم‪ ،‬نو په هر محفل كښي به يې‬
‫ذكر كېدى او د زړورتيا خبري به يې كېدې‪ ،‬د ډاكټر نجيب د رژيم د‬
‫ړنګېدو پسته هغه ګوښه سو‪ ،‬د طالبانو او د شماليانو په جنـګ كښي‬
‫وروسته د شماليانو سره ملګرى سو‪ ،‬بيا چي حاالت بدل سو نو اوس‬
‫د موجوده رژيم سره د قومي رضاكار په حيث د خپلو درې سوه‬
‫ملګرو په شمول خدمتونه كوي‪ ،‬محترم حامد كرزي صاحب ته ډېر‬
‫نزدې سړى بلل كيږي‪ ،‬د امريكنو سره نزدې نزدې د ده غونډ هم د‬
‫هغه د حفاظتي ګارډ وظيفه ادا كوي او بيا چي كله يو مشكل هم پېښ‬
‫سي‪ ،‬نو بيا و ده او د ده و ملګرو ته خواست كيږي‪ ،‬د ده غونډ د‬
‫پامير د لېوانو په نوم شهرت لري‪ ،‬د دې غونډ اكثره غړي صرف‬
‫خوراكي مواد له حكومته څخه اخلي نوره ګزاره د خپلو ذرايعو په‬
‫توسط كوي او ورسره په اوسني حاالتو كښي په كابل جان د هر‬
‫قوميت او په خصوصيت سره د پښتنو د دفاع كولو غير نظامي وظيفه‬
‫هم ترسره رسوي‪ ،‬د دې خدمتونو په عوض هيڅ هم نه طلبوي‪ ،‬سر‬
‫تېره افغانان دي سربازي يې د ژوند مرام ګرځولى دى"‪.‬‬
‫‪69‬‬

‫د ودا په ږغ كښي هم مينه وه او هم افتخار‪.‬‬


‫"نن خو ناوخته معلوميږي‪ ،‬سيدها به ماللۍ ته والړي سو‪ ،‬د‬
‫غرمې ډوډۍ به هلته د دې سره په دفتر كښي وخورو څو ورځي‬
‫كيږي ګډ مجلس مې نه دى سره سوى او هان مرجاني! د كور و‬
‫كوټي سره دي رابطې څنګه دي؟‪.‬‬
‫مرجاني په سرسري توګه د خپل ژوند قيصه و ودا و ماللۍ‬
‫شينواري ته كړې وه‪ ،‬الكن په دومره تفصيل سره هم نه لكه چي‬
‫شهزاد صاحب ته يې كړې وه‪ ،‬الكن د واده طالق اسرار او شاهد‬
‫ترين ذكر يې ضرور ورته كړى وو‪ ،‬هغو دواړو اوس د هغې د‬
‫ټرېجډي په حواله د دې سره ډېره مينه درلوده او د زاهد توصيفي او‬
‫د دې په اوسني تړون باندي په دې سوب خوشحالي وې چي شايد د‬
‫دې تعلق په سوب يې د زړه د زخمونو ټكور وسي‪.‬‬
‫"اهو د كور سره مي خبره كيږي ستا راكړي سيټاليټ فون مي‬
‫دا مشكل ډېر آسانه كړى دى‪ .‬بيا دواړه د پورچ و خوا ته والړې‬
‫چيري چي د ودا خپله ګاډۍ والړه وه‪ ،‬د مرجاني و زاهد توصيفي‬
‫تعلق تر يوه هم اصطالحي عنوان الندي نه راتلى‪ .‬يو عجب تجريدي‬
‫غوندي واورين سكون وو چي د دواړو د وجود مځكي يې نيولي وې‪.‬‬
‫هغو د يوه و بل د موجودګۍ د ضرورت له ستړو خالص زړونه‬
‫درلودل كه څه هم هغو دواړو به هره ورځ په ماځيګر كښي سره‬
‫ليدل‪ ،‬د تېر ماښام پوري به ملګري سره ګرځېدل‪.‬‬
‫زاهد توصيفي اوس هم په تكرار سره د مرجاني پورټرېټ‬
‫جوړوى‪ .‬د جوړېدو كار ته يې دوام وركړى وو او هغه دا ژمنه كړې‬
‫وه چي هغه به اوس ټوله عمر هم دغه يو كار د خپل تخليقي ژوند‬
‫مقصد وګرځوي‪ ،‬هغه نن سبا د مرجاني د انځورګرۍ په حواله و‬
‫تجريدي اسلوب ته هڅه كړې وه اوس د هغه د صورتګري په ټيكنيك‬
‫كښي د تجريديت سره سره د روحانيت عنصر هم برېښېدلى وو‪ .‬هغه‬
‫به كله د مرجاني د جبين پر كينوس په سمندر كښي د لمر د ډوبېدو‬
‫منظر انځور كړى وو او كله به يې د هغې پر بارخو باندي د‬
‫مهاتمابدهـ صورت دمراقبې په حالت كښي انځور كړى وو او كله به‬
‫يې د هغې د دوو تورو مقدسو سترګو په ياد د هغې په پټو سترګو‬
‫دپاسه به يې دوې كعبې جوړي كړې وې او كله كله به يې دا په‬
‫تصوير كښي د يوې داسي وريځي په دود ښكاره كړې وه چي په‬
‫صورت د باران د خلګو او د مځكې پر تږي روحانو باندي اوري د‬
‫هغه تخليقي روح خپل تخليقي او جمالياتي هدف موندلى وو‪ ،‬مرجانه‬
‫د هغه دپاره د ژوند يوه مكمله استعاره وه‪ ،‬زاهد توصيفي د مرجاني‬
‫د ذات په توسط اوس د ژوند مفهوم‪ ،‬ښايست او وسعتونه پېژندلي‬
‫وو‪ ،‬د هغه روح اوس د مادې په شا په روحاني حقيقت سره متصف‬
‫‪70‬‬

‫راغلى وو‪ ،‬مرجاني نه يوازي د هغه د ذات تجديد وكړى‪ ،‬بلكې هغه‬
‫يې د كايناتي وحدت يو جز هم وګرځوى‪.‬‬
‫مرجاني ته بيا داسي معلومېدل لكه هغې چي نوى ژوند موندلى‬
‫وي اوس د هغې د ژوند نقطۀ آغاز و انجام هغه په خپله نه وه‪ ،‬هغې‬
‫اوس دا فلسفيانه صالحيت موندلى وو چي و خپل ژوند ته په كايناتي‬
‫تناظر كښي وګوري‪ ،‬هغه اوس له لمر سره په سفر تلله‪ ،‬د وريځو‬
‫سره په صورت د باران ورېدله او د بهار د درختو په تقليد كښي د‬
‫بادام د درختي په دود كرار كرار په شګوفو كښي بدلېدله هغې اوس‬
‫په داخل كښي لكه د اول باران پسته مځكه په خپل خوشبو سره‬
‫باوري او اعتباري زړه و ذهن درلودى اوس د هغې او دروح كاينات‬
‫تر منځ يو نوى الكن تجريدي تعلق خپله بڼه سپڼوله‪ ،‬الكن د دې ټولو‬
‫خبرو باوجود يو بې نومه كمى وو‪ ،‬چي د هغې په زړه و ذهن كښي‬
‫يې يوه ګوښه نيولې وه‪ ،‬د يوې شاعري په حېث هغې ډېر ژور‬
‫نفسياتي لوړ و ځوړ درلود‪.‬‬
‫مرجاني و زاهد توصيفي پر دې حقيقت باندي ډېر اوږده مجلسونه‬
‫كړي وو چي د هغو تر مالقات وړاندي نو زاهد توصيفي دا څرنګه‬
‫پېژندله؟ دا يو داسي اسرار وو چي هيڅ ځواب يې نه درلودى‪ ،‬هغه‬
‫يو په بل كرلي خلـګ ال د ماضي په تعلق سره ناخبره وو‪ ،‬ال د هغو د‬
‫روحانو هېره پر ځاى پاته وه‪.‬‬
‫يوه ورځ د زاهد توصيفي په سټوډيو كښي چي دواړه سره‬
‫يوازي ناست وو‪ ،‬نو دا خبره بيا تر پام الندي ونيول سوه‪.‬‬
‫"زه نه پوهېږم مرجاني! چي د ژوند حققيت څه دى؟ دا خبره تر‬
‫اوسه پوري عيان نه ده چي د ژوند جوهر څو موضوعي او څو‬
‫معروضي دى؟ او دا موجود ژوند د موجوده لمحې څخه مخ په شا و‬
‫وړاندي د كايناتي ژوند سره څه اساسي تعلق لري‪ ،‬زه عموما ً ځان په‬
‫دا سوال سره پوښتم چي زه څوك يم؟ او هم دا چي زما دا موجودګي‬
‫څو اعتبار لري؟‬
‫زما زړه كله هم دا نه مني چي زما ژوند له ما څخه شروع دى‬
‫او پر ما باندي به يې اختتام وي‪ ،‬ښه نو چي داسي نه ده نو زه تر‬
‫ژوند وړاندي څوك وم‪ ،‬په كوم صورت وم او چي بيا تر ساه تېر سم‬
‫نو چيري ځم؟ او ورسره دا چي ښايست څه دى؟ ته څوك يې؟ او‬
‫خداى څوك دى؟ مرجاني! زما دپاره دا وخت تر ګردو اهم سوال دا‬
‫دى چي ته څوك يې؟ او ولي يې؟ او زه تر كوم عنوان الندي تا‬
‫پېژنم؟ مرجاني! ستا په مالقات سره چيري چي ژوند ډېر ښايسته‬
‫سو" خو هلته يې ډېر فلسفيانه سوالونه منځ ته راوړو‪ ،‬زه اوس يو‬
‫مصور كم يو فلسفي زيات ښكارم اول به ما و دې ته كتل چي ګل الله‬
‫(رېدي) څومري ښايسته دى اوس په دې كښي ورك يم چي قدرت به د‬
‫‪71‬‬

‫ده د غوړېدو دپاره څومري اوږده منصوبه بندي كړې وي‪ ،‬تخم به يې‬
‫كومو بادونو تر دې خاوري الندي كړى وي‪ ،‬د كومو سمندرونو‬
‫وريځي به پر ده باندي ورېدلي وي او د ده و لمر جمالياتي ربط او‬
‫تعلق د څه نوعيت دى‪ ،‬ما اول ښايست لټوى او محسوسوى اوس يې‬
‫په رېښه او سوب پسې ګرځم ستا د مالقات پسته زه په روحاني حواله‬
‫ډېر سرشاره او په فكري حواله د الينحل سوالونو سره مخامخ يم"‪.‬‬
‫زه خبر يم چي د دې سوالونو ځواب د هيڅ يو چا سره نسته‪،‬‬
‫ځكه له تا ما سيوا ما خپلي ټولي نوري رشتې غير ضروري وګڼلې‪،‬‬
‫ما خپله فرانسوۍ ماينه چي دلته د ما سره اوسېده‪ ،‬زما و ستا د‬
‫مالقات پسته ايله كړه‪ ،‬زما سټوډيو ته ګڼ شمېر نجوني د زده كړي‬
‫دپاره راتلې ما هغه ټولي منع كړې‪ ،‬كه د روزۍ مسئله راته نه‬
‫پېښېدالى نو ما به د پوهنتون وظيفه هم پرېيښې واى‪ .‬زه غواړم‬
‫چي فقط تر تا پوري ځان محدود كړم‪ ،‬ولي چي زړه را ته وايي كه‬
‫چيري دا سوالونه ځوابونه لري نو ستا په حواله يې لري‪ ،‬كېداى‬
‫سي زما و ستا د جدلياتي‪ ،‬جمالياتي رشتې په سوب زموږ ارواح د‬
‫نسيان له ستړي څخه خالص سي او د حقيقت په حواله موږ په خپله‬
‫وينه كښي چي كوم وهبي علم لرو‪ ،‬هغه را برسېره سي او موږ‬
‫دواړه د خپلو زړونو پر افق باندي د شرق د لمرونو په څېر را‬
‫وخېژو‪ ،‬بس څومري چي دا د ميني جدلياتي او جمالياتي رشته‬
‫زموږ په زړونو كښي خپله رېښه ژوره اچوي نو هم دومري د دې‬
‫امكانات زيات سپڼېږي چي موږ يې د مذكوره سوالونو ځوابونه تر‬
‫السه كړو‪ ،‬مرجاني! شعوري علم خو ژوند اسانه كوي‪ ،‬الكن د ژوند‬
‫پر موضوعي حقيقتونو او د ويني پر شعور باندي خاوري اړوي ځكه‬
‫د نن انسان له ځانه ورك دى او د خپل ژوند په مخ و شا كښي قايم‬
‫تعلق ورځنې د ابهام په خوپ كښي ورك دى‪ ،‬مرجاني! زما خيال دا‬
‫دى چي دا د ميني جدلياتي او جمالياتي تعامل دى چي و جمالياتي‬
‫بصيرت ته وده وركوي او بيا جمالياتي بصيرت د حيواني تېقين‬
‫‪ Animal Faith‬په قوت سره ودې سوالونو ته ځوابونه وايي هغه د‬
‫شعور له نا معلومو مځكو استدالل راوړي‪.‬‬
‫"زاهد! ته خو واقعي فلسفي جوړ سوى يې‪ ،‬ډېري مشكل او‬
‫پېچېده خبري دي وكړې‪ ،‬زه خبره يم كوم خلـګ چي تخليقي ژوند‬
‫لري د هغو دپاره مينه د ډوډۍ او ساه په څېر ضروري ده اوس دا‬
‫بيا بيل سوال دى چي مينه څومره ضروري ده او ځيني خلـګ بيا دا‬
‫پوښتنه كوي چي ګرسره ژوند څومري ضروري دى؟ ژوند پر كومه‬
‫سطح باندي كول زيات ارزښت لري‪ ،‬دا هغه مقام دى چي فلسفيان په‬
‫دوو ډلو كښي په تقسيم راسي‪ ،‬ځيني د تعقل او ځيني د جذبې د‬
‫افاديت په حمايت كښي د اليل وړاندي كوي‪.‬‬
‫‪72‬‬

‫"زه په خپله ژوند يو وحدت ګڼم د تقسيم هڅه يې ناممكنه او ال‬


‫حاصل يو كوشش راته ښكاري‪ .‬آيا دا ممكن دى چي څوك دي د ګل‬
‫خوشبوى او رنـګ سره جدا كړي؟ يا داسي څوك يو سړى سته چي د‬
‫تعقل و جذبې په منځ كښي ح ِد برابري وكړي؟ آيا دا څرنګه امكان‬
‫لري چي زه دي دا ووايم چي د كېتراين ژوند دومري فيصد د تعقل‬
‫او دومره فيصد د جذبې تر اثر الندي دى او كه دا تقسيم جايز دى‪ ،‬نو‬
‫بيا په يوه انسان كښي د مذهب تاريخ‪ ،‬جغرافيه او نسلي خاصيتونو‬
‫اثرات څو څو فيصد دي؟‬
‫"انسان د كايناتي ژوند يو جز دى‪ ،‬هغه د كايناتي ژوند د كليت‬
‫يو مني اېچر (كوشنى تصوير) دى‪ ،‬څرنګه چي په كايناتي ژوند كښي‬
‫د تعامل ( ‪ )Inter-action‬عمل جاري دى‪ ،‬هم داسي په انسان كښي‬
‫ذهن‪ ،‬زړه‪ ،‬وجدان او جمالياتي بصيرت يو وحدت تشكيلوي‪ ،‬ګوره‬
‫كله چي زه يو نظم يا غزل ليكم نو زه د دې ادراك نه سم كوالى چي‬
‫په دې كښي د جذبې برخه څو د تعقل او وجدان حصه څو‪ ،‬او د‬
‫جمالياتي بصيرت كمال تر كومه حده پوري دى‪ ،‬يا چي ته تصوير‬
‫جوړوې نو آيا ته د دې ادراك كوالى سې؟ چي د هغه په جوړښت‬
‫كښي د دې عناصرو برخه څو څو فيصده ده؟‬
‫ته زموږ تر مالقات وړاندي زما انځور جوړوې‪ ،‬سوال دا پيدا‬
‫كيږي چي ولي؟ آيا دا د "الف ليلة" يوه افسانوي قيصه نه ښكاري؟‬
‫آيا د مځكي پر مخ هيڅ يو سړى د دې امر توضيح يا توجيه كوالى‬
‫سي؟ كه ژوند صرف په معروض او موضوع كښي تقسيم وګڼو نو بيا‬
‫د معروض او موضوع څخه ماورا امكانات په كوم شمېر كښي‬
‫راځي؟‬
‫ما ته سل په سل كښي نه وې ليدلى‪ ،‬بيا زاهد جانه! ته راته‬
‫ووايه ما ولي پېژندلې؟ د ژوند و دې اسرار ته څوك يو اصطالحي‬
‫عنوان ټاكلى سي؟ زاهدجانه! زه خبره نه اوږدوم‪ ،‬فقط دومري وايم‬
‫چي ژوند هرڅه چي دى بس د تېرولو هنر يې بايد چي زموږ زده‬
‫وي‪ ،‬هم دا هغه مقصد وو چي تهذيبونه يې بنا كړو‪ ،‬زما په خيال‬
‫كښي ښه او مثالي ژوند تخليقي ژوند دى او تخليق خپل مواد له‬
‫ميني څخه اخلي‪ ،‬زما خيال دا دى چي دا ښايست او مينه فقط پر‬
‫انساني سطح باندي وجود نه لري‪ ،‬بلكې په كايناتي سطح باندي هم‬
‫استوار اصولونه لري‪ ،‬كه موږ مينه يو آفاقي قدر نه وګڼو نو بيا يې‬
‫انسان هم نه سي درلودى‪ ،‬سيكس كول يو حيواني خاصيت دى‪،‬‬
‫الكن مينه درلودل يو كايناتي نعمت دى او دا چي ډېر بلكې اكثر‬
‫خلـګ په سېكس و مينه كښي فرق نه سي كوالى‪ ،‬نو دا د هغو‬
‫قصور دى‪ ،‬زما په خيال كښي د فنون لطيفه يو مرام دا هم دى چي د‬
‫‪73‬‬

‫هغوى په توسط بايد چي د انسانانو جمالياتي تربيت وسي‪ ،‬هغه له‬


‫حيوانيت څخه بايد چي و روحانيت ته ور نزدې كړل سي"‪.‬‬
‫زه نه يم خبره چي زما په زړه كښي نن څوك ګايېږي‪ ،‬زه په‬
‫خپله د كايناتي پالن په تناظر كښي به دا ووايم چي زه د "واقعيت"‬
‫قايله يم‪ ،‬يو څوك يا څيز كه وقوف لري موجود دى دا خبره اهمه ده‪،‬‬
‫دا چي وجود قديم دى كه شعور؟ دا بيا د فلسفې مسئله ده‪ ،‬د جمالياتو‬
‫نه‪ ،‬هسي خو فلسفيان پر فلسفه جماليات باندي هم طبع ازمايي كوي‬
‫خو د ادراك و كمال ته نه رسيږي‪ ،‬د تفكر د تجريد او ابهام ښكار‬
‫سي‪ ،‬هسي هم د اشياوو حقيقت پېژندل يو ممكن كار نه دى‪ ،‬د تحليل‬
‫و تجزيه هنر پر داسي ځاى ناكامه بې مرامه ښكاري‪ ،‬د دې‬
‫پېژندګلوي دپاره د صوفي د وجدان او د شاعر د جمالياتي بصيرت‬
‫ضرورت دى‪.‬‬
‫زه د تضاداتو په تناظر كښي د اشياوو تحليل و تجزيه نه كوم‪،‬‬
‫هغه د هغه د ځانګړي موجودګۍ سره قبلوم‪ .‬زه د سيب په ماهيت‬
‫باندي مقالې نه ليكم بلكې د لذت دپاره يې د خوړلو هڅه كوم‪ ،‬هر هغه‬
‫سړى چي د خپل فكري تكامل د مغالطې ښكار سي نو عاقبت د دښت د‬
‫سراب په صورت بې كوره او بې سمته لكه باد سي‪ ،‬ګوره زما نظر دا‬
‫دى ته زما و مخ ته موجود يې‪ ،‬زموږ تر منځ مينه واقع ده او د‬
‫ښايست په احساس او د ميني په موضوعي حقيقت سره ته‪ ،‬زه‪،‬‬
‫ژوند‪ ،‬خداى و كاينات سره يو وحدت تشكيلوو نو بيا و ما ته څه‬
‫ضرورت دى چي د جزياتو په پوسټ مارټم باندي ځان اخته كړم او‬
‫ځان بې سمته او بې دركه كړم او هسي هم جز د كل ادراك نه سي‬
‫كوالى‪ ،‬ذره د لمر څخه د استفادې په حواله ژوند مومي‪ ،‬هغه د لمر‬
‫په هيئت او ماهيت باندي تجزياتي مطالعې نه كوي هغه عين فطرتي‬
‫ژوند ژواك كوي‪ ،‬دا موږ انسانان يو چي و كل ته خپل ځان معيار‬
‫ټاكو او د فطرتي وابستګۍ پر ځاى د احساس بېګانګي ښكار پاته‬
‫سو‪ ،‬زاهدجانه! د خداى په واړه مخلوقاتو كښي فقط انسان د تنهايي‬
‫او يكړتيا د اذيت سره مخامخ دى‪ ،‬سوال دا دى چي ولي؟ ولي چى دى‬
‫د "ژوند د واقعيت" د قبلولو پر ځاى د نظريې په بې ځايه بحثونو‬
‫اخته دى‪ ،‬د كاينات د نورو عناصرو سره د خپلي فطري رشتې‬
‫برعكس د ظن و تخمين په اندازو كښي ورك دى‪ ،‬څوك وايي چي‬
‫كاينات څلور اربه كاله زوړ دى او څوك بيا وايي چي‪" :‬يا (‪ )16‬اربه‬
‫كاله يې كيږي چي د وخت و خال د تصادم په نتيجه كښي يې دا بڼه‬
‫وموندله اوس نو كه و فلسفه ته رجوع وكړو‪ ،‬نو پوښتنه پيدا كيږي‬
‫چي خال او وخت نو له كومه موجود وو او بيا د شعور بغير په‬
‫كاينات كښي دا نظم و سليقه له كومه پيدا سوه‪ ،‬له دې ځايه بيا د‬
‫دښت د سرابونو سفر شروع كيږي‪ ،‬سيدها ساده خبره ده‪ ،‬كاينات‬
‫‪74‬‬

‫سته موږ يو د ميني پيوستون سته اوس د غور كولو خبره دا ده چي‬
‫مخ په وړاندي د انسانيت په تناظر كښي څه كول په كار دي؟ دا هغه‬
‫سوالونه دي چي زموږ په دسترس كښي دي او هم و ژوند ته ګټور‬
‫دي"‪ .‬مرجاني خپله خبره تر سره ورسوله او د خپل ګفتار په افسون‬
‫كښي په خپله هم وركه معلومېدله‪.‬‬
‫زاهدجانه! ګوره دلته ډېر ځوانان تر تا او ډېرې ښځي بيا تر ما‬
‫د ظاهري ښايست په حواله زيات ښايسته دي‪ ،‬سوال دا دى چي بيا‬
‫مينه فقط ولي زما و ستا تر منځ واقع ده؟ ګوره ماللۍ و ودا دواړي‬
‫تر ما ښايستې دي او شاه زمرك خان خو د نارينه وقار و ښايست پر‬
‫كمال باندي والړ دى‪ ،‬الكن زما د شاه زمرك خان او ستا په هغو دوو‬
‫كښي د يوې سره هم مينه نسته‪ ،‬كه د ميني اساس پر ښايست باندي‬
‫وي نو بيا د دې برعكس ولي وسو؟‬
‫او زما و ستا د تعلق نوعيت خو بيا ډېر شاعرانه دى‪ ،‬زاهدجان‬
‫د ژوند واړه ارزښت د هغه په اسرار پوري تړلى دى‪ .‬ژوند په خپله‬
‫د قدرت يوه عجوبه ده‪ ،‬زه زما و ستا د تعلق د حقيقت د‬
‫پېژندګلوي دپاره دلته د دومري ليري راغلې يمه‪ ،‬زه چي د چمن‬
‫پر بارډر له خپلوانو جدا كېدلم‪ ،‬نو ته يقين وكړه چي زه د خپل‬
‫روح په انتها كښي د سهار د يوه څراغ په دود مړه سوم‪ ،‬كله چي‬
‫كابل جان ته را ورسېدم او د ويلنټاين د ورځي په مناسبت چي ما‬
‫و تا په دويم ځل سره وليدل نو تا زما د روح و مړه څراغ ته بېرته‬
‫تلۍ ووهله‪ ،‬زما د روح څراغ اوس ستا په نوم بليږي او زما د ميني‬
‫و ژواك ټولي رېښې اوس ستا د زړه په مځكو كښي كرار كرار كښته‬
‫لويږي"‪.‬‬
‫"زاهدجانه! زه ځان ډېر سپك محسوسوم چي زما و ستا ازلي و‬
‫ابدي تعلق په لفظونو سره بيانوم‪ ،‬د دې مثال داسي دى‪ ،‬لكه يو سړى‬
‫چي تر لمر الندي والړ و بل ته ووايي چي دا وخت ورځ ده‪ ،‬څومري‬
‫بې وقعته وينا ده‪ ،‬زاهدجانه! دا اوله او اخيره موقعه ده‪ ،‬په آينده‬
‫كښي به پر دې موضوع باندي نه زه او نه ته خبره كوې‪ ،‬زما دپاره‬
‫اخيري هدف دا دى چي ځان په معنوي حواله په تا بدل كړم او و تا‬
‫ته حاالت مساعد كړم چي ته هم زما روحاني حقيقت تر السه كړې"‪.‬‬
‫مرجاني د ستړي شپې په شانتي يوه اوږده ساه واخستله او‬
‫ورسره يې د سترګو پر څوكو باندي د اوښكو نمي را برسېره سوه‪.‬‬
‫زاهد توصيفي د هغې ښايستې سترګي ښكل كړې او دواړه د دوو پاكو‬
‫ماشومانو په څېر د يوه و بل په غيږ كښي وژړل‪.‬‬
‫د شاه زمرك خان سره د مجلس پسته ودا يو دوې ورځي پسته‬
‫و كېتراين ته ټيليفون وكړى او هغه يې د ماځيګر پر وخت پر چاى‬
‫باندي و كور ته را وغوښتله چي د دفتر وروسته د كور د تلو وخت‬
‫‪75‬‬

‫سو نو يې مرجانه هم د ځانه سره يووړه او په دې دوران كښي يې و‬


‫ماللۍ ته هم ټيليفونيك پيغام ور تېر كړى چي دا دي هم هورې‬
‫راسي‪.‬‬
‫د څلور بجو په شا و خوا كښي كېتراين هم هلته راغله‪،‬‬
‫داسي ښكاره كېدله چي د هغې عسكري مبارز روح د ساحلو د‬
‫سري ماښام ښكلى غم په ځان اغوستى دى‪ ،‬ودا نن و هغې ته ډېر‬
‫په غور وكتل هغه د هسكې غاړي او جګي وني حامله يوه ښايسته‬
‫نجلۍ وه‪ ،‬د هغې كتابي څېره د سهار له نوره جوړه سوې ښكاره‬
‫كېده‪ ،‬د هغې وېښتان د شپې د تورو زلفو له ريښې ښكاره كېدل او‬
‫د هغې بوري د ياس (نهيلۍ) په رنجو توري سترګي بيا ال نوري هم‬
‫ښايسته ښكاره كېدلې‪ ،‬د انتظار باوجود ماللۍ نه راغله او مرجانه‬
‫هم نن د موسيقي د درس دپاره او د جوډو كراټو و مركز ته نه‬
‫والړه‪ ،‬پر چاى باندي دلته و هلته خبره شروع وه چي كېتراين‬
‫ناڅاپه و ودا ته وويل‪:‬‬
‫"ودا! زه خبره يم چي شاه زمرك خان زما په حواله و تا ته څه‬
‫ځواب دركړى‪ ،‬ته په ډېره تذبذب كښي مه اوسه‪ ،‬د هغه ځواب ستا له‬
‫څېرې څخه عيان دى‪ ،‬ځيني وخت ميني يو اړخيزي وي‪ ،‬دا د ميني پر‬
‫حقيقت باندي هيڅ هم اثر نه اچوي‪ ،‬تا به مشاهده كړې وي چي ځيني‬
‫وخت موږ په بهار كښي د ګالنو بوټي ولګوو نو د ظاهري مساعدو‬
‫حاالتو باوجود هغه را شنه نه سي او وچ سي‪ ،‬نو بيا د دې مطلب دا‬
‫خو نه دى چي انسان دي كله هم د ګلونو كرهنه نه كوي‪.‬‬
‫"ودا! زه يوه يهودي نجلۍ يم زه د پښتنو په نفسياتو ښه‬
‫پوهېږم‪ ،‬ولي چي د يوې تاريخي نظريې په حواله موږ و پښتانه په‬
‫نسلي حواله يو خلـګ يو او دا يو ښكاره حقيقت دى چي موږ و‬
‫پښتانه ډېر سره ورته نفسيات او عادات لرو‪ ،‬هغه نسلي تفاخر هغه‬
‫مذهبي وابستګي هغه د خپلي تاريخي رېښې سره ټينګه وابستګي او‬
‫هغه د انتقام د اخستلو اجتماعي او انفرادي عادت‪.‬‬
‫ودا! ګوره دلته زما يو څوك نسته زما پالر د ‪ 11/9‬په پېښه‬
‫كښي مړ سو‪ ،‬زما مور له دې وړاندي زما له پالره طالق اخستى وو‬
‫او زما يو ورور دى‪ ،‬هغه يو ډېر مذهبي سړى دى او هغه اوس په‬
‫اسرايل كښي مېشت دى او هلته خپل كاروبار كوي‪ ،‬هلته زما يوه‬
‫مينه يوه او معصومه و ماشومه مينه‪ ،‬ودا هغه هم د شاه زمرك خان‬
‫د غره په شانتي ډنګ شخصيت زما په نظر كښي بې وقعته كړه‪ ،‬د‬
‫ويلنټاين ډې ستا د پارټۍ تر ورځي ال هغه زما دپاره يو ډېر اهم ځوان‬
‫وو او بيا هغه هم د نېست سره برابر سو‪.‬‬
‫"ودا‪ -‬دا ده مرجانه هم ناسته ده‪ ،‬ما د شاه زمرك خان د ځواب‬
‫د اثبات و نفي څخه باال باال دا فيصله كړې ده چي زه غواړم د فوځ‬
‫‪76‬‬

‫نوكري پرېږدم او په يو معمولي حيثيت كښي د افغانستان د خاوري‬


‫خدمت وكړم‪ ،‬د كوم د خدمت دپاره چي شاه زمرك خان ما خو پرېږده‬
‫د هري ښځي له رفاقت څخه مخ په صحرا تښتي‪.‬‬
‫ودا زه ستا په توسط د دې ځاى د شهريت د اخستلو خيال په‬
‫زړه كښي لرم او زما هر هغه عادت چي د افغانانود اجتماعي نفسياتو‬
‫او رواياتو سره سمون نه خوري زه له ننه څخه پرېږدم هغه كه‬
‫شراب څښل دي او كه آزادانه اختالط دى‪ ،‬ستاسو لباس‪ ،‬خوراك او‬
‫طر ِز معاشرت خپلوم او ته راته ګوره زغرده به ځان يو سپېڅلې‬
‫افغانۍ درته ثابته كړم‪.‬‬
‫د معاش و ما ته هيڅ مسئله نسته‪ ،‬زه د پالرني كاروبار په‬
‫حواله ښه مناسبه آمدن لرم‪ ،‬مياشت په مياشت به و ما ته دلته را‬
‫رسيږي‪ ،‬زه دلته كه وغواړم نو هم د آمدن ذريعه جوړوالى سم‪ ،‬د‬
‫انګلش ژبي يو كوچنګ سنټر خالصوالى سم‪ ،‬يا په اروپايي يوه‬
‫‪ N,G,O‬كښي ښه نوكري پيدا كولى سم‪ ،‬الكن ودا! زه و افغانستان‬
‫ته‪ ،‬و هغه افغانستان ته چي زه يې په حقيقي مينه و الفت سره‬
‫باوري كړم‪ .‬بال معاوضه خدمت كول غواړم‪ ،‬ودا مينه قرباني غواړي‬
‫او زه و قربانۍ ته په قسم راغلې يمه‪.‬‬
‫ودا و مرجاني ته داسي احساس وسو لكه د هغې لفظونو چي‬
‫د جادو اثر لري او د هغو د زړونو په مځكو كښي يې د لمرونو‬
‫كښت ترسره كړي‪ .‬دمرجاني په زړه كښي د كېتراين ډېره بې كچه‬
‫مينه پيدا سوه او دا يې و زړه ته څه نوره هم را نزدې سوه ودا چي‬
‫كېتراين يې د يوه اتفاق په نتيجه كښي تر ټولو وړاندي په‬
‫افغانستان كښي پېژندلې وه‪ .‬د هغې عزم او ژمني ډېره متاثره كړه‪،‬‬
‫اګرچه كه ودا د كېتراين و مرجاني سره په مجلس بوخته وه‪ ،‬الكن‬
‫هغه د وجود تر انتها پوري په زړه كښي رنجېده سوه‪ ،‬ولي؟ سوب‬
‫يې و هغې ته هم عيان نه وو‪.‬‬
‫"كېتراين ګوره ژوند دغه دى چي يا مينه وكړې يا دبل چا د‬
‫ميني مركز وګرځې حقيقي مينه د ځوابي ميني له احتياجه څخه‬
‫خالص زړه و ذهن لري‪ ،‬مينه كه يك طرفه وي نو هم تر خپل مقصد‬
‫پوري رسيږي‪ ،‬مينه پر خپل سر د ځان مقصد تشكيلوي‪ ،‬هغه له خپل‬
‫ذات څخه ماورا بل مقصد نه لري‪ ،‬مينه يا مينه ده يا نو بيا هيڅ هم‬
‫نه ده‪ ،‬مينه كول په خپل سر كاميابي ده‪ ،‬ځواب يې سته او كه نه دا‬
‫بيا بله معامله ده او ضمني حيثيت لري‪ .‬كېتراين ستا په ارادو كښي‬
‫د ښځو لوړ او ارتفاعي و اجتماعي نفسيات په ږغا وينم‪ ،‬وهللا چي‬
‫زما زړه ته دي هم ډېره ډاډګيرنه وركړه‪ ،‬ستا كاميابي زموږ د واړو‬
‫كاميابي ده‪ ،‬زه تر خپله حده دا قسم خورم چي په هر حال كښي به‬
‫ستا مدد كوم كه د سر په قېمت هم وو"‪.‬‬
‫‪77‬‬

‫د مرجاني په ږغ كښي د اوښكو نمي راكښته سوه‪ .‬زما يقين‬


‫دى‪ ،‬ستا تصميم به يوه نه يوه ورځ تا په خپل مرام كښي ضرور‬
‫كاميابه كړي‪ .‬زما زړه دا را ته وايي چي شاه زمرك خان به كله نه‬
‫كله ستا د ميني د صداقت و حقيقت ته الزم سر ټيټ كړي"‪ .‬مرجاني‬
‫خپله خبره نوره هم اوږده كړه‪ .‬هسي كېتراين ستا د شاه زمرك خان‬
‫سره كله په دې حواله مخامخ خبره هم سوې ده؟" ودا پوښتنه ځنې‬
‫وكړه‪.‬‬
‫"اهو ودا! ستا په توسط و هغه ته تر پيغام وركولو وړاندي ما‬
‫و هغه ته يو خط ليكلى وو‪ ،‬هغه به خود زما د خط په يوه چا سره‬
‫ترجمه كړې وي او بيا يې و ما ته ځواب ليكلى وو‪ ،‬هغه خبري كومي‬
‫چي يې د تا سره كړي دي‪ ،‬حاالنكې ما له تا څخه نه وپوښتلې الكن‬
‫زه دا غواړم چي كله يې ضرور راته وكړې‪ ،‬ودا زه د امريكن فوج د‬
‫مېډيكل كور سره تعلق لرم او هلته د يوې ډاكټري په حيث خدمتونه‬
‫كوم او خلـګ ما د متوازن فكر و نظر حامل ښځه ګڼي‪ ،‬ته يقين وكړه‬
‫چي ما دلته په اول ځلې د ميني مفهوم دريافت كړى دى‪،‬كنې د غرب‬
‫و خوا ته ميني يو جنس يا د څيز صورت اختيار كړى دى‪ .‬هلته مينه‬
‫د انسان د سراپا په كښته و لوړو كښي د سفر كولو نوم دى او هورې‬
‫د روحاني وابستګۍ تصور اوس نسته‪ ،‬ودا زه اوس په دې باندي پوه‬
‫سوم چي د انسانانو د مزاج په څېر د وطنونو هم يو خپل طبيعت‬
‫وي‪ ،‬و ما ته داسي ښكاري چي اوس دلته په افغانستان كښي چي د‬
‫باتورانو هيواد دى زه هم د دې ځاى د اجتماعي نفسياتو په حواله د‬
‫قربانۍ و صوفيانه مسلك ته نزدې سوې يمه‪ ،‬د ملټي نېشنل كمپنيانو‬
‫د جوړكړي ماحول او د شرق په فضا كښي اساسي فرق دى‪ ،‬هلته‬
‫انسان فقط د ځان د مفاد دپاره ژوند كوي او دلته انسان د زړورتيا او‬
‫قربانۍ وركولو مثبت اقدار پېژني و فطرت ته نزدې ژوند كه څه هم‬
‫مشكالت لري خو په اخيري تجزيه كښي يې د خوف او وام له ستړي‬
‫څخه زړه و ذهن خالصوي‪ .‬ودا! دا خو ستا هم تجربه ده په غرب‬
‫كښي انسان چاالك جوړيږي او په شرق كښي مسټك نجات تر السه‬
‫كوي‪.‬‬
‫مرجاني ته داسي محسوسېده لكه كهېترائن چي نه هغه په‬
‫خپله دا خبري كوي‪ .‬د هغې د خيال سمندر د زمان و مكان پر اخيري‬
‫څوكو باندي په ګښت وو‪.‬‬
‫د كهېترائن د سكوت سره په فضا كښي د ياس او اميد ګډ‬
‫احساس وغوړېدى‪ .‬دلته د تېر ماښام وخت سو‪ .‬كهېترائن او‬
‫مرجاني اجازت را واخيست او د خپلو خپلو منزلونو په خوا رهي‬
‫سول‪.‬‬
‫‪78‬‬

‫په را روانو دوو مياشتو كښي د دوستانو په دې ډله كښي د ده‬


‫اهم نور كارونه وسو‪ .‬يو خو كهېترائن په رښتيا سره د فوځ له‬
‫نوكرۍ څخه استعفا وكړه‪ .‬او د افغان د شهريت د اخستلو هڅه يې‬
‫عملي كړه‪ .‬په بله خوا ودا شاه زمرك خان په بسيار اصرار سره دې‬
‫خبري ته مجبور كړ چي و ځان ته په كابل كښي يو مكان واخلي‪ .‬د‬
‫شاه زمرك خان و دې ته زړه نه كېدى‪ .‬هغه ورته ويل‪:‬‬
‫"ګوره ودا! آزاد خلګ جائيداد نه خوښوي‪ .‬دا رنګه عمل متبازر‬
‫خلك د بور ژوري نفسياتو حامل خلګ ګرځوي‪ .‬ودا ته و ما ته دا‬
‫ووايه‪:‬‬
‫"تاتر ننه دكاندار سړى د يوه مبارز په حېث ليدلى دى؟‪.‬‬
‫ودا زه د يوې خور په حېث ستا په وسيله پوهيږم‪ .‬نن وايې‬
‫مكان واخله‪ ،‬سبا راته وايې چي واده وكړه‪ ،‬بله ورځ راته وايې چي د‬
‫جنګ تود سنګر پرېږده‪ .‬ښځه او كوشنيان و چا ته پرېږدې‪ .‬ته چي‬
‫كوم ژوند زما دپاه ښه ګڼې‪ .‬هغه ژوند به زما د مثالي ژوند د اختتام‬
‫باعث وګرځي"‪ .‬د هغه په لهجه كښي د ودا دپاره يو پاك احساس‬
‫موجود وو‪.‬‬
‫"الكن الال! زما بيا دا خيال دى چي انسان د مځكي بايد چي خپل‬
‫كور ولري‪ .‬ګوره ستا په جنګونو كښي كلونه تېر سو‪ .‬ستا د جنګ‬
‫كولو د جبلت بايد چي تراوسه تسكين سوى واى‪ .‬ته جنګ د ځان‬
‫فطرت خو مه ګرځوه‪ .‬ته و جنګېدې‪ .‬ته د ويني په ذايقه اموخته‬
‫زړه او ذهن لرې‪ .‬او په خپله هم څو ځلي سخت پټي سوى يې‪ .‬ستا د‬
‫دې خبري بازګشت په هر محفل كښي كيږي چي كله به ستا ټپونه‬
‫ډاكټر ګنډل نو تا به د نشې ستني نه لګولې‪ .‬او پر څېره به دي د درد‬
‫نخښي هم نه ښكارېدې‪.‬‬
‫زمرك الال ته اوس يو اساطيري وګړى جوړ سوى يې او زما‬
‫ت حال څه نوره موده جريان ودرلودى‪ ،‬نو بيا‬ ‫خيال دا دى كه دا صور ِ‬
‫به ته د انسانانو په منځ كښي تر اوسېدلو دا خبره زياته غوره وګڼې‬
‫چي په تورو ځنګلو كښي د حيوانانو سره و اوسې او ستا غونډ خو‬
‫اوس هم د پامير د لېوانو په نوم معارفي دى‪ ،‬الال! تا دا خبره‬
‫محسوسه كړې ده چي ته كله د عام خلګو و منځ ته راسې نو ستا د‬
‫هيبت او ستارې په وجه هلته هر سړى او هر حركت ځاى پر ځاى‬
‫سي‪ ،‬ستا د ويلنټاين د ورځي پارټۍ په ياد ده چي ته دننه راغلې څه‬
‫وسو؟‬
‫د خلګو ساوي ودرېدې او سازونه واړه خاموش سو او ما‬
‫اورېدلي دي چي ته ورباندي پېښ سې نو خروړى سپىاو نور ځناور‬
‫كړونچ وهي پرېوځي او پر مستي راغلي اسان خپله مستي واچوي‪،‬‬
‫الال! هغه زما دوست مرجانه وايي چي دا هم د ظلم يو شكل دى او ته‬
‫‪79‬‬

‫د خلګو له دې اذيت او خوف څخه خوند اخلې‪ ،‬ودا ورته سپينه خبره‬
‫وكړه‪.‬‬
‫ودا زه نه يم خبره چي ستا خبري تر كومه حده صحيح دي‬
‫لېكن رښتيا خبره دا ده چي زه بيا له تا څخه وېرېږم‪ ،‬ودا ته و ما ته‬
‫د كوشنۍ خور په حيث ښكارې‪ ،‬كه ته نوري ورپسې مطالبې نه كوې‬
‫نو زه به ستا په ويلو مكان واخلم‪ .‬الكن دا كار به هم ته كوې‪ ،‬دا په‬
‫ما نه كيږي او ورپسې دا خبره نو د ګپ په توګه كوم چي هغه ستا‬
‫دوسته مرجانه به ګورم چي مازي يې زه پيدا كړم"‪ .‬په ژوند كښي په‬
‫اول ځلي و هغه ته په مبهم توګه دا احساس وسو چي د هغه په وجود‬
‫كښي د هر وخت چلېدونكي توند توپان دا وخت لږ په كراره راغلى‪.‬‬

‫‪‬‬

‫كېتراين په دې دوران كښي د يو څو ورځو دپاره امريكې ته‬


‫والړه‪ .‬په بله خوا مرجاني‪ ،‬ودا او زاهد توصيفي د ځان سره كوټي ته‬
‫بوتلل‪ ،‬د مرجاني خاندان هغه د كور د افرادو په حيث قبول كړل‪ ،‬د‬
‫نويد په دعوت كښي شهزاد صاحب هم وو‪ ،‬هغه په خپلو كښي‬
‫زغرده سره بې تكلف سو‪ ،‬نويد عاصم هم را وستلى وو‪ ،‬زاهد‬
‫توصيفي چي د مرجاني د ژوند په الميه د هغې له خولې هورې ال خبر‬
‫وو‪ ،‬نو قاسم او عاصم ته يې خصوصي اهميت وركړى‪ ،‬شهزاد او‬
‫شاهد ترين هم په خپل وار سره دعوتونه وكړل او په منځ كښي د‬
‫يوې شپې دپاره د زيارت پروګرام هم جوړ سو‪ ،‬الكن په هغه كښي‬
‫ودا او مرجاني شركت نه وكړى مرجانه و ودا يوه ورځ د عرفان‬
‫صديقي مالقات ته هم والړو‪ ،‬ودا داسي احساسول لكه چي خپل كور‬
‫ته راغلې وي‪ ،‬د محرم د هنګامو پسته كوټه په نارمل حالت كښي وه‬
‫الكن مرجانه پوهېدله چي د ښكاره خوشحالۍ څخه پرته شاهد ښه‬
‫پره غمجن دى‪ ،‬په خصوصيت سره د زاهد توصيفي په حواله د هغه‬
‫احساسات د كوشش باوجود له هغه نه پټېده‪ ،‬په دې دوران كښي‬
‫شهزاد صاحب له هغې څخه پوښتنه وكړه چي آيا ته هغه قول سوې‬
‫ډايري ليكې او كه نه؟" مرجاني ورته وويل‪" :‬چي اهو‪ ،‬هر ماښام تر‬
‫ويدېدو وړاندي زه دا كار كوم‪ ،‬شهزاد په دې ترڅ كښي ورته وويل‪:‬‬
‫"چي تر كابل وړاندي ستا روداد ما د يوې قيصې په توګه ليكلى‬
‫دى او ما د ملګرو ليكوالو په يوه نشست كښي و وايه‪ ،‬هغوى ډېر‬
‫خوښ كړى او اصرار كوي چي چاپ يې كړم‪ ،‬ولي چي دا پر خپل‬
‫ځاى هم يو مكمل ناول دى‪ ،‬الكن زه خيال كوم چي ستا د ډايري د‬
‫‪80‬‬

‫پوره كېدو پسته يې په مكمل صورت چاپ كړم"‪ .‬د شهزاد صاحب په‬
‫ږغ كښي تخليقي اعتبار په نما وو‪.‬‬
‫شاهد ترين كه د مرجاني تر شا په ظاهري توګه خوشحاله ژوند‬
‫تېروى‪ ،‬الكن هغه اوس هم د دې ډېر كمى محسوسوى‪ ،‬هغه ډېر‬
‫كوشش كوى چي د خپلي ښځي زړه وساتي او هغه هم له ده سره‬
‫ډېره خوشحاله وه‪ ،‬دواړو به اكثره د مرجاني خبري كولې‪ .‬د مرجاني‬
‫تخمينه دا وه‪ ،‬چي مور و پالر يې په دې څو مياشتو كښي لږ څه نور‬
‫زاړه سوي دي او قاسم هم لږ د صحت په حواله د كمزورۍ و خوا ته‬
‫راغلى وو او مرجاني د كابل څخه د كور د ټولو غړو دپاره په زړه‬
‫پوري تحفې راوړي وې او د هغې كوشش دا وو چي اكثره وخت هم د‬
‫دوى په منځ كښي تېر كړي‪ ،‬د شاهد ترين او زاهد توصيفي تر منځ‬
‫د دوستۍ او بې اعتنايي يوه مشتركه رشته كرار كرار سپڼېدله‪ ،‬د‬
‫رسمي اظهار بغير هغه د يوه و بل د مخالفت په جذبه سره بلد خلـګ‬
‫وو‪ ،‬و زاهد توصيفي ته د شاهد ترين د احساس پېژندل څه ګران كار‬
‫نه وو‪ ،‬هغه پوهېدى چي دى د مرجاني سره ډېره په زړه پوري مينه‬
‫لري‪ ،‬الكن هغه پوهېدى چي مرجانه د هغه د دسترس څخه هم‬
‫دومري ليري ده څومره چي د ده څخه پر فاصله ده‪ ،‬هغه د مرجاني‬
‫نفسيات پېژندل‪ ،‬مرجانه هغه هستي ده چي په مينه كښي د فاصلو‬
‫لرلو عادت ساتي‪ ،‬د شرق و غرب د رواياتو دا هغه فرق دى كوم ته‬
‫چي غرب اوس هم ډېر حيران دى‪ ،‬د شرق خلـګ د جمالياتي بصيرت‬
‫په دې نقطه باندي زيات پوهيږي چي ښايست په فاصلو پوري تړلى‬
‫دى او سېكس د ميني په معامله كښي په دې حواله يو غير ضروري‬
‫فعل دى وهغو ته دا حقيقت څرګند دى چي د يوه انسان حقيقت د هغه‬
‫په پوست پوري نه دى نښتى بلكې د هغه حقيقت نور څه دى چي د‬
‫ميني د فاصلو باوجود د ميني په نور سره پيوستون پيدا كوي او د‬
‫دوو روحانو د اتحاد يا يووالي باعث ګرځي‪.‬‬
‫د مرجاني مينه يو مشترك قدر وو چي دوى دواړه يې سره را‬
‫نزدې كړي وو‪ ،‬د هغو تهذيبي رويې كه د يوه و بل سره مثبت وې نو‬
‫په شا يې د حسد و مخالفت احساس هم درلود‪ ،‬الكن د دې باوجود‬
‫هغه اكثره دواړه ګډ سره ګرځېدل او بيا دواړو د خپلو زړونو غوټي‬
‫سره خالصي كړې‪ .‬او دواړو د مرجاني د خوشحالي و مسرت دپاره‬
‫په خپلو كښي د دوو دوستانو او وروڼو په حېث يوه و بل ته د‬
‫اخالص الس وركړى‪.‬‬
‫كله چي د كابل د روانګي وخت را نزدې سو نو شاهد ترين و‬
‫زاهد توصيفي ته د نورو شيانو سره سره د مصوري په حواله د‬
‫رنګونو او بروشانو او نورو لوازماتو يوه غټه تحفه وركړه او زاهد‬
‫توصيفي قول ورسره وكړى چي دى به و شاهد ترين ته جوړكړىد‬
‫‪81‬‬

‫مرجاني يو تصوير د هغې په غال را واستوي‪ ،‬د مخ په را ګرځېدو‬


‫كښي بيا هفته تېره سوه‪ ،‬شاهد په دې باندي ډېر خوشحاله سو‪ ،‬ودا‬
‫و مرجاني دواړو د كابل د ټولو شناخته خېلو دپاره قسم قسم نخښې‬
‫واخستلې او بيا چي د ويني او ميني له رشتو څخه د رخصت وخت‬
‫راغلى نو فقط پر مرجانه باندي نه‪ ،‬پر موجود ټولو خلګو باندي يو‬
‫قيامت تېر سو‪ .‬الكن د دې ځلي مرجانه لږ څه حوصله منده هم وه‬
‫چي دلته اوس په كابل كښي هم د خپلو په امان كښي وه‪.‬‬
‫په افغانستان كښي سياسي حاالت د اثبات و خوا ته روان وو‪ ،‬د‬
‫ودا ‪ ,N,G,O‬هم د نورو په څېر ډېر مثبت كارونه كول او ډېر‬
‫اعتبار يې پيدا كړى وو او ماللۍ شنواري بيا د هوا د څپو د الري د‬
‫خپل قلم په طاقت او حرمت سره د ټولو افغانانو زړونه تسخير كړي‬
‫وو‪ ،‬هغه د خوارو افغانانو د حق دپاره د جنګېدو په حواله د يوې‬
‫زړوري مبارزي په حېث پېژندل كېدله‪ ،‬هغې د خپلي نشرياتي‬
‫ت حال وړاندي كوي‪ .‬ځكه‬ ‫ادارې په حواله د افغانستان صحيح صور ِ‬
‫نو مقتدي چي كوم مقتدر قوتونه ورځني ډېر خفه وو‪ ،‬الكن د خفګۍ‬
‫باوجود د ماللۍ څخه هغه ډېر د خوف په حالت كښي هم اوسېدل په‬
‫كابل و شا و خوا كښي ماللۍ شينوارې د ميوند د ماللۍ تكراري پيكر‬
‫بلل كېدله‪ ،‬الكن د دې مبارزه د ميوند تر مبارزې هم زياته اهم وه‪،‬‬
‫هغې د خپل بې نوا خلګو د حق دپاره خپل قلم د توري په كار اچولى‬
‫وو‪ ،‬هغې د هيواد د داړه مارانو و ظالمانو په ښكاره سره مخالفت‬
‫كولى او د دوى و ظلمونو ته به يې د هوا د څپو د الري د ټولي دنيا‬
‫پام راګرځوى‪ ،‬هم دا سوب وو چي ځيني قوتونه د هغې ډېر مخالف‬
‫وو‪ ،‬الكن ماللۍ هغه مبارزه څوك وه؟ چا چي د كابل په بې امان ښار‬
‫كښي اوس هم د رښتيا ويلو روايت ژوندى ساتلى وو‪ ،‬هم په دې وجه‬
‫يې د خلګو په ټولو حلقو كښي په زړه پوري عزت ګټلى وو‪.‬‬
‫ډاكټره اوس له قندهار څخه كابل ته راغلې وه‪ ،‬هغې او مېړه‬
‫انجنېر صاحب يو ښكلى سماجي ژوند تېروى‪ ،‬انجنېر صاحب د ودا‬
‫له شخصيت څخه ډېر متاثر وو الكن په خپل حدود كښي اوسېدى او‬
‫د خپل لوړ كردار عزت يې پر ځاى ساتلى وو‪ ،‬الكن د ودا په شا و‬
‫خوا كښي وخت تېرول ورته ښه ښكاره كېدى‪ ،‬د انساني تعلقاتو څو‬
‫دايرې وې‪ ،‬الكن د تعلقاتو په دې دايرو كښي ودا د محور كردار ادا‬
‫كوى‪ ،‬په دې دايره كښي ودا‪ ،‬مرجانه‪ ،‬زاهد توصيفي‪ ،‬كېتراين‪،‬‬
‫ډاكټره او انجنېر صاحب شامل وو‪ ،‬د شاه زمرك خان حېثيت د يوه‬
‫مستقل ممبر نه وو‪ ،‬كني هغه هم و دې ډلي ته نزدې سړى وو‪ ،‬هغه د‬
‫دې ډلي په سماجي تقريباتو كښي ډېر كم شموليت كاوى‪ .‬هغه اكثر‬
‫په څه نه څه بهانه به سره را غونډېدل او د آپس له موجودګۍ څخه‬
‫به يې خوند سره اخيستى‪ ،‬دا د بې غرضو دوستانو يوه ښكلې حلقه‬
‫‪82‬‬

‫وه او د يوه و بل سره يې كلك پيوستون درلودى‪ ،‬كله به سنيما ته او‬


‫كله به كنسرټ ته سره تلل او خپلو كښي يې ښه بې تكلفي هم سره‬
‫درلوده‪ ،‬ډاكټره د زاهد توصيفي له تخليقي صالحيت څخه ډېره متاثره‬
‫وه او شكوه به يې ځني كوله چي كله خو د مرجاني پر ځاى د هغې‬
‫يو پورټريټ هم ور جوړ كړي‪ ،‬د ښځو يو عجب غوندي نفسيات وي‪،‬‬
‫هغه تر لويه حده د خپلي خوندكۍ په مينه ځان ورګډ بولي او د هغې د‬
‫ميني د ارتفاع او اسانۍ دپاره د مساعد حاالتو جوړول خپله اخالقي‬
‫فريضه ګڼي‪ .‬د ټولو ښځو تر منځ د نارينوو په مقابل كښي يوه‬
‫خاموشه او غير تحريري معاهده وجود لري‪ ،‬مينه كول او مينه‬
‫وركول د ښځي هم اول او هم دويم فطرت دى‪ ،‬د ښځي مينه د نارينه‬
‫په مقابل و آفاقيت ته زياته ور نزدې ده‪ ،‬ښځه مينه په معروضي او‬
‫موضوعي دواړو حوالو پېژني‪ ،‬ښځه د مځكي تخليقي نفسيات لري‪،‬‬
‫هغه نه صرف دا چي مينه تخليقوي بلكې د تخليق په عمل سره د خپل‬
‫ذات تجديد هم كوي‪ ،‬ولي چي ښځي په ژوند كښي خارجي اهداف كم‬
‫لري‪ ،‬نو هغه زياته د داخليت حامل زړه و ذهن لري او هغوى د خپل‬
‫وجود د نيمګړتياوو تدارك د ميني په عمل سره كوي‪.‬‬
‫د دې ډلي واړو ښځو د مرجاني و زاهد توصيفي له ميني څخه‬
‫نه صرف دا چي حظ پورته كاوى بلكې د هغو د زړونو د ساتلو دپاره‬
‫يې عملي كوششونه هم كول او بلې خوا ته دوى د كېتراين د شكسته‬
‫خاطر په سوب رنجيده غوندي وې‪ ،‬ولي چي د هغو و كېتراين ته‬
‫هيڅ هم مدد نه ور رسېدى‪ ،‬د شاه زمرك خان سره يو واري ودا او‬
‫بل چل ماللۍ په دې لړ كښي خبره وكړه‪ ،‬ښكاره خبره ده چي دا‬
‫كوشش هم بې نتيجې ثابت سو‪ .‬د دې هيڅ امكان نه ښكاره كېدى چي‬
‫د پامير د لېوانو سر خېل دي د ميني درس زده كړي د هغه ترجيح‬
‫د وطن مينه او خدمت كول وو او هغه هم په خپله وينه سره‪ ،‬د هغه‬
‫په نزد د يوې ښځې مينه د دې نعم البدل نه سي كېدلى‪ ،‬هغه د خپلو‬
‫ساوه سوو لېوانو په ټولنه كښي زيات خوښ وو او د ويني د ذايقې‬
‫و خوشبو د حصار څخه د باندي نه سو وتالى‪.‬‬
‫د دې ډلي دواړو غړو مشتركه رايه دا وه چي حاالت نه سي بدل‬
‫نو د شاه زمرك خان څخه د مثبت ځواب توقع هيڅ هم امكان نه لري‬
‫او په بله خوا بيا كېتراين دومري ټينګ تصميم نيولى وو چي د‬
‫همېش دپاره يې د دلته د اوسېدو اراده كړې وه‪ ،‬هغه په نزدې‬
‫كښي له امريكې څخه رارسېدونكې وه‪ ،‬هلته يې له فوځ څخه د‬
‫استعفا كولو هڅه په كار اچولې وه‪ ،‬هغې غوښت چي د شاه زمرك‬
‫خان د پالرنۍ خاورې خدمت وكړي‪ ،‬هغه د شاه زمرك خان په انكار‬
‫سره كه په زړه كښي زهېره وه او د هغې دښايست غرور په زخمي‬
‫حالت كښي اوسېدى الكن په دې سوب چي شاه زمرك خان هغه د‬
‫‪83‬‬

‫بلي ښځې په مقابل نه ده مسترد كړې‪ ،‬بلكې دا كار يې د خپل وطن د‬


‫خدمت و د ميني د مجبورۍ په سوب كړى دى‪ ،‬نو د هغې په نظر‬
‫كښي د شاه زمرك خان مقام نور هم اوچت سو‪ ،‬هغه پخپله خو هم‬
‫دومري ليري د خپل وطن د مفاداتو د تحفظ دپاره راغلې وه‪ ،‬دا قدر د‬
‫شاه زمرك خان او د دې تر منځ مشترك وو او په دې سوب هغه په‬
‫نفسياتي حواله ډېره د انتشار ښكار هم نه وه‪.‬‬

‫‪‬‬

‫وخت مخ په وړاندي په خپل سفر جاري وو‪ ،‬هر سړى پخپل كار‬
‫اخته وو‪ ،‬شاه زمرك خان د خپلو كمانډو سره د القاعده و طالبانو د‬
‫باقياتو سره په جنـګ بوخت وو او كله كله به چي فراغت وو نو به‬
‫كابل ته راغلى‪ ،‬پخپله يې د چا سره تماس نه نيوى‪ ،‬خو د ماللۍ ا و‬
‫ودا څخه به يې را ستنيده پټ نه سو پاته او بيا به يې تر رابطې‬
‫الندي ونيوى‪.‬‬
‫د كوټي څخه د راتللو پس ودا او ماللۍ په دواړو د شاه زمرك‬
‫خان دپاره د كور د رانيولو په كار كښي ډېره سرګرمي ښكاره كړه او‬
‫په لږ موده كښي يې د يوه پراپرټي ډيلر په توسط په ښا ِر نو كښي يو‬
‫مناسب غوندي مكان په يو مناسب قېمت سره را نيوى‪ ،‬د مكان‬
‫مالكان تر افغانستان دباندي اوسېدل مكان په ښه حالت كښي نه وو‪،‬‬
‫ضروري رغېدل يې غوښت خو د دې باوجود ډېر ګران نه وو‪ ،‬كله‬
‫چي په دې لړ كښي د شاه زمرك خان سره خبره وسوه‪ ،‬نو هغه په‬
‫يوه سړه ساه سره وويل‪:‬‬
‫"چي له تاسو دوو څخه ګټل څه اسانه كار نه دى‪ ،‬الكن خبره دا‬
‫ده چي مكان به ستاسو د دواړو په نوم وي‪ ،‬زما خو نه ده معلومه‬
‫چي آيا زه به كله په كښي اوسم هم او كه نه؟ كه چيري افغانستان پر‬
‫كراره سو او زما د خدمت ضرورت يې نه درلود نو خو به شايد په‬
‫كښي مېشت سم‪ ،‬كني دا به زما د خوا زما د دوو خوندو دپاره يوه‬
‫تحفه وګرځي او كه تاسو له دې څخه ډډه وهى‪ ،‬نو بيا زه ګرسره له‬
‫لويه سره مكان نه اخلم‪ ،‬د هغه په لهجه كښي د پرښو په څېر سختي‬
‫وه‪.‬‬
‫هغه د مكان قېمت او د ضرورت مرمت او ساز و سامان دپاره‬
‫مطلوبه رقم د چيك په صورت و ودا او ماللۍ ته حواله كړى‪ ،‬يوه و‬
‫دوې ورځي پسته بيا د پكتيا پر لوري د طالبانو او عربو په ښكار‬
‫ووتى‪.‬‬
‫‪84‬‬

‫په دې دوران كښي كېتراين هم له امريكې څخه را ورسېده‪ ،‬هغه‬


‫اوس په رښتيا چي يوه نوې ښځه وه‪ ،‬د هغې كوشش دا وو چي سر تر‬
‫نوكه افغاني كلچر خپل كړي او د مرجاني څخه يې په ماځيګر كښي د‬
‫پښتو درس هم اخستى‪ ،‬هغه اوس د مرجاني سره په ګډه په يوتهـ‬
‫هاسټل كښي اوسېدله‪.‬‬
‫كېتراين بال معاوضه د ودا سره د ميډيكل كنسلټنټ په حېث كار‬
‫كوى او د هغې تر ‪ ,N,G,O‬الندي واقع شفاخانې يې په خپل‬
‫عملدارۍ كښي تر نظر الندي نيولي وې‪ ،‬پخپله به يې د ورځو په‬
‫تقسيم سره په مختلف شفاخانو كښي مريضان كتل او و هغو ته به يې‬
‫د حفظا ِن صحت د اصولونو ښوونه كوله‪ ،‬مريضانو به په خصوصيت‬
‫سره د هغې له پښتو څخه ډېر خوند اخستى‪ ،‬الكن په يو څو مياشتو‬
‫كښي كېتراين تر ډېره حده د خپلو مريضانو سره بيا پوهېدله او د‬
‫"دري" ويونكو رنځورانو سره هم زغرده د افهام و تفهيم تر مقامه‬
‫ورسېده‪ ،‬هغې په مجلسي ژوند كښي د شاه زمرك خان د ذكر كولو‬
‫څخه اوس ډډه وهله‪ ،‬د خپل خلوص و ميني پر اساس يې د خپلي‬
‫فتحي او كامراني پوخ يقين په زړه كښي درلود‪ ،‬هغه پوهېدله چي‬
‫پيښي او واقعات هم يو ځانګړى ميكانيزم لري‪ ،‬واقعات د انسانانو تر‬
‫خواهشاتو ماورا د كايناتي پالن په سياق و سباق كښي خپله بڼه‬
‫سپڼوي‪ ،‬هغه پوهېدله چي هيڅ يوه واقعه هم ذاتي حيثيت نه لري‪،‬‬
‫ولي چي د هغه په وقوع پذيري كښي يوه متناهي تعامل له ډېرو‬
‫وختونو څخه په كار اچول سوى وي‪ ،‬هغه پوهېدله چي په مينو‬
‫كښي د خزان د درختو زغم او موضوعي رجائيت په كار دى‪ ،‬كايناتي‬
‫عمل د خپل يون په حواله خپلي الري سپڼوي‪ ،‬هغه د انسانانو له‬
‫خواهشاتو څخه بې نيازه د خپل مرام تر رسېدلو پوري آزادانه‬
‫قدمونه اوچتوي‪ ،‬هغه په دې نقطه پوهېدله چي د درختو مېوې‬
‫څوك د موم بتۍ په لمبه او رڼا تر وختونو وړاندي نه سي پخولى‪ ،‬په‬
‫مينه كښي له تسلط څخه ډډه وهل په كار دى‪ ،‬نو ځكه اوس مهال‬
‫كښي هغې په فلسفيانه استغنا او د خزان د درختو په رجائي احساس‬
‫سره د شاه زمرك خان انتظار كوى‪.‬‬
‫مرجاني په دې نزدې شپو كښي په زاهد توصيفي كښي چي‬
‫اوس يې هم په تكرار سره د هغې پورټريټ جوړول او نوي نوي‬
‫تخليقي جهتونه يې دريافتول‪ .‬څه بدلون محسوسوى‪ ،‬هغه به كله كله‬
‫د مجلس په حالت كښي د بې توجهي ښكار سو او تر خبره به تېر‬
‫سو‪ .‬يوه ورځ هغې پوښتنه ځني وكړه چي د دې سوب څه دى؟ هغه‬
‫يوه اوږده سړه ساه واخستله او ورته ويې ويل‪:‬‬
‫"مرجاني! ما نه غوښتل چي زه تا په دا معامله خبره كړم‪ ،‬ولي‬
‫چي زه نه غواړم چي ته هم پرېشانه سې‪ ،‬په ظاهره خو دا يوه غير‬
‫‪85‬‬

‫اهمه واقعه ښكاري الكن زما تخليقي روح د پرېشان ُكن نتايجو‬
‫اندېښنه لري"‪.‬‬
‫هغه د لږ ساعت دپاره ساه ونيوله د هغه په ښايسته ږغ كښي‬
‫څه غمجني او څه اندېښنه شامله وه‪.‬‬
‫زاهدجان! زه او ته د وجود او د سايې په صورت سره جوخت‬
‫يو‪ ،‬ته له ما څخه هيڅ هم مه پټوه زه بهرحال دومره حوصله ضرور‬
‫لرم چي هر رنګه خبره په صبر سره واورم‪ ،‬د هغې پر زړه باندي د‬
‫حوصلې باوجود يوه درنه سايه پرېوته‪.‬‬
‫"مرجاني په پوهنتون كښي په آرټ فيكلټۍ كښي د بنفشې افغانۍ‬
‫په نوم يوه نجلۍ څه له دوو كلونو څخه زما شاګرده ده‪ ،‬هغه د كابل‬
‫اوسېدونكې ده او ډېره په زړه پوري هنرمندي لري‪ ،‬هغه د حقيقي‬
‫مصورانو په څېر د صبا په شان د آزادي رويې نفسيات لري‪ ،‬په دې‬
‫دوو كلونو كښي هغې د ښايست او رنـګ په دې دنيا كښي په يك طرفه‬
‫توګه د ما سره څه ذهني ارتباط او قلبي وابستګي پيدا كړې ده‪ ،‬الكن‬
‫بنفشې خپل دا احساس په ډېر ښكلي هنر سره پټ ساتلى وو‪ ،‬هغه و‬
‫ما ته د يوه ښه انسان په توګه ضرور نزدې ده الكن زما له طرفه د‬
‫هغې سره هيڅ قلبي وابستګۍ وجود نه درلود‪ ،‬هغه ما ستا د تصوير‬
‫ت حال باندي خبره كړې وه او هغې زما‬ ‫په حواله په خپل ذهني صور ِ‬
‫و ستا هغه اولين تصوير ليدلى هم دى او دا زما د روحاني ستړي په‬
‫حواله و ما ته نوره هم را نزدې سوې وه‪ ،‬مرجاني د هغې رويه د ما‬
‫سره داسي وه چي ما ته به اكثره زما د مور مينه ناكي رويې را په‬
‫زړه سوې‪ .‬الكن هغې زما و د دې تر منځ د فاصلو ښايست پر ځاى‬
‫ساتلى وو‪.‬‬
‫كله كله به زه و دا د يوه و دوو نورو شاګردانو سره د پوهنتون‬
‫كيفې ته هم تللو او د دنيا جهان خبري به مو سره كولې او هغه به د‬
‫پېرس د ښار پر علمي او تهذيبي اړخونو باندي له ما څخه پوښتني‬
‫كولې‪ .‬چي دا اوس په نزدې شپو كښي يوه بې خونده واقعه پېښه‬
‫سوله او زه يې لږ پرېشانه كړم‪.‬‬
‫دلته بنفشې په صنف كښي د نعيم شاهيني په نوم يو هراتى هلك‬
‫هم وو‪ ،‬په ظاهره هغه د ښه خوى و خاصيت ځوان ښكاره كېدى‪،‬‬
‫س منظر باندي داللت درلود‪ ،‬د يوه‬
‫طور و اطوار يې پر يوه شتمن پ ِ‬
‫هنرمند په حيث هغه هم د بنفشې په څېر ښه صالحيتونه درلودل‪ ،‬زه‬
‫نه يم خبر چي هغه كله د بنفشې په مينه اخته سو‪ ،‬هغه چي په دې لړ‬
‫كښي هر څو كوشش وكړى‪ ،‬خو بنفشې به ورته هر وخت په انكار‬
‫سره ځواب وركړى‪ ،‬د بنفشې د ځواب څخه هغه دا تاثر واخيست چي‬
‫د دې سوب زه يم‪ ،‬نعيم زما و د بنفشې د تعلقاتو په حواله د مغالطو‬
‫ښكار سو او يوه ورځ يې د هغې په مخ كښي زما د كردار په حواله‬
‫‪86‬‬

‫څه نازيبا خبري وكړې‪ ،‬وايي چي هغه ال خپله ښكنځله نه وه ختم‬


‫كړې چي بنفشې پر مخ باندي يوه كلكه چپالخه ورسره كړه‪ ،‬خبري‬
‫ډېر كش وخوړى‪ ،‬له دې څخه د قوميت مسئله جوړه سوه‪ ،‬پښتانه‬
‫هلكوان سم دستي د بنفشې په حمايت كښي سره يو سو او نعيم‬
‫شاهيني يې ماتي ته مجبوره كړى‪.‬‬
‫نعيم زما پر كردار باندي ډېري بې ځايه غوندي خبري شروع‬
‫كړې‪ ،‬هغه زه د يوه اخالق باخته سړي په څېر دلته و هلته بدنامه‬
‫كړم او د دې جګړې سوب يې هم ځاى پر ځاى دا ښوول شروع كړو‬
‫چي ما و بنفشې ته د يوې خور په حېث دا مشوره وركوله چي د‬
‫زاهد توصيفي د جنسي استحصال بايد چي ښكار نه سې نو زه هغې د‬
‫زاهد توصيفي په لمسون سره په چپالخه ووهلم او دا او ها‪ ،‬داسي‬
‫نو ډېري خبري هغه زما و د بنفشې په حواله مشهوري كړې‪.‬‬
‫اوس هغه بله ورځ زما دفتر ته راغلى او د ډېرو هلكوانو او‬
‫نجونو په مخ كښي يې ډېر بد و رد راته وويل‪ ،‬دا ښه سو چي بنفشه‬
‫يا نور حمايتي هلكوان موجود نه وو كني بيا به يوه هنګامه جوړه‬
‫سوې واى‪ ،‬د هغه ذهني حالت پر ځاى نه وو‪ ،‬په رښتيا چي زه په‬
‫زړه كښي ځنې وېرېدم او هغه و ما ته د بدو نتايجو دهمكۍ هم‬
‫راكړې‪.‬‬
‫مرجاني! كه ستا تر مالقات وړاندي شپې واى‪ ،‬نو ما به هم‬
‫خاص پروا نه درلوده او ستا د وصلت پسته زه له مرګه ډېر وېرېږم‪،‬‬
‫خلـګ وايي چي مينه سړى زړور كوي الكن زما اوس يو مرام دى‪،‬‬
‫زه په هر حال كښي د تا سره نزدې اوسېدل غواړم‪ ،‬ژوند ستا په‬
‫آخوا اوس هم زما دپاره هيڅ ارزښت نه لري‪ .‬مرجاني! ګوره ته هم‬
‫شاعره يې لوړ تخليقي خلـګ د ژوند د ابديت قايل زړونه لرو‪ ،‬موږ‬
‫تخليقي خلـګ له مرګه كله هم نه ډارېږو‪ ،‬ولي چي موږ خبر يو چي د‬
‫مرګ په نتيجه كښي مادي تركيبي اجزا خپل تناسب او بڼه بدلوي‪،‬‬
‫كني د ژوند حقيقي جوهر خو په غير مرئي توګه پر خپل ځاى پاته‬
‫كيږي يا هغه خپل ازلي مسكن ته ستنيږي‪ ،‬له كومه چي يې دا دومره‬
‫اوږد سفر راكړى وي‪.‬‬
‫په دې شخړه چي لوړ مقامات خبر سو نو نعيم شاهيني يې له‬
‫پوهنتون څخه بې دخله كړى او هغه اوس دلته و هلته ما ته ټيليفون‬
‫كوي‪ ،‬ښكنځل راته كوي او بد و رد راته وايي‪ ،‬زما د پرېشانۍ سوب‬
‫دا دى‪ ،‬مرجاني! ستا په موجودګۍ كښي زه د ژوند هر ټيټ حالت‬
‫قبلوم‪ ،‬كه نور نه وي نو ستا د كور د چرګ په حيث ال هم و ژوند‬
‫كولو ته تيار يم‪ ،‬الكن په اوسنيو شپو و ورځو كښي دا وجه ده چي‬
‫زه له مرګه ډېر وېرېږم او د نعيم شاهيني ذهني حالت داسي دى چي‬
‫هغه هر اقدام كوالى سي‪ ،‬هغه د بنفشې د ميني د ناكامۍ انتقام‬
‫‪87‬‬

‫كېداى سي چي له ما څخه واخلي‪ ،‬د هغه په سترګو كښي د غم و‬


‫انتقام سكڼى ماښام په وير ښكاره كېدى‪.‬‬
‫د يوه ساعت دپاره مرجانه هم پرېشانه سوه‪ ،‬په دې صورت حال‬
‫كښي يې ذهن سم دستي د شاه زمرك خان و خوا ته والړى‪ ،‬الكن د‬
‫دې مطلب بيا دا وو چي حاالت به بيا نور هم پېچيده سي‪ ،‬هغې و‬
‫زاهد توصيفي ته تسلي وركړه او د هغه اندېښنې يې بې ځايه وګڼلې‪،‬‬
‫د وينا په اخير كښي مرجاني پوښتنه ورځنې وكړه چي آيا بنفشې ته‬
‫اوس زما و ستا د مالقاتونو خبر سته او كه نه؟ زاهد توصيفي ورته‬
‫وويل چي نه‪ ،‬ما و هغې ته ستا و زما د يووالي خبره نه ده كړې‪ ،‬په‬
‫اخير كښي فيصله دا وسوه چي زاهد توصيفي دي يوه مياشت قدر‬
‫رخصتي واخلي او خپلي اندېښنې دي تر خپل ځان پوري محدودي‬
‫وساتي‪.‬‬
‫د شاه زمرك خان د كور د مرمت او تزئين ذمه واري‪ ،‬انجنېر‬
‫صاحب او ډاكټري په خپله ذمه اخستې وه‪ ،‬د مرمت پسته هغه يو ډېر‬
‫ښكلى كور جوړ سوى او پاته ماندګۍ يې ډاكټري چي د ډيكورېشن‬
‫ماهره هم وه‪ ،‬ورپوره كړې‪ ،‬په دې حواله هغې له ځانه هم پكښي ښه‬
‫لوى رقم خرڅ كړى‪ ،‬الكن د ودا څخه يې د هغو مطالبه نه وكړه‪ ،‬هغو‬
‫د كور د رنګونو او ډيكورېشن اسلوب په دې توګه كښېښووى چي د‬
‫فطرت په غېږ كښي لوى سوى زمرك په كښي د نفس تنګۍ ښكار نه‬
‫سي‪ ،‬هغو د فطري سادګۍ سره د فطرت د ښكال اهتمام هم ورپكښي‬
‫كړى وو‪ ،‬د كور د تزئين په كار كښي يې بې شمېره ګملې په كار‬
‫راوستلي وې‪ ،‬دا ګملې له مركزي دروازې څخه تر كارېډوره پوري‬
‫پرتې وې او په څلورو واړو كونجونو كښي په يوه ښه ترتيب سره‬
‫ايښوول سوي وې‪ ،‬د زاړه طرز تعمير دا پوخ مكان اوس د جديد‬
‫سهولتو يو مكمل تصوير ښكاره كېدى‪ ،‬د څلورو واړو كمرو‬
‫رنګونه‪ ،‬غالۍ‪ ،‬پردې او نور ساز و سامان سره بيل بيل وو‪ ،‬د مكان‬
‫غولى هم په ښه توګه بحال سوى وو‪ ،‬نوى چمن او ګالن پكښي كرل‬
‫سوي وو‪ ،‬مكان خو مكمل وو الكن ال د كور د خوند و عزت څخه‬
‫محروم وو‪ ،‬تر څو چي كار پكښي شروع وو‪ ،‬نو ډاكټري يو چا ته هم‬
‫اجازت نه وركوى چي دننه دي راسي نو چي مكمل سو‪ ،‬نو هم شرط‬
‫دا وو چي د شاه زمرك خان په موجودګۍ كښي دي بيا ټوله دوستان‬
‫هلته سره را غونډ سي‪.‬‬
‫د ډاكټري د اجازت پسته ودا د شاه زمرك خان سره پر موبايل‬
‫باندي رابطه ونيوله او د مكان د تكميل او د پارټۍ په حواله يې خبره‬
‫ورسره وكړه او پوښتنه يې ځنې وكړه چي هغه تر كله پوري و كابل‬
‫جان ته راتالى سي؟ هغه په ځواب كښي ورته وويل‪" :‬چي زه به‬
‫درې ورځي وروسته د هفتې په ماښام و كابل ته در ورسېږم او د‬
‫‪88‬‬

