You are on page 1of 86

‫کا سمک سېکسویلزم‬

‫‪Cosmic sexualism‬‬
‫)‬ ‫( یعني کایناتي همه جنسیت‬

‫خدایي ‪ ،‬کایناتي ‪ ،‬انساني ‪ ،‬جمالیاتي او روحاني فلسفه ‪.‬‬

‫ليکوال‬

‫پروفېسر‬
‫رازممحد راز‬
‫‪2‬‬

‫د دې كتاب ټول حقوق د لیکوال او خپرونکي ټولني سره خوندي دي‬

‫د كتاب پېژندنه‬

‫د كتا ب نوم‪....................‬کاسمک سېکسویلزم‬


‫ليکوال‪ ................................‬پروفيسر راز محمد راز‬
‫د چاپ کال‪ ۱۰.۲۰.......... ................................‬ع‬
‫خپرونکی‪ ...........................‬فکر نو ادبي فورم‪ ،‬پښين‬
‫د پښتۍ طرحه‪..........................‬صالح محمد صالح‬
‫د چاپ شمير‪۵۰۰.............................................‬‬
‫کمپيوټر چاري‪ ....................................‬بالول زی‬
‫بيه‪۱۰۰ ............................................‬روپۍ‬

‫د کتاب درک‬
‫افغان قرطاسيه فروشي‪ ،‬ارګ بازار کندهار‬
‫کابل کتاب پلورنځی‪ ،‬ارګ بازار کندهار‬
‫احمد نيوز اېجنيسي‪ ،‬پښين‬
‫‪3‬‬

‫زه دلته د ژوند د ابتدا په حواله د مذهبي او ساینسي تهیوري څخه مخ اړوم او‬
‫په کاینات کي د جاري او ساري ژوند په باب یو نوی تجزیاتي تحلیلي نظر تر‬
‫پام الندي نیسم ‪ ،‬پوښتنه دا ده چي د مځکي پر مخ باندي ژوند څه ډول خپله‬
‫ریښه نیولې ده ؟‬
‫د کایناتي همه جنسیت په وړاندي زه دا ادعا لرم چي د کاهناتي عناصرو‬
‫باهمي کېفیتي مباشرت ( سېکس ) د مځکي پر مخ د انساني ‪ ،‬حیواني ‪،‬‬
‫‪4‬‬

‫نباتاتي ژوند باعث ګرځیدلی دی – د دې عناصرو د کېفیتي مباشرت په سوب‬


‫ژوند چي ډیري ارتقایي مرحلې تر سره ورسولې نو بیا د انواع تقسیم په وجود‬
‫کي راغلی او د انواع د ځانګړي استقرار د پاره جنس یو الزم امر وټاکل سو‬
‫الکن د انواع د ارتقا پس نن هم ژوند د خپل بقا د پاره تش پر جنس ( سېکس‬
‫) باندي تکیا نسي کوای نن هم د کایناتي عناصرو ټولنیز اثرات دي چي د‬
‫مځکي پر مخ په هره دایره کي د ژوند ضامن پاته کیږي ‪.‬‬
‫پوښتنه کول غواړم که د کاهناتي عناصرو تر منځ کېفیتي مباشرت نن هم‬
‫وجود نه ولري نو آیا د ژوند په هره داهر کي به ژواک د عدم د کېفیت سره‬
‫مخا مخ نه سي ؟‬
‫د لمر او سمندر کېفیتي مباشرت که خپل دایمي جنسي جریان ته دوام نه ور‬
‫وبخښي نو آیا بیا هم ژوند په مزکوره دایرو کي ژوندی پاته کیدی سي ؟ په‬
‫څوک اعتراض‬ ‫څرګنده توګه یې ځواب د نفي سره مخا مخ ښکاري‬
‫کوالی سي چي کایناتي باهمي تعامل ‪ Interation‬ته ولي د مباشرت لوڅ نوم‬
‫ورکول غواړم ؟ هغه په دې چي د جدلیاتو د تعامل او نورو قوانینو لکه‬
‫حرکت او تغیر د کمېت} په کیفیت کي د بدلېدو هڅه د تضاد د قانون د نفي ‪،‬‬
‫نفي او بیا امتزاجي صورت خپلول یو تش مېکانکي عمل نه راته برېښي‬
‫بلکې دا په کایناتي او مځکنۍ دایرو کي د ژوند زېږنده یو ژوندی عمل ګڼم ‪-‬‬
‫زه د فلسفې د‪HYLOZISM‬مکتب فکر سره اتفاق لرم چي دا وړاندیز لري‬
‫چي‬

‫په فطرت کي هر شی ‪ ٫٫‬څیز ‪ ٬٬‬ځانګړی ژوند لري او هم ورسره د احساس‬


‫کولو صالحیت لري –‬
‫خبره دا ده چي د ‪ ٫٫‬اشیاو کایناتي اسکیم ‪ ٬٬‬څه دی او مخ په وړاندي د خپل‬
‫نامعلومو هدفونو تر السه کولو د پاره څه میکانزم په الس کي لري ؟‬
‫زه چي کله هم د کاینات پر ماهیت ‪ ٫٫‬اصل ‪ ٬٬‬باندي غور کوم نو اکثره وخت د‬
‫معروضي او موضوعي تقسیم خبره راته ډېره اساسي نه بریښي بلکې د کمیت‬
‫په کېفیت سره او د کېفیت په کمیت سره بدلنده دا حقیقت څرګندوي چي دا‬
‫دواړه په خپل اصل کي یو دي فقط د کېفیت په حواله بیل بیل صالحیتونه لري‬
‫دلته په بیرته د دې خبري جاج اخستل په کار دی چي د کایناتي عناصرو تر‬
‫منځ د کېفیتي مباشرت اصل ریښه له کومه را پیدا سوې ده او زه چي د ‪٫٫‬‬
‫کایناتي همه جنسیت ‪ ٬٬‬یعني دکاسمک سېکسیولیزم دا ادعا لرم هغه له کومه‬
‫رابرسېره سوې ده ؟‬
‫ساینسي نقطه نظرپه دې لړ کي دا استدالل لري چي کله ‪ ٫٫‬غټه دهماکه ‪٬٬‬‬
‫‪ Big Bang‬وسوه نو کاینات په وختونو کي خپل آغاز ته پیل ورکړی د دې‬
‫انفالک سره د زمان ‪ ،‬مکان حقیقت خپله ریښه ونیوله او مخ په وړاندي چي‬
‫کاینات کوم ارتقایي نوښتونه تر پام ونیول نو د هغوی ماخذ هم د زمان ‪ ،‬مکان‬
‫د کېفیتي مباشرت څخه ماورا بل هیڅ امکان نه درلودی او نه یې لري ‪ ،‬د‬
‫زمان ‪ ،‬مکان د کېفیتي مباشرت پر اساس باندي د ارتقا په اوږدو کي کایناتي‬
‫عناصرو په خپل آپس کي په کېفیتي مباشرت باندي مجبوره زړه اوذهن‬
‫ترالسه کړه هم دا سوب دی چي د‪ Hylozoism‬تیورۍ په مطابق یې ژوندی‬
‫‪5‬‬

‫احساس او ژوند تر السه کړی او پس دا کایناتي کېفیتي مباشرت د مځکي پر‬


‫مخ باندی په هره داهره کي د هر ډول ژوند ماخذ منبع او ضامن و ګرځیدی او‬
‫دا ازلي او ابدي عمل اوس یو دوامي جریان لري ‪،‬‬

‫په وروستۍ تجزیه کي دا خبره و منځ ته راغله چي د واړه کایناتي ژوند‬


‫بنیاد د زمان ‪ ،‬مکان پر باهمي کېفیتي مباشرت باندي تکیا کوي د زمان ‪،‬‬
‫مکان دا کېفیتي مباشرت د کایناتي عناصرو و کېفیتي مباشرت ته خپل اصل‬
‫منتقل کړی او د ارتقا په اوږدو کي دې کایناتي کېفیتي مباشرت په انساني ‪،‬‬
‫حیواني ‪ ،‬نباتاتي داهرو کي د تخم او حیواني مباشرت ارتقایي صورتونه‬
‫سپڼلي دي –‬
‫زما په نزد واړه کایناتي عناصر چي ځانګړی ژوند ‪ ،‬احساس او د ژوند‬
‫زیږولو خداي صفتونه لري زه د هغوی باهمي تعامل یو تش میکانکي عمل نه‬
‫ګڼم هغوی ژوند لري او د ژوندیو عناصرو تر منځ تش ‪Interaction‬‬
‫( تعامل ) نه وي بلکې هغوی د یوه و بل سره ‪Inter cou rse‬‬
‫( مباشرت ) کوي او په دې توګه ژوند په هره دایره کي و ارتقایي مراحلو ته‬
‫پورته کوي او د هري ورځي د نوښتونو سره یې مخ په وړاندي بیاي ‪،‬‬
‫د کایناتي عناصرو دا جنسي عمل چي کوم نوي صورتونه او المحدوده متنوع‬
‫نوښتونه او شعوري ارزښتونه خپلوي ‪ ،‬برمحل راته بریښي چي اوس نو‬
‫هغوی ته مخ واړوو پوښتنه دا ده چي ژوند مخ په وړاندي ارتقایي مرحلې څه‬
‫ډول تر سره رسولي دي او اوس هم و نوو منزلونو ته څه ډول ټوپونه وهي ؟‬
‫او د ډارون او د سېکسولیزم د ارتقا په تیورۍ کي کوم توپیر سته دی ؟ د‬
‫کاسمک سېکسولیزم ادعا دا ده چي ژوند د زمان‪ ،‬مکان د جدلیاتي تړون څخه‬
‫خپله کېفیتي ژوندۍ لمحه موندلې ده ‪ ،‬کاسمک سېکسولیزم په دې اړه خپل‬
‫وضاحت د اسي تر سره رسوي چي زمان د خدای د ارادې یو کېفیتي الکن‬
‫اساسي عنصر دی د خدای د ارادې دې زمانې صورت او د ماديې تر منځ چي‬
‫کله کېفیتي جنسي فعالیت یو جدلیاتي تړون پیدا کړ نو ژوند په کېفیتي حواله‬
‫د مځکي پر مخ باندي د لومړي ‪ceel‬خلیې په توګه شروعات پیل کړل دا‬
‫ژوندۍ لمحه د ژوندیو عناصرو‪ ،‬مادې او د خدای د ارادې د زماني صورت‬
‫په جنسي فعالیت سره صورت پذیر سوې ده او دې اولي خلیې له پیل څخه په‬
‫ځان کي د کایناتي همه‬

‫جنسیت او د هغه د جنسي روحانیت‪ ،‬د کایناتي شعور و الشعور حقیقیتونه‬


‫نغښتي راوړي وو او پس یې د کایناتي همه جنیست تر روحاني بصیرت الندي‬
‫د ارتقا و منزلو ته مخ واړوی او په هره مځکنۍ دایره کي یې ژوند تر شعوري‬
‫وسایي پوري ورسوی الکن کایناتي همه جنسیت اوس هم انفرادي سېکس یو‬
‫کمپلیکس ( پېچیده ) او مرکب امر ګڼي دا نظر اوس هم د انواع په افرادي‬
‫جنسي فعالیت کي کایناتي عناصر او کاهناتي شعور ګډ بولي ( ولي چي اوس‬
‫‪ ceel‬په ځان کي د روحانیت کایناتي شعور او کایناتي همه جنسیت واړه‬
‫حقیقتونه نغښتي راوړي وو )‬
‫‪6‬‬

‫کاسمک سېکسولیزم د ارتقا پر دې وله باندي دا استدالل لري چي دا واړه‬


‫کایناتي عناصر اوس هم د انواع او خاصکر په انساني انفرادي جنسي فعل کي‬
‫خپل معروضي فعالیت لري سوال دا پیداکیږي چي څنګه ؟ د دې امر د‬
‫وضاحت د پاره زما د چاپ سوي ناول ‪ ٫٫‬عاشو لمر او باران اوري ‪ ٬٬‬د دوو‬
‫کردارونو ځالند ستوری او د عاشو تر منځ چي کومه مکالمه سوې ده هیله لرم‬
‫چي تر یوه حده به زموږ مشکل راته آسانه کړي ‪.‬‬
‫‪ ٫٫‬یوه ورځ چي د ماښام ستوري او د دریمي یا څلورمي شپې سپوږمۍ چي‬
‫یوه کرښه کي نږدې سره ځلیدلو نو په تلو تلو کي چي دعاشو سترګي ور‬
‫واوښتې نو داسي احساس یې په زړه سو لکه ستوري چي سترګه ورته ووهله‬
‫عاشو ډیره حیرانه پاته سوه چي یې قدم ونیوی نو ایاز خان مخ په وړاندي ځني‬
‫ووتی عاشو چي په دویم ځل ورته وکتل نو ستوري ورته وویل‬
‫عاشو زه دي له هغه وخته پېژنم کله چي موږ او تاسو واړو یو وحدت‬
‫تشکیلوی او بیا د اشیاو د کایناتي اسکیم پر اساس باندي سره جدا سو او تاسو‬
‫و یوه ارتقایي عمل ته وسپارل سواست – زه اوس هم د ایاز خان په توسط لتا‬
‫سره مینه لرم ‪ ٬٬‬ستا سترګي راته واي چي څنګه ؟ ګوره عاشو ټول ستوري ‪،‬‬
‫سپوږمۍ ‪ ،‬لمرونه ‪ ،‬هواوي ‪ ،‬سمندرونه ‪ ،‬دریابونه لوی لوی غرونه ‪ ،‬کاڼي‬
‫بوټي ‪ ،‬سیارې ‪ ،‬ګڼ‬

‫ځنګلونه ‪ ،‬بارانونه او د فطرت نور ښکاره او پټ غړي په تاسو انسانانو کي د‬


‫خپل باشعوره اصلیت پر اساس باندي نسل په نسل د ځان سره د ورته والو‬
‫خلګو کنډکونه لري اوهم یې پیدا کوي ‪ ،‬په تکرار سره وایم چي د مځکي پر‬
‫مخ انسانان د فطرت د عناصرو په کشش سره د یوه و بل سره مینه کوي د‬
‫فطرت د عناصرو د کشش تر اثر الندي د خپلوۍ او میني په پړي تړلي‬
‫جوخت پاته کیږي‪٬٬-‬‬
‫‪٫٫‬ته راسه چي خبره په بیل انداز بیرته تکرار کړو چي زیاته درته جوته سي‬
‫موږ د فطرت عناصر چي کله په شعوري او جسماني سطح باندي د یوه او بل‬
‫سره پيوستون ته لیواله سو نو بیا موږ زموږ اصلیت او صفت لرونکي وکړي‬
‫په باهمي توګه په جنسي تماس کي سره اچوو‬
‫‪ ٫٫‬ما خو اګاهو هم دا ښودنه درته کړې وه چي انسانان ټولۍ ټولۍ څوک د‬
‫لمرونو څوک د ستورو څوک د سپوږمۍ څوک سمندرونو څوک د هواو څوک‬
‫د مځکو د صفت حامل کنډکونه تشکیلوي ‪٬٬‬‬
‫مطلب مي دا دی چي د انسان د انسان سره مینه دوه جهتونه لري د هغوی د‬
‫آپس مینه او د هغوی په توسط د فطرت د عناصرو په آپس کي په شعوري او‬
‫جسماني سطح باندي مینه او ورپسې د ژوندي باشعوره کاینات او روح کاینات‬
‫سره مینه دا هغه هدفونه دي چي بیا انسان تر روحاني نجات پوري رسوي !‬
‫ستوري ورته خپله خبره په مدلل توګه پوره کړه ‪-‬‬
‫اوس چي کومه تحلیلي او تجزیاتي نتیجه و منځ ته راځي هغه خپله څرګندونه‬
‫داسي کوي چي کایناتي عناصر چي کوم کېفیتي مباشرتونه تر منځ لري‬
‫هغوی دا کېفیتي مباشرتونه په جسماني او شعوري توګه د محسوسولو د پاره‬
‫د مځکي پر مخ په هره دایره کي و عملي جنسي فعالیت ته رجوع کاندي او‬
‫شاید په دې توګه د اشیاو کایناتي پالن تر سره رسوي هم دا سوب دی چي دا‬
‫‪7‬‬

‫عناصر د بایمي میني د شعوري او جسماني احساس د پاره د خپلو فطرتونو‬


‫سره ورته والی انساني ټولني جوړوي هم دا سوب دی چي انسانان څوک د‬
‫لمرونو څوک د سمندرونو څوک د سپوږمیو څوک د هواو څوک د غرونو‬
‫څوک د ځنګلونو څوک د بارانونو د ذاتونو سره مشابهت} لري –‬
‫د دې متنوع فطرتونو خلګ چي په خپلو کي کومه مینه او مباشرت لري نو په‬
‫دې عمل کي د فطرت عناصر په بالواسطه توګه بل ذات د جنسي فعالیت او د‬
‫ګډون احساس تر السه کوي او په شعوري جسماني او روحاني سطح باندي بیا‬
‫خپل جنسي عمل پیژني هم و دې کایناتي ټولنیز جنسي عمل ته زه د کاسمک‬
‫سېکسولیزم نوم ورکوم ‪ ،‬او دا عمل چي په دایمي توګه په ټولو کایناتي دایرو‬
‫کی خپل نوښتونه تر پام الندی نیسي نو زه و دې تکراري کایناتي جنسي عمل‬
‫ته د ‪ ٫٫‬ابدي جنسي تکراریت ‪ ٬٬‬اصطالح هم ټاکم ‪The eternal‬‬
‫‪ sexualocurance‬سوال راته پورته کیږي چي په دې مثبت تناظر کي بیا‬
‫ژوند زیږوونکی سېکس په انساني ټولنه کي په مجلسي او ادبي حواله ولي یو‬
‫ممنوع امر ګڼل کیږي ؟‬
‫دا هغه مقام دی چیري چي د تهذیبي موانع او د فریډ د تحلیل نفسي د نظریې‬
‫تر منځ یوه نوې مبارزه و منځ ته راحي او فرایډ د انساني الشعور د جنسیت و‬
‫حقیقت ته مخ اړوي ا و د انساني ژوند نوي تشریحات تر سره رسوي‪-‬‬
‫دلته مکرر و سوال کولو ته مي زړه سي چي سېکس یو کایناتي ‪ ،‬تاریخي او‬
‫انساني اساسي عنصر ثابت سو نو په کار نه دی چي دا جاج واخلو چي آیا دا‬
‫یو منفي عمل دی چي و ټولنه او فرد ته نقصان رسوي او که د ویني په خود‬
‫شعوریت کي د روحانیت سره یوه ګډه ا متزاجي بڼه لري ؟ د کایناتي همه‬
‫جنسیت تیوري او د فرایډ د الشعور تیوري په لږ فرق سره د انساني الشعور‬
‫تحلیل په علحیده علحیده توګه کوي –‬
‫د کاسمک سېکسولیزم په وړاندي چیري چي انساني الشعور یو ځانګړی‬
‫حقیقت لري هغه هلته د فرایډ د ساده الشعور په مقابل متنوع جهتونه هم لري‬
‫هغه د فرایډ د جنسي الشعور تر څنګ د تاریخي ارتقایي الشعور او د الشعور‬
‫د خودشعوریت او روحانیت و حقیقت ته هم اشارت کاندي ‪ ،‬کاسمک‬
‫سېکسولیزم د فرایډد جنسي الشعور په مقابل انساني الشعور د خود‬
‫شعوریت په صفت پوره ګڼي او د دې خود شعوریت او روحانیت و حقیقت ته‬
‫هم اشارت کاندي‪-‬‬
‫کاسمک سېکسولیزم د فرایډین جنسي الشعور په مقابل انساني الشعور د‬
‫خود شعوریت په صفت پوره ګڼي او د دې خود شعوریت پر اساس باندي د‬
‫روحانیت حامل جنسي عمل د ژوند ضامن ګرځوي د کاسمک سېکسولیزم‬
‫الشعور فقط یو تور جنسي بې ارادې او بې شعوره سمندر نه دی بلکې هغه یو‬
‫تاریخي وجدان لرونکی اساسي باشعوره قوت دی چي د مځکي پر مخ باندي د‬
‫اشیاو د کایناتي پالن د تکمیل کار خپله بنیادي وظیفه ګڼي ‪ ،‬او د هغه په توسط‬
‫خدای خپلي خداي ارادې تر سره رسوي –‬
‫د کاسمک سېکسولیزم په وړاندي انساني الشعور فقط د ‪ ٫٫‬نسلي ټولنیز شعور‬
‫‪ ٬٬‬تر حده پوري هم محدوده نه دی بلکې هغه په خپل خود شعوریت کي د ارتقا‬
‫د واړو مرحلو تاریخي کایناتي او جنسي څرک هم خوندي ساتلی دی هم دا‬
‫سوب دی چي فالسفرو انسان په کاینات اصغر سره نومولی دی ‪ ،‬نن هم‬
‫‪8‬‬

‫انساني کوشنی د ارتقا د واړو صورتونو د تاریخي سفر د پوره کولو وروسته‬
‫د مور په رحم کي و خپل تکمیل ته رسي‪-‬‬
‫دا یو انساني حقیقت دی چي د انساني الشعور لویه برخه د جنسي قوت د یو‬
‫څپاند سمندر سره مشابهت لري خو دا هم حقیقت دی چي د دې سېکس په مدو‬
‫جزر کي روحانیت هم خپل جوت څرک لري ‪ ،‬ډي ایچ الرنس شاید چي به هم‬
‫و دې حقیقت ته د سېکس مسټیزم نوم ورکړی دی زه په خپل جانب سېکس‬
‫او روحانیت متضاد قوتونه نه منم بلکې د یوه حقیقت دوه جهتونه یې ګڼم ځکه‬
‫په ناول ‪ ٫٫‬عاشو لمر او باران اوري ‪ ٬٬‬کي ما یو ځای لیکلي وو چي ‪ ٫٫‬نامرده‬
‫سړی کله هم خدای نه پیژیدالی نه یې درلودالی سي ‪. ٬٬‬‬
‫اوس په دې ټولنیز تناظر کي د سېکس د دې روحانیت مقام او قدر خه‬
‫جوړیږي ؟ د بحث پر دې وله باندي زموږ د عقیدې او تهذیبي موانع سره‬
‫مالقات کیږي سوال دا دی چي د دې موانع حقیقت څه دی‬
‫زما په نزد هم د سېکس سرکش قوت او فعالیت په کار دی چي په یوه‬
‫ارتفاعي بڼه سره بدل کړل سي هغه ته که مدر پدر ازادي حاصله وي نو دا د‬
‫انساني ټولني او تهذیبي ارزښتونو په ضد تمامیږي سېکس چي د ژوند منبع‬
‫او ماخذ دي په کار دی چي پر داسي مثبت الرو واچول سي چي انسان و لوړ‬
‫تهذیبي او روحاني مقاماتو ته بې وزره پورته کړي‪-‬‬
‫تهذیبي ارزښتونو کي سېکس یوه تاریخي کردار لوبولی دی که د سېکس‬
‫قوت او روحانیت له پامه واچوو نو آیا بیا لوړ روحانین فلسفیان شاعران تور‬
‫زن مبارز ځوانان مصوران مجسمه} سازان موسیقاران او نور تخلیقي اروا‬
‫حان فعالیت درلودالی سي ؟که ځواب په نفي کي دی نو بیا که کله موږ و‬
‫سېکس ته په مجلسي ژوند کي یو جایز مقام وربخښو ؟‬
‫اوس چي کایناتي همه جنسیت ( کاسمک سېکسولیزم ) یو کایناتي تاریخي او‬
‫انساني حقیقیت ثابت سو نو کتل په کار دی چي مخ په وړاندي کوم هدفونه تر‬
‫سره ورسوي ؟‪-‬‬
‫راسی چي پر دې باندي په خالص زړه او ذهن سره بحث وکړو سېکس چي‬
‫د افالکو څخه تر خاکه پوري یو ‪ ٫٫‬امر ربي ‪ ٬٬‬او د اشیاو په کایناتي اسکیم‬
‫کي د بنیاد حثیت لري خو څه ضروري ده چي موږ د تهذیبي او عقیدوي موانع‬
‫په مقابل د هغه د تاریخي او روحاني مقام څخه بې ځايه انکار وکړو ؟ دا‬
‫مشکل په دې باندي پېښ دی چي موږ په اخالقي سطح باندي جنس یو منفي‬
‫امر ګڼلو او په کایناتي تناظر کي د هغه ابدي روحاني حقیقت نه پېژنو‪-‬‬
‫سېکس تش دا نه چي د انسان زېږنده یو قوت دی بلکې هغه د انسان په‬
‫اجتماعي نفسیاتو و اخښلی خداي تصور ته یو معروضي ژوندی صورت هم‬
‫وربخښي هسي خو خدای قایم بالذات پر خپل ځای دی الکن دا د سېکس د‬
‫روحانیت قوت دی چی د ویني په خود شعوريت کي د هغه مکرر تخلیق تر‬
‫سره رسوي انسانان قایم بالذات خدای د خپلي ويني د خود شعوریت په توسط‬
‫پېژني‪-‬‬
‫په دې کي الشعوري تاریخي روحانیت چي د سېکس فعاله حرکي قوت دی‬
‫بنیادي کردار ادا کوي زه که هم په دې اساس د سېکس د روحانیت خبره کوم‬
‫نو څه ګناه کوم ؟ ځواب یې پر وختونو باندي پور لرم –‬
‫‪9‬‬

‫زه دلته جنس د یوه کایناتي امر په توګه تر نظر الندي نیسم او په دې باندي‬
‫اصرار کوم چي په کایناتي ژوند کي هر معروضي عمل خپل یو الزم‬
‫موضوعي یا روحاني محرک ضرور لري ‪ ،‬دا بیا بله خبره ده چي زموږ د‬
‫نارسا ذهن و فکر په سوب هغه و موږ ته ښکاره څرک نلري‪-‬‬
‫د ظاهري ماهیت په شا اشیا بالذات څه حقیقت لري ؟دا لټول نو بیا د ستر‬
‫فلسفي کانټ رسا ذهن غواړي کله چي باران پر مځکه اوري نو په شا یې یو‬
‫روحاني امر له ورایه ښکاره کیږي ولي چي دا عمل د ژوند زېږنده یو کېفیتي‬
‫جنسي عمل دی او په جنس کي روحانیت په الزم توګه موجودګي لري دلته هم‬
‫د باران او مځکي په کېفیتي مباشرت کي د روحانیت موجودګي له ورایه‬
‫څرګنده ده چي د مځکي پر مخ په هره دایره کي و ژوند ته نموداره نوښتونه‬
‫ورکوي او د‪ Hyzoloism‬د تیورۍ تصدیق کوي –‬
‫کاینات چي مخ په وړاندي کوم وسعتونه او تولیدي نوښتونه سپڼي زه دا یو‬
‫جنسي روحاني عمل ګڼم او کله چي مخ په شا بیرته و کایناتي وحدت ته په‬
‫ستنېدو سي نو دا هم یو معکوس العمل جنسي او روحاني هڅه بولم ‪ ،‬د‬
‫سېکس یو صفت د کثرتیت او بل یې په روحاني حواله د وحدت دی سېکس‬
‫چیري چي په زمان مکان کي په جسماني او روحاني سطح باندي د کثرتیت او‬
‫نوښتون محرک پاته کیږي نو ورسره سم د اضدادو په اجماع سره و کایناتي‬
‫‪ One ness‬او نظم ته هم په رجوع ښکاري او هم د خدای د‬ ‫وحدت‬
‫تولیدي روحاني ارادو تکمیل تر سره رسوي‪-‬‬
‫یو ‪ ٫٫‬ال ادري ‪ ٬٬‬یا ‪ ٫٫‬دهریه ‪ ٬٬‬اعتراض درلودالی سي چی ما د خدای‬
‫موجودګي پر څه باندی فرض کړې ده چي په دې اړه څه معروضي دلیل‬
‫موجودګي نلري ؟ زه په دې وله باندی د خپلي ویني د خود شعوریت استدالل‬
‫ورته وړاندي کوم چي یو لوی معروضي حقیقت لري‪-‬‬
‫ورپسې د ‪ n Low of atteracio‬وړاندیز لرم چي خپل دلیل په دې‬
‫توګه تر سره رسوي هر خیال یو معروضي حقیقت لري هر خیال له ځانه‬
‫انرجي پیدا کوي او هغه انرجي هغه خیال په حقیقت سره بدلوي کوم یو خیال‬
‫چي داخلي موضوعیت وموندي نو هغه بیا په زمان مکان کي یو معروضي‬
‫حقیقت پیدا کوي‪-‬‬
‫هسي هم هر انسان خپل ځانګړي صداقتونه لري او د دلیل احتیاج د یقین په‬
‫تاوان سره تمامیږي چي موجود دی نو موجود دی کنې هغه بیا په دلیل سره‬
‫موجودګي نسي درلودلی –‬
‫زه دلته و فلسفیانه استدالل ته مخ نه اړوم بلکې د کاسمک سېکسولیزم پر‬
‫اساس باندي و شاعرانه بصیرت ته رجوع کاندم د اردو ژبي بې ساري پښتون‬
‫شاعر جوش ملیح ابادي په دې اړه څومري په زړه پوري استدالل لري ‪٫٫‬‬
‫هم ایسې اهل نظر کو ثبوت حق کې لیې‬
‫اګر رسول نه هوتې تو صبح کافی تهی‬

‫‪ ٫٫‬ای خدایه که چیري ستا رسوالنو ستا خبره تر موږ پوري نه وای راوړې نو‬
‫ما به هلته هم ته د دې واسطې پرته ضرور پېژندلی وای ‪ ،‬کله چي ما د سهار‬
‫د سپېدو مهال آ سمان لیدلی وای ‪ ‍٬٬‬د سهار او شپې په پیدایښت کي په غیر‬
‫‪10‬‬