‫اتوار په ورځ به سره غواړو‪ ،‬ودا و هغه ته د مكان حدود اربعه‬


‫وښودله او د غرمې د ډوډۍ او دعوت د نورو غړو تفصيل يې هم‬
‫ورته وركړى‪ ،‬هغه لږ ساعت ساه ونيوله او بيا يې له ودا څخه په‬
‫خندا رخصت واخستى‪.‬‬
‫د اتوار په ورځ د لس بجو په شا و خوا كښي ټوله دوستان سره‬
‫يو ځاى سو‪ ،‬كېتراين هم د مرجاني‪ ،‬ودا‪ ،‬ماللۍ او زاهد توصيفي په‬
‫اصرار سره و ګډون ته اماده سوه‪ ،‬ډاكټره او انجنېر صاحب خو بيا‬
‫ګرسره د كوربه په حيث مصروف وو‪ ،‬الكن د نن د پارټۍ ټوله‬
‫مصرف مرجاني پر خپله غاړه اخستى وو او په زړه كښي په دې‬
‫ډېره خوشحاله هم وه‪ ،‬دومري هغه هم پوهېدله چي دا د شاه زمرك‬
‫خان سره يوه بې نومه رشته لري‪ ،‬څه؟ دا و هغه ته هم عيان نه وه‬
‫لېكن يوه خبره بهرحال ورته عيانه وه چي دا اوس د شاه زمرك خان‬
‫په موجودګۍ كښي د نري نري خوف تر څنګه يو په زړه پوري تحفظ‬
‫محسوسوى‪.‬‬
‫د پارټۍ د پوخت او انتظام په حواله هر چا پخپل بېشل سوي‬
‫كار الس پوري كړى‪ ،‬كه ځيني شيان له بازار څخه پاخه راوړل سو‪،‬‬
‫الكن اكثره ډيشونه دلته پاخه سول‪.‬‬
‫كېتراين د اټالين ‪( Pizza‬پيزه) د جوړولو كار په ذمه اخستى‬
‫وو‪ ،‬هغه نن د يوه ناولده نفسياتي كش مكش ښكار وه‪ ،‬دا د يو داسي‬
‫سړي د كور په غولي كښي والړه وه‪ ،‬د چا د زړه دروازه چي هغه د‬
‫دې دپاره بنده ساتلې وه‪ ،‬الكن هغه څوك چي په ګڼ شمېر ناڅرګندو‬
‫رشتو سره د دې وو‪ ،‬كله كله به تلوسه ور په زړه سوه چي ګورو‬
‫شاه زمرك خان د دې و موجودګۍ ته څه معنا وركړي‪ ،‬الكن په‬
‫بېرته به زړه ورته وويل چي دا يو فرد خو هم د هغه په ست دلته نه‬
‫دى راغلى بلكې هغه په خپله تر اوسه دا خپل كور نه دى ليدلى‪،‬‬
‫كېتراين پوهېدله چي د مبارزو كمانډوز دا سرخېل په خپل زړه و‬
‫ژوند كښي د پامير د ګوربت په څېر يوازي څوك دى‪ ،‬هغه پوهېدله‬
‫چي د هغه د زړه دروازې صرف د دې دپاره نه‪ ،‬بلكې د هر چا او هر‬
‫مسرت دپاره پوري دي‪ ،‬هغه په خيال و تصور كښي په يوه څرخكه‬
‫دوړه سره بدله سوه او د هغه شين برېتي مبارز ډيمي ګاډ پر څېره‬
‫او وجود باندي په طواف راغله‪ ،‬په دې حال كښي هغه دباندي و‬
‫غولي ته ووتله‪ .‬يكايك و هغې ته داسي احساس وسو چي د بادام‬
‫درخته د انارو د درختي سره په څه ګنګوسې اخته ده او دا وهم هلته‬
‫په يقين سره بدل سو چي نزدې د بادام والړي درختي د هغې په غوږ‬
‫كښي د نسيم په اهستګۍ سره دا كليمه ادا كړه‪:‬‬
‫" ګوره كېتراين خورې! په نزدې وختونو به دا كور زموږ و‬
‫ستا مشترك كور وي"‪ ،‬كېتراين په دې اسرار سره ډېره حيرانه سوه‬
‫‪89‬‬

‫او پسته يې دا خپل يو تحت الشعوري خواهش وګڼى چي له ډېره‬


‫شدته به يې و ځان ته د درختي د آواز په رنګ يو تجسيمي صورت‬
‫پيدا كړى وي او هلته بيا ډېره اندېښمنه سوه چي د هغې د حيرت په‬
‫ځواب كښي د بادام درختي په كايناتي خاموشه ژبه بيا ورته وويل‪:‬‬
‫"زه پوهېږم چي زما ګفتګوى و تاسو ته يو تحت الشعوري‬
‫التباس يا د زړه دهوكه ښكاري الكن ګوره زه خو ستا نوم ال پېژنم‬
‫او ستا قوميت هم‪ ،‬خبره دا ده چي موږ جماداتو و نباتاتو او مرغانو‬
‫او نورو حيواناتو د مستعار شعور په سوب پر خپل وهبي او آفاقي‬
‫شعور باندي ال خاوري نه دي اړولي‪.‬‬
‫موږ په كايناتي شعور و اراده كښي بالكل فطري ژوند تېروو‬
‫اود كايناتي شعور په ال مكانيت كښي خپل انفرادي خاموش الكن‬
‫بسيط ځانګړى شعور هم لرو‪ ،‬تاسو د خپل كسبي فكر و شعور د‬
‫ارتقاء او ارتفاع په سوب تېروتلي انسانان د كايناتي شعور څخه د‬
‫بېګانګۍ ښكار پاته سوي ياست‪ ،‬ته وماته ووايه چې تاسو خلګ د‬
‫خپل ژوند د استقرار دپاره كوم يو څيز له ځانه پيدا كوى؟ دا مځكه‪،‬‬
‫سمندر‪ ،‬درختي‪ ،‬لمر او نور عناصر د فطرت چې ستاسو د ژوند د‬
‫استقرار دپاره پيداواري عمل تر سره رسوي‪ ،‬ايا داستاسو د شعور‬
‫او ارادې كرشمه ده؟ نه دا هر وجود خپل يو ځانګړى شعور او‬
‫وظيفه لري او د خداى‪ ‬د ارادې په سوب په خپلو كښي تعامل سره‬
‫ساتي‪ ،‬ځكه د مځكي پر مخ باندي ژوند په څومدارجو كښي وجود او‬
‫استقرار لري‪ ،‬كېتراين خوري! ته راته و وايه كه كله مځكه د‬
‫پيداواري عمل څخه په انكار راسي نو دا انسان د خپل ټول كسبي‬
‫شعور په زور سره هغه و پيداوار ته مجبوره كوالى سي؟ دا انسان‪،‬‬
‫يو عجب مخلوق دى چې ځان باشعوره او نور ټول كايناتي عناصر د‬
‫بې شعوري مادې څخه جوړ غېرشعوري مخلوق ګڼي‪.‬‬
‫سوال دادى كه ما ده په هغو انسانانو كښي په لږ عمرونو كښي‬
‫تر شعوره پورې رسېدلې ده‪ ،‬نو د نورو عناصرمادي وجودونه ولي‬
‫تر شعوره نه سي رسېدلى‪ ،‬ګوره كېتراين زما و ستا نه ليدل خو د‬
‫غېر موجودګۍ دليل نه سي ګرځېدلى‪ ،‬موږ ټول هم ستاسو په څېر‬
‫شعور لرو او هم احساس او هم په خپل تخليقي عمل سره ستاسو‬
‫ژوند بر قراره ساتو‪ ،‬نو ځكه ته په دې باندي مه حېرانېږه چې ستا‬
‫سره خبري كوم او يا درته پېشن ګويي كوم‪ ،‬زه دا د خداى د كايناتي‬
‫شعور په رڼا سره كوم او زموږ شعور د زمان و مكان له بندشونو‬
‫څخه ماورا يو حقيقت لري‪ ،‬زه وتاته د دې تفصيل نه سم ښودلى‪،‬‬
‫الكن هغه وخت به ضرور راسي چې موږ او ته به په دې كور كښي‬
‫ګډ سره اوسو‪ ،‬ته اوس زموږ په ژبه پوهېږې نو سوب يې هغه بې‬
‫غرضه مينه ده‪ ،‬چې ته يې د كاينات د وحدت برخه او د هغه د بسيط‬
‫‪90‬‬

‫شعور برخه وګرځولې‪ .‬موږ و تاته ښه راغالست و تبريك وايو او بيا‬


‫د بادام ښكلي درختي سكوت ونيوى‪ ،‬كېتراين د يوه ناڅرګند مسرت‬
‫ښكار سوه او دهغې يو اړخېزي ميني تر امكاني كاميابي پوري غاړه‬
‫هسكه كړه‪.‬‬
‫كېتراين په اول ځلي په دې خبره سوه چې يقين ولي د دليل‬
‫محتاجه نه وي‪ ،‬هر صداقت ولي له خپل ځانه يو ځانګړى دليل لري‬
‫كېتراين په خپل زړه كښي د كايناتي شعور و ارادې په حقيقت سره‬
‫باوري سوه‪ ،‬د مسرت په دې لمحه كښي وهغې ته خپل وايلن ور په‬
‫ياد سو كوم چې هغې د نورو خوندكيانو په اقرار سره د ځان سره‬
‫راوړى وو‪ ،‬نور واړه دلته و هلته المصروف ووهغه له خپله كاره‬
‫څخه فارغه وه بېرته دستي د خپل وايلن سره غولي ته راغله او د‬
‫هغه بادام الندي كښېنسته چا چې خبري ورسره كړي وې‪ ،‬دشاه‬
‫زمرك خان دې مكان يو لوى غولى درلودى او په ګڼ شمېر ښايستو‬
‫سر‬
‫درختو و ګالنو او بوټو باندي ډك وو‪ ،‬هغې كرار كرار خپل وايلن ُ‬
‫كړى‪ ،‬د وايلن غمجني نغمې زغرده دا و ټوله نباتات او ماحول په‬
‫خپل ګرفت كښي واخستى او بيا كېتراين په پټو سترګو د خپلي نغمې‬
‫په زېر و بم كښي وناڅرګنده مځكه ته و بهېده‪ ،‬عين په دې وخت‬
‫كښي شاه زمرك خان د خپلو باډي ګارډانو سره راورسېدى‪ ،‬هغه يې‬
‫د باندي په جيپ كښي پرېښودل او په خپله د ننه راغلى‪ ،‬په الس‬
‫كښي يې كالكوف او جابه كمربند وو‪ ،‬هغه د مكان له مجموعي‬
‫ښايست څخه ډېر متاثره سو‪ ،‬ټوله حاضر خلګو ورته تبريكي وركړه‬
‫اوهغه بې مكان سړى ليري د زړه په يوه ګوښه كښي په اطمينان‬
‫راغلى‪" ،‬خپل كور يا خپل ګور" و ده ته زوړ پښتني متل ورياد سو‪،‬‬
‫له واړو خلګو سره يې عليك سليك وسو او د ټولو خلګو شكريه يې‬
‫هم ادا كړه چې د ده دپاره يې دا دومره ستړي پر ځان باندي يوړې‪،‬‬
‫هغه نن په پښتني روايتي لباس او د كمانډو په جېكټ كښي ډېر‬
‫ښكلى معلومېدى‪ ،‬دشاه زمرك خان له څېرې څخه د ده د سن اندازه‬
‫لګول يو ګران كار وو‪ ،‬دى و هر چاته د څلوېښتو كلونو څخه زيات‬
‫نه ښكارېده‪ ،‬د دلته و هلته خبرو په منځ كښي ده و مرجاني ته وويل‪:‬‬
‫"چې ستا خبره تر ما را ورسېدله چې زما د شخصيت دا اندازه هم د‬
‫ظلم يو صورت دى " مرجاني د هغه خندنۍ او له اورونو ډكو سترګو‬
‫تاب چېري راوړى سو"‪،‬مرجاني وشاه زمرك خان ته د ځواب‬
‫وركولو پر ځاى هيڅ هم وه نه ويل خو هغې و ودا ته وويل چي‪:‬‬
‫"زه به تا ګورم‪.‬‬
‫شاه زمرك خان ته ګوره چې دا خبره ولې ښه معلومه سوه چې‬
‫مرجاني د دې خبري څخه انكار نه وكړى‪.‬‬
‫‪91‬‬

‫د خوراك څښاك عمل ال نه وه شروع سوى واړه دلته او هلته‬


‫نزدې پر صوفو باندي سره كښېنستل چې د شاه زمرك خان تر‬
‫بيدارو غوږو د وايلن ږغ سو‪ ،‬هغه پوښتنه وكړه‪" :‬چې دا اورينه‬
‫نغمه څوك ږغوي؟" ګوره الال! د پاس له كوره به دا ږغ راځي ودا‬
‫ورته ځواب وركړى‪ .‬ودا د صورت حال په ښايست سره و پوهېدله‬
‫او ورته و يې ويل‪" :‬چې الال! ته راسه چې ګرسره د مكان يو ګښت‬
‫سره و لګوو"‪ ،‬د هغه هم دا خبره خوښه سوه‪ ،‬ودا و شاه زمرك‬
‫خان چې پر له پسې د ناستي له خوني څخه د غولي وخواته راووتو‬
‫نو شاه زمرك خان او ودا وليدل چې كېتراين له ټولې دنيا څخه بې‬
‫نيازه د خپل وايلن په اور كښي د كمبلۍ په څېر وريته وه‪ ،‬د شاه‬
‫زمرك خان پر زړه و ذهن باندي يو نابلده احساس د باران په څېر‬
‫په اورېدو راغلى‪ ،‬د پامير د غره لېوه پر خپل ځاى ښخ پاته سو او د‬
‫كاڼي په څېر زړه يې دبلي شمعي په څېر كرار كرار په ويلېدو‬
‫سو‪ ،‬ودا چې د هغه و څېرې ته وكتل نو د هغه په وجود كښي يې‬
‫هغه ازلي كوشنى وليدى‪ ،‬كوم چې د هر چا په زړه كښي اوسېږي او‬
‫د وجود تر انتها پوري د هغه معصوميت خوند وركړى‪ ،‬د كېتراين‬
‫نغمې د هغه د وجود ساوه سوى لېوه په يوه نوي صورت سره‬
‫منقلب كړى‪ ،‬كېتراين د دوى له موجودګۍ څخه بې نيازه د خپلې‬
‫نغمې سره كراره ژړېدله‪ ،‬دا يو داسې منظر وو چې شاه زمرك خان‬
‫يې په اول ځلي د ژوند د جمالياتي ښايست سره معرفي كړى عين په‬
‫دې لمحه كښي د هغې د وايلن څو تارونه هم له خپله سوزه شكسته‬
‫سول‪ .‬دې چې په برندو او اوښلنو سترګو شا و خوا وكتل نو شاه‬
‫زمرك خان او ودا يې دواړه وليدل په اوښكو لنده څېره يې د‬
‫زعفران په څېر ژړه سوه‪ ،‬هغه په تازيله سره چي و والړېدو ته يې‬
‫اراده سوه نو و تنګېدله‪ ،‬ودا په چټكتيا سره ورنزدې سوه او هغه‬
‫منتشر بدن و روح يې په خپله غېږ كښي راغونډ كړى هغې خپل‬
‫شكسته وايلن په الس كښي نيولى خپل سر يې د ودا پر وږه‬
‫كښېښود او نور يې په خالص زړه سره وژړل‪ ،‬شاه زمرك خان د‬
‫دومره مشكل صورت حال سره كله هم نه وو مخامخ سوى‪ ،‬هغه خو‬
‫كېتراين ته نور هيڅ نه وويل كرار كرار ورنزدې سو او د هغې د‬
‫الس شكسته وايلن يې ددې له السو څخه وكښى او په خپله غېږ‬
‫كښي يې و نيوى ودا او والړي ټولي درختي د كېتراين په وير كښي‬
‫ورسره ګډون وكړى‪ ،‬كېتراين سر راپورته كړى او په دې‬
‫صورتحال باندي يې بخښنه و غوښته او بيايې په ډېره اهستګۍ سره‬
‫په پښتو كښي و شاه زمرك خان ته د نوي كور تبريك ووايه‪ .‬ښه‬
‫كېتراين تا خو ډېره په زړه پورې پښتو زده كړې ده "‬
‫‪92‬‬

‫"هو‪ ،‬سر! زه اوس يوه افغانۍ يم نو بايد چې پښتو مې زده‬


‫وي" د هغې په ږغ كښي يو افغانى عزم په څپو وو‪.‬‬
‫" كېتراين تاسو وماته په "سر" وويل ته بايد چې ما په نوم‬
‫سره ياد كړې" شاه زمرك خان نه پوهېدى چې ولې و خبري ته‬
‫طوالت وركوي‪.‬‬
‫"هغه په دې سر! چې ته يو لوى او نوموړى قومندان يې او زه‬
‫يوه پخوانۍ نظامي‪ .‬نو تاسو د يوه تجربه كار قومندان په څېر زما‬
‫دپاره هر وخت قابل احترام ياست‪.‬‬
‫سر امريكن پوځيانو به عموما ً ستاسو د زړورتيا او جنګي‬
‫بصيرت خبرې كولې كه څه هم تاسو د امريكن پوځ برخه خو نه‬
‫واست الكن هغوى ستاسو څخه ډېر متاثر وو"‪.‬‬
‫كېتراين په ماته ګوډه پښتو كښي خپل مافي الضمير تر سره‬
‫ورسوى‪ ،‬پسته درې واړو د مكان څه په تنقيدي نظر سره جاج‬
‫واخستى او درو واړو ته يې ډېر خوند وركړى‪ ،‬انجنېر صاحب او‬
‫ډاكټري صاحبي ډېر په خوند او جمالياتي بصيرت سره د مكان نوى‬
‫تجديد كړى وو او ټوله ضروري سازوسامان پكښي موجود وو‪" ،‬ودا‬
‫ته به ډېره پكښي ستړې سوې يې" شاه زمرك خان دا ضروري و ګڼله‬
‫چې د شكريې يو څو لفظونه ورته ووايي "نه الال! د مرمت كار‬
‫انجنېر صاحب او د تزئين كار ډاكټري پكښي كړى دى موږ ته هم‬
‫اجازت نه وو چې له تاسو وړاندې يې ووينو‪ ،‬زه هم نن په اول ځلې‬
‫دلته راغلې يمه هسې خو زما خيال دادى چې دوى دوو په دې كښي له‬
‫خپله جېبه څخه هم ډېرې پېسې ګار كړي دي"‪ .‬ودا خپله خبره ختم‬
‫كړله‪ ،‬نو ودا دا خو څه غټه مسئله نه ده پېسې خو په بېنك كښي‬
‫پرتې وي ته پر يوه موزون وخت باندي پوښتنه ورځنې وكړه‪ ،‬د هغو‬
‫يې كور ودان او ماته ووايه پاته رقم به ضرور ورته وركړو"‪ .‬شاه‬
‫زمرك خان خپله خبره پوره كړه‪" .‬صحيح ده الال! زما خيال دادى چې‬
‫اوس به د پارټۍ د نورو غړو سره يو ځاى سو زموږ انتظار به كوي"‪.‬‬
‫په واپسي كښي كېتراين ورته وويل‪" :‬چې سر! اوس به نو وايلن زه‬
‫راواخلم هسي ستاسو الس په بند دى"‪.‬‬
‫"نه كېتراين ستا دا شكسته وايلن اوس زما ملكيت سو‪ ،‬ولي‬
‫چې زه ستا د وايلن د نغمې په تو سط په اول ځلې د جمالياتي حظ‬
‫سره متعارف سوى يم‪ ،‬هسي خو موږ افغانان له موسيقي سره ډېر‬
‫نزدې زړونه لرو الكن ستا د نغمې اور زما و ساړه زړه ته يو نوى‬
‫پېغام وړاندي كړى‪ ،‬او د ځواب انتظار يې نه وكړى او د پارټۍ و‬
‫خواته يې قدمونه اوچت كړو‪ ،‬هلته هغه په اجتماعي توګه د خپلو دې‬
‫ټولو دوستانو شكريه ادا كړه او په خصوصيت سره ېي د‬
‫انجنېرصاحب او ډاكټري ډېره مننه وكړه‪ ،‬دلته د خوراك څښاك نوبت‬
‫‪93‬‬

‫تيار وو او ټوله په خوراك څښاك اخته سوو‪ .‬شاه زمرك خان نن ډېر‬
‫مسرور وو‪ .‬د ډېرو كلونو د ستړي مبارز ژوند پسته هغه په خپل زړه‬
‫كښي د يوه ماشوم په څېر په ټوپو وو‪ ،‬د مجلس هر غړى د يوه و‬
‫بل سره د ميني و اخالص په مزي سره تړلي وو او هغو په خپلو‬
‫كښي د يوه خاندان د تشكيل كار تر سره رسوى‪ ،‬خپل و پردي اوس‬
‫سره يو ځاى وو په دې دوران كښي زاهد توصيفي او مرجاني په يوه‬
‫بله خونه كښي د شاه زمرك خان د باډي ګارډانو دپاره هم په پرېمانه‬
‫توګه ډوډۍ او نور لوازمات كښېښووله او بيا زاهد توصيفي هغوى‬
‫و ډوډۍ ته راوبلل‪ ،‬د خوراك و څښاك په منځ كښي د افغانستان په‬
‫سياسي معاشي او تهذيبي صورت حال باندي خبره هم چلېدله‪ ،‬د‬
‫كابل څخه د باندي د االيډ فورسز د تعيناتي پر ګټو باندي هم خبره‬
‫وسوه‪.‬‬
‫شاه زمرك خان يوازي يو زړور سړى نه‪ ،‬هغه يو سياسي‬
‫پوهاند هم وو‪ ،‬هغه د افغانستان په ځالند سباوون باندي هم ډېر محكم‬
‫يقين درلود‪ ،‬د ډوډۍ پسته چې د چاى دور چلېدى نو د ګردو په‬
‫اصرار سره مرجاني خپل يو نوى ازاد نظم او يوه نوې غزل وويله‪،‬‬
‫چې د رمز و كنايې په پسول پسوللې بڼه يې درلوده‪ ،‬په نظم او غزل‬
‫دواړو كښي د ميني درد په شاعرانه رمز سره وړاندي كړل سوى‬
‫وو‪ ،‬د دوستۍ ميني او ورور ګلوۍ په دې ماحول كښي ماللۍ‬
‫شينواري د دعا په انداز الس پورته كړل او دعا يې وغوښته چې "‬
‫خدايه ته د ټول افغانستان د خلګو هم داسي خوشحالي په نصيب كړې‬
‫"‪ .‬امين‪ .‬اووه اته ږغونه پورته سول‪.‬‬
‫و شاه زمرك خان ته دا انداز ډېره ښه معلوم سو‪ ،‬نزدې د‬
‫څلورو بجو په شا و خوا كښي د شاه زمرك خان موبايل زنګ وواهه‬
‫د مجلس بڼه لږ څه بدله غوندي سوله‪ ،‬شاه زمرك خان له مجلس‬
‫څخه لږ يوې خواته سو او په پوره سنجيدګۍ سره يې خبري اورېدې‪،‬‬
‫كله چې هغه خپل موبايل بند كړى نو په برېتو كښي يې يوه زوركي‬
‫مسكا وغوړوله او بېرته و مجلس ته را داخل سو او و يې ويل چې‬
‫په رښتيا سره پس له ډېرو مودو مي دومري د خوند وخت ستاسو‬
‫په منځ كښي تېر كړى‪ ،‬زه ستاسو د حاضرو ټولو دوستانو شكرګزار‬
‫يم چې زه مې په خپل منځ كښي د خاندان د يوه فرد په حيث قبول كړم‬
‫او زه هم له ننه څخه پسته تاسو واړه موجود خلګ د خپل خاندان د‬
‫هغه خاندان چې يوازي زه ځني پاته يم د افرادو غړو په حيث قبلوم‪،‬‬
‫زما تګ ضروري سو يو اهم نظامي پيغام راته ورسېدى خبر نه يم‬
‫چې بيابه كابل ته كله راغبرګ سم او كه ژوند وو او راغلم نو دويمه‬
‫پارټۍ به زما له جانبه وي‪ ،‬نن په اول ځل كښي د هغه په زړه كښي د‬
‫تذبذب رنګ را پورته سو "‬
‫‪94‬‬

‫" الكن الال! نو ته چې ځې نو بيابه دا ډك كور څه په كوو؟‬


‫ماللۍ او ودا په يوه وار سره وږغېدلې‪ ،‬ګوره ماللۍ! زه و تا او ودا‬
‫دواړو ته دا وايم چي ما دا كور ستاسو په اصرار سره اخستى دى او‬
‫ملكيت يې هم ستاسو په نوم دى‪ ،‬څه معلومه ده چې القسمت ما ودې‬
‫ته پرېږدي هم او كه نه چې زه دي پكښي مېشت سم‪ ،‬كه چېري زه‬
‫د لوى افغانستان دپاره تر خپله ساه تېر سوم نو بيا دا كور د ويجاړ‬
‫افغانستان د بې وزلو يتيم بچيانو دپاره په يوه يتيم خانه او سكول‬
‫سره بدل كړى او ما په خپلو دعاوو كښي ياد ساتى"‪ .‬ښه دى د‬
‫خداى په امان‪ ،‬د ژوند په شرط به بيا سره غواړو"‪.‬‬
‫نن په اول ځلي هغه د نارينوو او ښځو واړو سره په الس‬
‫رخصت واخيست‪ ،‬چې و كېتراين ته مخامخ سو نو يې ورته‬
‫وويل‪:‬‬
‫"كېتراين د جنګ په تاوده سنګر كښي به ستا د وايلن نغمه ما‬
‫ضرور د جرآت او رجايت سره هم آهنګ وساتي او زما د رويې‬
‫باوجود ستا په دې پارټۍ كښي د شموليت په رښتيا سره ډېره مننه‬
‫كوم"‪ .‬د شاه زمرك خان په ږغ كښي په رښتيا سره ممنونيت وو‪.‬‬
‫كېتراين چې د حاالتو په نوي سياق وسباق پوهېدله او په‬
‫خپله مينه نوره هم باوري سوې وه په ځواب كښي يې ورته وويل‪:‬‬
‫"سر! زما خو يوه خبره زده ده اوهغه دا‪" :‬څوك چي د چا سره‬
‫مينه لري نو مقابله نه ورسره كوي"‪ ،‬د كېتراين په لهجه كښي د‬
‫خزان بې كسي او مجبوري وه‪.‬‬
‫شاه زمرك خان او د موجودو ټولو خلګوپه زړونو دا جمله د‬
‫تېرې چاړې په څېر تېره سوه‪ ،‬شاه زمرك خان د روح تر انتها‬
‫پوري زخمي سو د لفظونو په شا چې كومه بې وسي او بې كسي وه‬
‫هغه د شاه زمرك خان په توده وينه كښي د سړې واوري په څېر‬
‫ورګډه سوه هغه د يوه ساعت دپاره چې كله يې هم عادت نه وو‪ ،‬په‬
‫نېغه توګه د كېتراين و مخ ته په كتلو ځېر سو‪ ،‬د هغه د تورو‬
‫ښايستو سترګو په شا د ځنګلونو بل وحشي اور نور هم په وحشت‬
‫سره په نڅا سو‪ ،‬كېتراين د وجود تر انتهاپوري ولړزېدله او په غير‬
‫ارادي توګه يې سر پر سينه باندي پرېوتى‪ ،‬شاه زمرك خان ته د‬
‫موقعې د نزاكت احساس ورپه زړه سو نو په خاموشۍ سره و هغه‬
‫مېز ته ورنزدې سو چېري چې د هغه كمربند‪ ،‬كالكوف پروت وو‪،‬‬
‫عين په دې حال كښي د هغه پام وهغه غټي شمع ته ور وګرځېدى‬
‫چي د دغه مېز پر منځ باندي يو چا بله ايښې وه‪ ،‬هغه مخ بېرته د‬
‫مجلس په خوا را وګرځوى او پوښتنه يې وكړه‪:‬‬
‫‪95‬‬

‫"چې په ورځ د شمعي د بلولو منطق څه دى؟ ودا ته راته ووايه‬


‫"‪" .‬نۍ الال! چې چا بله كړې ده نو هغه دې جواز وښايي‪ ،‬الال! دا‬
‫كار مرجاني كړى دى‪ ،‬مرجانه دي يې ځواب ووايي‪.‬‬
‫"ښه نو مرجاني ددې مطلب څه دى؟ او هسي زما پر تا باندي د‬
‫دوو درو خبرو پور هم باندي دى د هغه ځواب خو به اينده ته‬
‫پرېږدو‪ ،‬دا د ورځي د موم بتۍ د بلولو په شا تاسو څه پېغام لرى"؟‬
‫دهغه روح د ميني په رمز و كنايه كښي د رېدي په څېر په لمبه‬
‫راغلى‪ ،‬الكن د چا سره مينه‪ ،‬ددې تعين اوس ال ممكن نه وو‪ ،‬شايد‬
‫چې د انسانيت په ټولنيزه مينه هغه پوهېدى چې د ابهام هم يو خپل‬
‫خوند وو اول خو مشكل دادى چې زه تاسو په كوم نوم سره مخاطب‬
‫كړم او دويم مشكل دادى چې ستاسو سره نېغ په نېغ خبره كول يو‬
‫ګران كار دى نو ځكه د رمز و كنايې و شاعرانه طريق كارته رجوع‬
‫كول يوه محفوظه او اسانه الره ده‪ ،‬موږ ستاسو و ترجيحاتو ته ډېر‬
‫احترام لرو الكن ژوند د متنوع او څواړخيزو عواملو په نتېجه كښي‬
‫خپله دا ښكلې بڼه موندلې ده‪ ،‬الكن ستا د شخصيت د دهشت په حواله‬
‫هر يو څوك ستا په موجودګۍ كښي د يوه بې نومه غوندي خوف‬
‫ښكار سي‪ ،‬ستا د شخصيت سايه دومري ګڼه د نورو پر زړونو او‬
‫ذهنونو باندي پرېوزي چي عين د ورځي په نيمي كښي و هغو ته د‬
‫يوې بلي شمعي ضرورت ور پېښېږي او هسي له جنګه پرته تاته‬
‫هم د ژوند نور ښايسته متنوع رنګونه په نظر نه درځي نو چېري‬
‫چي ددې شمعي ضرورت و موږ ګردو ته دى چي ستا د شخصيت‬
‫ښكار يو نو هلته وتاته يې هم ضرورت دى چي تاسو له جنګه ماسوا‬
‫د ژوند د نورو اړخونو له ليدلو څخه محروم ياست‪.‬‬
‫"مرجاني! ګوره چي په څه مشكل سره خپله خبره پوره كړه او‬
‫بيايې په خندا سره د غولي و خواته منډه كړه‪.‬‬
‫شاه زمرك خان ورپسې ږغ كړ چي‪:‬‬
‫" مرجاني! زه به تا ګورم‪.‬‬
‫يو واره يې بيا زباني كالمي له ټولو څخه په يوه الس رخصت‬
‫واخيست‪ ،‬د مكان بندوبست يې وماللۍ او ودا ته پرېښووى‪ ،‬له مېز‬
‫څخه يې په يوه الس خپل كمربند‪ ،‬كالكوف او د كېتراين مات وايلن‬
‫راپورته كړى او په بل الس يې له مېزه څخه بله مومبتۍ‬
‫راواخيستله‪ ،‬الكن تر وتلو وړاندي يې بېرته د پامير د لېوه څېره‬
‫واغوستله او نېغ سيده و خپلو ملګرو ته ور ووتى‪ ،‬كله چي په جيپ‬
‫كښي كښېنوست نو ډېر ساعت ده و يوې بلي شمعي ته كتل او بيا‬
‫يې و ډرايور ته وويل‪" :‬چي درځه كله چي جيپ روان سو نو د‬
‫شمعي تودو اوښكو د شاه زمرك خان د ګوتو سرونه وسوځول او بيا‬
‫په كراره سره مړه سوه‪ ،‬شاه زمرك خان ته په سمه توګه دا احساس‬
‫‪96‬‬

‫وسو چي د ننه په كوګل كښي د هغه د كاڼي په څېر د سخت زړه‬


‫څوكي له خپله ځانه يوه سره سكروټه وسپڼله او بيا يې د بلي شمعي‬
‫په څېر يوه نرۍ لمبه پيدا كړه‪ .‬د شاه زمرك خان په تاريك وجود‬
‫كښي د نور كښت په ټوكېدو راغلى او هغه ته ليري په شرق كښي د‬
‫سهار د لمر د راپورته كېدو منظر ور په زړه سو‪.‬‬

‫‪‬‬

‫د مرجاني و زاهد توصيفي تعلق د ميني له معروضيت څخه‬


‫اوس په موضوعي تجريديت باندي بدل سوى وو‪ .‬د هغو د ميني كمال‬
‫داوو چي هيڅ بڼه او اصطالحي رشته يې نه درلوده‪ ،‬هغه پوهېدل‬
‫چي تجريديت هم د معروضيت يو سريلسټك ( ‪ )Surrealistic‬يا باطني‬
‫صورت دى‪ ،‬د هغو ميني اوس له رسمياتو څخه ډېره ازاده بڼه‬
‫درلوده‪ ،‬هغه اوس د مځكي او سمندر په مثال سره يو وو او د هغو‬
‫مينه له پاسه د ځلېدلي لمر په مثال وه چي پلوشې يې د دواړو د‬
‫وجودونو تر انتها پوري لوېدلې وې‪ .‬د هغو د ميني عظيم مثلث مكمل‬
‫وو‪ ،‬په سمندر سره واصله مځكه او د پاسه ځالند لمر دا د ميني په‬
‫معروضي او موضوعي حواله يوازي ازلي او آفاقي مثلث وو چي د‬
‫خداى په اراده كښي يې تر هر څيز زيات ارزښت درلود‪.‬‬
‫مرجانه و زاهد تو صيفي د نورو سره په خپلو تعلقاتو كښي ډېر‬
‫آزاد وو‪.‬‬
‫انجنېر كه د مرجاني او ودا سره يو افالطوني تعلق درلودى نو‬
‫زاهد توصيفي له هغه څخه حظ پورته كاوه او كه مرجاني له شاه‬
‫زمرك خان سره يو بې نومه پاك تعلق درلودى نو زاهد توصيفي و‬
‫دې تعلق ته ډېر احترام درلود او كه ډاكټري د زاهد توصيفي په‬
‫صحبت كښي مسرت محسوسوى نو مرجاني به هغې ته په يوه و بله‬
‫معنا سره موقعه وركوله‪ ،‬بلكي مرجاني به د ډاكټري سفارش هم‬
‫كاوى چي زاهد توصيفي د هغې يو پورټرېټ هم جوړ كړي‪ ،‬مرجاني‬
‫ودا او ماللۍ به كله كله د انجنېر صاحب ددې سپېڅلي احساس‬
‫استحصال هم كاوى او دلته و هلته به يې له هغه څخه دعوتونه‬
‫خوړل‪ ،‬ډاكټري ځكه اعتراض نه ورباندي درلود چي په دې بهانه به‬
‫يې د زاهدتوصيفي سره د مكالمې مواقع په الس ور تلې‪ ،‬د دوستانو‬
‫دا مجلس يو مثالي مجلس وو‪ ،‬كېتراين البته په تهذيبي فرق سره له‬
‫دې دايرې څخه لږ پر كناره وه‪ ،‬الكن مرجاني وهغې ته ډېر وخت او‬
‫توجه وركوله او هغه يې تر ډېره حده پوري په ځان پوري تړلې وه‪،‬‬
‫مرجانه له خپله كوره ليري اوس په يوه نوې مځكه كښي د ريښو د‬
‫اچولو او نيولو په عمل بوخته وه‪ ،‬هغه د زاهد په الفت سره باوري‬
‫‪97‬‬

‫وه‪ ،‬زاهد د شاهدترين د ميني كمى په تخليقي سطح باندي تر سره‬


‫رسولى وو‪ ،‬هغه پوهېدله چي اوس و هغې ته د بلي نوې ميني‬
‫ضرورت نسته‪ ،‬الكن په اخيري تجزيه كښي هغه پوهېدله چي د يوه‬
‫څيز كمى دى دڅه؟ ددې ادراك د هغې تر وسه تېر وو‪ ،‬دا يو داسي‬
‫نفسياتي پېچ وو چي د اړ سپڼسي په څېر يې سر نه معلومېدى‪،‬‬
‫الكن ددې نفسياتي پېچ تر څنګه هغه د يوې بلي مسئلې سره مخامخ‬
‫وه او هغه د جنسي نا آسودګۍ ازار وو چي د هغې په وينه كښي په‬
‫لمبه وو او د هغې د نا ارامۍ سوب هم وو‪ ،‬د رحيم جان سره د ګناه د‬
‫شپې پسته بيا هغې د يوه نارينه سره هم په خلوت كښي نه وو ليدلي‪،‬‬
‫هغه د زاهدسره و ګناه ته خو ازاده وه الكن د زاهد توصيفي مينه د‬
‫هغه دانځورونو د سپين رنګ په څېر سړه وه‪ .‬دې ميني د احترام او‬
‫پاكيزګۍ احساس خو پيداكوى‪ ،‬الكن پر جنسي جذبه باندي دپامير د‬
‫سړې واوري په څېر پرېوتله‪ ،‬بله مسئله داوه چي هغه په دې حواله‬
‫هيڅ هم پېش رفت نه كوى‪ ،‬هغه د مرجاني په مينه كښي دومري‬
‫ژورتيا ته رسېدلى وو چي د مرجاني موجودګي يې په سايه او وجود‬
‫يې په يوه خوب سره منقلب كړى وو‪ ،‬انجنېر صاحب كه په هغې‬
‫كښي كله كله جنسي خواهش تحريك پيدا كوى‪ ،‬ولي چي د هغه د‬
‫سترګو لوږه به د زړه پر مځكو باندي د تاوده سراب په څېر په څپو‬
‫راتله او دهغې پر زړه باندي د زاهد د ميني راغونډي سړې واوري‬
‫به يې ويلي كړې او د جنسي تعلق خواهش به د رېدي د ګل په څېر‬
‫په سرو لمبو كښي په نڅا راغلى‪ ،‬الكن هغه د ډاكټري مېړه د دې په‬
‫خپله يو دوست هم وو او هغه د پښتني عنعناتو اسيره يوه پښتنه هم‬
‫وه‪ ،‬پښتانه نر و ښځه د خپلو دوستانوسره دجنسي تعلق د قايمېدلو‬
‫څخه عموما ً ډډه وهي‪ ،‬پښتانه په دوستۍ كښي د مردارۍ له نفسياتو‬
‫څخه ليري او ازاد زړونه لري‪ ،‬هغوى دوستي د خلوص او باهمي‬
‫عزت دپاره كوي د جنسي تعلق دپاره نه‪ ،‬نو ځكه مرجانه د خواهش‬
‫باوجود له انجنېر صاحب څخه پر ښه فاصلو باندي اوسېدله‪.‬‬
‫پاته سو شاه زمرك خان‪ ،‬نو د هغه سره د جنسي تعلق خو يې‬
‫هيڅ سوال نه پيدا كېدى‪ ،‬د چا سره چي خبره كول ګران وي نو دهغه‬
‫سره دا ډول تعلق خو و مرګ ته د نژدې عمل نوم دى‪ ،‬مرجانه‬
‫پوهېدله چي دا د شاه زمرك خان سره مينه نه لري‪ ،‬الكن د هغې‬
‫شاعرانه بصيرت د هغه د اهميت او ضرورت خبر ضرور ور كوي او‬
‫بيا شاه زمرك خان د كېتراين د ميني محور وو او هغې دشاه زمرك‬
‫خان دپاره ډېري لوى قربانۍ وركړي وې‪ ،‬هغې د كېتراين سره ډېره‬
‫بې كچه مينه درلوده‪ ،‬ولي چي هغه د غريب الوطني په احساس سره‬
‫په خپله هم بلده وه‪،‬دا هغه صورتِحال وو چي مرجانه ورسره مخامخ‬
‫وه‪.‬‬
‫‪98‬‬

‫په دې حواله ددې و د كېتراين جذباتي صورتِحال ډېر سره ورته‬


‫وو او و دواړو ته په نفسياتي او جنسي حواله سره د سهارو ضرورت‬
‫وو‪ ،‬نو د څه تذبذب پسته دواړي چي په يوه هاسټل كښي سره‬
‫اوسېدلې د دوى تر منځ باهمي جنسي تعلق (لزبينيت) خپله بڼه‬
‫وسپڼوله‪ ،‬كېتراين سيكس پرساينسي بنيادونو باندي پېژندى‪ ،‬نو ځكه‬
‫هغې په كمال سره د ځان و مرجاني دا ضرورت تر سره رسوى‪،‬‬
‫مرجانه اوس ډېره رېلكس سوه‪ .‬چيري چي د هغې دا سوخته نفسياتي‬
‫او جنسي ستونځه په ښه توګه حل سوه نو هلته يې د دوستانو په حلقه‬
‫كښي د كردار په حواله عزت هم پر ځاى پاته سو او د كېتراين هم تر‬
‫يوه حده د مرجاني په وجود كښي د پناه ځاى پيداكړى‪ ،‬د هغو اكثره‬
‫شپې به اوس په ګډه سره تېرېدې‪ ،‬د لزبينيت د جنسي تعلق خوند دوه‬
‫اړخيزه وي‪ ،‬دمحبوب و د مين تفريق نه وي‪ ،‬په يوه وخت كښي‬
‫دواړي هم عاشقي او هم معشوقې وي‪ ،‬ځكه ددې تعلق د استوارېدو‬
‫پسته دې غريب الوطنو ښځو د ميني يو وحدت تر سره ورسوى او په‬
‫نفسياتي حواله د يوې و بلې د سهارې ضرورت يې هم پوره كړى‪.‬‬

‫‪‬‬

‫د زاهد توصيفي او نعيم شاهيني شخړه في الحال په كراره‬


‫معلومېدله‪ ،‬زاهد توصيفي ته د نعيم شاهيني له پوهنتون څخه ايستل‬
‫ښه نه برېښېدى‪ ،‬ولي چي د هغه د ډګري د اخستلو په وخت كښي‬
‫اوس د يو څومياشتو وخت ال پاته وو‪ ،‬د زاهد توصيفي له خوا‬
‫دمصالحت كوشش ته هغه د‪ ،‬رد‪ ،‬په سترګو و كتل كه څه هم هغه‬
‫اوس د ارټ و څانګي ته نه راتلى الكن زاهد توصيفي د هغه د كينه‬
‫پروره وجود احساس پر ځاى درلودى او و هغه ته د يوې ناڅرګندي‬
‫بدمرغۍ يو ناوړه پيكر هره خواته په نظر ورتلى‪ .‬بنفشه اوس هم په‬
‫هغه زاړه طبعيت باندي والړه وه‪ ،‬بلكي هغه اوس و زاهد توصيفي ته‬
‫نوره هم نزدې راغله‪ ،‬هغه د زاهد توصيفي په مبهم خوف سره‬
‫پوهېدله كه څه هم هغې پر دې باندي د هغه سره خبره نه كوله‪ ،‬هغه‬
‫د زاهد توصيفي په نفسياتي ستړې باندي له سره خبره وه‪ ،‬هغه د‬
‫مرجاني خيالي تصوير د زاهد توصيفي په سټوډيو كښي ښه وختي‬
‫ليدلى وو او د ميني و دې اسرار ته په حېرت كښي وركه وه‪ ،‬هغه‬
‫مثالي خيالي تصوير څومري حقيقي وو‪ ،‬بنفشه په خپله هم ددې‬
‫تصوير د ښايست معصوميت او ابديت په نور كښي وركه وه‪ ،‬هغې‬
‫ښه فالټ خو كړى وو الكن يوه داسي روحاني مينه يې نه وه‬
‫‪99‬‬

‫درلودلې كومه چي يوه وجود ته افاقي قدرونه وربخښي‪ .‬هغې ته د‬


‫زاهد توصيفي ددې تصوير سره تعلق ډېر حقيقي معلومېدى‪ ،‬كه څه‬
‫هم دا اوس دآرټ د څانګي يوه متعلمه وه الكن ال د ميني و ژوند په‬
‫جمالياتي بصيرت سره بلده نه وه‪ ،‬هغې ته اوس په اول ځلي د ژوند‬
‫د پټو امكاناتو احساس ور په زړه سو او د معروضي ژوند تنګه دايره‬
‫يې د امكاناتو په ال محدوده موضوعي جهان سره په تبدل وليدله‪،‬‬
‫ژوند‪ ،‬مينه‪ ،‬مرګ‪ ،‬خداى او پټ امكانات؟ دا هغه سوالونه وو چي دې‬
‫تر غور الندي ونيول‪ ،‬هغه اوس لږ لږ پوهېدله چي واړه تخليق‬
‫كاران په بنيادي توګه فالسفران دي هغه كه نبي دى‪ ،‬كه مصور‪ ،‬كه‬
‫شاعر‪ ،‬كه موسيقار‪ ،‬كه مجسمه سازان‪ ،‬نو هغه په اولين توګه د‬
‫ژوند پر ماهيت باندي غور و فكر كوي او بيا د وجود او فكر پر‬
‫جدلياتي اساس باندي د هغه نوى تشكيل تر سره رسوي او دا عمل د‬
‫تفكر او الهام پر بنياد باندي خپله بڼه سپړي بلكې د نوي تشكيل يا‬
‫تخليق په دې عمل كښي هغه په ټول وجود سره له ټوله كايناتي‬
‫موجوداتو څخه استفاده كوي‪ ،‬هغه په مبهم توګه پوهېدله چي د يوه‬
‫تخليق كار په تخليق كښي كايناتي روح يو فعال كردار ترسره‬
‫رسوي‪ .‬ثبوت يې دادى چي دا تخليق كاران په مفصل توګه سره د‬
‫خپل تخليق په حواله څه حتمي واضح نقطه نظرنه لري‪ ،‬په دې لړ‬
‫كښي د پوښتني په حواله هغوى فقط د حيرت كولو په اظهار مجبوره‬
‫پاته كيږي‪ ،‬د حيرت او نا خبرتيا دا احساس هم د هغوى اوهم يې د‬
‫تخليق ښايست پاته كيږي‪.‬‬
‫بنفشه چېري چي له دې خيالي انځور څخه متاثره وه هلته په‬
‫خپل ځان كښي ورك ورك زاهد توصيفي هم ورته ډېر ښايسته ښكاره‬
‫كېدى‪ ،‬هغه چي د زاهد توصيفي په روحاني كرب پوهېدله نو د خپل‬
‫احساس له اظهاره څخه يې زړه ژغورلى ساتلى وو‪ ،‬الكن پر انساني‬
‫معاشرتي سطح باندي يې تعلقات ډېر مثبت وو‪ ،‬هغه تنها و يوازي‬
‫روح و بنفشې ته د نزدې راتلو غير رسمي اجازت وركړى وو‪ ،‬ولي‬
‫چي دا د هغه هم نفسياتي ضرورت وو‪ ،‬د متعلم او معلم د رشتې پرته‬
‫هم هغو يو مثبت انساني تعلق درلودى‪ ،‬بنفشې به د زاهد توصيفي د‬
‫سټوډيو په درس كښي هم په ماپښين كښي برخه اخستله يو‬
‫څومياشتي وړاندي د ناڅرګند وجوهاتو پر بنياد باندي زاهد توصيفي‬
‫دا سلسله وشلوله په دې شپو او ورځو كښي په زاهد توصيفي كښي‬
‫ډېر بدلون راغلى‪ ،‬هغه په سكون سره منتظر سړى اوس د ډېري‬
‫ناكرارۍ سره مخامخ سو او د هغه پر ښايسته څېره باندي اوس د‬
‫غم سكڼى ماښام د دښت د رېګ په څېر په څپه راغلى‪ ،‬هغه د ژوند‬
‫له معموالتو او وظايفو څخه تر ډېره حده ال تعلقي پيدا كړه او‬
‫ښايستې سترګي يې د انتظار په سراب سره سپيني سوې‪ ،‬بنفشې چي‬
‫‪100‬‬

‫هر څو كوشش وكړى خود زاهد توصيفي څخه يې په دې حواله څه‬


‫په زړه پوري ځواب نه وموندى بس هغه دومري ورته وويل‪:‬‬
‫"بنفشې! زه ستا په سپېڅلي احساس پوهېږم الكن زه غواړم‬
‫چي سكوت اختيار كړم ته ماودې ته مه مجبوره كوه چي زه په‬
‫لفظونو سره خپل ښايسته احساس قتل كړم‪ ،‬بس د يو څو شپو انتظار‬
‫دى بيا به يا ژوند ژوند سي يا به نو مرګ"‪ .‬هغه د وينا د ختمېدو‬
‫سره د پاڼي په څېر ژړ سو‪.‬‬
‫او بيا څه د دوو درو مياشتو پسته هغه نه صرف دا چي په خپل‬
‫ځان كښي بحال سو بلكي د هغه شخصيت په عمودي او افقي حوالو‬
‫ډېر وسعتونه وسپړل د هغه د وجود وني ښاخ په ښاخ د سپړېدلو‬
‫شګوفو شتمني او اعتبار پيداكړى‪ ،‬هغه د بادام د درختي په څېر د‬
‫خپلو ګلونو په خوشبويي سره مسروره اومخموره ګرځېدى‪ ،‬خو و‬
‫بنفشې ته يې د دې سوب هم نه ور وښودى كه څه هم د دې دواړو‬
‫تعلق هغه فطري بڼه درلوده الكن بنفشې ته دا ادراك كول څه ګران‬
‫كار نه وو چي هغه په غير محسوس توګه لږ نور هم وشاته‬
‫وڅكېدى ولي؟ ددې ځواب د هغې سره نه وو‪.‬‬
‫بنفشې د حاالتو د فطرتي بڼي د بدلولو هڅه نه كوله‪ ،‬هغه‬
‫پوهېدله چي دا به يو بې ثمره كوشش وي‪ ،‬هغه په خپله حدود اربعه‬
‫پوهېدله او هغه د ژوند په فطرتي تحديد باندي خبره څوك وه‪ ،‬ژوند‬
‫المحدود دى الكن د انسان اختيار و ظرف څودى؟ د زاهد توصيفي‬
‫ګرېزان ميني بنفشه و فلسفې ته غبرګه كړه او مينه يې دوآتشه الكن‬
‫ګونګه سوه‪.‬‬
‫د حاالتو په دې بهير كښي بيا ددې و نعيم شاهيني او د زاهد‬
‫توصيفي شخړه پيدا سوه چي زاهد توصيفي يې څه نا آرامه غوندي‬
‫كړى‪ ،‬الكن كرار كرار ژوند بېرته و معمول ته په هڅه سو‪ ،‬يوه‬
‫ورځ چي بنفشه د ودا د ‪ N.G.O‬و دفتر ته ورغلې وه او غوښت يې‬
‫چي د يوې قومي رضا كاري په حېث د هغو سره مرسته وكړي او‬
‫پوښتنه ورځني وكړي چي خپل فارغ وختونه هغه د كوم خدمت دپاره‬
‫په كار اچولى سي‪ ،‬د ودا سره يې يوه ناسته وسوه‪ ،‬ودا د هغې څخه‬
‫س منظر په حواله يې د هغو‬ ‫څه ذاتي پوښتني وكړې او د كورني پ ِ‬
‫نوموړى خاندان دستي وپېژندى او په زړه كښي د ننه ډاډه هم سوه‪،‬‬
‫ودا و هغې ته د متفرق خدماتو حوالې وركړې او اختيار يې وركړ‬
‫چي هغه د خپلي خوښي ده چي كوم يو كار انتخابوي؟ چي په دې حال‬
‫كښي مرجانه هم د ودا و دفتر ته راننوته‪ ،‬د بنفشې پر څېره باندي د‬
‫پېژندګلوۍ او حيرت اثار را برسېره سو‪ ،‬هغې څه ساعت و‬
‫مرجاني ته په حيرت سره وكتل او په نېغه توګه يې پوښتنه ځني‬
‫وكړه چي‪:‬‬
‫‪101‬‬

‫"آيا موږ له وړاندي كله هم سره ليدلي وو؟ مرجاني په ډېر‬


‫غور سره و بنفشې ته مخ و ګرځوى او ورته وېې ويل چي‪" :‬زه فكر‬
‫نه كوم چي ما و تا به له دې وړاندي سره ليدلي وي"‪ .‬د بنفشې‬
‫ردعمل هغه لږ اندېښمنه كړه‪ ،‬ددوى تر منځ واقع مشكل د ليري كولو‬
‫له پاره ودا په منځ كښي مداخلت ضروري وګڼى‪:‬‬
‫"دا زما همكاره او دوسته ده له كوټي څخه يې تعلق دى دلته د‬
‫افغان ملت د خدمت دپاره په رضاكارانه توګه راغلې ده‪ ،‬ما و دې د‬
‫افغانستان په ټولنيزحال څه مقالې و دا هم ليكلي دي"‪ .‬الكن بنفشه په‬
‫خپل خيال كښي وركه وه‪ ،‬شايد چي به يې د ودا لفظونه اورېدلي وي‪،‬‬
‫هغې چي په بېرته د مرجاني و څېرې ته وكتل نو د يوه اهو سره‬
‫پر پښو جګه ودرېدله او له ځان سره يې زېرلب وويل‪" :‬اوهو‬
‫خدايه! دا څرنګه ممكن ده"‪ .‬او په تېزۍ سره د ودا له دفتر څخه‬
‫ووتله‪ ،‬ودا و مرجانه دواړي ډېري په حيرت كښي پرېوتې چي دابيا‬
‫كومه مهمه پېښه وسوه‪ ،‬مرجاني پوښتنه ورځني وكړه چي‪" :‬آيا ته‬
‫دا نجلۍ له وړاندي هم پېژنې"؟‬
‫د هغې په "يا" كښي څه نا معلومه غوندي ستړيا راكښته‬
‫سوه‪" ،‬نه ګرانې! دا مي اول مالقات وو وهللا چي نوم يې ال راڅخه‬
‫هېر سو‪ ،‬هغه غواړي چي د موږ سره دلته په رضاكارانه توګه خپل‬
‫وختونه ولګوي"‪ .‬ودا ورته ځواب وركړى‪ ،‬د كابل جان بيا و ځان ته‬
‫خپل ځانګړي اسرارونه دي خداى دي خير كوي‪ ،‬مرجاني په زو َركي‬
‫خنداسره جمله ادا كړه چي د تللو په وخت دواړي نن ملګري سره‬
‫راووتې‪ ،‬ودا مرجانه پر هاسټل باندي كښته كړه او د كور په مخه‬
‫والړه‪ ،‬څه ساعت پسته كېتراين هم له ډسپنسرۍ څخه راغله‪ ،‬دواړو‬
‫په ګډه سره د غرمې ډوډۍ له ميس څخه وخوړله‪ ،‬د كېتراين معمول‬
‫دا وو د يوه دووساعتونو پسته به بيا د دوو ګنټو دپاره ډسپنسرۍ ته‬
‫تلله‪ ،‬په دې دوران كښي به مرجاني د موسيقي درس اخستى او پسته‬
‫به د جسماني فټنس دپاره د جوډو كراټو و مركز ته تلله‪ ،‬د هغې د‬
‫ورزش د ختمېدو و ساعت ته نزدې به عموما ً زاهد توصيفي د‬
‫ورزش ګاه پر زينو باندي د هغې انتظار كوى او نن سبا اكثره‬
‫كېتراين به هم له ډسپنسرۍ څخه دلته ځان رارسوى‪،‬يو ځاى به يې‬
‫په ګډه چاى سره وكړې‪ ،‬كله به دلته و هلته ګرځېدو كله به هاسټل‬
‫ته راغلواو كله به بيا د زاهد توصيفي و سټوډيو ته چي كور يې هم‬
‫وو‪ ،‬هلته كښېنستل‪.‬‬
‫د كابل آرټ ګېلرۍ د منتظمينو د ډېر اصرار باوجود زاهد‬
‫توصيفي د اوسنيو تخليقاتو و نمايش ته اماده نه وو‪ ،‬ولي چي امكان‬
‫ددې وو چي مرجانه دي وپېژندل سي‪ ،‬د هغې واړه پورټرېټ‬
‫خوتجريدي نه وو په ځينوكښي خو هغه نېغه په نېغه مصوره سوې‬
‫‪102‬‬

‫وه او د اوسني اپروچ پر اساس باندي د هغه تخليقي مقام د نقادانو‬


‫په نظر كښي نور هم پورته سوى وو‪ ،‬دې خبري لوى وزر كړي وو‬
‫چي زاهد توصيفي صرف د يوه ذات د ښايست اسير دى او په تكرار‬
‫سره فقط دغه يوه څېره اوس پېنټ كوي او بل هيڅ هدف نه لري‪،‬‬
‫ددې خبري يوخپل شاعرانه اهميت او قدر وو او زړه په زړه يې د‬
‫كابل جان د ښاريانو په زړونو كښي سفر كاوى‪،‬‬
‫مرجاني د بنفشې او ځان د مالقات نننۍ خبره و كېتراين ته هم‬
‫وكړه‪ ،‬الكن دا يو داسي اسرار وو چي د هيڅ يو چا سره يې ځواب نه‬
‫وو‪ ،‬ددې ځواب فقط د هغې نجلۍ سره وو او د هغو د بېرته ليدلو‬
‫هيڅ وخت هم نه وو معلوم‪ ،‬نن د بنفشې سره د مالقات پسته مرجاني‬
‫غوښتل چي زغرده تر زاهد توصيفي پوري والړه سي چي اوس به‬
‫هغه هم رارسېدلى وي‪ ،‬ځكه هغه نن نه د موسيقي درس ته والړه‬
‫اونه د كراټو و سنټر ته‪ ،‬هغه په نېغه د زاهد توصيفي د سټوډيو الر‬
‫ونيوله چي د ښه ساعت پر مسافت باندي واقع وه‪ ،‬زاهد توصيفي له‬
‫هغې وړاندي رارسېدلى وو او اوس يې ډوډۍ خوړله‪ ،‬مرجاني څه‬
‫توقف وكړى چي هسي نه چي پرېشانه سي‪ ،‬هغه پوهېدله چي زاهد‬
‫توصيفي د ميني خود شعوريت او جمالياتي بصيرت خو لري الكن ډېر‬
‫زړور سړى نه دى او بيا د هغه دپاره د اوبو د يو بوتل راوړلو دپاره‬
‫د اشپزخانې خواته الړه چي تر غوږ يې د دروازې د ټكولو ږغ‬
‫راورسېدى او ورسره سم د يوې نجلۍ ږغ په ډېر اضطرابي انداز‬
‫كښي د هغې تر غوږو هم راورسېدى"‪.‬‬
‫سر ته خبر يې څه وسو"؟ ته نه يې خبر ما تاسو ته څومري‬
‫اهم خبر راوړى دى‪ ،‬و هللا دستي يې نه درته كوم‪ ،‬كني د ښادي مرګ‬
‫د كيفيت سره به مخامخ سې‪ ،‬د هغې په ږغ كښ جوش هم وو مسرت‬
‫هم او د ياسيت آمېزه هم وه‪.‬‬
‫"خير خو دى ته راسه كښېنه او راسه په ډوډۍ راسره ګډه‬
‫سه"‪ ،‬مرجاني د زاهد توصيفي ږغ واورېدى چي د اندېښنې څرك‬
‫پكښي ځلېدو‪" ،‬اوهو سر! هغه خو هوبهو ستا د انځور ژوندى‬
‫صورت وو‪ ،‬ماويل چي هغه ستا خيالي صورت ژوند پيدا كړى دى‪،‬‬
‫فقط يو معمولي فرق وو په منځ كښي چي د هغې پر ښي بارخو باندي‬
‫يو كوشنى پيدايشي سور نښان وو او پر زنه و غاړه يې د ترندو‬
‫نيولو لمرونو په شان دوه مريان وو‪ ،‬سر! ته يقين وكړه هغه ستا تر‬
‫خيالي تصوير هم زياته ښايسته ده " هغه د خپل ګفتګوى په‬
‫بهيركښي په خپله په غوټو وه‪.‬‬
‫" ته كښېنه بنفشې په ارامه خبره وكړه هغه تاسو چېري‬
‫وليدله " زاهد توصيفي له خوړلو څخه الس ونيوى او هلته مرجانه‬
‫پوهه سوله چي دا نجلۍ څوك ده او د اوبو بوتل په الس كښي‪،‬‬
‫‪103‬‬

‫ومنځني هال ته رادننه سوه او دغه وخت هغه د بنفشې د نظر په‬
‫حصار كښي راغله‪ " ،‬ته او دلته؟ " هغې فقط دومره وويل او په‬
‫تېزۍ سره هغه د مرجاني وخواته راغله‪ ،‬مرجاني د هغې الس په‬
‫خپل الس كـښي واخيست او د زاهد توصيفي په خوا يې راوستله د‬
‫اوبو بوتل اېښوولو وروسته يې دا د ځان سره پر صوفه باندي‬
‫جوخته كښېنوله او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫" زه په غايبانه توګه تا پېژنم او زه پر دا باهمي مالقات باندي‬
‫ډېره مسروره يم"‪ ،‬الكن بنفشه ال تر اوسه پوري په ځان كښي نه‬
‫وه بحال سوې‪ ،‬هغه د حسرت په دريابونو كښي ال غرقه والړه وه‪،‬‬
‫بس هغې په ځير ځير په اوښلنو سترګو د مرجاني و مخ ته كتل او بيا‬
‫يې مرجانه تر الس و نيوله او د زاهد توصيفي د خيالي تصوير چي‬
‫پر نزدې دېوال باندي ځوړند وو تر څنګه يې ودروله او د دواړو‬
‫تقابلي جايزه يې اخيستله‪ ،‬نو يې د ځان سره وويل چي " دا څرنګه‬
‫امكان لري؟ داسي معلومېږي چي يو څوك خو درواغ وايي " هغه د‬
‫خوبولي احساس سره مخامخ وه‪.‬‬
‫نه بنفشې! دا يو حقيقت دى زه د يوه اتفاق په نتېجه كښي كابل‬
‫ته راغلې وم چي هم دا ستا په څېر ددې اسرار سره مخامخ‬
‫سوم‪ ...........‬بيا مرجاني تر وس پوري بشپړه كيسه ورته وكړه‪،‬‬
‫بنفشې يوه سړه سا واخيستله او اوس يې بشپړ يقين سو چي د هغې‬
‫و زاهد توصيفي الري پر هيڅ يو ځاى هم نه سره يو ځاى كيږي‪،‬‬
‫بنفشه تر ځان د مشرې مرجاني د شخصيت څخه په رشتيا سره ډېره‬
‫اغېزمنه سوه‪ ،‬په دغه يوه مالقات كښي دوى دواړي د پېړيو په‬
‫مسافت سره و وتلې چي راغبرګي سوې نو د يووالي روحاني‬
‫احساس يې تر منځ لكه د شرق لمر په خندا والړ وو‪.‬‬
‫زاهد توصيفي په خپل زړه كښي ډېر ريلكس سو الكن يوه‬
‫اندېښنه يې پر زړه راواوښتله چي اوس د بنفشې دلته راتلل امكان نه‬
‫لري بايد چي د دده له خوا دي دا منع كړل سي‪ .‬او هغه نه غوښتل‬
‫چي د څه خطرې سره ځان و مرجانه مخامخ كړي‪ ،‬الكن مرجانه و‬
‫بنفشه د ده له اندېښنو څخه ناخبري په يوې و بلي كښي د سمندر د‬
‫څپو په څېر په مد و جزر وې‪ ،‬په راروانو لږو شپو كښي بنفشه هم‬
‫د دې ټولۍ يو فرد وګرځېدله‪ ،‬هغې پر له پسې دوې درې ډوډۍ‬
‫وكړې‪ ،‬د دې سركل ټوله نارينه و ښځي يې د خپل ټبر سره معارفي‬
‫كړل او د پوهنتون څخه د فراغت پسته خپل وختونه يې د ودا‬
‫دمرضي تابع وګرځول‪ ،‬په خصوصيت سره كېتراين او د مرجاني‬
‫خيال به دې او د كورنۍ نورو غړو ډېر ساتى او كوشش يې كاوى‬
‫چي ودې دوو مسافرو ښځو ته په زړونو كښي ځاى وركړي‪.‬‬
‫‪104‬‬

‫‪‬‬

‫د ورځپاڼو او نورو نشرياتي ادارو له خوا خبر وو چي د پكتيا او‬


‫پكتيكا په عالقو كښي د حكومت او القاعده د غړو تر منځ يو تود جنګ‬
‫روان دى‪ ،‬اخبارونه د ښار كوڅې د شاه زمرك خان او د پامير د‬
‫لېوانو د سربازۍ په كارنامو سرترسره ډكي وې‪.‬‬
‫ماللۍ شينوارې په دې نښتو ډېره غمجنه وه چي د ثور د‬
‫انقالب څخه ال تر اوسه د افغانانو وينه ډېره ارزانه بهېدله‪ ،‬هغه د‬
‫يوې جرنلسټ په حېث د افغانستان په ټولو ستونځو باندي خبره وه‪،‬‬
‫هغې د لوږي او مجبورۍ ژوندي انځورونه د هيواد په ټولو منطقو‬
‫كښي په خپلو سترګو ليدلي وو‪ ،‬د بون د معاهدې نتايج څه زيات په‬
‫زړه پوري نه وو‪ ،‬خو الكن د اساسي قانون د جوړښت له عمله اوس‬
‫په بېرته د رجايت د احساس سره مخامخ وه‪ ،‬هغې هم د شاه زمرك‬
‫خان په څېر خپل سنګر تود ساتلى وو او ځيني وخت به يې ډېر لوڅ‬
‫رښتيا ويل‪ ،‬هغه پوهېدله چي د اوسني مخالفت رېښې په كومو‬
‫مځكو كښي خورې دي‪ ،‬هغه د امن په معنويت پوهېدله او د افغان‬
‫ملت د سباوون په حواله هغې د يوې سپېڅلي وژنرۍ ( ‪)Visionary‬‬
‫په حېث په خپل ذهن و تحرير كښي يوه واضح خاكه او پېغام نه‬
‫صرف درلود بلكې د خپلي نشراتي ادارې په توسط يې د هغې وړانديز‬
‫هم تر تسلسل الندي ساتلى وو‪،‬د نن په ورځپاڼو كښي هم د دې‬
‫كشالې خبر وو‪ ،‬هغه چي د دې واليتونو په ټولنيز صورتحال باندي‬
‫خبره وه متفكره سوه‪.‬‬
‫هلته خلګ نه صرف دا چي د لوږي سره مخامخ وو بلكې قدم پر‬
‫قدم د ژوند د نورو مسايلو سره غاړه غړۍ هم وو‪ ،‬نه دارو درمل وو‬
‫نه سړك اونه مكتبونه‪ ،‬په دې نزدې شپو كښي بنسټ پالو د وطن په‬
‫طول و عرض كښي ډېر مكتبونه سوځلي او د بم چاودني تر سره‬
‫رسولي وې هغې به له ځانه پوښتنه كوله چي دې د څو ټكو‬
‫مزدورانو د چا دپاره خپل وروڼه مړه كړل؟ ايا د بې علمۍ او جهالت‬
‫توري تياري خورول واقعي يو اسالمي خدمت دى؟ الكن هغه په دې‬
‫پوهېدله چي رجعت پسندبنياد ګران دا عمل ولي كوي‪ ،‬دا نكته و‬
‫هغې ته جوته وه كه چېري د علم رڼا د ملت په كلي و كوڅو كښي‬
‫خوره سي نو بيا د دې بنياد ګرانو د مذهب په نوم سياسي دكانداري‬
‫بالكل نه چليږي‪ ،‬جاهل او وږى سړى په مذهبي تعصب سره تاوده‬
‫سنګر ته راوستل ډېر اسانه كار دى‪ ،‬هغه د بې سوادو افغانانو په‬
‫اجتماعي نفسياتو ډېره ښه پوهېدله چي دوى يا خو په ډېره ليري‬
‫ماضي كښي د خپلو اسالفو په تاريخي ادوارو كښي اوسي يانو بيا‬
‫‪105‬‬

‫ډېر ليري په ما بعدالطبيعاتي حواله په آخيرت كښي اوسي د مځكي پر‬


‫مخ د خپل حال او آينده څخه بې پروا د خپلو وروڼو په وينه او غوښه‬
‫سره ګزاره كوي‪ ،‬هغه په نړۍ واله حواله د سيالۍ له عزت سره‬
‫ناخبر زړه و ذهن لري او د بنياد ګرانو د سياسي ګټو دپاره د خپل‬
‫ملت د ښايستې وني ريښې رېبي‪.‬‬
‫ماللۍ په دې ستړي خيالونو كښي د يوه بې وسه خلي په حېث‬
‫بهېدله چي په دې حال كښي د ټيلي فون ږنګ سو‪ ،‬د پكتيا څخه د بي‬
‫بي سي خبريال هاشم زياركښ ګايېدى‪ ،‬د رسمي پوښتني څخه پسته‬
‫هغه وويل چي يو ډېر اهم خبر لرم او هغه دا چي " نن سهار د‬
‫سپېدو پر وخت د ادم خان په كلي كښي د پامير د لېوانو او د‬
‫محاصره سوو بنياد ګرو تر منځ يوه ډېره توده نښته وسوه‪ ،‬شپږ‬
‫ويشت رجعت پسندان ووژل سو او نهه بنديان سول‪ ،‬د پامير د‬
‫لېوانو هم دوه غړي مړه او په درو ټپيانو كښي يې قومندان شاه‬
‫زمرك خان هم شامل دى چي څو مرمۍ ور باندي نښتي دي او په ډېر‬
‫سخت حالت كښي د كابل و امريكن پوځي روغتون ته په يوه هېلي‬
‫كاپټر كښي وړل سوى دى د زيار كښ په ږغ كښي چېري چي جوش‬
‫وو هلته لږ غم هم په نما وو‪ ،‬د ماللۍ په خيال كښي د شاه زمرك خان‬
‫ډېره با رعبه څېره او د هغه جمله " چي ګوره زه به ال په دا كور‬
‫كښي كله اوسم او كنه "؟ په ډېر شدت سره وګرځېدله"‪" .‬ښه نو‬
‫زياركښ صاحب د هغه حالت تاسو وويل چي ښه نه دى‪ ،‬هغه د دوك‬
‫په څپو كښي ترغاړي ډوبه والړه‪ "،‬اوهو ماللۍ خداى دي فضل كوي‬
‫شاه زمرك خان خو د افغانستان د سباوون يو درخشان عالمت دى‪،‬‬
‫كه دى نه وو نو بيا به د دښمنانو الس نور هم اوږد سي"‪" ،‬ښه ده‬
‫زياركښ صاحب مننه زه اوس دستي دا خبر لندن ته لېږم تاسو د‬
‫موږ سره په تماس كښي اوسى‪.‬‬
‫هغې په كپېدلو السونو ريسېور كښېښود او بيايې په نمجنو‬
‫سترګو او تريخ حلق سره ددې خبر و ودا ته هم وركړ‪ ،‬د دفتر‬
‫پرېښودلو وړاندي يې دا خبر و بي بي سي پښتو څانګي ته انتقال‬
‫كړى او و نورو همكارانو ته د څه هداياتو پس د خپل موبايل ټيلي‬
‫فون سره نېغه د ودا و دفتر ته په يوه ټيكسي كښي ور روانه سوه‪،‬‬
‫ودا و مرجانه هم ډېري پرېښانه وې‪ ،‬كله چي ماللۍ هم‬
‫ورورسېدله نو سوال دا وو چي كېتراين به څوك خبروي"؟ او د‬
‫هغې بغير و امريكن پوځي هسپتال ته ور تلل ممكن هم نه وو‪ ،‬يو‬
‫خو هغه په خپله يوه امريكنه او بل يوه ډاكټره هم وه او د هغې‬
‫اكثره پوځي همكاران اوس هم دلته په روغتون كښي موجود وو‬
‫فيصله دا وسوه چي د هغې خبرول په دې هم ضروري دى چي‬
‫دهغې د شاه زمرك خان ليدل تر هرچا زيات ضروري دى‪ ،‬ولي چي‬
‫‪106‬‬

‫هغې د ده سره ډېره بې كچه مينه لري او دهغه دپاره يې خپل كور‪،‬‬
‫هيواد او طرز معاشرت هم پرېيښى وو او بل د هغې د مرستي بغير‬
‫د دې درو دپاره هم دا ممكن نه وو چي هغه وويني‪.‬‬
‫فيصله دا وسوه چي هغه په قلبي و ذهني توګه ومرجاني ته‬
‫ډېره ورنزدې ده نو مرجانه دې پرفون باندي (‪ )Contact‬كړي او په‬
‫يو داسي انداز باندي دي يې خبره كړي چي هغه په خپل زړه كښي‬
‫چېري ماته نه سي‪ ،‬خو مرجاني ته په خپله هم دا كار ډېر ګران‬
‫ښكاره كېدى چي چاره نه وه نو يې بسم هللا كړه‪ ،‬پر خپل موبايل‬
‫باندي يې د كېتراين نمبر ډايل كړى‪ ،‬كله چي كېتراين په هيلو سره‬
‫رسپانس وركړى نو مرجاني ورته وويل چي‪" :‬څرنګه يې؟‬
‫كېتراين د مرجاني در خبري وړاندي ورته وويل‪:‬‬
‫"مرجاني! ښه يمه‪ ،‬الكن نن له سهاره مي زړه داسي راته‬
‫ښكاري لكه له كوګل څخه چي د باندي وتلى وي‪ ،‬مرجاني ښه سوه‬
‫چي تا فون راته وكړى زه نن په اول ځلي د يوه ناڅرګند خوف او د‬
‫يوه داسي غم ښكار يمه چي په ظاهره يې هيڅ هم سوب په نظر نه‬
‫راځي‪ ،‬ته داسي وكړه‪ ،‬كه فارغه يې نو تر ما پوري راسه‪ ،‬يا به زه‬
‫داسي وكړم چي زه دا يو څو رنځوران فارغ كړم‪ ،‬نو زه به درسم‪ ،‬ته‬
‫دلته له خپل دفتر څخه ګايېږې"؟ "اهو كېتراين! زه دلې يم‪ ،‬ماللۍ‬
‫هم راغلې ده‪ ،‬موږ ستا انتظار كوو‪ ،‬د ودا په شموليت به بيا د يوه چا‬
‫د پوښتني دپاره تر روغتون پوري والړ سو"‪.‬‬
‫"ولي څوك رنځور سوى دى"؟ د هغې په ږغ كښي اندېښنه په‬
‫لمبه راغله‪ ،‬يعني زموږ په ډله كښي څوك بيمار دى؟‬
‫"خبره داسي ده كېتراين چي شاه زمرك خان اوس اوس ما او‬
‫ودا ته ټيلي فون وكړى چي هغه د درو څلورو ورځو څخه د توري‬
‫تبي په رنځ اخته دى او دلته په پوځي روغتون كښي تر عالج الندي‬
‫نيول سوى دى‪ ،‬نو موږ داغوره وګڼله چي تا هم راسره بوځو او په‬
‫ګډه يې ووينو"‪ .‬مرجانه پر خپل ځانګړي پر اعتماد لهجې باندي‬
‫حېرانه سوه‪ ،‬د ټيلي فون پر هغه بل سر باندي يوه اوږده خاموشي‬
‫و غوړېدله او بيا يو په اوښكو لوند ږغ ورباندي خپور سو‪:‬‬
‫"مرجاني! كه هغه مړ دى نو راته ووايه‪ ،‬زه ددې خبري دپاره‬
‫په ذهني توګه تياره يمه‪ ،‬دومري غيرت په ما كښي هم نسته چي‬
‫ورپسې مړه به سم‪ ،‬هان البته‪.......‬او بيا د هغې ږغ د سوګلۍ په ږغ‬
‫سره بدل سو‪.‬‬
‫"كېتراين! زه قسم خورم چي هغه ژوندى دى‪ ،‬هان لږ زخمي‬
‫دى او حالت يې له خطرې څخه د باندي دى‪ ،‬بس ته ځان راورسوه‬
‫نوري خبري به خداى آساني كړي"‪.‬د مرجاني د ږغ پر اعتمادۍ و‬
‫كېتراين ته هم لږ زړه وركړى او ورته ويې ويل چي‪:‬‬
‫‪107‬‬

‫"بس زه درغلمه"‪.‬‬
‫د كېتراين په كوشش و سفارش سره و دوى درو واړو ته د دې‬
‫اجازت وركول سو چي دوى له لېري د شاه زمرك خان څېره وويني‬
‫د چا چي يو اوږد اپرېشن سوى وو‪ ،‬هغه د ژوند ومرګ پر سرحد‬
‫باندي والړ هم د يوه ويده زمري په څېر باوقاره ښكاره كېدى‪ ،‬په‬
‫دومري سخت صورتحال كښي هم د هغه پر ښايسته څېره باندي‬
‫دكرب اثار نه وو‪ ،‬د كېتراين په اصرار و اهميت سره و هغې ته‬
‫اجازت وركول سو چي هغه دي د ده په حضور كښ خدمت وكړي‪ ،‬د‬
‫دوى درو واړو اوښكي نه درېدلې‪ ،‬ودا و ماللۍ ته خو داسي ښكاره‬
‫كېده چي دا د ښيښې په هغه خوا يې ټپي ورور پروت دى‪ ،‬الكن د‬
‫مرجاني احساس ژور او غمجن خو ډېر وو الكن د رشتې په حواله يې‬
‫هيڅ سر نوښت نه درلودى‪ .‬مرجاني له ځانه پوښتنه وكړه چي‪:‬‬
‫"داد ښيښې په آبله خوا پروت دا ټپي سړى څوك دى؟ په ظاهره‬
‫چي زما يوه هم رشته ورسره نسته نو بيا زما دپاره نو ولي دومري‬
‫اهم دى؟ دا خبره خو و ماته هم څرګنده ده چي نه زه د هغه سره او نه‬
‫هغه د ماسره مينه لري نو بيا د دهشت د دې پيكر سره زما رشته څه‬
‫ده"؟ د سوالونو يو ځنګل يې د زړه پر غولي په ټوكېدو سو او‬
‫ورسره هيڅ هم ځواب يې نه درلود‪.‬‬
‫عين په دې حال كښي د هغې پر بارخو والړي اوښكي ورته‬
‫وويل چي " مرجاني ته په كابل جان كښي د زاهد توصيفي دميني په‬
‫سوب سره مېشته يې ال كن په دې ښار كښي چي كوڅه كوڅه يې په‬
‫خوف و انديښنو ډكه ده‪ ،‬نو هم داسړى په تحت الشعوري حواله ستا‬
‫د اطمينان باعث او ستا پر ذات باندي د پالرنۍ كال په څېر‬
‫راڅرخېدلى دى‪ ،‬دا بيا بله مسئله ده چي نه ته اونه هغه په خپله دا‬
‫احساس لري‪ ،‬زه تاته يوه بله خبره ال هم كوم او بيا ستا له ښايسته‬
‫بارخو څخه د مقدسي موري مځكي په اغوش كښي د خپل نېست د‬
‫هوسايي د موندلو دپاره مخ په وړاندي سفر كومه‪.‬‬
‫"مرجاني! كه شاه زمرك خان نه وو نو د ټولو مينو باوجود به‬
‫په كابل جان كښي ستا اوسېدل باعث د خوف وګرځي"‪.‬‬
‫د اوښكي دا وينا په راست توګه د مرجاني تر زړه ووتله او هغې‬
‫د ځان و شاه زمرك خان رشته په ښه توګه وپېژندله‪ ،‬الكن هغې‬
‫خپله اوښكه ودې ته نه كړه ايله چي پر مځكه پرېوځي د خپل ښي‬
‫الس د نصيب په ګوته يې له خپله بارخو څخه راپورته كړه او ښه‬
‫ساعت د هغې وښايسته وجود ته په مينه سره ځير سوه چي اوښكي‬
‫د فطرت په خوږه خاموشه ژبه پوښتنه ورځني وكړه‪" :‬چي مرجاني!‬
‫ما پرېږده چي د لوى فطرت برخه و ګرځم‪ ،‬دلته هر څوك يوه اوښكه‬
‫ده چي د لوى فطرت له سترګو ايله سوې ده‪ ،‬دا بيا بله مسئله ده چي‬
‫‪108‬‬

‫هر څيز په خپل ترتيب كښي له يوه و بله جدادي كنې واړه موجودات‬
‫د فطرت د ښايستو سترګو څخه د رالوېدلو اوښكو حقيقت لري‪ ،‬زه‬
‫ستا د وجود د محدود زمان مكان څخه د فطرت و المتناهيت ته په‬
‫سفر يم اوما له قرنو څخه د دې ازادۍ دپاره سفر كړى دى زه وتاته‬
‫خواست كوم چي ما ايله كړه چي د خپل ښايسته ازلي تقدير سره په‬
‫وحدت راسم كله چي ته هم د يوې اوښكي په څېر د فطرت په لمن‬
‫كښي راتوى سې نو ما و تا به په بېرته د لوى فطرت په المتناهيت‬
‫كښي سره يو سو"‪ .‬د اوښكي په استدالل كښي ډېر ژور منطق شامل‬
‫وو‪.‬‬
‫" نه ګرانې! ته چي زما د وجود تر واړه كليت زياته باشعوره‬
‫يې نو ځان څرنګه بې تا بېنوا كړم‪ ،‬ته زما د شعور د مځكو لمر يې‬
‫او ستا انكشاف زه د خداى د ارادې په څېر ازاده كړم‪ ،‬زه په بېرته‬
‫تا د خپل وجود برخه ګرځوم او بيا به پر يو ټاكلي وخت دواړي د‬
‫لوى فطرت په غېږ كښي ځاى ونيسو"‪ .‬او ددې سره سم مرجاني‬
‫هغه خپله ښايسته باشعوره اوښكه په خپلو ښايستو لبو د ګوتي له‬
‫سره پورته كړه او د خپل وجود په انتها كښي يې د يوه ختلي لمر‬
‫كارورځنې واخيست‪.‬‬
‫ښه نو شاه زمرك خان په دې حواله زما دپاره ضروري دى‪،‬‬
‫اوهو زما دپالر كوره‪ ،‬خداى دي جوړ كړه د هغې زړه په پوره‬
‫اخالص سره دعا وكړه هغه سل په سل كښي د خپلي اوښكي د تجزيې‬
‫سره په موافقت كښي سوه‪ ،‬هغه په دې خيال كښي بيا وركه سوه‬
‫چي په مينه او بې خوفي كښي د ترجيحي اهميت د كوم يوه په برخه‬
‫دى؟‪.‬‬
‫په دې وخت كښي كېتراين له د ننه څخه تر دې پوري راغله‬
‫او ورته يې وويل چي‪" :‬ما له نورو غټو ډاكټرانو څخه پوښتنه وكړه‬
‫او د هغه و سرته ځړېدلى چارټ مي هم په خپله ولوستى‪ ،‬هغه څو‬
‫ګولۍ مخامخ په سينه او نس كښي لګېدلى دى‪ ،‬الكن دنني اهم اعضا‬
‫يې واړه سالمت دي‪ ،‬بس د خداى فضل دى چي واړه مرمۍ يې په‬
‫پستو غوښو كښي وتلي دي‪ ،‬يوې ګولۍ يې په معمولي توګه د زړه‬
‫سر څټلى دى الكن په دې حواله هم د زيات تشويش ضرورت نسته‪،‬‬
‫د هغو وينا داده چي وينه يې زياته بهېدلې ده او د هغې كمى هم‬
‫اوس موږ ورپوره كړى دى هيله داده چي زغرده به په هوش كښي‬
‫راسي‪ .‬تاسو داسي وكړى چي اوس والړي سى‪ ،‬زه به له تاسو سره‬
‫په ټيلي فونيك تماس كښي اوسم‪ ،‬ستاسو دلته موجودګي د روغتون د‬
‫چار واكو دپاره باعث د اعتراض ګرځي په مخه مو ښه‪ ،‬زه به تاسو‬
‫په حاالتو خبري ساتم او هسي په ورځ كښي د يو وار د شاه زمرك‬
‫‪109‬‬

‫خان د ليدلو اجازه ما ستاسو دپاره د روغتون له منتظمينو څخه تر‬


‫السه كړې ده‪ ،‬كه خداى كول نو سبابه سره وينو"‪.‬‬
‫كېتراين په بېرته خپله پوځي بې رحمه څېره اغوستې وه‪،‬او‬
‫هغه د يوې ډاكټري په څېر په سرد مهرۍ سره ګايېدله‪ ،‬په دې‬
‫باندي بيا يو څوك هم خبر نه وو چي هغه د خپل وجود د پر سكون‬
‫سطح الندي د څومري شديد طوفان سره مخامخ ده‪ ،‬هغو د درو‬
‫واړو په نمناكو سترګو سره روغتون پرېښودى‪ ،‬تر روغتون‬
‫بېرون د خلګو يو اژدهام راغونډ وو او د شاه زمرك خان په حال‬
‫يې د ځان دخبرولو ارمان راوړى وو‪.‬‬
‫د روغتون ترجمان و هغو ته د شاه زمرك خان حاالت په‬
‫تفصيل سره وښودل او خواست يې ورته وكړى چي هغوى دي خپلو‬
‫خپلو كورونو ته و الړ سي او موږ ته دي مسئلې نه جوړوي‪ ،‬موږ هم‬
‫هغه ته ډېر قدرلرو او كه يې عالج دلته ممكن نه وو نو موږ يې تر‬
‫امريكه پوري هم د وړلو خيال لرو‪ .‬بس تاسو يې هم د جوړښت‬
‫خواست كوى‪ ،‬انشاء هللا زغرده به ستاسو محافظ ستاسو په منځ‬
‫كښي په خندا ووينى"‪.‬‬
‫د كېتراين ورځي په غم لړلي او شپې بې خوبه وې‪ ،‬هغه خبره‬
‫وه چي د شاه زمرك خان د ژوندي پاته كېدو اميد څومري كم دى‪ ،‬په‬
‫تېرو سوو درې څلورو ورځو كښي هغه هيڅ بهبود نه وو موندلى‪،‬‬
‫په خود سر محترم صدر حامدكرزى صاحب د هغه پوښتني ته راغلى‬
‫وو نوځكه حكومتي چارواكو او نظامي پرسنلز په دې حواله ډېر فعال‬
‫كردار اداكوى‪.‬‬
‫شاه زمرك خان ‪ .v.v.i.p‬حېثيت درلود الكن د تمامتر‬
‫كوششونو باوجود د هغه د ډكټرانو پر څېره باندي د رجائيت هيڅ‬
‫نخښي نه ښكاره كېدلې‪ ،‬كېتراين چي به ورسره تنها پاته سوه نو د‬
‫هغه په وېښتانو ډك الس به يې همېش په خپل الس كښي نيولى‬
‫ساتى او كله كله به هم په دې حالت كښي پر چوكۍ ناسته ناسته سر‬
‫د هغه پر الس اېښى ويده سوه‪ ،‬په داسي صورتِحال كښي به هغې‬
‫خپل ځان د يوه ځوان زمري سره په رفاقت او مباشرت وليد‪،‬‬
‫پوهېدله چي دا د هغې يو تحت الشعوري جنسي ارزو ده چي دا‬
‫صورت يې خپل كړى دى هغه پوهېدله چي په خوب كښي دا ځوان‬
‫مزرى په خپل سر د شاه زمرك خان سمبول دى‪ ،‬الكن د خوب له دنيا‬
‫څخه ليري په مادي دنيا كښي هم هغه د ميني د جمالياتي ارزښت په‬
‫حواله ډېر ضروري وو‪ ،‬ولي كه هغه تر سا تېر سو نو بيا د ژوند‬
‫واړه قدرونه به د بې معنويت په شمېر كښي راسي‪ ،‬هغه فقط د ميني‬
‫د افق ځالند خندنى لمر نه وو بلكې هغه په خپل سر سره د ژوند د‬
‫زړه اعتبار وو‪.‬‬
‫‪110‬‬

‫كېتراين پوهېدله چي په دومري بدل سوي صورتحال كښي د‬


‫هغې دپاره ژوند كول ځكه ممكن دى چي دا يو ځانګړى جواز لري او‬
‫هغه جواز په خپل سر سره شاه زمرك خان دى‪ ،‬په دې څلورو پنځو‬
‫ورځو كښي هغې خپل ځان په څو ځلي په دې سوال سره پوښتلى وو‬
‫كه چېري شاه زمرك خان په وختونو كښي نه سو پاته نو بيا؟ د هغې‬
‫دپاره ددې سوال په آبله خوا يوه ړنده توره خال وه د قبر په څېر‬
‫تاريكه خال‪ ،‬ژوند خو به وي الكن د نورو دپاره هغه به صرف د‬
‫سينما پر پرده ي ت سايه پاته سي يو دم بې روحه او بې پامه‪ ،‬هغه‬
‫نه پوهېدله چي د خپل ستر قومندان د روغتيا دپاره كومه يو داسي‬
‫قرباني ده چي دا يې نه سي وركوالى‪ ،‬د ژوند قرباني و هغې ته يوه‬
‫ډېره وړوكې كليمه ښكاره كېدله‪.‬‬
‫د دوستانو د دې ډلي واړه غړي نه صرف دا چي پوښتني ته به‬
‫راتلل بلكي هغه واړه د هري قربانۍ دپاره تيار وو‪ ،‬په پنځمه ورځ‬
‫مرجانه د څاښت پر وخت و روغتون ته يوازي راورسېدله نو ستر‬
‫مبارز هم هغسي د بې هوښۍ په حالت كښي پروت وو‪ ،‬د مېډيكل‬
‫ساينس هره حربه ناكامه ښكاره كېدله‪ ،‬د هغه پر با وقاره څېره‬
‫باندي د مرګ ژړ زعفران د كفن په څېر غوړېدلى معلومېدى‪.‬‬
‫كېتراين د خصوصي اجازې د حاصلولو پسته هغه د ځان سره‬
‫د ننه بوتله‪ ،‬مرجاني په اول ځلي د سترګو تر مړېدو پوري هغه‬
‫څېرې ته وكتل د چا په خوا به چي سترګي پورته كول يو ګران كار‬
‫وو‪.‬‬
‫د هغې توري ښايستې سترګي په ناغو راغلې او دا كرار كرار‬
‫په پټه خوله لكه مات اميد په ژړا سوه‪ ،‬هغه كله هم په رسمي حواله‬
‫يوه مذهبي ښځه نه وه‪ ،‬الكن هغې خداى د جمالياتي بصيرت پر‬
‫اساس باندي بې دليله منى‪.‬‬
‫په داسي صورتحال كښي دې په زړه كښي د خداى څخه د هغه‬
‫د صحت يابۍ دعا وكړه چي د مايوسۍ اوبې وسۍ د تحت الثرا پر‬
‫غاړه يې د زړه په اوښكو لوند ګرېوان درلودى نو يې بېواكه دا‬
‫كليمه پر خوله راغله چي "څوك څه كواى سي چي د حبيب خوښه نه‬
‫وي"‬
‫د دې سوچ سره سم يې په زړه كښي يو خيال د برېښنا په څېر‬
‫په پړك وبرېښېدى‪ ،‬مرجاني خپله وينه وركړه هغه د مرګ دجبلت تر‬
‫ت‬
‫غلبې الندي په خود هم د مرګ وخواته هڅه كاندي‪ ،‬ته چي دجبل ِ‬
‫زيست په قوتونو سره نوى تجديد د حيات لرې او د الفت درخشان‬
‫لمرونه ستا د زړه پر شرقي افق باندي په خدايي وقار سره ارتفاعي‬
‫ګامونه پورته كوي نو ستا د تودې ويني په توسط سپڼېدلى د ژوند‬
‫جبلت د هغه د مرګ و جبلت ته شكست وركولى سي‪ ،‬بس فقط دغه‬
‫‪111‬‬

‫يوه الره پاته ده كنه درڅخه والړى"‪" .‬اهو زما خدايه!" د بې خودۍ‬
‫تر اثر الندي هغه د ځان سره وبڼېده" څه شى دى؟ مرجاني!"‬
‫كېتراين ورته متوجه سوه‪.‬‬
‫كېتراين اوس اوس زما په زړه كښي دا الهامي خيال خداى‬
‫راواچوى كه زه خپله وينه و ده ته وركړم نو دى به سل په سله كښي‬
‫صحت مند سي"‪ .‬د مرجاني په ږغ كښي د ژور سمندر اعتماد وو‪،‬‬
‫كېتراين په بې اعتمادۍ سره و هغې ته وكتل زړه ته يې نه و لوېدل‬
‫چي دا څرنګه ممكن كېدى سي‪ ،‬الكن د مرجاني په بې حد اصرار‬
‫سره هغې د شاه زمرك خان د مضطرب او پرېشانو ډاكټرانو سره دا‬
‫الهامي خبره ګډه كړه‪ ،‬هغه چي له هري خوا څخه مايوس وو نو په‬
‫آخېري صال كښي سره متفق سو چي مري خو دى هسي هم‪ ،‬نو كه‬
‫دا آخېري كوشش هم وسي نو څه؟"‬
‫اتفاق دا وو چي د مرجاني د ويني ګروپ "او" پازيټيو وو‪ ،‬د‬
‫مېډيكل ساينس ماهرينو و روحاني معجزه ته رجوع وكړه د‬
‫ضروري انتظاماتو پسته و مرجاني ته پر يو بل كټ باندي د شاه‬
‫زمرك خان په څنګ كښي د پرېوتو دپاره ځاى وركول سو او بيا په‬
‫ساينسي طريق كار باندي د مرجاني له رګوڅخه و شاه زمرك خان‬
‫ته د ويني انتقال پيل سو‪ ،‬كېتراين و مرجاني ته نزدې والړه وه‪،‬‬
‫مرجاني و هغې ته وويل چي‪:‬‬
‫"زما الس په خپل الس كښي ونيسه او بيا هغې خپلي سترګي پټي‬
‫كړې او د يوه خواږه خوب آثار يې پر څېره باندي اوار سو‪ ،‬كه څه‬
‫هم دا ويښه وه خو هغې د زړه په سترګو ليدلى سو چي دا د خپلي‬
‫ويني سره سره په روحاني حواله هم د شاه زمرك خان و وجود ته په‬
‫سفر ده‪ ،‬هغې ولېدل چي د هغې روح د يوه پاك ووره په څېر د هغې‬
‫له وجوده څخه پورته سو او د شاه زمرك خان پر روح باندي د يوې‬
‫زاڼي په حېث كړيږي او د روح نور يې د هغه پر روح باندي د يوه‬
‫ښكلي باران په څېر ورېږي‪ ،‬بله خوا د شاه زمرك خان پر وجود‬
‫باندي ګڼي خورې تيارې لكه سهار له ځانه په كرار سپېدې سپڼولې‪،‬‬
‫د هغه د ساه اخيستو عمل كرار كرار همواري پيداكوله او په اول ځلي‬
‫د هغه باڼوګانو حركت پيدا كړى او تر پټو سترګو يې دوې سړې‬
‫اوښكي راتوى سوې‪.‬‬
‫شاه زمرك خان په تحت الشعوري حواله دا مبهم احساس‬
‫درلودى چي د هغه مخ په وړاندي د تاريكيو سفر ودرېدى او له ليري‬
‫د رڼو اوبو پر هموار سطح باندي د كاغذ پر يوه غټه كښتۍ لګېدلې‬
‫يوه روښانه شمع د هغه پر لوري رابهيږي‪ ،‬د لګېدلي شمعي په‬
‫لړزان شعله كښي د وايلن د يوه پېژندل سوي نغمې زېر و بم هم د‬
‫هغه تر غوږو سوه‪ ،‬د هغه د ژوند معطل سوي رېښې په بېرته د‬
‫‪112‬‬

‫وختونو په مځكه كښي پيوستون پيدا كړى‪ ،‬هغه ته داسي معلومېده‬


‫چي قطره قطره د آتش فشان غرونو توده الوه هم د هغه په سړه وينه‬
‫ورګډيږي او په يوه ناڅرګند نور سره د هغه تجديد حيات تر سره‬
‫رسيږي‪ ،‬د هغه زړه‪ ،‬ذهن او واړه وجود په ټول قوت سره بېرته و‬
‫ژوند ته مخ راوګرځوى او د مرګ د جبلت ګڼي تيارې كراركرار و‬
‫يوه ناڅرګنده خواته مسافري سوې‪.‬‬
‫او و ده ته نزدې والړ خلګ ډېر حيران سو په خصوصيت سره‬
‫د مېډيكل ساينس نماينده ډاكټران ډېر په حيرت كښي غرق والړ وو‪.‬‬
‫كېتراين د اميد د قوي وزرونو په توسط د ژوند و لوړو‬
‫فضاوو ته په پرواز سوه‪ ،‬هغه په اول ځلي د مسرت په معروضيت‬
‫سره اشنا سوه‪ ،‬هغه چا چي تر اوسه د دې مينه ال نه وه قبوله كړې‬
‫د هغه په بېرته د ژوند اميد دهغې د زړه پر څوكه د يوه خندان‬
‫ستوري په څېر په ځال سو‪.‬‬
‫د متعين مقدار په مطابق د ويني وركولو پسته د شاه زمرك خان‬
‫په ټول وجود كښي د ژوند څرك جاري و ساري سو او په دې حال‬
‫كښي مرجاني هم خپلي سترګي را روڼې كړې‪ ،‬هغې خپله څېره د‬
‫هغه وخواته كږه كړه او تر ډېره يې په ځير ځير د هغه دڅېرې‬
‫ومتغير رنګ ته په مسرت سره كتل‪" .‬ښه سو زما د پالر كور د‬
‫نړېدو څخه محفوظ پاته سو"‪ .‬او د تحفظ تر احساس الندي هغې په‬
‫پټه خوله سره وژړل‪.‬‬
‫"مرجاني يوه معجزه وسوه ستا خبره رشتيا سوه ستا د ويني‬
‫وركولو په سوب هغه په مكمله توګه د ژوند وخواته په هڅه ښكاري‪،‬‬
‫د هغه د وجود ټوله ميكانزم په سرعت سره د بحالېدو په حال كښي‬
‫دي‪ ،‬ټوله ساينسي آالت د هغه د بدني بحالۍ په حواله مثبت آثار‬
‫ښايي‪.‬‬
‫مرجاني! ډاكټران وايي چي‪" :‬اوس سل په سل كښي د هغه د‬
‫جوړېدو امكان سته‪ ،‬ولي چي هغه اوس په نفسياتي حواله په خود د‬
‫ژوند د جبلت تر اثر الندي د مرګ پر تاريكيو باندي په يلغار‬
‫ښكاري"‪ .‬د كېتراين په ږغ كښي د نوو بنګړو شرنګهار وو‪.‬‬
‫ډاكټرانو و مرجاني ته د كښېنستو اجازه وركړه‪ ،‬كېتراين و‬
‫هغې ته يو ګالس جوس وركړ او پسته هغه د نورو ډاكټرانو سره د‬
‫باندي ووته او پر ټيلي فون يې په خپلو ټولو دوستانو باندي زېرى‬
‫وكړى چي شاه زمرك خان به اوس زغرده ښه سي‪ ،‬په دا وخت كښي‬
‫چي مرجانه د شاه زمرك خان سره يوازي پاته سوه نو هغې خپل‬
‫الس د هغه پر الس باندي د څه ساعت دپاره كرار كښېښود او بيا يې‬
‫په صد مشكل سره د هغه و ښايسته تندي ته يوه توده بوسه وركړه‪،‬‬
‫د شاه زمرك خان په رګونو كښي يو تود سيال لمر په غوټه راغلى‪ ،‬د‬
‫‪113‬‬

‫هغه بڼورو نيم باز سترګو د مرجاني دوېمه بوسه په ډېر تشكر سره‬
‫پر لېمو قبوله كړه او په بېرته د يوه ماشوم په رنګه په خواږه‬
‫خوب ويده سو‪،‬مرجانه په زړه كښي په دعا سوه چي‪" :‬خداى دي‬
‫وكړي چي هغه د دې د بوسو احساس نه وي درلودلى‪ ،‬كني زه خو به‬
‫له شرمندګۍ څخه مړه سمه‪ ،‬كه كله هم هغه د دې اظهار وكړي"‪.‬‬
‫شاه زمرك خان په لږو شپو كښي دخوراك څښاك قابل سو‪ ،‬د‬
‫هغه د ننه و بېرون زخمونه په ډېر سرعت سره د جوړېدو پر مخ‬
‫روان وو چي د هغه پوښتني ته به د خلګو يو اژدهام هر وخت د‬
‫روغتون په انتظار ګاه كښي موجود وو‪ ،‬نو كله چي هغه د والړېدو‬
‫قابل سو او د هغه ډاكټران په دې اطمينان سول چي دى اوس له‬
‫خطرې څخه دباندي دى نو و ده ته يې له روغتون څخه د تللو اجازه‬
‫وركړه‪ ،‬الكن تاكيد يې ورته وكړ چي‪" :‬په ناسته والړه كښي به ډېر‬
‫پام كوې او د هيڅ يو رنګه بوج د پورته كولو هڅه به نه كوې او‬
‫وخت نا وخته به د معاينې دپاره و روغتون ته رجوع كوې"‪.‬‬
‫د دوستانو ډلي دا مشوره وركړه چي في الحال يو څو ورځي‬
‫دي شاه زمرك خان د زاهد توصيفي په كور كښي ځاى پر ځاى سي‬
‫او كېتراين و مرجانه دي هم د دې څو ورځو دپاره خپل هاسټل‬
‫پرېږدي او دلته دي دى تر خپله څارنه الندي ونيسي‪ ،‬هغه د څه‬
‫تردد پسته هتيار واچوى او ځان يې د خپلو دوستانو بلكي د خاندان‬
‫د افرادو په حواله كړى‪ ،‬د پامير د لېوانو نور غړي پر دې باندي‬
‫معترض وو الكن په اخېر كښي هغوى هم په دې شرط دا خبره‬
‫ومنله چي د هغو په تګ راتګ به پابندي نه وي او كه هغه ضرورت‬
‫محسوس كړى نو يو څو كسان به د ده د حفاظت دپاره د باندي‬
‫موجود وي‪.‬‬
‫ژوند كرار كرار بېرته خپل معمول ته غبرګ سو هر سړى په‬
‫خپله وظيفه سره اخته سو‪ ،‬الكن كېتراين هر وخت د هغه په حضور‬
‫كښي موجوده وه‪ ،‬د پامير ياغي لېوه اوس تر يوه حده پوري د هغې‬
‫د موجودګۍ تر قبوليت پوري رسېدلى زړه درلود‪ ،‬كېتراين شپه و‬
‫ورځ د ده په خدمت بوخته وه‪ ،‬په ماځيګر كښي به واړه دوستان‬
‫سره يو ځاى كېدل او تر تياره ماښامه پوري به سره راغونډ وو‪،‬‬
‫ودا او ماللۍ په رښتيا سره ډېري خوشحاله وې‪ ،‬د انجنېرصاحب و‬
‫ډاكټري هم هر ماځيګر راتلل او په يوه نه يوه بهانه به يې د خوراك‬
‫څښاك معياري څيزونه راوړل‪ ،‬مرجانه اوس دفتر ته خو تله الكن د‬
‫شاه زمرك خان د زخمي كېدو پسته يې هم د ستار درسونه پرې‬
‫ايښي وو او هم ورزش‪ ،‬د دوستانو د دې ډلي نوې ممبره بنفشه هم‬
‫بې تامله هر ماځيګر حاضرېدله‪ ،‬شاه زمرك خان كرار كرار د دې‬
‫خلګو تر منځ د واقع رشتو په اسرار سره خبر سو‪ ،‬هغه د مرجاني و‬
‫‪114‬‬

‫زاهد توصيفي د تعلق په حقيقت سره خبر سو او هغه په خپله هم په‬


‫حېرت كښي غرق والړى چي څرنګه تر ليدو وړاندي زاهد توصيفي‬
‫مرجانه پېژندله او د هغې انځور يې جوړ كړى وو‪ ،‬هغه د مرجاني‬
‫په دې الهام باندي هم ډېر حيران وو د كوم په نتېجه كښي چي د ده‬
‫اوس نوى ژوند خوندي وو او د چا ويني چي د هغه و رګو ته د‬
‫آلوچو د سپينو شګوفو په زړه پوري ترش خوشبوى راوړى وو‪،‬‬
‫هغه د انجنېر د سترګو په پټ رمز پوهېدى كوم چي و ودا او‬
‫مرجاني ته هم عيان وو‪ ،‬هغه د بنفشې په معصوم تعلق سره اشنا وو‬
‫كوم چي د هغې د زاهد توصيفي او هم تر يوه حده د مرجاني سره‬
‫درلود او هغه په بېرته د مرجاني و كېتراين د قلبي پيوستون په‬
‫حقيقت او نوعيت هم پوهېدى‪ ،‬هغه په ډېر يوه نوي ماحول كښي‬
‫راګېر وو او هغه يې له ډېرو نوو سوالونو سره مخامخ كړى وو‪.‬‬
‫"ښه نو د تاوده سنګر پرته دا بيا كومه دنيا ده؟ مينه‪ ،‬خلوص‪،‬‬
‫ايثار‪ ،‬قرباني او دوستي په تهذيبي تناظر كښي څه معناوي لري؟ دا‬
‫تر ما جاروتلي په ظاهره پرېدي په معنا خپل دا وګړي څوك دي؟ دې‬
‫خلګو څنګه زما د فناه سوي خاندان د خلګو ځاى ونيوى؟ آيا د ميني‬
‫و دوستۍ رشتې هم د ويني د رشتو استواريت او طاقت لري؟ د جنګ‬
‫د تاوده سنګر څخه پرته ژوند څومري ښكلي او متنوع څېرې او‬
‫اړخونه لري‪ .‬د هغه ذهن او س د حسن و ميني په ماهيت باندي په‬
‫غور و فكر اخته وو‪ ،‬هغه اوس و انساني ژوند ته په كايناتي تناظر‬
‫كښي د كتلو فلسفيانه عادت خپل كړى‪.‬‬
‫انساني ژوند‪ ،‬كايناتي ژوند او خداى ژوند دا بيا څه معنا لري؟‬
‫مصوري‪ ،‬موسيقي‪ ،‬شاعري او الهامي عوامل بيا څه معنا لري"؟‬
‫هغه په نزدې كښي د مرګ تر پراسس تېر سوى وو‪ ،‬هغه عين‬
‫د مرګ د پولي ال يو څو ګامه په دې خوا بېرته راستنېدلى وو‪ ،‬د‬
‫هغه پر شونډو اوس هم د مرګ خوږه ذايقه پرته وه‪ ،‬هغه په حيرت‬
‫كښي ورك وو چي مرګ په خپل حقيقت كښي تر معروف معنا بر‬
‫عكس څومري مثبته او خوندوره بڼه لري‪ ،‬هغه د ژوند د تاريك‬
‫سرنګ پر هغه بل سر باندي يوه المتناهي رڼا يو ابدي نور لېدلى وو‬
‫چي مرجاني يې د خپلي ويني د وركولو په سوب د مرګ د جبلت مخ‬
‫نيوى وكړى‪.‬‬
‫هغه ته د دې خبري احساس وو چي دى د يوه غټ داخلي تغير‬
‫سره مخامخ دى الكن و ده ته د دې بدلون اساسي سوب ال په وختو‬
‫كښي انكشاف نه درلودى‪ " .‬آيا د يوې ښځي د ويني اثر دى چي د ده‬
‫په رګو كښي په ګردش دى يا دا د مرګ له سرحدونو څخه د واپسۍ‬
‫په سفر كښي د راوړي اثر نتېجه ده چي دى اوس پر جمالياتي‬
‫قدرونو او د ژوند په تناظر كښي پر فلسفيانه سوالونو باندي په غور‬
‫‪115‬‬

‫و فكر اخته سوى دى‪ ،‬دى د درو څلورو اونۍ له غور و فكر پسته و‬
‫دې نتېجې ته ضرور ورسېدى چي جنګ كول ډېر اسانه او د ژوند د‬
‫پټو امكاناتو او سوالونو پلټنه څومري ګرانه او نه ختمېدونكې‬
‫مبارزه ده‪.‬‬
‫دى اوس د خپلو دوستانو او خپلو ساوه لېوانو په منځ كښي د‬
‫نصف نصف په شرح سره تقسيم يو سړى وو چېري چي د هغه سره‬
‫د تاوده سنګر ملګرى كال كوف پروت وو‪ ،‬نو هلته يې د هغه په څنګ‬
‫كښي د كېتراين د شلېدلو تارونو وايلن هم جوخت پروت ساتلى وو‪،‬‬
‫هغه په اوسني صورتحال كښي د مرجاني د ورځي په مهال د روښاني‬
‫شمعي و رمز ته په خپل زړه كښي ښكاره ځاى وركړى وو‪ ،‬هغه د‬
‫يوه ښكاره نفسياتي كش مكش سره مخامخ وو او د هغه د دوستانو‬
‫دواړي ډلي له دې صورتحال څخه ناخبره د ده د جوړښت په دعا وې‪.‬‬

‫‪‬‬

‫شاه زمرك خان په اول ځلي د ژوند پر يوه نابلده دوراهي (دوه‬
‫الري) باندي والړ وو‪ ،‬دا د ده دپاره يو ګران كار وو چي پر كومه الره‬
‫باندي مخ په وړاندي ګامونه پورته كړي‪.‬‬
‫كېتراين تر ټولو يو لوى الكن مشكل سوال وو‪ ،‬هغې هيڅ هم‬
‫تقاضا نه درلوده‪ ،‬دې د درستي مياشتي د رفاقت په دې ورځو و شپو‬
‫كښي كله هم د خپل پاك احساس په حواله د ده سره خبره نه وه كړې‪،‬‬
‫دا د خپلي ميني د ديوتا په خدمتونو كښي نهال او مسروره وه‪ .‬د‬
‫بسيار كوشش و تفكر باوجود ده د دې سوال هيڅ ځواب نه درلودى‪،‬‬
‫الكن دى په دې ډېر ښه پوهېدى چي ودې ځواب ته څه نه څه ځواب‬
‫خو ويل په كاردى‪ ،‬الكن كله؟ ده ته دا هم نه وو ور معلوم‪.‬‬
‫دى اوس په پوره ډول سره صحت مند وو د دې درستي يوې‬
‫نيمي مياشتي په اوږدو كښي دى په ذهني و قلبي حواله د دې ډلي له‬
‫واړو ممبرانو سره په ذاتي حواله جوخت راغلى وو‪ ،‬هغه پوهېدى‬
‫چي د وينو تر رشتو را نزدې دا خلګ پرېښودل څومره ګران كاردى‪،‬‬
‫هغه د مرجاني د خيالي تصوير څخه څومره متاثره وو او په ورځ‬
‫كښي به يې يو واره د لېدلو ارمان ضرور پر ځاى كوى‪ ،‬هغه د دې‬
‫مهذب او ښايستو بهرنيو ښځو په حصار كښي په تحت الشعوري‬
‫حواله و تهذيبي ژوند ته لېواله زړه و ذهن پېدا كړى وو‪ ،‬هغه د‬
‫خپل تاوده سنګر د ملګرو د سترګو په سوال پوهېدى چي‪:‬‬
‫"ښه نو ال وخت نه دى راغلى ګران قومندانه! چي بېرته و‬
‫خپلي مبارزې ته دوام وركړې؟ " د هغو دې سوال له ډېرو ورځو‬
‫‪116‬‬

‫څخه ځواب غوښت او ده هم په زړه كښي فيصله وكړه چي بېرته د‬


‫خپلو ساوه سوو لېوانو سره مل سي او د افغان وطن د سباوون‬
‫دپاره بېرته مبارز ژوند خپل كړي‪ ،‬دا هغه سوال وو چي د ده سره‬
‫يې هيڅ هم ځواب نه وو‪ ،‬په اوسني صورتحال كښي ال د تر جيحاتو‬
‫تر تيب نه وو بدل سوى كنه ده تر هر چا زيات د جمالياتي قدرونو او‬
‫نفسياتي ضرورتونو ادراك درلودى‪ ،‬د ځواب نه لرلو باوجود ده دا‬
‫مناسبه و بلله چي تر تللو وړاندي دى بايد چي د كېتراين سره په‬
‫دې حواله څه خبره خو وكړي‪ ،‬څه خبره؟ دلته بيا يو سوال راپورته‬
‫سو‪.‬‬
‫په سبا چي دوى دواړه په كور كښي د څاښت پر وخت سره تنها‬
‫وو او د افغانستان پر سياسي و ټولنيز صورتحال باندي يې خبره‬
‫سره كوله نو شاه زمرك خان د ګفتګوى په منځ كښي ورته وويل‬
‫چي‪:‬‬
‫" كېتراين زه غواړم چي اوس بېرته و خپل تاوده سنګر ته‬
‫غبرګون وكړم‪ ،‬د ما سره هغه لفظونه نسته چي زه ستا شكريه په ادا‬
‫كړم‪ ،‬ستا پر ما باندي دوه پوره دي‪ ،‬تاسو زما د صحت يابۍ دپاره پر‬
‫ځان شپه و ورځ يوه كړه او تا زما او زما د وطن دپاره خپل وطن او‬
‫خپلوان واړه پرېښودل‪ ،‬زه نه پوهېږم چي زه د دې بدل په كوم‬
‫صورت درته اداكړم؟‪ ،‬كېتراين زه هم اخېر انسان يم حېوان نه‬
‫يم‪ ،‬زه ستا د احساس په ښكال سره پوهېږم‪ ،‬خو په دستياب‬
‫صورتحال كښي يې د ما سره هيڅ هم ځواب نسته‪ ،‬زه هر وخت ستا‬
‫په مقابل ځان ډېر كمزورى او بې وقعته محسوسومه‪ ،‬كېتراين زه په‬
‫تاوده سنګرونو كښي د يوه نابلده نور په حلقه و حفاظت كښي اوسم‪،‬‬
‫زه پوهېږم چي داستا او د نورو دوستانو دعاوي دي‪ ،‬دوستي‪ ،‬مينه‪،‬‬
‫اخالص‪ ،‬بې لوث خدمت‪ ،‬انسانيت او د ويني د رشتو صداقت او‬
‫داستواريت او مصوري‪ ،‬موسيقي و شاعري ښكلې او پر اسراره‬
‫دُنيا! كېتراين! زما د دننه وحشي انسان اوس تر ډېره حده و تهذيبي‬
‫ژوند ته لېوال وينم‪.‬‬
‫كېتراين! زه كله هم له مرګه نه يم بېرېدلى‪ ،‬الكن ما كله هم د‬
‫ژوند ارمان نه دى درلودلى‪ ،‬كله چي جهاديانو زما د خاندان لوى و‬
‫واړه په قتل ورسول نو زه صرف او صرف د انتقام دپاره ژوندى وم‪،‬‬
‫كېتراين! زه د احساس پر سطح باندي د پامير د لېوه په څېر سوم‬
‫چي خوب به راغلى نو ويده به سوم چي وږى به سوم نو څه به مي‬
‫وخوړل چي جنګ ته به مخامخ سوم نو د مرګ پروا به مي نه درلوده‬
‫او چي د فراغت وخت به وو نو د خپل وحشت په اور كښي به‬
‫سوځېدم‪.‬‬
‫‪117‬‬

‫اوس د احساس پر سطح څه يقيني بدلون وينم‪ ،‬زه چي يې پر‬


‫اسبابو باندي غور كوم نو دا د مرجاني هغه سازش دى چي اوس‬
‫كرار كرار د كامرانۍ په خوا روان دى"‪.‬‬
‫زه نه سومه پوهـ سر! د مرجاني د سازش څه خبره تاسو كوى‬
‫"؟ كېتراين په منځ كښي ورودانګل نه كېتراين دا زه د تشكر او‬
‫منني پر احساس باندي وايم‪ ،‬زه ګمان كوم چي زما د فكر په بدلون‬
‫كښي د مرجاني د ويني د اثراتو هم غټه برخه فعاليت لري‪ ،‬كېتراين‬
‫ستاسو به هم په ياد وي د ويلنټاين ډې په ورځ زه د ودا و ماللۍ په‬
‫حواله په اول ځلي ستاسو محفل ته راغلى وم‪ ،‬په دې منځ كښي ډېر‬
‫وختونه نه دي تېر سوي الكن زما تر حده يې اثرات ډېر ژوردي‪،‬‬
‫الكن كېتراين! زما دپاره يوه و بله فيصله كول ال تر اوسه يو ممكن‬
‫كارنه ښكاري‪ ،‬زه اوس هم په دې نه يم خبر چي زه د يو چا سره‬
‫مينه لرم او كه نه‪ ،‬الكن دا خبره يقيني ده چي زه ستا قدر كوم او پر‬
‫تا باندي بې كچه اعتبار كوم چي پرتا باندي اعتبار و اعتماد كوم نو‬
‫ډېر پټ يو نفسي صورتحال هم درته ښايم‪ ،‬په اوسني صورتحال كښي‬
‫زه د زيات پېچيده نفسياتي صورتحال سره مخامخ يم‪ ،‬كېتراين ته‬
‫يقين وكړه زه چي كله د تصور په سترګه و خپل ځان ته ګورم نو‬
‫وماته ځان د انسان او لېوه امتزاج ښكاري‪ ،‬كېتراين چي زه په‬
‫بېرته يا پوره انسان يا پوره لېوه نه سم نو تر هغو و هيڅ فيصلې‬
‫ته نه سم رسېدلى‪ ،‬كه پوره لېوه سوم نو هلته به د جنګ و جدل په‬
‫دنيا كښي اوسم او كه د جنګ د الري زما پوره كيتارسس وسو زه د‬
‫انتقام وحشت او بربر يت له احساساتو څخه خالص سوم نو بيا شايد‬
‫ستا سو دنيا ته بېرته راغبرګ سم‪ ،‬الكن مرجاني زه وتاته د انتظار‬
‫كولو خبره نه كوم په اوسني صورتحال كښي زه يو خوار او مفلس‬
‫سړى يم‪ ،‬كشكي ما ستا سو د احساناتو د بدل توفيق درلوداى"‪.‬‬
‫د وينا د ختمېدو سره سم دى پر دې باندي ډېر حېران سو چي‬
‫هغه د كېتراين د امكاني ځواب په وړاندي د يوه ناڅرګنده خوف‬
‫ښكار دى‪.‬‬
‫"زه او خوف؟ او هغه هم د يوې كمزوري ښځي په مقابل؟ الكن‬
‫په دې خوف كښي دهشت نه وو بلكي د خودسپردګۍ احساس وو‪ ،‬دى‬
‫د خپل ځان پر دې نوي را برسېره سوي حقيقت باندي په كرار سره‬
‫ومسېدى‪.‬‬
‫"سر! زه د خپل احساس د اظهار دپاره نه لفظونه لرم او نه يې‬
‫ضرورت ګڼم‪ ،‬الكن چي څه ويل ضروري دي نو د يو څو خبرو راته‬
‫اجازه راكړه‪ ،‬د دې څو ورځو د رفاقت په نتېجه كښي چي ما ستا‬
‫كوم انساني مثبت اړخونه وليدل نو زما پر زړه پروت ستا د‬
‫شخصيت دهشت او خوف تر ډېرحده كم سو‪ ،‬نو ځكه اوس د يو څو‬
‫‪118‬‬

‫خبرو د اظهار د كولو په عمل كښي د زيات خوف ښكار نه يمه‪ ،‬ما‬
‫چي ته په اول ځلي په پارټۍ كښي ولېدلې نو پر زړه و ذهن باندي‬
‫مي د يوه خواږه خوب په څېر پرېوتې او زه د حيرت د احساس سره‬
‫غاړه غړۍ سوم‪ ،‬ما ډېر ښايسته خلګ ليدلي دي الكن په جوهري‬
‫حواله ما كله هم دومره مكمل سړى نه وو ليدلى‪ ،‬ستاسو د ليدلو سره‬
‫سم مو د سورج ديوتا اپالو خيال راپه زړه سو الكن ستاد شخصيت په‬
‫تكامل كښي د خوف او دهشت عناصر هم شامل وو"‪.‬‬
‫زما په خيال كښي ستاسو د ښايست په مقابل ستاسو د‬
‫شخصيت د خوف و دهشت عنصر زيات ارزښت ناكي لري‪ ،‬ولي چي‬
‫هغه د انسان په الره كښي د ژوند و مرګ د دهشت او خوف استر‬
‫داد كوي‪ ،‬له ټولي دنيا څخه بر عكس ستا سره د ميني احساس له‬
‫نفي څخه اثبات ته سفر كاندي‪ ،‬ستا په شخصيت پوري تړلى دهشت‬
‫او خوف كرار كرار انسان د ژوند د غېر يقينيت له دهشته او مرګ‬
‫له خوفه څخه خالصوي او نتېجه كښي يې انسان د ژوند و ميني تر‬
‫اثبات پوري رسېږي او ستا د ژوند عملي اړخ بيا و نورو ته تر‬
‫ذاتي مفاداتو د تېرېدو درس وركوي‪ ،‬سر! هغه خلګ ډېر ښكلي‬
‫ښكاري څوك چي د ملكيت له احساسه څخه خالص زړه و ذهن لري‬
‫او دغه وصف يې د ښايست و كشش سوب ګرځي‪ ،‬ته له‬
‫دولت‪،‬ښځي او حكومتي اختياره څخه لېري لېري اوسې او دخپل‬
‫وطن دپاره سر پر الس ګرځې نو ځكه د خلګو په منځ كښي د يوه‬
‫لېجنډيعني د اساطيري شخصيت په حېث مشهور يې او دا دي بيا‬
‫يو بل كرداري ښايست دى چي دې څيز د كبر پر ځاى په تا كښي‬
‫كسرنفسي پيداكړې ده‪ ،‬زما په خيال ما غېر ضروري او او ږدې‬
‫خبري وكړې‪ .‬ماته هم ښه معلومېږي او ستا په خجالت هم آګاه يم‬
‫چي ستا په وړاندي ستا صفتونه كوم"‪.‬‬
‫سر! تا وويل چي‪" :‬زما انتظار مه كوه‪ .‬د سر په سترګو‪ ،‬زما‬
‫په خيال د دې ضرورت هم نسته‪ ،‬زه د ميني په حواله و تاته څه‬
‫خواست هم نه كوم‪ ،‬ولي چي ما اوس ستا و ميني ته اجتماعي‬
‫هدفونه ټاكلي دي‪ ،‬ما ستا مينه ستا د قام په خلګو بېشلې ده او د‬
‫هغو له خوا يې په مثبت ځواب سره فيضياب هم يمه‪ ،‬زه فقط دا يو‬
‫خواست درته كومه چي ته و ماته د دې اجازت راكړه چي زه له تا‬
‫سره په تودو مبارزو كښي ملګري وكړم‪.‬‬
‫سر! زه يوه پوجي پرسنل پاته سوې يمه او دا زما دپاره څه‬
‫مشكل كار هم نه دى‪ ،‬زه د يوې ډاكټري په حېث هلته پر موقعه‬
‫باندي ستا و د ملګرو ضروري خدمتونه كولى سم‪ ،‬دلته تر شا چي‬
‫په اندېښنو سره مي وينه وچه وي نو ښه به يي چي په سنګر كښي‬
‫ستا د ويني سره په ګډه و بهېږ ي"‪ .‬د كېتراين لفظونه د غشو په‬
‫‪119‬‬

‫څېر د ده تر زړه ووتل‪ .‬شاه زمرك خان د دې د خاموش كولو دپاره‬


‫خپل الس په ال شعوري توګه د هغې پر آتشين لبو باندي‬
‫كښېښووى او كېتراين د بې خودۍ تر اثر الندي د هغه و ښايستو‬
‫ګوتو او ورغوي ته يوه توده او اوږده بوسه وركړه‪.‬‬
‫شاه زمرك خان د يوه ويشتلي پړانګ په څېر له خپله ځايه‬
‫جګ وغورځېدى‪ ،‬د هغه د وجود په ټولو ګوښو كښي د كېتراين د‬
‫لبو اور په پوره وحشت سره وڅر خېدى‪ ،‬دى په ډېره تېزۍ سره‬
‫په خپله خونه ننوتى‪.‬‬
‫كېتراين د هيڅ خجالت سره غاړه غړۍ نه وه‪ ،‬دا و پوهېدله‬
‫چي د فيصلې ګړۍ را ورسېدله‪ ،‬كېتراين د څه توقف پسته د ده په‬
‫تعاقب كښي د ده د خوب ګاه په خوا ور روانه سوه‪ ،‬تر خواب ګاه‬
‫وړاندي د مرجاني له اوېزان تصويرونو سره مخامخ سوه‪ ،‬د يوه‬
‫تصوير پر لبو مېده خندا رابر سېره سوه او ورته ويې وويل چي‪:‬‬
‫"كېتراين! د ميني پر ځاى د پناه سوال ورځني وكړه چي تا په‬
‫خپله پناه كښي واخلي‪ ،‬د تعلق و شلېدلو ته يې مه ايله كوه‪،‬‬
‫كېتراين! زميني حقايق په نظر كښي ساتل په كار دي‪ ،‬ته اوس سم‬
‫دستي خو د دښت د لېوه وغاړي ته توق نه سې ور اچولى او نه‬
‫هغه و دې ته غاړه ږدي‪ ،‬د پښتني عنعناتو په جال كښي يې راګير‬
‫كړه زغرده كوه هغه خپل سامان سره راغونډوي درڅخه وځي"‪.‬‬
‫مرجاني خوله ونيوله او په بېرته د دېوال سره يوه سوه‪.‬‬
‫كېتراين چي د خالصي دروازې په چوكاټ كښي ودرېده نو شاه‬
‫زمرك خان د خپل بېګ زنځير تړى‪ ،‬كله چي د دوى سترګي سره څلور‬
‫سوې نو د شاه زمرك خان څېره نوره د زعفران په څېر ژړه سوه او‬
‫هغه په شتابي سره خپل كالكوف او د كېتراين مات وايلن د هغه په‬
‫ښي الس او وږه كښي او بېګ په كيڼ الس كښي راپورته كړى او په‬
‫كوزو لېمو د دروازې و خواته ور روان سو‪ ،‬الكن چي الر واى نو به‬
‫وتلى واى هغه چي په استفسار سره سترګي راپورته كړې نو د هغه په‬
‫الر كښي كېتراين د يوې غټي پرښي په څېر والړه وه‪ ،‬هغه پوه سو‬
‫چي د ژوند ټولي الري اوس هم دې پرښي ته والړي دي‪.‬‬
‫"سر! دا خو مخامخ تېښته ده مېدان ايله كول دي‪ ،‬دا زما و‬
‫ستا دواړو له خوا يو اضطراري حركت وو كه تاسو زما پر لبانو‬
‫باندي خپل الس نه واى ايښى نو ما به هم بوسه له كومه وركوله‪ ،‬زه‬
‫ستا په احساس باندي پوهېږم‪ ،‬ته د ميني د غلبې په سوب د يو‬
‫ناڅرګنده خوف ښكار يې‪ ،‬ستاسو ژړه څېره د دې خوف په غمازي‬
‫راغلې ده‪ ،‬زه ستاسو الري نه نيسم الكن په بېرته دا خواست‬
‫درڅخه كوم‪ ،‬ياخو مي د سنګر ملګرې كړه يامي په خپله پناه كښي‬
‫‪120‬‬

‫نغښتې پرېږده"‪ .‬د كېتراين په لهجه كښي د ميني اعتماد په څپو‬


‫راغلى‪.‬‬
‫"زه نه سوم پوه چي له پناه څخه ستا مطلب څه دى"‪ .‬شاه‬
‫زمرك خان د نور هم انتشار سره مخامخ سو‪" ،‬سر ته زما د ميني‬
‫څخه په انكار يې‪ ،‬په وختو كښي د انتظار اجازت هم نه راكوې ته‬
‫دومري خو كوالى سې چي زما پر سر باندي تش الس كښېږدې چي‬
‫ته تش زما پر سر باندي الس كښېږدې نو ستا د هيواد مځكه و‬
‫اسمان به ما قبوله كړي‪ ،‬ستا د اجازې بغېر زما دپاره هم دا يو‬
‫ګران كار دى چي دلته خپلي ريښې واچوم‪ ،‬سر! ته يې بده مه منه‪،‬‬
‫آيا دا يوه ډېره عجبه خبره نه بلكي دا له ما څخه د فرار يوه عجبه‬
‫بهانه نه ده چي زه ستاسو په نظر كښي هيڅ اهميت نه لرم او زما‬
‫مات وايلن بيا دومري اهم دى چي ستا د كالكوف سره د سيالۍ په‬
‫حال كښي يو ځاى اوسي؟‬
‫زه دلته يوه بېنوا غريب الوطنه يهودۍ يمه‪ ،‬زه له خپلي ميني‬
‫څخه كشكول نه جوړوم پښې دي نه نيسم بس فقط د پناه د يوه‬
‫سمبول په توګه ستا يو الس پر خپل سر باندي غواړم‪ ،‬بيا زه وتاته د‬
‫تښتېدو دپاره شل الري دركوم‪ ،‬سر! په اوسني صورتحال كښي يعني‬
‫د خوف زدګۍ په حال كښي ته زما په ښه هم نه يې"‪.‬‬
‫دكېتراين دې جملې د هغه په انانيت باندي اور ولګوى‪ ،‬دهغه‬
‫په لهجه كښي د الوې تموښ راپورته سو‪.‬‬
‫"كېتراين ته په تكرار سره زما د خوف خبره كوې‪ ،‬زه و‬
‫خوف؟ ستا دا اندازه ډېره غلطه ده"‪.‬‬
‫"ښه نو سر! كه ته د خوف ښكار نه يې نو يو واره خو خپل‬
‫مخ په دا مخامخ اينداره كښي وګوره‪ ،‬و تاته به هم خپل حال در‬
‫معلوم سي"‪.‬‬
‫كېتراين په خپله هم حېرانه وه چي د شاه زمرك خان په‬
‫مقابل كښي يې دومري حوصله له كومه راپيدا كړه‪،‬‬
‫"څه په سوي دي زما په مخ و په حوصله؟ دا ستا غلط فهمي‬
‫ده چي ته اصرار لرې نو بيا داسي صحيح ده"‪ .‬د ده د لهجې تموښ‬
‫نور هم په تموج راغلى‪ ،‬د يو څو ګامونو مخ په شا اخستلو پسته‬
‫چي دى د اينداري سره مخامخ سو نو دى په دې خپله هم د خپلي‬
‫څېرې و احساساتو ته حېران والړ وو‪.‬‬
‫د ده پر څېره باندي د دښت د سپېرو شګو په څېر يوه‬
‫څرخكه دوړه پر تتۍ څكېدله او د ده د وجاهت و زړورتيا هيڅ هم‬
‫اثار پر خپل ځاى باندي پاته نه ښكاره كېدل‪ ،‬هغه د يوه نابلده‬
‫وحشت ښكار سو بېګ يې پر مځكه تس كړى‪ ،‬وايلن يې د كټ په‬
‫خوا هى كړى او د وږې د كالكوف په كنداغ يې اوېزان اينداره او په‬
‫‪121‬‬

‫هغې كښي خپله منعكس سوې ژړه څېره رېز مرېز كړه‪ ،‬هغه د‬
‫چيښو د شكست په ږغ سره نور هم په اشتعال كښي راغلى‪ ،‬د‬
‫كالكوف ګاټ يې را كش كړى او د غولي و خواته د خالصېدونكي‬
‫دربچې پر لرګيو او چيښو باندي يې پوره جابه تشه كړه‪.‬‬
‫هغه كله هم د يو داسي ګران صورتحال سره نه وو مخامخ سوى‬
‫او دا اضطراري حركتونو خو بيا نور هم په مشكل كښي واچوى‪ ،‬دى‬
‫تر ډېره پر خپل ځاى بې حسه والړ تر دريچې يې د باندي په خال‬
‫كښي ګوره چي څه څارل؟"‬
‫كېتراين د سچوېشن په نـزاكت سره و پوهېدله او بيا يې يو‬
‫نابلده فيصله وكړه‪ ،‬دا په تېزۍ سره ورنزدې سوه او د ده د السو‬
‫څخه يې د كالكوف د ايستلو دپاره په قصداً كالكوف د چوښكي له خوا‬
‫ونيوى‪ ،‬و شاه زمرك خان ته د سره سوي مشين په سوب دا اندازه‬
‫لګول ګران كار نه وو چي د هغې د ورغوي به څه حال وي‪ ،‬هغه ږغ‬
‫ور باندي وكړ‪:‬‬
‫" كېتراين! مشين ايله كړه په خداى چي الس به دي په سرو‬
‫غوښو بدل سوى وي"‪ ،‬هغه د تشويش په انتها راغلى‪.‬‬
‫"نه سر! چي مقابله ده نو تر اخيري شكسته پوري ده‪ ،‬يا خو‬
‫زما د الس د غوشو بوى بر داشت كړه يا نو بيا خپل مشين و ماته‬
‫راكړه"‪ .‬د هغې پر سرو لبو باندي د ژوند ټينګ عزم په ږغا راغلى‪.‬‬
‫د پامير لېوه په اول ځلي هتيار واچوى او كېتراين د هغه‬
‫كالكوف په خپله غوځي كښي ونيوى او پسته يي د هغه و كنداغ ته‬
‫په نمو سترګو يوه اوږده بوسه وركړه‪ ،‬د يوه ساعت دپاره يې د خپل‬
‫مفتوح د ښايستو سترګو سره خپلي او ښلني سترګي څلور كړې او‬
‫داسي يې ورته وويل‪:‬‬
‫"سر! د خپلي اولنۍ كامرانۍ سره ستا په پښو كښي پناه‬
‫غواړم" او په سرعت سره يې د هغه كالكوف او خپل سر د ده په‬
‫قدمونو كښي سرنګون كښېښود‪،‬‬
‫"كېتراين! دا څه كوې"؟ هغه د يوه نړاند دېوال په سرعت‬
‫سره ورباندي نجوخ راغلى او دا يې تر دواړو مټو ونيوله او په‬
‫پښو يې جګه ودروله او ورسره يې د خپلو لېڅو په حصار كښي د‬
‫خپل وجود برخه وګرځوله‪ ،‬د زمانو جذباتي راغونډ سوى سېالب‬
‫تر خپلو كنارو دباندي واوښتى او شاه زمرك خان د هغې پر څېره‪،‬‬
‫غاړه و السونو‪ ،‬باندي د بوسو يو توند باران كښېښووى‪ ،‬د پامير‬
‫د لېوه د پرښي په څېر زړه له ځانه چينه پيداكړه او تر ښايستو‬
‫سترګو يې د شونو (شبنم) په څېر را توى سوه‪ ،‬د كېتراين‬
‫اوښكي د ده په ګرېوانه كښي او د ده اوښكي د هغې په سېنځه‬
‫كښي تويېدلې‪ ،‬په دواړو كښي يوه هم هيڅ خبره نه سواى كوالى‪،‬‬
‫‪122‬‬

‫د چپتيا او سكوت ازلي ښايست ټولي مځكي او آسمانونه په خپل‬


‫حصار كښي راغونډ كړي وو‪،‬‬
‫شاه زمرك خان د ېوه شنه ژور سمندر په څېر د كېتراين د‬
‫وجود پر ټولو شاړو مځكو باندي كرار ونيوى د ميني ازلي ښايست د‬
‫كابل جان پر ټولو كوڅو اوچوكونو باندي د ښكلي باران په څېر په‬
‫اورېدو راغلى‪ ،‬هوا د دې خبر اوس وټولو عناصرو ته وركړه‪ ،‬د‬
‫كايناتي طرب په دې صورتحال كښي ټولو درختو د ځان تجديد وكړى‪،‬‬
‫ټولو شنه ژور سمندرونو خپل ساحلونه د الفت د احساس تر اثر‬
‫الندي په آغوش كښي واخيستل‪ ،‬كېتراين د يوې ژړي پاڼي په څېر‬
‫رپانده د شاه زمرك خان د لېڅو په حصار كښي د خداى د عرش تر‬
‫سايې پوري رسېدلې ښكاره كېدله‪ ،‬د هغو دا بوس و كنار تر‬
‫شهواني خواهشاتو زياته د با همي پيوستګۍ ارمان ښكاره كېدى‪،‬‬
‫هره بوسه د دې پر يو والي باندي د مېخ په حيث ويشتل كېده‪.‬‬
‫په دې حال كښي و شاه زمرك خان ته د كېتراين د سوي‬
‫ورغوي خيال ور په زړه سو‪ ،‬ده هغه ژړانده او رپانده پاڼه لږ له‬
‫ځانه جدا كړه‪ ،‬خپلي اوښكي يې د الس په پشت سره وچي كړې او‬
‫نېغ يې د هغه ښايستې يهودۍ په سترګو كښي د ميني په پوره قوت‬
‫و وحشت سره وكتل‪ ،‬د كېتراين په اوښكو توده څېره د خداى د‬
‫ارادې په څېر ښايسته و مكمله ښكاره كېدله‪ ،‬د كېتراين پر لبو‬
‫باندي يوه وړه خندا پيدا سوه او په زړه كښي يې داسي وويل‪:‬‬
‫"د لېوه فطرت خو نه بدلېږي‪ ،‬هغه د تاوده سنګر وحشت يې‬
‫اوس بيا د ميني وجهان ته را انتقال كړى‪.‬‬
‫"كېتراين! ته ستا الس ښكاره كړه چي څومري سوى دى"‪ ،‬د‬
‫ده په لهجه كښي ډېر سوز و ګداز وو‪ ،‬كېتراين چي خپل الس‬
‫ورښكاره كړى نو د ورغوي او ګوتو بې پوسته سره زخمونه يې د‬
‫شاه زمرك خان د زړه پر مځكه د شمعي د لمبې په څېر په لمبه‬
‫راغلى‪ " .‬اوهو! دا خو ډېره سوې يې‪ ،‬راځه چي تر روغتون پوري‬
‫والړ سو"‪ ،‬هغه په اصرار راغلى‪.‬‬
‫"نه سر! ته يقين وكړه و ما ته د درد هيڅ احساس نسته‪ ،‬په‬
‫خپله به ښه سي" او رښتيا هم د هغې درد ال په سوځان وو" نه ته‬
‫راځه تردې نزدې مېډيكل سټور پوري خو به والړ سو‪ ،‬د ضرورت‬
‫شيان خو و تاته معلومېږي چي ډاكټره يې‪ ،‬بس زغرده به راسو"‪.‬‬
‫عين په دې حال كښي يو چا لويه دروازه وترپوله‪ ،‬شاه زمرك خان د‬
‫هغې الس ايله كړى د غسل خانې پوري والړى پر مخ باندي يې څه‬
‫اوبه واچولې او په اينداره كښي يې خپل وېښتان سم كړه او و‬
‫كېتراين ته يې وويل‪" :‬‬
‫"زه بېرته راځم نو بيا به تر مېډيكل سټور پوري ځو‪.‬‬
‫‪123‬‬

‫ده چي دروازه ورخالصه كړه نو دروازه ټكوونكى عسكر له ده‬


‫درې ګامه پر شا والړى او د خوف و حيرت په حال كښي يې ورته‬
‫وويل چي‪" :‬قومندان صاحب! زه معذرت غواړم چي ستاسو دروازه‬
‫مي وترپوله‪ ،‬وهللا چي و ماته دا خبره معلومه نه وه چي تاسو دلته‬
‫اوسى‪،‬موږ د ټكانو ږغ واورېدى نو ځكه مي داغلطي وكړه‪.‬‬
‫"نه زما وروره! زه بخښنه غواړم چي زما د غلطي پر سوب‬
‫تاسو پرېښانه سواست‪ ،‬ما د خپل كالكوف صفايي كوله چي په بې‬
‫پامي كښي راڅخه وچلېدى"‪.‬‬
‫د شاه زمرك خان په لهجه كښي د ګل تر پاڼو نرمي او‬
‫پوستوالى موجود وو او هغه د خپلي لهجې پر دا تبدل باندي ډېر‬
‫حيران هم سو‪ ،‬عسكرو په تكرار سره معذرت وكړى او د تللو اجازه‬
‫يې واخيستله‪ ،‬هغو شاه زمرك خان هم ليدلى وو او هم يې د شخصيت‬
‫غټ پرستاران وو‪.‬‬
‫په دې حال كښي چي كېتراين تر خپلي دروازې پوري‬
‫راورسېدله‪ ،‬شاه زمرك خان ته هغه ډېره ښكلې‪ ،‬نابلده او‬
‫خپله‪،‬ښكاره سوله‪ .‬هغه په اول ځلي په دې حقيقت پوه سو چي د‬
‫احساس د بدلېدو سره ژوند څومري نوي معناوي په داخل و په‬
‫خارج كښي سپڼوي‪.‬‬
‫كېتراين او دى په خپل زمان و مكان څومري بدل او ښايسته‬
‫ښكاره كېدل‪ ،‬هغه د حيرت په ال متناهي دښت كښي د يوې څرخكي‬
‫دوړي په څېر بې دركه سو‪.‬‬
‫"سر! چېري يې كه په لومړنيو منزلونو كښي ورك سوې نو د‬
‫راروانو وختونو پر كومو مځكو به دي لټومه"؟ د الس د تېز درد‬
‫باوجود هغې د‪،‬دوى‪ ،‬دواړو تر منځ شلېدلې خبره بېرته راژوندۍ‬
‫كول غوښت‪.‬‬
‫"كېتراين! زه ډېر حيران يم چي د ميني د سفر كولو دپاره په‬
‫كار صالحيت به چېري لټومه"‪ .‬هغه په رښتيا سره ډېر ښادمان الكن‬
‫په تذبذب كښي وو‪.‬‬
‫"نه سر! دا د خارج مسئله نه ده‪ ،‬د ميني ځالندي الري په خود‬
‫سره د سمندر پر سينه باندي د لمر په پلوشو سره د جوړي سوي‬
‫الري په څېر رابر سېره كيږي او د ميني كولو دپاره د خارجي‬
‫صالحيت ضرورت نسته دا صالحيت د ميني له وني څخه د هغې د‬
‫مېوې په څېر ډېر په فطرتي انداز كښي زېږي"‪.‬‬
‫د يوه ساعت د ميني اثبات د دې په زړه كښي د ژوند د بصيرت‬
‫واړه بندي دروازې خالصي كړي وې‪ ،‬نه صرف دا په خپله بلكي شاه‬
‫زمرك خان هم د دې ودې بصيرت ته ډېر حيران سو‪.‬‬
‫‪124‬‬

‫د ميني كوم اقرار چي كېتراين حاصلول غوښت نو هغه يې تر‬


‫السه كړى او بيا دواړه په ژوند كښي اول ځلي څنګ پر څنګ و بازار‬
‫ته راووتل‪ ،‬شاه زمرك خان پر خلګو څومري ګران دى او څومري‬
‫خوف و دبدبه يې هم پرته ده‪ ،‬دا د يوې زركي په ناز و اعتماد سره د‬
‫ده د وجود په المتناهي منوره فضا كښي په پرواز سوه‪ ،‬دا تر اوسه‬
‫ال د ده د وجود د وږمو په حصار كښي د رېدي د ګل په څېر بې‬
‫خوده وه‪ ،‬د هغه د الړي ذايقې د دنيا د هيڅ يو څيز سره په خپله‬
‫خوږه ذايقه كښي مشابهت و مناسبت نه درلودى‪ ،‬د ده د لبو اور و‬
‫خوند د هغې په ټوله وجود كښي د ځالندو لمرونو يو خوندور او‬
‫ښايسته فصل راشين كړى‪ ،‬هغې كرار د ځان سره وويل‪:‬‬
‫"ژوند و كابل جان څومري ښايسته سو‪.‬‬
‫"كېتراين ما نه واورېدل چي څه دي وويل"؟ شاه زمرك خان‬
‫پوښتنه ورځني وكړه‪" ،‬هيڅ نه سر!" د هغې ځواب وو الكن اوس نه‬
‫اورېدلو جملو هم د شاه زمرك خان دپاره غټ مفهوم درلودى په دې‬
‫وخت كښي هغه پر جاده ميوند باندي و اخوندي مېډيكل سټور ته‬
‫ورداخل سوو او د ضروري خريد و فروخت پسته بېرته و خپل ځاى‬
‫ته راورسېدل‪ ،‬شاه زمرك خان د كېتراين پر الس باندي راوړي ملهم‬
‫ور ولګول او هغې يوه د درد او يوه انټي بايټك ګولۍ تر ستوني تېري‬
‫كړې‪ ،‬د كېتراين الس ښه پوره سوځېدلى وو‪ ،‬الكن هغې و روغتون‬
‫ته تلل ضرور نه ګڼى او بيا شاه زمرك خان وويل چي‪:‬‬
‫"كېتراين اوس به دې نوري ډلي ته څه وايو"؟ داستا‬
‫سوځېدلى الس اوماته ماته دربچه او د ګوليوتش خولونه‪.‬‬
‫"زه به دابهانه ورته وكړم چي د يوه اتفاق په نتېجه كښي مي‬
‫كالكوف راڅخه وچلېدى"‪ .‬هغه د ميني د اعتبار باوجوده هم د‬
‫رسوايي د خوف څخه بې پرواه نه وو‪"،‬الكن ستا د الس د سوځېدلو‬
‫په باب به ته څه ورته وايې"؟‬
‫"ګوره سر! زه درواغ نه ورته وايم سيدها ساده واقعه به ورته‬
‫وكړم"‪ ،‬د كېتراين په لهجه كښي د شرارت آمېزه وه‪،‬‬
‫"اهو نه كېتراين! دا واړه خلګ به پر ما باندي څومري په زړه‬
‫كښي وخاندي"‪ ،‬د شاه زمرك خان په لهجه كښي څه التجا غوندي‬
‫وه‪.‬‬
‫"هسي سر! ته و ماته رښتيا ووايه تاسو اوس په دې تناظر‬
‫كښي څه محسوسوى"؟‬
‫كېتراين د ده احساس د ده له خولې د اورېدلو ارمان پر ځاى‬
‫كول غوښت‪ .‬شاه زمرك خان د څه ساعت دپاره په خيالونو كښي‬
‫ورك سو او بيا يې ورته وويل چي‪:‬‬
‫‪125‬‬

‫"كېتراين ما كله هم د دې تصور نه ووكړى چي زما ژوند به‬


‫څه داسي يو انداز اختيار كړي‪ ،‬زما د ژوند وژن ډېر محدود الكن له (‬
‫‪ )Trill‬هيجان او جوش څخه ډك وو او زه د يوې نشې په دود د ويني‬
‫په ذايقه و خوند اخته وم‪ ،‬جنګ او مسلسل جنګ بس زما د ژوند‬
‫كېنوس هم دغه قدر وسعت درلودى‪ ،‬كېتراين! ماتر تا وړاندي‬
‫څوكاله وړاندي د يوې روسۍ نجلۍ اليګزنډرا سره مينه درلودلې وه‪،‬‬
‫الكن هغې ميني هم يو افالطوني بڼه درلوده‪ ،‬زما مطلب دى د فاصلو‬
‫ښايست درلودى‪ ،‬په فارغو اوقاتو كښي به زه و دا عموما ً د شنه‬
‫ژور سمندر پر غاړه سره ګرځېدلو او كله چي به لمر د شنه ژور‬
‫سمندر و زړه ته په لوېدو راغلى نو زه و دا‪ ،‬لمر و سمندر‪ ،‬هوا و‬
‫مرغان ټوله به سره يو سوو او بيا د وطن د دفاع دپاره ما دا‬
‫پرېښودله او مات زړه ورځني راغلم د وحدت او المتناهيت دا‬
‫احساس نن ستا په صحبت كښي بيا په تكرار راغلى او د يوه شهباز‬
‫په څېر يې له ځان څخه وزرونه زېږولي دي‪ ،‬كېتراين! زه منافقت‬
‫نه كوم او د دې اقرار كوم چي زه له تا سره ډېره بې كچه مينه لرم‬
‫هم د دې ميني د ُحرمت په سوب زه نن له تا څخه بېلېږم‪ ،‬ستا د‬
‫وجود د نشيب و فراز څخه د اګاهي پسته اوس زما د فكر د همواريت‬
‫و كرار هيڅ امكان نسته‪ ،‬ستا د لبو او اوښكو ذايقې زما په وجود‬
‫كښي د لوږي او تسلط لرلو يو عفريت را ژوندى كړى دى‪ ،‬زه په‬
‫شعوري توګه له تا څخه په بېرته تر تا پوري د راتلو دپاره بېلتون‬
‫اختيارومه‪ ،‬زه غواړم چي ستا د خوشبوى په حصار او ياد كښي څه‬
‫وخت تېر كړم چي په لږ شپو كښي راغبرګ سم نو بيا به ستا هره‬
‫فيصله زما فيصله وي اوس و تا ته نزدې او له تا څخه محروميت به‬
‫زما دپاره يو ناقابل برداشت ازيت ثابت سي اوس تر يوه چت الندي‬
‫زه د تا سره نه سم اوسېدلى‪ ،‬نو ځكه نن غټ ماځيګر به زه له تاسو‬
‫واړو دوستانو څخه اجازه واخلم"‪.‬‬
‫كېتراين! اوس ته زما انتظار مه كوه‪ ،‬زه اوس وزر لرم ګرده‬
‫ورځ به ستا په طواف اخته يم‪ ،‬زه كوشش كوم چي په مناسب انداز‬
‫كښي د پامير د لېوانو رفاقت پرېږدم او ستا په پناه كښي راسم‬
‫رشتيا خبره هم دا ده كېتراين چي زما په خيال كښي وماته تر ميني‬
‫زياته د پناه ضرورت دى يو داسي انسان چي په معنا تر ژوند غټ‬
‫وي او زما رېز مرېز وجود د خپلو لېڅو په حصار كښي سنبال او‬
‫خوندي و ساتي كېتراين زه ځان ستا د ميني او د ذات د وسعتونو په‬
‫حواله كوم او هيله لرم چي ما به قبول كړې " د شاه زمرك خان په‬
‫لهجه كښي د مقدسو كتابونو صداقت او خوشبوى په څپو راغله‪.‬‬
‫په دې دوران كښي كېتراين د دېوار ګريه په مقدسو اطميناني‬
‫اوښكو كرار كرار ژړل او د شاه زمرك خان د لفظونو مقدس باران يې‬
‫‪126‬‬

‫د وجود په انتها كښي د ميني ټولي تندي او سرابونه باندي مسافر‬


‫كړه‪ ،‬دې هيڅ نه وويل‪ ،‬د هغه پر فراخ مقدس تندي يې يوه د ژوند تر‬
‫ريښو زياته ژوره او توده بوسه ثبت پرېښووله او والړه سوه‪.‬‬
‫دواړه پرله پسې د شاه زمرك خان و خوني ته ور د ننه سو‪،‬‬
‫خونه د ډېري ګډوډۍ په حالت كښي وه د شاشاه زمرك خان كالكوف‬
‫ال د ده د قدمونو پر ځاى پروت و هره خواته د چيښو او لر ګيو‬
‫پارچې پرتې دي‪ ،‬كېتراين د شاه زمرك خان كالكوف راپورته كړى‬
‫او و ده ته يې د حواله كولو هڅه وكړه‪ ،‬ده ورته وويل چي "‬
‫كېتراين زما د كالكوف پر ميل باندي ستا د الس سوځل سوى پوست‬
‫ال تر اوسه پروت دى زه په دې مشين سره نور جنګ نه سم‬
‫كوالى‪،‬ما ستا مات وايلن ستا له پوښتني څخه بغېر د ځان سره وړى‬
‫وو اوس يې په بدل خپل كالكوف درته پرېږدم‪ .‬جواز يې په دې سته‬
‫چي ته خو هم يوه نظامي پرسنول پاته سوې يې او زما د خوا به يو‬
‫يادګار هم وي"‪ .‬هغه كوشش كاوه چي خپله خبره ښه په منطقي انداز‬
‫سره وكړي‪ ،‬الكن هغه پر دې باندي په حيرت كښي ورك وو چي د‬
‫لهجې تندر يې څومري د ګلو په پسته ژبه سره خپل هيئت بدل كړى‬
‫دى‪ ،‬هغه د خپل پلنګ و خواته اوږد سو او د هغه ځاى څخه يې د‬
‫كالكوف كمربند راپورته كړى او بيا يې د دې تر مال وروتړى او‬
‫ورپسې دوه درې قدمونه پر شا و الړ او په پوځي انداز كښي يې‬
‫سلوټ ورته وكړى‪.‬‬
‫"صحيح سو سر! زما ستا دا ارزښت ناكه تحفه قبوله ده‪ ،‬بلكي‬
‫دا زما بيعه ده چي د قهرمان شاه زمرك خان كالكوف زما په وږه‬
‫ځړېږي‪ .‬دا خو هغه اعزاز دى چي ډېر لوى لوى زړور خلګ يې الهم‬
‫خوب نه سي ليدلى‪ ،‬سر! زه د دې عزت دپاره ستا ډېره شكر ګزاره‬
‫يم"‪.‬‬
‫"ښه نو اوس څه كول په كار دي؟ څه ساعت پسته خو دا نور‬
‫دوستان هم سره راغونډېږي‪ .‬كېتراين! ته راته ووايه چي څه بهانه‬
‫به ورته كوو؟" د شاه زمرك خان تشويش بيا راپورته سو‪.‬‬
‫"سر! دا دومري غټه مسئله نه ده‪ ،‬له ماڅخه سوا بل يو څوك‬
‫خو ستا خوني ته نه درځي او كه بيا هم ته غواړې نو به يې زه اوس‬
‫سره سمه كړم‪ ،‬زما د الس په حواله به زه ورته ووايم چي پام مي نه‬
‫سو په استري راڅخه وسوځل سو"‪ ،‬كېتراين د ده د تشويش د ليري‬
‫كېدو كوشش وكړ‪.‬‬
‫په دې دوران كښي په غېر محسوس توګه د غرمې نوبت‬
‫رارسېدلى وو‪ ،‬د دومري مقدس هيجاني كيفيتونو د ښكار پاتېدو‬
‫پسته چېري چي د دواړو د مسرت انتها نه وه هلته يې ډېر زړه‬
‫كېدى چي څه ريفريش منټ وكړي‪ ،‬ټاكنه دا وسوه چي په نزدې‬
‫‪127‬‬

‫جوړ سوي نوي هوټل كښي په ګډه سره لنچ وكړي‪ ،‬تر وتلو وړاندي‬
‫كېتراين خپل كمربند خالص كړى او كالكوف چي يې راپورته كړى‬
‫نو يې ورته وويل چي‪:‬‬
‫"سر! تا چي زما تر مال ستا كمربند وتړى او خپل كالكوف دي‬
‫ماته په تحفه كښي راكړى نو واوره چي تا زه د ټوله عمر دپاره د‬
‫خپل ځان دپاره خوندي بلكي قبضه كړم او زه ستا په لوړ غرور‬
‫سره سوګند پورته كوم چي زه به ستا په كالكوف سره د خپل‬
‫عصمت او د خپل ځان حفاظت فقط او فقط ستا دپاره كوم"‪.‬‬
‫ګوره چي دا د دې د لهجې د عزم سختي وه كه څه وو چي دى‬
‫يې په خپل زړه كښي په لړزه كړ‪.‬‬
‫"اهو كېتراين! زما يقين دى زه د لهجو د صداقت محسوسولو‬
‫صفت لرم زه كوشش كوم چي زه زغرده تر تا پوري راغبرګ سم"‪.‬‬
‫هغه بيا د ګلونو په پسته ژبه ورته وياند سو‪.‬‬
‫كېتراين كالكوف و كمربند د دې و مرجاني په ګډه خونه كښي‬
‫كښېښود او بيا دواړه د لنچ دپاره د باندي سره ووتل‪ ،‬هغو دواړو‬
‫اكثره وخت په خاموشۍ كښي سره تېر كړى هغو فقط د يو وبل د‬
‫موجودګۍ څخه حظ و خوند اخيستى‪.‬‬
‫مرجانه د دوى تر رارسېدو وړاندي را رسېدلې وه هغې اوله‬
‫متوقع پوښتنه خو دغه وكړه چي الس دي څه په وكړى؟ " ګرانې پام‬
‫مي نه وو استري سور وو الكن بيا هم ډېر نه دى سوځلى‪ ،‬تر‬
‫مېډيكل سټور پوري والړو هغو دا ملهم پټۍ ورباندي وكړه اوس ښه‬
‫دى"‪ .‬الكن د مرجاني شپږم حس ورته وويل چي‪" :‬درواغ وايې‪،‬‬
‫الكن خبره يې و مځكه ته ايله كړه اوبيا د دلته و هلته خبري شروع‬
‫سوې‪ ،‬په دې حال كښي مرجاني ودوى ته وويل چي‪:‬‬
‫"زه غواړم د يو څو ورځو دپاره كوټي ته والړه سم‪ ،‬وهللا كور‬
‫و بچيان مي ډېر يادېږي او اوس له دفتر څخه چي مي كورته ټيليفون‬
‫وكړى نو مور راته وويل چي‪" :‬زما خور چي په نس يو كوشنى لري‬
‫تر زينو ښكېدلې او حالت يې ډېر خراب دى او په هسپتال كښي‬
‫داخله ده‪ ،‬نو د دې خواهش هم دا وو چي زه ځان ور ورسوم او په‬
‫بل يو كار كښي هم زه غواړم چي د دې سره مشوره وكړم او اجازه‬
‫ورځني واخلم‪ ،‬كېتراين! زه ستا د سترګو په تجسس پوهېږم زه د‬
‫ځان و زاهد توصيفي د ژوند د رفاقت په تناظر كښي د خپل خاندان د‬
‫خلګو سره خبره كول غواړم‪ ،‬الكن زه د خپلو دوو هلكوانو د امكاني‬
‫ر ِدعمل څخه ډېره خوفزده يم اوشرمنده غوندي يم او په بله خوا زه‬
‫پر خپل ځاى ډېره مجبوره هم يمه "‪ .‬د هغې په لهجه كښي د خزان د‬
‫ژړو پاڼو غمجني وه‪.‬‬
‫‪128‬‬