‫محسوس توګه یو کېفیتي جنسي عمل بنیادي کردار ادا کوي شپه له ځانه‬
‫سهار ‪ ،‬سهار له ځانه څاښت –‬
‫څاښت} بیا غرمه ‪ ،‬غرمه بیا په ماځګر او ماځګر بیا ماښام او ماښام بیا په شپه‬
‫سره بدلیږي ‪ ،‬سوال پیدا کیږي چي ولي ؟ مادهین خو ماده بې شعوره ګڼي او‬
‫دا بې شعوره کاهنات بیا څه رنګ یوه استداللي بڼه لري نظم او ضبط او په‬
‫تضاداتو سره څه ډول یو کایناتي وحدت او کایناتي قوانین تشکیلوي ؟ زه دلته‬
‫د عینیت پرستۍ خبره هم نه کوم بلکې د کاسمک سېکسولیزم په وړاندي و‬
‫تکرار سوي موضوع ته مخ اړوم چي دا واړه کایناتي عناصر ځانګړی ژوند‬
‫او احساس لري او په ټولنیز جنسي تعامل سره نوي صورتونه ‪ ،‬نوښتونه او هم‬
‫انتشهار او پېچیدګیاني پیدا کوي او په دې توګه په هره دایره کي د ژوندون و‬
‫ثبات ته پایه ورکوي‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬د کاسمک سېکسولیزم ‪ ٬٬‬ادعا دا ده چي سېکس د ویني په خود شعوریت‬
‫کي د خدای د تصور د واړو تخلیقاتو ‪،‬ښایست ‪ ،‬تقدیر د مثالي ښځي ‪ ،‬نارینه د‬
‫میني او مرګ د تصوراتو محرک او ماخذ پاته کیږي‪ -‬هر فلسفیانه او روحاني‬
‫نظر په خپل تحت الشعور کي په الزم ټوګه د سېکس د منقلب سوي ارتفاعي‬
‫احساس څرګندونه لري‪-‬‬
‫د خدای په باب هم د کایناتي همه جنسیت دلیل پر دا منطق باندي بنا دی یعني‬
‫د زمان ‪ ،‬مکان د جنسي ژوندي مباشرت په سوب چي کومه ژوندۍ لمحه پیدا‬
‫سوه او بیا چي د ارتقا او تضاد د قانون په حواله دا لمحه په یوه ژوندۍ خلیې‬
‫بدله سوه نو د سېکس یعني د کایناتي همه جنسیت تر اصول الندي په دې‬
‫خلیې کي د خدای تصور موجود وو –‬
‫زه چي د ویني په خود شعوریت کي د خدای د تصور د موجودګۍ خبره کوم‬
‫نو له دې څخه مي مراد هم دا مذکور استدالل وي –‬
‫د کایناتي ژوند واړه تخلیقي حرکیت ‪ ،‬کثرتیت ‪ ،‬وحدت ‪ ،‬نظم ‪ ،‬انتشار او‬
‫وحدت هم د دې ‪ ٫٫‬کایناتي همه جنسیت ‪ ٬٬‬په سوب خپل ابدي جریان لري او د‬
‫کاسمک سېکسولیزم اصرار دا دی چي هم دا کایناتي قانون پر انساني ژوند‬
‫باندي خپل اطالق او تسلط جاري وساتي –‬
‫د کاسمک سېکسولیزم استدالل دا دی موږ چي خدای منو نو یې هم د خپلي‬
‫ویني د خود شعوریت پر اساس باندي منو کنې په خارج کی یو منطقي دلیل‬
‫ورته لټول یو محال کار ښکاري که څه هم په عقلي استدالل شاعرانه بصیرت‬
‫او الهامي ویل باندي یې پیژندل امکان لري خو دا بیا د هر چا کار نه دی ‪،‬‬
‫شاید چي هم د دې اولي ژوندۍ خلیې د روحانیت اثر به وي چي فالسفران‬
‫د حیواني عقیدې‪The animal faith‬اصطالح کاروي ‪-‬‬
‫ویل کیدی سي د خدای د پېژندګلو لپاره فقط ذهني استدالل اړین نه دی اولي‬
‫خلیې چي د ارتقا په اوږدو کي کوم متنوع ‪ ،‬نباتاتي او حیواني صورتونه‬
‫وسپڼل نو د خپل اول روحاني څرک حقیقت یې هم انواع ته وسپارل او مخ په‬
‫وړاندي دې انواع په خپل ځانګړي خود شعوریت کي و دې روحاني څرک ته‬
‫د خیال او ورپسې د یقین صورت وروبخښي یعني د ارتقا د عمل په اوږدو کي‬
‫د انواع د جسماني او فکري ارتقا سره سره د خدای تصور هم د هغوی د ویني‬
‫په ځانګړي خود شعوریت کي خپل ځان په یقین سره بدل کړي ‪ ،‬اوس قایم‬
‫بالذات خدای موږ هم په دې خود شعوره روحاني هینداره کي په څرک وینو او‬
‫‪11‬‬

‫یقین ورباندي ساتو ‪ ٫٫‬کاسمک سېکسولیزم ‪ ٬٬‬ځکه د کایناتي وحدت په شا هم‬


‫اعلی ګڼي ‪.‬‬
‫ْ‬ ‫د اصل االصول په توګه دا ‪ ٫٫‬اولینه ژوندۍ خلیه ‪ ٬٬‬محرک‬
‫که کاسمک سېکسولیزم چیري یو نوی فکري ارزښت لري او د ژوند نوي‬
‫تشریحات تر سره رسوي نو په کار دی چي مخ په وړاندي د هغه و نورو‬
‫هدفونو او تشریحاتو ته هم مخ ور واړوو ‪ ،‬زه د دې اعتراف کوم چي دا نظر‬
‫زما په چاپ او ناچاپ شاعري ‪ ،‬لیکنو او ناوالنو کي په ښکاره څرګندونه لري‬
‫زما په ناولونو ‪ (The holy sinners‬سپېڅلی ګناهګار) ‪ ،‬عاشو لمر او‬
‫باران اوري او کابل ړنګ دی میني ژاړي او زما په ډایریانو کي سېکس په‬
‫ښکاره توګه کارول سوی دی الکن په اصرار سره وایم چي دا سیکس یو‬
‫فلسفیانه او روحاني بڼه لري –‬
‫دا جنسي روحانیت چیري چي انسان تر خپل منطقي روحاني مقام او نجات‬
‫پوري رسوي هلته و هغه ته د ګناه په توسط د خپلي موجودګۍ خبر هم ورکوي‬
‫د کاسمک سېکسو لیزم د ایپروچ په وړاندي کله چي الچاره انسان د ګناه د‬
‫جبلت د تقاضې ښکار سي نو د تاسف سره سره هغه په جبلي اطمنیان سره‬
‫ځان د نجات د احساس سره هم غاړه غړۍ ویني ‪ ،‬کاسمک سېکسولیزم د‬
‫انساني ګناه د جبریت و حقیقت ته غاړه ایږدي او که چیري ګناه د تهذیبي او‬
‫عقیدوي موانع باوجوده وقوع ولري نو د تاسف په وړاندي څه له ژونده مخ نه‬
‫اړوي بلکې د کاسمک سېکسولیزم د آفاقي قانون په وړاندي هغه د ځان یوه‬
‫مجبوري ګڼي‪-‬‬
‫سوال دا دی چي ګناه څه ده ؟ زنا څه ده ؟ انساني ګناه یا زنا د تهذیبي او‬
‫عقیدوي موانع څخه غاړه غړول دي که د دې جنسي جبلت تسکین او اطمینان‬
‫د مذهب د اوامرو الندي وسي نو بیا یو متحسن کار بلل کیږي‪-‬‬
‫سوال دا دی چی د مذهبونو د قدغن او سزاو باوجوده انسانان زنا کوي او که‬
‫نه ؟ هغه د یو چا قول دی ‪ ٫٫‬چي د نن انسان زنا کوي او اخبارونه وایي ‪ ٬٬‬په‬
‫یو داسي صورت حال کي کاسمک سېکسولیزم چي د آزاد جنسي روابطو او‬
‫زناکارۍ پلوي یو نظر نه لري د انساني ګناه جاج په کایناتي تناظر کي اخلي او‬
‫و انساني روح ته د اطمینان او وساۍ الري ټاکي –‬
‫که موږ سېکس یو کایناتي امر وګڼو او انساني ګناه د دې کاهناتي جنسي جبر‬
‫یو صورت تسلیم کړو نو آیا بیا به د انساني ګناه دا موجوده منفي تصور یوه‬
‫مثبته بڼه پیدا نه کړي ؟‬
‫اود کاسمک سېکسولیزم د ګناه د افادیت ایپروچ به د ارزښت وړ یو قدر ونه‬
‫پامیږي ؟ دا خبره په بیل انداز سره ډی ایچ الرنس هم یو ځای کړې ده هغه‬
‫وایي ‪-‬‬
‫‪٫٫‬که یو زاهد د خپل سرکش نفس ‪ ،‬اختیار ‪ ،‬د مراقبو ‪ ،‬عبادتونو او نفس کشۍ‬
‫په توسط تر السه کوای سي نو د ډي ‪ ،‬ایچ الرنس د نظر پلویان ادعا لري چي‬
‫هم دا نجات او ابدي اطمینان د خپل دلدارد بدني اتصال یعني جنسي اړیکو په‬
‫توسط هم موندلی سي ‪ ٬٬‬بیا دا مقدس تصور او ابدي اطمنیان د خپل دلدار د‬
‫بدني التصال ( یعني جنسي اړیکي ) په توسط تر السه کوای سي ‪ ٬٬‬الرنس و‬
‫خپل دې نظرته د ‪ Sex Mysticism‬نوم ورکوي –‬
‫خبره مي د ګناه د جبر کوله چي دکاسمک سېکسولیزم یوه اساسي موضوع‬
‫هم ده په دې اړه زما د چاپ سوي شاعرۍ و دوو کوشنیو آزاد‬
‫‪12‬‬

‫نظمونو ته مخ اړول راته یو برمحل ضرورت بریښي د یوه نثري نظم عنوان‬
‫‪ ٫٫‬زما شجره ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬پرون زموږ د کور سره‬
‫په یوه نزدې کوڅه کي‬
‫یوه ماشوم په ناڅاپه‬
‫توګه دا پوښتنه راڅخه وکړه‬
‫چي ته د چا پالر یې ؟‬
‫زما روح د اوښکو تلخي په حلق کي‬
‫او د ژړو پاڼو ګریه او رپېدو په ږغ کي‬

‫زما شجره ورته داسي وړاندي کړه‬


‫‪٫٫‬چي زه د آدم د ازلي خطا زوی‬
‫او د خپلي الزمي ګناه پالر یم ‪‍٬٬‬‬
‫د دویم نظم عنوان دی ‪ ٫٫‬د ګناه جبر ‪٬٬‬‬

‫لوی خدای د انسان په فطرت‬


‫د ګناه د کولو ژور‬
‫او ناقابل تسخیر جبلت‬
‫په دې سوب کرلی دی‬
‫چي د انسان د ګناه کولو په تضاد سره‬
‫دی بالذات د خپل نفس پاکي پېژني‬
‫او هم و بل خوا ته‬
‫زموږ د ګناهو د نتیجې‬
‫یعني د روحانو او د پښېمانۍ او ستړیاو په قیمت‬
‫په خپله د اطمنیان او وسایۍ‬
‫ازلي او ابدي ښايسته ژوند تېروی ‪٬٬‬‬

‫کاسمک سېکسولیزم} او جمالیاتي} خدای‬


‫‪13‬‬

‫د کاسمک سېکسولیزم موضوعات هم د نورو ارزښتناکه فلسفو سره ورته‬


‫والی لري که څه هم هغه د عینت پرستۍ و نظر ته څه نزدېکت لري خو د‬
‫ژوند جاج په ازاد فکر و نظر سره اخلي او د اخالقیاتو او عقیده پرستۍ د یوه‬
‫نوي فکري نظام د تشکیل څخه په شعوري توګه ځان ژغوري ولي چي‬
‫کاسمک سېکسولیزم د فنون لطیفه او عقیدې تر منځ د دیوالونو پورته کول‬
‫یوه تخلیقي اساسي هڅه ګڼي هغه د ادب د خپل ابدیت او مابعدالطبیعات‬
‫منونکی یو نظر دی او پر جمالیاتي اساس باندي د خدای ځانګړی فلسفیانه‬
‫استدالل لري او جمالیاتي خدای د تصوراتو قایل ځانګړی فلسفیانه نظر لري‪-‬‬
‫اوس سوال دا دی چي جمالیاتي خدای بیا څوک دی ؟ جمالیاتي خدای د مذهبي‬
‫خدای څخه علحیده کایناتي نفسیات لرونکی ذات دی هغه د کاسمک‬
‫سېکسولیزم په اساس باندي د تخلیق سوي انسان د ګناه په جبر خبر زړه او‬
‫ذهن لري او د هغه د جبري ګناه ازاله په خپل غفوریت اورحمیت سره کاندي‬
‫–‬
‫د کاسمک سېکسولیزم خدای د هر مذهب د مالیت د خدای څخه بیله ارفع او‬
‫ښایسته څیره لري ‪ ،‬جمالیاتي خدای هغه څوک دی څوک چي دا دعویْ لري‬
‫چي ‪ ٫٫‬زه ښایسته یم او ښایست} خوښومه ‪ ٬٬‬څوک چي د شپې او ورځي په‬
‫تولیدي صفت سره نوي زمانې او انواع زېږوي او هغه زمانې او انواع بیا د‬
‫ضمني ازادو ارادو په توسط په خپلو دایرو کي مکرر و ښایست و نوښتونو ته‬
‫ادامه وربخښي –‬
‫آیا هغه داسي نه وایي ‪ ٫٫‬چي دا زه یم چي شپه له ورځي او ورځ له شپې څخه‬
‫باسم دا زه یم چي له مړو څخه ژوندي او له ژوندیو څخه مړه زېږوم ‪ ٬٬‬آیا‬
‫دلته په بین السطور کي و کایناتي همه جنسیت ته اشاره نه ده سوې ؟‬
‫آیا اوس دا خبره په مدلل توګه ښکاره نسوه چي سېکس یو کاهیناتي ‪ ،‬انساني‬
‫‪،‬روحاني او خدایي عمل دی ؟ او ښکلی خدای بالذات د خپلي‬

‫باشعوره ارادې په توسط دا تولیدي جنسي عملیات تر سره رسوي او د کاینات‬


‫په واړو متناهي ګوښو کي په دې طریق د ازلي ښایست و زېږیدو او اثبات ته‬
‫مساعد حاالت پیدا کوي –‬
‫کاسمک سېکسولیزم که په اساسي توګه یوه کایناتي فلسفه ده خو په کار دی‬
‫چي موږ په شعوري توګه د هغې په توسط د انساني ژوند یو نوی جاج واخلو ‪،‬‬
‫او د دې فلسفې په توسط د انساني ژوند نوي تشریحات تر سره ورسوو ‪ ،‬هم‬
‫په دې تناظر او پېش منظر کي باید چي د جمالیاتي خدای پر مځکنۍ‬
‫موجودګۍ باندي څه خبره وسي‪-‬‬
‫د کاسمک سېکسولیزم خدای د عرش څخه راکښته د انسانانو پر سطح باندي‬
‫د هغوی په منځ کي د ژوند کولو جرات په کار راوړي –‬
‫د کاسمک سېکسولیزم په وړاندي جمالیاتي خدای هغه جمالیاتي ذات دی‬
‫څوک چي د فنون لطیفه د بصیرت پر اساس باندي د هغوی په تخلیقي آثارو‬
‫کي خپلي جمالیاتي او روحاني موجودګۍ ته آمادګي پیدا کوي د جمالیاتي خدای‬
‫دا تخلیقي روحاني او جمالیاتي موضوعي موجودګي د دا آثارو (نخښو ) قدر‬
‫او ارزښت ټاکي – هغه په جمالیاتي آثارو ( نخښو ) کي عموما ً په بین السطور‬
‫‪14‬‬

‫کي خپله موجودګي برقراره ساتي او د ژوند تحلیلي او تجزیاتي فکري او‬
‫جمالیاتي څېړونو ته خپل خداي بصیرت وربخښي –‬
‫د کاسمک سېکسویلزم په وړاندي د تخلیقي آثارو خدای هم د ابدیت حامل‬
‫ذاتي ځانګړی ژوند لري او د تخلیقي آثارو د ځانګړي ښایست سره په خالص‬
‫زړه او ذهن سره مینه کاندي او په دې توګه د خپل یوازیتوب ازاله کوي –‬
‫جمالیاتي خدای په دنیا او اخرت کي تقسیم زړه او ذهن نلري هغه د هري‬
‫ورځي د نوي شان سره په کایناتي زمان ‪ ،‬مکان کي و خپلي بالذات موجودګۍ‬
‫ته په جمالیاتي بصارت او بصیرت سره د کتلو ښایسته نفسیات لري –‬
‫جمالیاتي خدای د انتقام سزا و جزا څخه د ماورایت حامل کردار لري هغه د‬
‫کایناتي جدلیاتي تضاداتو په اساس باندي د ژوند نوي وحدتونه ‪ ،‬نوښتونه او‬
‫انتشارونه پیدا کونکی ذات دی او په انساني فکر و نظر کي په روحاني او‬
‫جمالیاتي بصیرتونو سره خپل د هري ورځي و ځانګړي نوي تخلیق ته ادامه‬
‫وربخښي‪-‬‬
‫د رسمي عقیدې په وړاندي هر څوک اعتراض درلودلی سي چي فنون لطیفه‬
‫خو ممنوع او امر دي د خدای سره یې بیا څه تعلق سته دی ؟‪-‬‬
‫کاسمک سېکسو لیزم هم دا ادعا لري چي د مذهب او فنون لطیفه تر منځ باید‬
‫چي یو محکمه حد براري وسي او و مذهب ته دا اجازه نه ورکول سي چي‬
‫هغه دی د فنون لطیفه استحصال وکړي باید چي فنون لطیفه و خپل ابدیت ‪،‬‬
‫روحانیت او مابعدالطبعیات ته حواله سي او د خپل جمالیاتي خدای په ابدي نور‬
‫سره خپل انساني تخلیقات تر سره ورسوي او زمانه په زمانه د وختونو د تجدید‬
‫کولو خپله جمالیاتي او روحاني وظیفه تر پام الندي ونسي د جمالیاتي خدای د‬
‫بحث پس په کار دی اوس و دې امر ته پام وګرځوو چي د کاسمک‬
‫سېکسولیزم تر نظر الندي تخلیقي آثار باید چي څه خاصیتونه ولري او د دې‬
‫نظر په وړاندي موږ د پښتو او عالمي ادب پېش منظر تر کومه حده بدلولی‬
‫سو !‬

‫کاسمک سېکسولیزم} تخلیقي او تنقېدي معیارات‬


‫د فنون لطیفه په جهان کي مکرر تخلیقي عمل یو الزم امر ګڼل کیږي او دا‬
‫تخلیق د انساني احساس جذبې او جمالیاتي فلسفو تر اثر الندي و ځانګړي‬
‫تکامل ته غاړه غځوي که چیري موږ د پښتو او عالمي ادب د پېش منظر د‬
‫بدلولو د پاره کاسمک سېکسولیزم ( کایناتي همه جنسیت ) یو تنقیدي معیار‬
‫‪15‬‬

‫ټاکو خو بیا دا هم په کار دی چي د دې نوي فلسفې په وړاندي د هغه جمالیاتي‬


‫او تنقیدي اصولونه او معیارونه هم وسکښتو ‪.‬‬
‫کاسمک سېکسولیزم ‪ ٫٫‬اظهار ‪ ٬٬‬او هغه هم بې خوفه لوڅ اظهار خپل‬
‫جمالیاتي اصل االصول ټاکي او دا نظر لري چي تخلیقي اظهاریت باید د‬
‫احساس او جذبې څرګندوني په زړورتیا تر سره ورسوي او د ټولني د رجعتي‬
‫عکس العمل څخه بې پروا مبارز زړه او ذهن ولري –‬
‫په انساني تخلیقاتو کي باید چي سېکس د خپل روحانیت څرک تر پام الندي‬
‫ونیسي انساني تخلیقا ت باید چي په هره دایره کي هم د دې روحانیت تر اثر‬
‫الندي ټولي زړې دایرې د شکست سره مخا مخ کړي –‬
‫د هغوی مرام باید چي دا وي چي انساني زړه او ذهن له واړه مځکنۍ‬
‫تعصباتو څخه پاک کړي او په سل ځایه تقسیم سوی انسان د کایناتي باشندګۍ و‬
‫لوړ او ارفع مقام ته را پورته کړی هغه تخلیقات باید د فیوچر ازم د مبارز‬
‫نظر په وړاندي انسان د انسان سره وتړي د ماضي او تاریخ له بنده څخه یې‬
‫خالص کړي او د خدایي ارادو او تقدیر مالک یې وګرځوي‪-‬‬
‫د دې نظر حامل تخلیقات باید د هري ورځي د نوښتونو څرک ولري او هم‬
‫مخ په وړاندي د سفر کوونکي وخت سره په ګډه په فکري او روحاني حواله د‬
‫یون کولو تخلیقي عزم ولري‪-‬‬
‫چیري چي وخت او ماده په خپل جنسي تعامل سره ژوند مخ په وړاندي بیایي‬
‫هلته بیا دا د نطر د تخلیق کارانو تخلیقي وظیفه ګرځي چي هغوی د دې هري‬
‫ورځي نوښت لرونکي ژوند ځانګړي تشریحات د کاسمک سېکسولیزم د نظر‬
‫پر اساس باندي په خپلو آثارو کي متشرح وساتي‪-‬‬
‫د دې نظر تخلیقات باید چي جنسي روحانیت کایناتي حرکیت په خپلو آثارو‬
‫کي څپاند ښکاره کړي جنس او حرکت دوه اساسي کایناتي اصولونه دي د دې‬
‫نظر تخلیقات باید چي د دې اساسي اصولونو پیروي وکړي ‪ ،‬دلته مي زړه‬
‫غواړي چي د کایناتي همه جنسیت او کایناتي حرکیت تر منځ پټي تعاملي‬
‫رشتې ته اشاره وکړم د کاسمک سېکسولیزم ادعا دا ده چي د کایناتي حرکیت‬
‫اعلی د کایناتي سېکس خود حرکیت دی دا په کاینات کي موجودفعال‬ ‫ْ‬ ‫محرک‬
‫همه جهته کېفیتي او جسماني سېکس دی چي د خپل حرکیت پر اساس باندي‬
‫د ژوند و جریان ته ادامه ورکوي او ژوند مخ په وړاندي تر خپل نامعلومه‬
‫مرام پوري په حرکت کي ساتي دلته زما مراد دا دی چي په مځکنۍ هره دایره‬
‫کي د ژوند ثبات او حرکت د سېکس سره تړلی دی که د سېکس ځانګړی‬
‫کایناتي خود حرکیت نه وي نو ژوند به مخ په وړاندي څه رنګ و خپل یون ته‬
‫امادګي پیدا کړي ؟‪-‬‬
‫په کاینات کي دوه اهم قوتونه جاري او ساري دي چیري چي هغوی کایناتي‬
‫توازن ساتي نو هلته په بیرته هغوی د ځانګړي کشش تر اثر الندي و کایناتي‬
‫جنسي تعامل ته ادامه هم ورکوي دا دواړه قوتونه کایناتي عناصر په خپله ولکه‬
‫کي راګیر ساتي یو قوت د کایناتي عناصرو تر منځ د ‪ ٫٫‬دافع ‪ ٬٬‬وظیفه تر سره‬
‫کوي یعني هغوی د یوه او بل سره په فاصلو باندي ساتي د کایناتي عناصرو و‬
‫دې ځانګړي قوت ته ‪ Centri fugal force‬ویل کیږي او دویم ځانګړی‬
‫قوت بیا کایناتي عناصر د کشش تر اثر الندي د یوه او بل سره تړلي ساتي که‬
‫څه هم دا تړون پر فاصلو باندي والړ وي دا هغه عمل دی چي پر کایناتي او‬
‫‪16‬‬

‫مځکنۍ سطح باندي د ژوند زېږنده دی او کاسمک سېکسولیزم و دې ته‬


‫کایناتي جنسي عمل واي په کاینات کي جاري او ساري دکشش و دې عمل ته‬
‫بیا ‪ Cevtripetal force‬ویل کیږي‪.‬‬
‫کاسمک سېکسولیزم د کایناتي قوتونو دا عمل پر مځکنۍ سطح باندي ښکاره‬
‫کوي او په دې پوري د میني او نفرت تخلیقي تشریحات تر سره رسوي او دا‬
‫نظر لري چي انساني کایناتي او تخلیقي واړه قوانین یو دي او د واړو کایناتي‬
‫اصولونو اطالق پر انساني ژوند باندي هم جاري و ساري مني –‬
‫او داا دعا لري چي د کاسمک سېکسولیزم تر اثر الندي تخلیقي آثار هم باید‬
‫چي کایناتي مزاج او المحدودیت ولري او ورسره دا تخلیقي آثار باید چي په‬
‫ځانګړې توګه د سېکس خود شعوریت او روحانیت په ځان کي په څرک‬
‫ولري‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬کاسمک سېکسولیزم ‪ ٬٬‬د انساني شعور او الشعور څخه تحریک‬
‫اخستیونکي دا آثار د ځانګړي شعوریت او الشعوریت حامل وجودونه‬
‫تسلیموي او د هغوی د ځانګړي ابدیت حامل فکرو نظر لري ورسره کاسمک‬
‫سکېسولیزم چي کاینات یو ژوندی تخلیقي قوت مني نو دا تخلیقي نظر لري‬
‫چي په انساني تخلیقاتو کي باید چي د کایناتي شعور او الشعور څرګندوني هم‬
‫خپل څرک ولري او دا ادعا لري چي فنون لطیفه باید چي د الشعور د جنسي‬
‫شعوریت څخه پر معروضي سطح باندي کار واخلي او نوي کاسمک جمالیاتي‬
‫قدرونه او معیارونه وټاکي او هم په دې تناظر او پېش منظر کي د تخلیقي‬
‫اظهاریت د پاره نوي امکانات رابرسیره کړي‪-‬‬
‫دا تیوري باید چي دا حقیقت په نظر کي وساتي چي تر شخصي جنسي شعوره‬
‫وړاندي سېکس زموږ په اجتماعي الشعور کي د تاریخ له ټولو زمانو څخه‬
‫لمرینه موجودګي لري ‪-‬‬
‫زما په نزد د فنون لطیفه تخلیقات که په انسان کي د ژوند کولو و جبلت‬
‫‪ Eros‬ته پایه ورکوي نو زه دا د هغوی د روحانیت حامل یو امر ګڼم ما مخ په‬
‫شا یو ځای ویلي وو چي نامرده سړی خدای نسي‬
‫پېژندلی او مخ په وړاندي استدالل لرم چي هغه نه تش دا چي خدای نسي‬
‫پیژندلی بلکې لوی شاعر ‪،‬مصور ‪ ،‬موسیقار ‪ ،‬مجسمه} ساز ‪ ،‬فلسفي ‪ ،‬تورزن‬
‫او ولي هللا هم نسي جوړېدلی زه دا خبره د تاریخي شهادتونو په وړاندي کوم او‬
‫زما دې ادعا د ‪ ٫٫‬کایناتي همه جنسیت ‪ ٬٬‬د یوه بنیادي اصول په توګه‬
‫پېژندګلوي پیدا کړې ده انساني تخلیقات په اساسي توګه باید چي د ښځي د‬
‫ښایست او میني په شاوخوا کي خپله موجودګي وساتي ‪ ،‬کنې هسي خو تر شنه‬
‫آسمان الندي او د پاسه په هر موضوع باندي خبره کېدی سي او کیږي‪-‬‬
‫سوال دا دی چي د کاسمک سېکسولیزم په وړاندي نوې تخلیقي او حقیقي‬
‫ښځه باید چي څه رنګ وي ؟ د دې معیار په وړاندي آیډیل ښځه هغه څوک ده‬
‫څوک چي په خپل ځان کي د جنسي الشعور حقیقت په روحاني څرک او‬
‫حرکیت سره ولري څوک چي په تخلیقي هینداره کي ولیدل سي نو د جنس ‪٫٫‬‬
‫تخلیقي مېکانزم ‪ ٬٬‬یې باید چي د کتونکي په سراپا کي د ژوند و والړ جامد‬
‫دریاب ته د شنه څپاند سمندر خود حرکیت ور وسپاري ‪ ،‬مثالي یا آیډیل ښځه‬
‫هغه څوک ده چي د احساس پر سطح باندي ستا او د ځان تر منځ د باران او‬
‫مځکي روحاني او جنسي تعلق په مکرر توګه پیدا کړی آیډیل ښځه هغه څوک‬
‫‪17‬‬

‫ده چي د مځکي په څېرپه امکاني حواله تخلیقي صفت لري مثالي ښځه هغه‬
‫څوک ده څوک چي باران صفته نارینه د خپل وجود په ټولو منطقو کي‬
‫وصولوالی سي او دې توګه انساني ژوند ته مخ په وړاندي تحریک‬
‫ورسپارالی سي وچه کلکه ښځه د وچي وني په څیر بې معنا یو وجود ګڼل‬
‫کیږي هغه کله هم یوه مثالي بڼه او وجود نسي درلودالی ‪ ،‬تخلیقي او حقیقي‬
‫مثالي ښځه د کاسمک سېکسولیزم د نظر په وړاندي باید چي د ژوند تر حجم‬
‫زیاته وسعتونه ولري او د ژوند د واړو تضاداتو په امتزاج سره باید چي د‬
‫کاینات وحدت څرک او د هغه متنوع رنګونه د بوډۍ ټال ولري ‪ ،‬آثارو د‬
‫کاسمک سېکسولیزم په وړاندي سا اخستونکي او په آثارو کي کارول سوي‬
‫دواړي مثالي ښځي باید چي بې مثاله جنسي انګېخت ولري‬
‫انسانان د ژوند د جبلت سره وتړي انساني زړه او ذهن ته هوسايي او اطمینان‬
‫ورپه برخه کړي او د خپل وجود په څپاندو جنسي څپو کي له زړه او ذهن‬
‫څخه د ژوند د بې اعتبارۍ تور موسمونه ورک کړي او د هغه په وینه کرلي د‬
‫سلبیت او قنوطیت ستړي احساسات} له منځه یوسي شاید چي هم په دې تناظر‬
‫کي به عالمه اقبال ویلي وي ‪ ٫٫‬وجود زن سې هې تصویر کاینات میڼ رنګ ‪٬٬‬‬
‫یوې پوښتني ته مي زړه غواړي که تخلیقي ښځه وجود نه ولري موسیقي یې د‬
‫بدن متناسب نشیب و فراز په خپل زیر و بم کي انځور نه کړي شاعري یې د‬
‫بدن څپاند جنسي مدو جزر په ردیف او قافیه کي راغونډ نکړي مصور یې په‬
‫رنګونو کي د لوڅي سراپا موسیقیت او روحانیت ځای پر ځای نکړي او سنګ‬
‫تراش یې په مرمر کي د ابدیت حامل جنسي او روحاني حقیقت ته یوه‬
‫معروضي بڼه نه وروبخښي نو آیا بیا به د تهذیبي ښکال بنیادونه ړنګ پاته نسي‬
‫؟‬
‫که د مایکل اینجلو ‪ ،‬سبهتوون ‪ ،‬موزارټ ‪ ،‬شکسپیر ‪ ،‬بایرن ‪ ،‬کانټ ‪،‬‬
‫سپېنوزا ‪ ،‬خوشحال خان خټک ‪ ،‬خیام ‪ ،‬ابو نواس ‪ ،‬کاظم خان شیدا ‪ ،‬جون‬
‫ایلیا ‪ ،‬اقبال مهدي ‪ ،‬چغتایي او د نورو په زرګونو تخلیق کارانو تخلیقات له‬
‫منځه ورک سي نو اندازه راته لګول یو ګران امر ښکاري چي دنیا به د‬
‫څومري غټي تهذیبي روحاني او فکري مفلسۍ سره مخا مخ سي زما په اند دا‬
‫واړه فنون د مثالي ښځي د جنسي او روحاني موجودګۍ واړه پټ امکانات را‬
‫برسیره کوي او د کایناتي همه جنسیت پر روحاني اساس باندي یې د ابدیت‬
‫واکمنه ګرځوي هم د هري زمانې دا مثالي ښځي دي چي په تهذیبي حواله و‬
‫ژوند ته تحریک ورکوي او د ورک سوي انساني تکامل تر الس کولو د پاره‬
‫پر ستړو الرو یون کوونکو تخلیق کارانو ته په روحاني حواله د خوراک‬
‫څښاک نعمت او د عنبرین زلفو د سیورو سهولت وړاندي کوي که ښځه وجود‬
‫نه ولري نو خدای مقاصد هم تر سره رسېدل هیڅ امکان نه لري هم دا وجه ده‬
‫چي کاسمک سېکسولیزم ښځه او هغه هم مثالي ښځه یو اساسي ضرورت‬
‫ګڼي هم په دې تناظر کي کاسمک‬
‫سېکسولیزم د ژوند او فنونو د یوې نوي تنقیدي مکتب فکر بنیادونه ږدي دا‬
‫فلسفه نه تش دا چي د انساني نجات مرام تر سره رسوي بلکې و انسان ته په‬
‫المحدوده کاینات کي د خدای اختیار ‪ ،‬اعتماد او تقدیر حامل هدفونه هم ږدي‬
‫دا خدایي اختیار ‪ ،‬اعتماد او ازاد انتخاب د انسانانو ورکه متاع ده او دا تر‬
‫السه کول زموږ یو تاریخي ضرورت هم ګرځیدلی دی په کار دی چي د دې‬
‫‪18‬‬