‫"ښه‪ ،‬نو مرجاني! خداى دي ټوله مشكالت حل كړي زه هم اراده‬


‫لرم چي نن له تا سو واړو خلګو څخه اجازه واخلم‪ ،‬مرجاني! زما‬
‫اوسنى ژوند ستا په سوب قايم دى‪ ،‬ته هغه څوك يې چي زه دي د‬
‫مرګ له سرحدونو څخه په بېرته د ژوند پر خوا راغبرګ كړم‪ ،‬زه‬
‫ستا ډېر پوروړې يم‪ ،‬ستاسو په صحبت كښي ما د ژوند نوي مفاهيم‬
‫تر السه كړي دي او د نوي فكر افقونه مي موندلي دي‪ ،‬زه هيله كوم‬
‫چي بيا به تر دې هم په ښه حالت زموږ دوباره مالقات سره وسي"‪.‬‬
‫د شاه زمرك خان په لهجه كښي د احسان مندۍ او اخالص ښكال‬
‫شامله وه‪.‬‬
‫"سر! زما دا خيال دى چي ته زغرده ځې‪ ،‬الكن خبره نه يمه‬
‫چي د دې ځلي زما زړه نه سي چي د تللو په وخت يوه بله شمع بيا‬
‫په الس كښي دركړم‪ ،‬سر! زما خيال دى چي تاسو اوس د مځكي په‬
‫حقايقو او د ژوند په غوښتنو سره بلد زړه و ذهن لرى"‪ .‬د مرجاني‬
‫په لهجه كښي د شرارت آمېزي وه‪.‬‬
‫په دې حال كښي زاهد توصيفي هم را ورسېدى هغه هم د‬
‫كېتراين څخه د الس په باب پوښتنه وكړه‪ ،‬كېتراين و هغه ته هم‬
‫هغه زوړ ځواب وركړى‪ ،‬په دې حال كښي كېتراين ورته وويل چي‪:‬‬
‫"زه له فريج څخه تاسو ته ډوډۍ را اخلم ما و سر نن په ښار كښي‬
‫لنچ وكړى‪.‬‬
‫نه كېتراين ستا الس خوږ دى‪ ،‬ته كښېنه زه به يې په خپله‬
‫توده كړم يا ته هم راځه زه د تا سره يوه خبره هم لرم‪ .‬مرجاني دا تر‬
‫الس ونيوله او دواړي د اشپزخانې و خواته و الړې د هغو دوو تر‬
‫منځ خبري ډېري اوږدې سوې الكن چاته معلومي نه سوې چي د‬
‫ګفتګوى موضوع يې څه وه‪.‬‬
‫په ماځيګر كښي د نورو غړو تر غوږو د شاه زمرك خان او‬
‫مرجاني د تللو خبره هم ورسېدله‪،‬د دوستانو د تشويش په مقابل شاه‬
‫زمرك خان ورته وويل چي‪" :‬دى اوس بالكل روغ رمټ دى او هسي‬
‫هم يې قول ورسره وكړى چي څه موده به ال نور هم ځان د سختو‬
‫ازميښتونو څخه و ژغوري‪.‬‬
‫بنفشې د ځان سره خپله ياشيكا كېمره را وړې وه او بيا د فوټو‬
‫سېشن شروع سو يوازي ګروپ او د جوړې جوړې فوټوګان اخيستل‬
‫شروع سول‪ ،‬ياو‪ ،‬دوه‪ ،‬درې ريالن يې ختم كړه‪ ،‬په خپله يې هم د‬
‫هره يوه سره يوازي او ګروپ فوټوګان واخيستل او په دې كښي‬
‫ډاكټري و كېتراين په وار وار د دې پر ځاى د فوټوګانو د اخيستلو‬
‫چشم فلك و دې ته ډېر حيران وو چي دا‬ ‫ِ‬ ‫وظيفه پر ځان باندي ومنله‪،‬‬
‫وګړي د يوه و بل سره څومري مينه لري او د يوه و بل څومري‬
‫احترام كوي‪ ،‬په دې دوران كښي د چاى دور هم چلېدى چي د غټ‬
‫‪129‬‬

‫ماځيګر وخت راورسېدى د شاه زمرك خان راغوښتى ګارډز د جيپ‬


‫سره را ورسېدل او د باندي په انتظار وو شاه زمرك خان د ټولو‬
‫دوستانو په اخالص سره شكريه ادا كړه او تر وتلو وړاندي يې بيا د‬
‫كېتراين مات وايلن په بنفشه له خوني څخه راوغوښتى او فرداً فرداً‬
‫يې د هر چا سره په الس رخصتي اخيستله‪ ،‬كله چي د مرجاني سره‬
‫مخامخ سو نو د خاندان د خلګو په نوم يې ورته سالمونه وركړه او‬
‫هيله يې ښكاره كړه چي زغرده به سره ووينو‪ ،‬مرجاني د يوې سړې‬
‫ساه سره ورته وويل چي‪:‬‬
‫"سر! خبره نه يم چي ولي په زړه كښي دا تشويش لرم چي دا‬
‫زما و ستا تر منځ اخېري مالقات دى‪ ،‬و ماته يې هم هيڅ سوب‬
‫عيان نه دى الكن زه راروان وختونه د اسمان په تورو دوړو باندي‬
‫ګېر وينم"‪ .‬د هغې ږغ په ستوني كښي تريخ سو‪.‬‬
‫"نه‪ ،‬نه‪ ،‬مرجاني! خداى دي داسي نه كوي د ژوند په هره سړه‬
‫و توده كښي به زه و دا والړ واړه خلګ تر تا سرونه قربان كړو"‪ ،‬په‬
‫شاه زمرك خان كښي ويده لېوه غځونه وكړه‪.‬‬
‫په خپل وار بنفشې ورته وويل چي‪" :‬الال! داسي نه سي كېدى‪،‬‬
‫تاسو يوه يا دوې ورځي نور ايسار سى‪ ،‬زما زړه غواړي چي ستا د‬
‫صحت يابۍ په حواله زه يو كوشنى دعوت وكړم او د هغه پسته بيا‬
‫تاسو والړ سى‪.‬‬
‫هغه د ورورولي په مينه د هغې جګه ښايسته پزه په ګوتو كښي‬
‫ونيوله او ورته يې وويل چي‪" :‬نه زما وړې پيشو اوس ايسارېدل‬
‫ګران راته ښكاري‪ ،‬هان! البته چي مرجانه له كوټي څخه راستنه سي‬
‫نو بيا به يو دعوت ته او يو غټ دعوت به د تشكر په توګه زه هم‬
‫وكړم دا وخت اجازه راته راكړى"‪ .‬تر روانېدو وړاندي هغه شا و‬
‫خوا وكتل خو كېتراين يې په نظر نه ور اغله او بيا يې مجبوراً‬
‫پوښتنه وكړه چي كېتراين څه سوه؟‬
‫ماللۍ ورته وويل چي‪:‬‬
‫الال! هغه د لويي دروازې و خواته والړه تاله به په مخه درسي‪.‬‬
‫الكن الال! ستا كالكوف خو دي هېر سو"‪ .‬شاه زمرك خان كرار و‬
‫موسېدى او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫هغه مي دكېتراين په اصرار سره و هغې ته پرېښود‪ ،‬دا ستاسو‬
‫د محفل ښايسته اثر دى چي زه اوس د كالكوف پر ځاى په السو كښي‬
‫يو مات وايلن وړم"‪ .‬د دې جملې د ختمېدو سره د هغه پر ښايسته‬
‫څېره باندي د شرم تر احساس الندي د شفق رنګونه وځلېدل‪ ،‬د‬
‫يوه لوړ "خداى په امان" ويلو سره هغه مخ په وړاندي د بېروني‬
‫دروازې و خواته ګامونه واخيستل‪.‬‬
‫‪130‬‬

‫زاهد توصيفي و انجنېر صاحب چي ورسره د وتلو هڅه كوله‬


‫نو ودا صمدزۍ د سر په اشاره سره منع كړو‪ ،‬په د باندينۍ دروازه‬
‫كښي و د ننه خواته كېتراين والړه وه او د ده الر يې كتله‪ ،‬كله چي‬
‫شاه زمرك خان ورنزدې سو نو هغې ورته وويل چي‪ :‬سر! تر وتلو‬
‫وړاندي د ما سره د اينداري په دې مات توكري كښي يواري په ګډه‬
‫وګوره‪ ،‬بيا به زما دپاره دا اسانه وي چي ستا په غياب به زه هر‬
‫وخت په چشم تصور سره په دې كښي ستا ديد په كوالى سم او ستا د‬
‫انتظار بې رنګه وختونه به په دې توګه لږ و ماته اسانه سي‪ ،‬دا‬
‫زموږ د كور رسم و روايت پاته سوى دى‪ ،‬بلكي زموږ يقين وي چي‬
‫تلونكى مسافر په دې توګه بېرته هغه ځاى ته راځي له كوم ځاى‬
‫څخه چي يې سفر اغاز كړى وي‪.‬‬
‫شاه زمرك خان په خپل زړه كښي د سمندر په څېر په مدو جزر‬
‫راغلى او د خزان غمجن رنګونه يې د ويني په ګردشونو كښي ورګډ‬
‫سو‪ ،‬هغه د يوه بې وسه خاورين بت په څېر د هغې د لهجې په‬
‫بهاند دوك كښي د شګو د شنكني پاڼ په دود نړانده او بې دركه سو‬
‫كله چي په مات توكري كښي د دواړو سترګي سره څلور سوې نو د‬
‫وختونو جاري ګردشونه پر خپل ځاى ساكت ودرېدل او د ميني‬
‫اندروني اوښلن دوك د دواړو په نظرونو كښي د اينداري سطح د‬
‫بهاندو اوبو په صورت سره ګډه وډه كړه او په اينداره كښي موجود‬
‫دوه صورتونه په يوه و بل كښي سره تحليل سو‪ ،‬تر خالصي درېچې‬
‫د ننه راتلونكي باد و دواړو ته د روحانو پر وحدت باندي د روح‬
‫كاينات له خوا د تبريك پېغام وړاندي كړى او بيا كېتراين مخ د‬
‫شاه زمرك خان و خواته راوګرځوى او ورته ويې ويل چي‪:‬‬
‫"سر! قول راسره وكړه چي د مات توكري په توسط ستا د زړه‬
‫پر لوح باندي نقش پاته سوى زما د تصوير حفاظت به كوې"‪ .‬او‬
‫خپل سر يې د هغه د فراخي سينې پر پرښه كښېښود او د هغه د زړه‬
‫د زېر و بم په وحشت سره يې يو ازلي سكون و اعتبار وموندى‪ ،‬شاه‬
‫زمرك خان د هغې پر ښايسته سېنځه باندي يوه مجبوره بوسه‬
‫وركړه او د يوه تېز توپان په څېر د باندي ووتى‪.‬‬

‫‪‬‬

‫په متعين وخت چي كله د دوستانو محفل خور راغلى نو مرجاني‬


‫بنفشه راوګرځوله بيا د مرجاني په اصرار سره كېتراين و دې دواړو‬
‫هم د زاهد توصيفي څخه و خپل اقامت ګاه ته د تللو اجازه طلب كړه‪.‬‬
‫‪131‬‬

‫زاهد توصيفي ډېر په شش وپنج كښي سو چي څه ورته و‬


‫وايي؟ او اخير ناچاره ور سره متفق سو‪ ،‬تر تللو وړاندي كېتراين‬
‫ته هغه د درېچې د ماتېدو په سوب خبر كړى او د شاه زمرك خان‬
‫پرېيښى كالكوف يې د خپلو جامو په غټ بېګ كښي خوندي كړى او‬
‫بيا دې‪ ،‬مرجاني او بنفشې د زاهد توصيفي څخه د تللو اجازت‬
‫واخيست او بنفشې دوى دواړي تر خپل هاسټل پوري ورسولې‪ ،‬د‬
‫ماخستن د ډوډۍ پسته كېتراين ورځني پوښتنه وكړه چي دې ولي پر‬
‫دې باندي ټينګار وكړى چي ارو مرو دي خپل هاسټل ته راسي؟‪.‬‬
‫" كېتراين زه هيله لرم چي ته به زما په باب په څه مغالطه‬
‫كښي نه پرېوځې‪ ،‬كه زه دا ووايم چي د شاه زمرك خان د تللو پسته‬
‫زه هلته د يوه ناڅرګند خوف ښكار سوم‪ ،‬كېتراين! زه مينه خو د‬
‫زاهد توصيفي سره لرم چي هغه زما د جمالياتي تندي ضرورت پوره‬
‫كوي الكن زه تحفظ د شاه زمرك خان په موجودګۍ كښي محسوسوم‪،‬‬
‫الكن د دې مطلب دا نه دى چي ته زما په حواله د څه غلط فهمۍ‬
‫ښكار سې‪ ،‬زه پر خپل ځاى بيا د تا سره دومري مينه لرم چي شاه‬
‫زمرك خان ګر سره زما مينه سي نو هم زه يې ستا دپاره ډېر په‬
‫خالص زړه سره پرېښودلى سم‪ ،‬كنه زه خبره يم چي نن څه وخت‬
‫ستا و د هغه تر منځ مينه و خپل تكامل ته ورسېدله‪ ،‬كېتراين ته و‬
‫ماته ووايه چي نن څه پېښه وسوه؟" كېتراين پوهه سوه چي د‬
‫درواغو د ويلو امكانات د صفر سره برابر ښكاري الكن د تفصيل د‬
‫ښودلو څخه يې ډډه ووهله او ورته وېويل چي اهو هغه نن چي زما‬
‫پر الس باندي پټۍ اچوله نو بيا يې راته وويل چي‪:‬‬
‫" كېتراين زه ستا ډېر پوروړى يم او ستا په مشكالتو سره‬
‫پوهېږم‪ ،‬ته يو څه موده ال انتظار وكړه‪ ،‬شايد چي مثبت او مساعد‬
‫حاالت مو نصيب سي"‪ .‬كېتراين د خپلي فتحي او د شاه زمرك خان د‬
‫شكست خبره په شعوري توګه سره پټه كړه‪ ،‬په سوب يې دا په خپله‬
‫هم پوه نه سوه چي ولي يې و مرجاني ته تفصيل نه و ښودى‪.‬‬
‫په را روانو دوو و درو ورځو كښي مرجاني د كوټي پر لور د تللو‬
‫لوازمات په نظر كښي ونيول‪ ،‬په كندهار كښي يې د مېروېس افغان‬
‫سره رابطه ونيوله اوبيا يې د دوستانو له ټولني څخه چي اوس به هم‬
‫په ماځيګر كښي د زاهد توصيفي پر ځاى راټولېدله د تللو اجازه‬
‫واخيسته‪،‬او زاهد توصيفي د دې يو جوړ كړى انځور د دې حواله كړى‬
‫چي و شاهدترين ته يې ورسوي‪ ،‬د كوم چي هغه قول ورسره كړى وو‬
‫او په دا بله ورځ هغې وختي د كندهار پر لور حركت وكړى‪.‬‬
‫په كوټه كښي حاالت په هغه سابقه بڼه سره كرار كرار پر تتۍ‬
‫باندي څكېدل د هغې په راتللو سره تسلط نيولى جمود تر ډېره حده‬
‫په شكست راغلى‪ ،‬مرجانه د څو مياشتو پسته راستنه سوې وه‪ ،‬د‬
‫‪132‬‬

‫خپلوانو عيال و دوستانو په منځ كښي يې د روح ټولې ستړياوي توى‬


‫سوې خو د خور صحت يې ال ښه نه وو او دا يوه داسي غټه پرېشاني‬
‫وه چي د دې د راتللو خوند يې هم ال ډېر پيكه كړى‪ ،‬د خور حاالت يې‬
‫مخ په وړاندي نور هم خراب سول مضروب كوشنى يې په رحم كښي‬
‫مړ سو او د اپرېشن په دوران كښي دا هم تر ساه تېره سوله‪ ،‬پر‬
‫قريبانو باندي يو قيامت تېر سو او دا غم د ټولو په زړونو كښي د‬
‫زنګو په څېر كښېنستى‪ ،‬مور و پالر يې په ېوه شپه كښي ډېر زاړه‬
‫سو‪.‬‬
‫مرجانه او شاهدترين به عموما ً په نودو سترګو ليدل كېدل او د‬
‫كوشني ورور و د قاسم حالت بيا نور هم خراب وو‪ ،‬د خاندان د لېرو‬
‫و نزدې خلګو او د ښار واقف كارانو ډېر اوږد غم ورسره وكړى‪ ،‬د‬
‫كابل دوستان پر ټيليفون باندي خبر سول‪ ،‬الكن مرجاني دهغود‬
‫اصرار با وجود ورته اجازه ورنه كړه چي د تعزيت دپاره دي په دوى‬
‫كښي ځني خلګ تر كوټي پوري سفر وكړي‪.‬‬
‫د دوك و غم باوجود د يوې مياشتي په اوږدو كښي ژوند بېرته‬
‫خپل معمول خپل كړى‪ ،‬كه مرجاني زياتره وخت پر كور دمور و پالر‬
‫د ورور او د خپلو دوو هلكانو سره تېروى الكن شاهدترين يې هم په‬
‫څه نه څه بهانه د ځان په شا و خوا كښي ساتى‪ ،‬په دې دوران كښي‬
‫مرجانه د شاهدترين سره د خپلو زړو همكارانو د مالقات دپاره هم‬
‫تللې وه او هلته يې و شهزاد صاحب ته وويل چي‪:‬‬
‫"ما د كابل جان د شب و روز په تناظر كښي خپل احساسات او‬
‫حاالت په ډېر تفصيل سره په ډايري كښي ليكلي دي‪ ،‬الكن چي ال‬
‫حاالت و خپل منطقي انجام ته نه دي رسېدلي نو د ځان سره مي‬
‫ډايري نه ده راوړې‪ ،‬خو حاالت چي هرڅه وو زه به دا ډايري ستا تر‬
‫السو د رارسولو يو حتمي انتظام ضرور وكړم‪ ،‬زما د ژوند اولين‬
‫حاالت و دا ډايري بيا شايد د يوې ښې اوږدې كيسې بنياد وګرځي‪.‬‬
‫"اهو مرجاني! ستا د ژوند اوله برخه هم يوه ښه كيسه‬
‫تشكيلوي‪ ،‬الكن زه مقصد لرم چي ستا د ژوند بشپړه كيسه د يوه ناول‬
‫په صورت كښي و دنيا ته وړاندي كړم او په دې توګه و ځان ته يو‬
‫شناخت وګټم‪ .‬د شهزاد صاحب په لهجه كښي يو د نور څرګ‬
‫برېښېدى‪.‬‬
‫د نويد سره هم د مالقاتونو مواقع دستياب وې‪ ،‬د نويد او‬
‫انجنېر صاحب په انداز كښي ډېر مماثلت وو‪ ،‬نو د نويدپه مالقات‬
‫كښي به و دې ته انجنېر صاحب او د ټولني نور وګړي ضرور ور په‬
‫زړه سو‪ ،‬هسي د زاهد توصيفي او د نورو ټولو سره د هغې ټيليفونك‬
‫رابطه په پوره توګه استوار هم وه اوس دا د دې مخمصې ښكار وه‬
‫چي څه وكړي؟ د خور د مړيني په تناظر كښي د زاهد توصيفي سره د‬
‫‪133‬‬

‫ژوند د ملګري په حواله دومري زغرده خبره كول و هغې ته يوه نا‬
‫مناسبه خبره ښكاره كېدله او په دې حاالتو كښي د هغې خپل زړه هم‬
‫دا نه منله او په دې نتېجه ورسېدله چي بايد يو څومياشتي نور‬
‫انتظار وكړي‪.‬‬
‫شاهدترين د نوي امكاناتو په تناظر كښي كرار كرار پر خپل غم‬
‫باندي قابو و موندى چي شايد‪ ...........‬داسي وسي‪ ،‬الكن آخېري‬
‫فيصله خو اوس هم د بل چا په الس كښي وه او هغه د دښت د دوړي‬
‫په څېر سركښه او و نا معلومو منزلونو ته په سفر وه‪ ،‬د ده په مټ‬
‫كښي نه ځايېدله‪ ،‬مرجانه په رشتيا هم د دښت د دوړي په څېر يوه‬
‫بې ريښو هستي وه او هغې ته په خپله هم او هيڅ يو چاته هم دا‬
‫څرګنده نه وه چي دا څوك ده او څه غواړي؟ او په اوسني صورتحال‬
‫كښي خو بيا د لوى عذاب سره مخامخ وه‪ ،‬د هغې زړه و ذهن پر‬
‫څوبرخو باندي تقسيم پاته وو‪.‬‬
‫دا د يوه لوى ښار په څېر كوڅې كوڅې وه‪ ،‬د دښت په څېر‬
‫هموار وحدت اوس ورته د لېوني يو خوب ښكاره كېدى‪ ،‬په يوه‬
‫خوا د هغې ال محدوده لوږه و تنده وه او په بله خوا د ژوند د فطرتي‬
‫تحديد په حصار كښي راګيره وه‪ ،‬هغې په اوسنيو ورځو كښي خپل‬
‫احساس په يوه ازاد نظم كښي داسي وړاندي كړى وو‪:‬‬

‫نظم‬

‫زما خوبونه په مكان كښي‬


‫نه ځاييږي‬
‫هيڅ هم كله تر تعبيره نه رسيږي!‬
‫هم په دا ستړي شاليد كښي‬
‫داسي وايم‬
‫ما ته لوى قدرت عالمه‬
‫ډېر غريب او مفلس ښكاري‬
‫په وختو كښي‬

‫دا او د دې خوبونه د ژوند د فطرتي تحديد سره په مجادله اخته‬


‫وو‪ ،‬دا له يوه سړي څخه بيا تر بل سړي پوري په يوه نه‬
‫ختمېدونكي سفر روانه وه و دې ته په خپله هم عيان نه وه چي دا‬
‫له ژونده او له ميني څه غواړي؟ دې د شاهدترين مينه باالراده‬
‫پرېښودله‪ ،‬د اسرار سره په جنګ راغله د هغه څخه د انتقام اخيستلو‬
‫په زعم كښي د رحيم جان سره د ګناه په پېژندګلوي اخته سوه او په‬
‫‪134‬‬

‫منځ كښي د لزبينيت هم په هوا راغله او د كمزورو سهارو په تالش‬


‫بوخت سوه‪.‬‬
‫د ژوند په دويم پړاو كښي يې د زاهد توصيفي په توسط خپله نيم‬
‫ګړې مينه د پوره كولو هڅه وكړه‪ ،‬الكن د شاهدترين و د زاهد توصيفي‬
‫د مينو د ثنويت با وجود ال د مات وزرې زاڼې په څېر تر خپل مرام و‬
‫منزل پورې رسېدلې نه ښكاره كېدله‪.‬‬
‫هغه به عموما ً اوس په دې خيال كښي وركه وه چي دا غواړي‬
‫څه؟ او ګرسره له لويه سره د ژوند مقصد و جواز څه دى؟ زه څوك‬
‫او خداى څوك دى؟ ګر سره د انسان و كايناتي ژوند په تناظر كښي‬
‫خداى څه غواړي؟ او د اسي نور ستړي سوالونه چي د هيڅ يو چا‬
‫سره يې ځوابونه نه وو‪ ،‬د هغې د فكر لويه برخه يې تشكيلوله‪ .‬د‬
‫ميني ثنويت! كه خداى په ګډ كړې نو د ميني تثليث هم دا د اطمينان‬
‫تر منزله نه وه رسولې‪ ،‬د دې مشكل صورتحال نوره پېچيدګي بيا د‬
‫شاه زمرك خان سره د پېژندګلوي په سوب و منځ ته راغله‪ ،‬دا به‬
‫عموما ً په دې خيال كښي وركه وه چي زه د هغه سره‪ ،‬خو دا خبره‬
‫عيان ده چي مينه نه لرم نو هغه بيا په څه حواله ضروري دى؟‪ ،‬دا‬
‫چي زه د هغه په موجودګۍ كښي بې خوفي محسوسومه الكن سوال‬
‫دا دى چي د دې خوف نوعيت څه دى‪ ،‬چېري په تحت الشعوري‬
‫حواله زما د زړه د دې خوف سوب خو هغه په خپله نه دى؟‪ ،‬ايا د دې‬
‫خوف سوب خو دا نه دى چي زه د خداى سره د پېژندګلوي او يوالي‬
‫احساس خو لرم‪ ،‬الكن د ميني مضبوطي معروضي رشتې نه ورسره‬
‫لرم؟‬
‫خداى‪ ،‬ژوند‪ ،‬مينه‪ ،‬خوف او مرګ دا هغه پنځه واړه سوالونه‬
‫وو چي د دې سره يې ځواب نه وو‪ ،‬دا په دې كښي وركه وه چي و دې‬
‫ضروري سوالونو ته به ځواب څوك وايي؟‬
‫مذهب‪ ،‬فلسفه‪،‬او فنون لطيفه چي هر يو و ځان ته پر تخليقي‬
‫سطح باندي خپل ځانګړى جمالياتي ابديت لري خو دې درو واړو‬
‫ځوابونو ډېر توپير سره درلود‪ ،‬نو ځكه دا د نور لوى انتشار سره‬
‫مخامخ وه‪ ،‬دا تر اوسه ال د جمالياتي بصيرت و هغه لوړ مقام ته نه‬
‫وه رسېدلې چي د دې درو واړو تر منځ يو تطبيق پيدا كړي او د خپل‬
‫ستړي زړه و ذهن دپاره يو لمرين تيقن او اعتماد ځني تر السه كړي‪،‬‬
‫هغه لږ څه په خپلو نفسياتو باندي پوهېدله و دې ته دا حقيقت په څه‬
‫ډول عيان وو چي تخليقي خلګ هر وخت د سمندر په څېر په‬
‫اضطراب كښي اوسي هغه څپه څپه په خپل ذات كښي په مدو جزر‬
‫سره متصف زړه و ژواك لري‪ ،‬دا پوهېدله چي تخليق و حركت دوه‬
‫باهم حقيقتونه لري‪ ،‬د جمود دويم نوم خو مرګ دى‪ ،‬څو چي ژوند د‬
‫حركيت صفت په زړه كښي لري نو د تخليق الر هيڅ يو څوك نه سي‬
‫‪135‬‬

‫نيوالى او دا هم بـيا يو كايناتي اصول دى چي تخليق و كرب په‬


‫بېرته هم د وجود د هوسايني حقيقت لري تخليقاران تخليق كوي نو‬
‫د اذيت و اضطراب د خوند سره پېژندګلوي يېدا كوي‪.‬‬
‫د دې تر څنګه دې د خپلي روحاني مفلسۍ او جنسي نا اسودګۍ‬
‫د نفسياتي ستړي ادراك هم درلودى‪ ،‬د خور په مرګ كښي يې رحيم‬
‫جان دوه درې واره وليدى د هغه ټول خاندان د دې غم د ځان غم بللى‬
‫وو‪ ،‬دوه يې پسونه راوستي وو‪ ،‬نر و ښځو يې د دوى د دلجويي سره‬
‫سره نور ټوله خدمت پر خپله غاړه اخيستى وو‪ ،‬هغو كم و بېش‬
‫يوه هفته دلته تېره كړه‪.‬‬
‫رحيم جان اوس پر چټه ځواني راغلى وو او خورا ښه ښكاره‬
‫كېدى‪ ،‬له يونيورسټۍڅخه يې په انګرېزي كښي ايم‪ ،‬اې او هم يې‬
‫د ايل‪ ،‬ايل‪ ،‬بي ډګري تر السه كړې وه‪ ،‬تر اوسه دلته د يونيورسټۍ‬
‫په هاسټل كښي اوسېدى‪ ،‬ولي چي د ‪ viva‬برخه يې ال پاته وه‪ ،‬د‬
‫مور و پالر د ډېر اصرار باوجود يې د واده څخه انكار كړى وو‪ ،‬د‬
‫هغه استدالل دا وو چي يو واره زه خو تر يو ځايه ورسېږم نو بيا‬
‫به پر دې باندي غور كوم‪.‬‬
‫دا يې د خور خبري وې چي و مرجاني ته يې كړي وې د دې په‬
‫خپله په تفصيل سره خبري نه وې ورسره سوي الكن د خور د غم با‬
‫و جود د شپې په تنهايي كښي به يې كله كله خيال د ده و خواته هڅه‬
‫كوله‪ ،‬د واړو فاصلو با وجود رحيم جان د دې په ژوند و زړه كښي‬
‫يو مهم غوندي اهميت درلودى‪ ،‬هغه تر اوسه ال هم د يوه توند او‬
‫ګرم توپان په حېث د دې په وينه كښي موجود وو او بيا د دې د يوه‬
‫زوى عاصم پالر هم وو‪ ،‬هغې د رحيم جان پسته د بل نارينه سره‬
‫جنسي تعلقات نه وو درلودلي‪ ،‬زاهد توصيفي كه څه هم د هغې محبت‬
‫خو وو خو الكن د هغه مينه د سړې واوري په څېر په دې كښي‬
‫ځاى نيولى وو‪ ،‬په دې درې څلورو كلونو كښي هغې د ضبط نفس‬
‫درس زده كړى وو او بيا يې د هم جنسي الفت سهارې هم سكښتي‬
‫وې خو ځكه ګزاره كېدله‪ ،‬الكن هغه پوهېدله چي د هم جنسيت عمل‬
‫فقط د تاالب روڼي اوبه خړي پړي كړي په هغه سره د وږي جبلت‬
‫تسكين نه سي كېدالى‪.‬‬
‫د فاتحې سلسله اوس تقريبا ً ختم سوې وه‪ ،‬الكن د دې خاندان‬
‫اوس ال هم د دې سانحې په منګلو كښي را ګېر وو‪ ،‬په خصوصيت‬
‫سره د مور و پالر حالت يې ډېر خراب وو‪ ،‬د غم د دې يوې‪ ،‬يوه‬
‫نيمي مياشتي په اوږدو كښي دواړه نيم نه وو پاته سوي‪ ،‬د مور د‬
‫بلډپرېشر زړه ناروغتيا يې اوس ډېره په زور وه‪ ،‬پالر يې د شوګر د‬
‫رنځ په سختره سره اخته سوى وو‪ ،‬د كوټي د ډاكټرانو د تجارتي‬
‫نفسياتو او عدم توجهي په حواله بيا دا فيصله وكړل سوه چي دوى‬
‫‪136‬‬

‫دواړه بايد چي د مېډيكل چيك اپ دپاره كراچۍ ته والړسي‪ ،‬د عالج‬


‫سره سره لږ به يې پام هم واوړي د يوې هفتې لسو شپو پسته دي بيا‬
‫راغبرګ سي‪.‬‬
‫د مور و پالر د اصرار باوجود د مرجاني و تللو ته زړه نه‬
‫كېدى‪ ،‬شايد چي د دې يو واضح سوب د شاهدترين موجودګي هم‬
‫كېداى سوه چي د پالن په مطابق د دوى سره تلى‪ ،‬تر روانګۍ‬
‫وړاندي د مرجاني ورور او د دې زوى هم په ژړاند ضد سره‬
‫اېډوكېټ صاحب او ماينه و دې ته مجبوره كړل چي د ځان سره يې‬
‫بوزي‪ ،‬مور و پالر يې په تكرار سره بيا ورته وويل چي بيا خو نو ته‬
‫يوازي پاته سوې نو دا به څنګه وي؟ هغې ورته وويل چي‪:‬‬
‫"چوكيدار خو دلته راسره سته‪ ،‬نو دا څه خاص مسئله خو نه‬
‫ده‪ ،‬زه خو دا ده تر كابل پوري ځم و راځم‪ ،‬تاسو زما په حواله څه‬
‫تشويش مه كوى‪ ،‬الكن د مور تسلي يې نه كېده او په دې حال كښي‬
‫د هغې خيال د رحيم جان و خواته والړى او دا تجويز يې وړاندي‬
‫كړى چي زموږ تر راتلو دي رحيم جان دلته د تا سره پاته سي‪،‬‬
‫مرجانه پر دې تجويز باندي د وجود په انتها كښي د سمندر په څېر‬
‫په اضطراب راغله‪ ،‬رحيم جان په صورت ديوه تاوده توپان چي د دې‬
‫د بدن په ټوله نشيب و فراز و وينه كښي بېده پروت وو د يوې خړي‬
‫تودې څرخكي دوړي په څېر د دې د زړه و ذهن پر مځكو په نڅا‬
‫راغلى‪ ،‬په يوه آن كښي د هغې ټول وجود د سراب تندي رابرسېره‬
‫كړې‪ ،‬الكن د زاهد توصيفي د ميني سړې واوري چي دلته و هلته ال‬
‫خورې پرتې وې و دې ته يې دا حوصله وركړه چي د دې راپورته‬
‫سوي خړ تاوده توپان په مقابل د زاهد توصيفي او خپلي ميني حرمت‬
‫پر ځاى وساتي‪ ،‬هغه په تكرار سره د رحيم جان د راتللو و تجويز ته‬
‫په انكار راغله‪ ،‬الكن بيا د دې د مور په اصرار سره اېډوكېټ‬
‫صاحب خپله عدالتي فيصله اعالن كړه چي‪:‬‬
‫"زويه! يا خو به د موږ سره كراچۍ ته راځې‪ ،‬يابه نو رحيم‬
‫جان ته اجازت وركوې چي زموږ په غياب كښي دلته د تا سره و‬
‫اوسي‪ ،‬زويه! هغه خو زموږ عزيز دى‪ ،‬زه نه پوهېږم چي ته ولي‬
‫اعتراض ورباندي لرې‪ ،‬ښه ده خوله به دي هم ورسره پرې وي‪ ،‬دا‬
‫تا ته خو معلومه ده نن سبا خو دلته په كوټه كښي د ورځي ال غالوي‬
‫كيږي د شپې خبره خو ال هلته كښېږده او بيا د هغه په موجودګۍ‬
‫سره به هلته په كراچۍ كښي و موږ ته اطمينان وي كنه هلته به موږ‬
‫ستا د يكړتيا په سوب هر وخت له تشويش سره مخامخ يو‪ ،‬زه هيله‬
‫كوم چي زموږ د اطمينان دپاره به ته زموږ خبره ومنې"‪ .‬اېډوكېټ‬
‫صاحب خپله مقدمه په ښه توګه پېش كړه‪ ،‬مرجانه پوهېدله چي‬
‫‪137‬‬

‫اوس نو انكار امكان د دې لري چي د هغو په ذهنونو كښي نور‬


‫سوالونه پيداكړي‪.‬‬
‫د هغې د رضامندۍ پسته اېډوكېټ صاحب و رحيم جان ته پر‬
‫ټيليفون باندي حال ور تېر كړى‪ ،‬د تفصيل ښودلو بعد يې له هغه‬
‫څخه وعده واخيستله چي د ده د كور او مرجاني خيال به ساتي څو‬
‫چي دوى له كراچي څخه راغبرګېږي‪.‬‬
‫رحيم جان د ريسيور ايښوولو بعد په نا معلومو خياالتو كښي‬
‫ورك سو په خصوصيت سره د ګناه هغه پخوانۍ ښايسته شپه يې په‬
‫زړه و وينه كښي ډېره را تازه سوله‪ ،‬الكن هغه د مرجاني د سرد‬
‫مهرۍ د رويې په سوب ډېر په شش و پنج كښي مبتال سو‪ ،‬مرجاني‬
‫د هغه شپې بعد له ده سره هيڅ هم تعلق نه وو درلودلى‪ ،‬بلكي بيا د‬
‫دوى تر منځ تر اوسه مالقات الهم نه وو سوى اوس چي يې د خور‬
‫د مړيني په حواله درې سرسري مالقاتونه سره وسو‪ ،‬نو د هغې پر‬
‫ښايسته څېره باندي به صرف و صرف د بېګانګۍ او بې نيازۍ‬
‫احساس ورته برېښېدلى ښكاره كېدى‪ ،‬دې و خپلي خواته هيڅ يوه‬
‫الر هم نه وه پرې ايښې‪ ،‬هغې د ده او ځان تر منځ د دېوالونو يو‬
‫ګڼ ځنګل پورته كړى وو‪ ،‬ده له ليري ليري خو دا ليدلى سوه الكن‬
‫هيڅ الر يې نه ورته جوړېدله‪ ،‬په داسي يو صورتحال كښي اوس د‬
‫هغې سره په ګډه اوسېدل و هغه ته يو ډېر ګران نفسياتي‬
‫صورتحال ښكاره كېدى‪ ،‬د ډېر غور و فكر بعد ده مرحله وار يو‬
‫پالن په زړه كښي تر نظر وړاندي ونيوى او په زړه زړه كښي يې‬
‫ښه ريهرسل ورته وكړى‪.‬‬
‫هلته مرجانه هم په خيالونو كښي وركه وه چي د دې ګران‬
‫سچوېشن مقابله به څنګه كوي؟ د رحيم جان سره په يوه كور كښي‬
‫تنها اوسېدل او بيا د ګناه څخه ځان ژغورل ورته يو ګران كار‬
‫ښكاره كېدى‪ ،‬الكن دې بهرحال په زړه كښي دا تصميم درلودى چي د‬
‫ځان و رحيم جان تر منځ به پرتې فاصلې ال پرتې ساتي‪ ،‬د فاصلو‬
‫ساتلو د عزم باوجود دې دا اراده درلوده چي د رحيم جان سره په‬
‫نارمل فطرتي انداز كښي دا مشكل وخت تېر كړي او و ده ته دا‬
‫موقعه په الس ورنه كړي چي د دې په نفسياتي كش مكش سره پوه‬
‫سي‪.‬‬
‫د اېډوكېټ صاحب د روانېدو پسته په ماځيګر كښي رحيم جان‬
‫د خپل بېګ سره راورسېدى‪ ،‬الكن د مرجاني د توقع برعكس نه يې‬
‫په سترګو كښي خواست وو او نه ست‪ ،‬هغه د افق پر كناره د ځالند‬
‫لمر په څېر د دې له دسترس څخه ليري او ازاد برېښېدى‪ ،‬دا په‬
‫خپل زړه كښي‪ shock‬غوندي سوه‪ ،‬د هغې د خور په مرګ كښي خو‬
‫ال دى پر زاړه لېواله حالت باندي قايم وو‪ ،‬په دې يوه‪ ،‬يوه نيمه‬
‫‪138‬‬

‫مياشت كښي دا بدلون څه معنا لري؟ د هغې د ښايست په غرور اور‬


‫و لګېدى‪ ،‬د مرجاني په نظر كښي د هغه بې نيازۍ د ده موجودګۍ‬
‫ته يو نوى مفهوم ور و بخښى‪.‬‬
‫د چاى څښلو په دوران كښي د مرجاني و پوښتنو ته د ځواب په‬
‫لړ كښي هغه وويل چي‪:‬‬
‫"نن سبا هغه د النګو صاحب په لينګويج اكېډمۍ كښي د يوه‬
‫انسټركټر په حېث كار كوي‪ ،‬ماپښين له درو بجو څخه بيا د ماښام‬
‫تر شپږو بجو پوري دلته مصروف يم‪ ،‬له سهاره بيا د لنچ تر وخته‬
‫زه په اليبرېري كښي د ‪ c.s.s‬دپاره تياري كوم‪ ،‬خو الكن د پښتورګو‬
‫يو معمولي غوندي ناروغتيا مي كله كله دا معموالت سره ګډ وډ‬
‫كړي‪ ،‬ډاكټران راته چېري چي دوا راكوي نو هلته د ډېرو اوبو او د‬
‫نان الكوحلك بيئر د څښلو مشوره يې هم راكړې ده او تسلي راكوي‬
‫چي په دې توګه به د وړو شګو دانې ذرې په خود د باندې ووځي‪.‬‬
‫پسته ده له مرجاني څخه د كابل په حواله ډېري پوښتني وكړې‪،‬‬
‫الكن د دې د ذات په حواله يې يوه هم ذاتي پوښتنه نه ځني وكړه چي‬
‫دا هلته څه كوي؟ ولي بېرته نه راځي؟ او نوري دلچسپۍ يې څه دي؟‬
‫د هغه په رويه كښي يوه كلكه استغنا موجوده وه‪ ،‬مرجاني ته يقين نه‬
‫راتلى چي رحيم جان د هغې له اثره دومري هم ازادي موندلى سي‪ ،‬د‬
‫اتو بجو په شا و خوا كښي هغه د ده دپاره د ټاكل سوي خوني په باب‬
‫له مرجاني څخه پوښتنه وكړه او ورته ويې ويل چي‪:‬‬
‫"بخښنه غواړم چي ماښام زما دعوت د شاهينه درانۍ په كور‬
‫كښي دى الكن زه كوشش كوم چي ډېر نه وځنډېږم "‬
‫شاهينه درانۍ بيا څوك ده؟‬
‫د كوشش با وجود مرجاني له پوښتني كولو څخه ځان نه‬
‫وژغورى‪.‬‬
‫شاهينه درانۍ زموږ سره په اكېډمۍ كښي انسټركټره ده‪ ،‬يو څو‬
‫مياشتي كيږي له امرېكې څخه راغلي ده‪.‬‬
‫مرجاني د هغه نوري خبري نه واورېدې او په خپل وجود كښي د‬
‫يوې توري خال و سپڼېدو ته په ځېر سوه د رحيم جان لفظونو د دې‬
‫له رګو څخه د هغه د زاړه تاوده توپان څپې د باندي را وايستې‪ ،‬د هر‬
‫وخت بې پروا زړه يې په حسد اخته سو او د غرو ِر حسن د شكست د‬
‫امكان په سوب ډېره رنجيده سوله‪.‬‬
‫د دې د وجود د موسمونو توازن پر ځاى نه سو پاته‪ ،‬فقط د زاهد‬
‫توصيفي د ميني سړه الكن مقدسه واوره او يوه بسيط توره خال پاته‬
‫سوه‪ ،‬په دې بسيط توره شپه و سړه واوره كښي د خارجي ژوند فقط‬
‫يوه استعاره د خوشبو په صورت د شاهد ترين د ميني په حواله‬
‫موجوده وه‪ .‬هغې ته پر ځان ژړا ورغله‪ .‬په آخېري تجزيه كښي زه‬
‫‪139‬‬

‫څومري ناكامه يمه زاهد توصيفي د ميني د واوري تسلط پيدا كړى‬
‫دى‪ ،‬د شاه زمرك خان سره بې نومه يو تعلق هم زما مجبوري‬
‫ګرځېدلې ده‪ ،‬الكن چي هغه هم د كېتراين سره په مينه بوخت دى زما‬
‫هيڅ هم نه دى اوس زما د هر وخت بې پروا زړه يې د شاهينې درانۍ‬
‫په حسد اخته كړى او زما د غرور حسن د شكست يوه توره او سړه‬
‫خال يې پرېښودله او د اسرار ظلم او جور خو بيا زه د شپون د ني په‬
‫څېر دړي وړي كړم"‪.‬‬
‫كله چي دابېرته د شعور وسطح ته راپورته سوه‪ ،‬نو رحيم‬
‫جان هم ډېر په غور ورته كتل او پوښتنه يې ورځني وكړه چي‪:‬‬

‫"څه خبره ده؟ څه پرېشانه غوندي راته و برېښېدلې"‪.‬‬


‫"نه‪ ،‬نه داسي خاص خبره نه ده انسان دى چورت ځني اوږد‬
‫سي"‪.‬‬
‫مرجاني كوشش كوئ چي قلبي مفلسي يې و لهجې ته الر جوړه‬
‫نه كړي‪ .‬د ساړه مني د موسم اولي شپې وې په فضا كښي لږ لږ‬
‫خوندوره خونكي موجوده وه‪ ،‬مرجاني و رحيم جان ته د هغه خونه‬
‫ورښكاره كړه‪ ،‬مكان په دې طرز جوړ وو چي د دواړو د خونو درېچې‬
‫سره مخامخ وې او په منځ كښي يې يو كوشنى الن وو‪ ،‬رحيم جان‬
‫خپل بېګ د ايښودو پسته له دې څخه اجازت واخيست او بيا يې‬
‫ورته وويل‪:‬‬
‫"زه كوشش كوم چي زغرده راسم"‪.‬‬
‫او د باد د يوې بې پروا څپې په څېرد باندي ووتى‪.‬‬
‫مرجاني په روان رحيم جان پسې تر هغه وخته كتل چي دى تر‬
‫ګېټ نهام سو او په غېر شعوري توګه وبڼېدله‪:‬‬
‫"په يوه لمحه كښي څومري خپل څوك راڅخه پردى سو‪ .‬د‬
‫تنهايي اذيت يې په سترګو كښي ځان په اوښكو بدل كړى او هغې‬
‫فيصله وكړه چي مور و پالر يې راورسېږي نو په كار دى چي په‬
‫يوه و دوو ورځو كښي و كابل ته روانه سي‪ .‬چېري چي د غريب‬
‫الوطنۍ احساس خو سته الكن هلته هغه د تنهايي د عذاب څخه خو‬
‫محفوظه ده‪ .‬تنهايي ! فقط د ديوتا ګانو د زغملو كاردى انسان خو فقط‬
‫د واسطو او پيوستون په حواله ژوند كوالى سي كنه د ساحلو د شګو‬
‫په څېر په خپل ذات كښي د انتشار ښكار سي‪ ،‬د هغې د روح تنهايي د‬
‫ساوه سوي لېوه په څېر يوه وحشت زده ناره وكړه‪ ،‬هغې د بې واكي‬
‫تر احساس الندي د برنډې سړه تمبه په خپله غېږه كښي راګير كړه‪،‬‬
‫دا خپله هم له سر څخه تر نوكانو پوري د تمبې په څېر يخ زڼې سوه‬
‫او د سړزګي تر احساس الندي د چنار د هغې پاڼي په څېر چي اور‬
‫‪140‬‬

‫يې مړوي كرار كرار په كپېدو سوه‪ ،‬بېوسي‪ ،‬تنهايي‪ ،‬تاريكه اود‬
‫واورو بې وخته موسمونه‪ ،‬د هغې زړه بې اختياره وژړل‪:‬‬
‫"خدايه زه چېري والړه سمه ته بې نيازه يې او زه ګام پر ګام بې‬
‫پناه يمه"‪ .‬مرجاني چي سر راپورته كړى نو د كور روښان غولى ډېر‬
‫تاريك ورته ښكاره سو‪ ،‬هغې تر ډېره د ځان په څېر يوازي ستورو ته‬
‫كتل او بيا د يوه خيال تر احساس الندي د رحيم جان دپاره و ټاكل‬
‫سوې خوني ته ور د ننه سوه‪ ،‬د ننه نور هم يخ وو‪ ،‬د هغې زړه و‬
‫غوښت چي د ګېس هيټر بل كړي الكن دا خو د الس و پښو يخ نه وو‬
‫بلكي دا خو د ننه سړزګي وه چي دا يې په كپېدو اخته كړې وه او دا‬
‫يې تر لويه حده په سوب هم پوهېدله‪.‬‬
‫مرجانه د خپل زړه و دې تضاد ته ډېره حيرانه سوه چي كله رحيم‬
‫جان د يوه تاوده توپان په څېر د دې په رګ و پى كښي موجود وو‬
‫نو دا په كلونو كلونو بې پروا ګرځېدله او اوس چي يې د شاهينې‬
‫درانۍ په حواله و بله خواته مخ وګرځوى نو د دې د داخل د‬
‫موسمونو توازن يې پرېشانه او منتشر كښېښود او دا يې د بې وخته‬
‫واورينو موسمونو سره مخامخ كړه‪ ،‬دوك‪ ،‬درد او تنهايي‪ ،‬په دې‬
‫عذاب كښي د څه مصروفيت خپلولو دپاره هغې اراده وكړه چي د ده‬
‫راوړي شيان و كالي او دا پر ځاى كړي او خونه يې سره بېله كړي‪،‬‬
‫دې د رحيم جان بېګ راپورته كړى او پر كټ يې كښېښود او بيا يې‬
‫د هغه زيپ خالص كړى‪ ،‬په بېګ كښي د هغه د ضرورت شيان او‬
‫دوې درې جوړې جامې‪ ،‬شيونګ كټ و دوه بوتالن‪ .‬هم د موم بتيو بنډل‬
‫پروت وو او د هغو تر څنګ د هغه يو تصوير هم پروت وو‪ ،‬مرجاني‬
‫چي تصوير راپورته كړى نو هغه د اوس نه بلكي د هغه د نوچكي‬
‫ځوانۍ د وختو ښكاره كېدى هغې چي تصوير په الس كښي واړوى نو‬
‫د فرېم د شا پر ګته يې په ماركر سره يو تاريخ هم نوشته وو‪ ،‬د تاريخ‬
‫په ويلو سره د هغې كپېده نور هم زيات سو‪ ،‬دا د دې و د رحيم جان د‬
‫ګناه د ښايستې شپې نېټه وه چي د دې پر زړه هم نوشته پرته وه او‬
‫واقعي هم رحيم جان په هغو جامو كښي وو‪ ،‬كومي چي ده د واده په‬
‫هغه شپه اغوستي وې " ښه نو دى دا تصوير هم د هغه شپې په ياد د‬
‫ځانه سره ګرځوي‪ ،‬يعني ده ال زه نه يمه هېره كړې‪ ،‬الكن شاهينه‬
‫درانۍ او د ده اوسنۍ بې پروايي "؟‬
‫مرجاني د رحيم جان د تصوير پر لبو باندي خپل لبان‬
‫كښېښودل الكن د بې حسه تصوير جنسي سړزګي يې د لبانو پر الر‬
‫تر زړه پوري الر وكړه‪ ،‬د مرجاني په رګو كښي د يخ موسم څه نور‬
‫هم ژور سو‪ ،‬دې په يوه آه سره تصوير بېرته پر كټ باندي‬
‫كښېښودى او پر كت جامو باندي سره نغښتي پرتې د رحيم جان د‬
‫شپې جامې يې له بېګ څخه د دې دپاره چي پر كوټ بند باندي‬
‫‪141‬‬

‫راوځړوي راپورته كړې دانه پوهېدله چي دا د دې وهم او كه حقيقت‬


‫دى چي د رحيم جان د جامو څخه هغه د ګناه د شپې بكره (ورجين )‬
‫خوشبوى پورته كېدى‪ ،‬دې بې اختياره د رحيم جان په جامو كښي‬
‫خپله څېره پټه كړه او څو اوږدې اوږدې ساوي يې پكښي واخيستې‪،‬‬
‫كله چي هغې د قميص پسته د هغه پرتوګ راځړوى او د هغه پرتوګاښ‬
‫يې په الس كښي ونېوى‪ ،‬نوپه ټول وجود يې د بجلۍ د كرنټ په څېر‬
‫د شهوت يوه توده وروښكه وځغلېدله‪ ،‬مرجانه چي د يوه ساړه الش‬
‫په څېر له د ننه څخه سړه وه نو د دې تودې وروښكي په سوب د‬
‫ژوند د يوه نوي احساس سره په بېرته مخامخ سوه‪ ،‬د څه ساعت د‬
‫سوچ و فكره پس هغې د رحيم جان قميص هم بېرته راكښته كړى او د‬
‫رحيم جان د شب خوابۍ لباس يې د ځان سره خپلي خوني ته يووړ‪ ،‬او‬
‫بيا يې يو نابلده خيال پر زړه ځاى ونيوى‪ ،‬هغه د حاالتو په بهير كښي‬
‫د يوه بېوسه خلي په څېر وبهېدله‪ ،‬د زړه د غوښتني تر اثر الندي‬
‫يې خپلي جامې و كښې او د رحيم جان د شب خوابۍ لباس يې‬
‫واغوستى او په خپل ځاى كښي پرېوتله‪ ،‬د هغې سوړ احساس كرار‬
‫كرار په تودېدو راغلى او د هغې يخ زړى زړه تر يو څه حده بېرته‬
‫تود سو‪ ،‬هغه د بې وختو سړو واورو له ستمه تر ډېره حده خالصه‬
‫سوه‪،‬‬
‫مرجاني ته داسي احساس كېدى چي دې د رحيم جان جامې نه‬
‫بلكي دې بالذات د ګناه هغه ښكلې شپه په داخل و خارج كښي د لباس‬
‫په څېر اغوستې ده‪،‬دا كرار كرار د رېدي د ګل په څېر په بېرته په‬
‫خپلو لمبو كښي د بحالۍ و خواته په هڅه سوه‪ ،‬د دې د ذات و د ژوند‬
‫ريښه بېرته سره غوټه سوه‪ ،‬ښه ډېر ساعت پسته دا بېرته له خپله‬
‫ځايه را والړه سوه او پر كېبل باندي يې ميوزك چېنل ولګوى‪ ،‬په‬
‫ډېر تېز ردم سره يو ميوزك پروګرام شروع وو‪ ،‬د يوه كلب ماحول‬
‫وو‪ ،‬تر اسټېج الندي پر فلور باندي بې حسابه جوړې په ډانس اخته‬
‫وې ازادي‪ ،‬موسيقي‪ ،‬رقص‪ ،‬شراب او د ژوند حرارت‪ ،‬غرب په دې‬
‫حواله څومري شتمن دى د هغې زړه پر دې احساس باندي د شپې د‬
‫زلفو په ګڼو تاريكو كښي الره وركه كړه دا د يوه خيال تر اثر الندي‬
‫راجګه سوه و خپل پلنګ ته پر نزدې مېز باندي پروت ګالس يې‬
‫راواخيست او د رحيم جان د خوني په خوا والړه‪ ،‬د څېرې پر لوح‬
‫باندي يې د تذبذب پرځاى د يوه ټينګ عزم نخښي ښكاره كېدې‪.‬‬
‫مرجاني د خالص بېګ څخه دواړه بوتالن راوكښل په هغو‬
‫كښي يو د بيئر او دويم د سكاچ ويسكي وو‪ ،‬هغې خپل ګالس د‬
‫ويسكي څخه تر نيمي پوري ډك كړى‪ ،‬د هغه شيان يې په بېرته ځاى‬
‫پر ځاى كړو د بېګ زيپ يې بند كړى او بېګ يې تر كټ الندي كړى‬
‫او د خپلي خوني په خوا روانه سوه‪ ،‬په الر كښي يې له كچن څخه د‬
‫‪142‬‬

‫پيپسي بوتل هم راواخيستى‪ ،‬دروازه يې په ځان پسې بنده كړه‪ ،‬پاته‬


‫نيمى ګالس يې په پيپسي سره ډك كړى‪ ،‬و ټي وي ته مخامخ‬
‫كښېنستله او د كلب د نورو غړو په همراهي يې دلته په خپله يكړه‬
‫خونه كښي په ژوند كښي په اول ځلي په كوشني كوشني غوړپ سره‬
‫ځان د شرابو د ذايقې سره اشنا كړى‪ ،‬د شرابو ذايقه هم د غم د ذايقې‬
‫په څېر ډېره تلخه او هر غوړپ يې په اور كښي نغښتى ښكاره‬
‫كېدى‪ ،‬شايد هم دا سوب دى چي د شراب تلخي او اور د غمونو د‬
‫تلخي ذايقې او سوخت درمان ګرځي‪.‬‬
‫د دې په داخل كښي يو نا معلومه څوك كرار كرار له دې سره په‬
‫وينا راغلى‪ ،‬دا كرار كرار د تنهايي د عذاب څخه تر لويه حده په امان‬
‫سوه‪ ،‬د ننه موسمونه د اعتدال و خواته هڅه وكړه او د دې په رګو‬
‫كښي يو نابلده ښايسته مسرت په ثمر راغلى‪ ،‬په ژوند كښي په اول‬
‫ځلي د مخموريت په معنا او د شرابيانو د ژوند و غم په مقابل د‬
‫تسخير د قوت په اسرار پوهه سوه‪ ،‬مرجاني اعتدال په نظر كښي‬
‫وساتى او د نيمي ګالس څښلو پسته يې نور پاته شراب يو ځاى پټ‬
‫كښېښوول‪ ،‬دې د ټولو نفسي مجبوريو او تقاضو باوجود خپل عزت‬
‫و وقار پر ځاى ساتل غوښت‪.‬‬
‫هغې د لسو بجو په شا و خوا كښي د رحيم جان جامې بېرته‬
‫په خپلو جامو سره بدلي كړې او په نفسياتي حواله دا بېرته د ساړه‬
‫احساس سره مخامخ سوه‪ ،‬دې له المارۍ څخه يو پنډ شال او ګنجۍ‬
‫راوكښله او وايې غوستله‪ ،‬الكن د يخ احساس كرار كرار مخ په‬
‫زياتوب وو‪ ،‬هم دا هغه وخت چي رحيم جان د دې دروازه وټكوله‪،‬‬
‫دې په چټكتيا سره د ده جامې په المارۍ كښي پټي كړې او دروازه يې‬
‫ورخالصه كړه‪ ،‬رحيم جان په دروازه كښي ډېر په التعلقۍ سره والړ‬
‫وو او په اخبار كښي نغښتى څه شى هم ور سره وو‪ ،‬ده والړ والړ‬
‫ورته وويل چي‪:‬‬
‫"په الر كښي راتلم نو د سجي پر دكان راغلم او دا ورون مي‬
‫راواخيستى‪ ،‬هيله كوم چي ته به دا خبره نه محسوسوې ولي چي زه‬
‫ځان د دې كور يو غړى ګڼم"‪ .‬د رحيم جان د لفظونو برعكس د هغه‬
‫په لهجه كښي يو اجنبي سړى ګايېدى‪ ،‬مرجاني د اخبار بنډل ورځني‬
‫راونيوى او ورته وېويل چي‪" :‬رحيم جانه! ته مېلمه خو نه يې الكن‬
‫دا ښه نه ښكاري چي ته غېر ضروري خرڅونه په غاړه واخلې"‪.‬‬
‫هغه پوهېدله چي د دې ږغ د هغه ليري رحيم جان تر غوږونو نه‬
‫رسېږي‪ ،‬كه رسيږي نو د هغه دپاره هيڅ مفهوم نه لري‪.‬‬
‫"ښه دى سهار به سره غواړو" او رحيم جان د خپلي خوني په‬
‫خوا روان سو‪ ،‬مرجانه په خپله خالصه دروازه كښي د يوې سايې په‬
‫څېر بې روحه ودرېدله او بې سببه يې په زړه كښي و شاهينې درانۍ‬
‫‪143‬‬

‫ته ښكنځل وكړه‪ ،‬د شكست خوردګۍ احساس يوه نابلده لوږه پكښي‬
‫راپورته كړه‪ ،‬دې د پاته شرابو سره په ډېره بې صبرۍ سره تقريبا ً‬
‫درې حصې غوښه و خوړله‪ ،‬د موسيقي‪ ،‬شرابو او مقوي غذا اور يې‬
‫په زړه كښي د ژوند په حرارت بدل سو‪ ،‬څه ساعت پسته يې د خوب‬
‫وږمه پر ښايستو تورو سترګو او بڼو باندي په نڅا راغله‪ ،‬دې د‬
‫رحيم جان جامې بېرته واغوستلې د خولې و مخ پرې منځلو پسته په‬
‫خپل ځاى كښي پرېوتله‪ ،‬د دې د تشويش بر عكس زغرده د خوب په‬
‫ښكلې دنيا كښي غرقه وركه والړه او بيا يې يو نابلده خوب وليدى‬
‫چي‪:‬‬
‫"دا د يو غرنۍ عالقې په يوه كال كښي د يوې لېوۍ په څېر‬
‫تړلې موجوده ده‪ ،‬په كال كښي نور خلګ موجود هم نسته‪ ،‬دا د ډېري‬
‫سړې تنهايي او د بدني و جنسي لوږو سره مخامخ ده او په عين‬
‫عالم كښي د كال د دېوالو څخه لږ ليري او پر پورته غونډۍ باندي يو‬
‫نر لېوه چي سترګي يې د دوو شمعو په څېر د وحشت و شهوت په‬
‫اور سره بلي ښكاره كېدې‪ ،‬و دې ته په يوه دردناك آواز كښي د‬
‫راتللو او پر يو ځاى كېدلو دپاره سګنل رالېږي د هغه په وحشتناك‬
‫ږغ كښي پټ اثر د دې په بدن اور ولګوي‪ ،‬دا په حېواني جنسي‬
‫خواهشاتو كښي لېونۍ سي او په پوره قوت سره د ځان د ازادولو‬
‫دپاره يې كوشش شروع كړى‪ ،‬د بسيار كوشش پسته يو وخت يې د‬
‫غاړي طوق وشلېږي او دا آزاده سي‪ ،‬الكن د دېوال په حصار اوس‬
‫هم سره جال وي‪.‬‬
‫" په دې وخت كښي د دې سترګي راخالصي سوې حلق يې د‬
‫لرګي په څېر وچ او په خپلو خولو كښي غرقه پرته وه او پر زړه يې‬
‫د نا معلومه خوف يو نرى ګړځ هم پروت وو‪ ،‬دا په ډېر مشكل سره‬
‫راپورته سوه‪ ،‬د خوب‪ ،‬شرابو او د خوف خمار يې پر ذهن باندي ال‬
‫پروت وو‪ ،‬تر خوله يې بې اختياره ووتل چي‪:‬‬
‫"يا هللا! خير"‪ .‬له كولرڅخه يې يو ګالس اوبه راواخيستلې او‬
‫بېرته په خپل كټ كښي كښېنستله د اوبود څښلو سره كرار كرار د‬
‫خوب پر حقيقت باندي يې قياس آرايي شروع كړه‪ ،‬په دې حال كښي‬
‫يې خيال د رحيم جان و خواته والړى او په غېر ارادي توګه يې خپله‬
‫پرده لږ بېرته كړه چي يو عجب منظر يې وليدى‪ ،‬د رحيم جان د‬
‫تاريكي خوني په دربچه كښي دوې مومبتۍ په يوه وخت كښي نزدې‬
‫نزدې روښاني ښكاره كېدې او دواړه اوس نزدې و ختمېدو ته په‬
‫رسېدو وې‪ ،‬دا څه معنا لري؟‬
‫د دې په زړه كښي يو سوال راپورته سو چي بجلي سته نو د‬
‫مومبتيو دبلولومعنا بيا څه ده؟ دا تر ډېره ستوني ستخه پرته وه او‬
‫په تسلسل سره يې و چت ته كتل او د يونيورسټۍ د شپو څخه يې تر‬
‫‪144‬‬

‫اوسه پوري د خپل ژوند يو مكمل فلم الكن په ټكړو ټكړو كښي‬
‫وليدى‪ ،‬د دې مكمل تحليل و تجزيې با وجود هم دا وهيڅ نتيجې ته‬
‫رسېدلې نه ښكاره كېدله‪ ،‬د سوالونو يو ګڼ ځنګل بيا راشين سو‪،‬‬
‫زه څوك يم؟ ژوند څه مفهوم لري؟ د مابعدالطبعيات اصول څه دي؟‬
‫زه چېري روانه يمه؟ زما د ژوند دا كړكېچني سلسلې ايا زما په‬
‫اراده او كه په آفاقي اراده سره تړلي دي؟ زه څو آزاده او څو‬
‫مجبوره يمه؟ آيا د متوقع ګناه څخه ځان ژغورلى سم؟ دلته و دې ته‬
‫د يو نامتو فلسفي هغه قول ور په ياد سو‪:‬‬
‫"په كار دى چېري چي انسانيت د خير په حواله ترقي كوي نو‬
‫هلته بايد د شر په حواله هم ورسره مساوي او متوازن قدمونه پورته‬
‫كړي ولي چي د شر و خير موجودګي د يوه آفاقي قانون په حېث‬
‫هيڅ يو څوك نه سي مسترد كوالى"‪.‬‬
‫د فكرونو دجدلياتي پيكار په يوه ناڅرګند وخت كښي دا بېرته د‬
‫خوب په غېږ كښي آرامه سوه‪ ،‬كله چي يې سترګي راخالصي سوې‬
‫نو ازبكي مزدوري دروازه كراركرار ترپوله او خونه د شرقي دربچې‬
‫په توسط ښه روښانه وه مرجاني ناچاره دروازه ور خالصه كړه هغه‬
‫حسب سابق د دې دپاره يو كوپ شنې چاى را اخيستي وې‪ ،‬ازبكي‬
‫ته دا په نارينه جامو كښي ډېره نابلده او ښايسته ښكاره سوه الكن د‬
‫تغافل مظاهره يې وكړه او ځان يې واچوى او په دې وخت كښي‬
‫مرجاني ته هم د خپل مضحكه خېز صورتحال احساس وسو خو الكن‬
‫ازبكه په دې حال كښي بېرته د باورچي خانې وخواته والړه‪،‬‬
‫مرجاني د چاى څښلو سره سره د نن په حواله د يوه پروګرام‬
‫جوړولو جزيات هم تر خيال الندي ونيول‪،‬دچاى څښلو پسته يې د‬
‫رحيم جان جامې وكښي او نوري تازه جامې يې واچولې او چي د هغه‬
‫جامې يې په خپله المارۍ كښي په نورو كاليو باندي پټي كښېښودلې‬
‫نو يې و ازبكي مزدوري ته ږغ ور وكړ چي هغه راغله نو دې د كور‬
‫پوښتنه ورسره وكړه او بيايې د رحيم جان په حواله پوښتنه ورځني‬
‫وكړه‪ .‬ازبكي ورته وويل چي‪:‬‬
‫"زما په خيال كښي ال بيده دى‪ ،‬د ويښېدو هيڅ آثار يې نه‬
‫ښكاري"‪.‬‬
‫"ښه ته اوس داسي وكړه كه ډرائيور سته كه چوكيدار او يا كه‬
‫ته په خپله ځې نن غرمه به زما څلور پينځه مېلمانه وي د دا‬
‫بندوبست وكړه‪ ،‬هغه ستا روايتي كنجوسي مه كوه ښه خرڅ وكړه"‪.‬‬
‫د تفصيالتو طى كولو پسته مرجاني و هغې ته دوه زره روپۍ‬
‫وركړې او ورته وېويل چي زما و درحيم جان د ناشتې راكولو پسته‬
‫بيا د غرمې د سودا انتظام وكړه او د غسل خانې الر يې ونيوله‪.‬‬
‫‪145‬‬

‫د دباندي راوتلو پسته كه تازه تازه ښكاره كېدله الكن د سړزګۍ‬


‫احساس يې بېرته په سپڼېدو راغلى‪ ،‬دې يو پنډ شال پر وږو و بدن‬
‫باندي راجار كړى او په درنو قدمونو د رحيم جان د خوني خواته‬
‫ورغله‪ ،‬د ترپولو دپاره يې پر دروازه الس كښېښود نو دروازه ډېره‬
‫په اهستګۍ سره او بې اوازه و د ننه خواته خالصه سوه ولي؟‬
‫دروازه يې ولي خالصه ده؟ دا بيا څه معنا لري؟ په دې كنفيوز حالت‬
‫كښي دا د دروازې په چوكاټ كښي ودرېدله د رحيم جان په خونه‬
‫كښي هم د لمر رڼا خوره وه او دى شايد چي ويښ په ځاى كښي‬
‫پروت وو‪ ،‬د يو چا دموجودګۍ د احساس په سوب چي يې مخ‬
‫راوګرځوى نو مرجانه يې والړه وليدله‪ ،‬د سالم كولوپس په بستره‬
‫كښي كښېنستى او ورته ويې ويل چي‪:‬‬
‫"بخښنه غواړم‪ ،‬برايي ډېر ناوخته بيده سوم‪ ،‬بيا مي پښتورګو‬
‫نرى نرى درد درلودى‪ ،‬ښه نا وخته بيا د سحار و خواته آرام سوم نو‬
‫ځكه ال تر اوسه په بستره كښي پروت وم‪.‬‬
‫ستا شپه څنګه تېره سوه؟‬
‫د څېرې رنګ دي څه پيكه غوندي زما مطلب دى څه سپين‬
‫غوندي ښكاري ولي؟‬
‫"د رحيم جان په لهجه كښي تشويش كم تجسس او سردمهري‬
‫زياته وه‪.‬‬
‫خبره نه يم د پرون ماځيګر راهيسي مي ساړه غوندي كېږي‪ ،‬د‬
‫ملريا د تبي آثار يې هم نه بولم خو الكن لږ لږ يخ مي ضرور‬
‫كېږي"‪.‬‬
‫نو داسي به وكړو چي چاى وكړو نو بيا به دلته نزدې و جيالني‬
‫هسپتال ته والړ سو‪ ،‬هلته ښه ښه ډاكټران سته‪ ،‬زما په خيال كښي د‬
‫زيات تشويش ضرورت نسته"‪.‬‬
‫هغه په شعوري توګه په خپله لهجه بيا د التعلقۍ امېزه وكړه او‬
‫مرجاني د زړه تر كومي پوري محسوسه كړه او د ده د لهجې پرخه‬
‫يې عين د زړه پر سر پرېوتله‪.‬‬
‫په دې حال كښي ازبكه د ننه راغله او پوښتنه يې وكړه چي‬
‫دوى به ناشته چېري كوي؟ ولي چي رحيم جان ال الس مخ نه وو‬
‫وينځلي نو مرجاني ورته وويل چي‪:‬‬
‫"هلته زما و خونې ته يې راوړه رحيم جان به هم هلته راسي‪.‬‬
‫پر ځاى باندي مرجاني ورته وويل چي‪:‬‬
‫"غرمه به زما درې څلور مېلمانه هم وي او زه غواړم چي زما‬
‫د دويم زوى عاصم مالقات هم د تا سره وسي كوم چي اوس د خپل‬
‫پالر اسرار سره اوسي‪ ،‬هغه په بيكن هاوس كښي اسكول وايي د هغه‬
‫د اتوار په ورځ رخصتي وي‪ ،‬ډېر شرارتي دى الكن زما څخه د‬
‫‪146‬‬

‫بېلتون په سوب د څه ذهني انتشار ښكار هم دى‪ ،‬اكثره په بې خيالۍ‬


‫كښي خپل نوكان په غاښونو پرېكوي‪ ،‬يو به نويد وي‪ ،‬نويدد اسرار‬
‫عزيز دى د عاصم ډېر خيال ساتي او عموما ً هغه د عاصم و زما تر‬
‫منځ د مالقات مواقع راباسي‪ ،‬يوه شاهده هم رابولم هغه زما د‬
‫يونيورسټۍ د وختونو دوسته ده او د يوه غير پښتانه سړي سره يې‬
‫واده كړى دى‪ ،‬كېداى سي چي مېړه يې هم ورسره وي او يو بل‬
‫سړى بيا شهزاد نومېږي څوك چي زما همكار پاته سوى دى او د‬
‫پښتو ادب يو ښه افسانه نګار هم دى‪.‬‬
‫ښه ته راته ووايه! چي څه به خورې؟ زما مطلب دى ستا د‬
‫خوښي يو ډش"‪.‬‬
‫"زه خو فش (ماهى) خوښوم"‪ .‬رحيم جان اوس هم د افق پر‬
‫فاصلو باندي والړ وو‪" .‬برايي شاهينې درانۍ ډېر په هنر سره پوخ‬
‫كړى وو‪ .‬وهللا تر اعتدال مي زياته وخوړى"‪.‬‬
‫"شاهينه درانۍ" مرجاني په ال شعوري توګه سره د هغې نوم‬
‫زېر لب واخيستى" زما د وجود د د ننه موسمونو د توازن دښمنه"‬
‫دې په زړه زړه كښي خپله جمله ورپسې پوره كړه‪ ،‬نو كه ممكن وى‬
‫نو شاهينه درانۍ ته به هم بلنه وركړو"‪.‬‬
‫مرجاني د نفرت د احساس سره يوه بله مشكله فيصله وكړه‪.‬‬
‫"نه " سمي! هغه ډېره كبرجنه نجلۍ ده‪ ،‬خپل ځان ډېر لوړ‬
‫ګڼي په ټوله اكېډمۍ كښي فقط د ما سره ربط و تعلق ساتي كنه دا و‬
‫يو چا ته هم لفټ نه وركوي" د رحيم جان په ږغ كښي د مسرت او‬
‫فخر څرك په ښكاره محسوس كېدلى سو‪.‬‬
‫آ ځه‪ ،‬نو راسه چي ستا دوسته هلته د خپل غرور سره پرېږدو‪،‬‬
‫زه به دې مېلمنو ته ټيليفونونه وكړم ته جامې بدلي كړه نو بيا به د‬
‫باندي ووځو"‪ .‬مرجاني دا تكليف ده موضوع بدله كړه‪.‬‬
‫دواړو دا بهتره و ګڼله چي د موټر پر ځاى كرار كرار په پښو تر‬
‫هسپتال پوري والړ سي‪ ،‬پر الري مرجاني د ده د مستقبل د پالن په‬
‫حواله ورځني پوښتني وكړې‪ .‬د كور د باندي اوس د رحيم جان په‬
‫لهجه كښي سردمهري نه بلكي د اپنائيت او خپلوۍ احساس څرګندونه‬
‫وكړه او د مرجاني زړه د لهجې په ګرمۍ كښي لكه ګل كرار كرار‬
‫سيڼېدى‪.‬‬
‫د مېن روډ څخه د هسپتال پر وله باندي له مخالفې خوا څخه يوه‬
‫ځوان په زنځير كښي يو الېشن لېوه راكشوى‪ ،‬كله چي د لېوه‬
‫سترګي د مرجاني پر مخ باندي ونښتې نو سم دستي يې ټوله باډي‬
‫لينګويج بدل سو او ژړي سترګي يې د دوو شمعو په څېر په وحشت‬
‫سره بلي سوې‪ ،‬هغه مخ په وړاندي د تللو څخه انكار وكړى‪ ،‬د‬
‫مرجاني په خوايې راټالۍ كړې‪ ،‬د ده او د مالك تر منځ يو سخت كش‬
‫‪147‬‬

‫مكش شروع سو‪ ،‬د مالك دپاره يې د هغه سنبالول ډېر ګران ښكاره‬
‫كېدى‪ ،‬مرجانه ډېره خوفزده سوه او د رحيم جان په شا ورځني پټه‬
‫سوه‪ ،‬رحيم جان يې پر مالك باندي ږغ وكړى چي‪:‬‬
‫"دا پالر دي ټينګ نيولى وساته كنه بده به يې بولې او په‬
‫سرعت سره يې مرجانه د موټرانو په اړ كښي د هسپتال په خوا بوتله‬
‫او له لېوه يې نيامه كړه‪ ،‬مرجانه له خوفه د ژړي پاڼي په څېر‬
‫رېږدېدله‪ ،‬رحيم جان خپل الس د هغې پر سر كښېښود او وژړاندي‬
‫مرجاني ته يې تسلي وركول شروع كړه‪:‬‬
‫" ګوره سمۍ! د سپي نو څه اعتبار‪ ،‬په الر كښي خو وما و تا‬
‫ته نور سپي هم دلته هلته په مخه راغلو الكن د لېوانو نسل كه څه‬
‫بدل هم سي خو ګرده وحشت يې بيا هم له زړه نه ځي‪ .‬الكن هغه‬
‫لېوه داسي نه معلومېدى چي وتاته تاوان رسوي بلكي داسي ښكاره‬
‫كېدى لكه تا چي پېژني او ستا رفاقت ته يې زړه غواړي‪ ،‬ته ناحقه‬
‫دومره خوفزده سوې"‪ .‬د رحيم جان شعور سكښتي فاصلې په هوا‬
‫كښي تحليل سوې‪.‬‬
‫د مرجاني په ذهن كښي برنى خوب بېرته تازه سو‪ ،‬هغه حيرانه‬
‫والړه چي د دې لېوه او د خوب د لېوه په باډي لينګويج او د‬
‫سترګو په ست كښي څومري مماثلت او مشابهت وو او كه چېري‬
‫هغه تر دې پوري رارسېدلى واى نو به څه واى؟ هغه پوهېدله چي‬
‫د دنيا تر ټولو لويه شرمناكه واقعه به پېښه سوې واى‪.‬‬
‫مرجانه د هسپتال په مېن ګېټ كښي ډېره بېواكه سوه‪ ،‬رحيم‬
‫جان دا په خپله غوځي كښي و نيوله او د چوكيدار پر كرسۍ باندې‬
‫يې كښېنوله‪ .‬چوكيدار ورته يو ګالس اوبه راوړې‪ ،‬الكن د دې خوف‬
‫ال پر ځاى قايم وو‪ ،‬د مرجاني پر اصرار باندي د ډاكټر سره د كتلو پر‬
‫ځاى دواړه بېرته په ركشه كښي كورته والړو‪ ،‬كله چي كورته د ننه‬
‫سو نو هلته بيا د مرجاني خوف تر ډېره حده ورك سو‪ ،‬رحيم جان هم‬
‫ورسره د دې خوني ته راغلى او د دې د د لجويي او خوف لېري‬
‫كولو وظيفه يې جاري وساتله ‪.‬‬
‫"هسي سمۍ! عجبه واقعه وسوه داسي خو نه دي چي يو وخت‬
‫دا لېوه ستاسو په كور كښي چي كوشنى وو يو څو ورځي پاته سوى‬
‫وو او بيا يو چا غال كړى وو كنه‪ ،‬بيا تا څرنګه پېژني؟" رحيم جان‬
‫غوښت چي وې ګايوي چي خوف يې ورك سي‪.‬‬
‫"نه رحيم جانه! زما نه يادېږي چي په دې درې څلورو كلونو‬
‫كښي دي موږ د لېوه بچى ساتلى يي او هغه دى بيالوى سوى وي‪ ،‬د‬
‫خداى الر وه چى ته راسره وې‪ ،‬كنه زه خو به بې وعدې كړه سوې‬
‫واى‪.‬‬
‫‪148‬‬

‫نو هغه د ډاكټر خبره خو دي ګر سره پرېښودله"‪ .‬د رحيم جان‬


‫په لهجه كښي د رفاقت څړيكي شاملي وې‪.‬‬
‫عين په دې حال كښي ازبكه راغله‪ ،‬مرجاني د دعوت په حواله‬
‫ورځني پوښتني وكړې‪ ،‬هغې تفصيل ورته وښودى او بيا د رحيم‬
‫جان په مشوره سره دى و مرجانه هم د ازبكي د مدد دپاره د كچن‬
‫و خواته والړو اوس په كشني وشني كارو بوخته مرجانه له خوفه‬
‫آزاده او مطمينه ښكاره كېدله‪.‬‬
‫تر يوې بجې پوري واړه مېلمانه را ورسېدو‪ ،‬الكن د شاهدې‬
‫مېړه نه وو راغلى‪ ،‬نويد و عاصم خو ال تر ګردو له مخه‬
‫راورسېدل او په اخير كښي شهزاد صاحب راغلى‪ ،‬نورجهان مينګل‬
‫د ذاتي يوه كار په سلسله كښي تر كوټي دباندي وه نو ځكه نه راغله‪،‬‬
‫مرجاني درحيم جان تعارف د نورو سره وروكړى او بيا دلته و هلته‬
‫خبري شروع سوې‪ ،‬د انګرېزانو په څېر د موسم او په ترڅ كښي د‬
‫سياست ګرانۍ او د خراب امن و امان په حواله خبري شروع سوې‬
‫په دې دوران كښي د مرجاني څخه د مور و پالر په حواله هم‬
‫پوښتني وسوې‪ ،‬هغې د ټيليفون د رابطې حوالې وركړې او ورته وې‬
‫ويل چي‪" :‬ال يې ډاكټر نه دى ليدلى‪ ،‬په يوه هفته او لس ورځي كښي‬
‫به راسي‪ ،‬عاصم اوس خوراښه غټ سوى وو‪ ،‬پر خپل پالر اسرار‬
‫باندي ډېر ګران وو او پر ميرې باندي هم‪ ،‬ميرې يې ال تر اوسه خپل‬
‫كوشنى نه درلودى نو د عاصم سره يې ډېره مينه كوله‪ ،‬هسي خبره‬
‫دا ګرځېدله چي د اسرار او د دې تعلقات هم ښه نه دي‪ ،‬عاصم د‬
‫مرجاني په څنګ كښي ناست او ډېر مطمين ښكاره كېدى او د‬
‫مرجاني وجود هم د ده په وجود سره تود او غوړېدلى ښكاره كېدى‪.‬‬
‫رحيم جان د عاصم سره په لږ ساعت سره ډېره دلچسپي پيدا‬
‫كړه چي ږغ يې ورته وكړى نو عاصم هم بال تامله ورته ورغلى او‬
‫بيا د رحيم جان و عاصم تر منځ سم دستي د دوستۍ رښته استوار‬
‫سوه او دواړه له ناستو نورو خلګو څخه بې پروا سوه‪ ،‬په دې حال‬
‫كښي ازبكه د ننه راغله او اطالع يې وركړه چي ډوډۍ خو تياره ده‪،‬‬
‫كه واياست نو به يې پر ډايننګ ټېبل ولګوم‪ ،‬مرجاني له مېلمنو‬
‫څخه پوښتنه وكړه او بيا يې په اثبات كښي و ازبكي ته ځواب‬
‫وركړى‪.‬‬
‫مرجاني ډېر خرڅ كړى وو‪ ،‬الكن د رحيم جان ځان هېر وو او د‬
‫عاصم په خدمت لګيا وو‪ ،‬نويد و شهزاد د ډوډۍ خوړلو سره سره د‬
‫وچكالۍ پر موضوع باندي سره ګايېدل‪ ،‬د ډايننګ ټېبل پر دويم‬
‫طرف باندي مرجانه و شاهده جوختي سره ناستي وې‪ ،‬د مرجاني‬
‫دلچسپي هم تر خوړو زياته په رحيم جان و عاصم كښي ښكاره‬
‫كېدله او بيا په يوه ډېر اوږد خيال كښي څه وركه غوندي سوه چي‬
‫‪149‬‬

‫ناڅاپه شاهدې خوله د دې و غوږ ته رانزدې كړه او بغير د هيڅ‬


‫تمهيد يې پوښتنه ځني وكړه چي‪:‬‬
‫"مرجاني چېري عاصم جان د رحيم جان زوى خو نه دى‬
‫څومري سره سوي دي"‪.‬‬
‫د مرجاني ګونه ډېره سره ژړه سوه او په زړه كښي د پاڼي په‬
‫څېر ورېژدېدله او هم په ډېر ټيټ ږغ كښي يې ورته وويل چي‪:‬‬
‫"ډېره كمينه يې‪ ،‬زه به د ډوډۍ خوړلو پسته تا ګورم" په ناستو‬
‫خلګو كښي يو شهزاد په دې راز خبر وو الكن هغه د يوه سمندر په‬
‫څېر ژور زړه و ذهن او ظرف درلودى او په دې خيال كښي غلطان‬
‫وو چي دا مشكل سچوېشن ته به كله د يوې ښايستې قيصې صورت و‬
‫بخښي‪.‬‬
‫د لنچ پسته نويد و شهزادصاحب رخصت واخيستى‪ ،‬نويد‬
‫ومرجاني ته وويل چي‪:‬‬
‫"زه اوس د بازار په خوا ځم و ماښام ته نزدې به بيا راسم او‬
‫عاصم به كورته بوځم تر وتلو وړاندي يې د كابل د تللو په حواله‬
‫پوښتنه ورځني وكړه دې ورته وويل چي‪:‬‬
‫"مور و پالر مي راسي نو زغرده به والړه سم الكن تر تللو‬
‫وړاندي به تا خبر كړم‪.‬‬
‫د عاصم و د رحيم جان بيا د آيسكريم پروګرام جوړ سو‪ ،‬د‬
‫عمرونو د توپير با وجود رحيم جان هم اوس د څلورو پنځو كلونو يو‬
‫هلك ښكاره كېدى‪ ،‬هغه د هيڅ يو چا په رفاقت كښي دومري مسرت‬
‫نه وو محسوس كړى‪.‬‬
‫ژوند هم څومري ژوري الميې لري‪ ،‬په سماجي حواله دوه‬
‫پرېدي انسانان په معنوي حواله څومري سره يو وو‪ .‬زوى و پالر‬
‫الكن له دې رښتې څخه نا خبره‪ ،‬الكن دا ناخبره خلګ د ويني د خود‬
‫شعوريت پر سطح څومري سره پېوست وو او د دواړو د زړونو په‬
‫شګه كښي د يوه و بل دپاره د خوږو اوبو چينې را وغورځېدې‪ ،‬د‬
‫عاصم زړه په ډېر درد سره وويل چي‪:‬‬
‫" كشكي! دا سړى زما ابو واى او رحيم جان خو د اول نظر له‬
‫وخته د عاصم په پالرنۍ مينه اخته وو‪ ،‬د دې دواړو د تللو پسته‬
‫شاهدې بيا پوښتنه ځني وكړه چي ښه اوس نو ځواب راكړه"‪.‬‬
‫شاهدې ته خو ما دومري بېهوده نه بللې كه دې نورو خلګو دا‬
‫خبره اورېدلې واى نو به څه واى‪ ،‬رحيم جان زموږ د نزدې عزيز‬
‫دى‪ ،‬هغه تر ما ډېر كوشنى دى زما و د هغه تر منځ هيڅ يو داسي‬
‫تعلق نسته‪ ،‬وهللا ستا د غلطو نفسياتو او خياالتو د ما سره هيڅ‬
‫يوعالج نسته‪ ،‬ما ته او دا نور مېلمانه په دې راوغوښتالست چي‬
‫وهللا يوه ډېره ذهني تنهايي مي محسوسوله او تا بيادا دومري غټ‬
‫‪150‬‬

‫الزام راباندي ولګوى‪ ،‬نوره دي زما د لجويي نه وكړه بس د خپل‬


‫بكواس عادت دي پر ځاى كړى‪ .‬الكن د مرجاني په لهجه كښي خښم‬
‫كم د دوستۍ ګيله زياته وه‪.‬‬
‫يا ته په خپله ووايه د عمرونو په فرق سره دواړه د يوه جوز‬
‫دوې برخي نه ښكاره كېږي‪ ،‬زه نه ولچي (وهللا چي) هر سړى دا‬
‫ووايي او داستا ذهني تنهايي او دا نور بكواس دا ستا خپل تخليق‬
‫سوي مشكالت دي‪ ،‬و هيڅ يو چا ته الزام مه وركوه‪ ،‬ته راځه نوري‬
‫خبري به هلته ستا په بېډروم كښي سره وكړو‪ ،‬د ډېرو وختونو بعد‬
‫ما و تا يوه ښكلې تنهايي په الس لرو‪.‬‬
‫شاهدې مرجانه تر الس ونيوله او د هغې خوني ته يې بوتله‪ ،‬تر‬
‫شا يې دروازه ورپسې وتړله او دواړي په كټ كښي څنګ پر څنګ‬
‫سره كښېنستلې‪ ،‬شاهدې د هغې الس په خپل السو كښي واخيست د‬
‫هغې پر ورغوي يې يوه توده بوسه وركړه او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"مرجاني په غير فطري جنسي تعلقاتو سره د چا تنده نه ماتېږي دا‬
‫يو نفسياتي انحرافي رويه ده چي اكثره يې خلګ د فراريت د نفسياتو‬
‫تر اثر الندي اختياروي‪ ،‬كم و بېش څلور كلونه كيږي ته يوازي‬
‫اوسې نو د نااسوده جنسي جذبو په سوب به خود افسرده يې‪ ،‬كه زما‬
‫منې يا خو د يو چا سره واده وكړه او يا نو بيا د يو چا سره ياري‪،‬‬
‫ځه زه به يې ومنم چي د رحيم جان سره ستا وړاندي څه تعلق نسته‬
‫الكن اوس خو ډېره ښايسته موقعه ده‪ ،‬وهللا د تازه چينې په څېر به‬
‫دي سيراب كړي‪ ،‬مرجاني زما و ستا تر منځ يوه پر ده هم نسته‪ ،‬زما‬
‫تجزيه دا ده چي ته په هغه پسې او هغه په تا پسې مري‪ ،‬دا ممكن ده‬
‫چي تاسو دواړه دي برعكس عكس العمل ښكاره كوى‪ ،‬مرجاني د دې‬
‫امكان خو سته چي ته دي د رحيم جان سره مينه نه لرې الكن دا‬
‫ممكن نه ده چي ته دي تر زيات وخت پوري له هغه سره جسماني‬
‫تعلق نه ولرې"‪ .‬د شاهدې په تبصره كښي د تشويق عنصر زياته‬
‫شامل وو‪ " ،‬ګرانې! مېډيكل ساينس خو اوس ډېري آسانۍ منځ ته‬
‫راوستې د ماهوارۍ له اولي ورځي څخه تر دوولسمي ورځي پوري‬
‫سېف پېرېډدى‪ ،‬د يارلسمه څوارلسمه او پنځلسمه ورځ د عمل د‬
‫واقع كېدو امكان وي او مخ په وړاندي بيا هم نور هيڅ خطره نسته‪،‬‬
‫د تازه اوبو د يوې دومري ښايستې چينې پر غاړه پرته هم تږې يې‬
‫نو لعنت دي وي پرتا"‪ ،‬د هغې په لهجه كښي د شرارت عنصر هم‬
‫شامل وو‪ ،‬د شاهدې خبرو مرجانه ډېره ليري يووړه او د دې پام يې‬
‫بېرته د داخل دموسمونو و عدم مساوات ته ور وګرځوى‪.‬‬
‫"شاهدې زما و د هغه داسي يو تعلق هم نسته ته ولي غلطي‬
‫خبري كوې‪ ،‬د دې هيڅ هم امكان نسته او بيا ته خو خبره يې چي زه‬
‫‪151‬‬

‫اوس د زاهد توصيفي سره مينه لرم‪ ،‬زه نه غواړم چي د هغه سره‬
‫بېوفايي وكړم"‪ ،‬مرجاني د ميني و منطق ته هڅه وكړه‪.‬‬
‫"ښه نو د دې څه ضمانت سته چي زاهد توصيفي ستا په غياب‬
‫بيا د بلي يوې ښځي يا نجلۍ سره نه وي اخته‪ ،‬دا د نارينوو‬
‫استحصالي دنيا ده دلته د وفا بوج هم د ښځي په غاړه دى‪ ،‬دى په‬
‫هره حواله و خپل ځان ته ازادي غواړي‪ ،‬دى د عصمت د پاكي او حيا‬
‫درس فقط و ښځي ته وركوي او د مزې خبره دا ده چي موږ هم دا‬
‫معيارات خپل كړي دي"‪.‬شاهدې بحث كول غوښت‪.‬‬
‫"شاهدې! اوس ډېره بې شرمه سوې يې"‪ .‬مرجاني د هغې‬
‫صحيح استدالل په شعوري توګه نظر انداز كړى‪" .‬آهو چي رښتيا‬
‫خبري مي درته وكړې‪ ،‬نو به خود ښكنځل راته كوې چي د مسرت الر‬
‫درته ښايم نو راته د اخالقياتو او وفا درسونه راكوې‪ ،‬دا اخالقيات او‬
‫وفا دي ستا مبارك سي‪ ،‬ما ته له زړه درته وايم يو موقعه راكړه ما‬
‫ته ستا دا عزيز رحيم جان ډېر ښه برېښي چي ستا هيڅ يو تعلق‬
‫ورسره نسته‪ ،‬نو ما ته موقعه راكړه چي يو پښتون زوى ورځني‬
‫ونيسم‪ ،‬زه يو پښتنه يمه او زما په غېږ كښي د يوه تور لېنګي‬
‫كوشنيان پرورش كوي‪ ،‬د مورنۍ ميني باوجود زه د هغو د نسلي‬
‫كمترۍ په حقيقت باندي خبره يم‪ ،‬هغه پالر تورلېنګى يې ال د شپې د‬
‫باندي نسي وتالى‪ ،‬بېرېږي"‪ .‬شاهدې په يوه ساه كښي ډېري خبري‬
‫وكړې‪.‬‬
‫"ستا په خوله كښي مالګي واچوم تا مستي"‪ .‬مرجاني شاهده په‬
‫كټ كښي راغوځاره كړه‪ ،‬شړۍ يې پر دواړو راكش كړه او د زړې‬
‫رشتې تجديد يې بيا وكړى‪.‬‬
‫غټ ماځيګر شاهدې اجازت ورځني و غوښت چي كور ته والړه‬
‫سي هغې كوشنيان واړه كور ته پرېيښي وو‪ ،‬مرجاني ډرائيور ته‬
‫وويل چي‪" :‬دا ورسوي‪ ،‬تر ګېټ د باندي رحيم جان و عاصم جان‬
‫هم والړ وو‪ ،‬شاهده بېرته د موټر څخه راكښته سوه‪ ،‬عاصم يې ښكل‬
‫كړ او څه پيسې يې ورته وركړې او بيا يې له رحيم جان څخه په الس‬
‫رخصت واخيستى او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"كله خو زما كورته راسه‪ ،‬هيڅ پابندي نسته او بيا يې د‬
‫ټيليفون نمبر هم ورته وركړل او په اخير كښي يې په مدهم آواز كښي‬
‫ورته وويل چي دا خبره زما و ستا تر منځ ده‪ ،‬ګوره چي د مرجاني‬
‫سره يې ذكر نه وكړې‪ ،‬كنه كېدى سي هغه د ما څخه خوابدې سي‪،‬د‬
‫دې پسته په موټر كښي كښېنسته او والړه‪.‬‬
‫رحيم جان د څه ساعت دپاره په خيالونو كښي ورك سو‪ ،‬بيا يې‬
‫يوه دلفريبه مسكا پر لبو باندي په برېښ راغله‪ ،‬داسي معلومېدى لكه‬
‫‪152‬‬

‫چي يوې خاص نتېجې ته ورسېدى‪ ،‬هغه و عاصم ته متوجه سو او‬


‫دواړه كورته د ننه والړو‪.‬‬
‫مرجاني له دربچې څخه وليدل چي دواړه را روان دي‪ ،‬هغې په‬
‫غور دواړو ته وكتل او د شاهدې هغه جمله بيا ور په ياد سوه چي‪:‬‬
‫"دا خو داسي معلومېږي چي دا هلك تا له رحيم جانه راوړى وي"‬
‫هغې يوه سړه ساه واخيستله او د باندي ور ووتله‪ ،‬د رحيم جان و‬
‫عاصم و چاى څښلو ته زړه نه كېدى رحيم جان و عاصم ته يو‬
‫كوشنى فټ بال هم رانيولى وو‪ ،‬نو بيا د عاصم په فرمايش باندي د‬
‫دوى تر منځ د فټ بال لوبه شروع سوه‪ ،‬مرجانه و عاصم و يوې‬
‫خواته او رحيم جان و بلي خواته سو دا يوه داسي مقابله وه چي ګټه‬
‫د بيللو والو په برخه وه‪ ،‬د يو څو ساعتو دپاره ژوند په خپل كليت‬
‫كښي بڼه واړوله او د مسرت و بې غمۍ حالت خپور سو‪ ،‬مرجانه د‬
‫اندروني موسمونو د عدم توازن له سختري څخه خالصه سوه‪ ،‬د‬
‫هغې وينه اوس په رګو كښي په تېزۍ سره په ګردش راغله او د‬
‫هغې د څېرې پر سپين كفن باندي يې د شفق آتشين رنګونه خواره‬
‫كړو‪ ،‬د دې څه ساعت منډي ترنډي د دې ډيپرېشن تر ډېره حده كم‬
‫كړى‪ ،‬دوى ال په لوبه اخته وو چي نويد راغلى ده له ګېټ څخه چي‬
‫دامنظر وليدى نو ډېر افسرده سو چي د مور و زوى دا مسرت‬
‫څومري عارضي دى او د ده د صورت ليدلو سره به و نا معلوم‬
‫منزلونو ته مسافر سي‪ ،‬په دې حال كښي د مرجاني نظر پر ده باندي‬
‫ولګېدى‪ ،‬دا پر خپل ځاى بې حسه غوندي پاته سوه او د څېرې‬
‫شفق يې بېرته د واوري په كفن سره بدل سو او زېر لب يې وويل‬
‫چي‪:‬‬
‫"ښه نو د عاصم د تللو وخت راغلى" نويد پوه سو چي څه‬
‫وسو‪ ،‬الكن د ژوند د جبر بيا يوه خپله كېمسټري وي خپل فزېكل ال‬
‫ره لري‪ ،‬د ميني و محبت دا محفل هم په دغه تناسب سره درهم برهم‬
‫سو‪.‬‬
‫د غټ ماځيګر وخت وو‪ ،‬عاصم په نمناكو سترګو رخصت‬
‫اخيستى او عجبه خبره دا وه چي هغه تر مور زياته د رحيم جان څخه‬
‫د بېلېدو دوك محسوسوى‪ ،‬مور و هغه ته ډېري پيسې وركړې هغه‬
‫رحيم جان تر الس ونيوى او د باندي يې تر موټر پوري بوتى‪ ،‬د‬
‫رخصت پسته رحيم جان ډېر د ډيپرېشن ښكار سو چي د ننه راغلى نو‬
‫مرجانه هم و ژړا ته نزدې په نظر ورغله‪ ،‬رحيم جان و هغې ته د‬
‫تسلي وركولو په حواله هيڅ هم نه ورته وويل ولي چي هغه ته دا‬
‫عيان وه چي په داسي يوه كوشش كښي امكان لري چي دى دي په‬
‫خپله هم وژاړي‪ ،‬هغه د خپلي خوني اومرجانه د خپلي خوني په خوا‬
‫والړه‪ ،‬په دې حال كښي لمر د غرب په خوا د چلتن د غره تر شا نهام‬
‫‪153‬‬

‫سو او د سري ماښام سكڼي آثار راپيدا سو‪ ،‬څه ساعت پسته د اذان‬
‫ږغونو د كوټي وادۍ په انګازو ډكه كړه‪.‬‬
‫په كټ كښي پروت رحيم جان راپورته سو په خونه كښي يې بلب‬
‫نه بلېدى‪ ،‬الكن د برنډې دبلب رڼا دننه راتله‪ ،‬د خپل بېګ څخه يې‬
‫دواړه بوتالن راوكښل او په چورت كښي ورك سو چي اوس څه‬
‫وكړي چي ګوري په دې حال كښي مرجانه په خپله د ننه راغله‪،‬‬
‫"رحيم جانه! ولي په تياره كښي ناست يې او څه كوې"؟ د مرجاني‬
‫په لهجه كښي د ژړو پاڼو درد ښكاره وو‪.‬‬
‫"مرجاني دې عاصم خو زه وهللا چي ډېر خراب كړم تر اوسه‬
‫پروت او د ده چورت مي واهى او نو ستا به بيا څه حال وي زه ستا‬
‫په دوك پوهېږم"‪ .‬د رحيم جان په ږغ كښي هم همدردي وه‪ ،‬هم‬
‫مينه‪.‬‬
‫"بس رحيم جانه! د قسمت خبري دي انسان د قدرت په وړاندي‬
‫هيڅ حېثيت نه لري هر ځل چي دى راسي او بيا والړ سي پر ما‬
‫باندي مرګ تېرسي " د مرجاني په ږغ كښي د اوښكو نمي راكښته‬
‫سوه‪.‬‬
‫" ته راسه كښېنه كه په دې كمه رڼا كښي الجهن درته‬
‫پېښېږي نو بيا به بلب ولګوم" رحيم جان د هغې د خوف د ليري‬
‫كولو هڅه وكړه‪.‬‬
‫"نه د برنډې بلب و دربچې ته مخامخ دى په خونه كښي ډېره‬
‫رڼا ده‪ ،‬تقريبا ً هر شى معلومېږي‪ ،‬داسي ښكاري چي ته ستا د بئير د‬
‫څښلو په موډ كښي يې"‪ ،‬د مرجاني په لهجه كښي د اعتراض عنصر‬
‫نه ښكاره كېدى‪.‬‬
‫" اهو مرجاني! د بئير په څښلو سره بيا زما د ناروغۍ څه‬
‫درمان كېږي‪ ،‬بډوګي مي څه صفا سي‪ ،‬بيا مي درد كم كيږي‪ .‬هغه‬
‫ازبكه والړه كه دلې ده؟ هغه پوښتنه وكړه‪.‬‬
‫زه خيال كوم چي تللې به وي‪ ،‬هغه وختي ځي‪ ،‬شيان تيار‬
‫پريږدي‪ .‬نن خو د غرمې په خوړو ال فريج ډك دى‪ ،‬ته خپل شغل‬
‫وكړه‪ ،‬بيابه ډوډۍ ګډه سره خورو"‪.‬‬
‫"مرجاني! كه ته يې بده نه و منې‪ ،‬نو لږ بئير به تا ته هم در‬
‫واچوم‪ ،‬ګرسره تا كله څښلي دي؟ په دې كښي الكوحل نه سته‪ ،‬نشه‬
‫نه لري‪ ،‬زما دا خيال دى چي ډېر به يې انجواى كړې" رحيم جان‬
‫ورته ډېر تشويق وركړى‪.‬‬
‫"داسي نه رحيم جانه! فساد راوكړې‪ ،‬ما كله هم نشه نه ده كړې‬
‫هسي نه چي راګير مي كړي" هغې نيمى هتيار واچوى‪.‬‬
‫"مرجاني ته په ما اعتبار كوالى سې دا څرنګه كېداى سي چي‬
‫زه دي ستا دپاره د تاوان الر وټاكم"‪ ،‬هغه ته د مرجاني امادګي‬
‫‪154‬‬

‫عيان سوه‪ ،‬هغه تر كيچن پوري والړى‪ ،‬له هغې خوا يې دوه غټ‬
‫مګان او ورسره يې د پيپسي يو غټ بوتل هم را اخستى وو‪ ،‬د هغه‬
‫په غياب كښي مرجاني د دواړو بوتالنو معاينه وكړه‪ ،‬هغه پروندي‬
‫بئير او سكاچ ويسكي وو‪.‬‬
‫په نيم تاريكه خونه كښي د بوتالنو لېبالن نه سو ويل كېدالى‪،‬‬
‫نو رحيم جان ډېر په اطمينان سره دواړه مګان نيم نيم د پيپسي څخه‬
‫او پاته نيم د بئير پر ځاى له سكاچ ويسكي څخه ډك كړه‪ ،‬يو ګالس‬
‫يې و خپل مخ ته او بل يې و مرجاني ته په الس كښي وركړى‪،‬‬
‫مرجاني د تذبذب ايكټينګ وكړى او كله چي يې ګالس و خولې ته‬
‫راپورته كړى‪ ،‬نو يې بېرته كښته كړى او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"عجب غوندي تېز بوى يې دى"‪ .‬رحيم جان د خپل ګالس څخه‬
‫غوړپ وكړى او ورته وې ويل چي ته نه يې ورسره اموخته نو‬
‫كوشنى غوړپ ورځني وكړه"‪.‬‬
‫مرجاني يو كوشنى غوړپ ورځني وكړى چي تر ستوني يې تېر‬
‫كړى نو خوله يې تروه غوندى ونيوله او ورته و ې ويل چي‪:‬‬
‫"څومري تېز دي چي په غاړه كښي ځي نو تر معدې پوري‬
‫محسوسيږي‪.‬‬
‫اهو اول يو څو ورځي هم داسي وي‪ ،‬بيا يې نو پرېښوول هم‬
‫ګران كار ښكاري او ورسره يې ورته وويل چي راځه و بام ته و‬
‫خېځو اوس به ال دومري يخ نه وي"‪ ،‬د مرجاني هم دا تجويز خوښ‬
‫سو او دواړه بام ته وختلو پر بام هم رڼا وه‪ ،‬دواړه كراركرار‬
‫ګرځېدو او په غوړپ غوړپ يې خپل شراب څښل او د دنيا جهان‬
‫خبري يې سره وكړې‪ ،‬رحيم جان د كابل په حواله ډېري پوښتني‬
‫ورځني وكړې‪ ،‬الكن د مرجاني څخه يې د راز يوه خبره هم تر السه نه‬
‫كړه‪ ،‬مرجاني د نري نري سرور باجود په خپل زړه كښي ډېره ادره‬
‫(هوښياره) وه او د رحيم جان څخه ال د فاصلو ساتلو پر اراده ټينګه‬
‫والړه وه‪.‬‬
‫رحيم جان خپل مګ زغرده ختم كړى‪ ،‬مرجانه د ده په چال‬
‫پوهېدله پر نيمي مګ باندي يې كفايت وكړى او باقي شراب يې و‬
‫رحيم جان ته حواله كړو‪.‬‬
‫د څښلو شرابو اور يې د زړه و ويني په سړه واوره باندي كلك‬
‫ير غل وكړى‪ ،‬دا په خپل وجود كښي د ننه تر ډېره حاله پوري بحاله‬
‫سوه‪ ،‬هلته رحيم جان چي د دې د پرېيښي شرابو څخه غوړپ وكړى‬
‫نو د دې د لبو په حرارت لړلو دې شرابو د ده په وجود يو نابلده اور‬
‫ولګوى او هغه د دې د حاصلولو د اور په تمنا كښي سر تر نوكه‬
‫دپتنګ په څېر مكوټ سو‪ ،‬الكن هغه د ظاهري بې پروايي او بې‬
‫اعتنايي خپل طريق كار جاري و ساتى‪ ،‬په دا حال كښي مرجاني ته‬
‫‪155‬‬

‫ور په ياد سو چي اوس د خپل مور و پالر سره د ټيليفون د كولو‬


‫وخت دى‪ ،‬نو يې رحيم جان ته وويل چي‪:‬‬
‫"څه ساعت پسته چي ته فارغ سې نو راكښته سه‪ ،‬زه يو‬
‫ټيليفون كراچۍ او يو دوه كابل ته كوم‪ ،‬كله چي دا د زينو و خواته‬
‫روانه سوه‪ ،‬نو رحيم جان يې د ښايست او متوازن بدن په نشيب و‬
‫فراز او متحرك خطونو كښي د الري د ګرځ په څېر ورك سو او تر‬
‫خوله يې د "آه" سره يوه سره لوخړه ووتله او وې ويل چي‪:‬‬
‫"كشكي زه د دې لباس واى او د دې د بدن په اور كښي د رېدي په‬
‫څېر وريت الكن ور باندي پروت واى"‪ .‬د يوه ساعت دپاره د رحيم‬
‫جان په زړه كښي د زور و تشدد خيال راوپارېدى‪.‬‬
‫"زه ! او مرجانه په زور سره تر سينه الندي كړم دا خو داسي‬
‫يو ناممكن كار دى لكه زه چي لمر په ماځيګر كښي د سمندر د‬
‫غېږي څخه راواخلم او په بېرته يې د شرق پر افق باندي‬
‫كښېږدم‪ ،‬هيڅ يو پجاري د خپلي د يوۍ بې عزتي تر سره نه سي‬
‫رسولى‪.‬‬
‫رحيم جان تر ډېره هلته پر تياره بام باندي والړ‪ ،‬لېري د ښار‬
‫په رڼا كښي د شا و خوا راجار سوي غرونو څوكو ته يې كتل‪،‬و ده ته‬
‫اندازه نه وه چي څومري وخت تېر سو‪ ،‬څه ساعت پسته يې د‬
‫ماخستن د اول اذان ږغ تر غوږو سو او اخيري غوړپ يې د لوى‬
‫څښتن په نوم تر ستوني تېر كړى‪ ،‬لوړ يې و اسمان ته وكتل او په‬
‫كرار يې د ځان سره وويل‪" :‬ځه ښه سو چي په پوره توګه كافر‬
‫سوم"‪.‬‬
‫په بېرته خپلي دې جملې يې پر زړه باندي د چاړې كار وكړى‪،‬‬
‫د يوه نابلده احساس دوك يې تر سترګو د اوښكود باران په څېر توى‬
‫سو‪ ،‬كله چي و خپل زړه ته په ځير راغلى نو د كافر زړه په شرقي‬
‫افق باندي يې د سحار د سپېدو د سپڼېدو ښكاره آثار په نظر راغلو‪.‬‬
‫رڼا و تياره‪ ،‬ژوند ومرګ‪ ،‬خداى وشيطان‪ ،‬مينه‪ ،‬وفا و بېوفايي‪،‬‬
‫زه او مرجانه‪ ،‬علم و جهالت‪ ،‬الر و منزل‪ ،‬دا الري چيري ځي؟ دا د‬
‫ژوند الري د خپل منزل څوشعور لري؟ دا مځكه خو ډېره اواره ده‪ ،‬نو‬
‫دا الري ولي دومري كږې وږې دي؟ ګرسره دا الري په خارج كښي‬
‫څه سفر هم لري او كه دوى په خپله د ځان په تكل ستړي ستړي‬
‫ګرځي؟ د ژوند جبلت او د مرګ جبلت؟ دا بيا څه معنا لري او په دې‬
‫تناظر كښي بيا د خداى د ارادې مقام څه دى؟ رحيم جان د بندو كوڅو‬
‫په ګڼ ځنګل كښي د يوه توند توپان په څېر و بهېدى او بېرته بې‬
‫مقصده تر ځان پوري راغبرګ سو"‪.‬‬
‫په دې حال كښي مرجانه بېرته پورته راغله او رحيم جان په‬
‫خپلو خيالونو كښي ورك والړ وو چي هغې ږغ ورته وكړى‪:‬‬
‫‪156‬‬

‫"په څه خيالونو كښي ورك يې؟ زما دا خيال وو چي ته به‬


‫زغرده الندي راسې‪ ،‬الكن داسي ښكاري چي اوس يو شاعر يا‬
‫فلسفي جوړ سوى يې‪ ،‬يا نو بيا د شاهينې درانۍ په خيال كښي ورك‬
‫يې"‪ .‬د هغې په لهجه كښي لږ د حسد ماده شامله وه‪.‬‬
‫نه مرجاني له لويه سره مي د ژوند پر ماهيت و حقيقت باندي‬
‫غور كاوى‪ ،‬الكن دومري شعور واستعداد په الس كښي نه لرم چي و‬
‫ژوندته يو خپل ځانګړى مفهوم وركړم"‪ .‬رحيم جان ږغ د ستړيا په‬
‫ګرځ سره الوده ښكاره كېدى‪.‬‬
‫"راځه چي كښته ځو‪ ،‬يخ دى‪ ،‬چوكيدار ماما له بازاره څخه‬
‫توده ډوډۍ او تازه سجي راوړې ده‪ ،‬ګرده ورځ موږ په سرګرداني‬
‫كښي تېره كړه‪ ،‬يو څه ارام هم په كار دى"‪ .‬رحيم جان دواړه مګان‬
‫ورسره راواخيستل‪ ،‬د ننه په ِكچن كښي يې دواړه پرېمنځل او دلته په‬
‫كچن كښي يې په ګډه ډوډۍ كمه الكن غوښه ښه تر مراده پوري‬
‫وخوړله‪.‬‬
‫رحيم جان په دې ډېر مطمئين وو چي د ده پالن د كامرانۍ په‬
‫لوري غټ غټ ګامونه پورته كړي وو‪ .‬د لسو بجو په شا و خوا كښي‬
‫دواړه خپلي خپلي خوني ته سره والړو‪ ،‬د غسل خانې څخه د‬
‫راستنېدو پسته مرجانه تر ډېره وخته په خپله بستره كښي ناسته په‬
‫خيالونو كښي وركه او غرقه وه او بيا يې د يوې سړې ساه سره اليټ‬
‫آف كړى او پرېوتله‪ ،‬الكن كرار كرار د هغې تنهايي او سړزتيا‬
‫احساس په غوړېدو راغلى‪ ،‬دا بېرته راپورته سوه‪ ،‬په نيم تاريكه‬
‫خونه كښي يې خپلي جامې له ځانه ايستي كړې او د رحيم جان كالي‬
‫يې واغوستل او بيا په بستره كښي پرېوتله‪ ،‬د رحيم جان د بدن‬
‫خوشبوى‪ ،‬د شراب نشې او د ماړه نس سرور زغرده دا د خوب و‬
‫لمن ته وسپارله‪ ،‬دا تر ډېره د يوې ماشومي په څېر په خپل‬
‫معصوميت كښي خوندي پرته وه چي بيا يې هغه د برايي خوب په‬
‫تكرار سره وليدى د ځنګله د لېوه د چشمانو اور هم هغسي روښان‬
‫وو او پر باال غونډۍ باندي والړ ډېر په دردناك ږغ كښي يې ودې ته‬
‫بلنه وركوله‪ .‬دا يوه تاريكه په وريځو ډكه شپه وه چي په لږ ساعت‬
‫كښي ډېر زورور باران شروع سو‪ ،‬دا د كال په حصار له ده جدا‬
‫لېوۍ په خپل اور كښي بې درېغه سوځېدله چي ګوري يو زبرست‬
‫تندر د كال په شرقي دېوال باندي پرېوتى او د كال دېوال يې تر بنيادو‬
‫پوري ونړوى او دوى دواړه د خوف و عشرت په ګډوډ حال كښي د‬
‫يوه و بل و خواته په ګمبت ګمبت ورمنډه كړل‪.‬‬
‫د خوب پردې وله باندي د دې سترګي راخالصي سوې‪ ،‬دا د‬
‫خوف په شديد حصار كښي راګير وه‪ .‬شپه تاريكه لېوه و خوف و‬
‫تنهايي دا واړه د دې دپاره اوس زغمل يو نا ممكن كار ښكاره‬
‫‪157‬‬

‫كېدى‪ ،‬د دې په زړه كښي دا تشويش لكه د اور غشى ترازو سو چي‬
‫د خوب د لېوه او هسپتال سره د راروان لېوه تر منځ كوم معنوي‬
‫تعلق شته دى‪ ،‬د شراب نشه يې د ماتي چيښې په څېر توكري‬
‫توكري سوه‪ ،‬امان پناه‪ ،‬الكن څرنګه؟ د بې كسۍ په دې حال كښي د‬
‫يوه الهام تر اثر الندي يې خيال د رحيم جان و خواته والړى‪ ،‬د رحيم‬
‫جان خيال يې و خوفزده زړه ته لكه الس چي وركړې داسي كار‬
‫وكړى‪ ،‬مرجاني چي د خپلي دريچې پرده لږ سره بېرته كړه نو هغه‬
‫منظر يې په نظر وراغلى‪ ،‬د رحيم جان د تاريكي خوني په دربچه‬
‫كښي دا ساعت هم دوې شمعي څنګ پر څنګ بلېدلې‪.‬‬
‫"ښه نو دى هم ويښ دى او شايد چي بيا د بډوكي د درد سره‬
‫مخامخ دى‪ ،‬څه كول په كار دي؟ د يو غټ سوال سره مخامخ سوه چي‬
‫وګړۍ ته يې پام سو نو بې ساخته يې تر خوله ووتل " آهو د غره په‬
‫څېر درنه و اوږده شپه ال پاته ده‪.‬‬
‫د خوف و د تنهايي احساس يې پر ټول تذبذب باندي غالب‬
‫راغلى او دا د نتايجو څخه بې پروا لڅ سر و لڅي پښې په سرعت‬
‫سره د رحيم جان د خوني و خواته راغله‪ ،‬كله چي يې پر دروازه‬
‫باندي الس كښېښود نو هغه د يوه معمولي ږغ سره و د نني خواته‬
‫خالصه سوه‪ ،‬رحيم جان په نيم تاريكه خونه كښي الندي پر مځكه‬
‫ناست وو او په تسلسل سره يې و دواړو بلو شمعو ته كتل د دواړو‬
‫شمعو عكس يې په وږو سترګو كښي لړزاند ښكاره كېدى‪ ،‬هغه د‬
‫يوه توند توپان په څېر راپورته سو‪ ،‬مرجاني د هغه د سترګو د‬
‫لوږي په لمبو كښي له هري پېش بندۍ څخه خالي سال سوه او د‬
‫هغه د لېڅو په حصار كښي د شګو د كمر په څېر توى سوه‪،‬‬
‫مرجاني د ده پر ځوانه او توده سينه باندي سر ايښى كرار كرار يې‬
‫ژړېدله او دا پوه سوله چي د خوب لېوه څوك وو او د اوره ډكي‬
‫سترګي يې له چا څخه پور كړي وې چي دا نكته عيان سوه‪ ،‬ټوله‬
‫خوف يې ورك سو‪ ،‬دواړو په سكوت سره ځان د يوه وبل په حواله‬
‫كړى‪ ،‬د دې د وجود واوري او د رحيم جان د وجود د دوبي موسمونه‬
‫په يوه و بل كښي د دوو دريابو په څېر سره ګډ سو‪،‬د مصلحتو او‬
‫سړو پېش بنديو بې رنګه منى يې و ناڅرګندو مځكو ته مسافر سو‪،‬‬
‫د دواړو وجودونو د اول سپرلي د وختونو معتدل موسمونه وسپڼل‪،‬‬
‫واوري په ويلېدو راغلې او د دښتو تنده د روح تر انتها پوري اوبه‬
‫سوه‪ ،‬د ګناه په ښايست سره آراسته د بدنونو دا ښكلى سفر شپه او‬
‫ورځ درسته يوه اونۍ اوږد پاته سو‪ ،‬تر څو چي د مرجاني د مور و‬
‫پالر د راتللو ساعت رانزدې سو‪.‬‬
‫په اخيري شپه لوړ پر بام باندي رحيم جان ورځيني پوښتنه‬
‫وكړه چي‪:‬‬
‫‪158‬‬

‫" آيا دا ضروري ده چي ته بېرته كابل ته والړه سې؟‪.‬‬


‫د دې دپاره يو حتمي ځواب وركول ډېر ګران كار وو‪ ،‬هغې د‬
‫شاهد ترين سره يوه ناكامه مينه درلودلې وه‪ ،‬د زاهد توصيفي سره‬
‫مينه پر جمالياتي اساس باندي قايمه وه شاه زمرك خان هم په يوه‬
‫ناڅرګنده حواله ورته عزيز وو او بيا رحيم جان ورته په دې‬
‫ضروري معلومېدى چي هغه د وسي د تاوده باران په څېر د دې د‬
‫وجود د وني ټولي ګړځې و َركوالى سوې‪ ،‬لكه اوس چي يې دا د چنار‬
‫د يوې ځواني درختي په څېر وينځلې او سرشاره كړې وه‪ .‬هغه شايد‬
‫چي د دنيا اوله ښځه وه چي په يوه وخت كښي د څلورو نارينوو په‬
‫منځ كښي تقسيم وه‪ ،‬د خپل دې مشكل په تناظر كښي و هغې ته خپل‬
‫يو ازاد نظم "د شګو پاڼ" ورپه ياد سو‪:‬‬

‫ژونده ياره!‬
‫څومري ګران يې‬
‫ستا له السه‬
‫ګام پر ګام په تا كښي مرمه‬

‫"رحيم جانه! دا يو ګران سوال دى او ځواب يې فقط د وختونو‬


‫په اوږدو كښي ممكن دى‪ ،‬زه د يوې بې لنګره كښتۍ په څېر يم‪،‬‬
‫ګوره چي د غم بادونه مي و كومي خواته يوسي‪ ،‬رحيم جانه! زما‬
‫خيال نه دى چي زه دي تر ډېرو شپو پوري ژوندۍ پاته سم او نه‬
‫غواړم چي زه دي ژوندۍ و اوسم‪ ،‬زه يې وينم چي زما د مرګ د‬
‫جبلت سكروټه اوس د حاالتو په نري باد له ځانه يوه نرۍ لمبه پيدا‬
‫كړې ده‪ ،‬په دنيا كښي د ويني و ميني د رشتو په حواله ګڼ ډېر خلګ‬
‫سته چي په كار دى چي زه د هغو دپاره ژوند وكړم‪ ،‬زه دا پاته ژوند‬
‫هم د تا سره او هم د شاهد سره تېروى سم ‪ ,‬الكن د څه دپاره؟ مينه‪،‬‬
‫جنس‪ ،‬رشتې؟ ګرسره له لويه سره ژوند څه معنا لري؟ او كه معنا‬
‫لري نو څه معنا لري؟ هيڅ يو څوك داسي نسته چي په يوه ځواب‬
‫سره زما تسلي وكړي‪ .‬يو خداى دى هغه هم زه په خبره يم چي له ما‬
‫څخه ناراضه دى‪ ،‬هغه زما ګناوي او تېرى ويني او د روح په نا‬
‫ارامي يې دا دى د لې بيا راته محشرګاه جوړه كړې ده‪ ،‬رحيم جانه!‬
‫زه له مذهبه بېګانه او له خدايه ليري‪ ،‬يوه ستړې روح‪ ،‬زما منزل‬
‫نسته‪ ،‬د خزان د يوې ژړي پاڼي په څېر د غم بادونو په مخه‬
‫اخيستې يمه‪:‬‬
‫‪159‬‬

‫ژړه پاڼه آواره په بحروبر يم‬


‫نه مي كور‪ ،‬نه مي كرار‪ ،‬نه مي مسكن سته‬

‫زما و ستا پېژندګلوي د يوې اضطراري لمحې په سوب و منځ‬


‫ته راغله او اوس يې د ګناه يو ښكلى فصل ور پسې وسپڼوى‪ ،‬الكن‬
‫وماته دا تعلق د ګناه تعلق نه معلومېږي‪ ،‬ولي چي زما پر زړه باندي‬
‫هيڅ درنه ډبره نه ده پرته‪ ،‬بلكي زه په وختونو كښي د باران په څېر‬
‫په هره خوا اوس يوه تازه څېره او يو سپڼېدلى زړه لرمه‪ ،‬زما د‬
‫الري دېوال مه جوړېږه‪ ،‬زما وزر مه غچي كوه‪ ،‬په تللو خو ځمه كه‬
‫بېرته راغلم نو بيا ځاى راته راكړه‪.‬‬
‫الكن رحيم جانه! بيا درته وايم چي شايد زه تر ډېره پوري‬
‫ژوندۍ نه سم پاته او هيله درځني كوم چي زما تر شابه كله كله د‬
‫نويد په توسط د عاصم سره مالقات ضرور كوې‪ ،‬و ماته هم ډېره‬
‫عجبه معلومېدله چي دى په اول مالقات كښي تر ما وتاته درنزدې‬
‫او قريب سو او زه چي ځم نو ستا هغه غال كړې جوړه د ځانه سره‬
‫وړم‪ ،‬مه يې ته تقاضا كوه او نه يې زه دركومه‪ ،‬ولي چي كله زه ستا‬
‫په كاليو كښي پرېوځم نو يخ زړى زړه مي ستا د وجود په ګرمۍ سره‬
‫بېرته تود سي او زه په خيالونو وركه ستا په توده غوځۍ كښي په‬
‫امان سم"‪ .‬مرجاني په خالص زړه سره ورته خبره وكړه‪.‬‬
‫رحيم جان د يوه بت په څېر بې حسه پر ځاى ورته والړ وو او‬
‫نه پوهېدى چي څه ورته ووايي‪ ،‬الكن بيا يې هم زړه راغونډ كړى‬
‫او ورته وې ويل چي‪" :‬‬
‫"سمۍ! زما دپاره دا ډېر يو ګران امر دى چي ستا په وړاندي‬
‫دليل بازي وكړم‪ ،‬ته وايې چي زما و ستا رشته د يوې اضطراري لمحې‬
‫په سوب و منځ ته راغله‪ ،‬دا ستا نظر خو كېدى سي الكن زما نه‪ ،‬زه‬
‫خو له ډېره كوشنيوالي ستا په مينه اخته وم‪ ،‬زه چي په جنس نه‬
‫پوهېدلم نو هم به ما ستا سره د واده كولو خبري كولې او تا و زما‬
‫خور به پر ما باندي خندله‪ ،‬ته تر ما مشره وې چي لږ غټ سوم نو له‬
‫هغه اظهاره څخه هم د شرم په سوب ولوېدمه او هسي هم مالقاتونه كم‬
‫سو‪ ،‬څو چي ستا د ميني په اور كښي تر ځوانۍ ورسېدلم او بيا زما د‬
‫خور د واده په شپه هغه ښايسته يوه اتفاق موږ سره يو كړو او زه‬
‫پوهېږم چي ته د ما سره نه نن مينه لرې او نه دي پرون درلوده‪ ،‬الكن‬
‫دا زما مسئله نه ده‪ ،‬ته د هر چا سره چي مينه لرې زه اعتراض هم نه‬
‫ورباندي لرمه‪ ،‬بس ته دومري وكړه چي دا زما يك طرفه مينه قبوله‬
‫كړه‪ ،‬سمۍ! زه قسمونه نه اخلم فقط دومري درته وايم چي له اوس‬
‫څخه واخلې تر هغه وخته چي ستا په سر كښي يو هم تور وېښته پاته‬
‫نه وي زه ستا انتظار كوم‪ ،‬يكړ او په مجرد انداز كښي‪ ،‬زما په ژوند‬
‫‪160‬‬

‫كښي اوله او اخيره ښځه ته يې‪ ،‬ته قسم نه راكوې الكن زه ستا د‬
‫ښايسته وجود په سر قسم خورم چي له تا پرته ما د هيڅ يوې بلي‬
‫ښځي سره تر اوسه تعلق نه دى درلودلى‪ ،‬په دې څلورو كلونو كښي ما‬
‫له كوشنيوالي څخه تر اوسه پوري فقط له تا څخه تر تا پوري سفر‬
‫كړى دى او څو چي ته تر ما پوري راځې زه به ستا انتظار كوم او بيا‬
‫هم زما د قبلولو او نه قبلولو په فيصله كښي ازاده يې"‪ .‬د رحيم جان په‬
‫ږغ كښي د دوك ژړي پاڼي په ګريه راغلې هغه خپل ستړى سر د نزدې‬
‫والړې مرجاني پر وږه باندي كښېښود او دواړو د يوه و بل په ګرېوانه‬
‫كښي تر ناڅرګندو وختونو پوري وژړل‪.‬‬
‫يو وخت په زړه ستړي مرجاني ورځني پوښتنه وكړه ولي نو د‬
‫شاهينې درانۍ خبره څرنګه ده؟" د رحيم جان پر ښايسته څېره‬
‫باندي خندا پيدا سوه او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"سمۍ! دا د دنيا تر ګردو لوى درواغ وو هيڅ شاهينه درانۍ‬
‫نسته او نه يې زه پېژنم‪ ،‬فقط ستا په زړه كښي د رقابت پيداكولو يوه‬
‫هڅه وه‪ ،‬نه زه د بډوكي درد لرم او نه ما تر دې وړاندي كله شراب‬
‫څښلي وو‪ ،‬پر اټكل مي وتاته د نزدې راتللو دپاره يو پالن جوړ كړى‬
‫وو او په نتېجه كښي يې دومري ښكلى رزلټ راغلى‪.‬‬
‫هسي سمۍ! زما خيال دى چي زما په كاميابي زما د پالن حصه‬
‫لږ وه په حقيقت كښي زه د هغه لېوه احسان مند يم‪ ،‬د ده تر ژړو‬
‫سترګو جار سم چي په نا معلوم سوب يې ستا و خواته يو مين او‬
‫مايل زړه درلود او هغه خوف ته زما و غوځۍ ته راورسولې‪ ،‬ستا د‬
‫تللو پسته به زه په هر قېمت د هغه مالك پيدا كوم او په هر قېمت‬
‫يې ورځني رانيسم او بيا به زه و هغه په دواړو ستا انتظار كوو‪ ،‬زه‬
‫خو هم بايد چي ستا په انتظار كښي يوه سهاره ولرم‪ ،‬په خداى چي تر‬
‫ځان به يې ال زيات ونازومه‪ .‬د مرجاني د ښايست غرور بېرته بحال‬
‫سو او د وجود لوړي وني يې نور وسعتونه‪ ،‬سر لوړي و تازګي پيدا‬
‫كړه او بيا دواړو د يو و بل په مال كښي السونه واچول او دلته تر‬
‫نيمي شپې پوري كله په ژړا او كله په خندا سره ګرځېدل‪.‬‬

‫‪‬‬
‫د مرجاني د مور وپالر د رار سېدلو پسته په درې څلورو‬
‫ورځو كښي دى د رخصت وركولو دپاره په ذهني توګه تيار كړو او‬
‫بيا مرجاني د دوك و درد په موسمونو كښي بېرته د كندهار له الري‬
‫د كابل سفر اختيار كړى‪ ،‬په كابل كښي هغه پخوانى صورتحال طاري‬
‫وو‪ ،‬د دوستانو محفل هغسي تازه وو خو د كابل جان خپل ټولنيز‬
‫صورتحال ال د اطمينان وړ نه وو‪ ،‬د رسمي فاتحې پسته د ژوند خپل‬
‫معموالت بېرته پر خپلو الرو باندي په يون راغلو كېتراين و زاهد‬
‫‪161‬‬

‫توصيفي د دې غير حاضري ډېره محسوسه كړې وه اوس د ګردو تر‬


‫څنګه دوى دواړه زياته خوشحاله وو‪ ،‬د شاه شاه زمرك خان و‬
‫كېتراين تر منځ ټيليفونك رابطه قايمه وه‪ ،‬الكن بيا يې مالقات نه وو‬
‫سره سوى‪ ،‬يوه شپه كېتراين ورځني پوښتنه وكړه چي تا هلته د‬
‫مور و پالر سره څه صال وكړه‪ ،‬نو مرجاني ورته وويل چي‪:‬‬
‫"زما د خور د مړيني په سوب ما مناسب نه وبلله چي پر دې‬
‫موضوع باندي ورسره خبره وكړم‪ ،‬الكن ما فيصله كړې ده چي د‬
‫زاهد توصيفي سره واده وكړم‪ ،‬نوري خبري به و آينده ته پرېږدم‪ ،‬ما‬
‫تر اوسه د زاهد توصيفي سره په دې لړ كښي خبره نه ده كړې‪ ،‬زه د‬
‫تا سره صال كول غواړم‪ ،‬بيا به د هغه سره خبره كوم"‪.‬‬
‫"خبره دا ده كېتراين! چي ما د شاهدترين سره مينه هم تر شا‬
‫پرېيښې ده او هلته يو بل سړي هم د غم په دې شپو و ورځوكښي‬
‫زما و زړه ته الره جوړه كړې ده او دلته د زاهد توصيفي مينه ده چي‬
‫زما د وجود پر دوزخ باندي د يوې مقدسي واوري په څېر اوري‪ ،‬زه‬
‫نه پوهېږم چي زاهد توصيفي قبول كړم كه هلته بېرته غبرګه سم‬
‫او په هغو دواړو ځوانانو كښي يو د ژوند د ملګري په حيث قبول‬
‫كړم؟‪ ،‬زه چي راتلم نو د شاهدترين د ښايستو سترګو يو سوال مي په‬
‫زړه كښي د مات غشي په څېر راوړى"‪.‬‬
‫"مرجاني! ته ولي ځې؟ ته څه خبره يې چي ته زما و دلته د‬
‫نورو دپاره څومري ضروري يې‪ ،‬ته چي د ميني و ويني د رشتو په‬
‫امان كښي يې‪ ،‬څه سوب دى چي ته د دښت د سرابونو په سفر‬
‫وځې؟"‬
‫كېتراين! و ماته ووايه چي زه څه وكړم؟ هسي هم زما و ستا‬
‫په كېس كښي تر يوه حده مماثلت سته" مرجاني و توري شپې‬
‫دواړو په پټه خوله سره وژړل‪.‬‬
‫د يوې ډېري اوږدې تجزيې او بحث پسته د مېرټ پر بنياد‬
‫باندي د زاهد توصيفي انتخاب اخيري و ټاكل سو او بيا په دوو درو‬
‫ورځو كښي په دغه فيصله زاهد توصيفي او د پارټۍ ټوله دوستان‬
‫خبر سول‪ ،‬واړه دوستان په دې ډېر خوشحاله ښكاره كېدل‪ ،‬يوه‬
‫ورځ ماځيګر د زاهد توصيفي په كور كښي پر جزياتو و تفصيالتو‬
‫باندي اوږده خبره وسوه‪ ،‬د مرجاني پر اصرار باندي چي د خور غم‬
‫ال تازه وو دا فيصله وسوه چي دا واده بايد چي په پټه خوله وسي او‬
‫ورسره دا خبره غوره وګڼل سوه چي د مرجاني د خاندان خلګ بايد‬
‫چي نه سي خبر‪.‬‬
‫ټيك يوه اونۍ په آخوا د اتوار ورځ وټاكل سوه‪ ،‬الكن دلته بنفشې‬
‫د ماللۍ شينواري‪ ،‬ودا او د ډاكټري څخه پر دې خبري باندي برى و‬
‫موند چي د واده د غرمې ډوډۍ به د دې په كور كښي وي او كه په‬
‫‪162‬‬

‫رسمي او روايتي انداز كښي نه وي نو هم د مرجاني رخصتي به په‬


‫ماځيګر كښي د هغې له كوره وي‪.‬‬
‫د واده د ورځي او وخت اطالع بيا و دوو غېرحاضرو دوستانو‬
‫ته هم وركول سوه‪ ،‬شاه شاه زمرك خان و مېرويس افغان د خپلي‬
‫حاضرۍ په حواله په زړه پوري تصميم ښكاره كړى وو‪ ،‬زاهد‬
‫توصيفي او مرجاني په ګډه د آينده د ژوند ضرورتونه په پام كښي‬
‫ونيول او هغو په ډېر اعتدال سره د پېسو د خرڅولو كار تر سره‬
‫كړى او په پروګرام كښي دا خبره هم شامله وه چي د واده پسته به‬
‫دوى اول د فرانس او بيا د كوټي سفر اختياروي‪ ،‬د ټولني ټوله غړي‬
‫د وېشل سوي كارونو خپله خپله برخه تر سره رسولو په كار كښي‬
‫بوخت ښكاره كېدل‪ ،‬تر هر چا بنفشه زياته مصروفه او په ظاهر‬
‫خوشحاله ښكاره كېدله د ضروري اقداماتو په تناظر كښي عموما ً به‬
‫دا و مرجانه و كېتراين د زاهد توصيفي و كورته تلل او راتلل‪.‬‬
‫د اتوار د ورځي پروګرام داسي جوړ وو چي بنفشه به د يوولس‬
‫دوولس بجو په شا و خوا كښي اول هاسټل ته راځي‪ ،‬بيا به دا و‬
‫مرجانه د زاهد توصيفي و كور ته د اخيري زېرمني په حواله ورځي‪.‬‬
‫زاهد توصيفي او نور غړي به تر دوو بجو پوري هلته د بنفشې و‬
‫كورته د ورا په صورت راځي‪ .‬د كېتراين اصرار داوو چي ما له هاسټل‬
‫څخه په واپسۍ كښي واخلۍ زه به تر هغو د مرجاني د ضرورت شيان‬
‫پېك كړم او خپل ځان به هم تيار كړم‪.‬‬
‫د ټاكل سوي پروګرام مطابق بنفشې مرجانه د اتوار په ورځ د‬
‫دوولسو بجو په شا و خوا كښي له هاسټل څخه راواخيسته او د زاهد‬
‫توصيفي و سټوډيو ته راغلل څه نيم ساعت پسته چي د باندي راووتو‬
‫زاهد توصيفي د رخصت په حواله ورسره راووتى او و موټر ته‬
‫رانزدې سولو د موټر په هغه بله خوا پټ يو سړى چي مخ يې تړلى‬
‫وو‪ ،‬راپورته سو او د ټي ټي توپنچې درسته جابه يې پر دوى درو‬
‫واړو باندي خالي كړه اوپر نزدې والړ موټر سايكل باندي د خپل‬
‫ملګري تر شا كښېنوست او وتښتېدى‪ ،‬د هغه خاص نښانه زاهد‬
‫توصيفي وو هغه درې ګولۍ پر ټټر لګېدلى وو‪ ،‬يوه مرمۍ يې خاص‬
‫پر كيڼ تي باندي لګېدلې وه‪ ،‬مرجانه و بنفشه كه څه هم زخمي‬
‫وې‪ ،‬الكن زخمونه يې ډېر مهلك نه ښكاره كېدل‪ ،‬د خوف و‬
‫وارخطايي په دې حال كښي د نورو خلګو په مرسته سره دوى زاهد‬
‫توصيفي په موټر كښي واچوى‪ ،‬مرجاني د هغه سر د شا پر نشست‬
‫باندي ناست په خپله غوځۍ كښي ونيوى او بنفشې موټر د روغتون‬
‫و خواته په پوره رفتار سره وزغلوى‪ ،‬زاهد توصيفي په ډېر مشكل‬
‫سره سترګي راخالصي كړې او په ډېر مشكل سره يې يو نظر د‬
‫‪163‬‬

‫مرجاني و څېرې ته وكتل او په يوه كمزوري ږغ كښي يې فقط دا‬


‫ورته وويل چي‪:‬‬
‫"مرجاني د خداى په امان‪ ،‬بيا به دلې سره غواړو"‪ .‬او دلته يې‬
‫د ويني د قي سره د دې په غېږ كښي پور پرې كړى‪ ،‬د مرجاني تر‬
‫خوله يوه چيغه ووتله او پر ده باندي نسكوره پرېوتله‪ ،‬د ميني رشته‬
‫يې د ويني په وحدت سره بدله سوه‪.‬‬
‫د مرجاني د زخمي بدن او د زاهد توصيفي د زخمي زړه وينه د‬
‫دې په غېږ كښي تر ابده ابده سره يوه سوه‪ ،‬د هسپتال اهلكارانو‬
‫زاهد توصيفي و اپرېشن تيټر ته پر سټېچر باندي وزغلوى‪ ،‬الكن‬
‫اوس ډېر ناوخته سوى وو‪ ،‬تر اپرېشن وړاندي ډاكټرانو د هغه د‬
‫مړيني اعالن وكړ‪.‬‬
‫مرجانه د بې هوشۍ په حال كښي وه‪ ،‬د هغې يوه مرمۍ تر كيڼ‬
‫مټ او يوه يې د تشي تر پسته غوښه وتلې وه‪ ،‬د بنفشې يوه مرمۍ‬
‫پر تندي ترخسېدلې وه او دويمه مرمۍ يې د نو سره په نس كښي‬
‫لګېدلې او په پوست كښي وتلې وه‪ ،‬هغه معمولي زخمي وه او دوې‬
‫يې تر كاليو وتلي وې‪ ،‬د ضروري ملهم پټۍ پسته مرجانه د ښځو و‬
‫يوه وارډ ته منتقل كړل سوه او بنفشې د داخلېدو څخه انكار وكړى‪.‬‬
‫په لږ ساعت كښي حكومتي چارواكي او د دوستانو د ډلي واړه‬
‫خلګ په هسپتال كښي سره راټول سو‪ ،‬په دې حال كښي شاه شاه‬
‫زمرك خان هم راورسېدى‪ ،‬هغه په تازيله كښي د بنفشې څخه د قاتل‬
‫پوښتنه وكړه‪.‬‬
‫بنفشې ورته وويل چي‪:‬‬
‫هو‪ ،‬الال! هغه نعيم شاهيني وو‪ ،‬ما ښه وپېژندى‪.‬‬
‫شاه شاه زمرك خان ورته وويل چي‪:‬‬
‫"و حكومتي چارواكو ته يې شناخت مه واضح كوه‪ ،‬بس د يوه‬
‫نا معلوم سړي خبره ورته وكړه‪ ،‬نوري خبري بيا و ماته پرېږده پر‬
‫مخ باندي به ګورو‪ .‬كنه امكان د دې دى چي بيادي دى وتښتېږي او‬
‫تر نا معلومه وخته دي ورك سي"‪.‬‬
‫د ضرور حكومتي كاروايي پسته د زاهد توصيفي الش و شاه شاه‬
‫زمرك خان ته حواله سو او تر ماځيګره پوري هغه و خاورو ته و‬
‫سپارل سو‪ ،‬د دوستانو پر ډله باندي د قيامت ساعت تېر سو او د هيڅ‬
‫يو چا حواس پر ځاى نه وو‪ ،‬دلته د مرجاني د بې هوښۍ ساعتونه نور‬
‫هم اوږده سو‪ ،‬د ډاكټرانو تجزيه داوه چي دا د اندروني زخمونو نه‪،‬‬
‫بلكي د ذهني صدمې په سوب په هوښ كښي نه راځي‪ ،‬په مټي په‬
‫څلورمه ورځ هغې سترګي راخالصي كړې‪.‬‬
‫الكن نه د دې په سترګو كښي د ژوند رڼا وه او نه د چا د‬
‫پېژندګلوي آثار‪ ،‬د هغې دميني لمر خو د خپلو وينو په شفق كښي‬
‫‪164‬‬

‫نغښتى د مځكي و سپېره زړه ته شوه سو‪ ،‬الكن داسي معلومېدله‬


‫چي دا د هغه د مړيني د صدمې په سوب د تحت الشعور پر يوه‬
‫تاريك مقام باندي د يوې توري سايې په څېر معلق پاته سوې ده او‬
‫د شعور و دنيا ته په بېرته د راتللو و كار ته هيڅ اماده نه ده‪،‬‬
‫هغې د خپلو دوستانو په ډله كښي هيڅ يو څوك هم نه پېژندى‪،‬‬
‫اكثره به زېر لب د ځان سره ګايېدله چي مفهوم به يې هيڅ يو چا‬
‫ته واضح نه وو‪ ،‬كله كه به يې څه وكړو‪ ،‬كله خو به يې څه وخوړل‬
‫خو اكثره به يې ورځني انكار وكړى‪.‬‬
‫دابيا بله يوه داسي صدمه وه چي د دوستانو د رګو ويني يې‬
‫وچي كړې‪ ،‬د هغې د زخمونو سره د هغې نفسياتي عالج هم شروع‬
‫وو‪ ،‬د ډاكټرانو كوشش دا وو چي د شعور پر سطح باندي دا د زاهد‬
‫توصيفي د مړيني د صدمې سره بېرته مخامخ كړي او و يې ژړوي‪،‬‬
‫الكن دا ټوله كوششونه بې ثمره ثابت سول‪ ،‬د هغې زخمونه جوړ‬
‫سول او فيصله دا و سوه چي د هغې سايكوتراپي به ال يو څه موده‬
‫جاري وي‪.‬‬
‫ډاكټرانو د هغې د ذهني سكون دپاره مسكن دواياني هم وركولې‬
‫او د هغې د خوف دليري كولو هڅي يې هم كولې‪ ،‬الكن د درستي يوې‬
‫مياشتي د نفسياتي عالج باوجود هم د هغې د بحالېدو هيڅ آثار نه‬
‫ښكاره كېدل‪ ،‬د يوې مياشتي پسته ډاكټرانو دا فيصله وكړه چي‬
‫امكان سته چي د هسپتال بر عكس دي دا ستاسو په خپل محفل كښي‬
‫د يوې واقعې په سوب بحاله سي‪ ،‬نو ښه به دا وي چي هغو ته د دې‬
‫ټوله هسټري معلومه وي چي دا پر هغه ځايونو باندي وګرځول سي‬
‫چېري چي دې و زاهد توصيفي په ګډه ژوند كړى دى‪ ،‬او ستا د دا د‬
‫خپل شعور پر يوه مقام باندي د تعطل په حالت كښي ده او داسي‬
‫ښكاره كيږي چي دا د زاهد توصيفي د مړيني د صدمې او خوف څخه‬
‫زياته اوس د ژوند د دهشت په سوب و خپل شعور ته نه را باال كيي‪،‬‬
‫د ژوند د دهشت‪ ،‬د ژوند د غير يقينيت دهشت او خوف دا په زړه‬
‫كښي معطل او معلق ساتلې ده‪.‬‬
‫د دوستانو په ټولۍ كښي د حادثې سره سم په يوه او دوو ورځو‬
‫كښي دا فيصله وسوه چي د مرجاني په حواله اوس يې كور بايد چي‬
‫خبر نه كړل سي ولي چي د هغه بلي لورغم يې ال تازه دى‪ ،‬د هغو د‬
‫ټيليفونيك پوښتنو په حواله بايد چي ورته وويل سي چي نن سباپه‬
‫يوه داسي عالقه كښي د خپلي ‪ .N.G.O‬په حواله مېشته ده چي له‬
‫هغه ځايه دا ممكن نه ده چي پر موبايل باندي خبره وكړي او په دې‬
‫حال كښي كله يو او كله بل د هغې مور و پالر ته د اطمينان وركولو‬
‫دپاره له خپله ځانه ټيليفون بايد چي وكړي‪ .‬چي دا د مرجاني پېغام‬
‫‪165‬‬

‫دى‪ ،‬ولي چي پر دې باندي عمل روان وو نو د مور و پالر يې د‬


‫تشويش سره څه نه څه په اطمينان وو‪.‬‬
‫مرجانه اكثره خاموشه اوسېدله‪ ،‬پر څېره باندي يې د خوف‬
‫څه خاص آثار هم نه وو اوس كراركرار د شعور و دايرې ته د‬
‫راداخلېدو په هڅه ښكاره كېدله‪ ،‬ډاكټرانو ورته اجازه وركړه چي‬
‫خپل ځاى ته منتقل سي‪ ،‬الكن د سايكو تراپي دپاره به ال زموږ سره‬
‫په تماس كښي وي‪ ،‬كله چي د ډاكټرانو پر مشوره د زاهد توصيفي و‬
‫كورته راوستل سوه نو هيڅ ردعمل يې نه كړى ښكاره‪ ،‬الكن كله چي‬
‫د زاهد توصيفي د جوړ كړي خپل انځور سره مخامخ سوه نو نا څاپه‬
‫يې پوښتنه وكړه چي‪" :‬دا څوك دى؟ څومره ښايسته دى او دا نوري‬
‫ښځي څوك دي ګردي څومري سره سوي دي"‪.‬‬
‫"مرجاني دا ستا تصويرونه دي دا ټوله زاهد توصيفي جوړ‬
‫كړي دي"‪ .‬د كېتراين په ږغ كښي د مسرت و پر امېدۍ څرك‬
‫ښكاره كېدى‪.‬‬
‫"زه څوك يم؟ او زاهد توصيفي څوك دى؟" هغې بل سوال‬
‫وكړى‪ .‬كېتراين چي هرڅو تفصيل ورته بيان كړى الكن يو بې ثمره‬
‫كوشش پاته سو‪ ،‬هغې فقط دا پوښتنه ورځني وكړه چي‪:‬‬
‫"ته څوك يې؟ او پر څه باندي ژاړې؟ مرجاني بيا ورځني‬
‫پوښتنه وكړه"‪.‬‬
‫"زما نوم كېتراين ده او نور والړ خلګ زما و ستا دوستان دي‪،‬‬
‫د كېتراين او د نورو اوښكي په ګرېوانو كښي توى سوې‪" ،‬عجبه‬
‫خبره ده زه په تاسو كښي يو څوك هم نه پېژنم او ته وايې چي موږ‬
‫سره دوستان يو چي موږ سره دوستان يو نو تاسو بيا ولي ژاړۍ‪ ،‬كه‬
‫پر ما ژاړۍ نو زه خو ژوندۍ يم تاسو پر څه باندي ژاړۍ"؟ په دې‬
‫دوران كښي چي كېتراين له ژړا ستوخه سوه‪ ،‬شاه شاه زمرك خان‬
‫رامخ ته سو او تېره سوې ټوله حادثه يې كرار كرار ورته بيان كړه‬
‫او د زاهد توصيفي تصوير يې هم ورته راوغوښتى چي دا زاهد‬
‫توصيفي دى چي نا معلومو خلګو مړ كړى او دا ستا و د هغه د واده‬
‫ورځ هم وه"‪.‬‬
‫هغې د زاهد توصيفي تصوير په السو كښي واخيست او تر ډېره‬
‫يې ورته په ځير ځير كتل الكن پر څېره يې د پېژندګلوۍ هيڅ آثار‬
‫هم راپورته نه سو او بېرته يې و شاه شاه زمرك خان ته حواله كړى‬
‫او خاموشي يې اختيار كړه‪ .‬ډاكټرانو دا صورتحال ډېر مثبت وګڼى‪،‬‬
‫مرجاني اوس كرار كرار خپل دوستان له نوي سره د حال په لمحه‬
‫كښي له نوي سره و پېژندل‪ ،‬د ماضي ياداښت يې ال تر اوسه بحال‬
‫نه وو‪ ،‬د زاهد توصيفي د مړيني لمحه او تر هغه د وړاندي ماضي‬
‫‪166‬‬

‫ياداښت يې ال بحاله نه وو‪ ،‬هغه صرف او صرف د حال په لمحه كښي‬


‫اوسېدله‪.‬‬
‫غوره دا وګڼله سوه چي دا دلته د زاهد توصيفي په كور كښي‬
‫وساتل سي‪ ،‬كېتراين و شاه زمرك خان دلته ورسره اوسېدل‪ ،‬د‬
‫مرجاني د ذهني صورتحال په سوب د هغو په خولو كښي د خپلي‬
‫ميني خوند ډېر بې خونده ښكاره كېدى او د يوه و بل څخه پر فاصلو‬
‫اوسېدل‪ ،‬كېتراين خو شپه و ورځ د دې سره اخته وه دا خبره‬
‫تقريبا ً د هر چا په نوټس كښي راغلې وه چي مرجانه به د شاه زمرك‬
‫خان په موجودګۍ كښي څه زيات غوندي رېلكس ښكاره كېده‪ ،‬د هغه‬
‫ذهني صورتحال د څپو د مد و جزر په څېر وو‪ ،‬كله به د واقع‬
‫صورت حال په ادراك پوره وه او كله به وركه‪.‬‬
‫په داسي ذهني صورتحال كښي به هغې اكثره د شاه زمرك خان‬
‫څخه پوښتنه وكړه چي‪" :‬ته څوك يې؟ د غوښي سړى يې كه د‬
‫ډبري‪ .‬ستا پر څېره باندي دومري سختي ولي ده‪ ،‬ته زما څه يې؟‬
‫ستا په موجودګۍ كښي زما وزر چا غچي كړل‪ ،‬زه چا په دې قفس‬
‫كښي قيدي كړې يمه‪ ،‬ته ولي مانه ايله كوې؟‪.‬‬
‫هغه د ډبري سړى به په دې مجبور سو چي ليري و يوه خواته‬
‫والړ سي چي دا نور موجود خلګ يې اوښكي نه وويني‪.‬‬
‫هغه د كېتراين سره بېرته ډېره نزدې راغله‪ ،‬د هسپتال څخه د‬
‫راتلو پس د حاالتو و واقعاتو ياداښت يې صحيح وو الكن د ماضي په‬
‫حواله ال هغسي په تاريكو كښي قيد پرته وه‪ ،‬هغې به عموما ً و‬
‫كېتراين ته دا شكايت كاوه چي زما د خولې خوند ډېر خراب دى‪ ،‬هر‬
‫شى چي خورم نو يو نابلده خوند و بوى لري‪ ،‬كله كله به د حال د‬
‫شعور د سطح څخه هم الندي ولوېده اوپر ځان به يې كله د زركي او‬
‫كله د يوه او بل مرغه خيال راسپور سو او بيا به يې د شاه زمرك‬
‫خان څخه پوښتنه كوله چي‪:‬‬
‫"دا زما وزر چا غچي كړه؟ تا ولي زما دفاع و نه كړه؟ " او يوه‬
‫سړه سا به يې واخيستله او ليري د اُفق په وسعتونو كښي به وركه‬
‫سوه او كله كله به درې څلور ورځي په دا حال كښي اوسېدله او بيا‬
‫به بېرته حال ته رادننه سوه‪.‬‬
‫د دوستانو دټولۍ پر مسرتونو باندي سړه پرخه پرته وه‪ ،‬هر يو‬
‫د دوك په سمندر كښي الهو وو‪ ،‬دعاوي‪ ،‬خېراتونه‪ ،‬نفسياتي عالج‪،‬‬
‫هيڅ يو څيز هم مثبت نتېجه نه وركوله‪ ،‬د كېتراين و شاه زمرك‬
‫خان حال بيا ډېر خراب وو چي شپه و ورځ د دې تكليف جن‬
‫صورتحال سره مخامخ وو او بيا يوه ورځ د شاه زمرك خان او‬
‫كېتراين تر منځ يوه اوږده مباحثه وسوه كه څه هم كېتراين ورسره‬
‫اتفاق نه درلودى خو د يوې اخيري حربې په حېث يې ورسره ومنله‪.‬‬
‫‪167‬‬

‫د پالن په مطابق كېتراين د ننه ورغله‪ ،‬د اولي غرمې وخت‬


‫وو‪ ،‬د مرجاني سره يې دلته و هلته خبري شروع كړې‪ ،‬مرجانه په‬
‫خپل كټ كښي چارزانو ناسته د كېتراين سره په خبرو بوخته وه چي‬
‫په داسي حال كښي شاه زمرك خان قميص كښلى د فوجي وردۍ په‬
‫پتلون او ګوټو كښي دننه راغلى‪ ،‬هغه دواړه السونه تر شا نيولي‬
‫كرار كرار د مرجاني و خواته راغلى‪ ،‬د څېرې تاثر يې پر مرجاني‬
‫باندي نابلده اغېزه وكړه دا په ټول وجود سره و هغه ته متوجه‬
‫سوه‪ ،‬شاه زمرك خان چي د هغې و كټ ته نزدې راغلى نو كېتراين‬
‫و يوه خواته سوه هغه يو ساعت د مرجاني په سترګو كښي وكتل او‬
‫بيا چي يې تر شا پټ الس رامخ ته كړى او په هغه كښي يې يو‬
‫خالص چاقو نيولى وو او بيا هغه دا خالص چاقو په خپل كيڼ موټه‬
‫كښي پوره په قوت سره پيوست كړى‪ ،‬د هغه د صحت مند موټي څخه‬
‫د ويني يو چينه را وغورزيده‪ ،‬ده د الس چاقو پر مځكه ايله كړى او‬
‫د ښي الس په منګل كښي يې خپله وينه راغونډه كړه او د مرجاني پر‬
‫څېره باندي يې ور وپاشله‪ ،‬هغه دا عمل څو ځلي زغرده زغرده‬
‫تكرار كړى‪ ،‬مرجانه د هر ځلي د وينو د پاشلو سره هم په ځان كښي‬
‫او هم په كټ كښي راجګېدله‪ ،‬كله چي د شاه زمرك خان د وينو‬
‫ذايقه د دې تر ژبي ورسېدله دې په يوه چيغه سره د شاه زمرك خان‬
‫وغېږي ته ځان را ايله كړى او د بې پنا خوف په حال كښي يې‬
‫دستوني په پوره زور سره يې ورته وويل چي‪:‬‬
‫سر! هغه پر موږ باندي ټكان كوي‪ ،‬هغه موږ وژني‪ ،‬هغه ګوره‪،‬‬
‫سر! مخ يې تړلى دى او زاهد يې خاص پر ټټر باندي ويشتلى دى‪،‬‬
‫سر! ته امان راكړه" او بيا د شاه زمرك خان په اغوش كښي بېرته‬
‫بې هوشه سوه‪ .‬د شاه زمرك خان و كېتراين پر څېرو باندي د‬
‫مسرت آثار راڅرګند سو‪ ،‬كېتراين و شاه زمرك خان دا بېرته په‬
‫كټ كښي پرې ايستله او كېتراين منډه كړه چي څه يخي اوبه راوړي‬
‫په دې حال كښي شاه زمرك خان په هغه حالت كښي د كټ پر بازو‬
‫ورته ناست د دې الس يې په خپل الس كښي نيولى وو‪ ،‬د څه اوبو‬
‫څښلو پسته مرجاني په اوښكو ډكي ښايستې سترګي راخالصي كړې‬
‫او د شاه زمرك خان الس يې ټينګ ونيوى‪.‬‬
‫" مرجاني ته ما پېژنې " شاه زمرك خان په اوښلنو سترګو او‬
‫اوښلن ږغ كښي پوښتنه ورځني وكړه‪.‬‬
‫هغې كرار په اثبات كښي سر وښوروى او بېرته يې سترګي‬
‫پټي كړې‪ ،‬بيا په يوه جټكه سره را پورته سوه د شاه زمرك خان پر‬
‫زخمي بازو باندي يې مخ ولګوى او د هغه د موټه په وينه يې خپل‬
‫الس ككڼ كړى او پس يې دا په وينه لړلى الس پر خپل مخ و لبانو‬
‫باندي تېر كړى او د شاه زمرك خان د ويني ذايقې يې ټول خوف په‬
‫‪168‬‬