‫ورکي متاع د حصول د پاره ځان د کاسمک سېکسولیزم د فکري ارزښتونو‬


‫سره په تماس کي واچوو –‬
‫او و انساني ژوند ته د کایناتي همه جنسیت پر عالمګیر فکري اساس باندي د‬
‫خپلي خوښي بڼه او صورت ور وبخښو ‪.‬‬
‫زه د کاسمک سېکسولیزم پر اساس باندي د یوې اخالقي فلسفې د تشکیل په‬
‫هڅه نه یم ولي چي زه اخالق ‪ ،‬عقیده او فن بېل بېل حقیقتونه ګڼم زه ادب او‬
‫عقیده دوه متضاد وجودونه بولم که څه هم جنس په دواړو کي اساسي رول‬
‫لوبوي موږ که د دې نوي نظر په وړاندي د جمالیاتي خدای تر حقیقت پوري‬
‫ځان ورسوو د انساني او کایناتي ژوند نوي تشریحات په مدلل انداز سره‬
‫رابرسېره کړو نو دا به یوه غټه فکري کامراني وي او ورسره که سېکس د‬
‫روحانیت پر بنسټ باندی د انسان ‪ ،‬کاینات او وخت تر منځ یوه جنسي کېفیتي‬
‫ريښه دریافت} کړه ( کومه چي د ویني د رشتې محکمه ‪ ،‬معروضي حقیقت هم‬
‫ولري ) نو دا به بیا بله غټه تاریخي کامیابي وګڼل سي د بیلګي په توګه دلته یوه‬
‫تخلیقي اثر ته اشاره کول غواړم چي شاعر یې په دې تناظر کي دا وایي ‪ ٫٫‬زه‬
‫و خدای او کاینات یو مثلث یو ‪ ٬٬‬دا د هغه اثر عنوان او الندي یې یوه ټوټه له‬
‫متن څخه ده‬
‫ستا د دې صفت په وجه محیط ذاته‬
‫زما رشتې له ټول عالمه سره ساز سوې‬
‫بې کناره کاینات مي ښکلی کور سو‬
‫عناصر یې اوس د کور افراد ګڼمه‬
‫لمر مي پالر مځکه مي مور ستوري مي وروڼه‬
‫سپوږمۍ خور راته ځلیږي په ګریوان کي‬
‫دلته په دې اثر کي موږ د کاسمک سېکسولیزم د کېفیتي جنسي اړیکو په‬
‫توسط د روح کاینات او عناصر فطرت سره خپله ورکه اولینه ریښه په مکرر‬
‫ډول دریافتوو د کایناتي ژوند په ابدیت اوال متناهیت کي په وجودي حواله نوي‬
‫روحاني او معروضي امکانات را برسیره کوو دلته د ویني د رشتو په‬
‫خودشعوریت کي موږ د برپاسوي کایناتي ارتقا عکس العمل په بیرته په څرک‬
‫ونیو او د تاریخي وجدان پر بنسټ باندي دا ویلی سو چي د خیال پر سطح‬
‫باندي چي کومو رشتو دلته پیدایښت موندلی دی نودلته په بیرته مي ‪Rau of‬‬
‫‪ Attraction‬زړه رجوع کول غواړي چي وایي که کوم خیال په انساني‬
‫نیوالی نسي نو د تاریخي وجدان په وړاندي هغه‬ ‫زړه او ذهن کي ځای‬
‫وروسته وړاندي په وخت کی هم خپلي معروضي څرګندوني تر سره رسولی‬
‫سي د کایناتي میني په تطبیق کي د هغه په یوه بل اثر‪ Polarization‬کي‬
‫انساني مینه هم و ځان ته د ویني د خود شعوریت پر اساس باندي محکمي‬
‫انساني رشتې ګټي او داسي وایي‬
‫هغه څوک چي په ظاهره مي هیڅ نه ده‬
‫هغه څوک په څه رشتو د پاکي ویني‬
‫لکه ژوند راسره جوخته په ساه ګرځي‬
‫که تجرید د شاعرۍ ځیني منها کړې‬
‫رښتنی به دا احساس سي باقي پاته‬
‫‪19‬‬

‫په ظاهره زموږ تر منځ که رشته نسته‬


‫په معنا کي ډیر کرلي یو په بل یو‬
‫هم مي مور ده هم مي خور ده هم مي لور ده‬
‫هم یې زوی یم هم یې ورور یم هم یې پالر یم‬
‫دلته چي د میني جبلت د ویني د خود شعوریت پر بنیاد باندي کومي روحاني‬
‫رشتې سپڼلي دي هغه د کاسمک سېکسویلیزم پر جنسي‬
‫روحانیت باندي یو محکم دلیل ګرځیدلی دی د کایناتي همه جنسیت فالسفي د‬
‫انسان و جبلي تعقلي او روحاني ژوند ته یو نوی فکري مېکانزم سکښتی او دا‬
‫څو اړخیزه مېکانزم د ‪ ۲۱‬مي صدۍ په ساینسي او پېش منظر کي د‬
‫انساني او کایناتي ژوند او تخلیقي هنرونو نوي تشریحات تر سره رسوي ‪.‬‬
‫زه نه یم خبر چی ‪Steeam of wrsawsness‬مي پر کومو نابلدو الرو باندي‬
‫په زاره ترکۍ سره مخ په وړاندي بیایي او نه زه دا ادعا لرم چي د کاسمک‬
‫سېکسولیزم پر اساس باندي یو مکمل فکري مېکانزم اختراع کړم یو داسي‬
‫فکري نظام چي د ژوند د هر جنت تشریحات تر سره ورسوي ولي چي زه په‬
‫خپله ځانګړې علمي روحاني او فکري کم مایګي خبر زړه او ذهن لرم او‬
‫هسي هم په دې کار کي د فکري تېروتنو احتمال ډېر زیات دی په هر حال‬
‫دومري راته جوته ده چي د دې فلسفې بنیادي او اساسي نکتې مي تر یوه حده‬
‫پوري ضرور سپڼلی دي او هیله کوم چي نور روښنفکران به مخ په وړاندي‬
‫چي کوم موضوعات زما له پامه وتلي دي پر هغو باندي خپل فکري او‬
‫تخلیقي صالحیتونه ولګوي زما په خیال کي کاسمک سېکسولیزم د فلسفې د‬
‫یوه مکتب فکر څخه زیات د یوه فکري او علمي تحریک امکانات په ځان کي‬
‫لري او هیله لرم چي په اینده کي به د نورو روشنفکرانو په سوب دا نظر د یوه‬
‫فکري تحریک په توګه ځانګړې پېژندګلو پیدا کړي – خو دلته مي زړه سي‬
‫چي د دې نظر په اساس باندي د تقدیر ښایست ‪ ،‬میني ‪ ،‬مرګ د مرګ پر اُ‬
‫نسیت ‪ ٫٫‬مینه ‪ ٬٬‬ورجنټي ‪ ،‬انفرادیت او پر څه نورو فکري ‪ ،‬تهذ یبي او‬
‫تاریخي موضوعات باندي ځغلند نظر واچوم ‪.‬‬
‫‪20‬‬

‫کاسمک سېکسویلیزم او انساني تقدیر‬


‫پر مځکنۍ سطح باندي سېکس د ویني په شعوریت کي د خدای د تصور د‬
‫واړو تخلیقاتو د ښایست تقدیر د مثالي ښځي او ډیرو نورو فکري او تهذیبي او‬
‫روحاني ارزښتونو انځور ګرۍ تر سره رسوي هم دا هغه موضوعات دي چي‬
‫د یوې فلسفې کړه وړه را برسېره کوي ‪ ،‬سوال دا دی چي ښځه ولي دومره‬
‫اهمه ده ؟ چي په بیرته یې تر پام الندي نیسو د کاسمک سېکسولیزم په‬
‫وړاندي ښځه په جسماني او روحاني حواله د کایناتي ژوند واړه ارتقایي جنسي‬
‫مېکانزم د خپل ځانګړي تخلیقي عمل په جریان کي په حامل توګه ښکاره‬
‫کوي او دا جسماني او روحاني عمل د کایناتي اثراتو په شمول د هغې د زېږنده‬
‫وجود په تقدیر کي یو غټ فعال کردار تر سره رسوي ‪ ،‬کاسمک سېکسولیزم‬
‫انساني تقدیر دوه جهته ( دوه ښاخه ) یو حقیقت ګڼي کوم چي د کېفیتي توپیر‬
‫باوجود یو وحدت جوړوي هغه د فرد د ځانګړي تقدیر او د قام د ټولنیز تقدیر‬
‫تر عنوان الندي دا وېش کوي د کایناتي همه جنسیت په وړاندي ویل کیدی سي‬
‫چي تر ډېره حده د یوه فرد او د هغه د قام تقدیر د هغو نسلي خاصیتو ‪،‬‬
‫جغرافیوي حاالتو ‪ ،‬تهذیبي ‪ ،‬ساینسي او فکري ارزښتونو سره تړلی دی د‬
‫تاریخ وړاندیز دا دی چي د شمال خلګو عموما ً پر جنوب باندي بری موندلی‬
‫دی یعني د مبارز قومونو او مفتوحه اقوامو تقدیرونه کله هم په یو ډول نسي‬
‫کیدالی هم دا هغه تاریخي حقیقت دی چي افالطون په خپل ‪ ٫٫‬الجمهوریه ‪٬٬‬‬
‫کي ورته ښکاره ځای ورکړی دی افالطون د انتخاب سوو ځوانانو او ښځو‬
‫څخه د نسل نیولو پلوي وو هغه ته دا خبره جوته ده چي نسلي مثبت او صحت‬
‫مند خاصیتونه دي چي د قومونو په تاریخي کامیابي کي مهم رول لوبوي هغه‬
‫د اپالو دیوتا په څېر ځوانان او د هغو نسلي تخم د هر قام د تاریخي کامیابۍ د‬
‫پاره یو اساسي ضرورت ګڼي سوال دا دی چي دا مبارز فطرته خلګ او‬
‫قومونه له‬

‫کومه نزول کوي ؟ او د خپل نسلي صفتونو ماحول او کایناتي اثراتو تر اثر‬
‫الندي څه ډول تر خپلو لوړو مقتدر تقدیرونو پوري رسیږي ؟ دلته موږ بیرته د‬
‫کایناتي همه جنسیت و دې اصول ته مخا مخ یو چي انساني فطرتونه د نسلي‬
‫خاصیتونو څخه په اساسي توګه خپل کړه وړه اخلي او ورسره جغرافیوي او د‬
‫قدرتي عناصرو اثرات خوراک څښاک} هم تهذیبي ارزښتونه یې په بشپړه‬
‫تشکیل کي خپل کردارونه تر سره رسوي زه دلته د ‪ ٫٫‬مبارز ‪ ٬٬‬اصطالح فقط‬
‫‪21‬‬

‫د تاوده سنګر په تناظر کي نه کاروم بلکې دلته زما مراد د هغه خلګو څخه هم‬
‫دی چي د رجایت او فیوچر ازم نفسیات لري او و ژوند ته په هره دایره کي‬
‫مثبت ځواب وایي د حرکي ژوند و هر مشکل او ګواښ په مقابل د مبارزې‬
‫کولو نفسیات لري هغوی ژوند څه ډول چي دی په دا بڼه یې نه قبلوي بلکې د‬
‫خپل مبارز فطرت او رسا فکر په اساس باندي و هغه ته د خپلي خوښۍ کړه‬
‫وړه ټاکي نوي الري لټوي نوي جهانونه جوړوي نوي اختراعات کوي نور‬
‫فکري او روحاني ارزښتونه سپڼي او د ساینسي فلسفې په ملتیا د کاینات په‬
‫غیږ کي د کایناتي احساس بیګانګۍ او د ژوند د بې معنویت ښکار و تنها انسان‬
‫ته نوي مقتدر تقدیرونه او اختیار لټوي –‬
‫د تاریخ په وړاندي دا یو منل سوی حقیقت دی چي ځالنده تاریخ فقط هم هغه‬
‫قومونه لري کوم چي د مبارز فطرتونو حامل نفسیات لري په اسالمي نړۍ کي‬
‫عرب ‪ ،‬ترک ‪ ،‬ایرانیان او پښتانه هغه قومونه دي چي د مبارز فطرت اثاثه یې‬
‫درلوده نو ځکه وروسته او وړاندي یې تاریخ هم درلودی پر اوسني حال دې‬
‫نو خدای فضل وکړي – په ځانګړي تقدیر کي لوی رول ‪ ٫٫‬انتخاب د جبر ‪٬٬‬‬
‫په وړاندي د یوه سړي د چوڼ سره اړه لري هر انسان د انتخاب مجبوري په‬
‫غاړه لري او دا ځانګړی انتخاب د هغه د تقدیر بنسټ اږدي ‪ ،‬د سلبیت حامل‬
‫فطرت لرونکي د جاري منفي حاالتو په مقابل د وسلې د ایښوولو رویه خپله‬
‫وي د مبارزې پر ځای د تسلیم و رضا نفسیات خپلوي او ژوند‬

‫څنګه چي دی د هغه تر جبر الندي د غالمانه ذهنیت سره خپلي شپې او ورځي‬
‫تیروي ‪ ،‬ښه او بد واړه د خدای لخوا بولي د مقابلې له خوی څخه ځان ژغوري‬
‫او خپله لمن د خپلي ښځي له پلو سره غوټه ساتي د ژوند د بدلولو پر ځای د ‪٫٫‬‬
‫شلومبو ‪ ٬٬‬غوړپ تېرول او بې هنره بزدله بېرندونکي بچیان زیږول میړانه‬
‫بولي د ژوند د واړو محرومیو صله یا بدل په هغه لیري بله دنیا کي له خدایه‬
‫غواړي خو یقین لرم چي خدای به کله هم و دې بې حوصلې خلګو او پښتنو ته‬
‫هیڅ سهولت ورنکړي ولي چي خدای خو په خود هم د مبارز فطرت حامل یو‬
‫ازلي او ابدي تخلیقي ذات دی نه تش دا چي کاینات یې تخلیق کړی بلکې مخ په‬
‫وړاندي ال په وختونو کي نوي وسعتونه ورته بخښي نوي جهانونه سکښتي او‬
‫و نوي کایناتي اختراعاتو ته ټینګي ارادې لري ولي چي خپل ازلي فعالیت په‬
‫پام کي ساتي خو د مبارز انسانانو د فعالو ارادو سره مینه لري د کایناتي خدای‬
‫د قوانینو پابندي کول او د هغه نوښتونو حامل نفسیات خپلول په اصل کي لویه‬
‫بندګي ده ښکلی خدای هم هغه مبارز انسانان خوښوي څوک چي د هغه په تقلید‬
‫کي په انساني دایرو کي ژوند مخ په وړاندي بیایي د فکر و عمل نوي اسالیب‬
‫ټاکي انساني مجبوره تقدیر په خدایي اختیار پیوندوي هغه د یو چا خبره ده ‪٫٫‬‬
‫څوک چي و خدای ته ډېر سپی سپی کیږي ښکلی خدای له هغه څخه ډېر بد‬
‫وړي ‪ ٬٬‬غیرت مند خدای د غیرت مندۍ ژوند خوښوي او پر کایناتي قوانینو‬
‫باندي اساس د کایناتي بندګۍ اقتضا لري زما په اند د خدای د بندګۍ په اجرا‬
‫کي انسانان باید چي د ‪ ٫٫‬مال ‪ ٬٬‬د ښووني پر ځای د لمر ‪ ،‬سپوږمۍ ‪ ،‬ستورو ‪،‬‬
‫سیارو ‪،‬سمندرونو ‪ ،‬هواو ‪ ،‬بارانو او نورو عناصرو کایناتي بڼه لرونکې‬
‫بندګي خپله کړي او و ځان ته نجات وموندي ‪ ،‬دلته چي یوې بلي خبري ته‬
‫اشاره کول غواړم هغه دا چي د تقدیر په لټون کي کایناتي قوتونه چي د افرادو‬
‫‪22‬‬

‫او قومونو سره کوم مرستندویه نفسیات لري د هغوی احساس درلودل الزم دی‬
‫ولي چي هغه کایناتي انسان دوست قوتونه د انساني تقدیر په جوړښت کي مهمه}‬
‫برخه ادا کوي کاینات او انسان‬

‫دواړه د تضاد او نورو حرکي قوانینو الندي ژوند تیروي د دې تضاداتو څخه‬
‫اثبات زېږول هم په انساني تقدیر کي غټ کردار لري کایناتي قوتونه هم د هغو‬
‫خلګو سره مرسته کوي څوک چي تاریخي بصیرت لري او د کایناتي قوتونو‬
‫وړاندي سوي مواقعې او چانسونه په خدایي فراست سره د خپلو هلو ځلو برخه‬
‫ګرځوي هغه خلګ او قومونه مخ په وړاندي ترقي کوي څوک چي د کایناتي‬
‫قوتونو په اشارتونو پوهیږي او څوک چي د خپلو تقدیرونو په جوړښت کي پر‬
‫روح‬
‫ِ‬ ‫خپلو انساني هلو ځلو تکیا کوي هر کار و خدای ته نه پرېږدي او د‬
‫عصر فعالیت د خپلو تقدیرونو بنسټ ګرځوي ‪ ،‬اوس خبره داسي روښانه سوه‬
‫چي نسلي خاصیتونه ( د ماحول پشمول د کایناتي عناصرو اثراتو او قوتونو‬
‫الندي ) د تقدیر د پاره د بنیاد کار کوي او تقدیر تر ډېره حده د مبارز یا د بې‬
‫حوصله خلګو پر ځانګړي انتخاب باندي انحصار کوي هم دا سوب دی چي د‬
‫مبارز خلګو او د سلبیت حامل فطرت لرونکو تر منځ په تقدیري حواله ډېر‬
‫لوی توپیر په وقوع راځي د بحث پر دې وله باندي اوس دا کتل په کار دی چي‬
‫د ښه تقدیر په لوازمو کي کوم نور عناصر هم یو فعال کردار لري او که نه ؟‬
‫پوښتنه پیدا کیږي چي انساني تقدیر عصري او ساینسي علوم څه تعلق او‬
‫ځانګړی انتخاب او تعقل څه اړیکي سره لري ؟ دلته موږ د تاریخ په رڼا کي‬
‫وینو چي عصري او ساینسي علومو د انسانانو په شخصي او تقدیري تکامل‬
‫کي لویه برخه لوبولې ده د ځانګړي انتخاب و صالحیت ته یې وده ورکړې ده‬
‫په روحاني او تعقلي حواله یې د بصیرت خاوندان ګرځولي دي د کوم په اساس‬
‫باندي چي هغوی د غوره انتخاب په توسط خپل تقدیرونه تر لوړ ارتفاعي‬
‫مقاماتو پوري پورته کړي دي –‬
‫زیر نظر موضوع شاید چي تقاضا لري چي مخ په وروسته د یو څه ساعتونو‬ ‫ِ‬
‫لپاره د تاریخ سره په تماس کي سو او دا خبره نوره جوته کړو چي عصري‬
‫تعقلي او ساینسي علومو په تاریخي حواله د قومونو په تاریخي او تقدیري‬
‫ارزښتونو کي کوم کردار تر سره رسولی دی –‬

‫عراقیانو‪ ،‬یونان‪ ،‬رومن‪ ،‬ایمپایر‪ ،‬ایران هم د عصري علومو په وده سره تر‬
‫سیاسي رفعتونو پوري رسیدلي تاریخ در لودلی دی ‪ ،‬په غرب کي د رومن او‬
‫په شرق کي فارس واکمني روانه وه کله چي د اسالم رڼا خوره سوه او د‬
‫یوناني علومو ژباړي تر سره سوې نو بغداد د عصري علومو پر اساس باندي‬
‫ب فکر معارفي سول د فکر‬ ‫یو کلتوري مرکز وګرځېدو د فلسفې نوي مکات ِ‬
‫نوښتونو په عربو کي ځانګړې خود اعتمادي پیدا کړه د مبارز فطرتونو حامل‬
‫عربانو چي فکري او کلتوري خود اعتمادي تر السه کړه په عصري او‬
‫ساینسي علومو کې مخ په وړاندي ګامونه واخستل نو څه ‪ ۳۰۰‬کاله یې له ‪ ۹‬ء‬
‫څخه تر ‪ ۱۲‬ء پوري په سیاسي ‪ ،‬کلتوري او فکري دایرو کې د دنیا د مقتدر‬
‫قوت په توګه خپله تاریخي وظیفه تر سره کړه چي د فکري جمود په سوب د‬
‫تنزل ښکار سو نو هغه وخت هم راغلو چي تا تاریانو بغداد د مځکي سره اوار‬
‫‪23‬‬

‫کړو ویل کیږي چي کله کلتور نااشنا تا تاریانو د بغداد د کتب خانو کتابونه‬
‫دجله او فرات ته وغورځول نو د دواړو دریابونو اوبه د هغوی په روشنایي‬
‫سره توري واوښتلې سوال دا دی چي د دې تاریخي سپکاوي اصل ریښه څه‬
‫وه ؟‬
‫تر څو چي اسالمي نړۍ د فکري نوښتونو په اساس باندي والړه او مخ په‬
‫وړاندي د سفر کولو له نفسیاتو برخمنه وه نو د مبارز فطرت حامله یو تاریخي‬
‫قوت وګرځیده کله چي بیا په بغداد کي د فکر د نوښتونو پر بنیاد باندي سیاسي‬
‫فکري او عقیدوي تنوع زېږون پیل کړ سیاسي او مذهبي اجاره داریو ته خطر‬
‫پیدا سو نو بیا عباسي شهنشایت} او مذهبي رجعت پسندانو الس سره ورکړی‬
‫ازادي مذهبي او فکري ټولني یې وراني کړې اخوان الصفا ‪ ،‬معتزله او نور‬
‫روښنفکران او کلتوري ارزښتونه یې له خاورو سره خاوري کړل او د خدای‬
‫په عشق کي د وحدت تر منزل پوري رسیدلي صوفیا کرام او شاعران یې‬
‫تروړ کړل‍امام غزالي صاحب د فلسفې په رد کي کتابونه ولیکل پر عربي‬
‫نړۍ باندي فکر ي جمود تسلط پیدا کړو مبارز فطرته خلګ په ‪ ٫٫‬کړوکو‬
‫چرګو ‪ ٬٬‬بدل سو د جهالت او رجعت کومه ‪ ٫٫‬توره بډه ‪ ٬٬‬چي‬

‫وغوړېده نو ال تر اوسه د مالهیت د استحصال نفسیاتو په بڼه ډیره محکمه‬


‫ريښه لري عیسوي مالیت هم په دا ډول یورپ څه زر کلونه تر خپل‬
‫استحصالي سیاسي واک الندي ساتلی وو او په تاریخ کي و دې دور ته د‬
‫‪ Dark age‬نوم ورکول سوی دی‪.‬‬
‫د چرچ پادریانو هم د فکر د نوښتنو الري نیولي وې د عصري او ساینسي‬
‫علومو و ترویج ته یې خنډونه اچول زموږ د مالیانو طالبانو په څیر هغوی هم‬
‫روښنفکران ‪ ،‬ساینس پوهان او فلسفیان وژل او خپله استحصالي سیاسي‬
‫واکمني یې پر یورپ باندي ټینګه ساتلې وه الکن تاریخ بیا خپل ازاد او خپل‬
‫واک بهیر په پام کي ساتي د مسلمانانو د علمي اثاثې له الري په اروپا کي‬
‫تحریک احیا علوم وچلېدی پوهنتونونه جوړ سول د مذهب د اصالح تحریک‬
‫را پورته سو د پوپ او چرچ سیاسي واک پر مځکه نسکور پریوتو د فلسفې او‬
‫ساینس بیرغونه پورته سول د فرانس انقالب د اروپا څېره بدله کړه د عوام د‬
‫اقتدار لمر په ځلیدو سو صنعتي انقالب خپل وزر وغوړول خو دا هم یو‬
‫حقیقت دی چي بیا یورپ د قومي حکومتونو د جوړښت سره سم په نړیواله‬
‫استحصال سره السونه پوري کړو –‬
‫اوس څه درې سوه کاله کیږي چي یورپ ال په دې استحصالي کار بوخت پاته‬
‫دی او په اوسني اقتصادي ‪ ،‬سیاسي ‪ ،‬کلتوري او انساني استحصال کي د‬
‫امریکې تر مشرۍ الندي د ترهګرۍ په نوم په خصوصیت سره د پښتون وطن‬
‫په تاریخ لوبي کوي د تاریخ ظلم ته بیا ګوره چي پښتون مال او طالب نن هم د‬
‫هغوی د ایجنټ کردار ادا کوي او د غازي امان هللا خان په ضد چي یې کوم‬
‫کردار ادا کړی وو هغه په یوه بله نوې بڼه اوس هم تر سره رسوي امریکې نن‬
‫هم په داخل افغانستان کي خپل افغان مخالفي ډلي د طالبانو په توسط ګوښه‬
‫ساتلي دي طالبان په داخل د افغانستان کي و امریکنو او ناټو ته ډیري آسانۍ‬
‫پیدا کړي دي امریکن څومري وسله چي د ورځي و کرزي حکومت ته‬
‫ورکوي هم تر هغه زیاته په شپه کي و طالبانو ته ورکوي –‬
‫‪24‬‬

‫زه پوهېږم چي له تقدیري بحث څخه لږ څه پر بله والړم الکن په بین السطور‬
‫زیر نظر موضوع تر پام ساتلې وه او و دې ته مي اشاره کړې ده چي‬ ‫کي مي ِ‬
‫د ښه انفرادي او قامي تقدیر په جوړښت کي عصري ‪ ،‬ساینسي او عقلي علوم‬
‫یو اساسي کردار لوبوي څو چي انساني او قدرتي وساهل په کار نه واچول‬
‫سي فقط په دعاو کار نه چلیږي او قومونه د ښو تقدیرونو پانګه نسي تر السه‬
‫کولی د تقدیر او د سېکسو لیزم په بحث کي په تکرار سره دا ادعا کول‬
‫غواړم چي د ښه تقدیر د پاره د څه ‪ ٫٫‬انتخاب ‪ ٬٬‬او د ښه انتخاب د پاره د رسا‬
‫فکر اړتیا شتون لري ‪ ،‬او ورسره دا چي د کایناتي عناصرو تر اثراتو الندي‬
‫یو قام د ټولنیز نفسیاتو په حواله کوم کایناتي څرک د لمرینو خاصیتونو قام یو‬
‫نفسیات د سیارو تر اثر الندي خلګ بیا د بېل نفسیات او فطرت څښتنان وي‬
‫خو کاسمک سېکسولیزم دا یوه تاریخي اړتیا نه ګڼي بلکې دا ادعا لري چي پر‬
‫علمي بنیادو باندي اساسي ټولني خپل دا نفسیات بدلولی را بدلولی سي او خپل‬
‫تاریخي او تقدیري خپلواکۍ ګټلی سي په تکرار سره ادعا لرم چي انساني‬
‫شخصیتونه په انفرادي او اجتماعي توګه د کایناتي عناصرو په تعاملي جنسي‬
‫اړیکو سره خپل تشکیل تر سره رسوي د لمر تر اثر الندي د لمرینو نسلي‬
‫خاصیتونو خلګ پیدا کیږي او د سپوږمۍ ‪ ،‬سیندونو ‪ ،‬بادونو ‪ ،‬بارانو او نورو‬
‫عناصرو تر اثر الندي بیا د هغوی و فطرت ته ورته والی لرونکي خلګ‬
‫زیږي الکن کاسمک سېکسولیزم دا اثرات خپل تاریخي او کایناتي اړتیا نه‬
‫ګڼي بلکې دا اصرار لري چي د انساني او قدرتي وسایلو پر مترقي بنسټ ښه‬
‫انتخاب په فکري او ساینسي ایپروچ باندي انسانان د دې جوګه ګرځیدالی سي‬
‫چي د دې اثراتو منفي اثرات لیري کړي او خپله مثبت تاریخي او تقدیري‬
‫خپلواکي تر السه کړي ‪.‬‬

‫کاسمک سېکسولیزم او ښایست‬


‫مخ په وړاندي مي زړه غواړي چي د کاسمک سېکسولیزم په وړاندي د‬
‫انساني ژوند د یوه اساسي موضوع سره تماس ونیسو یعني د ښایست} پر حقیقت‬
‫باندي یو څو خبري وکړو‪.‬‬
‫په دې اړه د کاسمک سېکسولیزم ادعا دا ده چي جمالیاتي خدای د خپل ازلي‬
‫ښایست په واړه تجریدیت سره د معروضي او موضوعي ښایست اساسي‬
‫جوهر دی او دا څپاند حرکي جمالیاتي قوت ځای پر ځای په معروضي او‬
‫موضوعي حوالو په کایناتي او مځکني داهرو کي د ‪ ٫٫‬موقعتي ښایست} ‪٬٬‬‬
‫حامل وجودونه سپڼي‪.‬‬
‫سوال دا دی چي د ښایست دا موضوعیت او معروضیت په زمان مکان کي‬
‫خپله ریښه څه ډول نیسي ؟ آیا خدای فقط اراده کوي ژوند او ښایست} په وجود‬
‫‪25‬‬

‫کي راځي که هغه د دوی و اجرا ته یو ځانګړی کایناتي میکانزم هم لري او د‬


‫هغه میکانزم په توسط خپلي واړه ارادې تر سره رسوي ؟‬
‫د کاسمک سېکسولیزم په وړاندي سېکس یو مقتدر جبلي الکن باشعوره‬
‫حرکي قوت کرځول سوی دی هغه د ژوند په واړه منطقو کي خپل مقتدر‬
‫اطالق مسلط ساتي خداي کایناتي پالن د خپل نمود او حرکت د پاره د ‪٫٫‬‬
‫سېکس ‪ ٬٬‬په توسط د نوعي نوښتونو او فعالیتونو مجبوري په غاړه لري –‬
‫چي سېکس سته نو د انسان پشمول بې شمیره انواع دلته ژوند لري او د ژوند‬
‫و موضوعیت ته معروضي بڼه ور سپاري د موضوعیت څخه تر معروضیت‬
‫پوري دا سفر د ژوند په واړو داهرو کي د ښایست} او میني پر اساس باندي بنا‬
‫معلومیږي که د ښایست پر اساس باندي د انواع تر منځ د کشش او میني‬
‫احساس څرګندونه ونلري نو بیا به ژوند مخ په وړاندي یون څنګه وکړي ؟‬