‫هوا كښي تحليل كړى‪ ،‬يوه سړه سا يې واخيستله او بېرته بې دمه‬


‫پرېوتله د اوښكو يو درياب يې تر سترګو توى سو او د څه ساعت‬
‫پسته يې په پټو سترګو د كېتراين او شاه زمرك خان څخه پوښتنه‬
‫وكړه چي‪:‬‬
‫"د زاهد توصيفي د مرګ څو موده كېږي؟ او هغه بنفشه؟"‬
‫"مرجاني! بنفشه بېخي ښه ده د زاهد توصيفي د مړيني اوس كم و‬
‫بېش دوې مياشتي كېږي"‪ ،‬كېتراين اوس د مسرت په اوښكو‬
‫ورته وژړله‪.‬‬
‫" كېتراين! تا او "سر" ښه نه وكړو زه د خپلي هېري په‬
‫توره خېمه كښي ډېره په اطمينان ومه‪ ،‬تاسو زه په بېرته د‬
‫څومري ناقابل بيان دوك سره مخامخ كړم زه نه پوهېږم چي اوس به‬
‫ژوند مخ په وړاندي څه مقصد او بڼه ولري‪ ،‬دا څرنګه ممكن ده چي‬
‫زاهد توصيفي زما په غوځي كښي پور پرې كړى او ما د هغه د ويني‬
‫په ذايقه كښي د مرګ ذايقه څكلې ده‪ ،‬ته ووايه اوس به د مرګ دا‬
‫ذايقه ما و ژوند ته څرنګه پرېږدي؟‪.‬‬
‫زه چي په هوش كښي راغلم نو دا بيا د "سر" د ويني د بې‬
‫خوفۍ ذايقه ده چي زما په وجود كښي يې د مرګ د ذايقې رد تر سره‬
‫ورسوى‪ ،‬زه د زاهد توصيفي د مړيني صدمې او ويني ذايقې د مرګ‬
‫د خوف په څپو كښي د خپل شعور په ځينې منطقو كښي معطل‬
‫كښېښوولم او دا بيا د سر د زړوري ويني تود اعجاز دى چي زه يې‬
‫د دې قابله كړم چي د ژوند د جبلت په توسط د ژوند كولو حوصله‬
‫پېداكړم‪.‬‬
‫الكن سر! زه د چا دپاره ژوند وكړم؟ سر! ته خبر يې هغه په‬
‫اخيري وخت كښي وماته څه وويل؟ نه يې خبر سر! هغه راته وويل‬
‫چي‪:‬‬
‫"مرجاني خداحافظ‪ ،‬بيا به دلته سره غواړو"‬
‫د دې بيا څه مطلب دى؟ هغه په خپله تر ساه تېرېدى او ماته‬
‫يې وويل چي بيا به دلې سره غواړو‪.‬‬
‫! ګام پر ګام اسرار‪ ،‬كوڅه په كوڅه دوك دى‪.‬‬
‫سر! زه چي په نفسياتي حواله د تعطل سره مخامخ وم نو زه په‬
‫دې مطمئينه وم چي هلته زما د زاهد توصيفي سره په تحت الشعوري‬
‫حواله څه نا څه رابطه ضرور وه‪ ،‬كه څه هم د هغه صورت خو به‬
‫واضح نه وو او هغه به وما ته د يوه تصوير د نېګټو په طرز ښكاره‬
‫كېدى‪ ،‬الكن زما او د هغه تر منځ فاصلې نه وې‪ ،‬موږ دواړه د يوه‬
‫خونك او روښان سكڼي ماښام په غېږ كښي اوسېدلو‪ ،‬هغه هلته‬
‫بالكل جوړ وو د هغه د مړيني د واقعې عكس العمل هلته وجود نه‬
‫درلودى‪ ،‬زه چي اوس د شعور و سطح ته راپورته سوې يم نو ته‬
‫‪169‬‬

‫زما د اذيت اندازه نه سې كوالى‪ ،‬تا زه د دايمي دوك او جدايي سره‬


‫مخامخ كړم‪ ،‬تا زموږ د سكڼي ماښام وصلت د دښت د سرو غرمو په‬
‫فراق سره رابدل كړى‪ ،‬سر! تا د دوستۍ په نوم د دنيا تر ګردو لوى‬
‫ظلم پر ما باندي وكړى‪ .‬او بيا هغې د يوه ښكلي باران په څېر د هغه‬
‫پر وږه سر كښېښود او په پټه خوله يې وژړل‪.‬‬
‫"مرجاني خداى به ګرده خير كړي‪ ،‬د قسمت خبري دي كه نور‬
‫څه نسته نو ته بايد چي زموږ په مسرت راسره ګډه سې‪ ،‬دلته ستا د‬
‫ميني و د ويني ډېري رشتې دي چي ستا ضرورت لري منم چي په‬
‫موږ كښي به د زاهد توصيفي په څېر يوبل لوړ انسان وجود نه لري‬
‫الكن دا هم يو حقيقت دى چي دلته ډېر داسي خلګ سته چي ستا دپاره‬
‫هم د سر او هم د مال قرباني وركوالى سي"‪ .‬د شاه زمرك خان په‬
‫لهجه كښي د صداقت سيال لمر په لمبه راښكاره كېدى‪.‬‬
‫او بيا په لږ ساعت كښي‪ ،‬د مرجاني د جوړېدو خبر و ټولو‬
‫دوستانو ته ورسېدى او د مسرت يو خوږ موسم و هره خواته تسلط‬
‫ونيوى‪ ،‬مرجاني د هر يوه سره جال جال په خالص زړه سره وژړل نو‬
‫ځكه پر زړه و ذهن پرته د دوك پرښه يې تر ډېره حده پوري سپكه‬
‫سوه‪.‬‬
‫په خصوصيت سره د بنفشې په راتلو سره يې د زړه زخمونه او‬
‫د واقعې ياد په پوره شدت سره تازه سو او دواړو تر ډېره حده د يوې‬
‫و بلي په غېږ كښي سره ژړل او بيا په ژړا ستوخي مرجاني ورځني‬
‫پوښتنه وكړه چي‪:‬‬
‫"بنفشې څه معلومه هم ده چي دا حركت د چا وو؟ د هغه نعيم‬
‫شاهيني خو نه وو چي د رقابت په سوب يې پر موږ باندي دا ظلم‬
‫وكړى"‪.‬‬
‫بنفشې د شاه زمرك خان په اشاره سره د العلمي ځواب ورته‬
‫وركړى او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"ال يې سد نه دى معلوم‪ ،‬حكومتي چارواكو هغه د څه مودې‬
‫دپاره نيولى وو او بيايې ايله كړى"‪ .‬بنفشې ډېر په مهارت سره‬
‫ورته درواغ وويل‪.‬‬
‫ماللۍ شينواري‪ ،‬ودا صمدزۍ‪ ،‬انجنېر‪ ،‬ډاكټره او بنفشه واړه‬
‫ډېر خوشحاله وو‪ ،‬د هغو ټولو رايه داوه چي دا جوړه خو ده الكن د‬
‫يوه نه يوه څېز كمى پكښي ښكاره كېږي‪ ،‬ولي چي د ښايستو تورو‬
‫سترګو څراغونه يې ال ډېر تت بلېږي او پر مقدسه پښتني څېره‬
‫باندي يې ال د ژوند رڼا د سايو تر اثرالندي ښكاري‪.‬‬
‫د دوو درو ورځو پسته چي كېتراين و د دې تر منځ د زاهد‬
‫توصيفي د مړيني په حواله خبري كېدې نو كېتراين ورته تجويز‬
‫وړاندي كړى چي راځه د هغه تر قبر پوري به والړي سو‪ ،‬ښه دى‬
‫‪170‬‬

‫هغه به دي هم الر ګوري قبر به يې هم ووينې‪ ،‬فاتحه به ورباندي‬


‫ووايو او بيا به بېرته راسو‪ ،‬د مرجاني هم دا خبره خوښه سوه چي‬
‫دواړي تر دباندي دروازې پوري راغلې نو د مرجاني د څېرې رنګ‬
‫بالكل ژړ سو او هغه د خزان د يوې ژړي پاڼي په څېر لړزاند راغله‬
‫او د خوف په حالت كښي كېتراين تر الس ونيوله او په ډېره التجا‬
‫يې ورته وويل چي‪:‬‬
‫"كېتراين! د خداى دپاره چي دروازه خالصه نه كړې‪ ،‬هغه‬
‫قاتل دلې هم د باندي والړ دى" او په منډه سره بېرته د خپلي خوني‬
‫په خوا والړه‪ ،‬كله چي كېتراين د هغې خوني لره پسې ورغله نو‬
‫هغه په خپل كټ كښي پړمخي پرته وه او د يوه نا معلوم خوف تر اثر‬
‫الندي يې كرار كرار ژړل‪ ،‬كېتراين ږغ ورته وكړى چي‪:‬‬
‫" مرجاني څه و سو؟ ته پر څه باندي خوفزده سوې؟ داسي‬
‫هيڅ خطره اوس نسته‪ ،‬لږ حوصله وكړه‪ ،‬خداى به خير كړي‪ ،‬ته يوه‬
‫غېرت منده پښتنه يې دومري كمزوري د تا سره نه ښايي"‪،‬‬
‫كېتراين نه پوهېدله چي د هغې دلجويي څرنګه وكړي‪.‬‬
‫كله چي هغې په اوښكو لړلې خپله زرده څېره راپورته كړه نو‬
‫د هغې په سترګو كښي يو نابلده او ناڅرګند دهشت او خوف را څرګند‬
‫وو‪ ،‬داسي معلومېدى لكه د غره د لېوه يو كوشنى بچى چي څوك د‬
‫ښار په منځ كښي ايله كړي‪ ،‬د دښتو د سراب په څېر يو بې رحمه او‬
‫بې رنګه دهشت د دې پر ټول وجود باندي خپل تسلط پيدا كړى وو‪ ،‬د‬
‫هغې د ژوند د جبلت قوت و طاقت په هوا كښي تحليل سوى غوندي‬
‫ښكاره كېدى‪.‬‬
‫هغې و كېتراين ته فقط دا قدر وويل چي‪" :‬كېتراين لوړه پر ما‬
‫باندي پرېوزه او شړۍ راباندي واچوه‪ ،‬هله زغرده كوه ما پټه كړه‪،‬‬
‫ستا يقين دى چي تا دروازه خالصه نه ده پرې ايښې؟ داسي وكړه چي‬
‫دا دخوني دروازه هم له دننه څخه بنده كړه‪ ،‬كنه كېداى سي چي هغه‬
‫دننه راسي او كېتراين! "سر" چېري دى؟ اوف د هغه موجودګي‬
‫څومري ضروري ده"‪ ،‬مرجانه د وجود تر انتها پوري دهشت زده وه‪،‬‬
‫كېتراين هغه كرار په خپل امان كښي واخيستله او د ډېر ساعت پسته‬
‫دا و نارمل او معتدل حالت ته رابرابره سوه‪.‬‬
‫په دې نفسياتي صورتحال كښي مرجاني كوټي ته دوه درې واره‬
‫ټيليفون هم وكړى او د هغو اندېښنو ته يې په زړه پوري ځوابونه‬
‫وويل او په بله خوا د شاه زمرك خان د موټه زخم هم كرار كرار اوس‬
‫مخ په جوړېدو ښكاره كېدى‪.‬‬
‫په مجموعي توګه د مرجاني نفسياتي صورتحال مثبت ښكاره‬
‫كېدى الكن هغه اوس هم د يوه ناڅرګند غوندي دهشت ښكار وه‪ ،‬دا‬
‫خبره تقريبا ً هر چا په پام كښي نيولې وه چي د شاه زمرك خان په‬
‫‪171‬‬

‫موجودګۍ كښي به هغه تقريبا نارمل غوندي وي او د هغه په غياب‬


‫كښي بيا مضطرب ښكاره كېږي‪ ،‬مرجاني د شاه زمرك خان و‬
‫كېتراين و دې تجويز ته هيڅ آمادګي نه درلوده چي دا اوس هم بايد‬
‫د ماهر نفسيات سره په تماس كـښي و اوسي‪ ،‬د هغې استدالل دا وو‬
‫چي تاسو ولي دا كوشش كوى چي زه دي د زاهد توصيفي د مرګ‬
‫صدمه و غم هېر كړم؟ د هغه ياد او د هغه دوك خو زما د ژوند‬
‫سرمايه ده‪ ،‬تاسو ولي ما له دې څخه محروم پاته كول غواړى؟‪.‬‬
‫په ظاهره خو هغه اوس ډېره ښه وه الكن مسله دا وه چي هغې‬
‫د يوه ساعت دپاره هم تنهايي زغملى نه سوه‪ ،‬د شپې او ورځي په‬
‫ټوله ساعتونو كښي د يوه نه يوه چا موجودګي به ورسره ضرور وه‬
‫او نه هغه په هيڅ قيمت و دې ته اماده وه چي دباندي و ښار ته‬
‫ووځي‪ ،‬په دې حال كښي څه درې هفتې تېري سوې‪ ،‬صحت يې هم‬
‫تر ډېره حده ښه سو‪ ،‬په ماځيګر كښي به يې كله له كېتراين څخه‬
‫ګټار اورېدى او كله به يې په خود ستار ږغوى‪ ،‬موسيقي ورباندي‬
‫ډېره مثبت اغېزه كوله‪.‬‬
‫بيا يې يوه ورځ د جوړ سوي پروګرام په مطابق بنفشه د‬
‫مرجاني سره پرېښودله او شاه زمرك خان و كېتراين په دواړو د‬
‫نفسياتو ماهر ډاكټر فيض آفندى وليد او هغه ته يې د مرجاني ټوله‬
‫نفسياتي صورتحال او پېښ سوې واقعه په تفصيل سره وښودله‪،‬‬
‫هغه د يوې اوږدې ناستي پسته دا غوره وګڼله چي په خپله هم دا يو‬
‫نظر وويني او بيا چي ډاكټر آفندي كله د هغې ليدلو ته يوه ورځ په‬
‫ماځيګر كښي كورته ورغلى‪ ،‬نو هغه شاه زمرك خان منع كړى چي‬
‫تاسو د باندي انتظار وكړى او په خپله د كېتراين سره د مرجاني و‬
‫خوني ته وردننه سو‪ ،‬مرجاني چي كله يو نابلده سړى وليدى نو د‬
‫څېرې تاثرات يې څه بدل غوندي سو او هغې په سواليه نظر سره و‬
‫كېتراين ته وكتل‪ ،‬هغه زغرده د ډاكټر آفندي تعارف ورته وكړى او‬
‫ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"دا زما د پوجي نوكرۍ د شپو دوست دى‪ ،‬هسي ستاسو‬
‫پوښتني ته راغلى دى"‪.‬‬
‫"ډاكټر صاحب! زه نه غواړم چي ته يا يو بل څوك دي زما‬
‫عالج وكړي‪ ،‬زه نه پوهېږم چي تاسو به زما څه عالج وكړى‪ ،‬ستا‬
‫په نظر رنځ زما دپاره د ژوند كولو يوه بهانه ده‪ ،‬زما مطلب دى زما‬
‫غمونه‪ ،‬ډاكټر صاحب تاسو خلګ د تحت الشعور او ال شعور خبري‬
‫خو كوى‪ ،‬الكن تاسو خلګ د روح د موجودګۍ او د هغې د ځانګړي‬
‫غمونو څخه منكر څوك ياست‪ ،‬ډاكټر صاحب زما ذهني صورتحال ډېر‬
‫صحيح دى دا زما روح دى چي خوفزده دى‪،‬آيا تاسو د روحاني عالج‬
‫ماهر هم ياست؟‪ .‬د هغې په لهجه كښي ياس او اضطراب په پوره‬
‫‪172‬‬

‫توګه څرګندونه وكړه‪ ،‬ډاكټر آفندي په اثبات كښي سر ورته وښوروى‬


‫او هغه د څه پوښتنو هڅه ورځني وكړه‪،‬الكن هغه پوهېدى چي دا د‬
‫" فراريت " د نفسياتو تر اثر الندي كرار كرار د خوف احساس‬
‫خپلوي او نه غواړي چي د ده و پوښتنو ته ځوابونه ووايي او بيا‬
‫هغه د دې پر څېره باندي د خوف و دهشت ژړ زعفران خور وليدى‬
‫او پر رپاند او وچو شونډو باندي يې يوه بې معنا جمله تر غوږو‬
‫سوه‪:‬‬
‫"ته والړ سه زه و هغه اوس دلې سره وينو" هغه په مكمل‬
‫توګه د حال له لمحې څخه د فرار په حال كښي ښكاره كېدله چي عين‬
‫په دې حال كښي د ډاكټر په اشاره سره شاه زمرك خان دننه راغلى د‬
‫هغه ږغ او موجودګۍ د جادو اثر وكړى‪ ،‬په خپل زړه كښي په‬
‫ډوبېدو مرجانه د شرق د لمر په څېر په ځان كښي په څرك راغله‪،‬‬
‫د هغې د ښايستوتورو سترګو څراغونه په لمبه سره بل سو او د هغې‬
‫د ماللي څېرې او خولې واړه ښكلي رنګونه بېرته بحال سو او هغې‬
‫د بې خودۍ په دې كيفيت كښي په اول ځلي شاه زمرك خان په دې‬
‫جملې سره و پوښتى چي‪:‬‬
‫" سر زما وزر خو يو چا مات كړو اوس به زه كله ستاسو په‬
‫وزرو بېرته د الوتو قابله سمه"‪.‬‬
‫شاه زمرك خان د هغې پر سر الس كښېښود او د هغې ناكرار‬
‫روح د ساړه ژمي د يخ احساس په څېر ځاى په ځاى سو‪ ،‬يوه‬
‫سړه ساه يې واخيستله او په خپله بستره كښي پرېوتله‪ ،‬ډاكټر‬
‫آفندي ته خپله مطلوبه كليه په الس ورغله او هغه ډېر مطمئين‬
‫سو‪ ،‬و دوى دواړو ته يې اشاره وكړه دباندي ووتل او بيا د هغو‬
‫تر منځ يوه اوږده مكالمه پېل سوه‪.‬‬
‫هغه د شاه زمرك خان و د مرجاني‪ ،‬د مرجاني و كېتراين او د‬
‫كېتراين و شاه زمرك خان دتعلقاتو په حواله بيا په تكرار سره ډېري‬
‫پوښتني ورځني وكړې او اخير يې ورته وويل چي‪:‬‬
‫"شاه زمرك خانه! مرجانه ستا په ژوند كښي څومري اهم ده؟‬
‫زما مطلب دا دى چي ته و كېتراين د هغې د بحالېدو دپاره څومري‬
‫قرباني وركوالى سى‪ ،‬زما تجزيه دا ده چي هغه د زاهدتوصيفي د‬
‫مرګ د صدمې د توري لمحې څخه خو تا د باندي راوياسته‪ ،‬الكن‬
‫اوس هم كه هغه ستا سره يوه معروضي رشته نه ولري نو امكان‬
‫سته چي د يوې اتفاقي حادثې په سوب دي بېرته و هغه تياره جهان‬
‫ته غبرګه سي‪ ،‬دا صحيح ده چي ته د هغې سره او هغه د تا سره د‬
‫ميني رسمي تعلقات نه لرى‪ ،‬الكن ته اوس د دې دپاره يو نفسياتي‬
‫سهاره او يو روحاني ضرورت جوړ سوى يې‪ ،‬هغه د ژوند د غېر‬
‫يقېنيت په مقابل كښي يوه محفوظه پناه غواړي او د هغې دپاره دا‬
‫‪173‬‬

‫ته يې‪ ،‬مرجانه اوس د زاهد توصيفي د مرګ د صدمې له نفسياتي‬


‫الجهن و خوف څخه راوتلې ده‪ ،‬غمجنه خو به وي‪ ،‬الكن اوس د‬
‫ژوند د دهشت خوف او غير يقينيت د مسلو سره مخامخ ده‪ ،‬ګوره د‬
‫مرګ د جبلت خپل ځانګړي مسايل وي او د ژوند كولو د جبلت په‬
‫تناظر كښي د ژوند د غير يقېنيت بيا خپل يو دهشت او خوف وي او‬
‫بيا چي داسي يوه حادثه وسي نو ځيني وخت هغه مريض بيا مسلسل‬
‫د خوف او غير يقېنيت په حالت كښي ژوند كوي‪ ،‬مريض د بندو‬
‫دروازو په شا سكون محسوسوي او د اجنبي خلګو څخه د بېري په‬
‫حال كښي اوسي‪ ،‬شاه زمرك خانه! زما دا خيال دى چي ته و‬
‫كېتراين به د خپل جذباتي ژوند قرباني وركوى او ته به مرجانه د‬
‫ژوند د ملګري په حېث قبلوې‪ ،‬كنه دا به د قبر تر غاړي پوري هم‬
‫په دا حالت كښي اوسي"‪ .‬د آفندي په لهجه كښي چېري چي ډېره‬
‫سرد مهري وه‪ ،‬هلته يې د هغو دواړو پر زړونو باندي د تېزابو د‬
‫څاڅكو اثر وكړى‪.‬‬
‫پر مجلس باندي يوه تكليفجنه خاموشي مسلط سوه‪ ،‬شاه زمرك‬
‫خان په غلچكو سترګو و كېتراين ته وكتل هغه نه پوهېدى چي څه‬
‫ځواب ورته ووايي‪ ،‬كېتراين د هغه په مشكل پوهېدله هغې د حاالتو‬
‫پر ستم ظريفي په خپل زړه كښي كرار و مسېدله او و شاه زمرك خان‬
‫ته يې مخ ورو ګرځوى‪:‬‬
‫"سر! زموږ مينه پر خپل ځاى اوس خو زموږ د دواړو و يوه‬
‫دوست ته د ژوند و مرګ مسئله پېښه ده‪ ،‬زما په خيال كښي زموږ تر‬
‫وصلت او مسرت د مرجاني صحت يابي زيات اهميت لري‪ ،‬زه و ته‬
‫دواړه د هغې د ښايستې ميني پوروړي يو او ستا د موجوده ژوند‬
‫تجديد كوونكې خو هم دا ده‪ ،‬كه هغې و تاته خپله وينه نه واى دركړې‬
‫نو شايد چي ته به اوس دلته نه واى او زه به هم ګوره چي پر كوم بې‬
‫نومه ديار باندي ديوې ژړي پاڼي په څېر بې دركه واى‪.‬‬
‫زه خبره يمه دا د دنيا تر ټولو مشكله فيصله ده‪ ،‬الكن د دوستۍ‬
‫د پت ساتلو دپاره دا څه لويه قرباني هم نه ده‪ ،‬زما له خواپر تا‬
‫باندي هيڅ پابندي نسته بلكي زه تا ته منت كوم خواست درته كوم‬
‫چي هغه بې معنا او عدم تحفظ ښكار منتشر روح ته د خپل وجود په‬
‫وسعتونو كښي پناه وركه‪.‬‬
‫"ګوره سر! ما و تا دواړه مبارز خلګ يو مبارز خلګ دژوند پر‬
‫هره سطح باندي كله د سر او كله د خپلو جذباتو او احساساتو قرباني‬
‫وركوي‪ ،‬راسه د آفندي صاحب په ناسته د ميني او دوستۍ د‬
‫سربلندۍ دپاره د دوو پوجيانو په څېر الس سره وركړو‪ ،‬سر! په ما‬
‫پوري بهانه مه جوړوه‪ ،‬زه د مرجاني پلوۍ يم"‪ .‬د ګفتګوى پر دې‬
‫‪174‬‬

‫وله باندي كېتراين چېري چي بې ساه سوه هلته يې و ږغ ته د‬


‫اوښكو تلخه نمي راكښته سوه‪.‬‬
‫شاه زمرك خان نه پوهېدى چي څه ووايي بس فقط يې دومري‬
‫وويل چي‪" :‬كېتراين دومري غټي فيصلې خو دومره زغرده نه سي‬
‫كېدلى‪ ،‬موږ بايد چي پر دې باندي د غور و فكر كولو دپاره خو يو‬
‫څه موده په الس كښي و لرو‪ ،‬امكان سته چي په دې دوران كښي دي‬
‫هغه په خپله ښه سي"‪ .‬دپامير د لېوه په ږغ كښي د ميني د‬
‫مجبورۍ څرك ښكاره كېدى‪.‬‬
‫"ګوره شاه زمرك خان مخ په وړاندي چي هر څو ورځي‬
‫تېرېږي نو د مرجاني د تا سره ذهني او قلبي وابستګي به نوره‬
‫زياتونه كاندي‪ ،‬زه بيا دا خبره تكراروم چي امكان سته چي د دې‬
‫وابستګۍ وجه د ميني نه وي او زما تجربه هم دا ده چي و هغې ته د‬
‫ميني او د سېكس مسئله نه ده ورپېښه هغه فقط ستا په غېږ كښي‬
‫تحفظ و پناه غواړي"‪.‬‬
‫په دې لړ كښي يوه مثبت امكاني خبره دا ده كه كله دا ستا له‬
‫نطفې څه يو كوشنى ولري‪ ،‬نو امكان سته چي دا دي بيا ستا له ذاته‬
‫څخه بې نيازه او بې پروا سي‪ ،‬په داسي يو صورتحال كښي به هغه‬
‫ستا د خارجي تحفط ضرورت غوره نه وګڼي او داستاد نطفې په سوب‬
‫دي داخلي امن و تحفظ پيداكړي‪ ،‬زما خيال دا دى كه هغه له تا څخه‬
‫يو كوشنى ولري نو امكان سته چي هغه دي بيا له تا څخه د ځان د‬
‫خالصېدو په هڅه راسي‪ ،‬ته د هغې په نظر كښي فقط دانه چي يو‬
‫شين مزرى سړى يې بلكي هغه ستا په موجودګي او وابستګي سره‬
‫ځان د خپلي پالرنۍ كال په حصار كښي محفوظ محسوسوي"‪ .‬آفندي‬
‫هغه د هري خوا څخه راګير كړى‪.‬‬
‫" الكن آفندى صاحب ! د دې مسئلې حل دومري ساده هم نه دى‬
‫څومري چي ستاسو خيال دى‪ ،‬زما په خيال كښي تر دې غټ مشكل ال‬
‫يو بل دى‪ ،‬زه خيال نه كوم چي مرجانه دي و دې ته تياره سي‪ ،‬دا‬
‫زما و د كېتراين په مينه خبره ده او هغه ډېره غيرت منده څوك ده‪،‬‬
‫زموږ دا قرباني به د هغې پر زړه و ذهن باندي نور بوج واچوي"‪.‬‬
‫شاه زمرك خان اوس هم د بهانو په تالش كښي وو‪.‬‬
‫" سر! راسه چي د تقدير په وړاندي هتيار واچوو‪ ،‬بې ځايه‬
‫زور مه كوه‪ ،‬زما و ستا تعلق دايمي دى زه تر قيامته ستا انتظار كوم‬
‫كه زه و ته خودغرضي وكړو او مرجانه چي زموږ دوسته ده له دې‬
‫مشكل څخه د باندي نه راوباسو نو دا خودغرضي به هيڅ كله هم ما‬
‫و تا و خوشحالۍ ته نه پرېږدي‪ ،‬بس دا فيصله وسوه اوس د ډاكټر‬
‫صاحب په ناسته د يوه پالن جوړېده دي چي دا كار څرنګه عملي‬
‫سي‪ ،‬چي مرجانه پر موږ باندي شك هم نه وكړي‪.‬‬
‫‪175‬‬

‫او بيا د آفندي‪ ،‬كېتراين او شاه زمرك خان‪ ،‬تر منځ يوه اوږده‬
‫ناسته وسوه او ټاكنه دا وسوه چي څلورم څوك به نه خبروو‪.‬‬
‫دا هغه شپې و ورځي وې چي نعيم شاهيني به اوس دلته و هلته‬
‫ښكاره كېدى‪ ،‬هغه اوس په دې زړور سوى وو چي دى د يوه قاتل‬
‫په حېث تر شناخت الندي نه دى راغلى او په خالصه پښه به‬
‫ګرځېدى‪ ،‬شاه زمرك خان له بنفشې څخه وختي ال د هغه د كور پته‬
‫او د صنف د هلكوانو او نجونو يو ګروپ فوټو تر السه كړى وو‪ ،‬هغه‬
‫يې د پامير د لېوانو د ټولۍ په دوو غړو پېژندلى وو او هدايت يې‬
‫ورته كړى وو چي هر كله حاالت مساعد وويني نو د ده تر سر يې ور‬
‫تېره كړى‪.‬‬
‫په دا بله ورځ شاه زمرك خان هغه پخوانى د كېتراين تجويز د‬
‫مرجاني و مخ ته تكرار كړى چي په كار دى چي دوى په ګډه د زاهد‬
‫توصيفي تر مدفن پوري د فاتحې دپاره والړ سي مرجانه بيا د تذبذب‬
‫په حال كښي ښكاره كېدله‪ ،‬الكن چي شاه زمرك خان په تكرار سره‬
‫و هڅوله نو ورسره تياره سوه‪ ،‬كله چي و دباندي دروازې ته مخامخ‬
‫سوه كه څه هم د څېرې رنګ يې لږ بدل سو الكن خپل ځانګړى‬
‫اعتماد يې پر ځاى قايم پاته وو‪ ،‬شاه زمرك خان عين د هغې تر شا‬
‫والړ وو‪ ،‬مرجانه يو رنګه د ده د لېڅو په محيط كښي راګير وه‪،‬‬
‫هغه د دې پر وږه ور نجوخ سو او د دروازې دواړي پلې يې په پوره‬
‫توګه خالصي كړې او بيا يې خپل السونه د هغې پر دواړو وږو باندي‬
‫كښېښوول‪ ،‬شاه زمرك خان ته احساس وو چي د ده تر السو الندي‬
‫دا د يوې پاڼي په څېر رپيږي‪ ،‬الكن هغې اوس هم خپله حوصله‬
‫ساتلې وه‪ ،‬شاه زمرك خان د خپلو السو په قوت سره هغه مخ په‬
‫وړاندي تلو ته مجبوره كړه‪ ،‬د باندي پر اخيري زينې باندي هغې خپله‬
‫اوښلنه څېره و شاه زمرك خان ته را واړوله او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"سر! هم دا هغه ځاى دى چېري چي زه‪ ،‬ژوند او مسرت واړه‬
‫قتل سو"‪ .‬خپله څېره يې د شاه زمرك خان په فراخه سينه كښي پټه‬
‫كړه او شاه زمرك خان د خلګو څخه د بې نيازۍ په حال كښي د دې‬
‫روښان ښايسته تندي ته يوه ژوندۍ او له ميني ډكه بوسه وركړه‪ ،‬هغې‬
‫په حېرت او مسرت سره خپلي سترګي د شاه زمرك خان پر څېره‬
‫باندي كراري كړې او د هغه د څېرې په تاثر كښي يې يو خدايي كرار‬
‫او يو محفوظ كور ځان ته پېدا كړ‪.‬‬
‫الكن سم دستي يې و ذهن ته د كېتراين خيال را ودانګل او دا په‬
‫خپل زړه كښي يخه پاته سوه‪ ،‬يوه سړه ساه يې واخيستله او بيا په يوه‬
‫ټيكسي كښي د ښار د معروفي اديرې و خواته والړو‪.‬‬
‫د زاهد توصيفي قبر د نورو قبرو څخه عليحده پر يوه غټ پوټي‬
‫باندي يواځي جوړ سوى وو او تر سر يې د نامه كتبه هم والړه وه‪،‬‬
‫‪176‬‬

‫شايد چي دا كار بنفشې كړى وو‪ ،‬مرجاني د زاهد توصيفي پر قبر‬


‫باندي هيڅ هم دعا نه وكړه بلكي په خيالونو كښي وركه د يوې بې‬
‫روح سايې غوندي ښكاره كېدله‪ ،‬ښه ساعت پسته كرار كرار په‬
‫خودكالمي سره اخته سوه او بيا دې خود كالمۍ د مكالمې صورت‬
‫اختيار كړى‪:‬‬
‫"ته به وايې چي ما ستا پر قبر باندي دُعا هم و نه كړه‪ ،‬زاهده!‬
‫ته كه په قبر كښي يې نو د نورو دپاره زما دپاره خو ته اوس هم د‬
‫ختلي لمر په څېر ژوندى يې‪ ،‬ته راته ووايه څوك د ژوندو خلګو‬
‫فاتحه څرنګه ووايي"‪ .‬مرجاني خپله خبره ختم كړه او بيايې د زاهد‬
‫توصيفي له طرفه څخه و خپلي خبري ته ځواب هم په خپله ووايه‪.‬‬
‫"صحيح دى مرجاني! چي زه ستا دپاره اوس هم ژوندى يم او‬
‫زه هم دا ګمان كوم چي زه ژوندى يم‪ ،‬الكن د زمان‪ ،‬مكان په فرق‬
‫سره ستا جدايي تر قيامته راته كمه نه ده‪ ،‬زه په قبر كښي خوفزده نه‬
‫يم‪ ،‬د قبر حال داسي نه دى څرنګه چي يې ماليان بيانوي‪ ،‬دا د نوي‬
‫امكاناتو دپاره د يوې دروازې كار وركوي‪ ،‬زه چي د مادې له قيد‬
‫خالص يم نو په غير محسوس توګه او په غير مرئي انداز سره په‬
‫څو څو رنګه ستا په شا و خوا كښي ګرځم‪ ،‬زه ستا په حال خبر يم‬
‫الكن زما په مينه كښي چي تا د خپلي بربادۍ دپاره كوم تصميم‬
‫نيولى دى هغه و ما ته يو بچګانه حركت معلومېږي‪ ،‬ګوره ته ستا د‬
‫ذات خداى نه يې او نه زه ستا دپاره يو ديوتا كېدلى سم‪ ،‬مينه د يوه‬
‫انسان كه تا د كايناتي ژوند سره نه تړي او په تا خداى نه پېژني نو‬
‫بيا فقط د هوس و هوا صفت له ازلي نور و صداقت څخه محرومه‬
‫زړه و ذهن لري‪ ،‬مرجاني كه ته زما دپاره ژوند كول پرېږدې نو د‬
‫دې مطلب به دا وي چي زما مينه يوه ډېره كمينه او غلطه مينه وه او‬
‫د تسلط او استحصال په غلطو نفسياتو لړلې يوه بدنما څېره يې‬
‫درلوده‪ ،‬ته زما و ستا د ميني د بدنامۍ له غير شعوري كوششونو څه‬
‫الس واخله‪ ،‬مرجاني زه منم زما د مړيني صدمه ستا دپاره هم او زما‬
‫دپاره هم يوه غټه حادثه وه‪ ،‬الكن اوس چي مشكل وختونه تېر دي‬
‫نو ته زما و ستا د ميني څخه بايد چي د ژوند د تجديد كولو كار‬
‫واخلې‪ ،‬ته وماته دعا كوه زه به هر وخت و تاته په څه نه څه بهانه‬
‫نزدې ګرځم‪ ،‬زما و ستا و ټولو دوستانو ته مي ډېر سالمونه وايه‬
‫خداحافظ"‪.‬‬
‫او د مكالمې سحر و اسرار خپل اختتام ته ورسېدى او مرجانه‬
‫بېرته د خپل زمان و مكان و حصار ته رادننه سوه‪ ،‬ډېر وخت تېر‬
‫سوى وو‪ ،‬شاه زمرك خان لږ و شاته پر څه فاصله باندي والړ وو او‬
‫د هغه پر با وقاره زړوره څېره باندي د ژوند مسكا وه هغه كرار‬
‫كرار د مرجاني و خواته راغلى او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫‪177‬‬

‫"راځه د غرمې وخت نزدې دى‪ ،‬مرجاني بېرته تر شا د زاهد‬


‫توصيفي و قبر ته وكتل او د شاه زمرك خان په سايه او پناه كښي د‬
‫ښار وخواته والړه‪.‬‬
‫پر جاده ميوند باندي چي له ټيكسي څخه كښته سو نو د آينده د‬
‫پروګرام مشوره يې سره وكړه‪ ،‬مرجاني ورته وويل چي‪:‬‬
‫"سر! زه غواړم چي څه ساعت ستا په څنګ كښي د دې ښار په‬
‫بازارونو كوڅو كښي وګرځم‪ ،‬دا ښار چي يوه ځانګړې ښكال او يو‬
‫بسيط اسرار لري‪ ،‬د چا شپه چي د هغه له خپلو غرونو زېږي او ورځ‬
‫چي د خپلو ښكلو له روښانه جبينونو څخه رڼا پيدا كوي‪ ،‬دا ښار زما‬
‫دپاره په څو حوالو ډېر اهميت لري‪ ،‬دومري اهميت چي ما د ډېرو‬
‫مينو او د وينو د رشتو قرباني ورته وركړې ده ‪ ،‬زه غواړم چي خپل‬
‫پاته نور نفسياتي خوف ستا تر سايه الندي د دې ښار د ډامبر و‬
‫سړكونو ته حواله كړم چي د خلګو د هجوم تر پښو الندي د تل دپاره‬
‫د هغو جز وګرځي او زه ځني خالصه سم"‪.‬‬
‫"مرجانه ګوره چي د چا په الهامي ژبه ګايېدله‪ ،‬هغه اوس د‬
‫يوې بڼكي په څېر سبك سر او له هره بوجه څخه خالصه وه‪ ،‬ټاكنه‬
‫دا وسوه چي په آخېر كښي د بي بي سي تر دفتره پوري الړسي او‬
‫هلته د ماللۍ شينواري سره څه خواله ولري او شنې چاى ورسره‬
‫وكړي‪.‬‬
‫ماللۍ پر ځاى موجوده وه ډېره خوشحاله سوه‪ ،‬خوفزده مرجانه‬
‫نن بالكل ورته يوه نوې څوك ښكاره كېدله‪.‬‬

‫‪‬‬

‫په ماځيګر كښي چي بنفشه راغله نو د معمول بر عكس ډېره‬


‫خوشحاله ښكاره كېدله‪ ،‬په الس كښي يې يوه ورځپاڼه هم رااخستې‬
‫وه‪ ،‬هغه پر ټيليفون باندي د ماللۍ له خولې د دې د جوړښت او د‬
‫زاهد توصيفي و مدفن ته د تللو په واقعه خبره وه‪ ،‬هغې تر ګردو‬
‫وړاندي و مرجاني ته د صحت يابۍ په حواله تبريك ووايه او بيا يې‬
‫اخبار ورته حواله كړى‪ ،‬په اخبار كښي يوې درې كالمي خبري او‬
‫دوو په وينو لړلو تصويرانو د هغې نظر را جلب كړى‪ ،‬نعيم شاهيني‬
‫او ملګرى چي د پوهنتون لوستونكي پاته سوي وو‪ ،‬برايي څه وخت‬
‫د ناڅرګندو خلګو له خوا ووژل سوو‪ ،‬د قتل سوب يې ال په اخفا كښي‬
‫پروت دى د قاتالنو د ګرفتارۍ دپاره حكومتي چارواكي په ډېره سر‬
‫ګرمۍ سره د هغه په تالش اخته دي"‪.‬‬
‫‪178‬‬

‫مرجاني يوه سړه سا واخيستله او ښايستې توري سترګي يې له‬


‫اوښكو څخه ډكي سوې او هغې ډېر په ارامه لهجه كښي د‬
‫خودكالمۍ په صورت كښي و بنفشې ته وويل‪:‬‬
‫"بنفشې موږ ژوندي خلګ د ژوند و هيڅ اسرار ته نه رسېږو‪،‬‬
‫و ماته د ټېډګرانټ او ګراهم بل په ګډه ليكلى كتاب راپه زړه سو‪ ،‬په‬
‫كوم كښي چي د ژوند پر حقيقت باندي ډېره ژوره خبره سوې ده‪،‬‬
‫هغو انتشار او پېچيدګي د ژوند حقيقت ښودلى دى‪ ،‬د هغو وينا دا ده‬
‫چي ژوند په آخېري تجربه كښي د نظم وضبط او سادګۍ پر ځاى د‬
‫انتشار او پېچيدګۍ صفت لري‪ ،‬د انتشار او پېچيدګۍ حامل ژوند تر‬
‫يوه ډسپلن الندي راوستلو هڅه وهغو ته يو بې ثمره كار ښكاره‬
‫كېږي او زموږ د ژوند په حواله هم دا خبره ډېر حقيقت لري‪ ،‬زه‬
‫كوټه و كابل جان د ناڅرګند سفر يو ستړى تسلسل‪.‬‬
‫زاهد توصيفي زه ته او بيا نعيم شاهيني‪ .‬دلته سيده ساده مينه د‬
‫څومري پېچيدګيو او انتشار سره مخامخ وينو‪ ،‬زاهد توصيفي دژړي‬
‫لمر په څېر نعيم شاهيني قتل كړى او يو بل چا بيا نعيم قتل كړى او‬
‫موږ ال ګوره چي كله په خپلو وينو كښي غروب سو‪ ،‬او ال څه انتشار‬
‫او پېچيدګياني مخ په وړاندي په قسمت كښي لرو‪.‬‬
‫بنفشې! د كاينات پر بساط باندي د شطرنج لوبه شروع ده‪ ،‬ته به‬
‫يقين نه وكړې زه د نعيم شاهيني دپاره هم ډېره غمجنه سوم‪ ،‬په‬
‫اصل كښي بنفشې موږ ال مينه د هغې د ځانګړي ابديت په تناظر كښي‬
‫نه پېژنو‪ ،‬موږ د ملكيتي احساس تر اثر الندي د ميني پر نوم و خپل‬
‫جسماني اغراضو او د تسلط و نفسياتو ته هڅه كوو‪ ،‬موږ د خپل‬
‫محبوب پر زړه و ذهن او بدن باندي خپله اجاره داري قايمول غواړو‪،‬‬
‫بلكې موږ د محبوب په غوښو دا خپل بدن او السونه مړول غواړو‪،‬‬
‫موږ د روح د روح سره د اتصال پر حقيقت باندي قناعت نه كوو‪.‬‬
‫بنفشې ! ډېر كم خلګ د سېكس د لوږي او ميني د تندي تر منځ‬
‫فرق كوالى سي‪ ،‬په يوه داسي فضاء كښي بيا موږ د ميني و ابديت ته‬
‫خو نه‪ ،‬بلكې د خپل ذات‪ ،‬د محبوب او د رقيب و ژوندته ضرر رسوو‪،‬‬
‫كه مينه د يو چا په زړه كښي و تشدد ته آمادګي پيدا كوي نو هغه كه‬
‫بل هرڅه وي‪ ،‬وي به‪ ،‬خو مينه نه سي كېدالى"‪.‬‬
‫د يوې پښتنې په حېث زه د دې انتقام په حواله څه اطمينان خو‬
‫ضرور محسوسومه‪ ،‬الكن بنفشې د ټوله تشدد باوجود هغه يو رښتنى‬
‫څوك خو ضرور وو‪ ،‬هغه د ميني په نوم پر ما و زاهد توصيفي كه‬
‫چېري ظلم وكړى هلته هغه په هره حواله ستا و ذات او شخصيت ته‬
‫يو رښتنى خراج په كامله توګه ادا كړى او ستا د ذات د اثبات او‬
‫غرو ِر حسن د فروغ كار يې تر سره ورسوى‪ ،‬بنفشې! د ميني او‬
‫نفرت تر منځ په جوهري حواله څه خاص فرق نسته‪ ،‬صرف د كيفيت‬
‫‪179‬‬

‫په حواله توپير سره لري‪ ،‬ځكه كله مينه په نفرت او كله نفرت په‬
‫مينه ځان بدلوي او چي پوهيږي د هغو په نظر كښي فقط هغه ميني‬
‫مكملي واى‪ ،‬كومي چي په ځان كښي د ميني و نفرت يو ښكلى امتزاج‬
‫لري‪ ،‬هغه د يو چا شعر راپه زړه سو‪.‬‬

‫له ميني پرته څه رشتې راسره كښېږده‬


‫څه د نفرت هم سلسلې راسره كښېږده‬

‫رشته كه د ميني او كه د نفرت وي يو ښكلى معروضيت لري‪،‬‬


‫دواړي و يو بې مرامه او بې سمته ژوند ته پوخ محور او مركزيت‬
‫مهيا كوي‪ ،‬زما مطلب دا دى چي د پاته ژوند په اوږدو كښي زموږ‬
‫دپاره نعيم شاهيني هم دومري اهم يو څوك دى څومري چي زاهد‬
‫توصيفي دى‪ ،‬په كار دى چي موږ د زاهد توصيفي سره سره نعيم‬
‫شاهيني هم په خپل زړه و ذهن كښي محفوظ وساتو او د ميني د‬
‫وختونو پر زړه د شپې و ورځي د قيام‪ ،‬اهتمام و لرو"‪.‬‬
‫بنفشې ته داسي معلومېدله چي دا مرجانه نه بلكي يوه نابلده‬
‫روح د خداى په فراست سره ګفتګوى كوي‪.‬‬
‫و بنفشې ته په اول ځلي دا احساس وسو چي واقعي دا د زاهد‬
‫توصيفي مينه د نعيم شاهيني د رقابت په تضاد سره پېژني او بيا د‬
‫هغې په زړه كښي د نعيم شاهيني دپاره د رحم احساس څرګندونه‬
‫وكړه‪.‬‬
‫بنفشې زما و ستا مشتركي ناكامي ميني موږ د حسد نه بلكي د‬
‫دوستۍ د ښايستې رشتې سره تړلي يو‪ ،‬زما و ستا د زړو پر څوكو يو‬
‫لمر برېښېدلى‪ ،‬زه و ته د هغه لمر د شفق په وينو كښي نغښتي د‬
‫هغه سره په ګډه د دوك و يوه ژور سمندر ته شوه سوي يو اوس‬
‫زموږ په رګو كښي څپانده وينه كمه الكن د دوك او درد ترخې‬
‫اوښكي زياتي ګرځي‪ ،‬الكن بنفشې بايد چي موږ د دوك دا داخلي و‬
‫خارجي موسمونه په انساني وقار زغم او عزت سره تېر كړو‪ ،‬ته تر‬
‫ما ډېره ښه يې زه په نفسياتي حواله اوس هم يو خوفزده روح لرمه‬
‫او د يوه داسي چا د نفسياتي سهارې ضرورت لرم‪ ،‬د چا چي زه د‬
‫مځكي پر مخ تر هر چا زيات عزت كوم‪ ،‬څوك چي د مېړاني يو‬
‫خدايي تصوير راته ښكاري‪ ،‬الكن د چا سره زه چي مينه نه لرم‪،‬‬
‫بنفشې ژوندد خپلو تضاداتو په حواله ډېر بې رحمه نفسيات لري‪،‬‬
‫ګرانې ژوند زموږ په السو كښي نه ځايېږي‪ ،‬جزو د كل اختيار نه‬
‫سي درلودلى‪ ،‬موږ فقط د كايناتي ژوند يو ژوندى عكس العمل په ځان‬
‫كښي لرو د حباب په څېر يو او بيا به نه يو‪.‬‬
‫‪180‬‬

‫راسه چي په هغه اوښكوچي زما و ستا دمشتركي ناكامي ميني‬


‫په سوب به د قبر تر غاړي د زموږ سره ملګرتيا ولري‪ ،‬دهغه په يوه‬
‫حصه د نعيم شاهيني پر برباد الفت او ژوند باندي د لږ ساعت دپاره‬
‫وژاړو و هغو ته چي د ژړا يوه بهانه په كار وه‪ ،‬بيا هغو د يوې و‬
‫بلې په ګرېوانو كښي د وسي د دوو وريځو په دود په خالص زړونو‬
‫سره وژړل او د يوه سړي په غم ځپلي زړونه يې د تل دپاره د ميني‬
‫په نور سره غاړي غړۍ كړو‪.‬‬

‫‪‬‬

‫د دوستانو د معمول ژوند تر لويه حده پوري بحال سو‪ ،‬الكن په‬
‫دې دوران كښي د كېتراين و شاه زمرك خان تر منځ څه د كشيدګۍ‬
‫صورتحال د ځيني خلګو په نظر كښي راغلى‪ ،‬هغو د يوه و بل سره‬
‫خبره خو كوله الكن د رسا فكر و خلګو ته د هغو په منځ كښي د بې‬
‫اعتنايي او بې رخي يو نرى ګړځ حايل ښكاره كېدى‪.‬‬
‫او په داسي حالت كښي فيصله هم دا وسوه چي مرجانه بايد چي‬
‫د زاهد توصيفي له كوره څخه د شاه زمرك خان آخيستي ځاى ته‬
‫منتقله سي‪ ،‬د ډاكټر آفندي د تخمينې او تجزيې په تناظر كښي دا يو‬
‫ګټور كار وبلل سو‪ ،‬هم دا وجه وه چي د زاهد توصيفي كور او‬
‫سټوډيو و بنفشې ته پرېښودل سو او دوى درې واړو د شاه زمرك‬
‫خان په نوي كور كښي استوګنه اختيار كړه‪ ،‬مرجانه په سرعت سره‬
‫د صحت يابۍ وخواته روانه سوه‪ ،‬د شاه زمرك خان اضطراري بوسه‬
‫يې له تندي څخه د زړه و څوكي ته د يوه روښان او تاوده لمر په‬
‫څېر راكښته سوې وه‪.‬‬
‫په دوو درو ورځو كښي هغه بېرته و خپلي وظيفې ته په تګ‬
‫راتګ سوه‪ ،‬له دا دومري اوږد تعطل پسته هغه بېرته په خپل دفتر‬
‫او د ودا صمدزۍ په صحبت كښي مسروره ښكاره كېدله‪ ،‬الكن هغه‬
‫اوس هم په نفسياتي حواله د شاه زمرك خان په سهاره والړه وه‪ ،‬له‬
‫ډېرو شعوري كوششونو باوجود هم ال هغه د ده څخه د بې نيازۍ‬
‫درو يې د خپلولو و مزاج ته نه وه رسېدلې‪ ،‬دا يو داسي ول وو چي‬
‫دايې په خپل زړه كښي د كش مكش ښكار كړې وه‪ ،‬ولي چي دا د‬
‫كېتراين او د ده د ميني په حقيقت باندي خبره وه‪ ،‬دې دا تصور هم‬
‫نه سو كولى چي د كېتراين حق ووهي‪ ،‬دې د شاه زمرك خان څخه‬
‫س تحفظ‬ ‫دميني غوښتنه درلوده هم نه‪ ،‬الكن دا خبره وه چي د احسا ِ‬
‫دپاره د دې په ژوند كښي د هغه موجودګي څومري ضروري ده‪.‬‬
‫د كېتراين و شاه زمرك خان تر منځ د سرد مهرۍ ستړې د دې‬
‫په نظر كښي هم راغلې وه‪ ،‬ځكه كله كله به دا په دې تشويش كښي‬
‫‪181‬‬

‫مبتال سوه چي "چېري زه خو بالذات د دې سوب نه يمه‬


‫ګرځېدلې"‪ .‬هغې غوښت چي پر يو موزون او مناسب موقعه باندي د‬
‫دواړو سره په دې لړ كښي خبري وكړي او خپل پوزېشن ورته عيان‬
‫كړي‪ ،‬په يوه كور كښي اوسېدونكي شاه زمرك خان او كېتراين‬
‫كراركرار د يوه و بل څخه په مخالف سمت كښي په سفر اخته وو‪.‬‬
‫يوه ورځ په ماځيګر كښي چي شاه زمرك خان د باندي وتلى وو‬
‫او كېتراين پر ګټار باندي يوه افسرده نغمه ږغوله نو اچانك يې خپله‬
‫نغمه نيمه خوا پرېښودله او په ناڅاپه توګه يې و مرجاني ته مخاطبه‬
‫وكړه‪:‬‬
‫"مرجاني! زه امريكې ته روانه يم"‪ ،‬مرجاني لفظونه خو‬
‫واورېدل الكن د هغو په مفهوم نه پوهېدله‪ ،‬و هغې ته داسي احساس‬
‫وسو لكه د موم يوه مجسمه چي په وينا راسي‪.‬‬
‫"تا څه وويل؟ زه ستا په مطلب پوه نه سوم"‪ .‬مرجاني ورځني‬
‫پوښتنه وكړه‪.‬‬
‫مرجاني زه پوهېږم چي دا زما او زما د دوستانو دپاره يوه‬
‫مشكله فيصله ده‪ ،‬الكن دا زما اخيري فيصله كه څه هم زه د "سر"‬
‫سره بې كچه مينه لرم او د ده د ميني په حقيقت باندي هم پوهېږم‪،‬‬
‫الكن ما پر دې باندي ډېر غور و فكر كړى دى‪ ،‬زما و د ده د ميني ژوند‬
‫زموږ په بېلتانه پوري تړلى دى‪ ،‬مرجاني زه اوس په دې نتېجه‬
‫باندي رسېدلې يمه چي زه د شاه زمرك خان د ميني باوجود دلته‬
‫خوشحاله نه سم پاته كېدلى‪ ،‬زما تهذيبي پس منظر او د شاه زمرك‬
‫خان په نفسياتو كښي راته هيڅ سمون په نظر نه راځي‪ ،‬موږ د دوو‬
‫مخالفو تهذيبونو سره تعلق لرو موږ د باهمي هم آهنګي دپاره دواړه‬
‫په تسلسل سره د خپلو جذباتو او احساساتو قرباني وركوو چي ډېر‬
‫ګران كار دى اوس ال حاالت ساده غوندي دي‪ ،‬كه موږ په ګډه د ژوند‬
‫الره سره ټاكو او زموږ د دوو په توسط د يوه خاندان تاداو ايښوول‬
‫كېږي‪ ،‬په منځ كښي مي كوشنيان پيداكېږي نو بيا به د امكاني‬
‫عليحدګۍ خبره راته زياته مشكله برېښي‪ ،‬د عقلي پوهني تقاضا دا ده‬
‫چي دا فيصله اوس په دې ساده حاالتو كـښي وسي‪ ،‬كنه بيا به د ژوند‬
‫قرباني وغواړي‪ ،‬په داسي يو صورتحال كښي خو ته دى پېژنې كه‬
‫راته انكار سو نو بيا د دنيا هيڅ قوت زما مدد نه سي كوالى‪ ،‬نه هيڅ‬
‫يو څوك بيا زما دپاره ږغ پورته كوالى سي‪ ،‬خلقي پښتون سړى دى‬
‫كه يې دا خبره تر سر ونيوله چي دا زمادعزت مسله ده نو زه به بيا‬
‫څه كوم؟ يا خو به د جبر ژوند تېروم‪ ،‬يا به نو بيا د ده له السه مرګ‬
‫قبلوم"‪.‬‬
‫مرجاني! ګوره زه په دنيا كښي تر تا زياته بله خواخوږې څوك‬
‫نه لرم‪ ،‬زما و مخ ته د ميني او د ژوند د انتخاب سخته مرحله پرته‬
‫‪182‬‬

‫ده زه د ميني بغير خو ګزاره كوالى سم الكن بيا خو ژوند نه سم‬


‫درلودلى او بيا مرجاني زه كم از كم د شاه زمرك خان له السه كله هم‬
‫مرګ نه غواړم‪ ،‬دا به داسي مثال ولري لكه د ميني رومن ديوتا چي‬
‫ما په خپلو السونو قتل كړي‪ ،‬مرجاني و ماته نصيحت مه كوه‪ ،‬ماته‬
‫موقعه راكړه چي زه پاته ژوند د خپلو فكرونو نظريې په مطابق په‬
‫خپل وطن كښي تېر كړم‪ ،‬شاه زمرك خان په رښتيا چي تر چا زيات‬
‫زما دپاره ضروري دى‪ ،‬الكن دا هم يو حقيقت دى چي زه د هغه د‬
‫شخصيت له يوه اړخ څخه ډېره سخته خوفزده هم يم‪ ،‬هغه يو ښايسته‬
‫ديوتا دى او هغه په بېرته د پامير د تورو غرو يو خوفناكه لېوه هم‬
‫دى‪ ،‬ماته داسي ښكاري چي كرار كرار د ده خوف د ده پر مينه باندي‬
‫زما په زړه كښي غلبه مومي"‪.‬‬
‫مرجاني! زه به د ميني و خوف په امتزاج سره ټوله عمر د هغه‬
‫پر ستش كوم‪ ،‬الكن په ازادۍ سره دساه اخيستلو دپاره دا خبره‬
‫ضروري ده چي د هغه تر ګڼي سايې الندي د اوسېدلو له نفسياتو‬
‫څخه ځان وژغورم‪ ،‬زه به كله هم و هغه ته نزدې د وښو تر قامت‬
‫زياته جګه نه سم‪.‬‬
‫مرجاني! ما د شاه زمرك خان سره په دې حواله خبره نه كړې‬
‫اونه يې زه ورسره كول غواړم‪ ،‬ولي كه هغه زما په استدالل سره‬
‫قناعت نه وكړي نو دا زما د ژوند اختتام هم كېدالى سي‪ ،‬زه‬
‫پوهېږم چي هغه پر كمزورو باندي الس نه پورته كوي الكن كله كله‬
‫مينه په خپله خودغرضۍ كښي ډېره بې رحمه هم سي‪ ،‬وهللا چي نعيم‬
‫شاهيني هر څوك اوس خوفزده كړي دي"‪.‬‬
‫مرجاني! زه وتاته خواست كوم چي ته هم د "سر" سره په دې‬
‫حواله خبره مه كوه‪ ،‬ولي چي زما د ژوند و مرګ واړه امكانات د دې‬
‫خبري سره تړلي دي‪ ،‬زه هيڅ يو څوك هم نه خبروم‪ ،‬زه به له تا‬
‫سره په تماس كښي يم‪ ،‬امكان سته چي بېرته دي كله راسم‪ .‬د يوې‬
‫خوندكۍ په حيث به زه هر وخت ستا د مرضۍ تابع يم‪ ،‬ته يو ټيليفون‬
‫راته وكړه‪ ،‬د لېوه د امكاني رد عمل مي وزغوره‪ .‬په دابل سحار به‬
‫ستا د لېڅو په حصار كښي يمه"‪.‬‬
‫د كېتراين پر څېره باندي يو نا قابل بيان دوك وو او په ښايستو‬
‫سترګو كښي يې د نړېدلي افغانستان د ټولو خرابو حسرتونه د بې منزله‬
‫سرابونو په څېر څپاند ښكاره كېدل‪.‬‬
‫په دواړو كښي يوې هم نه ژړل‪ ،‬يوه درنه خاموشي پر ماحول‬
‫باندي پرېوته‪ ،‬دواړي د خپلو خپلو خيالونو په سرابونو كښي ليري‬
‫ليري و بهېدلې‪ ،‬يو وخت د مرجاني ږغ پيدا سو‪" ،‬كېتراين زه‬
‫جوړه خو يم الكن اوس ال و ماته ستا ضرورت سته‪ ،‬ستا مينه اوس‬
‫هم د يوه ضرورت په حېث زما دپاره الزمي ښكاري‪ ،‬د زاهد‬
‫‪183‬‬

‫توصيفي پسته زه د ژوند د دهشت څخه خو د شاه زمرك خان په‬


‫سوب خالصه سوم‪ ،‬الكن زما د روح د ميني احتياج تر ډېره حده په‬
‫تا پوري اړه لري‪ ،‬ما و تا د يوې و بلي سره وړاندي هم په ذهني‬
‫قلبي او جسماني حوالو تړلې وو‪ ،‬كېتراين زه هغه بدنصيبه ښځه‬
‫يمه چي د ژوند كولو دپاره عموما ً خارجي سهارې لټومه او خارجي‬
‫سهارې اكثره عارضي ثابتيږي‪ ،‬زه ستا د استدالل و استرداد ته هيڅ‬
‫يو دليل هم نه لرم‪ ،‬الكن زه له دننه څخه د آينې په څېر چوره‬
‫چوره څوك به ستا په فرقت كښي څرنګه په اعتماد سره ژوند‬
‫كومه؟ صحيح ده چي دا زما خودغرضي ده الكن زما د حاالتو په‬
‫تناظر كښي ته وماته خو د څه نه څه خودغرضۍ اجازه راكړه"‪ .‬د‬
‫مرجاني پر څېره باندي سپېرې څرخكي دوړي راپيدا سوې‪.‬‬
‫كېتراين پوهه سوه چي بس دومري پېغام ضروري وو‪ ،‬هغې‬
‫په بېرته ورته وويل چي‪" :‬زه ستا د مرضۍ بغير خو تا و كابل جان‬
‫نه پرېږدم‪ ،‬خپل مشكالت هم درته وړاندي كوم چي كله تا اجازت‬
‫راكړى نو هله به بيا والړه سمه"‪ .‬كېتراين د هغې په دلجويي راغله‬
‫او مرجانه بېرته په خپل زړه كښي په بحالېدو راغله‪.‬‬
‫د موقعه محل په مناسبت د ډاكټر آفندي ! شاه زمرك خان ! او‬
‫كېتراين تر منځ صالح مشوره روانه وه‪ ،‬ډاكټر آفندى د شاه زمرك‬
‫خان و كېتراين د بيانونو په تناظر كښي ډېر په زړه ډاډه وو او بيا د‬
‫هغه د تاكيد په رڼا كښي كېتراين د ضروري تياريو پسته د افغانستان‬
‫و ايله كېدلو ته تصميم و نيوى‪.‬‬
‫الكن داواقعي يو اسانه كار نه وو؟ خپله مينه و بل ته حواله كول‬
‫خو تر مرګ هم يو زيات يو مشكل كار ورته ښكاره كېدى‪ ،‬كېتراين‬
‫و شاه زمرك خان د رواني اونۍ په هره ورځ كښي د مرجاني په غير‬
‫موجودګي كښي د يوه مالقات وخت سره ايښى وو او دا ژمنه يې سره‬
‫كړې وه چي په هر حال كښي به له يوه و بل سره په تماس كښي‬
‫اوسي او د مرجاني د نفسياتي بحالۍ پسته به په هر قيمت سره د‬
‫ژوند ملګري سره كوي‪ ،‬الكن دا عارضي امكاني جدايي هم د اور د‬
‫درياب سفر ورته ښكاره كېدى‪.‬‬
‫شاه زمرك خان د قلبي احساساتو په حواله تر كېتراين زيات د‬
‫مشكل صورتحال سره مخامخ وو‪ ،‬هغه نه پوهېدى چي په دې‬
‫صورتحال كښي كوم طر ِز عمل اختيار كړي‪ ،‬هغه د ټاكل سوي قربانۍ‬
‫او د مرجاني سره د ميني ډرامه بازۍ و مشكل كردار ته د مرات په‬
‫څېر په حيرت كښي ورك والړ وو او نه پوهېدى چي څرنګه به دا‬
‫كردار تر سره ورسوي‪.‬‬
‫او بيا يوه ورځ كېتراين پر ټاكلې نېټه باندي د امريكې سفر‬
‫اختيارولو دپاره په خاموشۍ سره و ائيرپورټ ته ورسېدله و جهاز‬
‫‪184‬‬

‫ته يې تر ختلو وړاندي و ودا صمدزۍ ته ټيليفون وكړى "خداحافظ"‬


‫يې ورته وويل‪ ،‬د نورو دپاره يې سالمونه ورته وركړو او د ښايسته‬
‫افغانستان په وير لړلې فضا يې تر شا پرېښووله او د ژوند د جبر تر‬
‫اثر الندي يې او ښلني سترګي په خپل ګرېوانه كښي د ورېدو دپاره‬
‫آزادي پرېښودلې‪.‬‬
‫د دوستانو په ټولنه كښي يو نه ختمېدونكى بحث شروع سو‪ ،‬دا‬
‫د بېوفايي او خودغرضۍ په تور تر نيوكو الندي ونيول سوه‪ ،‬اخير‬
‫يهودۍ وختله بېوفايي او بې رحمي خو ګرسره د يهوديانو تاريخي‬
‫پېژندګلوي ده او كېتراين هم ځان په دې صفت سره پوره ثابت‬
‫كړى او دا او هغه‪ ،........‬تبصرې شروع سوې‪.‬‬
‫د كېتراين د تللو سره سم د شاه زمرك خان مشكل كردار شروع‬
‫سو‪ ،‬د سنګرونو عملي مبارز سړى اوس د ژوند پر سټېج باندي د‬
‫يوه ايكټر په توګه د يو مشكل كردار و ادايګۍ ته وتړل سو‪ ،‬دى او‬
‫مرجانه اوس هم د هغه په كور كښي يكړ سره اوسېدل او دوى به‬
‫عموما ً په خيالونو كښي ورك ښكاره كېدل‪ ،‬عموما ً به يې د كم خوابۍ‬
‫شكايت درلود او د مرجاني تر مخ به يې پر كېتراين باندي د‬
‫بېوفايي الزامونه لګول‪ ،‬پر دسترخوان باندي به يې ډېر كم خواړه‬
‫خوړل او عموما ً به يې په يوه سړه ساه سره الس ونيوى‪.‬‬
‫مرجاني د كېتراين او د هغې تر منځ سوي خبري تر خپل ځان‬
‫پوري محدودي ساتلي وې او هغه بېرېدله چي د كېتراين ځيني‬
‫خبري شايد د شاه زمرك خان و احساساتو ته ضرر رسولى سي‪ ،‬په‬
‫خصوصيت سره د ده د شقاوت او د بې رحمۍ د نفسياتو حواله دې په‬
‫هر قېمت د ځان پوري دمحدود ساتلو ټينګ خيال په زړه كښي‬
‫درلود‪ .‬په هفته لسو ورځو كښي د شاه زمرك خان صحت په تېزۍ‬
‫سره ووليدى او د هغه تر ښايستو سترګو الندي توري حلقې‬
‫پيداسوې‪ ،‬الكن د هغه د ښايستو سترګو په شاه د ځنګلونو بل اور‬
‫نور هم تازه سو‪ ،‬شاېد چي دا زياتوب يې د نفرت و انتقام په سوب‬
‫سره پيدا كړى وو‪ ،‬د دوستانو په محفل كښي چي اوس هم عموما ً د‬
‫زاهد توصيفي په زاړه كور كښي راغونډېدى د كېتراين په ذكر سره‬
‫به د شاه زمرك خان اضطراب د هر چا تر نوټس الندي راغلى‪ ،‬كه څه‬
‫هم ده په خپله خو نه د كېتراين ذكر كاوه او نه يې څه الزام ورباندي‬
‫لګوى الكن پر ښايسته باوقاره څېره باندي به يې يو رنګ تلى او بل‬
‫به راتلى‪.‬‬
‫مرجانه نه پوهېدله چي په دې صورتحال كښي څرنګه يو مثبت‬
‫كردار اداكړي‪ ،‬هغه ډېره حيرانه وه چي ميني د شاه زمرك خان‬
‫غوندي سركش زمرى هم تر دام الندي راوستى دى‪ ،‬د يوې مياشتي‬
‫په اوږدو كښي شاه زمرك خان تر ډېره حده بدل سو‪ ،‬اكثره به يې له‬
‫‪185‬‬

‫خوني څخه د ګايېدلو ږغ راتلى‪ ،‬شپې يې اكثره ويښي او ورځي يې‬


‫عموما ً په اضطراب كښي تېرېدلې‪.‬‬
‫د دې يوې مياشتي په دوران كښي مرجاني په غېر محسوسه‬
‫توګه د ده سره د همدردۍ تر سر خط الندي ډېره عالقه پيدا كړه‪ ،‬هغې‬
‫عموما ً د نورو دوستانو سره د ده پر ذهني صورتحال باندي خبره‬
‫كوله او بيا يې يوه ورځ بنفشه و دې ته وګمارله چي دا بايد و ده ته‬
‫څه جذباتي غوندي سهارې وركړي‪ ،‬هغې په ځواب كښي ورته وويل‬
‫چي‪:‬‬
‫"نه‪ ،‬زه خو د هغه د يوه ورور په حېث عزت كوم‪ ،‬زه د هغه‬
‫سره فلرټ نه سم كوالى‪ ،‬هان زه البته د هغه دپاره هره قرباني‬
‫وركولى سم‪.‬‬
‫هلته د شاه زمرك خان و د كېتراين ټيليفونك رابطه هم قايمه‬
‫وه‪ ،‬شاه زمرك خان ګاه به ګاه و دې ته تفصيالت ښودله او د خپل‬
‫مشكل كردار د ادايګۍ په حواله به يې ورته ډېري شكوې كولې الكن‬
‫د راتللو ښو وختونو په تمه به كېتراين د هغه د دلجويي هڅه هم تر‬
‫سره رسوله‪ .‬دلته د كابل جان د تيټر پر سټېج باندي د شاه زمرك‬
‫خان كردار (د ډاكټر آفندي تر هداياتو الندي) د مرجاني پر ذهن و‬
‫زړه باندي د تسلط په هڅه ښكاره كېدى‪ ،‬مرجانه اوس تر ځان زياته‬
‫د ده په حواله پرېشانه ښكاره كېدله‪ ،‬الكن هغه تر همدردۍ وړاندي‬
‫و نورو قدمونو پورته كېدو ته اماده نه ښكاره كېدله‪ ،‬يو سوب خو‬
‫د زاهد توصيفي مينه وه او بله وجه يې د كېتراين د شاه زمرك خان‬
‫سره قلبي تړون وو‪ ،‬د زاهد توصيفي د ميني او مړيني زخمونه ال تر‬
‫اوسه ډېر تازه وو او شاه زمرك خان د هغې د ګراني دوستي‬
‫كېتراين د ژوند ارام و مقصد او وسعتونه ګرځېدلى وو‪ ،‬مرجاني د‬
‫مخ پر وړاندي د قدمونو په اوچتولو سره د ځان‪ ،‬زاهد توصيفي او‬
‫كېتراين سره بې وفايي كول نه غوښت او پر بله خوا د دې امكان هم‬
‫وو چي شاه زمرك خان د دې و دې هڅي ته د استرداد په نظر كتلى‬
‫سي‪ ،‬د هغې دپاره د شاه زمرك خان په تحفظ كښي اوسېدل د هغه د‬
‫ميني تر حصول زيات ارزښت ناكه حيثت درلودى‪.‬‬
‫الكن د شاه زمرك خان دلجويي څرنګه وسي‪ ،‬دا د دې او واړو‬
‫دوستانو دپاره غټ سوال وو‪ ،‬د موجود دوستا په حلقه كښي يو هم‬
‫و دې مشكل كار ته اماده نه وو او نه شاه زمرك خان د هغو د جذباتي‬
‫سهارو د حصول په هڅه ښكاره كېدى‪.‬‬
‫هغه د يوه ټپي مزري په څېر د خپل وجود په حصار كښي ځان‬
‫محصور كړى‪ ،‬د غم و خښم په حالت كښي ژوند تېروى‪.‬‬
‫‪186‬‬

‫يوه ورځ چي د كابل جان وادۍ په وريځو كښي راګيره ډېره‬


‫غمجنه برېښېدله او ژوند يو ناقابل برداشت بوج معلومېدى‪ ،‬نو‬
‫شاه زمرك خان د زيات ذهني فشار او انتشار پيكر ښكاره كېدى‪.‬‬
‫په ماځيګر كښي وريځي نوري هم ګڼي او راكښته سوې‪ ،‬د‬
‫ساړه ژمي سوړ باد په هره خوا چلېدى‪ ،‬څه ساعت پسته په ګډه د‬
‫واوري او باران وورېدل شروع سو‪ ،‬غمجن او مضطرب شاه زمرك‬
‫خان په شدت سره د كېتراين ضرورت محسوسه وى‪ ،‬هغه ته‬
‫معلومه وه چي د واړو دېوالونو په شا مرجانه پرده باندي نظر ساتى‪،‬‬
‫هغه له دې سچوېشن څخه د فايده اخيستلو منصوبه بندي وكړه‪.‬‬
‫پر كټ د پرتې متفكر مرجاني تر غوږو د چيښود ماتېدو‬
‫شرنګهار راورسېدى او داسي معلومېدى لكه د شاه زمرك خان په‬
‫خونه كښي چي يو توپان راغلى وو‪ ،‬هغه په لڅ سر او پښو د ده د‬
‫خوني په خوا ورمنډه كړه شاه زمرك خان د اشتعال او غيض و‬
‫غضب په حالت كښي وو چي په مخه ورتلى هغه شى يې ماتوى‪ ،‬د‬
‫مرجاني له موجودګۍ څخه نا خبره هغه د كېتراين د غوڅو تارو و‬
‫زړه ته ډېر راتېر ګټار د نزدې مېز څخه راواخيست او و نزدې‬
‫دېواله ته يې په پوره قوت سره ورسره كړى‪ ،‬د تارو د شرنګهار‬
‫سره د هغه په دړو ټوله خونه ډكه سوه‪ ،‬هم په دې حال كښي د هغه‬
‫سترګي پر مرجانه باندي ونښتې او هغه د يوه لېوه په غرږي سره‬
‫ورته وويل چي‪:‬‬
‫"مرجاني! دا څرنګه كېداى سي چي زه پښتون مزرى دي د‬
‫يوې يهودۍ ګيدړي څخه شكست خوړل ومنم‪ ،‬آه! كشكي يوار هغه‬
‫زما و مخ ته راسي‪ ،‬بيا به هغه په ټول عمر هم د چا په جذباتو باندي‬
‫لوبي نه وكړي‪ ،‬مرجاني هغه كمزوري پيشي له ما څخه څه جوړ‬
‫كړى؟ زه د سنګرونو مبارز اوس د هغې د جدايي په اور كښي په‬
‫نورو كمزورو سهارو پسې ګرځم‪ ،‬زه د هغې د ميني او بېوفايي له‬
‫جوره اوس يو بې روح كالبوت او د خپلو د خندا هدف ګرځېدلى يم‪،‬‬
‫زه له دننه دومري كمزورى راغلى يم چي اوس و تشدد ته آماده زړه‬
‫و ذهن لرم‪ ،‬مرجاني زه بېرېږم چي و بې ګناه خلګو ته مصيبت جوړ‬
‫نه سم‪ ،‬مرجاني زه هغې په يو داسي تنګ قفس كښي اچولى يم چي و‬
‫هيڅ يوه خواته مي الر نه سي او هيڅ يو څوك زما په ښه نه دى‪ ،‬ته‬
‫خبره يې چي زما زړه څه غواړي؟ خودكشي‪ ،‬زه پوهېږم چي داد‬
‫بزدلۍ انتها ده‪ ،‬الكن مرجاني! دا د نه ختمېدونكي اذيت اختتام خو به‬
‫وي"‪ .‬د هغه ښايستې سترګي د جذباتو له شدته په اوښكو ډكې‬
‫سوې‪ ،‬ځكه د نفرت و انتقام هسكې لمبې يې د مړاوو څراغونو په‬
‫څېر تتي راغلې‪.‬‬
‫‪187‬‬

‫مرجاني په خپل زړه كښي په يو ساعت كښي پر زرګونو كلونو‬


‫محيط يوه فيصله نه صرف وكړه بلكي پر هغه يې عمل هم وكړى‪،‬‬
‫هغه د ژوند په واړه اعتماد سره د سومنات شكسته بت د خپلو لېڅو‬
‫په حصار كښي راخوندي كړى او د هغه د ښايستو سترګو د بڼو پر‬
‫څوكو ځالندي اوښكي يې په خپلو لبانو باندي واخيستلې‪ ،‬دواړو د‬
‫يوه وبل سره هيڅ هم نه وويل‪ ،‬بس فقط د يوه و بل په غېږ كښي د‬
‫ماځيګر او ماښام په څېر توى سو‪ ،‬په داسي حال كښي و شاه زمرك‬
‫خان ته د ډاكټر آفندي وارننګ ورياد سو‪:‬‬
‫"ګوره شاه زمرك خانه! چي كله هم هغه د ګناه د احساس سره‬
‫مخامخ نه كړې د ضمير خلش په نفسياتي حواله د هغې دپاره امكاني‬
‫نفسياتي الجهنونه پيدا كوالى سي‪ ،‬د هغې سره جنسي تعلقات بايد‬
‫چي رسمي سماجي بڼه ولري "‬
‫عين په دې حال كښي مرجانه په خود د هغه له غوزي څخه‬
‫ووتله د يوه ګام پرفاصله چي شاته والړه نو يوه عجبه فيصله يې‬
‫اعالن كړه‪" :‬سر! اوس دستي زما و ستا واده دى" ته انجنېر‬
‫صاحب او د هغه ماينه راوبوله‪ ،‬د باندي ستا ګارډ ناست دى‪ ،‬د مال‬
‫ضرورت نسته‪ ،‬د انجنېر صاحب او د ګارډ ګواهي كافي ده‪ ،‬قبول و‬
‫ايجاب به زموږ تر منځ وي‪.‬‬
‫او بيا د يوې ګنټې په اوږدو كښي د كابل جان په زړه كښي دوه‬
‫ستړي روحان د يوه و بل سره غاړه غړۍ سو‪ .‬د كابل جان د مځكي‬
‫او اسمان زړه و ذهن په مسرت سره بدل او مزين سو‪ ،‬ښايسته‬
‫واوره نوره هم په تېزۍ سره په ورېدو راغله‪ ،‬د انجنېر صاحب او‬
‫د ډاكټري د تللو پسته مرجاني او شاه زمرك خان دا فيصله وكړه چي‬
‫د نرۍ نرۍ واوري په دې ساعتونو كښي بايد چي د باندي د څه‬
‫ساعت دپاره چهل قدمي سره وكړي او لوى ابدي فطرت پر خپل‬
‫يووالي باندي ګواه وګرځوي‪.‬‬
‫مرجانه په دې خيال كښي وركه سوه چي يو سړى په دوو‬
‫مختلفو صورتحال كښي څومري جال جال معنا وركوي‪ ،‬د پرېدي او‬
‫خپل شاه زمرك خان په منځ كښي څومري فرق دى او هغه بې نيازه‬
‫كابل جان اوس په خپلو واړو وسعتونو سره ودې ته د پالر د كور په‬
‫حېث خپل او محفوظ ښكاره كېدى‪.‬‬
‫د شاه زمرك خان تر مال الس كښلى دې ته ځان اوس د اسمان‬
‫په امان كښي خوندي ښكاره كېدى‪ ،‬د هغې په وهم و ګمان كښي هم‬
‫كله دا خبره نه وه راغلې چي د بدل سوو حاالتو په نتېجه كښي به دا‬
‫د شاه زمرك خان غوندي ديوتا په ژوند كښي ولري‪ ،‬د زاهد توصيفي‬
‫شاهدترين مينه او د رحيم جان سره جذباتي تعلقات پر خپل ځاى‪ ،‬دې‬
‫داسي روحاني آزادي او بې خوفي كله هم محسوسه كړې نه وه‪.‬‬
‫‪188‬‬

‫مقدسه سپينه واوره نه صرف دا چي د دې پر ښايسته لڅ سر او‬


‫څېرې و ګداز بدن اورېدله بلكي په معنوي حواله يې تر ظاهر زياته‬
‫د دې د زړه او وجود و ټولو تشنه منطقو ته الره پيدا كړې وه‪ ،‬د‬
‫مسرت حيرت په دې ابدي صورتحال كښي دا په تګ تګ كښي له شاه‬
‫زمرك خان څخه يوې نابلدي دنيا ته ووتله‪ ،‬چېري چي مقدسي‬
‫واوري د فطرت په پسته ژبه داسي مخاطب كړه‪:‬‬
‫"مرجاني! نوى بې خوفه ژوند دي مبارك سه‪ ،‬ته ټول وجود و‬
‫ماته او ساړه باد ته د يوه غوړېدلي ګالب په څېر په داخل و خارج‬
‫كښي وسپڼـوه‪ ،‬زه به ستا روح و ذهن زما د مقدس اور په سړو څپو‬
‫سره مصفا كړم او زما ورجين خمښڼو د دوشېزګۍ په صفت سره به‬
‫ستا د دوشېزګۍ تجديد په بېرته تر سره ورسوم‪ .‬مرجاني! لږ د شاه‬
‫زمرك خان له بغله راووځه چي زه او هوا دي په خالصو السو سره د‬
‫نوي ژوند تكميل و سرته ورسوو‪:‬‬
‫" الكن ګرانې واورې! دا راته ووايه چي هوا ته څه وظيفه‬
‫ورسپارل سوې ده؟‪ .‬مرجاني ورځني پوښتنه وكړه‪.‬‬
‫"مرجاني! ګوره مينه كله هم ستا مسئله نه ده پاته سوې‪ ،‬تا په‬
‫ژوند كښي ياو‪ ،‬دوه‪ ،‬درې ميني درلودلي دي‪ ،‬ستا بنيادي مسئله د‬
‫خوف او وحشت سره تړلې وه‪ ،‬لوى فطرت د شاه زمرك خان د‬
‫شخصيت په سركش تسلط او طاقت سره ستا په وجود كښـي هغه‬
‫ټولي بندي دروازې رېز مرېز كړې‪ ،‬د كومو تر شا چي ته له ازله‬
‫يوازي محبوس ناسته او د خوف او وحشت ښكار وې‪.‬‬
‫"مرجاني! خلګ ميني هم د دې خوف څخه د خالصيت دپاره‬
‫كاروي‪ ،‬الكن هره مينه شايد چي دا قوت و طاقت نه لري‪ ،‬بهر حال‬
‫ستا آزادي تر سره ورسېدله اوس وختونه مخ په شا او وړاندي ستا‬
‫دپاره هيڅ يو خوف هم نه لري اوس ته د خداى د پاكي ارادې په‬
‫څېر آزاد او مقدس ژوند لرې‪ ،‬نور خو پرېږده اوس خو ته مرګ هم‬
‫د يوه بنګړي په څېر په الس اغوستى او كښى سې"‪.‬‬
‫مرجاني! ستا د پوښتلي ځواب په لړ كښي به دا درته ووايم چي دا‬
‫سړه هوا به په خپلو څرخكو څپو كښي ستا د روح د هغو ماتو دروازو‬
‫ټولي دړي او كچرې د ځانه سره يو سي او په خپله ساه كښي خوندي د‬
‫تېرو ټولو بهارونو ټوله رنګونه او نګهتونه به و تاته دروسپاري‪،‬‬
‫مرجاني! ته او شاه زمرك خان د لوى فطرت منتخب نازولي بچيان‬
‫ياست‪ ،‬لوى فطرت هغه ستا دپاره په يوه نوي ځواني او ته د هغه دپاره‬
‫په لوى ښايست او په مكرر دوشېزګي سره مزين كړې‪ ،‬مرجاني!‬
‫خداحافظ‪ ،‬زموږ له خوا دي د الوچو د ښكلو شګوفو ښايسته خوشبوى‬
‫او سبك سري مبارك سه"‪.‬‬
‫‪189‬‬

‫مرجانه بېرته و مادي زمان مكان ته راكښېوته‪ ،‬عين په دې‬


‫حال كښي شاه زمرك خان يوه اوږده ساه واخيستله او په حيرت يې و‬
‫مرجاني ته وكتل او ورته وېويل چي"‬
‫"عجبه خبره نه ده چي د ژمي په دې سړه شپه كښي د الوچو د‬
‫شګوفو خوشبوى راباندي نښلي او ته څومري متغير او نوراني او‬
‫ځوانه په نظر راځې او زه په خپله هم داسي محسوسومه لكه په دا‬
‫اوس يوه لمحه كښي چي پيدا سوى او له سره ځوان سوى دي يم‪،‬‬
‫مرجاني! وهللا! هر څه بدل سوي نوي او ښايسته نه ښكاري؟ "‬
‫دواړه د ژوند د يوه نابلده اسرار سره مخامخ وو‪.‬‬
‫"اهو‪ ،‬سر! شايد چي موږ د ميني د ازلي اسرار سره مخامخ يو‪.‬‬
‫راسه چي د خداى دا ښايسته انعامونه په تشكر سره قبول كړو او بيا‬
‫دواړه د ژوند پردې ښايست باندي په پټه خوله د ښايستې شپې‬
‫واوري او هوا سره تحليل والړو‪.‬‬
‫پسته دواړه و خپل كور ته راوګرځيدل‪ .‬نوى ژوند‪ ،‬نوى‬
‫احساس‪ ،‬نوى تړون‪ .‬اوس له دوى دواړو پرته هيڅ يو چا او هيڅ‬
‫يو څيز وجود نه درلودى اوس د دواړو ذهنونه او روحان د راروانو‬
‫څه ساعتونو په امكاني ښكلي صورتحال پوري تړلي وو‪.‬‬
‫بيا د وصل هغه شپه د ټول ژوند دپاره د هغو تر منځ د نور د‬
‫يوې مينارې په حېث والړه پاته سوه‪ ،‬شاه زمرك خان ډېر په حيرت‬
‫كښي ورك وو چي يو ځل وړاندي واده سوې مرجانه څرنګه د‬
‫دوشېزګي په صفت پوره د ده په الس ورغله‪ ،‬الكن د الوچو د‬
‫شګوفو اسرار نو په ښه توګه ورته عيان سو چي دا خوشبوى د‬
‫مرجاني د بدن په ښكلې خاوره په ځانګړي توګه كرل سوى يو خدايي‬
‫صفت وو چي دى اوس د قدرت له خوا د يوه انعام په توګه تر السه‬
‫كړى وو‪.‬‬
‫د مځكي پر مخ شپې و ورځي ډېري بدلي سوې‪ ،‬مرجاني په اول‬
‫ځلي د روحاني نجات له مفهومه سره اشنا سوه‪ ،‬د دې د نظر او فكر‬
‫وسعتونو د زماني قيود څخه ماورائيت وموندى‪ ،،‬دې په اول ځلي د‬
‫دويي او تكثريت په شا د وحدت حقيقت و پېژندى‪ ،‬په اول ځلي د‬
‫ورځي و شپې د وصل و فراق‪ ،‬د ژوند و مرګ‪ ،‬د خداى و بنده‪ ،‬په‬
‫مظهري رويې او جوهري وحدت باندي پوهه سوه‪،‬دا پوهېدله چي‬
‫اوس دا د شاه زمرك خان د مضبوطو كوڅرونو په توسط چي‬
‫وغواړي تر اسماني رفعتونو او مسافتونو پوري الوتل كولى سي‪.‬‬
‫شاه زمرك خان د مرجاني د زلفو په ګڼو سايو كښي په حيرت‬
‫كښي ورك وو چي مظهري ژوند په امكاني حواله څومري غټ او‬
‫پټ امكانات په خپله لمنه كښي نغښتي لري‪.‬‬
‫‪190‬‬

‫هغه په اول ځلي د "زه‪ ،‬ژوند او خداى " د تثليثي سوال سره‬
‫مخامخ سو‪ ،‬دا حقيقت پر خپل ځاى دى چي تردې وړاندي ده د‬
‫كېتراين سره هم په زړه پوري مينه درلوده‪ ،‬الكن هغه مينه په‬
‫مظهري تجديداتو پوري تړلې كم قامته مينه وه‪.‬‬
‫د مرجاني ميني خو د ځان سره خدايي صفت راوړى او د ده و‬
‫ځان نوي تجديدات يې ترسره رسولي وو او س هغه په اول ځلي و‬
‫ژوند‪ ،‬ځان‪ ،‬ميني او خداى ته په كايناتي تناظر كښي د كتلو فلسفيانه‬
‫نظر پيدا كړى وو اوس هغه د تشدد او قتال پر ځاى د زغم او قربانۍ‬
‫صفت موندلى وو‪ ،‬د مرجاني د ميني او ورجنېټۍ په بركت سره دى‬
‫اوس پر خپل ځان باندي د يوه ځالندلمر په څېر په طلوع راغلى وو‪،‬‬
‫كه څه هم د مسرت او ښادمانۍ او شخصي وسعتونو هيڅ حد يې‬
‫معلوم نه وو‪ ،‬الكن ده په داسي يو ښايسته صورتحال كښي كېتراين‬
‫هم هېره كړې نه وه‪ ،‬وقتا ً فوقتا ً د هغې سره په تماس كښي‬
‫اوسېدى او په خپلو حاالتو يې خبره ساتله‪ ،‬الكن كېتراين برا ِه‬
‫راست له مرجاني سره تر اوسه پوري رابطه نه وه نيولې‪ ،‬الكن دا به‬
‫عموما ً د شاه زمرك خان و مرجاني تر منځ په ګفتګوى كښي موجوده‬
‫وه‪ ،‬د شاه زمر ك خان په نفرت كښي د كېتراين دپاره اوس ډېر كمى‬
‫راغلى وو‪ ،‬الكن بيابه يې هم كله په بېوفايهودۍ سره يادوله‪.‬‬
‫ژوند‪،‬د مسرت په سرعت سره مخ په وړاندي زغاستى‪ ،‬د‬
‫سترګو په رپ كښي ووه اته مياشتي تېري سوې‪ ،‬په دې دوران‬
‫كښي د مرجاني په رحم كښي ځان نيولي كوشني ال دا وخت ژوند پيدا‬
‫كړى وو‪ ،‬په دې حقيقت شاه زمرك خان هم خبر وو هم ډېر خوشحاله‬
‫وو‪ ،‬الكن په دې شپو او ورځو كښي مرجانه له جوهري بدلون سره‬
‫مخامخ ښكاره كېدله‪ ،‬شاه زمرك خان به هغه په تكرار سره پوښتله‬
‫چي څه سوب دى چي ته له ژوند څخه بې نيازه په نورو‬
‫خيالونوكښي وركه راته ښكارې؟‬
‫بيا يوه ورځ د ماځيګر په مهال هغې ورته وويل چي‪:‬‬
‫سر! زه نه غواړم چي وتاته دوك دركړم امكان سته چي ته دي‬
‫پر ما وخاندې الكن دا يو خدايي حقيقت دى چي زه ستا ميني دومري‬
‫مكمله كړې يمه چي زه اوس له تا څخه بې نيازه او د ژوند له‬
‫حصاره څخه و نا معلومي دنيا ته د مرګ د ميني په توسط كډه كول‬
‫غواړم"‪ .‬د هغې د جمالياتي بصيرت پرتو د دې په ږغ كښي شامله‬
‫وه‪.‬‬
‫"ته څه بكواس كوې‪ ،‬ته د خپلو لفظونوپه مفهوم سره خبره هم‬
‫يې او كه نه"‪.‬‬
‫د شاه زمرك خان په لهجه كښي د پامير بيده لېوه په غرږي‬
‫راغلى الكن د مرجاني پر مقدسه ښايسته څېره باندي يوه ملكوتي‬
‫‪191‬‬

‫خندا را برسېره سوه‪ ،‬هغه اوس د خوف له مفهوم څخه نا اشنا وه‬
‫او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"سر! رشتيا خبره دا ده چي زه له تا څخه و خداى ته په سفر‬
‫يم‪ ،‬زه كتل غواړم چي ستا په شانتي د يوه مكمل انسان خالق خداى‬
‫به بيا څومري ښكلى و مكمل او ابدي څوك وي‪ ،‬زه به هلته ستا‬
‫انتظار كوم او ورسره زه د مرګ له الري د ژوند د نوي امكاناتو د‬
‫پلټني نفسيات هم لرم‪ ،‬زه اوس له هيڅ يو شي څخه نه بېرېږم‪ ،‬ستا‬
‫د الفت و ميني په توسط زه اوس له هره خوفه څخه آزاده يمه‪.‬‬
‫سر! زما يقين دى څوك چي د مځكي پر مخ په جنت كښي اوسي‬
‫هغه د زمان په هغه بله خوا هم په جنت كښي اوسي‪ ،‬زما تيارۍ‬
‫مكملي دي‪ ،‬زه په نزدې ورځو و شپو كښي چي كله زما و ستا د بچي‬
‫څېره ووينم او اوله ژړا يې واورم نو بيا شايد زياتي شپې ژوندۍ‬
‫پاته نه سم‪ ،‬الكن د دې جدايي اختيارولو وړاندي چي زه كوم يو پالن‬
‫لرم‪ ،‬زه بېرېږم چي د هغه په اورولو باندي ستا زړه فګار او ستا‬
‫ذهن منتشر نه سي"‪.‬‬
‫"مرجاني! دا ستا فلسفې دا ستا اوتي بوتي د ځان سره‬
‫كښېږده‪ ،‬زه هغه سړى يم كه په نظر راغلى په خداى مي دي قسم‬
‫وي چي د عزرائيل سره به ستا د ژوند د خوندي ساتلو دپاره په جنګ‬
‫كښيوزم"‪ .‬الكن هغه پوهېدى چي مرجانه د هغه د خښم څخه څه بې‬
‫نيازه غوندي ده‪.‬‬
‫"سر! د ميني يوه ورځ هم د واړه ژوند دپاره كافي وي‪ ،‬ما و تا‬
‫خو له ډېرو مودو سره پېژنو او اوس خو له اوو‪ ،‬اتو مياشتو د يوه‬
‫و بل په توده وينه كښي په تحليلي صورت سره بهېږو اوس ته له‬
‫فراقه ولي خوفزده يې؟‪ ،‬زما و ستا د تعلق او ميني ريښې اوس د‬
‫اوږدو شپو تر زلفو ال هم زياتي درازي او پايداري ښكاري‪.‬‬
‫زه مرم دا د دنيا تر ټولو لوى حقيقت دى‪ ،‬زه په دې مرم چي د‬
‫مرګ جبلت مي په ځوانۍ راغلى دى‪ ،‬زما او د مرګ تر منځ اخيري‬
‫دېوال تا ونړوى‪ ،‬تر څو چي زه د يو ناڅرګنده خوف او وحشت ښكار‬
‫وم نو زما و مرګ ته زړه نه كېدى‪ ،‬ولي كه زه د خوف او وحشت‬
‫په ماحول كښي دلته تر ساه تېره سوې واى‪ ،‬نو هلته به هم د خوف‬
‫او وحشت ښكار واى اوس زه د ژوند د فطرت په څېر په هر حال و‬
‫صورتحال كښي آزاده يم اوس د ژوند و مرګ تفريق و ماته ډېر بې‬
‫ځايه غوندي ښكاري اوس مرګ زما پر بلنه د سكڼي ښايسته ماښام‬
‫په څېر زماد وجودله مځكو څخه راپورته كېږي‪ ،‬سر! مرګ هيڅ يو‬
‫خارجي عنصر نه دى‪ ،‬دا زما و ستا له خپلي ويني څخه زېږي او ته‬
‫راته ووايه چي په مرګ و خوب كښي په جوهر ي حواله سره څومره‬
‫فرق سته؟ سر! د خوب و مرګ تر منځ فقط ظاهري فرق سته‪ ،‬په‬
‫‪192‬‬

‫كيفيتي حواله دواړه د يوه و بل عكس العمل ښكاري‪ ،‬خوب د هري‬


‫ستړي ورځي مرګ دى او مرګ د ټوله ستړي ژوند په اخيره كښي يو‬
‫خوږ خوب دى‪ ،‬ته ولي زما په دې تذكره سره دومري مضطرب‬
‫ښكارې‪ ،‬زه به د مرګ پسته هم امكان سته چي د هوا او باران يا د‬
‫يوه ګل د وږمې په څېر ستا په شا و خوا كښي ژوند ولرم‪ ،‬آيا دا به‬
‫زياته ښكال نه ولري چي موږ په نا محسوسه توګه د يوه و بل سره د‬
‫وصلت هوسايي اوعزت ولرو؟ "د سنګرونو مبارز و دې نابلده‬
‫استدالل ته ډېر حيران وو چي څه ځواب ورته ووايي"‪.‬‬
‫"مرجاني! ته چي كومي خبري كوې دا ماته ډېري نابلده او نا‬
‫فهمه ښكاري‪ ،‬الكن دا د حيرت خبره نه ده چي زه و ته او مينه دلته‬
‫په وختونو كښي موجود يو او ته په موجود باندي و الشييت يعني‬
‫مرګ ته ترجيح وركوې‪ .‬زه هم پوهېږم چي مرګ يو لوى حقيقت دى‬
‫او يو څوك هم تر ما د مرګ سره زياته پېژندګلوي نه لري‪ ،‬الكن چي‬
‫كله زه تر مرګ تېرېدلم نو تا راوګرځولم او اوس چي زه ستا د ذات‬
‫په حواله د ژوند سره ټينګه رشته لرم‪ ،‬نو ته زما د ريښو د غوڅولو‬
‫په هڅه ښكارې‪ ،‬تا كله په دې هم غور كړى دى چي ستا مرګ د‬
‫نورو او زما دپاره څه معنا لري؟ او بيا په يو داسي صورتحال كښي‬
‫چي ته د يوه ماشوم مور هم جوړېدونكې يې‪ ،‬زه نه پوهېږم چي تا‬
‫ولي د فرار نفسيات خپل كړي دي" شاه زمرك خان د امكاني مشكل‬
‫صورتحال څخه پرېشانه ښكاره كېدى‪.‬‬
‫"سر! زه د تا سره بحث كول نه غواړم‪ ،‬بس فقط دومري نو‬
‫درته وايم چي زه ډېره ستړې يم‪ ،‬د ژوند د ستړو په څنګ كښي زه د‬
‫ميني ستړو هم ډېره برباد كړې يمه‪ .‬سر! و ماته داسي ښكاري چي‬
‫زه مسلسل له څو زرو كلونو څخه د سفر په حالت كښي يمه‪ ،‬زما ياد‬
‫خو نه سي ولي چي زما د روح هېره ال پر ځاى پاته ده الكن و ماته‬
‫يو مبهم غوندي احساس راپه زړه سته لكه ما چي تر دې وړاندي هم‬
‫څو ژواكه د دې مځكي پر مخ تېر كړي وي‪.‬‬
‫سر! زه د دې او د نورو ډېرو ژواكو ستړيا هم په زړه لرمه‪،‬‬
‫زما زړه غواړي چي و خپل اولين ازلي ناڅرګنده مقام ته د صورت له‬
‫تحديد څخه ماورا غبرګون ولرم‪ ،‬سر! د ناڅرګند دا كشش زما د مرګ‬
‫و جبلت ته ځواني وربخښلې ده‪ ،‬ته پر دې باندي د ما سره تكرار مه‬
‫كوه زه له تا څخه يو بل سړي ته خو په سفر نه يم‪ ،‬زه ستا په لوړ‬
‫غرور سره قسم خورم چي د مځكي پر مخ ته اخيري سړى يې زما په‬
‫ژوند كښي‪ ،‬سر! زه يوه شاعره يمه او موږ شاعران عموما ً د خپل‬
‫ژوند او مسرتونو قاتالن په خپله ګرځو‪ ،‬خو الكن د ارفع و لوړو‬
‫مقاصدو د حصول دپاره"‪.‬‬
‫‪193‬‬

‫"مرجاني! زه ژور نظري بحثونو نه سم كوالى هسي هم د ژوند‬


‫نتايج پر نظري بحثونو باندي انحصار نه لري‪ ،‬هغه بيا نور قوتونه‬
‫دي چي د ښه و بد نتايج ومنځ ته راوړي‪ ،‬ښه تا په سر كښي تر‬
‫مرګ وړاندي د خپل يو ځانګړي پالن خبره كوله‪ ،‬زړه مي غواړي‬
‫چي ستا په فلسفيانه تېرو تنو هم زړه او هم ذهن ښاد كړم"‪ .‬د شاه‬
‫زمرك خان په لهجه كښي يو بې رحمه طنز شامل وو‪.‬‬
‫د مرجاني پر مقدسو شفق زار لبانو باندي يو له اسراره ډكه‬
‫خندا رابرسېره سوه او دې په ډېره مضبوطه الكن نرمه لهجه كښي‬
‫ورته وويل چي‪" :‬سر! زه اوس دستي له تا څخه طالق غواړم"‪.‬‬
‫ګوره چي لفظونه وو كه د كالكوف ضربه‪ ،‬شاه زمرك خان د يوه‬
‫زخمي پړانګ په څېر له خپله ځايه پر شا وغورزېدى او پر خپلو‬
‫پښو جګ ودرېدى او تر څه ويلو وړاندي يې يوه زبردسته چپالخه د‬
‫مرجاني پرمخ ورسره كړه او سم دستي يې تر ستوني ونيوله‪ ،‬ستا‬
‫قدرتي مرګ چي هر كله راځي زه به دي اوس قيصه در لنډه كړم"‪.‬‬
‫مرجانه د يوې بې وسي كوتري په څېر د باز په پنجو كښي مغلوبه‬
‫او فګار پرته وه‪ ،‬هغې هيڅ جدوجهد هم نه وكړى فقط د خپلو اوښكو‬
‫ډكې سترګي يې په صد مشكل سره د هغه د خوني سترګو سره‬
‫برابري كړې‪.‬‬
‫سم دستي د هغه په ټول وجود كښي يو سوړ باران و ورېدى او‬
‫د غيض و غضب اور يې د صابون د ځګ په څېر كښېنستى‪ ،‬شاه‬
‫زمرك خان د يوه تند توپان په څېر له خوني ووتى‪ ،‬مرجانه څه‬
‫وخت بې حسه پرته كرار كرار ژړېدله او د حيرت خبره داوه چي د‬
‫شاه زمرك خان پر دې تشدد باندي خوا بدې نه‪ ،‬بلكي مسروره‬
‫غوندي وه‪ ،‬ولي دا پوهېدله چي دا تشدد د ميني پر اساس باندي‬
‫واقع وو‪ ،‬هغې كرار د ځان سره وويل چي‪ " :‬كه زموږ په مينه كښي‬
‫څه كمى وو نو هغه هم اوس پوره سو"‪ .‬هغې ته عيان وو چي د مور‬
‫مينه د كوشني دپاره تر هغه وخته مكمله نه وي څو چي د مور‬
‫چپالخه او تشدد پكښي شامل نه وي‪.‬‬
‫مرجاني تر ډېره پوري انتظار وكړى‪ ،‬الكن شاه زمرك خان تر‬
‫تېر ماخستن پوري راغبرګ نه سو‪ ،‬دې هم څه و نه خوړل او د ده‬
‫په انتظار سوه‪ ،‬شپه ډېره سړه وه په دې سوب دا د ډېري اندېښنې‬
‫سره مخامخ وه چي چېري به ګرځي‪ ،‬چېري به تللى وي او څومري‬
‫به غمجن وي‪ ،‬دې پر خپل موبايل چي هر څو كوشش وكړى د شاه‬
‫زمرك خان سره په تماس كښي نه راغله‪ ،‬ولي چي د هغه موبايل بند‬
‫وو او و نورو دوستانو ته يې شعوراً ټيليفون كول نه غوښت‪ ،‬د وخت‬
‫د تېرېدلو دپاره يې يو واره ټيلي وژن ولګوى‪ ،‬الكن بېرته يې آف‬
‫كړى او بيا يې تر خپل بالښت الندي ډايري راوكښله او په هغه كښي‬
‫‪194‬‬

‫يې د خپلو احساساتو او محسوساتو انځورګري پېل كړه‪ ،‬دا ضخيم‬


‫ډايري اوس د دې د ژوند په څېر په نزدو كښي په پوره كېدو وه او‬
‫بيا دا د خپلو تېرو اوسنيو خيالونو په بهير كښي له هرڅه څخه بې‬
‫نيازه او بې پروا سوه‪ ،‬يو وخت يې تر غوږ د دوو خلګو د خبرو ږغ‬
‫راورسېدى‪ ،‬دا پوهه سوه چي شاه زمرك خان دى له ګارډ سره‬
‫ګايېږي‪ ،‬دې خپل اليټ زغرده مړ كړى او په كټ كښي ناسته د‬
‫ناڅرګند په انتظار سوه‪.‬‬
‫شاه زمرك خان غلى غلى د دې تر دروازې راغلى‪ ،‬تر ډېره د‬
‫باندي والړ په نا معلومو سوچونو كښي ورك والړ وو‪ ،‬پسته د بلي‬
‫خوني په خوا والړى‪ ،‬مرجانه له خپله ځايه څخه راوالړه سوه‪ ،‬په‬
‫ډېره اهستګۍ سره د باورچي خانې په خوا والړه‪ ،‬له فريج څخه يې‬
‫ورسره خوراكي مواد راواخيستل تاوده يې كړو او ډوډۍ او نور‬
‫لوازمات يې ورسره واخيستل او د شاه زمرك خان د خوني و خوا ته‬
‫ورغله‪ ،‬د هغه دروازه هم خالصه وه‪ ،‬الكن اليټ يې آف وو‪ ،‬مرجاني‬
‫د خوني اليټ روښان كړى شاه زمرك خان د خجالت د احساس سره‬
‫په كټ كښي راكښېنستى‪ ،‬دا وخت تقريبا ً د شپې دوې بجې وې د‬
‫تكليف جني خاموشي د ماتولو دپاره مرجاني ورته وويل چي‪" :‬سر!‬
‫زه ستا غم نه يمه اخستې‪ ،‬زه په خپله وږې وم نو ځكه مي ډوډۍ‬
‫درته راواخيستله "‪،‬‬
‫"مرجاني زه پر خپله زيادتي باندي بې انتها شرمنده يم او زه د‬
‫زړه په صداقت سره له تا څخه معافي غواړم "‪.‬‬
‫"نه‪ ،‬سر! چېري چي مينه واقع وي نو هلته ماڼى‪ ،‬تشدد جال‬
‫مفهوم وركوي بلكي و ميني ته تقويت وركوي‪ ،‬زه ستا د تشدد شكر‬
‫ګزاره يم چي زما د ميني تكميل يې وكړى"‪.‬‬
‫شاه زمرك خان په ډېر حيرت سره سترګي ورته پورته كړې‪،‬د‬
‫هغه د كتلو كتلو په انداز كښي بې انتها عقيدت ښكاره كېدى‪.‬‬
‫ته راسه چي څه وخورو نوري خبري به بيا سره كوو‪ ،‬الكن د‬
‫دواړو و څه خوړلو ته زړه نه كېدى‪ ،‬بس عادت يې پوره كړى‪،‬‬
‫مرجاني لوښي و يوې خواته كړو او نېغ په نېغه يې د خپل خجل‬
‫زده مزري و څېرې ته وكتل د هغه ښايسته باوقاره څېره اوس هم‬
‫د خجالت په سپېره ګړځ باندي لړلې وه‪ ،‬ولي چي د مرجاني پر‬
‫ښايسته څېره باندي د ده د الس د ګوتو نښانونه ډېر واضح وو او د‬
‫هغې څېره لږ څه متورم هم ښكاره كېدله‪.‬‬
‫"سر! زه پوهېږم چي ته څه محسوسوې په مينه و الفت كښي‬
‫د دې هيڅ اهميت نسته په خداى مي دي قسم وي كه به زه له تا څخه‬
‫يوه زره هم خوا بدې يمه‪ ،‬ستا ردعمل يو بالكل فطرتي بڼه درلوده او‬
‫په دې كښي ستا هيڅ شعوري اراده شامله نه وه‪ ،‬څه چي وسو راسه‬
‫‪195‬‬

‫چي هېر يې كړو‪ ،‬زه د لږ شپو دپاره د تا سره يمه بس دا احسان‬


‫راسره وكړه چي په اخيري وختونو كښي د خپل خواهش برعكس زما‬
‫پر الرو راسره والړ سه "‪ .‬د مرجاني په لهجه كښي د التجا څرك وو‪.‬‬
‫"مرجاني! كشكي تا زما سر غوښتى واى دا خبره به و ماته‬
‫ډېره اسانه واى نه چي ته څه غواړې‪ ،‬مرجاني! زه به مړ سم تا به‬
‫مړه كړم الكن زه به كله هم د طالق كليمه تر خوله نه را وباسم "‪.‬‬
‫مرجاني خپل سوړ الس د هغه پر ساړه الس كښېښود او ورته‬
‫وې ويل چي‪" :‬سر! دا كار به هم زه وكړم‪ ،‬له اوس څخه وړاندي بيا‬
‫زما د مرګ تر وخته ياو‪ ،‬دوه‪ ،‬درې‪ ،‬ته پرما باندي زما د پالر و زما‬
‫د ورور په رنګه حرام يې"‪ .‬الكن زما و ستا د ميني او دوستۍ تعلق‬
‫به الزم قايم وي‪ ،‬زه ستا په انګړ كښي ستا په تحفظ كښي ژوند و‬
‫مرګ غواړم او دا خبره به زما و ستا په منځ كښي تر ټاكل سوي‬
‫وخت پوري د يوه پټ راز حېثيت ولري‪ ،‬موږ به د خلګو په نظرو‬
‫كښي اوس هم د مېړه وماينې په حېث ژوند سره كوو‪ ،‬حاالنكي په‬
‫حقيقت كښي موږ په دې حواله اوس سره خالص يو‪.‬‬
‫د ميني اوښايست د ېوۍ خپله فيصله اعالن كړه‪ ،‬د شاه زمرك‬
‫خان په رګو كښي وينه د انجماد تر حده سړه راغله‪ ،‬ده په بې كسۍ‬
‫سره يو واره د مرجاني و څېره ته وكتل او بيايې زنه پر سينه باندي‬
‫ولګېدله‪ ،‬ده د مرجاني د وينا په ځواب كښي هيڅ هم نه ورته وويل‪،‬‬
‫ولي چي و ده ته دا خبره څرګنده وه چي د څه ويلو مطلب به د‬
‫اوښكو په يوه توپان سره بدل سي‪ ،‬نو ځكه هغه په صد كوشش سره‬
‫سكوت اختيار كړى‪ ،‬الكن هغه و پوهېدى چي د دوك يوه تاريكه شپه‬
‫د هغه پر وجود او تقدير باندي خپل تسلط وغوړوى‪.‬‬
‫مرجاني يوه اوږده سړه ساه واخيستله او تر والړېدو وړاندي يې‬
‫د شاه زمرك خان پر وږه باندي خپله ښايسته څېره د لږ ساعت‬
‫دپاره كښېښووله او كرار كرار يې وژړل او بيا يې په پټه خوله د‬
‫هغه و ښايسته تندي ته په ډېر عقيدت سره يوه توده بوسه وركړه او‬
‫د باندي را ووتله‪.‬‬
‫د شاه زمرك خان دپاره مځكه‪ ،‬اسمان او هرڅه بدل سو‪ ،‬هغه د‬
‫بسيار كوششونو باوجود د بدل سوي حاالتو سره د مفاهمت كولو‬
‫صالحيت تر السه نه كړى‪ ،‬هغه پر خپل وجود باندي د يوه زاړه دېوال‬
‫په څېر راونړېدى او د ګړځ يو توپان يې پر ذهن و زړه باندي قرار‬
‫وموندى‪ ،‬نور هرڅه يوه خواته اوس ور ته لمر هم خړ او خاورين‬
‫غوندي په نظر ورتلى‪ ،‬هره ورځ د لمر تر راختلو وړاندي له كوره‬
‫وتى او په شپه كښي ناوخته راغبرګېدى‪ ،‬په دې درسته هفته كښي د‬
‫دوى تر منځ يوه خبره هم سوې نه وه‪ ،‬مرجانه د هغه په دوك‬
‫پوهېدله‪ ،‬هغې ته څرګنده وه چي د نارينوو په مينه كښي توندي‬
‫‪196‬‬

‫زياته‪ ،‬الكن ژورتيا كمه وي او په دوى كښي د فراق د فيال سوفايز‬


‫كولو استعداد هم ډېر كم وي‪ ،‬هغه تسلط غواړي او د اجاره داري‬
‫نفسيات يې هر وخت مضطرب ساتى‪.‬‬
‫دا پوهېدله چي دې طر ِز عمل د ده و لوړ انانيت ته څومري‬
‫ضرر رسولى دى‪ ،‬دا د نارينوو په اجتماعي سايكالوجي پوهېدله په‬
‫دې حواله واړه نارينه چي د هري منطقې‪ ،‬نسل او مذهب‪ ،‬خلګ دي‬
‫يو نفسيات لري‪.‬‬
‫"شاه زمرك خان دي زر واره‪ ،‬خلقى او د جدېدو خياالتو حامل‬
‫يو څوك وي الكن دا خبره د ده پر نفس هم نه اوارېدله چي د ده‬
‫منكوحه ښځه دي و ده ته په خپله خوښه طالق وركړي او خپله‬
‫ازادي دي ثابته كړي‪.‬‬
‫مرجاني ته د ده د ذهني صورتحال ادراك وو‪ ،‬هغه په دې نزدې‬
‫ورځو و شپو كښي په دويم ځلي شكست خوړلى وو‪ ،‬كېتراين هغه د‬
‫ګناه په څېر مسترد كړى او دې له خپله طرفه ورته طالق وركړى‬
‫وو‪ ،‬دې ته د جمالياتي بصيرت پر اساس د خپلي تجزيې په رڼا كښي‬
‫اوس دا ضروري معلومېدله چي د ده پر زخمي انانيت باندي څه‬
‫مرهم وركښېښوول سي‪،‬كنه امكان د دې هم سته چي و ځان ته دي‬
‫ضرر ورسوي‪.‬‬
‫په دا بل سحار وختي د ده د وتلو پر وخت دې ورته دروازه‬
‫ونيوله‪ ،‬په دې شپو او ورځو كښي هغوى اوس جال جال اوسېدل‪.‬‬
‫كله چي دى له خوني څخه راوتى نو د پامير د لېوانو په فوجي‬
‫يونيفارم كښي ملبوس وو او كالكوف او كمر بنديې پر يوه ځاى په‬
‫ښي الس كښي را اخستى وو‪ ،‬كله چي يې پر مرجاني باندي نظر‬
‫ونښتى نو د څېرې رنګ يې نه صرف دا چي څه زرد راغلى بلكي د‬
‫نفرت يو نرى ګړځ هم ورباندي پېداسو‪.‬‬
‫مرجاني ته په الهامي توګه څرګنده سوه چي د څومري سختيو‬
‫حاالتو سره مخامخ ده او په داسي صورتحال كښي هغه څومري‬
‫خطرناكه ثابته كېداى سي د هغه د ښايستو بې خوفه سترګو په شا د‬
‫ځنګلونو سركښه اور د سمندر د څپو په څېر بې كناره بهېدى‪.‬‬
‫"زه و خپل غونډ ته د تللو اراده لرم او زما ګارډ به دلته ستا‬
‫سره وي او زموږ تر منځ به په ټيليفون باندي رابطه وي"‪.‬‬
‫د دې ويلو سره شاه زمرك خان د بېرونۍ دروازې په لور‬
‫قدمونه اوچت كړل‪.‬‬
‫مرجاني سل وسوسې په زړه كښي وكړې او د هغه په الر كښي‬
‫د يوه بې وره دېواله په څېر په پټه خوله او اوښلنو سترګو حايله‬
‫ودرېدله‪.‬‬
‫‪197‬‬

‫"ستا مطلب څه دى آيا زه ستا كوپړۍ والوزومه او بيا پاته‬


‫مرمۍ تر خپل زړه وباسم"‪.‬‬
‫مرجاني! د ښځو ذات يو ناقابل نفرت ذات دى‪ ،‬زه و ته ګډ نه سو‬
‫اوسېدلى‪ ،‬په دې كښي زما و ستا د دواړو خير دى چي ته وماته الره‬
‫راكړې‪ ،‬ته اوس زما په نظر كښي هيڅ اهميت هم نه لرې زه دي د‬
‫كمزورۍ په هتيار مفتوح كړم او اوس زما ذات او جذبات د مرغټاني‬
‫په څېر لغړوې‪ ،‬سات ورباندي تېروې‪ ،‬مكاري مه كوه دا اوښكي دي‬
‫د ځان سره كښېږده او زما له الري يوې خواته سه كنه" د هغه په‬
‫لهجه كښي د سړو واورو سړزګي راپورته سوه‪ ،‬مرجانه د زړه تر‬
‫انتها پوري خوفزده سوه الكن د دې باوجود يې زړه وكړى چي په دې‬
‫صورتحال كښي يوه مثبته الره وباسي‪.‬‬
‫"سر! خبره دا‪" ...................‬‬
‫"مه وايه وماته په "سر" زما و ستا ترمنځ اوس هيڅ زړه‬
‫رشته نسته‪ ،‬كه نور څه ويل غواړې نو زغرده راته ووايه كنه زما له‬
‫الري ووځه‪ ،‬مرجاني! و خداى ته وګوره زما الره پرېږده‪ ،‬ما و‬
‫انتهايي اقداماتو ته مه مجبوره كوه"‪ .‬هغه په خپل ځان كښي د‬
‫سمندر د څپو په څېر راپورته سو‪.‬‬
‫مرجانه پوهه سوه چي اوس د ده له خوا هر اقدام ممكن دى‪،‬‬
‫هغې خپل ټول قوت سره راغونډ كړى او داسي يې ورته وويل چي‪:‬‬
‫"سر! زه يوه بې وزله‪ ،‬له خپلو ليري ستا په الس كښي يوه‬
‫مجبوره ښځه يمه او په دې نزدې كښي په نفسياتي ستړو اخته پاته‬
‫سوې يمه امكان سته چي زه دي اوس هم په نفسياتي حواله متوازن‬
‫فكر نظر نه ولرم‪ ،‬ته د ما سره دومري سختي مه كوه ما پر تا و بل‬
‫يوه سړي ته تر جيح نه ده وركړې‪ ،‬ما اول هم درته وويل چي زه‬
‫پاته ژوند و مرګ دواړه ستا په انګړ او ستا په حفاظت كښي غواړم‪.‬‬
‫سر! ښكاره خبره ده كه ته له ما څخه خپل حفاظت واخلې‪ ،‬ما د خپلي‬
‫دوستۍ او ميني له حصاره بې امانه كړې‪ ،‬نو د دابل سحار لمر به‬
‫بېرته ما د يوې لېونۍ په څېر وويني‪ ،‬سر! ته غواړې چي ستا د‬
‫اوالد مور دي يوه لېونۍ وي؟‪ ،‬سر! زه ستا له نكاح وتلې يمه ستا‬
‫له ميني او له ژونده خونه يم بېګانه سوې‪ ،‬زه اوس هم په نفسياتي‬
‫حواله ستا په سوب پر پښو والړه يمه‪ ،‬زما ژوند له تا څخه مستعار‬
‫يو د پور ژوند دى‪ ،‬لكه د ذرو ژوند چي د لمر په حقيقت پوري تړلى‬
‫وي‪ ،‬ما وړاندي هم درته واضح كړې وه چي زه د مرګ د جبلت تر‬
‫اثر الندي د مرګ پر الرو درومم‪ ،‬زه د ناڅرګند د پلټني تر نفسياتو‬
‫الندي له تا څخه و خداى ته په سفر يم اوس ته راته ووايه دلته ما‬
‫ستا ولوړ غرور او انانيت ته چېري تاوان رسولى دى؟‪.‬‬
‫‪198‬‬

‫سر! كه تر اوسه ته زما په غوښو نه يې موړ نو بيا كله هم ستا‬


‫دا لوږه نه وركېږي‪ ،‬سر! زما حقيقت زما په پوست پوري نه دى‬
‫نښتى كه ما و تا په روحاني حواله سره يو نه يو نو د بدنونو اتصال‬
‫بياهيڅ معنا هم نه لري‪.‬‬
‫سر! زه و تاته ستا د هغې مظلومي كورنۍ د واړو غړو په بې‬
‫ګناهي او مظلوميت قسم دركوم چي پر ما باندي رحم وكړه او له‬
‫خپله امانه مي مه باسه‪ ،‬سر! زه له تا څخه د ژوند خيرات نه غواړم‪،‬‬
‫الكن ته ما د خپلي ميني او دوستۍ له حصاره د يوه بېنوا روح په‬
‫څېر مه بې دخله كوه"‪.‬‬
‫پر دې وله باندي دې د يوې وركي يتيمي نجلۍ په څېر د بې‬
‫وسۍ په او ښكو وژړل‪ ،‬د دې عجز او وركړي قسم د شاه زمرك خان‬
‫پر زړه باندي د يوې معجزې په توګه اثر واچوى‪ ،‬د ده په وينه كښي‬
‫راپورته سوى تند توپان د دېوال د سړې سايې په څېر پر مځكه اوار‬
‫سوه‪.‬‬
‫د پامير د لېوانو سرخېل خپل كالكوف و كمربند د مرجاني په‬
‫پښو كښي په ډېر عجز سره كښېښود او خپله دهر وخت ښايسته‬
‫مينه يې د خپلو مضبوطو مړوندونو په حصار كښي راخوندي كړه او‬
‫په پدرانه شفقت سره يې ورته وويل چي‪:‬‬
‫"مرجاني! زما دي د خپل ټبر د ټولو مظلومانو په مظلوميت‬
‫سره قسم وي چي زه په پوره خلوص سره ستا په وړاندي خپل‬
‫شكست تسليموم‪ ،‬مخ په وړاندي به ژوند زما وي الكن اختيار به يې‬
‫ستا وي " دې لفظونو و قريب المرګ مرجاني ته يو نوى ژوند‬
‫وروبخښى او دواړه د يوه و بل د لېڅو په حصار كښي د صحن‬
‫وخواته ووتل‪.‬‬
‫په انګړ كښي د والړو درختو په ښاخو كښي ناستو مرغانو او‬
‫ځالندو پلوشو په خالص زړه سره د ميني په كامرانۍ باندي په ګډه‬
‫وخندل او هم د شنه اسمان ارتي سينې په ځان كښي نوره پراخي او‬
‫كشادګي وسپڼله‪.‬‬

‫‪‬‬

‫مرجانه و شاه زمرك خان د تېر سوي توپان پسته د سمندر په‬
‫څېر پر سكون راغلو او د دوى د خاموشي ميني پاكي څپې په باهمي‬
‫اختالط سره اخته سوې‪ ،‬په فضا كښي د خزان ابدي غمجن الكن په‬
‫زړه پوري نغمه خپره وه‪،‬‬
‫‪199‬‬

‫دوى دواړه د خزان د جور له كبله د يوې بې لباسي لڅ څانګي‬


‫درختي الندي كښېنستل او د باهمي ګفتګوى د تعطل سره مخامخ سو‬
‫د زړونو د اعتماد باوجود يو ناڅرګند غوندي خوف او د فاصلو اذيت ال‬
‫بر قرار وو‪ ،‬د دې ستړي صورتحال د شكست دپاره او د خپل پالن‬
‫عملي كولو دپاره مرجاني په دې لفظونو سره تمهيد وتړى‪:‬‬
‫"سر! زه چي هر كله زموږ د كور دې ښكلي انګړ ته راووځم نو‬
‫هغه ورځ ارو مرو راپه زړه سي‪ ،‬كله چي موږ ستا د دې كور د‬
‫اخيستلو د خوشحالي په تناظر كښي دلته سره يو ځاى سوي وو او‬
‫دلته پر هم دې ځاى باندي كه دي ياد سي كېتراين له هر چا څخه بې‬
‫نيازه د خپل ګټار په نغمه كښي وركه ناسته وه او ته بالذات د دې‬
‫شاهد يې چي څرنګه د دې د نغمې له سوزه د هغې د ګټار تارونه د‬
‫اومه سپڼسي په څېر وشلېدله او بيا تاسو هغه ګټار د ځان سره‬
‫يووړى اوتر ډېره دي د ځانه سره وساتى او اوس نزدې د خپل خښم‬
‫په لمبو كښي دي دړي وړي كړى"‪ .‬مرجاني يو اوږد تمهيد وتړى‪.‬‬
‫"الكن مرجاني اوس د هغه بې وفا يهودۍ څه ذكر پكار"‬
‫شاه زمرك خان خبره لنډه كړه‪.‬‬
‫"سر! خبره دا ده چي هغه زما ډېره په زړه پوري دوسته ده‪ ،‬زه‬
‫غواړم چي دا د يوې ډاكټري په حېث بېرته راوغواړم‪ ،‬دې وماته‬
‫ژمنه راكړې ده چي هر كله وماته د دې ضرورت سي نو دا به و هر‬
‫څه ته شا كړي او بېرته به راغبرګه سي‪ ،‬البته دا غوښتنه يې‬
‫راڅخه كړې ده چي ته به د دې څخه د انتقام اخيستلو هڅه نه كوې"‪.‬‬
‫او ورسره يې د كېتراين ټوله مجلس ورته وكړى‪ ،‬كوم چي د‬
‫كېتراين او د دې تر منځ سوى وو او خواست يې ورته وكړى چي په‬
‫دې حواله ورسره مرسته وكړي او كېتراين هم په دې كور كښي د‬
‫دې د ميډيكل ضرورتونو په سوب و اوسېدلو ته ايله كړي"‪.‬‬
‫د شاه زمرك خان د وجود په ټولو منطقو كښي د مرجاني‬
‫لفظونه د يوه ښكلي باران په څېر په ورېدو راغله‪ ،‬د ده پر ښكلو‬
‫لبانو باندي يوه معني خېزه خندا رابرسېره سوه‪.‬‬
‫مرجانه پوهه سوه چي دا خندا د يوه پټ راز غمازي كاندي د‬
‫دې راپارېدلي تجسس دا و دې ته و هڅوله چي شاه زمرك خان د پټ‬
‫راز و عيان كېدلو ته مجبور كړي‪ ،‬د مسلسل اصرار و انكار په دې‬
‫كشاله كښي شاه زمرك خان په اخيري كښي هتيار واچوى او د ډاكټر‬
‫آفندي د نفسياتي تحليلي مشورو په رڼا كښي يې د دې د نفسياتي‬
‫بحالۍ دپاره د ځان و د كېتراين د ادا كړي كردارونو ټوله تفصيل‬
‫ورته وښودى‪.‬‬
‫د ميني او قربانۍ دې مثالي صورتحال ته دا په حيرت كښي غرقه‬
‫والړه وه او د تشكر تر اثر الندي يې ښايستې سترګي په اوښكو سره نم‬
‫‪200‬‬

‫سوې‪ ،‬دې په خوله هيڅ نه وويل‪ ،‬د شاه زمرك خان الس يې په الس‬
‫كښي ونيوى‪ ،‬يو وار يې په اوښلنو بڼو او بيا يې په رپانده لبانو سره‬
‫ښكل كړى او ورته وې ويل چي‪" :‬سر! زه به ستا و د كېتراين احسان‬
‫څرنګه ادا كړم‪ ،‬تاسو زما دپاره څومري غټه قرباني وركړې ده‪ ،‬د ما‬
‫سره داسي لفظونه نسته چي زه د هغو په توسط د خپل احساس ښكال‬
‫او د احسان مندۍ څرګندونه وكړم‪.‬‬
‫"سر! ته يقين وكړه چي د خزان په دې موسم كښي زه په خپل‬
‫زړه كښي د ميني و دوستۍ ډېر ښكلي موسمونه په سپڼېدو وينم او‬
‫ورسره ستاسو د دواړو د اداكارۍ صفت ته هم په حيرت كښي وركه‬
‫يمه‪ ،‬زما يقين دى كه تاسو دواړو د هالي ووډ په يوه فلم كښي‬
‫اداكاري وكړى نو آسكر اېوارډونه مو په يوه خوا هم نه دي تللي"‪ .‬د‬
‫ښايستو سترګو الندي يې پر لبانو باندي يو ښايسته مسكا رابرسېره‬
‫سوه‪.‬‬
‫"مرجاني! ستا جوړښت زموږ تر مينه زيات تر جيحي ارزښت‬
‫درلود اولري يې‪ ،‬زما و ستا د تعلق په نتېجه كښي ايمانا ً درته وايم‬
‫چي رفته رفته ما كېتراين هېره كړه او زما د تاسره يوه حقيقي‬
‫مينه هم پيدا سوه‪ ،‬كله چي زه ستا د ميني په توسط د ژوند په مفهوم‬
‫و پوهېدم نو بيا ستا د شاعرانه مهم جويي د عذاب موسم شروع‬
‫سو‪ ،‬مرجاني ته په خپلو رويو كښي د فطرت په څېر بې رحمه يې‪،‬‬
‫ته و دې درختوته خو وګوره چي فطرت دخزان د موسم په توسط‬
‫ورسره څه كړي دي‪ ،‬هم دا كار ګرانې! تا له ما سره وكړى‪ ،‬د خزان‬
‫در ختي خو بېرته د تجديد په هنر پوري زړه لري‪ .‬په بهار كښي به‬
‫دځان تجدېد وكړي‪ ،‬تا خو زه په دننه كښي د جنګ زده ګران‬
‫افغانستان په څېر د مځكي سره برابر كړم اوس بيا د مرګ د ميني‬
‫او د خداى سره د يووالي فلسفې راته وايې‪ ،‬ته راته ووايه چي ستا د‬
‫مرګ د ميني او د خداى سره د يووالي وماته څه فايده رارسېږي؟‪.‬‬
‫"مرجاني! ستا دا امكاني ګټي ته زما او د نورو په ډېرو غټو‬
‫تاوانو ترالسه كوې‪ ،‬تا كله پر دې باندي هم غور كړى دى؟ شايد چي‬
‫افالطون هم د شاعرانو سره دا اختالف درلود چي د موجود پر ځاى‬
‫و خيالي پيكرونو ته زياته اهميت وركوي او تاسو شاعران هغه خلګ‬
‫ياست چي د سايو د نيولو كوشش كاندى او په سرابونو پسې د سفر‬
‫كولو بې ځايه اوبې مقصده هڅي تر نظر الندي ساتى او خپل دا ناوړه‬
‫عمل د فېالسوفايز كولو په نفسياتي ستړې چېري چي په خود اخته‬
‫ياست هلته د متعلقو نورو خلګو ژوند هم برباد كښېږدى"‪.‬‬
‫"ځه! ښه سو سر ته هم يو فلسفي وختلې دومري مدلل ګفتګوى‬
‫دي وكړى‪ ،‬هغه د مشهور فرانسوي ناولسټ "فلوبېر" دا خبره ستا‬
‫په حواله اوس رښتني ثابته سوه چي د ژوند تفهيم د كتابو پر ځاى د‬
‫‪201‬‬

‫ميني د جدلياتي رشتې په سوب مخ په وړاندي ارتفاعي ګامونه پورته‬


‫كوي"‪.‬‬
‫بهرحال مرجاني! تا د ما سره په حقيقت كښي ډېر لوى ظلم‬
‫وكړى او زه د خداى شكر ګزار يم چي ما يو انتهايي اقدام نه وكړى‬
‫اوس مخ په وړاندي څه كيږي‪ ،‬زه خپل ځان او د ژوند واړه فيصلې‬
‫ستا په حواله كوم‪ ،‬ښه و بد هره نتيجه دي پر لېمو منمه‪ ،‬زما و ستا‬
‫يوه سماجي رښته غوڅه سوه‪ ،‬الكن زه اوس هم تا د ژوند يو انتهايي‬
‫ضرورت ګڼم‪،‬‬
‫"مرجاني! ته زما دپاره تر هوا اوبو او ډوډۍ هم زياته ضروري‬
‫يې‪ ،‬مرجاني! دا ته يې چا چي زه د خپلو پټو شخصي امكاناتو سره‬
‫معارفي كړم اومرجاني دا ته يې چا چي زه د ژوند په غېږ كښي د‬
‫مرګ له ذايقې سره اشنا كړم" د شاه زمرك خان د زخمونو څړيكي ال‬
‫تازه وې‪.‬‬
‫"سر! زما زړه خو غواړي الكن كشكي زه د نور ژوند كولو زړه‬
‫و ذهن ولرم اوسر دست ته زما د كېتراين سره پر ټيليفون باندي‬
‫خبره راوكړه چي تللې ده د ما سره يې خبره نه ده كړې‪ ،‬دا هم شايد‬
‫چي د ډاكټر آفندي پر غوښتنه باندي سوې ده‪ ،‬سر! چي كله‬
‫كېتراين راسي نو زه غواړم چي د خپل پټ محسن ډاكټر آخندي سره‬
‫هم ووينم" مرجاني خبره وبلي خواته يوړه‪.‬‬
‫"سر! زه د يوې خبري په تكرار سره غوښتنه لرم چي زما و‬
‫ستا د عليحدګۍ خبر به ته اوس هم و كېتراين ته نه وركوې‪ ،‬د‬
‫دې اعالن بيا پر خپل وخت باندي زه په خپله كوم "‪.‬‬
‫د دې په لهجه كښي التجا كمه الكن حكم زيات ښكاره كېدى‪.‬‬
‫په دا ورځ په ماځيګر كښي د كېتراين ټيليفون راغلى‪ ،‬د ډېرو‬
‫اوږدو خبرو او ګېلې شكوې پسته د دې د واپسۍ پر نېټه باندي‬
‫بحث وسو او كېتراين قول ورسره وكړى چي د دوو اونيو [ هفتو ]‬
‫پسته به زه كابل جان ته درورسېږم او تر هغو يې د حفظ ما تقدم په‬
‫توګه څه مشورې ورته وركړې‪.‬‬
‫د كېتراين د راتللو د خبر سره د شاه زمرك خان د اميد په مات‬
‫كودي كښي بېرته د ريحان يو ګل و ټوكېدى‪ ،‬ټوله دوستان هم په‬
‫دې خبره سره حيران او هم خوشحاله راغلو‪ ،‬د حقيقت په خبرتيا‬
‫سره هغه دغابازه يهودنه د خپل كردار د عظمت او قربانۍ په سوب‬
‫اوس د دې ټولو په نظر كښي تر هسكو چنارونو هم زياته بلنده او‬
‫هسكه غاړه ښكاره كېدله‪ ،‬د سترګو په رپ كښي دوې اونۍ تېري‬
‫سوې او د نفرت محور كېتراين د نوي عقيدتونو او الفتونو سره د‬
‫دوستانو په محفل كښي په قبوليت راغله‪ ،‬د دې د راتللو په خوشحالۍ‬
‫كښي د وركړي پارټۍ په توسط د مرجاني او آفندي مالقات هم وسو‪.‬‬
‫‪202‬‬

‫د مرجاني و كېتراين تر منځ به اوس شپې هم ويښي تېرېدې‪،‬‬


‫د زاهد توصيفي په حواله به په تكرار سره خبري كېدې‪ ،‬مرجاني به‬
‫د دې و شاه زمرك خان د قربانيو ذكر په څه نه څه بهانه ضرور كاوه‬
‫او كله كله به مرجاني د خپلي ليكلي ډايري څخه و كېتراين ته څه نه‬
‫څه ضرور ويل او له دې څخه به يې پر ګټار باندي څه نه څه‬
‫موسيقي ضرور اورېدله‪.‬‬
‫شاه زمرك خان د دوى دوو په منځ كښي چېري چي د ژوند د‬
‫الزواله ښايست سره مخامخ وو هلته يې زړه و ذهن پر دوه ځايه‬
‫تقسيم وو‪ ،‬كېتراين د ده پر فاصلو باندي پرته مينه ! او مرجانه ! د‬
‫ده د نسل د تسلسل يوه كړۍ ! دى د بسيار كوشش باوجود هم نه‬
‫پوهېدى چي د ده دپاره كومه ښځه اوس زياته ضروري ده؟‪ ،‬كله‬
‫كله به يې زړه سو چي كشكي دواړي په ژوند كښي پر يو ځاى ولري‪.‬‬
‫د سنګرونو مبارز شاه زمرك خان په خپل زړه كښي د يوه مين‬
‫شاعر په څېر مضطرب او تمه دار راغلى‪ ،‬د ميني دې اضطراب او‬
‫تمي دومري مجبوره كړى چي د خپلي خلقي عقيدې برعكس يې په‬
‫دې حواله يو غټ نذر پر ځان باندي ومنى‪.‬‬
‫شاه زمرك خان د دوو دريابونو پر غاړه تږى پروت وو‪ ،‬د ده‬
‫ميني د حاالتو د جبر تر اثر الندي اوس د ده تر دسترس او وس‬
‫وتلي ښكاره كېدې‪ ،‬د مرجاني سره يې تعلق پاته نه وو او كېتراين‬
‫د واړي ميني باوجود هغه اوس هم د مرجاني مېړه ګڼى‪ ،‬د ميني د‬
‫دې تكون درې واړه غړي د شديد وابستګۍ باوجود تنها تنها د ژوند‬
‫په سفر روان وو‪.‬‬
‫په خصوصيت سره مرجانه د يوه نابلده ذهني او نفسياتي‬
‫صورتحال سره مخامخ وه‪ ،‬هغې په يوه خوا له خپله وجوده و يوه‬
‫نوي ژوند ته د آغاز وركولو په هڅه وه‪ ،‬په خپله د زمان و مكان له‬
‫تنګه حصاره څخه د دباندي وتلو په كوشش بوخته وه‪.‬‬
‫دا له زېږېدني وړاندي د الټراساونډ په توسط د خپل نارينه هلك‬
‫په وجود سره خبره وه‪ ،‬د قاسم او عاصم ورور الكن هر يو له‬
‫عليحده عليحده پالر څخه‪ .‬آه! ژوند د ما سره څومري سختي كړې‬
‫ده؟‪.‬‬
‫و خپل وخت ته نزدې‪ ،‬مرجانه په يوه پرائيوېټ هسپتال كښي‬
‫داخل سوه او په دويمه ورځ يې يو ډېر صحت مند غونډ منډ زوى‬
‫راوړى‪ ،‬د شاه زمرك خان د خوشحالۍ هيڅ حد نه ښكاره كېدى‪ ،‬ولي‬
‫چي هغه د وختونو د جبر په مقابل‪ ،‬د نسل په ابديت كښي و ځان ته‬
‫مخ په وړاندي يو تسلسل وموندى‪ ،‬هغه زېر لب د ځان سره وويل‬
‫چي‪" :‬اوس به زه د خپلو اوالدونو د نسل د تسلسل په سوب په‬
‫وختونو كښي تر ناڅرګنده زمانو پوري خوندي پاته سم"‪.‬‬
‫‪203‬‬

‫مرجانه بيا په دې ډېره مطمئينه وه چي هغې شاه زمرك خان په‬


‫يوه كوشني صورت باندي له ځانه په تكرار سره و زېږوى‪ ،‬په اول‬
‫نظر كښي و هر چاته څرګنده وه چي هلك سل په سله كښي په پالر‬
‫پسې تللى دى‪ ،‬هغه چي به كله ژړل نو په ږغ كښي به يې د وسي د‬
‫ليري ورېدونكي تندرونو عكس ښكاره كېدى‪ ،‬د پښتو د متل په‬
‫مطابق چي زوى پر ژړا معلومېږي‪ ،‬دلته د پامير د لېوه په نطفې يو‬
‫بل با جبروته او زړور كوشنى زېږېدلى ښكاره كېدى‪.‬‬
‫د مرجاني پرخوښه يې نوم پامېر خان تجويز كړ سو او د يوې‬
‫اونۍ پسته مرجانه له هسپتال څخه و خپل كورته رانقل سوه‪ ،‬الكن‬
‫د هري ورځي د تېرېدو سره مرجانه د خپل وجود وژورو منطقو ته‬
‫په شوه كېدلو ښكاره كېدله‪ ،‬د پامير د زېږېدو خوشحالۍ او‬
‫مسرت پر خپل ځاى ! ورسره اوس دا د ده په موجودګۍ سره نوره‬
‫هم بې خوفه او آزاده سوه‪ ،‬د شاه زمرك خان سهارا يوه خارجي‬
‫حواله وه‪ ،‬د پامير حواله د دې خپله ځانګړې حواله وه‪ ،‬دې چي به‬
‫كله و وږي پامير ته شودې وركولې نو ډېر په ځير ځير به يې ورته‬
‫كتل او بيا به يې په سړه ساه سره سترګي نم سوې‪ ،‬ډاكټر آفندى‪،‬‬
‫كېتراين‪ ،‬شاه زمرك خان او د دوستانو واړه غړي پوهېدله چي د‬
‫دې ذهني صورتحال دا و كومي خواته بيايي‪ ،‬د مرګ د جبلت په‬
‫مقابل د ډاكټر آفندي ټولي تحليلي تجزيې او د دوستانو ميني بې‬
‫وسه ښكاره كېدلې‪ ،‬دا د ماځيګر د يوه ژړي لمر په څېر د خپل‬
‫وجود و اسود بحرته كرار كرار شوه كېدله‪ ،‬ښكاره خبره ده د‬
‫غروب كېدلو نفسياتو حامل لمرونه څوك بېرته راپورته كوالى‬
‫سي‪.‬‬
‫شايد چي د پامير د زېږېدني شلمه ورځ وه د مرجاني په كوټه‬
‫كښي و شاهدترين ته ټيليفون وكړى او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"بس سبا سهار په هر قيمت د كابل په لوري راروان سه‪ ،‬وماته‬
‫ستا سخت ضرورت دى‪ ،‬په كور كښي و هيڅ يو چاته هيڅ هم مه‬
‫وايه كه همت وكړې نو په دغه شپه كښي رارسېدلى سې‪ ،‬كنه په دا‬
‫بله ورځ به ضرور تر ما ځان رارسوې‪.‬‬
‫"شاهد! الكن واكن پرېږده بس ځان راورسوه كه ما ليدل‬
‫غواړې"‪ ،‬مرجاني شاهد و خبري ته نه پرېښودى‪ ،‬الكن د ريسېور‬
‫ايښودو وړاندي يې د خپل كور مكمله پته او د ټيليفون نمبر ورته‬
‫ضرور وركړى‪ ،‬د مرجاني دپاره دا د حيرت خبره نه وه چي دا بله‬
‫ورځ شاهد ترين د تېر ماخستن پر وخت د دې و مخ ته ودرېدى او‬
‫په سترګو كښي يې د ګڼو سوالونو يو جهان آباد وو‪.‬‬
‫شاهد نه ستړى وو‪ ،‬نه وږى او نه تږى‪ ،‬هغه په فضا كښي د‬
‫مړو څراغو د ترخه دود په موجودګۍ پوهـ سو چي په نزدې كښي د‬
‫‪204‬‬

‫ژوند و ميني رڼا د توري شپې تر غلبې الندي راتلونكې ده‪ ،‬كله چي د‬
‫ده و د مرجاني ښايستې مړاوي سترګي سره څلور سوې نو دى په‬
‫يوه آن كښي د تر نيمي زيات ډېر په اسانۍ سره موړ سو او د يوې‬
‫نابلده هوسايۍ او مسرت سره مخامخ سو‪ ،‬شايد چي نيمي مړه زړه‬
‫يې د ژوند نيمى بوج پر مځكه توى كړى‪.‬‬
‫مرجاني‪ ،‬شاه زمرك خان‪ ،‬شاهدترين او كېتراين په ګډه سره‬
‫ډوډۍ وخوړله‪ ،‬كېتراين و شاه زمرك خان هم د ده د راتللو په‬
‫انتظار وو‪ ،‬شاهدترين پوهـ سو چي دلته په كابل كښي مرجاني د دې‬
‫باوقاره سړي سره ازدواجي ژوند درلودلى دى اوس يې يو كوشنى‬
‫هم تر منځ سته‪ ،‬الكن څه سوب دى چي د دې په ښايسته سترګو او‬
‫وجود كښي د ژوند لمبه مخ په مړه كېدو روانه ده؟‬
‫د ډوډۍ پسته شاه زمرك خان له شاهدترين څخه اجازت‬
‫واخيست او د خپلي خوني و خواته والړى او مرجانه د كېتراين په‬
‫موجودګۍ كښي د زاهد توصيفي د ميني اومړيني څخه بيا تر اوسه‬
‫پوري و ده ته پوره قيصه وكړه او هم يې ورته د كوچ كولو خپله‬
‫باطني اراده ښكاره كړه‪ ،‬شاهدترين پوهـ سو چي امكاني جدايي‬
‫څومري معروضي بڼه لري او څومري نزدې ده‪.‬‬
‫كېتراين دلته و يوې خواته پرېوتله‪ ،‬د مرجاني و شاهدترين‬
‫خبري عين د سحار تر اذانه سره شروع وې‪ ،‬شاهد د كوټي حاالت‬
‫ډېر په تفصيل سره ورته بيان كړه‪ ،‬د مور‪ ،‬پالر‪ ،‬ورور‪ ،‬قاسم‪،‬‬
‫عاصم او د نورو شناخته خلګو ټوله حال يې ورته وركړى‪ ،‬د‬
‫شاهدترين د لهجې په څپو كښي مرجانه د يوه بېوسه خلي په څېر‬
‫و بهېدله او د ليري و نزدې ماضي ټول حرارت او ژوند يې د څه‬
‫ساعت دپاره د وجود برخه وګرځېدى " او هغه رحيم جان؟ " الكن‬
‫بيا يې د هغه په باب پوښتنه كول مناسبه نه و بلله‪ ،‬يو واره يې زړه‬
‫سو چي د ځان‪ ،‬رحيم جان او عاصم‪ ،‬په رشـته شاهدترين خبر كړي‪،‬‬
‫الكن بيا د هغه د ما بعد اثراتو څخه خوفزده راغله‪ ،‬د مور پالر‬
‫رسوايي د خاندان او بچيانو ذلت او په خصوصيت سره دا د‬
‫شاهدترين د قتلولو سره برابره يوه خبره وه‪ ،‬دې د يوې رښتني‬
‫پښتنې په څېر دهر چا‪ ،‬الكن په خصوصيت سره د شاهدترين په نظر‬
‫كښي يو باوقار مرګ غوښتى نو ځكه يې دا راز و ده ته نه وسپڼوى‪.‬‬
‫په دا حال كښي بيده پامير خان راويښ سو او شايد چي د لوږي‬
‫پر اساس باندي په ژړا سو‪ ،‬مرجاني هغه و خپلي غوزۍ ته راپورته‬
‫كړى‪ ،‬د پامير په ژړا باندي كېتراين هم راپورته سوه او هغې و‬
‫ستړي او ناخوبه شاهدترين ته د څنګ په يوه خونه كښي د آرام ځاى‬
‫ورښكاره كړى او په ضروري كارونو اخته سوه‪.‬‬
‫‪205‬‬

‫د اخيري ميني دا سوړ سهار و دې ته د ناڅرګندو اسبابو په‬


‫اساس باندي په اسوېلو اخته معلومېدى‪ ،‬د مرغانو په ږوږ كښي هم‬
‫يوه ناڅرګنده غوندي غمجني په نظر ورتله‪ ،‬چېري دا د رارواني‬
‫حادثې تمهيد خو نه دى؟ دې په زړه زړه كښي له ځانه سره پوښتنه‬
‫وكړه‪ ،‬ښه نو كه مرجانه پر كډه راغله؟ نو هلك به يې څه په كوم؟ او‬
‫داسي ښكاري چي شاه زمرك خان هم اوس د دې په مينه اخته زړه و‬
‫ذهن لري او بيا د هغې د تېر ژوند د كوټي قريبانو او بچيانو واړه‬
‫ورته په زړه سو او شاهدترين‪.‬‬
‫دا پوهېدله چي هرڅوك ښه دي الكن د شاهدترين دپاره به دا د‬
‫زغملو خبره نه وي‪ ،‬مينه! مينه بيا څه ده؟ زاهد توصيفي و مرجانه‪،‬‬
‫زه و شاه زمرك خان‪ ،‬شاهدترين و مرجانه‪ ،‬بنفشه و زاهد توصيفي‪،‬‬
‫زما او د مرجاني خپل لزبين تعلق‪ ،‬ګرسره ژوند مخ پر وړاندي و‬
‫كومي خواته روان دى‪ ،‬يا ګرسره كوم يو سمت يا طرف يې معلوم دى‬
‫اوكنه‪ ،‬يا د سراب په څېر بې منزله او بې الري د زمان مكان په‬
‫غېږ كښي په بې مقصده توګه رغړېږي؟‪.‬‬
‫ګوره چي دا ال تر څو د خيالونو په ګرداب كښي رغړېدله چي‬
‫چاجوشه په جوش راغله او اوبه يې د اور پر لمبه راتوى سوې‪.‬‬
‫"څوك څه كواى سي‪ ،‬بې له دا چي شكست قبول كړي‪ ،‬كشكي‬
‫كله د خداى سره مالقات ممكن واى او سړي ورځني په ادب پوښتنه‬
‫كړې واى چي ګرسره د ده په خپل زړه كښي هم د ژوند يو متعين‬
‫مفهوم وجود لري او كنه‪ ،‬اخير و سړي ته دا خو معلومه سوې واى‬
‫چي دى په خپله هم د خپل كايناتي پالن په اغراض و مقاصد تر كومه‬
‫حده خبر دى او دا چي د متعين كايناتي قوانينو تر څنګ دى په خپله‬
‫تر كومه حده زموږ د روزمره په كارونو كښي مداخلت لري يې هم‬
‫او كنه؟ آيا د لوى خداى اراده تر كومي اندازې زموږ په ژوندكښي‬
‫دخېله ده؟ او كه داخېله ده نو بيا د مځكي پر مخ تر خير شر ولي‬
‫په حجم او وسعت زيات دى؟‪ .‬كهېتراين يوه سړه ساه واخستله او په‬
‫بېرته په سوچونو كښي الهو والړه‪.‬‬
‫دا په افغانستان‪ ،‬عراق او فلسطين كښي څه روان دي‪ ،‬دا د‬
‫انسانانو د ويني دومري ارزاني بيا څه معنا لري؟ د مرجاني‬
‫شاهدترين او انسانيت په مينه كښي وركه و مړه اور ته ناسته‬
‫يهودنه كرار كرار په غير محسوس توګه د تشكيك اوتكفير و دايرې‬
‫ته ور داخله سوه‪ .‬او زړه يې ورته وويل چي د حاالتو په تناظر كښي‬
‫داسي معلومېږي چي هيڅ يو ماورا ذات وجود نه لري او كه سته نو‬
‫ځانګړى قدرت او اراده يې تر كومه حده پوري مقتدرحېثيت لري؟‪.‬‬
‫‪206‬‬

‫د دې پر زړه باندي د ګڼو سوالونو يو اغزن ځنګل راپورته سو‪،‬‬


‫د آبايي عقېدې په رسۍ تړلې د زړه كښتۍ يې په تور سمندر كښي‬
‫بې دركه كړه‪ ،‬هغې په غټو سترګو زېر لب و ځان ته وويل چي‪:‬‬
‫" څه ښه سو ژونده ! ستا تر كامل انتقام جارسم‪ ،‬مينه خو مي‬
‫ال په خوا له السه وركړې وه اوس دي د ايمان څخه هم خالصه كړم‪،‬‬
‫د دې آزادۍ دپاره زما تشكر و منه‪ ،‬الكن دا ياد ولره چي اوس د‬
‫تسليم و رضا په اساس زه ستا و فيصلو ته هتيار نه اچوم بلكي په‬
‫انساني وقار سره د تا سره مقابله كوم"‪ .‬او مړ اور يې له يوه نوي‬
‫عزم سره بېرته روښانه كړى‪.‬‬
‫د شاهدترين د راتللو سره مرجانه په نفسياتي حواله پر ځاى‬
‫ودرېدله‪ ،‬د ژوند سره يې قلبي پيوستون بېرته پيدا سو‪ ،‬رارواني‬
‫دوې اونۍ په خدايي مسرتونو سره مزيني او ښايستې تېري سوې‪،‬‬
‫شاهدترين هم تر ډېره حده رېلكس سو‪ ،‬د دوستانو په حلقه كښي يې‬
‫ډېر تود هركلىسوى وو‪ .‬په خصوصيت سره شاه زمرك خان او دى‬
‫ډېر سره نزدې سوو‪ ،‬د شاه زمرك خان په نزد هغه هم يو مېړنى‬
‫ځوان معلومېدى او د ما حول په فرق سره يو كلك مبارز ثابت‬
‫كېدلى سو‪ ،‬د دوى د زړو تر منځ د پاكي دوستۍ خواږه رقابت په‬
‫امتزاج سره يوې ډېري ښايستې رشتې ځاى نيولى وو او د شاه‬
‫زمرك خان پر زړه د هغه سره د ويني د رشتې ارمان راپيدا سو‪ ،‬بې‬
‫وروره شاه زمرك خان چي به كله دى وليدى نو اكثره به يې زېر لب‬
‫وويل چي‪" :‬كشكي! شاهد زما ورور واى‪ ،‬دى پوهېدى چي د‬
‫شاهدترين و مرجاني تر منځ څومري پاكه رشته قايمه ده‪.‬‬
‫په بله خوا د شاهد ترين و بنفشې تر منځ هم يوه تعلق په غېر‬
‫محسوسه توګه خپله بڼه سپڼوله‪ ،‬الكن د دواړو په احساس كښي‬
‫جوهري فرق موجود وو‪ ،‬د زاهد توصيفي پسته و بنفشې ته يوه‬
‫جذباتي سهاره په كار وه او دې اجنبي سړي په خپل شخصيت كښي‬
‫يو بې كناره سحر او اسرار پټ درلودى‪ ،‬دى د ساړه ژمي د تاوده لمر‬
‫د پلوشو په څېر په غير محسوس توګه د نورو د وجود برخه‬
‫ګرځېدى‪ ،‬شاهدترين په دې شپو و ورځو كښي تر لويه حده د زاهد‬
‫توصيفي كمي پوره كړه‪ ،‬د كابل ښار او د شا و خوا د منطقو د‬
‫ورښكاره كولو كار بنفشې په خپله ذمه اخستى وو‪ ،‬الكن دا هم‬
‫پوهېدله چي شاهدتر يوه مخصوصه حد په هغه خوا بيا يو متذبذب‬
‫زړه و ذهن لري‪ ،‬دلته هم مرجانه د يوه دېوال په څېر والړه وه"‪.‬‬
‫مرجانه؟ زما دوسته او زما رقيبه‪ ،‬ما د زاهد توصيفي مينه د‬
‫دې په سوب و بايلله او اوس هم دا په غير ارادي توګه د دوى تر‬
‫منځ والړه ده‪ ،‬الكن دا ځلي دا ممكنه نه ده چي دا دي وماته‪،‬ماته‬
‫راكړي اوس د دې څخه په دوستانه لباس كښي د انتقام اخستلو وخت‬
‫‪207‬‬

‫راغلى دى‪ ،‬زه بايد چي په هر قيمت شاهدترين له دې څخه وګټم‪ ،‬د‬


‫دې تصميم سره بنفشې خپل ټوله صالحيت‪ ،‬وختونه او وسايل په كار‬
‫واچول‪.‬‬
‫په بله خوا چيري چي شاهدترين د دې له خلوص او معصوميت‬
‫څخه ډېر متاثر وو‪ ،‬الكن د مرجاني په مقابل د ده په نزد د دې هيڅ‬
‫هم امكان نه وو چي دى د وفا تګالره پرېږدي‪ ،‬ځكه ده به عموما ً و‬
‫مرجاني ته د دوى تر منځ سوو خبرو واړه تفصيل ښودى‪ ،‬مرجانه به‬
‫په معني خېز مسكا سره پټه خوله د ده و ګفتګوى ته ځېره وه‪،‬‬
‫الكن هغې به د موقعه محل په مناسبت د بنفشې ډېر صفت هم ورته‬
‫كاوه او د خپل ځان په حواله به يې د هغې پر قربانۍ او خدمتونو‬
‫باندي تفصيل هم ورته وړاندي كوى‪ ،‬په غير محسوس توګه به يې‬
‫شاهد ترين تشويقاوه چي د بنفشې و خلوص ته په خالص زړه سره‬
‫هركلى ووايي‪ ،‬شايد چي په دې توګه دا د بنفشې څه احسان ور‬
‫اداكړي‪.‬‬
‫د يوې مياشتي په اوږدو كښي شاهدترين د دوستانو د حلقې يو‬
‫ضروري غړى جوړ سو‪ ،‬ماللۍ شينواري‪ ،‬ودا صمدزۍ‪ ،‬انجنېر‬
‫صاحب او ډاكټر‪ ،‬شاه زمرك خان او كېتراين واړو خلګو ته ډېر په‬
‫زړه پوري يو څوك ثابته سو‪.‬‬
‫الكن په بله خوا مرجاني بېرته د داخليت الر اختيار كړه‪ ،‬هغه‬
‫بېرته د هيڅ ظاهري سوب بغير بېرته د مړېكېدونكو لمبو په څېر‬
‫په خپل ځان كښي راټولېدله‪ ،‬د هغې ښايستو تورو سترګو له ځانه‬
‫يو سپېره ګړځ پيدا كړى او د هغې د زړه ځالند لمر كرار كرار د‬
‫ترندي تر اثر الندي راتلل شروع كړى‪ ،‬د دې واړه دلچسپۍ تر خپلي‬
‫خوني پوري محدودي سوې او كوشش يې كاوه چي د پامير زيات‬
‫وخت له كېتراين سره تېر سي‪ ،‬د دې ذهني صورتحال د واړو‬
‫دوستانو پر زړونو باندي د جاري خزان په څېر پرېوتى‪ ،‬د دوستانو‬
‫د حلقې د زړونو واړي درختي د خزان په اور سوځلي او بې لباسه‬
‫ښكاره كېدې‪.‬‬
‫دا د دسمبر ‪ 2004‬م كال د يوه ژړي ماځيګر وخت وو چي‬
‫مرجاني و كېتراين ته وويل چي " كېتراين معلومه نه ده چي ژوند‬
‫ال تر څو پوري وي‪ ،‬بس ته به يو كار كوې‪ ،‬زما ليكلې ډايري به په‬
‫خپل حفاظت كښي اخلې‪ ،‬ولي چي زه غواړم چي ته دا تر شهزاد‬
‫صاحب پوري و كوټي ته ورسوې‪ ،‬د ډايري پر اوله ورقه باندي د‬
‫هغه ايډريس هم ليكلى دى او كه چېري زما د مرګ پسته يوه او‬
‫نيمه داسي واقعه پېښه سي چي زما د ذات او قيصې سره تعلق‬
‫ولري نو هغه بيا تاسو اضافه كړى‪ ،‬زه نه يمه خبره چي زما د مرګ‬
‫‪208‬‬