‫ځکه خو د ‪ ٫٫‬کایناتي همه جنسیت ‪ ٬٬‬په وړاندي ویل کیږي چي د خدای‬


‫خدایي د جنس پر بنسټ بنا ده ‪-‬‬
‫سېکس چیري چي د متنوع انواع تخلیق تر سره رسوي هلته په انواع کي د‬
‫جنسي کشش حامل ښایست} تخلیقوي دا د سېکس زېږنده نوعي ښایست او‬
‫کشش دی چي په کایناتي او نوعي دایرو کي باعث د جنسي تعامل ګرځي او‬
‫ژوند په ټولنیز حوالو متحرک ساتي‪-‬‬
‫په کاینات کي هر چیري حرکت او تغیر دوامي جریان لري کاسمک‬
‫سېکسولیزم ادعا لري او وایي که سېکس په نوعي دایرو کي له ښایست}‬
‫څخه جنسي تحریک تر السه نکړي نو ژوند به په یقیني توګه د جمود سره مخا‬
‫مخ سي د کاسمک سېکسولیزم په وړاندي هغه ښایست} ډیر کامل او‬
‫ارزښتناکه دی کوم چي زیات جنسي اپیل لري ولي چي د جبلي جنسي تسکین‬
‫سره سره هغه د ژوند د محترک حقیقت باعث هم ګرځي –‬
‫کایناتي همه جنسیت ادعا لري که نسل په نسل سېکس د ښایست د جنسي‬
‫طلب پر اساس باندي نوعي نوښتونو او تجدیدونه تر پام الندي نه ونیسي نو‬
‫ژوند به په هره دایره کي د فیوچر ازم مبارز روح له السه ورکړي او د اشیاو‬
‫کایناتي پالن به په الزم توګه نیمه خوا پاته سي –‬
‫ښایست د یوه پېچیده ( کمپلکس ) عمل په نتیجه کي له افالک څخه تر خاکه‬
‫خپلي سپړني رواني ساتي دا یوه داسي موضوع ده چي شاید اول ځل خدای‬
‫ورباندي خبره کړې ده چي یې ال تخلیق ته تصمیم نیولو هغه وویل‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬چي زه ښایسته یم او ښایست خوښوم ‪ ٬٬‬د ښایست} خپلي فلسفې‬
‫استیټک( جمالیات ) هم پر خپل حقیقت او خدای باندي ډیري اوږدې خبري‬
‫کړي دي د موضوعي او معروضي حقیقتونو خبر ورکوي او د انساني‬
‫تخلیقاتو په دایرو کي د متنوع جمالیاتي فلسفو وړاندیز او تخلیقي روح‬
‫څرګندوي‪-‬‬
‫‪26‬‬

‫خو کاسمک سېکسولیزم لکه څه ډول چي مي وړاندي خبره ورباندي وکړه د‬


‫جمالیاتو له دې فلسفو سره لږ تضاد تر پام الندي نیسي او و ښایست ته په‬
‫کایناتي تناظر کي د کتلو هڅه کوي‪-‬‬
‫د ‪ ٫٫‬کایناتي همه جنسیت ‪ ٬٬‬نظر ښایست په هره دایره او نوع کي د واړو‬
‫کایناتي عناصرو زیږنده یو جمالیاتي عنصر ګڼي ولي چي د هر نوع په تخلیق‬
‫کي واړه کایناتي طاقتونه خپله وظیفه تر سره رسوي ښایست} هیڅ کله هم په‬
‫مجرد صورت د وجود تر اثبات پوري نسي رسیدالی ویل کیږي ‪ ٫٫‬په دښت‬
‫کي چي کله یو ریدي یا خاټول غوړیږي نو قدرت یې ال څو صدیاني وړاندي‬
‫منصوبه بندي تر پام الندي نیسي کاینات په وخت کي ودان دی او وخت د‬
‫خدایي ارادې یو کېفیتي ژوند زېږوونکی عنصر دی له اولي ژوندی لمحې‬
‫څخه تر اولنۍ ژوندۍ خلیې پوري ژوند په هره داهره کي هم دله دې اساسي‬
‫خلیې څخه مخ په ارتقا ګامونه پورته کړي دي د زمان مکان په غیږ کي هر‬
‫موجود څیز پشمول د انسان د کایناتي قوانینو د متابعت مجبوري په غاړه لري‪-‬‬
‫موږ انسانان چي د کومي یوې غټي تیروتني سر مخا مخ یو هغه دا چي موږ‬
‫ځان له کاینات څخه بېل یو حقیقت ګڼو نو ځکه د ډیرو فکري ستړیاو په زد‬
‫کي اوسو حاالنکې حقیقت دا دی چي زموږ رنګونه تقدیرونه ښایست میني‬
‫ژوند او مرګ واړه هم د دې کایناتي قوانینو په وړاندي د هست و نېست د‬
‫کیفیت سره مخا مخ کیږي –‬
‫کاسمک سېکسولیزم هم د دې وحدتي عنصر په وړاندي د کایناتي قوانینو تر‬
‫تفهیم پوري د رسېدو علمي او فکري هڅه په خیال کي ساتي او د کایناتي‬
‫ژوند پر اساسي ریښه سېکس باندي د نوعي او کایناتي ژوند د یوې نوي‬
‫تشریح فکري کاوش تر خیال الندي نیسي او د ښایست} تشریح کوي‪-‬‬
‫په انساني ژوند کي د ښایست} عنصر اساسي کردار تر سره رسوي هسي‬
‫ښایست یو افاقي قدر خو دی خو معیار یې د ریلټو ازم د فلسفې په وړاندي‬
‫ابدي بڼه نلري د ښایست} معیار فرد په فرد او قام په قام بیلي بیلې پیمانې لري‬
‫الکن ښایست} د خپلي موجودګۍ لپاره د خپل ضد بدرنګۍ او رڼا د وجود‬
‫احتیاج لري ښایست} او بدرنګي یو کېفیتي توپیر سره لري کنې څه جدا جدا‬
‫حقیقتونه نلري ‪ ،‬د پوستکي تور او سپین رنګونه د ښایست} معیار نسي‬
‫ګرځیدالی دا رنګونه د موسمي اثراتو په سوب و منځ ته راځي د ‪ ٫٫‬تورانو ‪٬٬‬‬
‫د فنونو آیډیل ښځه خو نو الزم توره وي او نن سباویل کیږي ‪Black is‬‬
‫‪– Beauti ful‬‬
‫اوس دلته ادعا لرم چي د ښایست} او بدرنګۍ زیږون واړه د کایناتي‬
‫عناصرو تر اثراتو الندي خپله ریښه نیسي او تر انساني تقیسم څخه پرته په بې‬
‫نیازي سره خپل وجود برقرار ساتي ‪ ،‬پر کایناتي سطح باندي د انساني‬
‫معیاراتو اطالق نسي کیدالی د کاینات لویه برخه اوس هم د تیارو په غیږ کي‬
‫پټه پرته ده په یو داسي صورت حال کي آیا موږ دا ویالی سو چي ‪ ٫٫‬ښایست‬
‫او موجود ‪ ٬٬‬هغه ده چي روښانه وي او زموږ د ادراک په حصار کي وي ؟‬
‫ښایست پر انساني او هره دایره کي د سېکس د پاره باعث د اشتیاق ګرځي ‪،‬‬
‫او انساني ژوند باندي د کایناتي عناصرو اثرات دومري زیات دی چي‬
‫پرانساني ژوند‪ ،‬تقدیر او ښایست باندي ژوره اغیزه کوي –‬
‫‪27‬‬

‫د کایناتي عناصرو تر اثر الندي څوک لمرین صورتونه او تقدیرونه ‪ ،‬څوک‬


‫بیا د سپوږمۍ‪ ،‬سمندرونو حامل فطرتونه ‪،‬تقدیرونه او بڼي لري څوک د هواو‪،‬‬
‫دریابو ‪ ،‬غرو او شپو حامل صوري کېفیتي بڼي او تقدیرونه لري –‬
‫د کاسمک سېکسولیزم په وړاندي واړه کثرتیت او تنوع په وروستۍ تجزیه‬
‫کي یو اصل لري او دا اصل پر سېکس باندي بنا دی او دا جنسي حقیقت د‬
‫خداي ارادې څخه تحریک اخلي –‬
‫د مبارز خلګو ښایست} له کم همتو خلګو څخه بیل حقیقت لري ‪ ،‬د هغو په‬
‫ښایست کي د شجاعت او بې خوفۍ ځالند احساس د راختونکو لمرونو سره‬
‫مشابهت پیدا کوي –‬
‫د ښایست} لپاره الزم ده چي انسان بې خوفه او مبارز فطرته وګرځوي ‪.‬‬

‫کاسمک سېکسولیزم او ورجیېنټي‬


‫ستر خوشحال خان د پښتو ژبي د ورجېنټۍ خبره کړې ده او وایي‬
‫چایې پلو د جمال وانه خیست‬
‫پښتو الهغسي بکره پرته ده‬
‫د ځوانۍ‪ ،‬ښایست‪ ،‬میني ‪ ،‬سېکس او ورجینټۍ ارتباط یوه ډېره فطري بڼه‬
‫لري –‬
‫او هسي هم دا اصطالح په اطالقي امکاناتو سره یوه کایناتي بڼه لري‪-‬‬
‫په عمومي توګه د ورجین مځکي ‪ ،‬ورجین واورو ‪ ،‬ورجین میني او د ورجین‬
‫بوسې اصطالح په تکرار سره کارول کیږي –‬
‫ورجینټي چیري چي د یو ذهني صورت حال نوم دی ‪ ،‬هلته په ‪ ٫٫‬بدني توګه ‪٬٬‬‬
‫د ژوند د پېچدګۍ او انتشار د مزاج په وړاندي د ځانګړي وحدتي استقرار نوم‬
‫هم دی –‬
‫باکره نجلۍ او هلک دواړه په وجودي او فکري حواله د خپلي ورجېنټي په‬
‫حصار خوندي پراته وي ‪.‬‬
‫د ژوند انتشاري مزاج ورباندي هیڅ اثرات نلري څو چي ورجینټي بحال وي‬
‫انسان د ژوند د بې معنویت او کایناتي احساس بیګانګۍ ښکار نه پاته کیږي او‬
‫د خپلي ورجینټي په غیږ کي د بې خوفۍ او تخلیقي زړورتیا ژوند تېروي‬
‫سوال دا دی چي تخلیقي زړورتیا بیا څه مفهوم لري د ‪ ٫٫‬کایناتي همه جنسیت‬
‫روح کاینات د‬
‫ِ‬ ‫‪ ٬٬‬استدالل دا دی چي په هره دایره کي د ژوند د نوښتونو لپاره‬
‫ویني په خود شعوریت کي د تخلیق جبلت کرلی دی او انواع دا تخلیقي کار په‬
‫نوعي زړورتیا سره تر سره رسوي او د نامعلوم ژوند و امکاناتو ته د ‪٫٫‬‬
‫سېکس ‪ ٬٬‬په توسط چیري چي حرکت وربخښي هلته یې و نوعي تجریدیت ته‬
‫بڼه هم ورسپاري دژوند ‪ Code‬د ورجینټۍ د بندي دروازې ترشاپروت دی‬
‫قدرت د دې ‪ Code‬د یوه مخصوصه ټاکلي وخت پس ‪ de coding‬کوي او د‬
‫سېکس په فعالیت سره ژوند ته حرکت اسراع او روحانیت وربخښي سېکس‬
‫‪28‬‬

‫چي په ورجینټي کي د پراته ‪ Code‬عمل تر سره رسوي نو بیا د خپل‬


‫ښایست او حظ تر کمال پوري رسیږي د سېکس ټول ښایست د ورجینټي د‬
‫عضوي شکست په ارتباط سره و منځ ته راځي له هغه پس هره جنسي هڅه د‬
‫اولین جنسي فعل د روحاني انبساط او خوشبویي د بار دیګر درلودلو بې ځایه‬
‫هڅه ثابتیږي –‬
‫د ورجینټي حامل یو باران صفته ځوان چي کله د یوې باکره نجلۍ د وجود پر‬
‫بطه او ورجین مځکه په خالص زړه سره په اورېدو راسي نو چیري چي د‬
‫ځالندو لمرونو الندي د خندنیو بارانونو سماڼ پیدا کوي هلته د باران او مځکي‬
‫د اولین ارتباط خوشبویي او ښایست تخلیق کوي د ورجینټي دا اولینه خوشبوي‬
‫ښایست او روحانیت بیا هم په وړاندي د ژوند د خاصیتونو تخلیقي تخم ګرځي‬
‫–‬
‫د کاسمک سېکسولیزم بله ادعا دا ده چي اولین ورجین مباشرت په انسان کي‬
‫د زمان مکان د اولین جنسي فعل کېفیتي حظ هم تازه کوي کاسمک‬
‫سېکسولیزم دا ادعا لري چي په انساني شعور کي د کایناتي شعور یوه برخه‬
‫موجودګي لري او کایناتي شعور ( په انساني احساس کي ) د ورجین مباشرت‬
‫په توسط و هغه خپل اولین حظ او تخلیق سره د ژوند و تخلیقي روحانیت ته‬
‫مخ ګرځوي اودورجینټي ‪ de coding‬سره د ژوند و تخلیقي روحانیت ته‬
‫ادامه ورکوي یو خپل ځانګړی انفرادیت لري دا اوریجنلېټي بیا یو مخصوص‬
‫روحانیت لري کوم چي د انساني میني ورکه متاع ده د اول نظر مینه هم د‬
‫ورجینټۍ په موجودګۍ کي امکانات لري کنې نو د سېکس د جبلت د تسکین‬
‫باعث ګرځي د ورجنېټۍ قیام یو مستقله بڼه لري هغه د خپل ‪ ٫٫‬شکست ‪٬٬‬‬
‫سره سم مخ په وړاندي په خپل نوع کي بیرته د ځان استقرار تر پام الندي‬
‫نیسي ‪ ،‬ورجینټي وه ‪ ،‬سته ‪ ،‬او وي به ‪ ،‬ورجین نر او ښځي د مځکي پر مخ د‬
‫ځالندو لمرونو سره مشابهت} لري هغوی په ځان کي د کایناتي ورجینټۍ واړه‬
‫څرکونه خوندي ساتي د انساني کلتور په هر دور کي دا د ډیر اهمیت حامل یو‬
‫عنصر ګڼل سوی دی په ځیني قبایلو کي نن هم د واده د شپې پس په سهار کي‬
‫په جنسي رطوبت او وینو لړلي دسمالونه و ټولنه ته ښکاره کول کیږي او له‬
‫هغه پس بیا د واده و خوشالیو ته مخ اړول کیږي او ځیني وخت د دوشیزګۍد‬
‫عدم ثبوت په صورت ښځي طالقیږي او په قتل رسیږي‪-‬‬
‫د دوشیزګۍ‪ Myth‬نن هم ډېر ارزښت لري نور خو نور د دې اصطالح‬
‫اطالق پر کایناتي وجودونو باندي هم کوي او د کایناتي عناصرو د کېفیتي‬
‫مباشرتونو په رڼا کي د انساني اولین مباشرت وضاحتونه کیږي –‬
‫دوشیزګي یوه خپله منفرده خوند او خوشبو لري د دوشیزګۍ دا خوند پر‬
‫ورجین لبو باندي پرته د ګالب د غوټۍ په څېر لمبې پورته کوي او د باکره‬
‫نر او نجلۍ دساه په تار کي د خپل خوشبو او وږمو سره څپې وهي‪-‬‬
‫ځکه د عمومي مشاهدې خبره ده چي کله د دوشیزګۍ شکست واقع سي نو‬
‫انسانان د یوه عجبه غوندي غمګینۍ او تاسف ښکار پاته سي هغوی د جنسي‬
‫تسکین تر څنګ د داخلي بې امانۍ سره مخ آ مخ سي شاهد چي سوب به یې هم‬
‫دا وي چي د دوشیزګۍ د شکست په وړاندي هغوی د ویني په خود شعوریت‬
‫کي خپل کایناتي روحانیت د څه ضعف سره مخا مخ ویني هغوی د داخلیت د‬
‫امان څخه مخ په وړاندي د ژوند و انتشاري مزاج ته مخا مخ کیږي او په‬
‫‪29‬‬

‫خارج کي د ژوند امکاني ستونزي د داخلي امان په قیمت ورته زیاتي پېچلي‬
‫ښکاري دا هغه مقام دی چي د هغوی ذاتي تر وس الندي ژوند و کثرتیت ته‬
‫مخ اړوي د خانداني ژوند شروعات پیل کیږي او په امکاني حواله په خپل‬
‫وجود کي را غونډ انسان ځان د ښار د کوڅو په څیر خور او منتشر ویني ‪ ،‬د‬
‫دوشیزګۍ د شیرازي د انتشار پس د تاسف او پېښمانۍ د یوه مثال په توګه‬
‫غواړم چي زما د اردو ناول‪ The holy sinners‬و یوه اقتباس ته مخ واړوم‬
‫چي مرکزي کردار روشن عبدالعزیز یې د خپل اولین جنسي مباشرت پس د‬
‫تاسف د کوم ژور احساس سره مخا مخ کیږي او هم د ژوند د امکاني نوښتونو‬
‫کوم الهام ورباندي نزول کوي ‪.‬‬

‫ژباړه‬
‫د چای د چښلو پس روشن د مات بدن د لذتونو سره په مشکل له بسترې څخه‬
‫را پورته سوه او د غسل خانې په خوا یې هڅه وکړه د هینداري په حصار د‬
‫راتللو وړاندي یې سترګي پټي کړې ولي چي هغې ته معلومه وه چي د برايي‬
‫شپې د ګناه په سوب دا له ځانه څومره زیاته شرمنده ده په پټو سترګو چي یې‬
‫الس و مخ ومینځل او ناچاره یې په هینداره کي و ځان ته وکتل نو له حیرته یې‬
‫د سترګو رپول هېر کړو هغې په آینه کي نه یقین کوونکې یوه نظاره ولیدله‬
‫هغې د خپل پراخ تندي د پاسه په ښایستو تورو ویښتانو کي یوه سپینه کرښه د‬
‫کهکشان په څېر برېښیدلې ولیدله هغې ته په اول ځل د خپلي ورجنېټي‬
‫( دوشیزګۍ ) د بربادۍ د روحاني صدقې د ژورتیا احساس ور په زړه سو د‬
‫کوم په سوب چي په یوه شپه کي د دې په عنبرین زلفو کي سپینه واوره په‬
‫صورت د کهکشان را ورېدلې وه دا تر ډېره یخه پخه والړه پاته سوه په‬
‫هینداره کي یې و ځان ته کتل او د باران په څېر یې کرار کرار ژړل الکن‬
‫هغې په خپل زړه کي د دې خبري احساس هم درلود چي دې اوس ژوند په‬
‫بدني سطح باندي وموندی ژوند تر اوسه دا په غیر محسوس توګه د خپلو‬
‫مقاصدو د پاره تر استعمال الندي نیولې وه الکن دا اوس د دې جوګه سوه چي‬
‫ژوند پر شعوري او جزباتي سطح باندي تېر کړي اوس یې ښکاره احساس‬
‫درلودی چي د خپلي اولیني ګناه په تناظر کي یې د وړاندي تېر سوي بې‬
‫رنګه او بې خونده ژوند څخه ازادي موندلې ده او اوس یې نوي حقیقتونه‬
‫رنګونه او وسعتونه تر السه کړي دي دا په زهیر زړه سره بیرته خپلي خوني‬
‫ته راغله الکن اوس د سکون او اطمنیان د احساس سره هم غاړه غړۍ وه ‪. ٬٬‬‬
‫کاسمک سېکسولیزم مخ په وړاندي په دې اړه خپله بله څرګندونه داسي تر‬
‫سره رسوي چي روشن عبدالعزیز د خپلي خوندکۍ سره مکالمه کوي او ورته‬
‫وایي ( الکن دا خبري له دې پيښي څخه وړاندي‬

‫کیږي ) نه ‪ ٫٫‬ویني‪ ٬٬‬تاته خو معلومه ده چي زه یوه ازاد خیاله نجلۍ یم الکن د‬


‫دې خبري په اوریدو سره به مایوسه سې چي په امریکا کي د اوسیدو باوجود‬
‫ما د خپلي دوشیزګۍ او ناموس حفاظت د یوې شرقي پیغلي په دود کړی دی او‬
‫‪30‬‬

‫د دې کریډیټ زما و استاد جمېز رابرټ ته ورکوم هغه ډېر منفرد نظریات او‬
‫عقاید لري او زه د ده له نظره سخته متاثره غوندي یمه جمېز د یوې نوي‬
‫مذهبي فرقې سره پیوستون لري هغه فرقه د مذهب ‪ ،‬نسل ‪ ،‬جغرافیه الغرض د‬
‫ت‬
‫ت انسانیت او اخو ِ‬
‫انسانانو تر منځ یوه کرښه هم نه مني هغوی د وحد ِ‬
‫انسانیت قایل خلګ دي او په خصوصیت سره د انساني نفس د تسخیر هدف و‬
‫مخ ته اږدي د قهر او نورو انساني سفلي احساساتو او جذباتو د رد کولو نفسي‬
‫استعداد په کار اچوي او یقین لري چي کوم ځوانان او انجوني خپل عصمتونه‬
‫خوندي ساتي نو چیري چي په ژوند کي ناقابل تسخیر پاته کیږي هلته د مرګ‬
‫پس هم و هغوی ته د واپسۍ الر ورکول کیږي او هغوی د خپلي خوښي‬
‫صورتونه تر السه کوای سي ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬ما هم اوس دا مذهب قبول کړی دی او د خپلي دوشیزګۍ د حرمت د ساتلو د‬
‫پاره د واده هیڅ اراده نلرم تر څو چي دا ‪ ٫٫‬قوت ‪ ٬٬‬برقراره وي نو انسان هیڅ‬
‫کله هم د بدصورتۍ او بدرنګۍ سره نه مخا مخ کیږي ‪٬٬‬‬
‫(ورجین بوسې )په حواله خپل یو نظم‬ ‫‪Virgin kiss‬‬ ‫دلته د‬
‫هم په دا عنوان سره را په زړه سو که څه هم اوږد خو دی الکن چیري چي تر‬
‫نظر الندي موضوع سره اړه لري هلته د کاسمک سېکسولیزم د مېتالوجیکل‬
‫ریلیلزم ( اساطیري حقیقت پسندۍ )پر حقیقت باندي په زړه پوري رڼا هم‬
‫اچوي –‬
‫‪virgin‬‬ ‫اوس نو د دې وضاحت په تناظر کي په کار دی چي د‬
‫و نظم ته مخ واړوو او وګورو چي د ظاهري وجود څخه‬ ‫‪kiss‬‬
‫ماورا انساني ژوند څومري امکاني‪ ،‬روحاني او کایناتي امکانات او حقیقتونه‬
‫لري‪.‬‬
‫‪31‬‬

‫‪A VIRGIN KISS‬‬

‫) اولینه پاکه بوسه(‬


‫د عشاقو ټاکل سوې ښکلې ورځ ده‬
‫د میالد د فروري پر څوارلسمه لمانځل کیږي‬
‫مسحما په ویلنټاین ده په جهان کي‬
‫د دې ورځي رسمیت پر ځای کومه‬
‫په تحفه کي د سرو ګلو‬
‫د ګیډۍ سره تړلې‬

‫منظوم سوې زموږ کیسه درته لېږمه‬


‫په غیاب کي چي موجوده راته ښکاري‬
‫زه او نظم تاته ځکه راست ګایږو‬
‫په رښتیا هم ثمن ګلي‬
‫ستا د لبو شګوفه چي‬
‫زما پر لبو باندي وا سوه‬
‫د هغې د سپڼېدلو‬
‫هغه خوږ اواز په خدای چي‬
‫ال تر اوسه زما د زړه پر غولي خاندي‬
‫ال تر اوسه زما په خونه کي نڅیږي‬

‫زموږ کیسه له ټول عالم څخه جدا ده‬


‫ما په ګرد ژوند کي لیدلې کله نه وې‬
‫خو د ژوند عنوان مي بیا هم ستا تالش وو‬
‫په صورت دي اشنا نه وم په وختو کي‬
‫ستا سایه غوندي وجود به مي همراه وو‬

‫دا د هغه شپو کیسه ده د زړه سره‬


‫په تکل چي ستا برباد وم په وختو کي‬
‫‪32‬‬

‫ستړی ستړی وم له ژونده‬


‫بیګانه ومه له ځان هم له څښتنه‬
‫سر په سر به په دښتو کي ګرځېدمه‬
‫له هر چا سه ګرېزان لکه ملنګ وم‬

‫یوه ورځ په سپیره دښت کي‬


‫ناګهانه پر یوه وله مي ولیدلې‬
‫د هموار شلې په زړه کي‬
‫په صورت د سره ریدي وې غوړیدلې‬
‫زما د میني بصیرت وپیژندلې‬
‫ته ریدی چي سپڼیدلی مخا مخ وې‬
‫ته زما د زړه په کور کي‬
‫په صورت د یوې سایې هم اوسیدلې‬
‫د معنا مماثلت وو ستی په منځ کي‬
‫او دوې ښکلي کمبلۍ دي‬
‫د لبانو پر سکروټو کړېدلې‬
‫د وزرو زر زري یې‬
‫ستا پر لبو وریدلې‬

‫ما چي پام وکړی و زړه ته‬


‫ستا سایه غوندي وجود مي‬
‫د زړه غولی وو پرې ایښی ګورو کله‬
‫بیا مي نور هم پره یقین سو‬
‫چي سکڼی غوندي وجود دي‬
‫زما له زړه نه کډه کړې ده خارج ته‬
‫د فطرت ښکلي رنګونه دي اغوستي‬
‫د ‪ ٫٫‬ریدي ‪ ٬٬‬صورت دي ځان ته دی ټاکلی‬
‫ستاد حسن او غمزو ښکلی جهان وو‬
‫ګردشونه د زمان پر ځای ساکت سو‬
‫ستا د حسن د افسون تر اثر الندي‬
‫زه د څه ساعت د پاره بېخود راغلم‬
‫‪33‬‬

‫چي په بیرته لږ بحال سومه په ځان کي‬


‫بې اختیاره ستا د ذات په طواف راغلم‬
‫خپل تندی مي ستا په وړاندي پر خاک کښېښود‬
‫احترام او عبادت چي مي ستا وکړی‬
‫زما زړه چي ستا مريی سو تر ابده‬
‫ستا ریښو ته چي مي ورکړې‬
‫ډیري اوښکي‬
‫نو بیا هلته که دي یاد سي د زړه سره‬
‫وږي زړه مي په زړه پوري یو کار وکړی‬
‫ستا د پاک دهن بوسه مي‬
‫د هوا په انداز واخیسته پر لبو‬
‫د ازل تنده مي ماته سوه په زړه کي‬
‫او زما لبو ستا له لبو‬
‫زرین ګړځ د کمبلیو د وزرو‬
‫هم را پورته کړی جانانه په بوسه کي‬

‫چي لبان مي ستا له لبو علیحده سو‬


‫ستا په زړه پوري وینا مي وا ورېدله‬
‫د سکوت په خوږه ژبه‬
‫‪٫٫‬راز شاعره په نزدې کي‬
‫د‪ ٫٫‬ریدي ‪ ٬٬‬بڼه پرېږدمه‬
‫په صورت د یوه بشر درله درځمه‬
‫تجدید زما و ستا د تېر الفت کومه‬
‫چي مبهم غوندي احساس یې‬
‫ستا په روح کي هم ځلیږي‬
‫زه به ستا او ته به زما د خوب تعبیر سې‬
‫زموږ د میني صداقت دی خدای منلی‪٬٬‬‬

‫زه حیران لکه مرات پر ځای سوم پاته‬


‫یو عجب غوندي اسرار ته مخا مخ وم‬
‫هر یو توری مي پر لبو باندي دود سو‬
‫زما د زړه حال له څېرې څخه عیان وو‬
‫‪34‬‬

‫د سکوت په ژبه بیا راته ګویان سوې‬


‫اندېښمن او مشوش ولي یې ګرانه‬
‫دا خبره چي عجبه تاته ښکاري‬
‫دا اسرار د هري ورځي یو عمل دی‬
‫دا تغیر او تبدل د وخت قانون دی‬
‫کرار نسته د ژوند روح ته‬
‫تل مدام دلته بدلیږي صورتوته‬
‫زه د نن ریدی سبا به یو بشر یم‬
‫ته د نن شاعربه ګورو سبا څه یې ؟‬
‫امکان سته چي ځالند لمر یا لوړ چنار سې‬

‫‪ ٫٫‬اندیښنې او وسوسې دي له زړه نه ځي‬


‫اعتبار زما د وینا درته محال سي‬
‫پام دي نسته دې قانون ته‬
‫ثبات سته فقط تغیر ته‬
‫حقیقت دا دی شاعره‬
‫ته منطق او علمیت یې تېر ایستلی‬
‫متصف د کلیت په ادراک نه یې‬
‫د ظاهر تر شا امکان درڅخه پټ دی ‪٬٬‬‬

‫ستا منطق وتاته وایي‬


‫‪ ٫٫‬چي دا څرنګه کېدی سي‬
‫د ریدي ګل دي بشر سي ؟‬
‫ستا د ژوند کور ته دي درسي ؟‬
‫ستاد درد عالج دي وکړي ؟‬
‫او که چیري داسي کیږي‬
‫نو به کله داسي وسي‬
‫شالیلی سي‬
‫ْ‬ ‫چي ‪ ٫٫‬ریدی ‪ ٬٬‬دي‬
‫او که چیري د ریدي دنیا رښتیا وي‬
‫څومري اوږد نور انتظار به ستا په خوا وي ‪ ٬٬‬؟‬

‫‪ ٫٫‬کوم یو کار چي تاته ګران بریښي شاعره‬


‫‪35‬‬

‫زه بې تاته‬
‫ډېر آسان کړم په یوه آن کي‬
‫زه به خواست له خدایه وکړم‬
‫ته چي ناست پر کوم مقام یې‬
‫د انسان صورت به پر ېږدې‬
‫په صورت به د چنار راسره شین سې‬
‫زما په څنګ کي پر دا مځکه‬
‫زما خواست ځکه قبلیږي‬
‫زه د خدای په اراده کي‬
‫د هغه د وحدت ج ُز یم په هر حال کي ‪٬٬‬‬

‫‪٫٫‬زه پوهېږم ته تر شا ګورې خپل ژواک ته‬


‫د خپل کور او د اړیکو خیال په زړه یې‬
‫د چنار صورت وتاته‬
‫اختتام د ژوندون ښکاري‬
‫الکن نه شاعره یاره‬
‫په دې لړ کي یې محروم له رسا فکره‬
‫بیا هغه خبره کاندم‬
‫ته منطق او کتابو یې محدود کړی‬
‫صحیفه د کاینات دي لوستې نه ده‬
‫زړه او ذهن دي د مادې په‬
‫دام کي ګیر دي‬
‫د ظاهر په شا موضوع ته نه رسېږې‬

‫‪٫٫‬زه به خدای ته دعا وکړم‬


‫د وختو مراندي به لنډي کړي و موږ ته‬
‫د یوه ساعت په غیږ کي‬
‫به صدیاني نغښتي راکړي‬
‫دغه ټول عمل ته واوره‬
‫بس د یوې لمحې حساب دی‬
‫که ته چیري له چناره‬
‫ستړی غبرګ سوې بیرته کورته‬
‫‪36‬‬

‫هیڅ یو چاته‬
‫به احساس د وختو نه وي‬
‫تسلسل به هم د دې لمحې جاري وي‬
‫هیڅ تغیر به په مکان کي واقع نه وي ‪٬٬‬‬