‫پسته به د شاهدترين ذهني صورتحال څه وي ځكه ډايري د ده په‬


‫حواله نه كوم‪ ،‬ولي چي د ضايع كېدو احتمال يې زيات وينم‪.‬‬
‫شهزاد صاحب! زما د ډايري پر اساس باندي يو ناول ليكل‬
‫غواړي چي اوله برخه يې هغه ال په خوا ليكلې ده‪ ،‬هان البته كه‬
‫شاهدترين زما د مرګ د غم سانحې ډېر پرېشانه نه كړى نو بيا د تللو‬
‫په وخت دا ډايري و ده ته وركړه چي تر شهزاد صاحب پوري يې‬
‫ورسوي كنه دا امانت به بيا ته په څه نه څه طريقه تر شهزاد صاحب‬
‫پوري رسوې"‪.‬‬
‫" كېتراين زه غواړم چي اوس غسل وكړم"‪.‬‬
‫" الكن مرجاني! اوس خو نزدې د ماښام وخت دى او د كابل‬
‫ژمى دى‪ ،‬داسي نه وي چي يخ دي ووهي " كېتراين ورسره موافقت‬
‫نه وكړى‪.‬‬
‫"نه كېتراين دا ضروري راته ښكاري څوك خبر چي بيازه د‬
‫سبا لمر ووينم او كنه‪ ،‬زه پر كوم سفر چي وځم نو بايد چي آغاز يې‬
‫په طهارت سره وي او بله خبره دا ده چي زما په المارۍ كښي يوه‬
‫جوړه نوې سپينه د كاټن جوړه هم پرته ده‪ ،‬زه غواړم چي د غسل‬
‫څخه پسته دا جوړه واغوندم او كېتراين! كه چېري زه مړه سم نو‬
‫بيا هم په دغه جامو كښي ما و خاورو ته وسپارى او كه چېري د‬
‫رسومو ادايګي ضروري وګڼل سي‪ ،‬نو بيا كفن هم د دې جامو د پاسه‬
‫راته راكړى "‬
‫" مرجاني! خداى ته وګوره ته دا څرنګه خبري كوې‪ ،‬جوړه‬
‫روغه ښځه يې هسي دي غړى اچولى دى"‪.‬‬
‫" آهو‪ ،‬كېتراين! ته ښه وايې‪ ،‬بس ته هم دومره زما مدد وكړه‬
‫او شاه زمرك خان و شاهد نه ښكاره كېږي دوى چېري دي"‪.‬‬
‫"دلې دي د شاه زمرك خان په خونه كښي ‪the passions of‬‬
‫‪christ‬‬
‫نوموړى فلم ګوري "‬
‫" مرجاني! ته ودرېږه چي زه وګورم چي غسل خانه دي ډېره‬
‫سړه نه وي‪ ،‬زه يو ساعت د ګېس هيټر پكښي بل پرېږدم بيا ته‬
‫ورسه اوبه خو هلته تودې سته چي ته راوځې ما به چاى هم درته‬
‫تياري كړي وي او كالي به دي زه هلته در ورسوم"‪.‬‬
‫" څه ساعت پسته مرجانه د كاټن په سپينو جامو‪ ،‬سپينه ګنجۍ‬
‫(انګيا) او سپين تاوده شال‪ ،‬كښي د غسل خانې له خوا و خپلي خوني‬
‫ته راغله‪ ،‬پامير د كېتراين په غېږ كښي ډېر په سكون سره ويښ‬
‫پروت وو‪ ،‬كله چي دا په كټ كښي كښېنستله نو د څه ساعت دپاره‬
‫يې پامير په خپله غېږ كښي واخيست تر ډېره وخته يې په مادرانه‬
‫‪209‬‬

‫شفقت سره ورته كتل‪ ،‬و كېتراين ته يې بېرته تر سپارلو وړاندي‬


‫څو ځلي ښكل كړى او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"ته دى په خپله خونه كښي پرېباسه‪ ،‬ښه يې پټ كړه نو بيا‬
‫زغرده راسه نو به چاى سره وكړو"‪ .‬كېتراين د دې په مانوسه‬
‫لهجه كښي يوه نابلده بېګانګي محسوسه كړه‪.‬‬
‫كله چي كېتراين راغبرګه سوه نو د مرجاني حال ورته ډېر بدل‬
‫غوندي ښكاره كېدى‪ ،‬په سپين لباس كښي هغه د خزان د يوې ژړي‬
‫پاڼي په څېر غمجنه‪ ،‬الكن ښايسته ښكاره كېدله او پر لبو باندي يې‬
‫د مرګ د ابديت نغمه لكه واوره منجمد پرته معلومېدله‪ ،‬د كېتراين‬
‫زړه و خولې ته راغلى‪ ،‬هغې ږغ ورباندي وكړى او خپل الس يې د‬
‫دې پر الس كښېښود‪ " ،‬مرجاني! ته خو د واوري په څېر سړه يې‬
‫ما نه درته ويل چي مه لمبېږه‪.‬‬
‫" مرجاني په خدايي حوصله سره ورته وويل چي‪:‬‬
‫" كېتراين! اخيري وخت دى ګوره ته په ډاكټر ماكټر پسې مه‬
‫ځغله‪ ،‬دا وخت ستا موجودګي زما دپاره ضروري ده‪ ،‬هان البته سر‬
‫او شاهدترين راوبوله "‪.‬‬
‫په واپسۍ كښي درې واړه په خود هم د زعفران په څېر ژړه‬
‫ګونه راښكاره سول‪ ،‬شاهدترين هلته په وره كښي ودرېدى هغه پوهـ‬
‫سو چي څه سانيحه مخ په وړاندي راروانه ده‪ ،‬ده ډېر په كرار په‬
‫خپل زړه كښي له ځانه سره چي مخاطبه يې ودې ته وه‪ ،‬وويل‪:‬‬
‫"سمۍ! ما كله هم ستا په ژوند كښي د مداخلت كولو جسارت‬
‫نه وكړى‪ ،‬الكن ستا د مرګ سره زما مرګ څومره يقيني دى"‪.‬‬
‫مرجاني په نېغه سره دا جمله په خپل زړه كښي واورېدله او‬
‫خپلي ښايستې اوښلني سترګي يې د ده و خواته پورته كړې او دوى‬
‫درې واړه يې د ځان و خواته راوبلل‪ ،‬يوه سړه ساه يې واخيستله او‬
‫بيايې و شاه زمرك خان ته وويل چي‪:‬‬
‫"سر! زه يو اخيري خواهش لرم او زما يقين دى چي ته به يې‬
‫پوره كړې‪ ،‬ګوره ما و تا تر دوى دواړو زيات دوستان نه لرو‪ ،‬الكن‬
‫زما و ستا د طالق په حقيقت دوى دوه هم التر اوسه خبر نه دي‪،‬‬
‫سر! ته خبر يې چي ما له تا څخه دا دوې درې مياشتي پخوا طالق‬
‫ولي واخيست؟‬
‫سر! ته د كېتراين مينه يې‪ ،‬زما په ژوند كښي خو په حادثاتي‬
‫سوب سره راغلې‪ ،‬زه اوږده خبره نه سم كوالى‪ ،‬زه عين د ابديت د‬
‫مقدس سمندر پر ښايسته ساحل باندي والړه يمه‪ ،‬زه غواړمه چي تر‬
‫روانېدو وړاندي‪ ،‬ستا الس د كېتراين په الس كښي د ژوند د يو‬
‫ملګري په حېث وركړم‪ .‬او زه چي هم داستا له كوره د مرګ په‬
‫سفر وځم نو د دې څه ساعت دپاره شاهدترين د خپل ژوند د مالك په‬
‫‪210‬‬

‫څېر قبلومه‪ ،‬ستا و د كېتراين د ايجاب وقبول شاهدان زه و شاهد‬


‫ترين او زما و شاهد ترين د ايجاب و قبول شاهدان بيا ته او كېتراين‬
‫ياست‪ ،‬زه خپل زوى پامير د كېتراين په حواله كوم او يو خواست بل‬
‫درته كوم چي زما د زوى روزنه بايد چي پر خپله آبايي مېنه باندي‬
‫وكړې‪ ،‬د تهذيب ښكال پر خپل ځاى‪ ،‬الكن زه غواړم چي زما زوى د‬
‫جرات زړورتيا او غيرت په صفاتو زيات پوره وي‪ ،‬هان چي لږ غټ‬
‫سي نو بيا به يې په كال او دوو كښي زما تر قبر پوري ضرور راولې‪.‬‬
‫درې واړو د بې روحه سايو په څېر په ژړو ګونو د دې پر‬
‫غوښتنو باندي عمل وكړى‪ ،‬دا د دنيا تر ټولو منفرد تړون وو چي د‬
‫مرګ تر سايې الندي تر سره ورسېدى‪.‬‬
‫شاهد! زه پوهېږم چي ما د تا سره په نادانۍ كښي ډېر ظلم‬
‫وكړى‪ ،‬زه هيله كوم چي ته به ما معاف كړې‪ ،‬شاهد د يوه ساعت‬
‫دپاره د زړه روح و بدن انتساب هم يوه لويه معنا لري‪ ،‬ما ياد لره‪،‬‬
‫زما د مړيني پسته تر اول بهار پوري راته دلته سه‪ ،‬بيا و خپل كورته‬
‫والړ سه‪ ،‬زما پر ټول ټبر‪ .‬بچيانو او دوستانو ډېر سالمونه وايه او‬
‫ورته وايه چي د ژوند جبر په مخه اخيستې يمه‪ ،‬بد مه راته واياست‬
‫د دعا سره سره معافي هم راته وكړى‪ ،‬دا زما د غاړي الكټ سر‬
‫راكښته كړه چي درپه غاړه يې كړم او دا زما د وېښتانو څوحلقې دي‬
‫چي د يادګار په توګه يې درته پرېږدم او تاسو ټول د خداى په امان‬
‫كښي وركومه"‪.‬‬
‫داسي معلومېدله چي د ساه په سلسله سره نه‪ ،‬بلكي د ګفتار‬
‫په تار سره ژوندۍ وه‪ ،‬دې په يوه الس كښي د شاهدترين الس او په‬
‫بل الس كښي يې د كېتراين الس ټينګ ونيوى‪ ،‬و شاه زمرك خان ته‬
‫يې اشاره وكړه چي خپل الس د دې پر تندي باندي كښېږدي اوبيا په‬
‫يو ډېر فطري انداز د ژوند له ښاخه د يوې ژړي پاڼي په څېر‪ ،‬د‬
‫مرګ د باد پر دوش باندي كرار كرار د ابديت پر مځكه بې اوازه د‬
‫نېست برخه وګرځېدله‪.‬‬
‫د استعارې په توګه نه‪ ،‬بلكي په حقيقي معنا كښي د درو واړو پر‬
‫زړونو باندي د قيامت غمونو خپلي توري كيږدۍ ودرولې‪ ،‬كېتراين د‬
‫خزان د ټولو ژړو پاڼو په اجتماعي دوك سره وژړل او پر مرجاني‬
‫باندي نسكوره پرېوتله‪ ،‬د شاه زمرك خان پرلوړو حوصلو باندي‬
‫ډېري سړې واوري په ير غل راغلې‪ ،‬د هغه په ښايستو زړورو‬
‫سترګو كښي د غم اوښكي يخي پاته سولې او دى ځاى پر ځاى د كاڼي‬
‫د يوه بت په څېر بې حسه او بې حركته پاته سو‪.‬‬
‫په بله خوا شاهدترين په واضح توګه احساس و درلودى چي د‬
‫ده پاته نيمى زړه هم باقي مانده ژوند له السه وركړى‪ ،‬هغه و نه ژړل‬
‫بلكي د ده پر و چو شونډو باندي يوه زهرجنه مسكا رابر سېره‬
‫‪211‬‬

‫سوله‪ ،‬دى يو دوه ګامه مخ پر وړاندي ورنزدې سو‪ ،‬هغه چي ژوند‬


‫مړ كړى وو د مړې مرجاني په احساس سره پوهېدى‪ ،‬هغه د بعد از‬
‫مرګ په آزادۍ سره پوهېدى ځكه لږ و مسېدى‪.‬‬
‫" مرجاني ته د مړيني پسته هم مړه نه راته ښكارې‪ ،‬داسي‬
‫معلومېږي لكه اساطيري يوه مقدسه دېوي چي په خواږه خوب ويده‬
‫وي‪ ،‬ستا پر سپينه مقدسه څېره د پرتو خورو ورو تورو زلفو په‬
‫ښايست او معصوميت سره قسم خورم چي زه به له اوسه څخه بيا‬
‫ستا د مرګ پر ليكه باندي وتاته په سفر سم‪ ،‬بس لږ د ابديت د سمندر‬
‫په غاړه پښه راته ونيسه زغرده به هلته د تا سره يو سم‪ ،‬شاهدترين‬
‫د مرګ په خوب ويدې مرجاني ته مخاطبه وكړه‪.‬‬
‫بيا د غم په توند باد سره د كږې وني په څېر ورنجوخ سو او‬
‫د دې و ساړه ورغوي ته يې يوه اوږده بوسه وركړه او د مقدسي‬
‫څېرې پر نيم وا ښايستو سترګو باندي يې ګوتي و نيولې‪ ،‬كله چي‬
‫يې د دې سترګي ورپټي كړې نو په زړه كښي يې پر ځان باندي د‬
‫ژوند ټولي دروازې بندي كړې‪ ،‬له خوني څخه تر وتلو وړاندي د دې‬
‫پر مر مريني څېرې څه اوښكي او د دې پر ښايسته خوله باندي څو‬
‫الوداعي بوسې ثبتي پرېښودلې‪ ،‬بيا هيڅ يو چانه وليد چي پر كومه‬
‫ورك سو‪ ،‬بس په دا بله ورځ په اديره كښي د زاهدتوصيفي د قبر تر‬
‫څنګ د دې د سپارلو په وخت ښكاره سو‪ ،‬شاهد چي سد يې كار نه‬
‫كاوى نو پر دې باندي يې اصرار وكړى چي د دې تر سپارلو وړاندي‬
‫يو ځلي دى په خپله د مرجاني په قبر كښي د څه ساعت دپاره پرېوتل‬
‫غواړي‪ ،‬نا چاره موجودو ټولو دوستانو د ده د غوښتني سره موافقه‬
‫وكړه‪ ،‬كله چي دى د مرجاني په لحد كښي پرېوتى نو موجود هر‬
‫وګړي د ميني په آفاقيت او اقتدار باندي وژړل‪.‬‬
‫"مرجاني! زه خپله روح دلته د لګېدلي يوه څراغ په صورت‬
‫درته پرېږدم‪ ،‬د رڼا سره سره به يې د لمبې سره خبري هم كوې‪ ،‬زه‬
‫ستا د مسافر روح په دوك و تنهايي پوهېږم‪ ،‬په ژوند كښي خو‬
‫ممكن نه دى چي دى دي ما د تا سره ښخ كړي ما ستا تر څنګه د‬
‫ښخېدو څخه خو نه سي راګرځواى‪ ،‬د نوي سفر په دې مكان زه تا د‬
‫لوى څښتن په حواله كوم‪ ،‬مرجاني كشكي! زه ستا لحد واى او ما ته‬
‫په خپله غېږه كښي تر ابده ابده پوري خوندي ساتلې واى"‪.‬‬
‫شاهدترين يو نابلده تاثر پر څېره د مرجاني له لحد څخه را‬
‫ووتى او بيا ده و شاه زمرك خان مرجانه و خپل لحد ته حواله‬
‫كړه‪ ،‬د ټولو رسوماتو تر سره رسولو پسته د غم او دوك دا سايې‬
‫بېرته د ژوند و بازارګي ته راغبرګي سوې‪.‬‬
‫الكن شاهدترين د شاه زمرك خان و كورته له تللو څخه انكار‬
‫وكړى‪ ،‬هغه و دې خبري ته تر جيح وركړه چي د زاهد توصيفي په‬
‫‪212‬‬

‫سټوډيو كښي قرار و نيسي چي بنفشې د هغه له لواحقينو څخه‬


‫رانيولى وو‪ ،‬د ده زړه غوښت چي د زاهد توصيفي تخليق كړي د‬
‫مرجاني د تصويرونو په حصار كښي ژوندتېر كړي‪ ،‬د شاه زمرك‬
‫خان او نورو ټول ملګرو اصرار بې ځايه او بې سوده ثابت سو او د‬
‫بنفشې د ډاډګيرني په سوب د دوستانو نورو غړو د ده خبره ورسره‬
‫ومنله‪ ،‬بنفشې غوښت چي دى په خپل امان كښي وساتي‪ ،‬ټولو‬
‫دوستانو بيا په خصوصيت سره بنفشې انتهايي كوشش كاوى چي د‬
‫ده په هر قيمت دلجويي وكړي او د ژوند هر سهولت ورته مهيا كړي‪،‬‬
‫الكن څوك چي د ژوند كولو زړه نه لري نو بيا د هغه هيڅ يو درمان‬
‫هم ممكن نه سي‪ ،‬بنفشې سحار ماښام د هغه خبر اخيستى‪،‬‬
‫وداصمدزۍ ډېر كوشش وكړى چي دى په خپله ‪ n g o‬كښي مصروف‬
‫وساتي اوله كوره به يې پاخه خوراكي مواد ورته راوړل او د ده‬
‫فريج به يې په نورو لوازماتو ډك ساتى‪ ،‬ماللۍ شينواري به هم‬
‫عموما ً له خپل مصروف ژوند څخه څه ساعتونه د ده دپاره را ايستل‪،‬‬
‫شاه زمرك خان‪ ،‬كېتراين‪ ،‬انجنېر صاحب ډاكټري او ډاكټر آفندي‬
‫واړو كوشش كاوى چي دى په خپل خپل حصار كښي ګېر وساتي‪،‬‬
‫الكن هغه اوس فقط په پامير كښي دلچسپي درلوده‪ ،‬كله كله به يې‬
‫غوښتنه درلوده چي كېتراين يې تر ده پوري راوړي‪ ،‬كله چي به يې‬
‫پامير په غېږ كښي واخيست نو به يې پر څېره باندي د ژوند رڼا‬
‫پيدا سوه‪ ،‬كنه ښايسته څېره يې په معنوي لحاظ سره ال تر اوسه د‬
‫مرجاني د لحد په خاك سره سپېره وه‪.‬‬
‫د يوې هفتې په اوږدو كښي بنفشې په شاهدترين كښي يو غټ‬
‫بدلون وليدى هغه د كابل جان د ژمي په زړه كښي هم په هره ګهنټه‬
‫كښي اوس درې څلور ځلي اوبه څښلې‪ ،‬الكن تنده يې بيا هم نه‬
‫ماتېدله‪ ،‬په يوه نابلده نفسياتي ناروغۍ اخته هر وخت به يې شونډي‬
‫وچي او حلق د لرګي په څېر خشك ورمعلومېدى‪ ،‬پر څېره يې ځكه‬
‫د سرابونو بې رنګي يخه پرته وه‪.‬‬
‫او ورسره د يوې بلې انحرافي رويې څرك يې هم په نماړه‬
‫راغلى اوس به يې اكثره وخت له سټوډيو څخه د باندي تېروى او‬
‫هيڅ و چاته نه معلومېده چي څه كوي او چېري ګرځي‪ ،‬وخت نا‬
‫وخته به د ماللۍ و دفتر ته ورپېښ سو‪ ،‬تر اوسه يې ال د خپل‬
‫ظاهري ساټ باټ خيال ساتلى وو‪ ،‬سپيني جامې يې اغوستې د هري‬
‫ورځ شېو او لمبېده يې ال په خيال كښي نيولي وو‪ ،‬بس اكثره به‬
‫چورت ورځني اوږد سو‪ ،‬په شعوري توګه يې د مرجاني له ذكره‬
‫څخه ځان ژغورى او كوشش يې كاوى چي يو نارمل غوندي سړى‬
‫ښكاره سي‪ ،‬الكن دا بيا بله خبره وه چي په خندا كښي به يې د خزان‬
‫د ژړو پاڼو دوك له ورايه ښكاره كېدى‪.‬‬
‫‪213‬‬

‫بنفشې د ده په تسلسل سره د غير حاضرۍ خبره د دوستانو په‬


‫محفل كښي په تكرارسره كوله‪ ،‬الكن هغه په الفت سره پوښتلى هيڅ‬
‫يوه استفسار ته واضح ځواب نه وړاندي كوى‪ "،‬بس دلته و هلته‬
‫ګرځم كله كله د مرجاني تر خاكه پوري ورسم " دا به يې ځواب وو‪.‬‬
‫په دې دوران كښي يوه درسته مياشته تېره سوه د كابل جان‬
‫ژمى څه نور هم سخت سو‪ ،‬دهري ورځي د تېرېدو سره د بنفشې‬
‫تجسس هم وده كوله چي اخير سهار وتلى تر ماښامه پوري نو څه‬
‫كوي؟ نو ځكه يې يوه ورځ تصميم ورته ونيوى چي په هر قيمت به‬
‫دا حقيقت و ځان ته معلوموي‪.‬‬
‫يوه ورځ د ده تر راوتلو وړاندي د زاهد توصيفي و كورته نزدې‬
‫يې يوه ګوښه ورته ونيوله‪ ،‬د ځان پټ ساتلو دپاره يې چېري چي‬
‫چادري اغوستې وه هلته يې د ملګري په حېث مزدوره هم را وستلې‬
‫وه‪ ،‬څه د پاسه لسو بجو په شا و خوا كښي څه ګوري چي شاهدترين‬
‫را ووتى په يوه وږه كښي د اوبو ترماس او په بله وږه يې يو بېګ‬
‫اوېزان درلود‪ ،‬د اوبو ترماس اوس د هغه هر وخت ملګرى وو‪ ،‬هغه‬
‫پر خپل چاپېريال باندي يو تنقيدي نظر واچوى او بيا په خپل بې‬
‫سمته سفر باندي روان سو‪ ،‬ټوله ورځ له يوې محلې څخه تر بلي‬
‫محلې پوري په يون اخته وو‪ ،‬په هره محله كښـي چېري چي به څو‬
‫كوشنيان سره راغونډ وو‪ ،‬دى په خپله به هم د هغو برخه جوړ سو‪،‬‬
‫د خپل بېګ څخه به يې د بايسكل وړوكى پمپ راوياستى او و‬
‫كوشنيانو ته به يې بې قېمته پوكنې ور ډكولې‪ ،‬چاته به يې مډمه او‬
‫چا ته به يې وړوكى ګين يا بېتي وركولې‪ ،‬د هري محلې په كوشنيانو‬
‫كښي ډېر هر دل عزيز ښكاره كېدى‪ ،‬په هره محله كښي به دوى په‬
‫منډه د ده خواته راتلل او په نارو سره به يې ويل چي‪" :‬الال راغلى‪،‬‬
‫ده به د هغو د ميني په ځواب كښي د هغو و مقدسو السو ته بوسې‬
‫وركولې‪ ،‬د كوشنيانو په موجودګۍ كښي به شاهد د تندي له احساسه‬
‫څخه بې نيازه راغلى‪ ،‬كنه يوازي پر ټوله الر به يې په تسلسل سره‬
‫اوبه څښلې‪.‬‬
‫د ژړي ماځيګر لمر چي د غرو تر شا د پټېدو په تياري وو‪ ،‬نو‬
‫د ده شيان هم تمام سول او بيا ده د مرجاني د قبر د زيارت كولو‬
‫دپاره د اديرې الره اختيار كړه‪.‬‬
‫ده د هغې پر قبر باندي هيڅ دعا هم ونه كړه‪ ،‬د دې او زاهد‬
‫توصيفي د قبر په منځ كښي يې خالي بيګ تر سر كړى او د لږ ساعت‬
‫دپاره پر سړه مځكه باندي كرار سو‪ ،‬تر ډېره بې حس و حركت پروت‬
‫د شنه سرد مزاجه اسمان سره په وينا بوخت وو‪ ،‬بنفشې له څه‬
‫فاصلې د ده بوڼهارى خو اورېدى الكن خبره ورباندي نه بېلېدله‪،‬‬
‫‪214‬‬

‫كله چي شپه له غربه راوختله او يخ ناقابل برداشت سو نو دى هم يخ‬


‫زڼى زړه د كور و خواته راروان سو‪.‬‬
‫"ښه نو ته هره ورځ په تكرار سره داسي ژوند تېروې !‬
‫شاهدجانه ! د ده په تعاقب كښي رارواني بنفشې كرټ كرټ په زړه‬
‫كښي وژړل‪ ،‬څومري اساطيري كيسه ښكاري ! او بيا بنفشه ډېره‬
‫وشاته په سفر والړه‪.‬‬
‫تېر حاالت د يوه فلم په توګه د دې د زړه پر پرده باندي په‬
‫بېرته منعكس سوو‪ ،‬مړه و ژوندي خلګ يې د خيال په زمان مكان‬
‫كښي بېرته سره راغونډ سوو‪ ،‬د حسن‪ ،‬ميني‪ ،‬محبت او قربانۍ‬
‫ښكلي موسمونه له نوي سره و سپڼېدل‪ ،‬مرجانه‪ ،‬زاهد توصيفي‬
‫دواړه څومري ښكلي ښايسته او د ابديت حامل دوه ديوتا ګان ښكاره‬
‫كېدل‪ ،‬د هغو د پرده كولو بادجود څومري په وختونو كښي د قيام‬
‫كولو هنر زده دى‪ ،‬زما و د شاهدترين دپاره دوى اوس هم څومري‬
‫ژوندي او زړه ته راتېر ښكاره كېږي او اوس بيا دا شاهدترين د‬
‫مرجاني پر پله د شهيدمحبت د الجهن په منګولو كښي راګير ښكاري‪،‬‬
‫خداى دي نه كوي چي د مرجاني په عشق كښي مړ نه سي‪ ،‬نو ارام‬
‫نه سي موندلى‪.‬‬
‫آيا دا ممكن ده چي زه يې و زړه ته الر جوړه كړم؟ دا يو داسي‬
‫سوال وو چي هيڅ ځواب يې عيان نه وو‪ .‬بنفشه په خيال كښي ډوبه‬
‫والړه‪.‬‬
‫په دې حال كښي هغه مخ و شا و خپل منزل ته را ورسېدل‪ ،‬د‬
‫شاهدترين د دننه تللو پسته دې خپله چادري د خپلي مزدوري په‬
‫حواله كړه او هغې ته يې وويل چي‪:‬‬
‫"ته كورته درځه زه بيا څه ساعت پسته درپسې درځم‪،‬‬
‫بنفشې چي كله پر دروازه الس كښېښودنو بېروني دروازه و‬
‫دننه خواته خالصه والړه دې په اهستګۍ سره دروازه تر خپلي شا‬
‫وتړله او مخ پر وړاندي يې په احتياط ګامونه پورته كړو‪ ،‬په دننه‬
‫ګېلري كښي چېري چي د مرجاني د جوړ سوي تصويرونو يو‬
‫ښايسته سلسله اوېزان وه د يوه و مخ ته شاهدترين و دېواله ته مال‬
‫وهلې د چرسو سګرېټ په الس كښي د خودفراموشۍ په حالت كښي‬
‫ناست د ځان سره بڼېدى‪ ،‬په فضا كښي د چرسو يو خوږ او مسحور‬
‫كن خوشبوى خوره وه‪.‬‬
‫"مرجاني! زه اوس دستي ستا له خاك څخه راغبرګ سوى يم‪،‬‬
‫زه ستا د روحاني موجودګۍ هر وخت احساس لرمه‪ ،‬خلګ وايي چي‬
‫ته مړه يې‪ ،‬څه غلط خوهم نه وايي‪ ،‬ولي چي مادرته وويل چي زه‬
‫اوس دستي ستا له قبره څخه راغبرګ سوى يم الكن خبره دا ده چي‬
‫ته زما دپاره هم مړه يې او كنه؟‬
‫‪215‬‬

‫مرجاني! ميني نه مري‪ ،‬د مرګ په نوم په فضا كښي په تحليلي‬


‫صورت تر ابده ابده پوري ګرځي‪ ،‬د ژوندپه هر موسم كښي په متنوع‬
‫صورتونو سره د ځان څرګندونه كوي‪ ،‬زه و ته اوس ډېر سره نزدې‬
‫يو بس دا بنفشې څه مشكل راته پېښ كړى دى‪ ،‬هغې په كامل‬
‫هنرمندۍ سره د ميني او دوستۍ يو ښايسته پړى زما په پښو كښي‬
‫زندۍ كړى دى او زما د مرګ د جبلت په مقابل د ژوند و جبلت ته‬
‫تقويت وركوي‪ ،‬مرجاني هغه ډېره يو اعلى نسبه او مخلصه نجلۍ ده‪،‬‬
‫الكن زه خو د سحار يو څراغ يم دا ساعت او هغه ساعت به ستا د‬
‫ښايستو سترګو د ګل په څېر تر ساه تېر سم "‬
‫هغه د كوم چا شعر دى چي‪.‬‬
‫زه څراغ د اخير شب د مرګ طامع وم‬
‫تا د نوي ژوند بې ځايه نويد راكړى‬
‫شاهد او چرس؟ بنفشه د دوك يوه ژور سمندر ته ورشوه سوله‪،‬‬
‫دا د وينو د ټولو مقدسو رشتو په امتزاج سره د شاهد تر غم صدقه‬
‫سوه‪ ،‬بيا په اوښلنو سترګو د خودفراموش او خودكالم شاهدترين تر‬
‫څنګه كښېنسته او په ډېره اهستګۍ سره يې د هغه له ګوتو څخه تر‬
‫نيمي زيات دودېدلى سګرېټ راوكښى او په خپله يې يو اوږد كش‬
‫ځني واخيستى‪.‬‬
‫شاهد د خوف او شرمندګۍ په ډك نظر سره د بنفشې سره د‬
‫يوه ساعت دپاره سترګي څلور كړې‪ ،‬الكن د نظر د كوز كولو‬
‫وړاندي يې د بنفشې د سګريټ الس ټينګ ونيوى‪.‬‬
‫" بنفشې دا د تا سره نه ښايي دا ته څه كوې؟‬
‫" ښه نو د تا سره ښايي؟ ته چي دا كوې "‬
‫" نه بس د غم غلطولو يوه بهانه ده كنه ښه كار خو نه دى"‬
‫" الكن ته دا اخلې چېري؟‬
‫"دلته په يوه كوڅه كښي يې ساقي خانه ده هلته يې اخلم"‬
‫" ګرسره شاهده! تاته دا معلومه ده چي ته پر كومه روان يې؟‬
‫"‬
‫شاهد د هغې تر اوسه الس نيولي الس څخه سګرېټ جدا كړى‬
‫او يوې خواته يې تس كړى‪ ،‬هغه اوس هم كرار كرار دودېدى او بيا‬
‫يې په ډېر دوك ورته وويل چي‪:‬‬
‫"بنفشې! زه تاته خواست كوم زما د مرګ په الرو كښي د ميني‬
‫رباطونه مه جوړوه‪ ،‬زما د ژوند ناقابل برداشت اذيت مه راته‬
‫اوږدوه"‪ .‬د شاهد ترين په لهجه كښي د سرابونو ستړيا راپورته‬
‫سوه‪.‬‬
‫"شاهدجانه! ضروري خو نه ده چي هره مينه دي تر كامرانۍ‬
‫پوري ځان ورسوي‪ ،‬د ميني ناكامي يوه لويه ناكامي ده‪ ،‬الكن دا بايد‬
‫‪216‬‬

‫چي د ژوند د ناكامۍ سوب جوړ نه سي‪ ،‬ته د مرګ خواهش مند يې‬
‫الكن تا كله و دې ته هم پام كړى دى چي ستا د مرګ سره به ستا‬
‫مينه هم مړه او هم وركه سي‪ ،‬ستا و د مرجاني مينه ناكامه سوه‪ ،‬هم‬
‫تا او هم دې تر اوسه پوري يو په زړه پوري ژوند راتېر كړى‪ .‬زما‬
‫و د زاهد توصيفي مينه تمامه سوه‪ ،‬الكن په بېرته د ميني كولو‬
‫صالحيت او جبلت خو بيا هم په وينه كښي ژوندى پاته سوى دى‪،‬‬
‫خلګ د ميني د دوك په بهانه د ژوند د فراريت و نفسياتو ته ښكلي‬
‫ښكلي شاعرانه نومونه وركوي او ته هم له هغې ډلې څخه تعلق لرې‬
‫او د نفسياتو په اصطالح كښي د ميني د شهيد په نفسياتي الجهن‬
‫اخته يې‪ ،‬زه نه يمه خبره چي زما د تا سره د تعلق څه اصطالحي نوم‬
‫كېداى سي‪ ،‬الكن دا حقيقت دى چي زه تا ژوندى غواړم او خپل ژوند‬
‫تر تا قربانولى سم"‪.‬‬
‫د هغې په لهجه كښي د ديوارګريه ټولي اوښكي راتوى سوې‪.‬‬
‫شاهد د هغې تر اوسه پوري نيولى الس له خپلو سترګو سره‬
‫ولګاوه او بيايې په ډېر احترام سره يوه بوسه ورباندي ثبت كړه‪.‬‬
‫"بنفشې! په خداى مي دي قسم وي چي كله زه كابل ته‬
‫راورسېدم نو نيم زړه مي په اوله ورځ او نيمى مي بيا د مرجاني د‬
‫مرګ سره مړسو‪ ،‬زه هم ژوند كول غواړم الكن د مرګ د جبلت د‬
‫وحشت او خودسرۍ مي بيا ته نه يې خبره‪ ،‬زه د تا سره دا ظلم كول‬
‫نه غواړم چي زه د مرجاني څېره ستا پر څېره باندي كښېږدم او‬
‫پاته ژوند د تا سره د ميني په نوم په دوكه كښي تېر كړم‪ ،‬ته زما‬
‫دپاره ډېره مقدسه او د مځكي پر مخ د هر چا نه اهم يو څوك يې‪ ،‬ته‬
‫خبره يې چي زما دا اوسنى ژوند صرف او صرف ستا په سوب تر‬
‫اوسه پوري جريان لري‪ ،‬داستا د ميني طاقت او صداقت دى چي زه‬
‫يې تر اوسه د ژوند سره جوخت ساتلى يمه‪ ،‬بنفشې! زه د تا سره‬
‫دوكه كول نه غواړم‪ ،‬زه ستا د ژوند په قېمت خپل ژوند نه غواړم‪،‬‬
‫زه پوهېږم كه زه وغواړم نو زه ستا په امان اومينه كښي ژوندى‬
‫پاته كېدلى سم‪ ،‬الكن د دې دپاره دا ضروري ده چي زه و ته په ګډه‬
‫ستا ژوند سره تېر كړو‪ ،‬يعني يو ژوند او تېروونكي به يې دوه‬
‫وي‪ ،‬زما خپل ژوند خو پاته نه دى‪ ،‬زه به د يوه پېچك په څېر ستا‬
‫د وجود د نوخېز نهال ټوله نمود څښم اود ځان سره به تا هم د فنا‬
‫په سرابونو كښي بې ريښو كړم‪ ،‬نه مرجاني دا كمينګي ده‪ ،‬دا بزدلي‬
‫او بې وفايي ده او بيا بنفشې تر شا داسي يو څوك خو بايد چي‬
‫ژوندى پاته وي چي موږ د ميني برباد خلګ په ياد وساتي"‪.‬‬
‫او هغه خپل ستړى سر د هغې پر ښايسته وږه باندي د لږ ساعت‬
‫دپاره كښېښود او په پټه خوله يې وژړل‪.‬‬
‫‪217‬‬

‫د دې پسته په دوى دواړو كښي يوه هم هيڅ نه وويل‪ ،‬د چرسو‬


‫سګرېټ هم پوره ايره سوى په خپل خاك كښي د دوى په څېر پټه‬
‫خوله افسرده پروت وو‪ ،‬بنفشې په چشم تصور كښي ليدلى سو چي‬
‫شاهدترين به هم د خپل عشق په اور كښي داسي خاك په سر سي‬
‫لكه دا ايره سوى سګرېټ‪ ،‬هغه و پوهېدله چي د ميني دا بازي هم‬
‫نزدې د دې په شكست باندي تمامېږي‪ ،‬زړه يې نه ودرېدى او‬
‫شاهدترين ته يې مخ وروګرځوى او ورته وې ويل چي‪:‬‬
‫"شاهده! د ناكامو مينو دوك هلته بيا ډېر اذيت ناكه سي كله چي‬
‫د اظهار اسودګي په برخه نه ولري‪ ،‬شاهده! زه د تا سره وهللا چي‬
‫يوه بې غرضه مينه لرم‪ ،‬دا اظهار مي په دې درته وكړى چي زه ستا‬
‫پس د دې دپاره ژوند كول غواړم چي اوس دستي تا يوه داسي جمله‬
‫ادا كړه چي زما د زړه و ژوند حقيقي تجديد يې وكړى‪،‬شايد چي هغه‬
‫جمله ستا په خيال كښي خوندي نه وي‪ ،‬الكن دا جمله په خپل ځان‬
‫كښي يو خدايى طاقت لري اوس دستي تا وويل چي‪" :‬بنفشې! تر شا‬
‫داسي يو څوك خو بايد چي ژوندى پاته سي چي موږ د ميني برباد‬
‫خلګ په ياد وساتي"‪.‬‬
‫"شاهدجانه! زه ستا الري نه ايله كومه زه غواړم چي يو څه‬
‫وخت ال ستا تر غمجنه ګڼه سايه الندي تېر كړم‪ ،‬كه نور څه نه وي‬
‫نو د ميني د دې جدلياتي رشتې په سوب خو لږ د ژوند د بصيرت‬
‫اثاثه تر السه كړم‪ ،‬شاهده! زه قسم خورم چي زه به د ځان او ستاسو‬
‫د نورو دوستانو ټولي بربادي ميني په خپل زړه كښي ژوندۍ وساتم‬
‫او په دې توګه به د خپلي وفا په حصار كښي د ژوند كولو اساني تر‬
‫السه كړم‪ ،‬الكن زه خپل يو پټ خواهش درته څرګندول غواړم كه څه‬
‫هم د يوې پښتنې دپاره داسي خبره كول ډېره دشرمندګۍ خبره ده‪،‬‬
‫الكن زما وستا تعلق پر يوه داسي وله باندي والړ دى چېري چي زه‬
‫تر سوال تېره يمه‪.‬‬
‫"بنفشې! دا به زما خوش قسمتي وي كه زه په دې اخير وخت‬
‫كښي ستا په ښه درسم‪ ،‬په خداى مي دي قسم وي چي زه ستا دپاره‬
‫د هر قسم قربانۍ دپاره تيار يم‪ ،‬هسي هم په مينه او دوستۍ كښي‬
‫زموږ د قام خلګ د يوه مثال په توګه مشهوره خلګ يادېږي‪ ،‬شايد تا‬
‫به هم د موسىخان او ګلمكۍ نومونه اورېدلي وي "‬
‫"شاهده! زه غواړم چي ته د يو څه عمر دپاره د مرګ پر الرو‬
‫زما دپاره پښه ونيسې‪ ،‬دا زما خواهش دى چي زه پر مذهبي يا پر‬
‫قانوني اساس باندي څه وخت د تاسره د ژوند د ملګري په حيث تېر‬
‫كړم"‪ .‬د شرم په سوب د بنفشې ساه لږ بې تر تيبه سوه‪ ،‬شاهدترين د‬
‫بنفشې تر معصوميت او مينه د سحار د څراغ د اخيري لمبې په څېر‬
‫جارسو او ټول وجود يې د دوك په تور لوګي سره ډك سو‪.‬‬
‫‪218‬‬

‫"بنفشې! زه ستا د احساس په سپېڅلتيا سره اګاه يم‪ ،‬زه‬


‫دومري حيوان هم نه يم چي د ميني او دوستۍ نظر نه پېژنم‪ ،‬الكن‬
‫رشتيا خبره دا ده چي په ټول ژوند كښي ما فقط د مرجاني سره مينه‬
‫درلودلې ده او ستا به په ياد وي چي د دې دمرګ پر بستره باندي‬
‫زما و د دې تر منځ د عقد رسم ادا كړى سوى وو‪ ،‬بنفشې! مرجانه‬
‫زما دپاره اوس هم ژوندۍ ده‪ ،‬آيا دا څرنګه ممكن ده چي زه د دې‬
‫سره دغا وكړم‪ ،‬په بله خوا زه تا د ځان او ځان ستا يو مخلص دوست‬
‫ګڼم او دا خو زموږ د پښتنو نر او ښځو يو ځانګړى اصول دى چي‬
‫موږ د خپلو دوستانو دپاره خو سر وركولى سو‪ ،‬الكن د دوست سره‬
‫جنسي تعلق كه څه هم قانوني بڼه ولري‪ ،‬قايمول د بې عزتۍ سره برا‬
‫بر يوعمل بولو‪ ،‬بنفشې له ميني پرته زما و ستا تر منځ قايم ازدواجي‬
‫تعلق به د زنا يو بدترينه شكل اختيار كړي‪ ،‬د تا سره د ژوند تېرولو‬
‫دپاره دا ضروري خبره ده چي زه به په تصور كښي تا په مرجاني‬
‫سره بدلومه‪ ،‬بنفشې اكثره خلګ د خپلو ماينو سره هم دا ظلم كوي‪ ،‬د‬
‫هغو سره د هم بسترۍ په وخت كښي خپلي محبوبي په زړه و ذهن‬
‫كښي ساتي او د ځان د محرومۍ انتقام له خپلو ښځو څخه اخلي‪ ،‬د‬
‫هغو ژوند برباد او كرياب كښېږدي‪ ،‬زه په خپله دا د دنيا تر ټولو‬
‫لوى ظلم ګڼم‪ ،‬د موجود يوه وجود نفي او د هغې د روح ژوند او بدن‬
‫توهين او تكذيب‪ ،‬نه بنفشې زه بد خو يم الكن يو كمينه او ظالم څوك‬
‫نه يم"‪.‬‬
‫زه د واده په نوم دځان او تا سره ظلم نه سم كوالى‪ ،‬هان د يوه‬
‫دوست په څېر زما سر تر تا قربان دى‪ ،‬بنفشې په خداى چي زه ستا‬
‫په كور كښي ستاسو د يوه ذاتي مالزم حېثيت قبلوالى سم‪ ،‬الكن ستا‬
‫د شري ِك حيات په نوم و دې ظلم ته غاړه نه سم ايښودلى"‪.‬‬
‫بنفشې! ته دا ستا د ذات او ميني استرداد مه ګڼه دا ستا د ذات‬
‫او ميني يوغټ اثبات دى‪ ،‬هان البته زه هم كوشش كاندم چي يو څه‬
‫عمر ستا د ذات او د ميني په ګڼه سايه كښي آسودګي ولرم او ستا‬
‫مينه او پاك احساس د زا ِد راه په توګه د ځان سره په دې مشكل سفر‬
‫باندي يوسم‪ ،‬زما مجبوري‪ ،‬احسان فراموشي مه ګڼه بس خداى بيا‬
‫زه پر دې فطرت باندي پيدا كړى يم‪ ،‬كني دومري خو ته هم پوهېږې‬
‫چي ته زما دپاره څومري ضروري يې‪ ،‬ګوره په دې دومره اوږدو او‬
‫مشكل خبرو كښي ما يو غوړپ اوبه هم نه دي څښلي ولي چي ستا په‬
‫موجودګۍ كښي هر وخت زه د هغو مځكو سره مشابهت پيدا كړم‪ ،‬د‬
‫كومو پر سينه باندي چي شين ژور سمندر څپاند پروت وي او د‬
‫وجود تر انتها پوري د تندي د عذابه څخه په امان وي‪.‬‬
‫يا به داسي ووايم چي ته زما د وجود پر شاړ او ويجاړ ال‬
‫متناهي دښت باندي د وصلت په هره لمحه كښي د يوه ښكلي باران‬
‫‪219‬‬

‫په څېر په ورېدو راسې او زما د وجود و سپېرو مځكو ته د ژوند‬


‫نخښي او اعتبار ور وسپارې‪ ،‬بنفشې! خداى دي وكړي چي موږ‬
‫ددوو دوستانو په څېر د يوه و بل سره دلته د كابل جان په زړه‬
‫كښي د دوو ماشومو كوشنيانو په څېر بې غرضه مينه ولرو او‬
‫ښايسته وختونه سره تېر كړو‪ ،‬زه زما و ستا تر منځ زما له خوا‬
‫پورته كړي ټوله دېوالونه نړومه او له تا څخه ستا د وجود ګڼي‬
‫سايې او پنا غواړم‪ ،‬د دې جملې سره شاهد ترين پر ځان و بنفشې‬
‫باندي په وجودي حواله ډېر نوي انكشافات تر سره ورسول‪.‬‬
‫"شاهد جانه! زه اوس ستا په وضاحت له تا څخه هيڅ ګيله هم‬
‫نه لرم‪ ،‬ستا نفسياتي مجبوري اوس و ما ته زما د وجود او ميني د‬
‫استرداد نه ښكاره كيږي‪ ،‬بس ما هم دا غوښت چي زما دي د تا سره‬
‫يوه نه يوه رشته ضرور وي‪ ،‬كه د ميني نه وي نو بايد چي د نفرت‬
‫خو وي‪ ،‬شايد د نفرت رشته د بې اعتنائي د رشتې په مقابل ډېره‬
‫كوشنۍ ښكاري‪ ،‬دلته خو تا زما بشپړه وجودي اثبات تر سره‬
‫ورسوى‪ ،‬تا اوس دستي و ما ته د دوستۍ د رشتې عزت را په برخه‬
‫كړى اوس مخ په وړاندي زما ژوند د بې معنويت په سپېره حصار‬
‫كښي څوك نه سي تړلى‪.‬‬
‫شاهد جانه! د زاهد توصيفي د الميې پسته زه د يوې ماتي‬
‫شكسته كشتۍ په څېر د ژوند د سمندر د څپو پر رحم و كرم باندي‬
‫وم‪ ،‬تا په بېرته زه د ژوند په مځكو كښي د ريښو مېرمنه كړم اوس‬
‫ددې پسته د غم بادونه زما په څانګو كښي د وير بدلي خو وهالى‬
‫سي الكن ما له خپلو ريښو نه سي پرېكوالى‪.‬‬
‫شاهد جانه! دا د يوې پښتنې د دوستۍ الس دى او په دې‬
‫دوستۍ كښي د ويني د ټولو مقدسو رشتو پاك احساس هم شامل دى‪،‬‬
‫پر دې موضوع باندي زما له خوا هم دا اخيري خبره وه‪ ،‬شاهدجان!‬
‫زه و ته او ټوله موجودات د خداى په اراده كښي موجود يو‪ ،‬راسه‬
‫چي ځانونه د ژوند د اجتماعي روح و جمالياتي بصيرت ته وسپارو‪،‬‬
‫ولي چي موږ خدايي فراست نه لرو نو اكثره داسي فيصلې كوو كومي‬
‫چي زموږ د آفاقي نجات په الرو كښي خنډونه اچوي‪ ،‬د ژوند د جبر‬
‫څخه د خالصون دوې الري دي چي يو د مرګ د ميني الر ده‪ ،‬هر يو‬
‫څوك چي د ژوند په اوږدو كښي د مرګ په مينه اخته زړه و ذهن‬
‫ولري‪ ،‬نو بيا يې د ژوند جبر تر پښو الندي د سپېره ګړځ په څېر‬
‫اوار سي‪ ،‬هر څوك چي د مرګ مينه لري‪ ،‬نو بيا يې ژوند ګام پر ګام‬
‫باندي نه سي قتلولى"‪.‬‬
‫مطلب دا دى چي د ژوند د جبر څخه د ژغورني دپاره د مرګ‬
‫سره دميني رشته ضروري ده‪ ،‬كني بيا انسان ګام پر ګام قطره قطره‬
‫د ژوند له السه په اذيت اخته وختونه تېروي او د درختو د اوښكو‬
‫‪220‬‬

‫په څېر څاڅي‪ ،‬او دويمه الر لكه وړاندي چي مي وويل چي‪:‬‬
‫"دخداى د ارادې په مقابل د خپلي ارادې نفي ده‪ ،‬كله چي دا كار تر‬
‫سره ورسيږي‪ ،‬نو بيا انسان د خدايي فراست څښتن ګرځېدالى سي‬
‫س منظر كښي مثبتي فيصلې كوالى شي‪،‬‬ ‫او د كايناتي تناظر په پ ِ‬
‫كومي چي د آفاقي نجات باعث ګرځي"‪.‬‬
‫بنفشې په خپله وينا سره شاهد ترين د حيرت سره مخامخ كړى‬
‫او هغه په يوه لمحه كښي د ټولو زاڼو او مرغانو په اجتماعي توكل‬
‫سره ځان د خدايي ارادې په حواله كړى او پر خپل ځاى په حيرت‬
‫كښي غرق والړى چي د دې توكل سره سم دننه و دباندي د ژوند‬
‫مفهوم څومري بدل او ښايسته سو‪ ،‬هغه يوه اوږده د اطمينان ساه‬
‫واخستله او هغه پوهـ سو چي د مرګ الر اوس نوره هم څومره‬
‫اسانه او روښانه سوه‪.‬‬
‫بنفشې! وهللا چي څومري په زړه پوري وينا دي وكړه‪ ،‬زما د‬
‫فكر په سپېره دښت كښي دي د ريدي او د خاټول ګلونه وسپڼل‪.‬‬
‫كه زما د نارينوو او د تعصب خبره يې ونه ګڼې‪ ،‬خو د مرجاني‬
‫پسته بيا ته دويمه يوه ښځه يې چي دومري ګراني خبري په دومري‬
‫اسانۍ سره كوالى سې‪ ،‬ګوره چي تا دا هنر له كومه زده كړى دى‬
‫چي هر يو تورى دي پر لبو باندي د كمبليو په څېر ژوند پيدا كوي‬
‫او په فضا كښي د خپلو وزرو زر خپروي‪.‬‬
‫په دې حواله زما په ذهن كښي د يوه ناڅرګند شاعر د يوه نظم‬
‫يوه حصه را په زړه سوه‪ ،‬د دې نظم عنوان شايد چي "يوه مسيحا‬
‫غوندي ليال " وو‬

‫نظم‬

‫پټ اسرار درته سپڼمه‬


‫لږ څه وړاندي په وختو كښي‬
‫ژړى لمر بهاند شفق سو‬
‫ستا په ټول وجود كښي خور سو‬
‫و لهجه ته دي شوه سو‬
‫په وينا كښي دي څپاند سو‬
‫هم د دې اعجاز سوب دى‬
‫د ګفتار تاثير دي ګراني!‬
‫د عيسى په تقليد راغلى‬
‫مړه لفظونه را ژوندي سي‬
‫ستا پر لب‪ ،‬حيات پيدا كړي‬
‫‪221‬‬

‫(‪)2‬‬

‫ته چي كله وينا سر كړې‬


‫ستا لفظونه كمبلۍ سي‬
‫په هوا كښي په پرواز سي‬
‫ټول رنګونه يې نما سي‬
‫جوړ رنګين غوندي كمان سي‬
‫پس د لږ ساعت له پاره‬
‫ستا و مخ ته چي يې پام سي‬
‫له فضا بېرته راغبرګ سي‬
‫ستا د خولې پر غوټۍ كښېني‬
‫ستا د لب تر انكار جار سي‬

‫"واه! ماشاء هللا‪ ،‬ډېر ښايسته نظم دي راته واوروى‪ ،‬كشكي‬


‫دي ټوله نظم په ياد زده واى‪ .‬بنفشه د څه ساعت دپاره د نظم د‬
‫ناڅرګند شاعر د تخيل په څپو كښي له موجوده لمحې څخه ليري‬
‫والړه او د شاعرۍ د ځانګړي ال متناهي ابديت په فضا كښي د غرونو‬
‫د څوكو د واوري په څېر په ځان كښي آسوده راغله‪.‬‬
‫شاعر و ژوند‪ ،‬شاعرانه جمالياتي بصيرت او كايناتي پټ‬
‫امكانات كه شاعري موجوده نه واى نو د ژوند څېره به څومري له‬
‫تزئينه او ښايسته څخه عاري او محرومه واى؟‬
‫ګورو چي بنفشه ال تر څو په دې خيالونو كښي وركه ناسته واى‬
‫چي شاهد ترين ورته وويل چي‪:‬‬
‫"بنفشې! ډېر تېر ماخستن نه دى داسي نه وي چي د بنديز‬
‫وخت سي او بيا دي كورته تلل ممكن نه وي"‪.‬د شاهد ترين په لهجه‬
‫كښي د تشويش څرك په ښكاره سره نما وو‪.‬‬
‫"شاهد! زه خيال كوم چي نن دلته د تا سره پاته سم‪ ،‬الكن ته مه‬
‫وېرېږه اوس زموږ په منځ كښي جنسي تفريق نسته‪ ،‬نه ته نر يې او‬
‫نه زه ښځه‪ ،‬بس موږ دوه لس كلن دوه كوشنيان يو او تر سهاره‬
‫پوري به د يوه و بل سره خبري كوو"‪ .‬بنفشې خپله فيصله‬
‫واوروله‪.‬‬
‫"الكن ستاسو د كور غړي به ډېر پرېشانه نه سي"؟ د بنفشې د‬
‫وضاحت باوجود شاهد ترين په زړه كښي په ډار وو‪ .‬زه به هغو ته پر‬
‫موبايل باندي اطمينان وركړم‪ ،‬زما د كور خلـګ پر ما باندي اعتبار‬
‫لري‪ ،‬بلكې ستا د اطمينان دپاره به درواغ ورته ووايم چي زه د‬
‫"كېتراين" ماللۍ" يا د "ودا" سره شپه تېروم‪ ،‬اوس خو ستا‬
‫اطمينان وسو‪ ،‬بنفشه د شاهد ترين په ګرېز پوهېدله‪.‬‬
‫‪222‬‬

‫رښتيا هم چي ډېر وخت تېر سو‪ ،‬د څه خوړلو وخت دى‪ ،‬راځه‬
‫په ګډه بې تياري سره وكړو‪ ،‬ته باورچي خانې ته درځه زه د فريج‬
‫څخه ډونګه پسې دروړمه‪.‬‬
‫كله چي دننه راغله نو ورته وېويل چي‪:‬‬
‫"شاهد! په فريج كښي پراته څېزونه اكثره هم هغسي پراته‬
‫دي‪ ،‬ما ته خو داسي ښكاري چي ته په باد سره پايې‪ ،‬لږ د خپل‬
‫خوراك او څښاك خيال ساته‪ ،‬عموما ً خلـګ په ډيپريشن كښي زيات‬
‫خوراك كوي‪ ،‬الكن ته خو بس په څكه سره ژوندى يې‪ ،‬زما دا خيال‬
‫دى چي متوازن خوراك تر ډېره حده د غم په مقابل كښي د ژوند كولو‬
‫و نفسياتو ته طاقت وركوي‪ .‬بنفشې ډېر په مينه سره خبره تر سر‬
‫ورسوله‪.‬‬
‫"نه كله كله زه هم پوره ځان مړومه‪ ،‬هان البته چي كله دلته‬
‫هلته په كوڅو كښي د كوشنيانو په منځ كښي مشغوال ولرم‪ ،‬نو اكثره‬
‫د غرمې له ډوډۍ څخه بې پروا سم‪ .‬شاهد د بنفشې د پاته كېدو په‬
‫سوب ال د الجهن سره مخامخ وو‪.‬‬
‫"شاهدجانه! كه خوا بده نه كړې نو د يوې خبري وضاحت‬
‫درڅخه غواړم‪ ،‬ستا د الس د سونې ګوتكي ګهړۍ او د غاړي ځنځير‬
‫په نظر نه راځي‪ ،‬څه سوب دى؟ كوم ځنځير چي دي په غاړه دى‪ ،‬دا‬
‫خو د مرجاني ځنځير دى‪ ،‬ستا خپل دي څه په وكړى؟‬
‫شاهد ترين يوه اوږده ساه واخستله‪ ،‬د څه ساعت دپاره په‬
‫فكرونو كښي ورك سو او بيا يې ورته وويل‪" :‬بنفشې زه چي راتللم‬
‫نو څه رقم مي د ځان سره راوړى وو‪ ،‬څه رقم د مرجاني شاه زمرك‬
‫خان زما په حواله كړى چي په هم دې رقم سره به ما د كوشنيانو‬
‫كهلونې اخستلې‪ ،‬په مرجاني پسې صدقه كومه‪ ،‬د ځان كوشني‬
‫كوشني ضرورتونه به مي پوره كوله‪ .‬كله چي دا رقم خالص سو نو‬
‫بيا وار په وار ما دا خپل څېزونه خرڅ كړل او خپل مشن مي جاري‬
‫ساتلى دى‪.‬‬
‫"الكن شاهد! اخير د دې مقصد څه دى؟ دا كار به ته تر څو‬
‫كوې"؟ د بنفشې په لهجه كښي د زميني حقايقو غوښتنه شامله وه‪.‬‬
‫"بنفشې! كله چي مرجانه په سپينو جامو كښي زما الس نيولى‬
‫تر ساه تېره سوه‪ ،‬نو د دې پر څېره يو عجب غوندي مقدس تبسم‬
‫او د نجات احساس را برسېره سو‪،‬د ژوند له اذيته خالصه هغه‬
‫څېره اوس هم زما پر زړه باندي د څورلسم د سپوږمۍ په څېر‬
‫برېښي"‪.‬‬
‫بنفشې د كوشنيانو د څېرو د تقدس او تبسم په توسط زه اوس‬
‫هم د مرجاني د خوابيده وجود او څېرې هغه ژوندى ميراث پخپل‬
‫‪223‬‬

‫زړه كښي تازه ساتمه او د دې كار دپاره د هر قېمت ادايګي و ما ته‬


‫يو ډېر وړوكى كار ښكاري"‪.‬‬
‫د ډوډۍ خوړلو پسته دوى دواړه د شاهد ترين خوني ته راغلو د‬
‫كابل جان يوه سړه رومانټيك شپه وه‪ ،‬الكن د خوني فضا د هيټر په‬
‫سوب سره تر لويه حده معتدل ښكاره كېدله‪ ،‬بيا د دوى تر منځ د دنيا‬
‫جهان خبري پيل سوې‪ ،‬د افغانستان پر ټولنيز حاالتو باندي ژوري‬
‫تجزيې تر سره ورسېدې‪ ،‬دحامد كرزي او زلمي خليل زاد پر سياسي‬
‫فعاليتونو باندي چيري چي نيوكي وسوې هلته د زميني حقايقو په‬
‫تناظر كښي ستايني هم وسوې‪ ،‬هلته د امريكنو پر سياسي او سټر‬
‫ټيجك كاميابيو او ناكاميو باندي ژوري تبصرې وسوې او د ګاونډي‬
‫ملكونو د حساس ادارو پر منفي رويو باندي يې ډېره خواشيني هم‬
‫ښكاره كړه او بيا موضوع سخن د مرجاني او زاهد توصيفي و خوا‬
‫ته هڅه وكړه‪ ،‬و دواړو ته د دې يو واضح الكن مبهم غوندي احساس‬
‫وو چي د دې په محفل كښي هغه دوه هم په روحاني حواله سره‬
‫موجودګي لري‪ ،‬نه صرف د دوى ګفتګو اوري بلكې د سكوت په ژبه‬
‫په آپس كښي پر دې باندي تبصرې هم كوي‪.‬‬
‫بنفشه و شاهد ترين دواړه پوهېدله چي د څوني زمان‪ ،‬مكان‪،‬‬
‫ځانونه په يوه ماورايي ماحول سره بدل كړي دي‪ ،‬دوه نفوسه وه‪ ،‬په‬
‫زمان‪ ،‬مكان كښي او د ده له هغه څخه ماورا په معنوي حواله‬
‫څومري سره يو دي؟ داهغه احساس وو چي څلور واړو يې واضح‬
‫احساس درلودى‪ ،‬د وحدت او ميني دا خدايي ښكلى ماحول بيا دسهار‬
‫د سپېدو سره و اختتام ته ورسېدى‪ ،‬د اذان د آواز سره دواړو‬
‫پخپله خپله بستره كښي پرېوتله او د خواږه خوب په غېږ كښي د‬
‫كوشنيانو په څېر اسوده سول‪.‬‬
‫په سهار كښي چي دوى دواړه را پورته سول نو پر كابل جان‬
‫باندي په شپه كښي نرۍ واوره ورېدلې وه‪ ،‬د اجازت اخستلو وړاندي‬
‫بنفشې له شاهد څخه دا قول تر السه كړى چي د دې سره به په تماس‬
‫كښي اوسي‪ ،‬شاهد پر خپل ځاى بيا دا وعده په وكړه چي دا به په ده‬
‫پسې دلته و هلته نه ګرځي چي يوه كيلۍ له دې سره او يوه له ده‬
‫سره سته‪ ،‬نو كله چي وخت و موندي نو خوراكي مواد دي په فريج‬
‫كښي كښېږدي او بې ځايه دي ځان د تكليفونو سره نه مخامخ كوي‪.‬‬
‫په را روانو دوو ورځو كښي پر كابل باندي شپه و ورځ ډېره‬
‫زبردسته واوره و ورېدله‪ ،‬درېيمه ورځ ماځيګر چي كله بنفشه د‬
‫شاهد د اوسېدو ځاى ته ورغله نو هلته يې يوه عجيبه خبره وليدله‬
‫چي د مرجاني واړه تصويرونه يو چا مات كړي‪ ،‬پر يوه ځاى يې سره‬
‫غونډ كړي او سوځلي وو‪ ،‬فقط د زاهد توصيفي هغه پخوانى تخيالتي‬
‫‪224‬‬

‫تصوير يې روغ پرېيښى وو‪ ،‬كوم چي هغه د مرجاني تر ليدلو وړاندي‬


‫انځور كړى وو‪.‬‬
‫د دې بيا څه مطلب دى؟ د كور له آثارو د فريج له مواد څخه دا‬
‫معلوميدله چي شاهد ترين په دې دوو درو ورځو كښي دلته استوګنه‬
‫نه ده كړې‪ ،‬نو بيا چيري دى؟ پر موبايل باندي يې له خپلو ټولو‬
‫دوستانو سره د هغه د درك په حواله خبره وكړه‪،‬الكن هيڅ يو چا ته‬
‫يې درك نه معلومېدى‪ .‬آيا دا كېداى سي چي كوټي ته دي تللى وي؟‬
‫يا؟ دي ‪ ............‬ټوله شپه يې په تشويش كښي تېره كړله‪ .‬دا بله‬
‫ورځ د يوولسو بجو په شا و خوا كښي د ماللۍ شنواري و آفس ته د‬
‫فكر د ستړيا او وجودي انتشار په حالت كښي ور حاضره سوه"‪ .‬څه‬
‫خبره ده‪ ،‬بنفشې ډېره پرېشانه ښكارې‪ ،‬خير خو دى؟ ماللۍ سم دستي‬
‫ورځني پوښتنه وكړه‪.‬‬
‫بنفشې ‪ .............‬هغې ته ټوله قيصه ورته وكړه‪:‬‬
‫"خداى خبر چي هغه ازلي تږى او ستړى به چيري ټكري‬
‫خوري؟ ستا له كله څخه مالقات ورسره نسته"؟ " بنفشې پوښتنه‬
‫ځنې وكړه‪" :‬پخوا به كله كله دلته زما و خوا ته هم را وګرځېدى‬
‫اوس له ډېرو ورځو څخه نه معلوميږي"‪ .‬ماللۍ هم په تشويش سره‬
‫اخته سوه‪".‬‬
‫ماللۍ ما څه څلور ورځي وړاندي ليدلى وو‪ ،‬بيا يې هيڅ خبر‬
‫نسته د پرېشانۍ خبره دا ده چي په دې دوران كښي د خپلي استوګني‬
‫ځاى ته هم نه دى راغلى‪ ،‬وړمه شپه مي يو خوب ليدلى دى‪ ،‬وهللا‬
‫چي په دې سوب بيا ډېره د تشويش سره مخامخ يم"‪.‬‬
‫"نه بنفشې! ضروري خو نه ده چي خوبونه دي په خپل تعبير‬
‫كښي هم منفي بڼه ولري‪ ،‬پر خداى يقين كول په كار دى‪ ،‬هسي د‬
‫خوب نوعيت دي څه وو"؟‬
‫"ماللۍ! ما خوب ليدى چي زه و شاهد ترين يوه ورځ ماځيګر‬
‫چي په دريايې كابل كښي بيخي ډېري اوبه بهيږي‪ ،‬د هغه پر غاړه د‬
‫يوه و بل السونه نيولي والړ يو او د هغه پر څپانده سطح باندي د‬
‫ليري پرېوتونكي لمر منعكس سو په دې ننداره يو‪ ،‬په دې دوران‬
‫كښي شاهد ترين له خپله جېبه څخه دوې افغانۍ را وكښلې‪ ،‬يوه يې‬
‫و ما ته راكړه او يوه يې په خپل الس كښي ونيوله او بيا يې را ته‬
‫وويل‪" :‬چي راسه دواړه دا سيكې و دې ښايسته درياب ته حواله‬
‫كړو‪ ،‬تر څو چي دا سيكې د دې درياب په پاتال كښي پټي پرتې وي تر‬
‫هغو به په وختونو كښي زموږ دوستي قايمه پاته سي"‪.‬‬
‫كله چي ما و شاهد ترين دا دوې سيكې د درياب و منځ ته‬
‫وغورځولې نو سم دستي د درياب سطح دوه ځايه سوه او مرجانه يې‬
‫تر منځ پر جوړه سوې الره باندي پخپل سپين نوي لباس كښي د يوې‬
‫‪225‬‬

‫سپوږمۍ په څېر راښكاره سوه‪ ،‬د حيرت خبره دا ده چي هغه دواړي‬


‫سيكې يې په الس كښي ښكاره نيولي وې‪ ،‬دې په پټه خوله له موږ‬
‫دواړو سره مصافحه وكړه‪ ،‬بيا يې شاهد ترين تر الس ونيوى او‬
‫بېرته يې د درياب په خوا يو دوه ګامونه پورته كړو او ودرېده مخ‬
‫يې زما په خوا را وګرځوى او د شاهد ترين وړاندي راته ويل سوي‬
‫څو جملې يې په لږ و ډېر فرق سره داسي تكرار كړې‪:‬‬
‫"بنفشې! زه شاهد له ځانه سره بيايم‪ ،‬ولي چي وختونه يې پوره‬
‫شو‪ ،‬الكن ستا د راتللو په حواله ښه ډېر وختونه باقي شته دي‪ ،‬هسي‬
‫هم يو څوك خو بايد چي تر شا ژوندى پاته وي چي موږ د ميني برباد‬
‫خلـګ پخپل زړه كښي او د دوستانو په محفل كښي په تر مژګانو سره‬
‫په ياد وساتي او ته خو بيا يوه مصوره‪ ،‬نقاش فطرت يې‪ ،‬د اشياوو د‬
‫كايناتي پالن په تناظر كښي دا ستا تاريخي او جمالياتي وظيفه هم‬
‫جوړيږي‪ ،‬ته بايد چي د ځان او يا زموږ تللو خلګو و غمونو ته‬
‫دبرش او رنګونو په توسط سره يو جمالياتي صوري بڼه ور وبخښې‬
‫او د آرټ په ابديت كښي ځان او موږ خوندي كړې‪ .‬مرجاني ګوره‬
‫ديوتاګان هم د مرګ د فناه په زد كښي ژوند تېروي الكن دا عظيمه‬
‫شاعري او عظيم آرټ دى چي كله هم نه مري او د جمالياتي بصيرت‬
‫په توسط پخپل ابديت كښي د همېشګۍ ژوند او ژواك تر السه كوي‪.‬‬
‫تر روانېدو وړاندي يې په الس كښي نيولې يوه سيكه بېرته و‬
‫ما ته راكړه او راته و يې ويل‪" :‬بنفشې! د را روان وختونو د الفت‬
‫په بازارونو كښي به دا ستا سرمايه وي‪ ،‬هلته فقط و فقط صرف دغه‬
‫يوه سيكه چليږي‪ ،‬ګوره چي وركه يې نه كړې‪ ،‬زه و زاهد عموما ً ستا‬
‫ذكر ژوندى ساتو‪ ،‬د لوى څښتن و خدايي رنګو او شخصي مينه ته‬
‫دي حواله كومه‪ .‬د خداى په امان‪.‬‬
‫د خپلي وينا د تماميدو سره دا و شاهد ترين دوباره د درياب و‬
‫منځ ته ور شوه سول‪ .‬او دوپاره والړ ښايسته دريايې كابل بېرته‬
‫پخپله فطرتي بڼه سره پيوند سو او مخ په وړاندي پخپل سفر روان‬
‫سو"‪.‬‬
‫بنفشې په صد مشكل الكن په صحيح تفصيل خپل روحاني خوب‬
‫و ماللۍ شينواري ته بيان كړى‪ ،‬په لهجه كښي يې د اندېښنو د تور‬
‫ماښام سكڼى درد شامله ښكاره كېدى‪.‬‬
‫"الكن بنفشې! دا ضروري خو نه ده چي خوب او د هغه تعبير‬
‫دي په الزمي توګه موافقت سره ولري"‪ .‬ماللۍ د بنفشې د اندېښنو د‬
‫رفع كولو په هڅه راغله‪ ".‬ماللۍ! امكان سته چي زما اندېښنې او‬
‫وسوسې دي بې بنياده وي الكن زما په زړه كښي د ژوند اعتبار لكه د‬
‫ژړو پاڼو په ګريه اخته وينم‪ ،‬ماللۍ د خداى په كامل جهان كښي څه‬
‫كمي يو نه يو ځاى واقع سوې ده‪ ،‬كني زما د زړه د افق ځالند لمر به‬
‫‪226‬‬

‫ولي تورو ترنځو نيولى واى‪ ،‬ګوره چي هغه د ميني ازلي وږى او‬
‫تږى به چيري چيري بې منزله خاك پر سر ګرځي"‪ .‬بنفشې د خزان‬
‫د ټولو درختو په دوك سره په پټه خوله وژړل‪.‬‬
‫د ماللۍ تر څه ويلو وړاندي د دې پر موبايل باندي د ژنګ آواز‬
‫را پيدا سو‪" :‬هيلو زه ماللۍ شينوارې د بي بي سي پښتو څانګي‬
‫څخه ګايېږم‪.‬‬
‫السالم عليكم‪:‬‬
‫ماللۍ! زه قيوم څارندوى خبره كومه‪ ،‬هليه لرم چي تاسو به ښه‬
‫ياست‪ .‬ماللۍ تپوس ورځنې وكړ‪.‬‬
‫"الال! له مودو پسته دي ټيليفون راته وكړى‪ ،‬نن دي څه درپياد‬
‫سومه‪.‬‬
‫"ماللۍ! بس څه درته ووايم‪ ،‬تا ته خو معلومه ده چي زموږ‬
‫نوكري ګرانه وي‪.‬‬
‫"ښه بيا دي هم كور ودان چي ياده دي كړم"‪.‬‬
‫په يوه مشكل كښي چي له تا سره خو يې څه تعلق نسته ماللۍ‪،‬‬
‫الكن يو كوشنى زحمت دركوم ستا و مرستي ته ضرورت لرم‪ ".‬د‬
‫قيوم په لهجه كښي د ګڼي غمجنۍ څرك نمايا وو‪.‬‬
‫"اهو ولي نه‪ ،‬پر دواړو سترګو"‪ .‬ماللۍ ورته ځواب وركړى‪،‬‬
‫ماللۍ تاسو د بنفشې په نوم يوه نجلۍ يا ښځه دلته پېژنى په يوه‬
‫ضروري حواله زه ورسره خبره كول غواړم‪ ،‬د بسيار كوشش باوجود‬
‫د هغو پر موبايل باندي مو خبره نه ورسره كيږي‪.‬‬
‫"خبره څه ده؟ الال! د بنفشې سره تاسو په كومه حواله خبره‬
‫كول غواړى"‪ .‬د ماللۍ په لهجه كښي د خوف عنصر راپورته سو‪.‬‬
‫هلته د خپل نوم په تذكره بنفشه هم په ټول وجود سره و ټيلي‬
‫فونك ګفتګو ته متوجه سوه‪.‬‬
‫"خبره دا ده ماللۍ! چي نن سهار موږ په نزدې اديره كښي د‬
‫اديرې د ملنګ پر اطالع باندي پر يوه پوټي باندي د دوو قبرونو تر‬
‫منځ تر واوري الندي د يوه ډېر ښايسته ځوان الش پيدا كړى دى‪ ،‬د‬
‫يوه تر سر د مرجاني او د بل تر سر د زاهد توصيفي د نامه كتبه‬
‫والړه ده‪ .‬يعني هغه مړ دى"‪ .‬د ماللۍ ټولي اوښكي تر هغې و حلق‬
‫ته را شوه سوې‪.‬‬
‫اهو ماللۍ! د هغه د جېب له كاغذاتو او شناختي كارډ څخه و‬
‫موږ ته دا معلومه سوې ده چي د دې ځوان نوم شاهد ترين دى‪ ،‬تعلق‬
‫يې د كوټي سره دى‪ ،‬د هغه په ټيليفون ډايري كښي هم د بنفشې نمبر‬
‫دي‪ ،‬د چا په حواله چي زه د تا سره په تماس كښي يمه"‪ .‬د هغه په‬
‫غاړه كښي د سونې يو ځنځير يو الكټ هم سته‪ ،‬د الكټ پر پشت‬
‫باندي د مرجاني نوم ليكلى دى او په الكټ كښي دننه پر يوه خوا د‬
‫‪227‬‬

‫يوې نجلۍ او پر بله خوا هم د داغه ځوان فوټو نښتى دى‪ ،‬په جېب‬
‫كښي يې دوې افغانۍ او تر ښي مټ يې د يوې ښځي د اوږدو تورو‬
‫وېښتانو وودلې يوه پښتۍ تړلې ده‪.‬‬
‫تر سر الندي چي يې كوم بېګ وو نو په هغه كښي يو څو ماتي‬
‫او څو روغي پوكنې‪ ،‬يو پمپ‪ ،‬دوې بډۍ‪ ،‬څو بيتي او دوه كوشني‬
‫ګينان هم پراته وو او تر څنګ يې تش د اوبو ترماس هم پروت وو‪.‬‬
‫ماللۍ! وهللا هغه خو د پوكنو او دې څېزونو د خرڅولو واال نه‬
‫ښكاري‪ ،‬بيا د دې څيزونو موجودګي څه معنا لري"؟‬
‫بنفشې ماللۍ و ځواب ته ايله نه كړه‪ ،‬په دې منځ كښي يې د‬
‫صبر پيمانه لبرېزه سوه او هغې د ماللۍ څخه پوښتنه وكړه‪" :‬چي‬
‫ماللۍ! څه معامله ده؟ دومري اوږده خبره دي وكړه‪ ،‬ستا د څېرې‬
‫له تاثره او له لهجې څخه معلوميږي چي خبره ډېره درنه ده‪ ،‬خداى‬
‫ته ګوره زغرده راته ووايه چي څه معامله ده"؟‪.‬‬
‫"هيڅ خبره نه ده‪ ،‬بنفشې ته صبر وكړه‪ ،‬زه لږ تفصيل ال نور‬
‫ورځنې اخلم‪ ،‬بيا به و تاته پوره تفصيل وښودمه"‪.‬‬
‫"هيلو!‬
‫"ښه نو ماللۍ داسي ښكاري چي بنفشه هم دالته د تاسره ناسته‬
‫ده"‪.‬‬
‫"اهو قيوم الال!‬
‫"ما په خپل سروس كښي ډېري حادثې ليدلي دي‪ ،‬الكن زه كله‬
‫هم داسي په زړه زهېره سوې نه يم‪ ،‬لكه نن‪ ،‬ماللۍ ما ته اندازه‬
‫وسوه چي معامله څه ده‪ ،‬هغه د ميني شهيد خپل الس د مرجاني پر‬
‫قبر اچولى‪ ،‬تر ژوري واوري الندي د يوه ماشوم په څېر په اسوده‬
‫خوب سره بيده وو‪ ،‬ما او زما اكثرو ملګرو ورباندي ډېر وژړل‪،‬‬
‫ماللۍ زه به په سركاري هسپتال كښي ستاسو انتظار كوم‪ ،‬موږ د‬
‫شاهد ترين الش هم هلته راوړى دى"‪.‬‬
‫كله چي ماللۍ ټيلي فون آف كړى او د بنفشې سره يې سترګي‬
‫څلور سوې نو بنفشې سم دستي ورته وويل چي‪:‬‬
‫"ماللۍ ته د تسلي لفظونه پرېږده‪ ،‬زه د معاملې و حقيقت ته‬
‫ورسېدلم‪ ،‬د رسمي لفظونو ګنجايش نسته‪ ،‬بس فقط دومره مرسته‬
‫راسره وكړه چي د حكومتي چارواكو څخه يې ميت و ما ته په الس‬
‫راكړه‪ ،‬زه غواړم چي هغه د ميني د سرابونو چوالوه سوى شهيد د‬
‫سالنګ و سړو واورو ته وسپارمه‪ ،‬ماللۍ زه شاهد په سپېره لحد‬
‫كښي نه بلكې په مقدسو واورو كښي ښخول غواړم"‪ .‬بنفشې د ازل له‬
‫فاصلو څخه و ماللۍ ته مخاطبه وكړه‪" ،‬ماللۍ راځه شاهد به زما و‬
‫ستا انتظار كوي‪ ،‬د هغه ستړي و مخ ته خو ال نور ډېر ستړي‬
‫منزلونه پراته دي‪ ،‬راځه چي حوصله وكړو‪ ،‬همت په كار دى"‪ .‬الكن‬
‫‪228‬‬

‫كله چي له كرسۍ څخه د والړېدو په اراده پورته سوه نو سم دستي د‬


‫يوه زاړه ګوګ ختلي دېوال په څېر په خپلو قدمونو كښي ونړېدله او‬
‫په تحت الشعوري حواله يې د ژوند څخه د ګرېز الره خپله كړه‪ ،‬د‬
‫زمان‪ ،‬مكان له حصاره څخه د وتلو په اراده سوه‪ ،‬الكن په دې ساعت‬
‫كښي يې د زړه پر تاريك افق باندي شاهد ترين د لمر په څېر را‬
‫پورته سو او ورته ويې ويل‪" :‬ګوره بنفشې حوصله له السه مه‬
‫وركوه‪ ،‬پكار ده چي خپله فطري جمالياتي وظيفه په نظر كښي‬
‫ونيسې‪ ،‬د يوې انځور ګري په حېث د آرټ په ابديت كښي موږ د‬
‫ميني برباد خلـګ د خپلو ټولو غمونو سره خوندي كړه"‪.‬‬
‫بنفشې د شاهد ترين د وينا په اعجاز سره بېرته د ژوند سره‬
‫خپلي ريښې ټينګي كړې او پخپل زړه كښي ادره راغله‪.‬‬
‫"ماللۍ! نه يم بېهوشه‪ ،‬ماللۍ شينواري بنفشه په خپله غوځي‬
‫كښي را غونډه كړه او د ميني پر دې افسوس ناكه انجام باندي يې د‬
‫ړنګ سوي افغانستان د ټولو خرابو په اجتماعي حسرت او دوك سره‬
‫كرټ كرټ وژړل‪.‬‬

‫پاى‬
229

You might also like