‫‪٫٫‬خدایګو چي بې دلیله دي قایل کړم‬


‫ستا وینا د زړګي سره‬
‫د ځانګړي صداقت نخښي درلودې‬
‫شاید زما هم دا رضا وه‬
‫له وختو څخه په زړه کي‬
‫چي په څه نه څه عنوان دي‬
‫وصل راسي زموږ و منځ ته‬
‫که د سر په قمیت هم وي نو ارزان دی‬
‫د اوږده فراق ازار که مسافرسي‬
‫پر بادار مي توکل وکړی‬
‫ځان مي تاته حواله کړی‬
‫تا په سوي زړه دعا چي ګراني وکړه‬
‫څانګي څانګي هر اندام مي پاڼي وکړې‬
‫ستا په څنګ کي مي ژوري ریښې وکړې‬
‫په صورت د یوه چنار هسک سوم په دښت کي‬
‫او د وخت په حرکي غیږ کي‬
‫د تقدیر د تضاداتو باوجوده‬
‫زما او ستا د ریښو ربط سره پیدا سو‬
‫ماو تا تر ډېره حده سره خپل سو ‪٬٬‬‬

‫خبر نه یم‬
‫څو بهاره څو خزانه‬
‫د پښین ښار دشرق په دښت کي‬
‫پر موږ تېر سول په دا حال کي‬
‫هر بهار به زموږ وصال وو‬
‫هر خزان به بیا فراق وو‬
‫‪37‬‬

‫! دا عمل په اوږدو څو وو‬


‫د وختو رب په خبر دی‬
‫دا عمل د ژوند او خوب وو بې حسابه‬
‫هیڅ احساس د زمانې د مقدار نه وو‬
‫خبر نه یم څو پیړۍ سوې پر موږ تېري‬
‫خو تر اوسه داسي ښکاري‬
‫دغه ټول وختونه تېر سول په یوه آن کي‬

‫تېر کال خزان چي راغلی‬


‫تا و ماته وویله‬
‫‪٫٫‬چي شاعر نخل صفته مخ په وړاندي‬
‫زموږ وصلت دی ستا په ښار کي‬
‫له دې ژمي پسته ګرانه‬
‫ته صورت د چنار پر ېږده‬
‫ځه د خپل ښار و کوڅو ته‬
‫زما و ستا د وصال وخت دی‬
‫په لږ شپو کي‬
‫دفطرت زړه اماده دی‬
‫زموږ نوښت ته‬
‫بس دلږ شپو انتظار دی‬
‫په ښایست کي به مي ساری ګرانه نه وي‬
‫ښکلی نوم د ‪ ٫٫‬شاه تریني ‪ ٬٬‬به لرمه‬
‫مواقع د مالقات پرېمان وي‬
‫د نزدې د یوې رشتې ریښه دروړمه‪٬٬‬‬

‫ستاوینازغرده رښتیاسوه په لږشپوکي بدلون سرسو‬


‫دتخلیق د نورڅپه راباندي راغله‬
‫څانګي څانګي هراندام مي‬
‫پخوانی صورت اختیار کړی‬
‫زماد زړه تخلیق چي کله لیري ګراني‬
‫دچنار دروح ریښه سوه په کي پاته‬
‫قد مي ځکه د الفت د وني جګ دی‬
‫‪38‬‬

‫په جهان کي‬


‫چي صورت مي له چناره‬
‫تر بشره پوري پره سو‬
‫ما خورې ریښې را غونډي کړې په پښو کي‬
‫او له ډیره وخته پسته‬
‫مخ په شا ستون سوم خپل ښار ته‬
‫نامعلومي اندیښنې راسره ملې تلې‬

‫زه چي کور ته کله راغلم‬


‫هیڅ یو چا ته احساس نه وو زما د ورکي‬
‫هغه کور هغه وګړي هغه ژوند وو‬
‫او نه زما په خدوخال کي څه تغیر وو‬
‫ژوند پر خپل زاړه معمول باندي روان وو‬
‫څه د غاري د یارانو‬
‫ستړې ماته پېښه نه وه‬
‫زما د جیب سکې چالندي وې په ښار کي‬

‫هغه ستا ویل رښتیا سو په لږ شپو کي‬


‫یوه ورځ چي کور ته راغلم له کالجه‬
‫ته په حیث د میلمنې وې کښته سوې‬
‫زموږ پر غولي‬
‫سم دستي مي وږي زړه وپېژندلې‬
‫په لږ شپو کي ډېر نزدې سو‬
‫یوه و بل ته‬
‫یو بې نومه ارتباط تر منځ پیدا سو‬
‫تر الفت زیاته دوستي معلومېدله‬
‫ستا د ګنګ الفت په شپول کي‬
‫به احساس د تحفظ راسره مل وو‬
‫ستا په وړاندي به جانانه‬
‫سپڼېدلی لکه ګل وم په خپل زړه کي‬
‫اعتبار د ژوند او ژواک مي وو په برخه‬
‫ستا د حسن په باب به دلته‬
‫‪39‬‬

‫هیڅ یو څه هم لیکمه‬
‫ستا ښایست د تشبیهاتو‬
‫په محیط کي نه ځاییږي‬

‫ما ځانګړی کتابتون درلود په کور کي‬


‫د جهان د فلسفیانو ‪ ،‬شاعرانو‬
‫او پوهاندو سره مېشت وم‬
‫په مفهوم د ژواک اګاه وم تر څه حده‬
‫څو د میني اوښایست په تکل ګلي‬
‫تږی زړه او وچي شونډي‬
‫د سراب سره همراه تلم په دښتو کي‬
‫د ژوندون په دغه ستړي چاپیریال کي‬
‫یوه ورځ چي تنهایي سوه زموږ په برخه‬
‫مساعد چي سو حاالت زموږ مالقات ته‬
‫ته ناڅاپه غلې غلې‬
‫د هوا په قدم راغلې‬
‫زما ښکلي کتابتون ته‬

‫ما خبره چي د دښت د میني وکړه‬


‫د څیرې عکس العمل دي پرېشان کړم‬
‫ستا د دښت د ژوند خبري پیاد نه وې‬
‫پر وجدان دي کثافت د شعور پروت وو‬
‫د ریدي د بصیرت صفت دي ورک وو‬
‫هر کوشش زما پر ځای سو ناکام پاته‬
‫ستا د روح د نسیان عالج و نه سو‬

‫زموږ د عشق په تناظر کي‬


‫دغه غټه ژړونکې حادثه وه‬
‫بې نوا د دښت د میني حواله وه‬

‫څو په بیرته یې جانانه‬


‫ستا له خوا په ښه انداز ازاله وسوه‬
‫‪40‬‬

‫زړه و ذهن دي وو لیواله‬


‫زما و ستا نوي الفت ته‬
‫زه په تا کي لمر در ګډ سوم‬
‫ته خورې زلفي په ما کي‬
‫څاڅکی څاڅکی باران توی سوې بې درېغه‬
‫زما تر اوسه ال پیاد سي‬
‫زما د روح له تږو مځکو‬
‫څومري ښکلې خوشبویي سوله را پورته‬
‫ما چي لبي ستا پر لبو باندي ثبت کړې‬
‫یقین وکړه د زړه سره‬
‫زموږ په دې ورجن بوسه کي‬
‫د دښتو د ریدي خوندا وذایقه وه‬

‫چي مي وږي باهم لب سره جدا سو‬


‫زما لبو ستا له لبو کړه را پورته‬
‫هغه زر د کمبلیو د وزرو‬
‫کوم چي ستا پر لب پراته وو‬
‫د ریدي له وختو ګراني‬
‫هلته ګراني دا اسرار راته عیان سو‬
‫چي ته څوک یې او له کومه یې راغلې‬
‫یقین وکړه شاتریني‬
‫ستا په دا پاکه بوسه کي‬
‫راز د ځان اوهم د خدایه سره یو سوم‬
‫او دښکلي کاینات د‬
‫هر وجودسره پیوست سوم‬
‫هر وجود سره پیوست سوم‬
‫دا په دې چي ته د خدای په اراده کي‬
‫متصف د ژوندانه په کلیت وې‬
‫ستا د لبو په خوندو کي‬
‫ذایقې د لمر او شات مي په نصیب سوې‬

‫اوس د نظم تر مراده چي رسېږم‬


‫‪41‬‬

‫تذکره د څو عقدو کولو غواړم‬


‫زما سد نه په رسیږي‬
‫تپوس ځکه لتا کاندم‬
‫ما چي ستا د لبو لمر په ساه کي واخیست‬
‫له طرب څخه برعکسه‬
‫د وصلت په دې هنګام کي‬
‫زما و ستا د بڼو څوکي‬
‫ولي ځل په اوښکو راغلې ؟‬
‫او ناشوده بله وسوه‬
‫مخا مخ د کتابتون په کتابو کي‬
‫د ‪ ٫٫‬صلیب د دایرو ‪ ٬٬‬د کتاب زاڼي‬
‫د طرحې له انځور څنګه‬
‫ژوندي پورته سوه هوا ته ؟‬
‫! زموږ بوسه باعث د ژوند څنګه سوه پاته‬
‫! د تصویر د دغه دوو زاڼو د پاره‬

‫له باال چي زاڼي بیرته‬


‫کښته راغلو پ ُر افشانه‬
‫که دي یاد سي دزړه سره‬
‫په حصار د شنو وزرو‬
‫زه و ته یې ونغښتلو‬
‫د وصلت له اضطرابه چي یې خالص کړو‬
‫ډېر په مینه‬
‫پس په څوني خواخوږي یې‬
‫! زما و ستا د بڼو اوښکي وڅیښلې‬
‫هم په خوده یې تر سترګو‬
‫اوښکي توی سوې لپه لپه‬
‫زه په ژوند کي اول ځلي‬
‫‪-‬د ژوندون دکلیت په سر اګاه سوم‬
‫او تر اوسه ال هم ورک یم په حیرت کي‬
‫په تقلید کي زما وستا او دواړو زاڼو‬
‫زما د ښکلي کتابتون په المارو کي‬
‫‪42‬‬

‫د پرېدیو ژبو ګڼ ډېر کتابونه‬


‫‪ .‬ولي سر په ژړا راغلو په هر باب کي‬

‫کاسمک سېکسویلزم او تکراریت‬


‫د روان بحث په وړاندي دا مجبورۍ په غاړه لرم چي زما د کاسمک‬
‫سېکسولیزم حاملي شاعرۍ ته مخ واړوم او د ژوند ازاد تکراریت ته اشارت‬
‫وکاندم او هم د احساس پر سطح باندي واقع و دې حقیقت ته د لوستونکو نظر‬
‫را واړوم چي زما مطبوعه اوږد نظم ‪ ٫٫‬دوه وګړي درې صلیبه ‪ ٬٬‬په دې اړه‬
‫څه ادعا لري کوم چي په شاعرانه بصیرت سره د آیډیل میني د لټون په اړه د‬
‫درو ژواکو رویداد بیانوي په دې نظم کي چي پر ‪ ۷۰ ، ۶۰‬پاڼو باندي‬
‫غوړېدلی دی شاعر د خپلي ورکي میني د لټون په جریان کي د دې ستړي‬
‫حقیقت سره معارفي کیږي چي هغه تر دې ژوند وړاندي هم په تېرو دوو‬
‫ژواکو کي خپل دا لټون تر سره رسولی وو او بیا یې پر درو ژواکو باندي‬
‫مشتمل ژړاند تکل منظوم کړی دی‪-‬‬
‫د نظم ترکیب داسي دی چي د روان ژوند په نیمایي کي چي کله هغه د خپلي‬
‫میني د لټون په حواله په کلونو کلونو د هیواد په ګوټ ګوټ کي خوار وجود‬
‫سره د ګړځ په څېر بې منزله الري وهي نو هلته یې د روح نسان ( هېره )‬
‫لیري سي او هغه د دې بې نظیره حقیقت سره بلد سي چي هغه د دې ایډیل‬
‫میني په لټون دوه نور ژواکونه هم تېر کړي دي‪ ،‬هغه وخت شاعر داسي‬
‫ویلي وو ‪.‬‬
‫لږ لږ پروت یم د کورو په دربچوکي‬
‫لکه ګړځ ستا په تکل یم په کوڅو کي‬

‫مړې څېرې په شان د مړو شمعو دودیږي‬


‫‪43‬‬

‫د امید روغن یې نسته په رګو کي‬

‫په تالش د یار ناکامه شاعر راغلی‬


‫تور حسرت د خرابو یې په لیمو کي‬

‫زړه مي غواړي چي د ژوند د تکراریت حامل له دې نظم څخه څوبندونه د‬


‫بیلګي په توګه وړاندي کړم ‪ ،‬دا مطبوعه نظم د ‪ ٫٫‬دوه وګړي درې صلیبه ‪٬٬‬‬
‫عنوان لري او زما په شعر ټولګه ‪ ٫٫‬دصلیب په دایرو کي ‪ ٬٬‬شامل دی ‪.‬‬

‫په انکشاف یې منور یم‬


‫ماته عیان چي وجدان راز کړی‬
‫تاته اظهار په دې سوب کړم‬
‫چي دا اسرار ستاهم را ګډ دی‬
‫چي مي د تېرو ژواکو مله یې‬
‫کیدای سي ستا دا هرڅه هېر وي‬
‫ورکه دي هېره له زړه غواړم‬

‫د روح کالم د روح له زړه دي‬


‫زما په وینه تحلیل ګرځي‬
‫د اول ژوند د صلیب حال دی‬
‫که اوریدو تې ر اسې ګراني‬
‫د نامعلومو مځکو زاڼي‬

‫( د روان ژوند څخه وړاندي د تیر سوي اول ژوند حال دی )‬


‫پر یوه ساحل سره اباد وو‬
‫او یو د بل په مینه ښاد وو‬

‫له کوشنیوالي تر لوېښته‬


‫ته د فطرت د زړه رڼا وې‬
‫هم د قدرت استعاره وې‬
‫په غالمي دي نازېدمه‬
‫د ورځو شپو ټول ساعتونه‬
‫موږ په ساحل به تېروله‬
‫چي لمر سپوږمۍ وو زموږ همزولي‬
‫په پلوشو بې مزین وو‬
‫‪44‬‬

‫ارت جهان راته کتاب وو‬


‫موږ پکي درس د الفت زده کړی‬
‫په فلسفه د عشق اګاه وو‬
‫زوړ سمندر چي مي استاد وو‬
‫تر شنو اوبو ژور الفت وو‬
‫تر څپو زیات د میني ږوږ وو‬
‫د لوی فطرت سره وحدت وو‬
‫د لوی فطرت زړګی مي کور وو‬
‫کشادګي وه المحدوده‬
‫د زړو ذرې تر لمرو لوی وې‬
‫چي د یو بل په دید ژوندي وو‬
‫مدام به جوختي زموږ سایې وې‬

‫زه خوش نصیبه یو ځلمی وم‬


‫ستا د الفت په نور روښان وم‬
‫ستا د بدن په رڼا ورځ وم‬
‫ستا له سایې مي عنبر شپې وې‬
‫پستې جذبې د تورو سترګو‬
‫د تور ګالب په څېر خندان وې‬
‫ما پرستش مدام دا ستا کړی‬
‫ته لیونۍ زما د ذات وې‬
‫څومره خوشاله د ژوند شپې وې !‬

‫د شنه فلک ال عادت دی‬


‫د چا ښادي لیدالی نسي‬
‫د غمه ډکه توده ورځ وه‬
‫د سمندر څپې وې هسکي‬
‫د لمبېدو خیال دي په زړه سو‬
‫زما د ویلو په ضد والړې‬
‫زما پر زړه اندېښنه شنه سوه‬
‫شاید وجدان ته مي احساس وو‬
‫چي موږ و ژوند پر بېلتانه یو‬

‫چي د قسمت ګړدې پره کیږي‬


‫د جل پري په شان الهو سوې‬
‫اور په اوبو وو لګیدلی‬
‫که الپسرا ته لمبېدالی‬
‫‪45‬‬

‫د وخت او زما زړونه زهیر وو‬


‫موږ له ساحله ننداره کړه‬
‫د روح شعور مي ال تر اوسه‬
‫ژړاند منظر لري په ځان کي‬

‫دا له ازله پوخ قانون دی‬


‫په هر طرب کي غم ساکن دی‬
‫د المیې عمل اغاز سو‬
‫لوړي څپې تر قسمت راغلې‬
‫له کناره یې منځ ته یوړې‬
‫له واک یې واچولې ګراني‬
‫لکه خاشه سوې بې طاقته‬
‫تر حلق مي ووته یوه چیغه‬
‫چا چي زړګی د فلک چاک کړی‬
‫د لیوني په څېر در ګډ سوم‬
‫ولي چي جنګ د فطرت ګران دی‬
‫کله وتاته چي نزدې سوم‬
‫شل مي بدن وو ډېر وم ستړی‬
‫ته هم بې دمه په غوټو وې‬
‫رېښمین ویښتان دي په الس راغلو‬
‫ما په غوځي کي کړې راغونډه‬

‫د مرګ زعفران دي پر مخ خور وو‬


‫الکن په سترګو کي دي ژوند وو‬
‫زما پر څیرې سوې لږ قراري‬
‫بیا په خندا سره سوې پټي‬
‫د هغو سترګو حسرت خدایه‬
‫د روح اغزي دي په هر ژوند کي‬
‫ما هم کوښښ د ژوندون تر ک کړی‬
‫لبان مي ستا پر جبین کښېښود‬
‫خندان روان د مرګ پر لور سو‬
‫ښخ د اوبو په خنک ګور سو‬
‫په ژوند کي دوه وو مرګي یو کړو‬
‫مرګ چي تر ورځو زیات روښان دی‬
‫‪46‬‬

‫مرګ چي عظیم دی پس له خدایه‬

‫زه په انجام د لومړۍ میني‬


‫لکه شونو تر اوسه ژاړم‬
‫او د دویم ژوندون غمونه‬
‫د ژوند په زړه کي مات نالن دي‬
‫او د دریم ژوندون په دښت کي‬
‫لکه ریدي پر صلیب ځانګم‬
‫سر پر ځنګون همېش دعا کړم‬
‫‪ ٫٫‬بیرته روحان مو خدایه یو کړه‬
‫چي ستا د زړه په څېر هوسا سو ‪٬٬‬‬

‫د روح جوهر ته فنا نسته‬


‫نااسوده چي کوم ارواح وي‬
‫راستنېده یې خامخا وي‬
‫تکل د میني بیا اغاز کړي‬
‫سي د صلیب د مځکو زڼي‬
‫په خپلو وینو کي ګلنار سي‬
‫شعور د میني یې شمشاد سي‬
‫چي تسلسل د ژوند روان دی‬
‫کله ناکام کله کامران سي‬
‫لمحه لمحه یې امتحان وي‬
‫څو چي رسیږي تر جانانه‬

‫نااسوده چي زموږ ارواح وو‬


‫نو مکرر راغله جهان ته‬
‫د ‪ ٫٫‬دویم ‪ ٬٬‬ژواک جبر آغاز سو‬
‫د هسکو غرونو په لمن کي‬
‫د مقدس واورو پر مځکو‬
‫میني تکمیل ته بیا تخلیق کړو‬

‫دا د پرون خبره ښکاري‬


‫د سرو چادرو په سپين کور کي‬
‫په سکڼي زړه کي ستا د خوني‬
‫پیوسته لب به سره ناست وو‬
‫د آتش دان بلو لمبو ته‬
‫‪47‬‬

‫او یو د بل پر څېرو باندي‬


‫موږ به د اور لوبي څارلې‬
‫په اشارت کي د چشمانو‬
‫او د سکوت په فصاحت کي‬
‫کامل اظهار د زړو د حال وو‬
‫زما له ازله بهونرا سترګي‬
‫ستا پر څېره به کړیدلې‬

‫ال موږ ماړه په یو بل نه وو‬


‫التشنګي هنوز لمبه وه‬
‫ال د وحدت منزل وو لیري‬
‫چي فطرت زموږ تخریب مرام کړی‬

‫د غم سیلۍ یې مسلط کړه‬


‫د وصل ګل یې دریده کړی‬
‫فقط تېره اغزي سو پاته‬
‫پاره پاره د ژوند لمن سوه‬

‫چاک د زمان پردې که ګراني‬


‫تر خپل ستومانه پوري راسه‬
‫په ویر لړلې کیسه واوره‬
‫نړاند دیوال پر زړګي پروت یم‬

‫نري نري ځګیروی لرمه‬


‫په لندو سترګو وچو شونډو‬
‫د ستړي درد اظهار کومه‬

‫ستړی تمهید} به پر ځای پرېږدم‬


‫تیاره اغزن لري ځنګلونه‬
‫د سخن لڅي پښې فګار کړي‬
‫زموږ المیه به راست بیان کړم‬
‫د کیتارس سوغات که راوړې !‬

‫د ساړه ژمي توده ورځ وه‬


‫نرۍ نرۍ وریځ خوره وه‬
‫‪48‬‬

‫موږ له انجامه ناخبره‬


‫د هسکو غرونو و لمن ته‬
‫چي لوړ چنار یې زموږ همراز وو‬
‫د سیل پر الر وو الس تر غاړه‬
‫د بې خودۍ تر اثر الندي‬
‫موږ ته احساس د وختو نه وو‬
‫ووله کورو لیري راغلي‬

‫د ژوند ملګری لمر زوال سو‬


‫زموږ په انجام شاهد خبر وو‬
‫چي زغرده پریوتی ژړانده‬
‫حبش څېره شپه سوه را پورته‬
‫کفن د واوري فلک خور کړی‬
‫د مرګ سکوت تسلط وکړی‬
‫موږ هڅه وکړه د کور خوا ته‬
‫خو د فطرت احساس واورین وو‬
‫زموږ و تخریب تې عزم ټینګ} وو‬
‫زموږ په ژوندون یې لوبه پیل کړه‬
‫په ورېدو سوه واور ه تېزه‬
‫ښکاره آثار د الري ورک سو‬

‫ستا د څېرې په یخ کتاب کي‬


‫اوښکو د ځان حسرت تحریر کړی‬
‫زه ‪ ٫٫‬مبارز دیوتا ‪ ٬٬‬د میني‬
‫ظالم فطرت په ځان کي مات کړم‬
‫له یخه شنه لبان سو پاته‬
‫اوښکي مي عین د سترګو مېخ سوې‬
‫په ساړه تېغ د باد یې غوڅ کړو‬
‫چي یقیني زموږ تخریب سو‬
‫چي مي په پښو کي سفر یخ سو‬
‫ته مي د لیڅو په حصار کړې‬
‫پر مقدس واورین وجود دي‬
‫زه د آسمان په څېر نسکور سوم‬

‫دا ازمیښت مرګي آسان کړی‬


‫خپل جبلت چي یې عیان کړی‬
‫څومري مي زړه سو بیا مرګي ته !‬
‫‪49‬‬

‫مرګ څو ښایست لري په ځان کي !‬


‫ګریه مي ورکه سوه له دله‬
‫رفته رفته مي بدن سوړ سو‬
‫د مرګ په نور مي زړګی موړ سو‬

‫تر مقدسو واورو الندي‬


‫رڼا‪ ،‬حسرت ‪ ،‬اوښکي او مینه‬
‫حنوط پراته دي زموږ الشونه‬
‫د کم طاقتو دا انجام وي‬
‫فطرت به کله خپل مریی کړو‬

‫که زه و ته کله یو ځای سو‬


‫بیرته به ځو زاړه مسکن ته‬
‫چیري چي زموږ واورین مدفن دی‬
‫شاهد چي‌ذکر مي ژوندی وي‬
‫د اولسي ادب په زړه کي‬
‫د ناتمامي ویرجن میني‬
‫چي تسلسل لري په وخت کي‬
‫زیارت د خپل مدفن به وکړو‬
‫راسره یو به یوه کتبه سو‬
‫پر نوشته به حسرت ویر کړو‬
‫بلي ډیوې به اوښکي ور وړو‬
‫د میني لمر بې تر پښو کښېږدو‬

‫پاته یو څو خبري کاندم‬


‫چي نور واضح د عشق اسرار سي‬
‫زموږ د مجبور الفت په وجه‬
‫اوښکي دا ستا د تورو سترګو‬
‫کشکي وختونه تر ما را وړي‬
‫چي سوختګي مي په رفع سي‬
‫چي تشنګي مي سي په ماته‬

‫څه د روان ژوندون خبري‬


‫ما په آغاز کي وې تړلي‬
‫ال څه کیسه د عشق باقي ده‬
‫که یې د زړه په غوږو واورې‬
‫‪50‬‬

‫د درېم ژوند په مراحلو کي‬


‫لکه تاریخ په لڅو پښو کي‬
‫راز مات اغزی درپسي وړمه‬
‫د وینو سره څاڅکي کرمه‬

‫د صلیبي دایرې حصار دی‬


‫جوړ د ازارو تود بازار دی‬
‫ال سفر تاته کاندم ګراني‬
‫ال رشتنی یم په الفت کي‬
‫په مقابل د وخت والړ یم‬
‫ال شکسته نه یم په زړه کي‬
‫ال د دیوتا غرور لرمه‬
‫ال د تسخیر عزم لرمه‬

‫ال لږ څه وخت درڅخه غواړم‬


‫چي درته پره کیسه د غم کړم‬
‫پاته رویداد په دا صورت دی‬
‫ستا دتکل په درېم کال کي‬
‫د ماښام وخت وو ستا په ښار کي‬
‫نری باران د زمستان وو‬
‫زړه د الفت د ښار ناښاد وو‬
‫ستا په تکل له ځانه بېل وم‬
‫د بې حسۍ واوره خوره وه‬
‫د امید لمر وو پر یوتلی‬

‫د ژوند بازار او زړه تیاره وو‬


‫په داسي حال کي خبر نه یم‬
‫ته د وختو له کومو مځکو !‬
‫ته د ښایست له کوم جهانه !‬
‫سوې پر زمان ‪ ،‬مکان نازله !‬
‫له ښه نژدې مي ولیدلې‬
‫هغه مریم صورت نجلۍ وې‬
‫ژوند دي تجدید} وو نوی کړی‬
‫د ښکلي مخ پر صحیفه دي‬
‫د عشق آیات په نور رقم وو‬
‫له سپېرو خاورو تر فلکه‬
‫ته د زمان مکان جوهر وې‬
‫‪51‬‬

‫په تیر وختونو ښایسته وې‬


‫تېر تهذیبونه دي لباس وو‬
‫نری نری اور د الفت دي‬
‫په تورو سترګو کي لمبه سو‬
‫ستا د څېرې چي کوم تاثر وو‬
‫زه د هغه پر بنیاد وایم‬
‫چي ستا د روح هېره په رفت سوه‬
‫او زه د اوس اجنبي څوک دي‬
‫لکه پخوا داسي دي خپل کړم‬

‫ټول ګردشونه معطل سو‬


‫د یوه ساعت د پاره ګراني‬
‫ساه د فطرت ودرېدله‬
‫خپل مي زمان خپل مي مکان سو‬
‫ته یې څراغ د زړه د طاق سوې‬
‫بیګانګي مي زړګي توۍ کړه‬
‫د کاینات ټول عناصر مو‬
‫ستا د نظر په اعجاز ګراني‬
‫په توده وینه کي تحلیل سو‬
‫په زړه شتمن لکه یزدان سوم‬
‫هغه لمحه د خدای له زړه وه‬
‫تجرید د میني صورت راوړی‬
‫په دې ساعت کي څو اثر وو !‬
‫له مړې ذرې څخه کاینات سوم‬

‫د بې خودۍ هسکي څپې وې‬


‫زې لکه خلی داسي یوړم‬
‫د درېدو خواهش په زړه کي‬
‫پر تیاره وله یې بې پتې کړم‬
‫موږ تر سټېشنه پوري والړو‬
‫دوست مي جدا د کور پر لور سو‬
‫زه د هوټل پخوا را ستون سوم‬
‫ال وې دالته په صدر کي‬
‫تر ځنګنو دي کوټ اغوستی‬
‫چي رنګ یې ګراني لږ څه تور وو‬
‫نژدې والړه وې موټر ته‬
‫‪52‬‬

‫په سر سرتوره لکه شپه وې‬


‫او د جامو رنګ دي پیازي وو‬
‫د تا په پښو کي جوګر ګوټ وو‬
‫لوړه کړبه هسکه غاړه‬
‫تر صلیبو دي قامت هسک وو‬
‫ستا توجه وه زما و خواته‬

‫د پاکو وینو ټولي میني‬


‫له لېري لېري دا ستا سترګو‬
‫زما د وجود پر مځکه توی کړې‬
‫او زه په ټول وجود و تاته‬
‫د برهمن په دود تسلیم سوم‬

‫ستا د والړي پر ځای ګراني‬


‫تر رڼا زیاته تاریکه وه‬
‫خو ستا وجود رڼا رڼا وو‬
‫د نور یوه درخته په خیال راغلې‬
‫محیط پر ټوله کاینات وې‬
‫تر وخت ژوري ستا ریښې وې‬
‫شپه دي اواره وه په پښو کي‬
‫ستا په جبین یې زړه ځالند وو‬
‫د بې خودۍ هغه څپې وې‬
‫کرار کرار یې له تا یوړم‬

‫زه پس له دې والړم هوټل ته‬


‫د ژوندون مړی ومه ګراني‬
‫په ګور بستر کي پرېوتمه‬
‫په نیمه شپه چي را ژوندی سوم‬
‫نو د صلیب دایره محیط وه‬
‫او بند پر بند مي سترګي شنې وې‬
‫د خوناب اوښکو سلسلې سوې‬
‫پر زړه مي دا ژړاند احساس وو‬
‫‪ ٫٫‬د بې خودۍ تر اثر الندي‬
‫دا ستا تالش چي زما ژوندون وو‬
‫تر نامعلومه وختو اوږد سو ‪٬٬‬‬
‫‪53‬‬

‫له هغه وخته تر دې وخته‬


‫چي مشرف په دید د تا سوم‬
‫اوس پنځه نور کلونه تېر سو‬
‫ستا د تالش په دایرو کي‬
‫اوس هم د دود په څیر کړېږم‬

‫راز که هر څو خسته احساس یم‬


‫ال د الفت غرور قایم دی‬
‫ال امید زما د ویني لمر دی‬
‫د فطرت ماته یقیني ده‬
‫چي ابدي دي زموږ خوبونه‬
‫مبارز ګرځي خپل تعبیر ته‬

‫وي به عزت د وصال کله ؟‬


‫ستړی تالش به اوس سرخرو سي ؟‬
‫که به بیا نوري دایرې زېږي !‬
‫زه او زړګی په ناخبر یو‬
‫چي په سبا کي به څه کیږي‬
‫په دې خبر فقط بادار دی‬

‫خو یوه خبره یقیني ده‬


‫د ژوند په شرط به تر ابده‬
‫ستا مقدس تالش ساتمه‬
‫ستا مقدس تالش ساتمه‬
‫ستا مقدس تالش ساتمه‬

‫سوال پیدا کیږي چي د ژوند دا تکراریت کوم حقیقت لري ؟ که عقیده ورته‬
‫پیمانه کړو نو د نیوکي تر دام الندي راځي او که د کاسمک سېکسولیزم دا‬
‫اصول ورته معیار وګڼو‪ ،‬او تحلیلي جاج یې واخلو چي د ا مدعا د تخلیقي اثر‬
‫د ځانګړي دلیل په توګه له ځانه کوم معروضي دلیل لري هم او که نه نو بیا‬
‫زموږ مسله حل کیدلی سي ‪ ،‬کاسمک سېکسولیزم د ژوند د تکرایت و حقیقت‬
‫ته د اثبات نفسیات وړاندي کوي اوس نو دا چي دا تجربه و څو خلګو ته کیږي‬
‫دا بیا یوه بیله معامله ده زما په خیال که یو نوی نظر له ځانه پر خپله‬

‫مدعا او حقیقت باندي ځانګړی دلیل ولري او د ژوند د څه یوولسو جهتونو په‬
‫وړاندي د نوي امکاناتو ښکارندوی وي نو بیا د هغه نظر پر حقیقت باندي د‬
‫یقین کولو څخه باید انسانان په دې ډډه نه و وهي چي دا خو د عقایدو په‬
‫‪54‬‬

‫چوکاټ کي بدعت برېښي‪ -‬هسي که موږ پر دې وله باندي د ‪Law of‬‬


‫‪ Attraction‬و مدلل اېپروچ ته مخ وګرځوو نو هم زموږ مسله حل کیږي‬
‫چي مخ په وړاندي موږ ورباندي خبره هم کړې ده کاسمک سېکسولیزم‬
‫هسي هم د عقیدې و استرداداو ابطال ته هیڅ اراده نه لري او نه دا د دې‬
‫فلسفې مطمع نظر ګرځي هغه خپل حدود پېژني هغه د عقیدې ‪ ،‬ادب او فلسفې‬
‫د جدا جدا حقیقتونو قایل زړه او ذهن و یقین لري د دې معنا دا نه ده چي دا‬
‫نظر عقیده غیرضروري امر ګڼي بلکې ددې نظر پلویان هم عقیده لري هم‬
‫ورباندي یقین ساتي الکن د خپل ځانګړی نظر په وړاندي عقیده د جدیدیت په‬
‫چوکاټ او دهغې په خپله سیاق و سباق کي مني ‪ ،‬خود ژوند د حرکیت فکري‬
‫نوښتونو او تکراریت د الري خنډ او تنقیدي معیار یې نه تسلیموي ‪.‬‬

‫کاسمک سېکسولیزم او د انتشار او پېچیدګۍ فلسفه‬

‫اوس چي موږ کاسمک سېکسولیزم د ژوند د بنیادي خښتي په حیث منو نو‬
‫مخ په وړاندي کتل په کار دی چي دا فلسفه د ژوند د پېچیدګۍ او انتشار د‬
‫نظریې په وړاندي کوم اېپروچ لري ‪ ،‬ویل کیږی چي د نظریه اضافیت پس ته‬
‫د انتشار او پېچیدګۍ د نظر د ریاضت ډېر اهم یو دریافت} دی‪-‬‬
‫په اجمالي توګه موږ ویالی سو چي دا نظریه دا تحلیلي تجزیه لري چي ژوند‬
‫تر نظم زیات د انتشار او پېچیدګۍ د مزاج حامل یو عمل دی‪ -‬ژوند له نظم‬
‫څخه انتشار او د سادګۍ څخه و پېچیدګۍ ته د هڅي کولو نفسیات لرونکی یو‬
‫عمل دی‪-‬‬
‫په کار دی چي دلته د ژوند یو تعریف د فلسفې په وړاندي وکړو چي څه په‬
‫دې توګه کیږي ‪ Our stay in time is called life‬یعني په زمان کي‬
‫زموږ قیام ته ژوند ویل کیږي‪-‬‬
‫او س په زمان کي دا قیام هیڅ کله هم ساکن په دې وجه نه سي کیدالی چي د‬
‫جدلیاتي مادیت د فلسفې په وړاندي په کاینات کي هر یو څیز په حرکت کي‬
‫اوسي په کاینات کي د جاري او ساري حرکي قوانینو د ساینس دویم نوم‬
‫‪55‬‬

‫جدلیاتي مادیت دي چیري چي حرکت وي نو هلته به تغیر هم واقع کیږي او دا‬


‫تغیر داخلي او خارجي دواړي بڼي درلودی سي –‬
‫سوال دا دی چي کاسمک سېکسولیزم په دې اړه څه نظر لري او دانتشار او‬
‫پېچیدګۍ په حواله څه اېپروچ لري؟‬
‫کاسمک سېکسولیزم دا ساینسي نظر خومني الکن دا ادعا لري چي د‬
‫سېکس عنصر مخ په وړاندي ارتقا موندلی ژوند نسل په نسل بیرته تر نظم او‬
‫سادګۍ الندي نیسي او هم یې و نوښتونو ته نوی ترتیب ورکوي ‪-‬‬
‫له یوې خلیې څخه تر باشعوره انسان پوري سېکس د ځانګړي خودشعوریت‬
‫او خود حرکیت پر اساس باندي دا کار تر سره رسولی دی او هم یې اوسه دا‬
‫وظیفه تر پام الندي نیولې ده او نسل په نسل بدلیدونکی انسان د زمان مکان د‬
‫ارتقایي اثراتو په تناظر کي تر نوعي تخلیق پوري رسوي او په دې توګه ژوند‬
‫په انساني او نورو انواعي دایرو کي په بیرته د پېچیدګۍ او انتشار څخه‬
‫خالصوي دلته زما مراد د ژوند له تجدیدیت څخه دی سیکس نسل په نسل‬
‫نوعي نوښت او ارتقایي مزاج را برسیره کوي او د پیښ سوي نوعي ارتفاعي‬
‫او ارتقایي اقدام سره چي ژوند په بیرته سادګي او نظم وربخښي هلته په نوعي‬
‫داهرو کي و ژوند ته په داخل او خارج کي حرکیت هم وربخښي د جدلیاتي‬
‫مادیت د حرکي قوانینو په وړاندي هم سوال پیدا کیږي چي نوعي کېفیتي او‬
‫ارتفاعي حرکیت څرنګه پیدا کیږي او هغه کوم قوت دی چي په نوعي دایرو‬
‫کي ژوند په حرکت کي ساتي‬
‫د کاسمک سېکسولیزم ځواب ډېر جوت دی چي نوعي تخم ‪ -‬دا نوعي تخم په‬
‫خپل خود شعوریت او خود حرکیت کي دا اوصاف له وړاندي ال لري او د‬
‫ټولنیز کایناتي قوانینو په همکاري سره د اشیاو کایناتي پالن تر سره رسوي‪-‬‬
‫نوعي تخم نه یوازي دا چي ځانګړی خود شعوریت او خود حرکیت لري‬
‫بلکې هغه د زمان مکان د لومړي مباشرت له وخت څخه د سېکس د‬
‫روحانیت څرک هم په ځان کي خوندي ساتلی دی او هم په دې اساس باندي د‬
‫خدای خدایي والړه ده – دا سېکس دی چي انساني ټولنیزه شعوریت او نسلي‬
‫خواص د ویني په شعوریت کي مخ په وړاندي د ځان سره وړي او له اولي‬
‫ارتقایي مراحلې څخه د روحانیت خود شعوریت اوخود حرکیت ریښه لري او‬
‫دا روحاني ریښه مخ په وړاندي له ځانه د ارتقایت د ګڼ ځنګله امکانات سپڼي‬
‫‪ ،‬کاسموکیان هم ارتقا مني او هم د مادې حقیقت او حرکت بلکې هغه خو یو‬
‫ګام مخ ته اخلي او د خدایي ارادې تر اثر الندي د وخت په اتصال سره سره د‬
‫مادې د روحانیت او ځانګړي حسیت حقیقت هم مني‪-‬‬

‫الکن دا چي شعور له بې شعوره مادې څخه زېږېدلی دی یو الېنحل سوال ګڼي‬


‫ولي چي سوال پیدا کیږي چي څنګه ؟ او دا څنګه بالذات تر ژوند لوی یو‬
‫سوال دی وړاندي سوي ځوابونه یې واړه د تجریدیت حامل بڼي لري او دبندو‬
‫ړندو کوڅو سفر پاته کیږي او انسان په بیرته د ‪ ٫٫‬څنګه ‪ ٬٬‬د ستړي سوال سره‬
‫الس په ګرېوان ساتي –‬
‫چیري چی د کاسمک سېکسولیزم نظر مادي او ساینسي حقیقتونه مني هلته‬
‫هغه د ژوند د موضوعي حقیقتونو ښکارندوی هم دی ځکه دا ځانګړې ادعا‬
‫لري چي د جدلیاتي مادیت د حرکي خارجي قوانینو تر څنګ څنګ په زمان کي‬
‫‪56‬‬

‫موجود هر یو څیز په خپل داخلیت کي هم یو حرکي میکانزم لري یعني هغه‬


‫حرکت دوه جهته مني خارجي حرکت او د څیز داخلي ځانګړی خود شعوري‬
‫حرکت ژوند هم د دې دواړو حرکتونو په ‪ Equation‬سره مخ په‬
‫وړاندي حرکت کوي او د تکامل و منزلونو ته هڅه کاندي –‬
‫که د خیال پر اساس باندي یو څوک تحریک نه ولري نو بیا په خارج کي هیڅ‬
‫کله هم هغه قدم نه سي اخستلی دلته خیال یو داخلي حرکي قوت دی چي دا‬
‫داخلي حرکي قوت امادګي پیدا نکړي نو بیا یو څوک هم په خارج کي د‬
‫حرکت د قوانینو په مطابق تګ نسي کوالی –‬
‫دلته د ي دا خبره جوته وي چي دا داخلي خود شعوري حرکت د سېکس‬
‫زېږنده یو حرکت دی او دا حرکت نسل په نسل چیري چي نوښت موندي هلته‬
‫د اسراع حقیقت هم تر السه کوي خود شعوري دا حرکت د خارج د قوانینو په‬
‫ادراک او‪ e Adjust men‬سره ځانګړی موافقت پیدا کوي او په هره دایره‬
‫کي د اشیاوو د کایناتي سکیم په مطابق خپله ذاتي وظیفه تر سره رسوي –‬
‫کله چي ما د کاسمک سېکسولیزم په باب د خپل نظر د څرګندوني اراده تر‬
‫عمل الندي ونیوله نو ګمان مو نه کاوه چي په یوه ډېر ستړي اغزن سفر باندي‬
‫وځم څو ځلي مي الر ورکه کړه زړه نا زړه د وروسته او وړاندي په سفر اخته‬
‫پاته سوم او ال د فکر تر منطقي وسا منزل پوري رسیدل د ابهام په خوپ کي‬
‫ورک راته بریښي‪-‬‬
‫الکن زړه مي په دې ښه دی چي کاسمک سېکسولیزم د یوې فلسفې سره‬
‫سره د یوه فکري تحریک امکانات هم په ځان کي لري له ما وروسته‬
‫راتلونکي روښنفکران به نه دا چي زما د تېروتنو اصالح وکړي بلکې مخ په‬
‫وړاندي به د دې نظر په ارزښت کي نوري اضافې هم تر سره ورسوي –‬
‫ولي چي دلته ما ځیني داسي موضوعات هم څېړلي دي چي د خپلي‬
‫کم علمۍ او فکري کم مایګۍ په وړاندي ما ونه کوالی سوای چي ژور بحث‬
‫ورباندي وکړم فقط مو اشاره ورته کړې ده بلکې وېره لرم چي هغه بحث مي‬
‫دي هم په غلط سیاق و سباق نه وي اخیستی‪-‬‬
‫الکن په تکرار سره هیله کوم چي لما پس د دې تحریک نور غړي به زما د‬
‫فکر د اصالح سره سره دا نظر تر خپل منطقي ارزښتناکه پړاو پوري په‬
‫وسایي سره ورسوي‪-‬‬
‫احتمال لري چي دا نظر دي مخ په وړاندي له ځانه نور نوښتونه هم وسپڼي‬
‫ولي چي ‪ ٫٫ Strem of conscious ness‬د شعور بهاند ارغنداب ‪ ٬٬‬هیڅ‬
‫منطق نه مني هیڅ حدود نه تسلیموي خپل ازاد څپاند یون په پام کي نیسي‬
‫عموما ً له کنارو اوړي او د فکر زړې منطقې تر ځان الندي کوي او د فکر و‬
‫ستړو مځکو ته نوی ژوند او واک ورسپاري –‬
‫د کاسمک سېکسولیزم د نظر په انځورګرۍ کي زه هم دا څپاند شعوري‬
‫ارغنداب په خپلو څپو کي د یوه بې وسه خلي په څیر د فکر پر ‪ ٫٫‬ارته افغانیه‬
‫‪ ٬٬‬باندي راګرځولی یم خدای دي وکړي چي په دې فکري میکانزم کي زما د‬
‫قام او د نړۍ لپاره څه فکري ارزښت خو موجود وي !‬
‫‪57‬‬

‫کاسمک سېکسولیزم او د زمان تصور‬


‫د کاسمک سېکسولیزم د لیکني په پیل کي موږ د کایناتي ژوند د آغاز په‬
‫حواله د ساینسي تیورۍ بګ بېنک ‪ Big Bang‬حواله ورکړې ده او د دې‬
‫ساینسي نظر دا ادعا مي منلې وه چي د دې غټ انفالک یا دهماکې سره د‬
‫زمان مکان حقیقتونه په وجود کي راغلو او کاینات په ابتدایي توګه مخ په‬
‫وړاندي په وخت کي و خپلو وسعتونو ته ادامه ورکړه نو بیا د ارتقا په جریان‬
‫کي زموږ کهکشان او بیا زموږ شمسي نظام خپل ترتیب ونیولو او ژوند پر‬
‫مځکه باندي په ابتدایي صورت سره خپل میکانزم ته مخ واړوی –‬
‫د کاسمک سېکسولیزم د فلسفې په وړاندي دا خیال و منځ ته راځي ‪ ٫٫‬چي تر‬
‫مځکه وړاندي هم ژوند په کېفیتي حواله هغه وخت آغاز سو چي د لوی‬
‫چاودني وروسته د ژوندي او حسي زمان او مادي مکان تر منځ جنسي‬
‫مباشرت پیل سو ‪ ٬٬‬او مخ په وړاندي دا خبره داسي اوږدوي ‪ ٫٫‬چي زمان د‬
‫خدایي ارادې په څرک سره د ځان او مادې و‬
‫درون ته د احتمالي ارتقایي ژوند واړه لوازمات یعني خود شعوریت ‪،‬‬
‫خودحرکیت او روحانیت انتقال کړه او بیا ژوند د مساعد حاالتو وروسته د‬
‫مځکي پر مخ په وړاندي ارتقایي او ارتفاعي اقداماتو ته تصمیم ونیولو څو چي‬
‫د شعوري ژوند حقیقت و منځ ته راغلی –‬
‫تر شنه آسمان الندي څه چي مسایل دي هغه د مذهب ‪ ،‬فن ‪ ،‬ساینس او فلسفې‬
‫مشترک مسایل دي الکن د واړو اېپروچ په اخیز تجزیه کي جدا جدا بڼه لري –‬
‫وخت د مذهب موضوع هم ده د ادب ‪ ،‬فن ‪ ،‬ساینس او فلسفې موضوع هم ده‬
‫سوال دلته دا دی چي کاسمک سېکسولیزم په دې اړه د وخت څه توجیه کوي‬
‫؟‬
‫ویل کیږي چي کله د نظریه اضافیت ساینسي تیوري و منځ ته راغله نو هغې‬
‫د دنیا څېره بدله کړه او ډېر فکري او ساینسي نوښتونه را منځ ته سو او هم د‬
‫کوانټم تیورۍ خپل صورت څرګند کړو –‬
‫اوس ساینس پوهان وایي چي د دې سره سم د ‪ ٫٫‬وخت ‪ ٬٬‬د ابدیت تصور‬
‫معدوم پاته سو اوس وخت له ازل څخه تر ابده یو جاري و ساري حقیقت نلري‬
‫بلکې موجود هر څیز خپل جدا جدا زمان مکان لري او خپل زمان مکان په‬
‫ساه کي اخلي –‬
‫هم د دې تیورۍ په اساس باندي و فلسفې او ادب ته بیا د ریلېټو ازم نظر را‬
‫داخل سو چي هیڅ یو نظر او عقیده او تصور ابدي حقیقت نلري بلکې د زمان‬
‫مکان په فرق سره هغه جدا جد ا معنا ورکوي –‬
‫‪58‬‬

‫د کاسموکیانو ‪ Cosmic- sians‬نظریه ځان د ساینس د تیورۍ سره‬


‫په تضاد کي نه اچوي الکن ځان د ځیني سوالونو سره په الزم توګه مخا مخ‬
‫ویني‪-‬‬
‫که وخت ابدي نه دی او هر څیز خپل زمان مکان لري نو دا څیز دا ځانګړی‬
‫زمان مکان له کومه موندي ؟‬
‫انسان چي خپل خالق په خوده نه د ی د خپل زمان مکان ( چي په یقیني توګه‬
‫تر ده قدیم او لوی دی ) خالق څه رنګه دی ؟ او که د خپل زمان مکان خالق نه‬
‫دی نو بیا و هر څیز ته د جدا جدا زمان مکان خالق څوک دی په دا حال کي‬
‫چي مادیت د یوه ‪ ٫٫‬خدای ‪ ٬٬‬تصور هم‬
‫نه مني ؟ دا زمان مکان له کومي زېږي ؟ د څیز یا وجود د معدومیت پس دا‬
‫زمان مکان پرکومه تحلیل ځي ؟ او که بیا هم په غیر مریي توګه موجود پاته‬
‫کیږي ؟ دا و ځان ته د ځواب اقتضا لري ‪-‬‬
‫چیري د زمان مکان دا ‪ ٫٫‬کثرتیت ‪ ٬٬‬د ‪ ٫٫‬ابدي وخت ‪ ( ٬٬‬چي ساینس یې نه‬
‫مني ) د المتناهي څپاند دریاب د پاسه خو د موقعتي حبابو مثال نلري چي یوه‬
‫ساه وجود لري او بیا په بیرته د وخت د ازلي او ابدي دریاب پر سطح باندي‬
‫معدوم پاته کیږي ؟ که دا پروسه یا عمل یوه احتمالي او یا حقیقي بڼه ولري نو‬
‫آیا بیا دا د ابدي وخت پر شتونوالي باندي صاد نه کوي او وخت ابدي نه پاته‬
‫کیږي ؟‬
‫سوال پیدا کیږي که وخت ابدي نه دی نو بیا ماده څنګه ابدي ده ؟ چي د نظریه‬
‫اضافیت په وړاندي د دواړو حقیقت یو دی ؟‬
‫آیا اوس د دې مطلب دا سو چي وخت یو بې شمیره کثرتي وجود ومنو؟‬

‫که ځواب په اثبات کي دی نو بیا د فلسفې په وړاندي د کایناتي وحدت څه‬


‫مفهوم پاته کیږي چي صفحه په صفحه د دې وحدت ادعا لري ؟‬
‫ښه نو که د هر څیز زمان مکان سره جدا جدا دی نو بیا د جدلیاتي مادیت د‬
‫حرکت قوانین څه ډول په هر زمان مکان کي جاري و ساري پاته کېدی سي‬
‫؟ که زمان مکان یې بېل دي نو د حرکت قوانین هم باید چي جدا جدا وي په‬
‫داسي صورت حال کي د حرکت هغه کایناتي ځانګړي قوانین کومه اطالقي بڼه‬
‫او میکانزم لري ؟‬
‫که د هر څیز زمان مکان جدا دی نو بیا د هغو ی تر منځ د تعامل قانون‬
‫څرنګه خپل اطالق تر سره رسوالی سي ؟‬
‫یا آیا موږ دا ویلی سو چي دلته جدلیاتي مادیت او نظریه اضافیت په خپلو کي‬
‫ساینسي تضاد سره لري ؟‬
‫فلسفه کایناتي ژوند پر طبعي او مابعدالطبیعاتي ‪ ٫٫‬ثنویت ‪ ٬٬‬باندي تقسیمو ي‬
‫طبعي دنیا یعني مادي دنیا هغوی مني چي په وخت کي قیام لري او اوس بیا‬
‫نظریه اضافیت وایي چي هو الکن دا وخت یو منقسم حقیقت لري ابدي بڼه نه‬
‫‪One ness‬‬ ‫ت حال کي د کایناتي وحدت‬ ‫لري په داسي صور ِ‬
‫حقیقت نه پاته کیږي اوس سوال دا پیدا کیږي چي دا کایناتي کثرتیت مخ په‬
‫وړاندي په وختونو کي د خپلو ځانګړو زمان ‪ ،‬مکان سره پر کومو خطوطو‬
‫باندي او په کومو اطرافو کي وسعتونه موندي ؟‬
‫‪59‬‬

‫او پر ټاکلي وخت باندي چي په بیرته په وختونو کي مخ په شا ‪Back in‬‬


‫‪time‬راستنیږي نو په زمان مکان سره جدا جدا دا کایناتي عناصر به څه رنګ‬
‫‪ Big crunch‬پوري ځان رسوي ؟‬ ‫تر‬
‫د دې ساینسي ادعا په وړاندي د کایناتي احساس بیګانګۍ او د ژوند د بې‬
‫معنویت د احساس ښکار انسان نور هم د یوازیتوب او انتشار ښکار پاته کیږي‬
‫‪ ،‬د احساس پر سطح د میني وحدتي تاثر هم له منځ په رفت ښکار ي ولي چي‬
‫د زمان مکان غیر مریي دیوالونه هغوی په دایمي توګه په بېلتانه ساتي او چي‬
‫ت حال ډېر‬ ‫کوم موقتي وصلت دی نو هغه هم ډېره تجریدي بڼه لري ‪ ،‬صور ِ‬
‫ستړی ستړی بريښي نه وخت ابدي دی نه کاینات او خدای ‪،‬انسان به څه کوي‪-‬‬
‫سوال پیدا کیږي چي د کاسمک سېکسولیزم ( کایناتي همه جنسیت ) اېپروچ‬
‫څه جوړیږي ؟ هغه په دې اړه څه نوي فکري میکانزم لري او که نه ؟ د دې‬
‫کایناتي انتشار او کثرتیت د ستړي مخ څنګه نیسي ؟ او د کایناتي ابدي زمان‬
‫مکان او د څیزونو د ځانګړي زمان مکان تر منځ څرنګه پیوستون پیدا کوي ؟‬
‫د کاسمک سېکسولیزم ادعا دا ده چي د کایناتي ژوند د لومړي څرک څخه‬
‫وخت هم په کېفیتي حواله د سېکس په خود شعوریت کي د یوه حرکي قوت‬
‫او حقیقت په توګه خپل ځانګړی ځای نیولی اود وجود د ارتقا سره سم د ویني‬
‫په خود شعوریت کي خپل تجریدي ځان او مکان جوخت سپڼي څو چي څیز یا‬
‫نوع په وجود کي راځي او دا همزاد موقعیتي زمان مکان د ځان ملبوس‬
‫ګرځوي‪-‬‬
‫اوس مطلب داسي څرګندونه کوي چي د سېکس په توسط د وخت کېفیتي‬
‫بڼه د څیز یا نوع د ارتقا سره سره ځان په یوه موقعیتي معروضي زمان مکان‬
‫سره بدلوي یعني هر وجود په دوه ګونه زمان مکان کي خپله موجودګي‬
‫برقراره ساتي د هغه خپل وضحي زمان مکان او کایناتي زمان مکان –‬
‫کاسمک سېکسولیزم ادعا لري چي مخ په وړاندي د اشیاو خارجي کثرتتي‬
‫وخت په متناسب ‪ Equation‬سره کایناتي زمان مکان په خپل حرکي غیږ کي‬
‫خوندي ساتي ‪-‬‬
‫زه نه یم خبر چي ز موږ دا ادعا څو فکري ارزښت لري الکن که دا ادعا‬
‫قبولیت ولري نو آیا بیا و انسان ته خپله ورکه ‪ ٫٫‬وحدتي کایناتي ‪ ٬٬‬متاع په‬
‫الس نه ورځي ؟‬
‫کاسمک سېکسولیزم اوس هم د وخت ابدي تصور او حقیقت مني خو د دې‬
‫مشکل د حل د پاره د وخت حقیقت پر دوو برخو ویشي یعني د وخت‬
‫معروضي کثرتي بڼه د نظریه اضافیت په وړاندي او د سېکس زیږنده ارتقا‬
‫پذیر موضوعي وضعي زمان مکان معروضي ابدي وخت خو په المتناهي‬
‫کاینات کي بې خاره خپل منزلونه وهي الکن موضوعي وضع سوی وخت چي‬
‫خپل همزاد وجود تر منزل پوري ورسوي نو بیا دا موضوعي وضعي وخت‬
‫( د خپل همزاد څیز یا وجود د معدومیت یا فنا پس ) د ځانګړي انضمام د پاره‬
‫د ازلي او ابدي زمان مکان په خوا ګامونه پورته کوي او خپل المتناهي څپاند‬
‫حقیقت ګټي داسي بريښي چي نظریه اضافیت هم د سېکس د دې زېږنده‬
‫وضعي زمان مکان خبره کوي چي هغه هم په اخره تجزیه کي د ازلي او ابدي‬
‫وخت یو ضمني حقیقت څرګندوي –‬
‫‪60‬‬

‫اوس که د کاسمک سېکسولیزم دا ادعا یو فکري او منطقي ارزښت ولري نو‬


‫بیا موږ د کایناتي کثرتیت په شا د یوه وحدت تصور په بیرته تر السه کوالی‬
‫سو او په کایناتي المتناهیت کي زړه نا زړه انسان بیرته د ځان او ژوند اعتبار‬
‫موندالی سي او د کایناتي تضاداتو ‪ ،‬انتشار او پېچیدګۍ برسېره په فکري‬
‫اساس باندي د ژوند نوی وحدتي تفسیرات او تاویالت تر سره رسولی سي لکه‬
‫چي کاسمک سېکسولیزم یې هم په تکل ښکاري او بیرته د کایناتي بیګانګۍ‬
‫او تنهایۍ ښکار انسان ویلی سي ‪ ٫٫‬چي زه و خدای او کاینات یو مثلث یو ‪٬٬‬‬
‫کاسمک سېکسولیزم د نظریه اضافیت د نظر او د کایناتي زمان مکان د و‬
‫واقع تضاد تر منځ یو نوی امتزاج پیدا کوي او وایي چي د سېکس زېږنده‬
‫وضعي او موضوعي زمان مکان د خپل ځانګړي وجود باوجود په ازلي او‬
‫ابدي توګه اعتبار نلري او د ازلي او ابدي زمان مکان د قدر د ګټلو د پاره دا‬
‫مجبوري په غاړه لري چي پر متعین وخت باندي د هغوی سره انضمام پیدا‬
‫کړي دلته موږ دا برمحل ګڼو چي د وخت د ازلي او ابدي څپاند دریاب او د‬
‫هغه پر سطح باندي د یوه ساعت د پاره په وجود کي د راتلونکي حباب مثال‬
‫تر نظر الندي ونیسو –‬
‫داسي برېښي چي نظریه اضافیت هم د سېکس د دې زیږنده وضعي زمان‬
‫مکان خبره کوي او د هر څیز د بېل زمان مکان خبره اعتباري ګڼي او د‬
‫ازلي او ابدي وخت د حقیقت څخه مخ په انکار ښکاري ‪.‬‬
‫‪ Cosmic- sians‬خدای او د هغه تصورات یوه ډیره‬ ‫کاسموکیان‬
‫اساسي موضوع ګڼي ولي چي دا د انساني نظریه حیات د پاره د بنیادي خښتي‬
‫حیثت لري د یوه موحد او دهریه د نظر د زاویې اختالف هم د دې ذات د اثبات‬
‫او نفي په قدر پوري تړلی دی وړاندي موږ پر دې موضوع باندي خبره کړې‬
‫هم ده او د جمالیاتي خدای تصور مي و رامنځ ته کړی دی الکن ولي چي هلته‬
‫خبره لږ څه تشنه پاته سوه نو اوس مي زړه سي چي مکرر ورباندي خبره‬
‫وسي او د قایم بالذات جمالیاتي خدای پر حقیقت باندي له یوې نوي زاویې رڼا‬
‫واچول سي که څه هم احتمال سته چي دا نظر دي د ډېر مخالفت سره پیوستون‬
‫پیدا کړي ‪.‬‬
‫‪61‬‬

‫د کاسمک سېکسولیزم ځانګړی خدایي تصور‬

‫سوال دا دی چي انسان قایم بالذات خدای څرنګه پیژني ؟ او کاسموکیان چي په‬


‫تکرار سره د ویني د خودشعوریت خبره کوي هغه څه حقیقت لري ؟‬
‫کاسموکیان د وخت په څېر د خدای حقیقت هم دوه جهته بلکې درې جهته مني‬
‫هغه د ویني په خود شعوریت کي د خدای د ارتقا تصور یو حقیقت ګڼي که څه‬
‫هم د خدای تصور د نسل انساني په اجتماعي نفسیاتو کي د ویني د خود‬
‫شعوریت تر منزل پوري ځان رسولی دی خو الکن دا په بیرته هم د هر انسان‬
‫ځانګړی فکري ضرورت دی چي د هغه په باب ذاتي نظر ولري ‪ ،‬ښکاره‬
‫خبره ده د هر وګړي خدای د نورو خلګو د خدای څخه علیحده بڼه او حقیقت‬
‫لري او په وحدت کي دا کثرتیت د هغه د ذات پر متنوع جهتونو باندي صاد‬
‫کوي –‬
‫د کاسموکیانو په وړاندي د خدای دا ذاتي وضعي تصور د ارتقا د اول روحاني‬
‫څرک سره و تمام مادي او نوعي وجودونو ته په کېفیتي بڼه حواله سوی دی‬
‫کاسمک سېکسولیزم دا تاریخي ادعا نه مني چي خدای د خوف زېږنده دی‬
‫کنې هغه یو مابعد الطبعیاتي حقیقت نه لري‪-‬‬
‫کاسموکیان دا استدالل لري چي د خدای د وجود انساني تصور د تاریخ په‬
‫اوږدو کي د ژوند د ارتقا سره سم په انساني شعوریت کي خپل صور ت سپڼلی‬
‫دی او هغه اول روحاني څرک په ترقي یافته صورت سره تر فکري تکامل‬
‫پوري ځان رسولی دی اوس انسان هغه قایم بالذات کایناتي خدای هم په خپل‬
‫دغه داخلي متشکل مصفا احساس سره پیژني او د خپل ذاتي وضعي خدای او‬
‫د کایناتي خدای پر متناسب حقیقي ‪ Equation‬باندي د حق الیقین پر اعتماد‬
‫سره تکیا کوي ‪-‬‬
‫کاسموکیان دا خبره په اصرار سره کوي که یو څوک د خپلي ویني په‬
‫خودشعوریت کي خدای نه پېژني نو هغه بیا په کایناتي زمان مکان کي خدای‬
‫نسي پېژندالی‪-‬‬
‫هم دا سوب دی چي کله تهذیبي او فکري موانع د دې انساني وضعي خدایي‬
‫تصور الرونیسي نو هغه انسان بیا د دهریت د مسلک الروی سي او د خدای‬
‫د ذات څخه مخ په انکار بې ریښو ژوند خپله وي او د ختلي ږوږ په څیر د‬
‫هواو پر رحم وکرم باندي اللهانده لغړاندي شپې او ورځي تیروي –‬
‫کاسموکیان په دلیل سره وضاحت کوي چي کله یو سړی داخلي دلیل نه ولري‬
‫نو د خارجي دلیل په ستړي تکل وزي او و دې ته یې‬
‫پام نه ګرځي چي خارجي یا معروضي هر دلیل هم د موضوعي صداقت‬
‫ضرورت په غاړه لري بلکې هر معروضي وجود د خپل وجود د اثبات د پاره‬
‫‪62‬‬

‫یو خپل الزم موضوعي بنیاد لري کنې نو بیا د معروضیت پر ځای یو تجریدي‬
‫بڼه غوړوي‪-‬‬
‫او هسي هم مابعد الطبعیات د انساني فکر په زد کي نه راځي په دې اړه په‬
‫کار دی چي و دې ته هم وکتل سي چي تاریخ بالذات د خپل وجدان او تعقل په‬
‫وړاندي په دې اړه کوم معروضي مدلل او مثبت دلیلونه وړاندي ؟کوي کومه‬
‫خبره چي تاریخي وجدان مني د افرادو منل او نه منل د هغه په مقابل بیاڅه‬
‫ډېر معروضي ارزښت نلري هسي هم کاسمک سېکسولیزم وایي چي یقین‬
‫لرونکې اجتماعي پوهنه ‪ Folk wisdom‬د منکرو څو افرادو د انکار په‬
‫مقابل زیات ارزښت او فکري قدر لري‪-‬‬
‫موږ په پیل کي د قایم بالذات خدای چي کاسموکیان یې دجمالیاتي خدای په نوم‬
‫نوموي د ابدي تصوراتو په باب د درې جهته استدالل خبره کړې وه ‪ ،‬سوال‬
‫دا دی چي د خدای دریم احتمالي تصور یا جهت څه کېدی سي ؟‬
‫کاسموکیان زېرنظر راتلونکی د احتمالي او امکاني تصور یا جهت یو حقیقت‬
‫خو نه تسلیموي الکن د هغه ممکنه فکري ارزښت له نظره هم نه باسي‪-‬‬
‫کاسموکیان چیري چي د ازلي او ابدي خدای حقیقت مني هلته ( په انساني‬
‫دایره کي ) د ویني په شعوریت کي د هغه د ارتقایي تصور په حقیقت خبر زړه‬
‫او ذهن لري هم مخ په وړاندي د خدای د ذات ‪ ٫٫‬ممکنه دریم ‪ ٬٬‬جهت د قیاسي‬
‫فلسفې تر تحلیل الندي نیسي او داسي قیاس کوي‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬چیري د کاینات د ارتقا په تخلیقي اوږدو کي د کایناتي عناصرو د ژوندي‬
‫باهمي تعامل په وجه خو به دا کایناتي شعوري قوت په ځانګړې توګه په وجود‬
‫کي نه وي راغلی ‪! ٬٬‬‬
‫قیاس کېدی سي لکه څرنګه چي په نوعي او انساني دایرو کي یو مقتدر‬
‫شعوري قوت رابرسیره سوی دی هم پر دې خطوط دي ‪ ،‬د المتناهي کاینات‬
‫دې المتناهي خلق سوي شعوري قوت خپل خدایي حقیقت تر السه کړی وي !‬
‫ولي چي موضوع ډېر نزاکت او پېچومي لري نو په کار دی چي یې په بیرته‬
‫په تفصیل سره تحلیلي جاج واخلو‪-‬‬
‫که موږ کاینات او د هغه واړه عناصر ژوندي وجود نه منو لکه څرنګه چي د‬
‫فلسفې ادعا هم ده او کاسمک سېکسولیزم هم د اول ژوندي ‪ ،‬ارتقایي ‪،‬‬
‫روحاني څرک خبر ورکوي او د تخلیق په هره نوعي او سماوي داهره کي د‬
‫اولین تعامل په وړاندي و هغوی ته د سپارل سوي ‪ Code of life‬استدالل‬
‫لري هم دا ‪ Code‬د نوعي او سماوي ارتقا په احتمالي صفتونو سره اراسته‬
‫ګڼي اوس په دې تناظر کي آیا دا قیاس نسي کېدای چي د دې ‪ Code‬په‬
‫توسط دي د ارتقا یوه ښاخ په نوعي دایرو کي مخ په وړاندي ګامونه اخیستي‬
‫وي او د انسان تر شعوري ارزښتناکه ارتفاع پوري دي را رسیدلی وي او په‬
‫امکاني حواله هم له دې ‪ Code‬څخه متفرع (وتلي ) دویم ښاخ دي د ځانګړي‬
‫عناصر فطرت د جوړښت او نوښت تخلیقي‬ ‫ِ‬ ‫تخلیقي قوانینو پر اساس باندي د‬
‫هڅه تر پام الندي نیولې وي‪-‬‬
‫کاسمک سېکسولیزم مخ په وړاندي پر امکاني اساس باندي قیاس کاندي چي‬
‫کېدی سي په درېمه ارتقایي دایره کي تشکیل سوی کاینات دي د ځانګړي‬
‫ضرورت پر اساس باندي خپل موجود مګر سلبي ( غیر فعال) شعور په یوه‬
‫فعال مقتدر شعوري خدایي قوت سره بدل کړی وي څوک چي د اشیاو کایناتي‬
‫‪63‬‬

‫پالن تر پام الندي ساتي او په زمان مکان کي مخ په وړاندي ژوند او کاینات ته‬
‫نوي نوښتونه او وسعتونه وربخښي –‬
‫خو دا خبره دي جوته وي چي عینیت پرستان او کاسموکیان خو د دې خدای د‬
‫منلو هیڅ احتیاج په غاړه نلري الکن به هر حال د خدای دا درېم جهته تصور‬
‫تر ډېره حده د بې خدایه مادینو روحاني ضرورت الزم پوره کوالی سي څوک‬
‫چي په زمان مکان کي په وجداني حواله بې ریښو ژوند تېروي د دې خدای د‬
‫تصور په قبولیت سره بیا هغوی دا دعویْ هم کوالی سي چي هم دې خدای و‬
‫کارل مارکس ته د ‪ ٫٫‬داس کپیټال ‪ ٬٬‬صحیفه وړاندي کړې ده او په دې توګه و‬
‫خپلي مادي فلسفې ته یو مقدس روحاني میکانزم سکښتی سي او د مادې او‬
‫عینیت پرستي په امتزاج د یوه داسي نوي مذهب بنیادونه را پورته کوالی سي‬
‫کوم چي د هغوی د وه جهته ضرورتونو په وړاندي یو مثبت مسلمه فکري او‬
‫روحاني کردار تر سره رسوالی سي –‬

‫کاسموکیان او د خدای د ضرورت تصور‬


‫راسی چي پر دې موضوع باندي خبره وکړو چي ګرسره خدای ولي ضروري‬
‫دی ؟ یا یې تصور څه ارزښت لري ؟‬
‫د کاسمک سېکسولیزم فلسفه په دې مغالطه کي مبتال زړه اوذهن نلري او نه د‬
‫دې تېروتني سره مخا مخ ده چي ګوا هغه د خدای د اثبات په حواله یو حتمي‬
‫استدالل لري‪-‬‬
‫خو خبره دا ده که خدای نسته نو بیا غایت غیبي او حتمي څه دی ؟ د کاینات‬
‫شروعات ولي کیږي او اختتام یې ولي الزم ګڼل کیږي ؟ او د ‪ ٫٫‬سکیم آف‬
‫یونیورسل تهنګز ‪ ٬٬‬څه مفهوم پاته کیږي ؟ پر کوم چي ډیر وتلي فلسفیان اتفاق‬
‫سره لري –‬
‫د مادیینو د وینا په مطابق ماده له شعوره عاري یوه اساسي ‪ ،‬ازلي کایناتي‬
‫عنصرده ماده د شعور تخلیق نه بلکې مادې شعور تخلیق کړی دی‪-‬‬
‫‪64‬‬

‫که د یوه ساعت لپاره په انساني او نوعي دایرو کي موږ دا و هم منو نو بیا په‬
‫سماوي او کایناتي دایرو کي د شعور د عدم موجودګۍ په وړاندي هم د کایناتي‬
‫او ازلي مقصدیت خبره پر کوم اساس باندي کیږي ؟‬
‫که یو کایناتي غایت او یوه باشعوره ازلي اراده نسته نو بې شعوري بې ارادې‬
‫ړندې مادې ته څوک مخ په وړاندي د نورو وسعتونو او نوښتونو د حاصلولو د‬
‫پاره تحریک ورکوي ؟‬
‫د مادیینو دا ځواب چي دا پخپله کیږي آیا یو ډېر غیر منطقي تر انساني عقل‬
‫ماورا یو ډیر مابعد الطبعیاتي تجریدي ځواب نه معلومیږي ؟پر نامعلومه‬
‫المتناهي کاینات او د هغه پر ارتقایي نفسیاتو یو بې ارزښته قیاسي استدالل نه‬
‫بريښي ؟‬
‫سوال دا دی چي پر ‪ ٫٫‬نامعلوم باندي ‪ ٬٬‬او پر ‪ ٫٫‬المحدود نامعلوم ‪ ٬٬‬باندي د‬
‫عاجز کوشني انساني عقل پر بنیاد فیصله کول څو فکري او شعوري ارزښت‬
‫لري ؟‬
‫دا فیصله به په خود و ماده پرسته ته پرېږدو و هغه ماده پرستو ته چي هر یو‬
‫پکي د خپلو وږو میان ال نه پېژني –‬
‫چي له ‪ ٫٫‬غټ انفالک ‪ ٬٬‬څخه تر ‪ ٫٫‬غټ رجعتي پیوستون ‪ ٬٬‬پوري هیڅ‬
‫مقصد نسته او یو منتظم ذهن نسته نو بیا مادي انسان له ړندې مادې زېږنده‬
‫بالذات مقصدي ژوند څنګه درلودالی سي ؟‬
‫که یو کایناتي مقصد نسته یوه فعال اراده نسته نو بیا په خال کي د الوتي بې‬
‫وقعتي مځکي دا انسان ( ماده پرسته ) ډېره مبالغه نکوي چي ځان د کاینات‬
‫مالک حقیقي ګڼي حاالنکې هغه اوس هم د خپل مادي شعور باوجوده یو ډېر‬ ‫ِ‬
‫مجبوره او مقهوره ژوند تېروي –‬
‫موږ دا سوال له کوم یوه ماده پرسته څخه وکړو که کایناتي ژوند مقصد نلري‬
‫ت اخرین یې نسته د یوه فعال باشعور خدای تر کمانډ الندي نه دی نو بیا‬ ‫یو غای ِ‬
‫به دی یعني دا ماده پرسته د خپل مقتدر شعور پر اساس باندي کله و دې مقام‬
‫ته رسیږي چي موږ پر مځکه اوسېدونکي بې مقصده ژوند تېروونکي خلګ‬
‫د دې بې مقصده ژوند له ستړو څخه خالص کړي ؟ او دا بې مقصده ژوند او د‬
‫هغه عمل د یوه اختتام سره مخا مخ کړي‪-‬‬
‫خبره دا ده که انساني ژوند پر ځان باندي د کایناتي مقصدیت دلیل نه ولري نو‬
‫بیا یې تېرول څو ارزښت لري ؟ بیا د مځکي پر مخ د مادیینو د ټاکل سوي‬
‫مادي هدفونو په وړاندي ژوند څو ښایست درلودلی سي ؟حاالنکې هغوی تر‬
‫اوسه ال په دې کي کامران نه ښکاري چي یوه ‪ Stateless society -‬څه‬
‫ډول جوړه کړي –‬
‫که مادیین خپل زوړ استدالل ټینګ کړي او ادعا ولري چي انسان د شعور‬
‫زېږیدو پس اوس په تهذیبي او ساینسي حواله ډېر مقصدونه لري اوس د هغوی‬
‫و ژوند ته موږ بې مقصده نسو ویالی‪-‬‬
‫نو پوښتنه کېدی سي چي عجبه مخمصه} ده چي شعور له مادې څخه خو‬
‫زیږیدلی دی او غایت هم لري الکن د کایناتي تخلیق د غایت د نظر څخه مخ په‬
‫انکار پاته کېده خپل فکري ارزښت ګڼي !‬
‫یوه بله پوښتنه چي تر پام الندي نیول په کار ده هغه دا چي د کاینات د زېږیدو‬
‫او د مځکي پر مخ د ژوند د ارتقا پس آیا اوس هم کایناتي او‬
‫‪65‬‬

‫ارتقایي عواملو او قوانینو د ژوند او شعور د مسلسل تخلیق کار تر پام الندي‬
‫ساتلی دی که نه ‪،‬که ځواب په نفي کي دی چي د شعور او کاینات د تخلیق پس‬
‫نو اوس د دې ضرورت پاته نه دی نو په بیا پوښتنه کیدی سي چي کاینات ته دا‬
‫احساس څه ډول وسو چي اوس یې نو ضرورت نسته ؟ د هغه خود کاره بې‬
‫شعوره میکانزم د آغاز او انجام د ضرورت او نه ضرورت احساس څه رنګه‬
‫درلودلی سي ؟‬
‫او که اوس هم زموږ له شعوره ماورا دا عمل جریان لري نو په کومو دایرو‬
‫کي یې لري او د دې څو احتمال دی چي د هغه دا بې شعوره میکانزم دي‬
‫نوي انسانان او نوي کایناتونه وزېږوي ؟ او دا نوي انسانان او نوي کایناتونه‬
‫به هم په دې زمان کي وي که هغوی به بیا خپل بېل زمان مکان ولري ؟‬
‫د ارتقا دا کار هم دا یو ځل وسو او که اوس هم تسلسل لري او په تکرار سره‬
‫به وار په وار کیږي هیله کوم چي ماده پرستان به په دې اړه موږ ته قناعت‬
‫راکړي او یو په زړه پوري ځواب به راته وړاندي کړي –‬
‫هم د دې بحث په تناظر کي یعني د بې حسي او مړې مادې څخه د شعور د‬
‫پیدایښت په حواله چي کیږي زه عموما ً دا فکرکوم که فرضا ً زه له خپله دې‬
‫ډک کوره څخه ووځم او بیا په مادي اسبابو ډک د ژوند په کایناتي الزمي‬
‫عناصرو سره مزین دې بورجل ته بیرته د لکونو کروړونو کلونو پس راسم نو‬
‫آیا د ژوند د الزمي عناصرو د موجودګۍ په وړاندي د دې څو احتمال سته چي‬
‫دې ارتقایي قوانینو دي د دستیاب بې شعوري مادې څخه د خپل ځانګړي‬
‫میکانزم پر اساس باندي یو بل پروفېسر راز محمد راز تخلیق کړی وي او بیا‬
‫دي موږ دواړه د کاسمک سېکسولیزم پر تیوري باندي د یوه او بل سره علمي‬
‫بحثونه وکړو ؟‬
‫ماده پرستان پر عینیت پرستانو باندي د مابعد الطبیعاتي غیر منطقي استدالل‬
‫لرلو نیوکي کوي او حقیقت دا دی چي بالذات هم تر هغوی د غټ مابعد‬
‫الطبیعاتي مشکالتو سره مخا مخ دي –‬
‫دی وایي چي ‪ ٫٫‬ماده ازلي او ابدي ده ‪ ٬٬‬سوال دا دی چي ولي ؟‬
‫دی وایي ‪ ٫٫‬چي بس ده نو ‪ ٬٬‬اوس په دې کي نو بیا کوم منطقي استدالل سته‬
‫دی ؟ که یو محرک نسته یو مقصد او غایت نسته نو بیا په هره دایره کي د‬
‫ارتقا عمل منطقي دلیل نسي درلودالی ‪ ،‬سوال پیدا کیږي چي اولیني خلیې ته‬
‫څه ورپېښه وه چي نوع په نوع یې منزلونه وهل بدنونه یې بدلول او د‬
‫شعوري انسان تر ستړي منزل پوري یې زاره چاودی سفر تر سره ورسوی ؟‬
‫په تکرار سره پوښتنه کوم که یو کایناتي محرک او مقصد نسته نو بیا په خال‬
‫کي د الوتي بې وقعته مځکي دا بې وسه انسان چي په خپله هم خدای نه دی‬
‫ځان څنګه د زمان مکان څښتن ګڼي ؟‬
‫یو بل سوال دا دی چي پر مځکه باندي مخ پر ارتقا چي مادې شعوري ژوند‬
‫تر السه کړی نو پر نورو سیارو باندي د هغو د ځانګړي حاالتو په مطابق‬
‫مادې ولي یو شعوري ژوند تر السه نه کړی ؟‬
‫دلته پر مځکه خو هم د شعور د ارتفاع او ارتقا د پاره انسان مساعد حاالت نه‬
‫وو پیدا کړی دا وایي چي کایناتي بې شعوره مادي میکانزم دا حاالت پیدا کړه‬
‫آیا دا یو مابعد الطبعیاتي اېپروچ نه دی چي کایناتي عوامل پر یوه سیاره یو‬
‫‪66‬‬

‫عمل تر سره رسوالی سي او د کاینات د نورو سیارو د پاسه و دې عمل ته‬


‫ادامه نسي ورکوالی حاالنکې حقیقت دا دی چي کایناتي دا قوانین هر چیري‬
‫په زمان مکان کي خپل تسلط ساتلی دی آیا د دې په وړاندي موږ داسي ویالی‬
‫سو چي کایناتي دا قوانین چیري فعال او چیري سلبي ( غیر فعاله ) بڼه لري ؟‬
‫ت حال سره مخا مخ نه‬ ‫دلته آیا موږ په بیرته د یوه ډېر مابعد الطبیعاتي صور ِ‬
‫یو؟ –‬
‫اعلی نسته یو خدایي غایت نسته نو بیا انساني‬
‫ْ‬ ‫که یو منظم پالن نسته یو منتظم‬
‫شعور چي پر کوم خطوط باندي ارتقا کړې ده د هغه په وړاندي څه ‪ ٫٫‬رول‬
‫ماډل ‪ ( ٬٬‬مثالي صورت ) پروت وو که دا ارتقا په خود رویه انداز کي سوې‬
‫ده ؟‬
‫یو بل سوال دا پیدا کیږي چي کله کاینات مخ په وروسته وختونو کي ‪Back‬‬
‫‪ in time‬و ( لوی رجعتي پیوستون ) ‪Big cranch‬ته غبرګون پیل کړي‬
‫ت حال کي چي دا عمل به هم په کروړونو‬ ‫نوپه داسي صور ِ‬
‫کلونه اخلي دلته به انساني شعور کوم جهت خپله وي آیا هغه به هم مخ په شا د‬
‫کایناتو قوانینو په وړاندي د رجعت عمل خپله وي او که هم هغه په ازاد انداز‬
‫کي به مخ په وړاندي ارتقا کاندي ؟‬
‫آیا دا څو امکان لري چي هغه دي د کایناتي رجعتي عمل څخه ځان وژغوري‬
‫؟ که به سوې شعوري ارتقا هم د کایناتي رجعتي عمل په پیوستون تر‬
‫معدومیت پوري رسیږي ؟‬
‫بل سوال دا دی چي په شعوري دایرو او غیر شعوري دایرو کي اطالقي‬
‫قوانین چي مشترکه بڼه لري نو د نتایجو په حواله ولي توپېر سره لري‬
‫پوښتنه کیدای سي چي انسان د شعور په وړاندي په جوهري حواله د کایناتي‬
‫قوانینو په مقابل کوم ازاد او پ ُر مختاره ژوند موندلی دی ؟‬
‫د کاسموکیانو په وړاندي ماده پرسته او عینیت پرسته دواړه په فکري حواله د‬
‫افراط او تفریط ښکار پاته سوی دی کاسموکیان هغه خلګ دي چي تر ډېره‬
‫حده یو امتزاجي بڼه لرونکی اېپروچ وړاندي کوي هغوی چیري چي ازلي او‬
‫ابدي فعاله اراده مني هلته د مادې ځانګړی حقیقت او د ارتقا اصولونه هم مني‬
‫او په ازاده توګه د خدای کاینات انسان ‪ ،‬کلتور ‪ ،‬تاریخ او ارتقا ځانګړي‬
‫وضاحتونه هم وړاندي کوي هغوی د کاسمک سېکسولیزم د نظریې او عملي‬
‫فلسفې په توسط پر ژوند ‪ ،‬کاینات او نورو فکري او کلتوري ارزښتونو باندي‬
‫نوې رڼا اچوي –‬
‫د کایناتي شعور او غایت څخه پرته د انساني او کایناتي ژوند تشریحات او‬
‫فکري بنیادونه فقط او فقط د تجریدي فلسفو یو ‪ ٫٫‬معمه} بازار ‪ ( ٬٬‬چیستان )‬
‫ثابتیږي که ازلي او ابدي غایت او مقصد نه وي نو دا د واړه کلتوري او‬
‫ساینسي ودي باوجوده انساني ژواک یو بې ریښو بې خونده تجریدي عمل پاته‬
‫کیږي که له انساني فکر او عمل څخه مابعد الطبیعاتي المحدودیت او مقصدیت‬
‫نفي کړل سي نو هغه خو به بیا یو ډېر کوتاه قامته بې ثمره بوټی پاته سي بیا‬
‫خویې حدود اربعه او یوه خوله ساه په یوه مټه کي او په یوه باراني کوبۍ کي‬
‫ځای پر ځای کیدی سي‪-‬‬
‫‪67‬‬

‫سوال دا دی چي الهغه فکري ارتقایي ول به کله واقع کیږي چیري چي د‬


‫فلسفې دواړي سلسلې د یوې او بلي د نفي نفي وکړي او د دواړو د مثبت ادعاو‬
‫پر اساس باندي یوه بله امتزاجي او ارتقایي بڼه وسپڼي !‬
‫دا کار به هلته څومره آسانه سي چي عینیت پرستان د مادې حرکت ‪،‬‬
‫خودشعوریت‪،‬روحانیت‪ ،‬حقیقت او ارتقا ییت ومني او مادیین پر ځای د مادې‬
‫د ازلیت او ابدیت د خدای ابدیت او ازلیت ومني یاد مادي ازلیت یا د خدای‬
‫ازلیت یو مابعدالطبیعات خو هسي هم مني –‬
‫که سر زوري نه وسي او فکري غرور تر پام الندي نه ونیول سي نو آیا د‬
‫کاسموکیانو دا نوخېز نظر د دې امتزاجي صفاتو حامل یو نظر نه وړاندي‬
‫کوي ؟ آیا هغوی د خدای د موجودګۍ یو درېم جهت ته اشارت نه کاندي ؟‬
‫که څه هم هغه د ازلي او ابدي خدای په مقابل کي ‪ ٫٫‬یو کم رتبه وجود ‪ ٬٬‬دي‬
‫الکن و مادي فلسفې ته زښت مابعد الطبیعاتي وسعت او ښایست} خو ښندالی‬
‫سي او د هغوی و تجریدي فکر او ساتنګي ژوند ته د مقصدیت او غایت‬
‫وسایي خو پیدا کوالی سي‪-‬‬
‫هغوی د دې په قبولیت سره ځان تر ډېره حده د خپل دې فکري تضاد څخه‬
‫ژغورالی سي چي په یوه خوا د کایناتي شعور مقصدیت او غایت غیبي پر‬
‫ابطال باندي اصرار کوي او بله خوا د خپل کایناتي احساس بیګانګۍ او د ژوند‬
‫د بې معنویت څخه د ځان ژغورلو د پاره په بیرته د کایناتي وحدت ‪One‬‬
‫‪ ness‬او کایناتي اسکیم آف تهنګز ‪ Universal scheme of tings.‬ادعا هم‬
‫لري ‪.‬‬

‫کاسمک سېکسولیزم} مرګ اود مرګ د میني فلسفه‬

‫د کاسمک سېکسولیزم د تیورۍ په وړاندي پر یوه بل اساسي موضوع باندي‬


‫مي زړه غواړي چي خبره سره وکړو‪-‬‬
‫هر آغاز یو انجام لري موږ هم د دې اوږدو او پېچیده بحثونو تر وروستي‬
‫پړاو پوري د را رسېدو په حالت کي یو ډېره برمحل به نه وبریښي که هم دا‬
‫بحث د مرګ او د مرګ د میني پر موضوع باندي تر اختتام پوري ورسوو ؟‬
‫دا یو حقیقت دی چي ژوند د انسان په غاړه سوی دی انسان نه د ژوند انتخاب‬
‫کوي او نه د مرګ هوا لري یو کایناتي جبر دی چي انسان یې‬
‫په غاړه ګرځوي د کاسموکیانو په وړاندي سوال دا دی چي په یوه داسي‬
‫صورت حال کي څه په کار دي ؟هغوی په دې اړه یو ډېر په زړه پوري‬
‫اېپروچ وړاندي کوي او وایي ‪ ٫٫‬راسی چي د ژوند سره مینه وکړو الکن د‬
‫ژوند سره د میني د پاره بیا دا ضروري ده چي د مرګ سره هم مینه ولرو ‪٬٬‬‬
‫‪68‬‬

‫هغوی د کېفیتي توپیر باوجوده ژوند او مرګ یوه اکایي مني چیري چي ژوند‬
‫او مرګ کایناتي حرکتونه مني هلته یې د فرایډ د ‪ ٫٫‬تحلیل نفسي ‪ ٬٬‬په رڼا کي‬
‫دوه جبلتونه هم ګڼي ‪-‬‬
‫فرایډ د انساني جبلتونو په شمېر کي د ژوند جبلت ‪ Eros‬او د مرګ جبلت‬
‫دوه اساسي جبلتونه بولي –‬
‫دلته ولي چي موضوع مي د ‪ ٫٫‬مرګ‪ ٬٬‬سره تړلې ده نو د ژوند له موضوع‬
‫څخه قطع نظر مرګ او د مرګ مینه تر نظر الندي نیسو دلته موږ د مرګ د‬
‫دوه جهته حقیقت سره مخا مخ یو ‪ ،‬یو دا چي هغه یو کایناتي امر دی او بل دا‬
‫چي هغه یو انساني جبلت هم دی‪-‬‬
‫مرګ ولي واقع کیږي ؟ د دې الندي ځواب کاسموکیان داسي وايي چي کله‬
‫خارجي صورت حال او انساني جبلي مرګنی جبلت د ځانګړو اسبابو پر بنیاد‬
‫باندي یوه امتزاجي بڼه پیدا کړي نو بیا مرګ واقع کیږي او مخ په وړاندي و‬
‫نامعلومو منزلونو ته الري وهي او د ژوند سپوږک زوړ پوستین تر شا‬
‫پرېږدي‪-‬‬
‫کاسموکیان د ژوند اومرګ اکایي درې جهته ښيي هغوی دا ادعا لري چي‬
‫مرګ‬ ‫ژوند‬

‫سېکس‬
‫یو مثلث جوړوي سېکس د محرک کردار ادا کوي او د مرګ او ژوند اکایي‬
‫خپله زماني ریښه نیسي یعني مرګ هم د ژوندپه څېر د سېکس زېږنده دی‬
‫پر خپل وخت خپل ازاد فعالیت تر نظر الندي نیسي که څه هم فرایډ و دې‬
‫مثلث ته اشاره نه ده کړې الکن بهر حال هغوی مرګ یو داخلي فعال عنصر‬
‫خو مني که څه هم هغوی د ویني په خود شعوريت کي د دې جبلت ریښه نه ده‬
‫لټولې بلکې په انساني شعوراو الشعور کي یې رڼا ورباندي اچولې ده دلته دا‬
‫وضاحت په کار دی چي د ویني خود شعوریت ترانساني ارتقا وړاندي کایناتي‬
‫فعال شعورپه ځان کي ډېر فعال صورت لري –‬
‫هم دې کایناتي ارتقایي شعوریت انساني شعور تر تاریخي مراحلو ایستلي او‬
‫وده یې ورکړې ده زه د فرایډ د نبوغ قایل او ډېر احترام ورته لرمه الکن هغه‬
‫وخت ډېر حیران سم چي کله هغوی د انسان د کایناتي الشعور خبره نکوي او‬
‫د خدای د میني و الشعوري جبلت ته اشارت نه کاندي –‬
‫زه نه یم خبر چي هغوی ولي پر دومري اساسي موضوع باندي خبره نه ده‬
‫کړې حاالنکې د خدای د ‪ ٫٫‬میني جبلت ‪ ٬٬‬د تاریخ په حواله ډېر ځانګړي‬
‫دلیلونه لري او هم انساني کلتور پر فکري او نفسیاتي سطح پر دې موضوع‬
‫باندي ژور بحثونه تر سره رسولي دي !‬
‫آیا کاسموکیان ډېره نابلده خبره نکوي چي خلګ د مرګ د خوف ښکار دي او‬
‫دی ورته د مرګ د میني اېپروچ وړاندي کوي ؟ هغوی په دې اړه نو څه‬
‫استدالل لري ؟‬
‫ژوند ځیني وخت بلکې اکثره په انسانانو کي زاره چاودي انسانان نفسیاتي‬
‫رنځوران ګرځي او په ځان وژنه الس پوري کوي د ځوانۍ پس بیا ژوند د‬
‫غره د سره د را رغړیدلي کاڼي مثال لري او رېزه رېزه خپل حجم او سالمتي‬
‫له السه ورکوي انسان په داخل کي د سړو واورو په څلي سره منقلب کیږي د‬
‫‪69‬‬

‫ژوند او ویني حرارت یې په رګو کي په ‪ ٫٫‬سړه لوې ‪ ٬٬‬اخته کیږي هم دا هغه‬


‫ول دی چي هغه د واړه ستړیاو په غیږکي د مرګ د خوف ښکار پاته کیږي –‬
‫سوال دا دی چي مرګ یو داخلي جبلت دی او د ژوند د تمام منفیت او ستړو‬
‫دوا ګرځیدالی سي نو له هغه بیا اجتناب پر څه ؟پښتانه نه وايي ‪٫٫‬چي خپل‬
‫کور یا خپل ګور ‪- ٬٬‬‬
‫اصل مسله دا ده چي ګرسره انسان راځي له کومه ؟زما په خیال کي د انسان‬
‫بنیادي نفسیاتي مسله هم دا ده چي هغه خپل اولین نامعلوم ماخذ نه پېژني او په‬
‫بیرته و دې نامعلوم ماخذ ته د مرګ پر الر د غبرګون په سوب خوف‬
‫محسوسوي‪-‬‬
‫هغه دا نه پیژني چي دا مرګ بالذات یو جبلي ضرورت دی چي ژوند د‬
‫سېکس په الر د ځان سره جوخت راوړی دی –‬
‫د دې مثال داسي دی چي د ورځي پس یو څوک بیا د شپې څخه په خوف‬
‫راسي او داسي ډېر خلګ سته چي د شپې د کېفیت څخه یعني دتاریکي د‬
‫خوف په حالت کي اوسي حاالنکې حقیقت دا دی چي دا هم شپه ده چي ورځ‬
‫زیږوي او حقیقت دا هم دی چي دا مرګ دی چي د ژوند د نفي ‪ ،‬نفي کوي او‬
‫انسان په بیرته و خپل نامعلوم ماخذ ته غبرګوي‪-‬‬
‫حقیقت دا دی چي انسانان د مرګ څخه د مذهبي تشریحاتو پر اساس باندي‬
‫خوف محسوسوي کنې د مرګ او ژوند عمل هر وخت او ساعت په یوه زمان‬
‫کي جریان لري په کروړونو خلیې مري او زېږي انسان او کاینات هر دم د‬
‫مرګ او ژوند د ثنویت سره مخا مخ ژوند تېروي د دواړو متناسب‬
‫‪ Equation‬په اصل کي په هره دایر ه کي د ژوند د عناصرو د ترتیب باعث‬
‫ګرځي او بیا ژوند مخ په وړاندي ګامونه اخلي –‬
‫زندګی کیا هې عناصر میڼ ظهور ترتیب‬
‫موت کیا هې انهی اجزا کاپریشان هو جانا‬

‫وجودیانو هم پر دې موضوع باندي په زړه پوري ویناګاني کړي دي هغوی‬


‫استدالل کوي چي یو سړی له وېدیدو نه ویرېږي نو په کار نه دی چي له مرګه‬
‫په وام مبتال زړه او ذهن ولري –‬
‫کاسموکیان وايي چي د مرګ نفي د ژوند او زمان مکان د نفي ‪ ،‬نفي کوي او‬
‫وجود یا روح په بیرته په المحدوده کاینات کي یا په روح کاینات کي خپل‬
‫ورک مقام تر السه کوي‪-‬‬
‫کاسموکیان هم د دې کایناتي باشندګۍ ارمان لري ‪ ،‬د ژوند په دوران کي هم‬
‫او دمرګ د الري هم په ژوند کي د کایناتي تفکر له الري او د مرګ په توسط‬
‫د کایناتي انضمام له الري –‬
‫کاسموکیان وايي چي وجود دوه جهته عمل ژوند او مرګ بلل کیږي کله چي‬
‫وجود په زمان مکان کي ریښه نیسي نو ورته د ژوند او کله چي هغه د زمان‬
‫مکان له حدود اربعه څخه و المتناهیت ته صعود کاندي نو ورته د مرګ‬
‫اصطالحي نوم ورکول کیږي –‬
‫سوال دا دی چي ‪ ٫٫‬وجود ‪ ٬٬‬تر بدني ظهور وړاندي چیري وو ؟ او د‬
‫معدومیت پس څه کیږي ؟‬
‫‪70‬‬

‫آیا هغه تر ظهور وړاندي موجود نه وو؟ چي ‪ ٫٫‬وجود‪ ٬٬‬تر ظهور وړاندي هم‬
‫یو کایناتي حقیقت لري فقط د خپل ظهور د پاره د بدن معروضیت خپله وي او‬
‫د بدن د معروضیت څخه د مخ د اړولو پس بیرته په ایتهر کي خپل المحدوده‬
‫حقیقت ګټي –‬
‫د دې مطلب دا دی چي د بدني ظهور او معدومیت څخه ماورا موږ په دواړو‬
‫حالتونو کي خپله موجودګي لرو وجود تر کېفیتي بدلون په تکرار سره‬
‫تېریږي دا د مرګ او ژوند نوم اصطالحي بڼي لري کنې هر وجود د دې‬
‫انساني اصطالحاتو څخه ماورا خپل ازلي او ابدي حرکیت په پام کي ساتي او‬
‫مخ په وړاندي د کایناتي ارتقا په غېږ کي و نامعلومو مقاماتو ته منزلونه وهي‬
‫–‬
‫او داسي بریښي چي په تکرار سره په بیرته وجودي صورت پیدا کوي او خپل‬
‫حرکي عمل خپله وي تر څو چي کایناتي سکیم د اشیاوو د دې اقتضا لري که‬
‫مي یاد سي نو د ژوند د تکراریت پر موضوع باندي موږ یو اوږد بحث تر‬
‫سره رسولی وو –‬
‫اوس چی ژوند او مرګ د سمندر د څپو د مد وجزر سره مشابهت} لرونکی یو‬
‫عمل دی نو د یوه سره مینه او د بل څخه د خوف خوړلو څه جواز پاته کیږي‬
‫‪ ،‬آیا موږ د سمندر د څپو و مد وجزر ته د ژوند او مرګ نوم ورکوالی سو ؟‬
‫د وخت په سمندر کي څپاند حرکت د ژوند او مرګ په باهمي تموج سره پیدا‬
‫کیږي دلته ژوند په مرګ سره او مرګ په ژوند سره ځان بدلوي آیا ښکلی‬
‫خدای هم په قران کي داسي نه واي چي ‪ ٫٫‬دا زه یم چي مړه له ژوندیو او‬
‫ژوندي له مړو څخه پیدا کومه ‪ ٬٬‬د دې معنا دا سوه چي په معنوي حواله هغه‬
‫دواړه یو جوهري حقیقت لري فقط کېفیتي بڼي یې سره جدا دي –‬
‫آیا هم پر دې مثال باندي داسي نه واي چي ‪ ٫٫‬دا زه یم چي ورځ له شپې او شپه‬
‫له ورځي باسم ‪ ٬٬‬لکه څنګه چي شپه او ورځ په کېفیتي حواله توپیر سره لري‬
‫الکن په جوهري حواله یو حقیقت لري نو هم داسي مرګ او ژوند د یوه حرکي‬
‫وحدت نوم دی چي ځانګړی ‪ ٫٫‬دو ښاخه ‪ ٬٬‬کېفیتي بڼي لري –‬
‫سوال دا دی چي د انسان علم پر څه باندي اساس دی ؟‬
‫اوس و هر چا ته دا جوته ده چي پر تضاد باندي – سوال دا دی که مرګ نه‬
‫وي نو آیا دا ممکن دی چي ژوند دي وای او موږ دی پېژندالی؟‬
‫کاسمک سېکسولیزم ادعا لري چي مرګ د ژوند تحفظ کوي او بیا په خپل‬
‫معدومیت سره و وجود ته متنوع امکاني نوښتونه سپاري مرګ د وجود و‬
‫اجتماع ته د کایناتي کثرتیت وسايي ور په برخه کوي او په هره نوعي دایره‬
‫کي وجود د کثرتیت تر اصول الندي شل اړخیز نوښتونه خپله وي مړ وجود‬
‫ډېر زغرده د کایناتي کثرتیت تر اصول الندي شل اړخیزه کېفیتي ژواک تر‬
‫السه کوي او هم د بیا د تخلیق د پاره په زمان مکان کي وجودي اراده تر پام‬
‫الندي نیسي او په بیرته د ژوند و تسلسل ته امادګي پیدا کوي –‬
‫انسان د مرګ د خوف تر اثر الندي عموما ً د مرګ مثبت اړخونه له نظره‬
‫باسي ‪ ٫‬کایناتي اراده د دمرګ په توسط په فطرت کي توازن ساتي ‪ ،‬کایناتي‬
‫اراده د ‪ ٫٫‬ریجکشن ‪ ( ٬٬‬استراد ) اصول په پام کي نیسي او د مرګ په توسط‬
‫غیر مفید ستړي عناصر حیوانان او انسانان له منځه باسي او د سېکس په‬
‫‪71‬‬

‫توسط نوی نوی وجود را منځ ته کوي کوم چي د کایناتي ارادې د هدفونو د‬
‫تکمیل د پاره خپله تاریخي وظیفه تر سره رسوي ‪-‬‬
‫کاسمک سېکسولیزم مرګ د خزان سره مشابهه یو فطري عمل ګڼي لکه‬
‫خزان چي واړه شنې خاشې او ګڼ ځنګلونه د موقتي مرګ په خوب وید وي او‬
‫بیا نوی ژوند ورته سپاري هم داسي مرګ زاړه او مضعمل وجودو نه له‬
‫معروض څخه باسي او په امکاني حواله یې په بیرته د نوي ‪ ٫٫‬عنصري ترتیب‬
‫‪ ٬٬‬د پاره تیار وي –‬
‫د کاسمک سېکسولیزم په وړاندي مرګ د یوې ړندې کایناتي ارادې مظهر یو‬
‫بې ثمره عمل نه د ی بلکې مرګ بالذات یو تاریخي وجدان لرونکی کلتوري‬
‫صفت هم لري او هغه دا چي مرګ په نوعي کلتوري او سماوي هره دایره کي‬
‫واړه متنوع وجودي او کلتوري وراثتونه او‬
‫اثاثې چیري چي ماضي ته حواله کوي نو هلته یې د ‪ ٫٫‬سېکس ‪ ٬٬‬په توسط‬
‫په امکاني حواله ونوي نسلونو او وجودونو ته هم ورسپاري‪-‬‬
‫آیا تاریخ تر ډېره حده د نورو قوانینو سره سره د ‪ ٫٫‬مرګ ‪ ٬٬‬مرهون منت نه‬
‫دی ؟که مرګ نه وای نو انساني تهذیبي او ارتقایي تاریخ به څه وای؟ دا مرګ‬
‫دی چي د تاریخ د منزلونو نښان دهي کوي –‬
‫دلته مرګ موږ په کایناتي مفهوم کي اخلو ولي چي مرګ یو انساني نه بلکې یو‬
‫کایناتي مظهر دی په اصطالحي معنو کي انسان مري زمانې مري کایناتي‬
‫عناصر مري کلتورونه مري او د تېر وتلي فلسفي نطشې په اند‪ ٫٫‬خدایان‬
‫مري ‪٬٬‬‬
‫او د ځینو پوهانو په اند ال تاریخ هم مري –‬
‫ولي چي هغوی مرګ په غلط سیاق و سباق کي اخلي نو مرګ ورته یو منفي‬
‫عمل برېښي هم دې مرګ ته کاسموکیان یو نوی تناظر تخلیقوي او مرګ د یوه‬
‫مثبت کایناتي امر په توګه په خلګو پېژني حقیقت دا دی چي نه خدای مري نه‬
‫کلتورونه او انسانان بس دومره کیږي چي کایناتي باشعوره اراده ‪ ،‬مرګ د یوه‬
‫ایجنټ په توګه کاروي او په دې توګه زمانې ‪ ،‬نسلونه او سماوي دایرې پاته‬
‫وړاندي په حرکتونو کي ساتي ریجکشن ‪ Rejection‬او مرګ دوه فعاله ‪٫٫‬‬
‫ارادوي ‪ ٬٬‬ایجنټان دي کوم چي د ارتقا د پاره نوي مساعد حاالت پیدا کوي او‬
‫په المتناهي فطرت کي کایناتي توازن برقرار ساتي کاسموکیان د شعر په ژبه‬
‫داسي وایي ‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬مرګ خو عظیم دی پس له مرګ‪٬٬‬‬
‫مخ په وړاندي کاسموکیان د ارتقا د ضرورت پر اساس باندي یوه بله مهمه}‬
‫خبره تر پام الندي نیسي هغوی استدالل کاندي چي ‪ ٫٫‬مرګ ‪ ٬٬‬د مادې د نوي‬
‫ترکیبونو اساسي کار تر سره رسوي هغوی خپل وضاحت په دې توګه تر سره‬
‫رسوي ولي چي کایناتي ارتقا مخ په وړاندي اوس هم دوام لري نو د دې ارتقا‬
‫د پاره ‪ ٫٫‬نوې ترکیبي ماده ‪ ٬٬‬یو الزم امر ګرځي دا مرګ دی چي د ‪De-‬‬
‫‪ composition‬عمل تر سره رسوي او بیا په زمان مکان کي دا خواره‬
‫واره مريي او غیر مريي عناصر په بیرته نوي ‪ composition‬ترکیب پیدا‬
‫کوي اوپه دې توګه بالذات د مادې تجدید کوي کوم چي د ارتقاد نوښت اساسي‬
‫ضرورت پاته کیږي –‬
‫‪72‬‬

‫دلته موږ دا خبره په یو بل انداز داسي کوالی سو که څه هم ماده له نوي سره‬


‫پیدا کول یو ممکنه امر خو نه دی الکن ځانګړي نوي ترکیبونه د خپل داخلي‬
‫میکانزم په وړاندي او د کایناتي ارادې تر هدایت الندي ځان د یونیورسل سکیم‬
‫آف تنګز د ضرورتونو سره جوخت ګرځوي او په دې توګه پر نوي ترکیبونو‬
‫باندي اساس سوې ماده د ارتقا واړه اړیني عصري تقاضې تر سره رسوي‪-‬‬
‫یعني د هر زمان ارتقایي عمل د مادې د نوښت احتیاج لري او د مادې د دې‬
‫نوي نوښت اساسي کار مرګ د مادې او وجود په‪ Decomposition‬سره تر‬
‫سره رسوي که د مرګ کایناتي مثبت عمل نه وای نو شاهد چي د ارتقا و عمل‬
‫ته به په څه نه څه صورت مشکل ورپېښ سوی وای مرګ د یوه کایناتي‬
‫حرکي فعل په بڼه چیري چي کایناتي توازن ساتي هلته په بیرته د ارتقایي عمل‬
‫د پاره مساعد حاالت هم پیدا کوي –‬
‫کاسموکیان داسي هم وایي ‪ ٫٫‬که مرګ نه وای نو ژوند به نه وای او نه شاهد‬
‫انسان خدای منلی وای ‪٬٬‬‬
‫مرګ د یوه ښکلي مابعد الطبیعات تشکیل او تخلیق تر سره رسوي هم د مرګ‬
‫تخلیق کړی دا مابعد الطبیعاتي صورت حال دی چي د ژوند زماني مکاني‬
‫حقیقت ته ( الکن محدود حقیقت ته ) یې لوی المتناهیت او المکانیت ټاکلی دی‬
‫او انسان د ژوند د واړه محدودیت باوجوده هم په دې اساس باندي پر فکري‬
‫سطح باندي د کایناتي باشندګۍ احساس تر السه کوالی سي –‬
‫مرګ و انسان ته د دایمي کاینات او ازلي او ابدي خدای تصور وړاندي کوي‬
‫او انسان د ازلي او ابدي خدای د ژوند په تناظر کي و خپل دې محدود او ساه‬
‫تنګي ژوند ته هم د هغه د ابدیت په تناظر کي پام ساتي او پوهیږي چي نن یا‬
‫سبا زغرده به د مرګ په توسط هم و ځان ته د هغه خدای ابدیت وګټي څوک‬
‫چي په خپله هم داسي ادعا کوي چي‬
‫‪ ٫٫‬مرګ هغه پل دی پر کوم چي یو انسان را تېر سي نو ما در لودالی سي ‪٬٬‬‬
‫دلته د مذهبي مابعد الطبیعات} په حواله و دې ته اشارت کول غواړم چي دا‬
‫مابعد الطبیعات} هم د ژوند د تکراریت حقیقت مني مرګ د یوه مابعد الطبیعاتي‬
‫او کایناتي ایجنټ په حیث ډېر مثبت اساسي کارونه تر سره رسوي نو په دې‬
‫تناظر کي دا نفسي بصیرت او زړورتیا باید په کار واچوو چي د اول‬
‫کاسموکي په څېر یې زه همېش تر نظر الندي ساتم او د مرګ سره بې کچه‬
‫مینه کوم زه کله هم د خدای څخه د ژوند د اوږد والي دعا نکوم ولي چي په‬
‫امکاني حواله زه د زماني مکاني ژوند په مقابل و کایناتي المتناهي ژوند ته‬
‫زیاته لېواله زړه او ذهن لرم او ورسره د خدای سره د هغه پر ذات او کاینات‬
‫باندي د بحث او مکالمې کولو ډېر احتیاج او ضرورت هم لرم او چي د هغه‬
‫ډېره لوږه او تنده لرم نو د هغې مداوا کول هم غواړم ‪.‬‬
‫برمحل راته بریښي چي زما و دې نظم ته مي نظر را واړوم ‪-‬‬
‫د روح لوږه‬
‫لویه خدایه ! لویه خدایه‬
‫په جهان دي دوه معیاره‬
‫باید نه ولرې ګرانه‬
‫وږي زړه ته د ذرې خو افتاب سپارې‬
‫‪73‬‬

‫وږي زړه ته د شاعر پر ځان انکار یې‬

‫چي محیط پر ټول عالم یې‬


‫نو پر څه زما له ذاته‬
‫ګرېزان یې بې جوازه‬
‫زما په ژواک کي څومري لږ یې !‬
‫زما له زړه یې څومري لیري !‬

‫لویه خدایه ! لویه خدایه !‬


‫ته مي ساه ‪ ،‬ته مي زم زم ‪ ،‬ته مي اتام سې‬
‫ته مي ځان ‪ ،‬ته مي رڼا‪ ،‬ته مي ایام سې‬
‫لوړ له عرشه وږي روح ته مي رزق راسې‬

‫لویه خدایه ! لویه خدایه !‬


‫پر جهان دي دوه معیاره‬
‫باید نه ولرې ګرانه‬
‫وږي زړه ته د ذرې خو افتاب سپارې‬
‫وږي زړه ته د شاعر پر ځان انکار یې‬
‫هم په دې ترڅ کي مي زړه غواړي چي د ویني د شعوریت تر څنګ څنګ زما‬
‫د خدای د خوبونو په توسط د پېژندون راز هم د لوستونکو سره شریک کړم‬
‫ما د خپل ژوند په اوږدو کي خدای درې ځلي په خوبونو او مراقبې کي لیدلی‬
‫دی دوه ځلي مي په خوب او یو ځل مي د مراقبې په حالت کي لیدلی دی ‪-‬‬
‫عدم ‪ ،‬مرګ او خوب د یوه او بل سره مماثل درې هغه کېفیتي وجودونه دي‬
‫چي تر ډېر معروضي حقیقتونو زیات ارزښتونه لري موږ چي له عدم څخه په‬
‫وام نه وو له خوبه نه ډاریږو نو څومري غیر منطقي خبره ده چي له مهربانه‬
‫مرګه د خوف په حال کي شپې او ورځي تېروو‬
‫د هغه مقدس ذات د لیدلو پس بیا زه د ځانګړي حق الیقین تر منزل پوري د‬
‫رسېدلو وسایي لرم اوس په دایمي توګه د خدای خیال او تصور په داخل او په‬
‫خارج کي اغوستی د ژوند تموج او د شپې سکوت په ساه کي اخلم او د خدای‬
‫او د درې ژواکو ورکه مینه لټومه‬
‫راز د ګراني او دخدای تر منځ تقسیم یم‬
‫زما په ذات کي وحدت ځکه خلګو نسته‬

‫د خدای د لیدلو الزواله کېف او سرور بیا ما د خپل پښتو ناول ‪ ٫٫‬عاشو‬
‫‪،‬لمر او باران اوري} ‪ ٬٬‬د مرکزي کردار عاشو د ذاتي تجربې په توګه په‬
‫تفصیل سره سپڼلی دی ‪ ،‬دا ناول د کاسمک سېکسولیزم د ځانګړي فلسفې په‬
‫تناظر کي لیکل سوی دی مرکزي کردار عاشو یې د ډېرو نفسیاتي پېچیدګیو‬
‫سره مخا مخ کیږي په خصوصیت سره د لوی څښتن سره بیا ډېر تضادات پیدا‬
‫‪74‬‬

‫کوي ولي چي د عاشو دا ذهني صورت حال زموږ د موضوع سره د نزدې‬
‫تعلق هم لري نو په کار دی چي دلته یې اقتباس تر نظر الندي ونیسو او هم مخ‬
‫په وړاندي دا ځانګړي تضادات دي چي عاشو بیا د خدای د دیدار تر ارفع مقام‬
‫او د مرګ د میني ترسایې پوري رسوي ( دا مکالمه د افراسیاب و د میړني په‬
‫تناظرنسي )‬
‫‪٫٫‬انو ( ایازخان) ته له لویه سره زما نه وې بیا د افراسیاب (د عاشودوه کلن‬
‫زوی وو چي مړ سو ) په صورت هم ماته انکار سوې ( دا هلک د هغوی د‬
‫ګناه پیدا وار وو که نه عاشو د نعمان سره واده وه ) زه له قدرته هغه څه بیا‬
‫ولي وغواړم کوم چي زما حق نه جوړیږي زه نه یمه خبره چي قدرت پر څه‬
‫باندي د ماسره د جدل او مخالفت تعلق تر منځ ایښی دی ! ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬انو زه هم پښتنه یمه د ټولو انساني کمزورۍ باوجود و دې رزم ته په ډاډه‬
‫زړه سره وتلو ته ذهني او روحاني امادګي لرمه ‪- ٬٬‬‬
‫عاشو توبه وکاږه د قدرت سره مجادله ‪ ،‬ته څه ته وايې ‪ ٬٬‬؟‬
‫آنو زه په جنګ وتلې شنه زمرۍ یمه هر څه مي پر داو باندي لګولي دي چي‬
‫جنګ دی نو جنګ دی د توبې امکان نو نه وي د جنګ په میدان کي ‪٬٬‬‬
‫اوآنو هسي هم انسان په اخري تجزیه کي څه بایلي ؟‬
‫څه شی لري دا پرېدۍ یوه ساه ؟ انو څوک چي د مرګ پر خوف باندي غالب‬
‫راسي نو بیا د خدای سره د جنګ کولو حوصله ضرور پیدا کوي ‪ ٬٬‬د مرګ او‬
‫اذیت خوف دی چي انسان یې د بې وسۍ په ځنځیرونو شکېل ساتلی دی آنو د‬
‫مرګ سوداګران د ژوند د روح د پاسه الزم حکمران پاته کیږي ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬د قدرت په مقابل د انسان شکست په خپله د قدرت ځانګړی شکست پاته‬
‫کیږي چي د جدل منطقي نتیجه دا ده نو بیا آه و ګریه او زاري پر څه !‬
‫بیا نو ولي هر انسان د خپل حق او د خپلي خوښي د ژوند د پاره د خدای سره‬
‫و تاوده جنګ ته ذهني آمادګي نه ولري ؟‬
‫‪٫٫‬الکن عاشو څوک د خدای او د خپل تقدیر سره څرنګه جنګېدی سي ؟‪٬٬‬‬
‫آنو نه پوهېدی چي مخ په وړاندي نور څه و وایي –‬
‫آنو جنګ د جنګ د پاره وي نتیجه یې ثانوي حثیت لري ‪٬٬‬‬
‫آنو پوه سو چي د دې د واپسۍ الري هم واړي ړندې پرتې دي هغه یوه اوږده‬
‫سړه ساه واخیستله هغه پوهیدی چي څومري یو مشکل ژوند مخ په وړاندي را‬
‫روان دی ‪ ٫٫‬الکن عاشو د قدرت سره ستا د جنګ صورت به څه وي او پر‬
‫کوم میدان به وي ؟ ‪ ٬٬‬آنو په غیر ارادي توګه بله پوښتنه وکړه‬
‫‪ ٫٫‬آنو دا میدان او وخت به زه پر خپله خوښه وټاکم ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬بیا هم عاشو باید چي خبر یم چي ستا د خور وور وجود راغونډیدو ته خو‬
‫حاضر سم ‪٬٬‬‬
‫آنو کله چي ته و خاله کوټي ته رخصت سی نو زه به د دې جنګ و تاوده‬
‫سنګر ته مخه وکړم ‪٬٬‬‬
‫( یو وضاحت آنو د عاشو د خاله مېړه هم دی او د عاشو د مړه زوی‬
‫افراسیاب پالر هم )‬
‫‪ ٫٫‬الکن عاشو د جنګ د پاره خو حضور او موجودګي الزمه وي او قدرت ته‬
‫په دې صورت خو نه سې موندلی ‪٬٬‬‬
‫‪75‬‬

‫‪ ٫٫‬آنو ځیني جنګونه بالواسطه بڼي لري زما او قدر ت جنګ به هم دا صورت‬
‫پیدا کړي ‪٬٬‬‬
‫عاشو نو د دې مطلب زه دا واخلم چي ته اوس ال ادریت یا و دهریت ته په‬
‫رجوع یې ؟‬
‫نه آنو جانه زه د هغه د کایناتي اصول تضاد په رڼا کي د هغه سره خپل زور‬
‫معلومه ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬زه هغه پیژنم او هم یې منم الکن د شخصي تضاد پر بنا د خپلي خوښي‬
‫تقدیر او اختیار ورڅخه غواړم او هسي هم آنو جانه دا جنګ باید چي ټول‬
‫انسانان په یوه غټه داهره کي تر سره ورسوي زه دا منم چي د تسلیم و رضا‬
‫تصور ډیره وسایي لري الکن د مرګ په بې خوفي سره د قدرت سره یو‬
‫انساني جنګ هم څه کم سرور نه لري ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬هسي هم آنوجانه فقط هغه وګړي تر لوړو هدفونو پوري رسي څوک چي‬
‫کایناتي بې خوفي د ژوند وظیفه ګرځوي غیرت مند خدای غیرت مند خلګ‬
‫خوښوي که څه هم د هغوی تضاد د ده سره ولي نه وي ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬آنو څنګه چي د تشکیک څخه تر اثبات پوري سفر د لوړو او آزادو ارواحو‬
‫په برخه راځي هم داسي د قدرت سره مجادله او تضاد باعث د مسرت ‪،‬‬
‫شخصي آزادۍ او اعتبار ګرځي ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬عاشو زه نه پوهېږم چي څه ځواب درکړم بس دعا په کار ده ‪ ٬٬‬د آنو په‬
‫لهجه کي ډېر تشویش وو –‬
‫( د مرګ د بې خوفۍ پر بنیاد د خدای جنګ ته وتلې عاشو چي د ډاکټرشیرین‬
‫سمېجو سره یوه بله مکالمه کوي نو هغه هم زموږ د موضوع نور وضاحت‬
‫تر سره رسوي ‪ ،‬شیرین سمېجو د هغې عالج کوونکې ماهر نفسیات ده او‬
‫اوس دواړي د یوې او بلي سره په لزبین میني او تعلق کي شکېل پاته دي )‬
‫یوه ورځ چي عاشو مېډیکل رپورټ په الس کي له پمز هسپتال څخه راوتله‬
‫څو ناڅاپه په مېن ګیټ کي شرینو په مخه ورغله ‪ ،‬د دواړو د څېرې رنګونه‬
‫تغیر راغلو شیرینو تر ډېره په ځیر ځیر د دې و ښکلي څېره ته په کتلو پاته‬
‫سوه د عاشو په ښایست کي اوس څه وحشت او رنځ هم ځلیدی –‬
‫شیرینو د څه ویلو پر ځای هغه تر الس ونیوله او په خپل کار کي یې خپل کور‬
‫ته یوړه ‪ ٫٫‬ښه څه خبره ده چي هیڅ خبر مي نه اخلې دا خو هم اوس ناڅاپه په‬
‫مخه راغلې کنې ته غلې خو تلې دباندي وتلې ‪ ٬٬‬شیرینو ګیله ورځیني وکړه ‪٫٫‬‬
‫نه ما خیال درلودی چي نن دي په کلینک کي ووینم ‪ ٬٬‬د عاشو په لهجه کي‬
‫رښتیا برېښدل ‪ ٫٫‬درواغ مه وایه په الس کي دي دا د څه رپورټ دی ؟شیرینو‬
‫د تشویش سره مخامخ سوه او بیایې د بڼو په رپ کي د عاشو له السه رپورټ‬
‫وکښی چي سترګي یې پر کراري کړې نو د څېرې رنګ یې تک ژړ واوښتی‬
‫‪ ،‬نېغه په اضطراب کي پر خپل ځای ودرېدله او په ډېره سختي یې تپوس‬
‫ورځني وکړی چي دا څرنګه وسو ؟‬
‫عاشو کرار کرار حوصله تر السه کړه او داسي یې ورته وویل ‪ ٫٫‬شیرینو دا‬
‫څه حادثه نه وه ما په اختیاري توګه وغوښتل چي د نعمان سره د جنسي تعلق‬
‫په توسط د ایډز په رنځ اخته سم‪-‬‬
‫‪76‬‬

‫‪ ٬٬‬شیرینو د یوې زخمي زمرۍ په څېر په خښم کي لیونۍ راغله او د عاشو‬


‫د دفاع کولو وړاندي یې د هغې پر مخ باندي دوې درې سختي څپیړي ورکړې‬
‫–‬
‫‪ ٫٫‬زه نه ومه خبره چي ته دومري کمینه هم کېدای سې دا فکر دي نه وکړی‬
‫چي د تا سره خو د نورو ژوند هم وابسته دی ‪ ٬٬‬شیرینو له غمه او خښمه}‬
‫لیونۍ ښکاره کیدله –‬
‫عاشو ډېره حیرانه سوه بس دومري یې ورته وویل چي ‪ ٫٫‬ته حق لرې چي پر‬
‫ما باندي سختي وکړې ‪ ٬٬‬په دا حال کي د عاشو تر پزي او شونډو ویني‬
‫وڅڅېدلې او د ویني دې الزواله خوشبویي د دوی تر منځ هر رنجش او دوک‬
‫ورک کښېښود شیرینو دا تر مټانو ونیوله او په ژړا ژړا یې په غیږ کي‬
‫واخستله ‪-٫٫‬‬
‫عاشو دا تا څه وکړه داسي ظلم دي ولي پر ځان او موږ باندي وکړی ؟ نه‬
‫عاشو هیڅ ګیله وکړه او نه شیرینو ورڅخه هیڅ معذرت چي توپان لږ څه‬
‫کرار سو نو شیرینو د دې مخ ورپرېمنځی او بیرته یې ډراینګ روم ته‬
‫راوستله ‪ ٫٫‬شیرینو ته زړه مه بدوه کوم تشدد چي د میني پر اساس وي هغه و‬
‫ژوند ته نوی قوت او اعتبار وربخښي زه په زړه کي خوشاله یم چي تا هم زما‬
‫وینه وبهېوله ستا او زما میني هم اوس د ویني خوشبويي او ابدیت تر السه‬
‫کړی هیله کوم زما او ستا مینه به هم زما او آنو د میني په تقلید کي د ویني د‬
‫رنګ او خوشبوی په حصار تر اخره پوري ژوندۍ پاته سي‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬زما په دواړو مثالي مینو کي د ویني لذت شامل دی آنو زه د میني په نوم په‬
‫خون لړلي جنسي تشدد او خوند سره اشنا کړم –‬
‫( نوټ د نعمان سره د واده باوجوده هغه ‪ Virgin‬وه ولي چي نعمان د ایډز‬
‫مریض وو په دې دوران کي دا او آنو یوه ورځ د بستر ملګري وګرځېدل دلته‬
‫د عاشو اشارت هم و هغه کیسه ته دی او شرینو د هغې د ډاکټري په سوب په‬
‫دې خبره هم وه ) او تا بیا اوس د میني د اشتعال پر مثبت اساس باندي زما پر‬
‫شونډو د خپلي ویني ذایقه راکړه شرینو د ویني دې ذایقې په ما کي د ناصر‬
‫جان پيشو په یوه خون خواري لیوۍ سره بدله کړه اوس زه په پوره سفاکي او‬
‫بې رحمۍ سره خپل پالن تر سره رسوی سم ‪ ٬٬‬عاشو یوه سړه ساه واخیستله ‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬شیرینو زه چي په کوم جنګ وځم شاید چي په دا کي به اوس زما تر ګردو‬
‫لوی هتیار هم دا د میني زیږنده اشتعال وي‪-‬‬
‫‪٫٫‬اوس زما ‪ Concept‬او ذهن روښانه راغلی د قدرت سره مجادله اوس‬
‫راته تر ډېره آسانه سوه ‪ ،‬هم زما د فتح امکانات ډېر محکم راغلو زه د میني د‬
‫اشتعال پر مثبت اېپروچ باندي اوس د قدرت په مقابل یوه لوی جنګ ته وتالی‬
‫سم دا صحیع ده چي جنګ خو د انتقام په سوب تودومه الکن په کي جزبه د‬
‫میني د اشتعال به هم ولرمه ‪ -‬وګورم چي خدای اوس به وماته څرنګه ماته‬
‫راکړي ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬الکن عاشو ته خو د مرګ په سفر وتلې یې د قدرت سره و مجادلې ته به‬
‫څه خالصه سې او بله خبره دا چي د قدرت سره ستا د جنګ طریق به څه وي‬
‫؟ شیرینو پوښتنه ورځني وکړه ‪-‬‬
‫شیرینو زه د مرګ د سوداګري په حیث د خدای د مخلوق د تخریب و کار ته‬
‫چمتو یم ‪ ،‬خالق په خپل مخلوق کي په څه نه څه صورت موجودګي لري ‪،‬‬
‫‪77‬‬

‫موجودګي که څه تجریدي وي هم ډېر معروضیت لري زه به د خدای د مخلوق‬


‫په زړونو کي د مرګ د سوداګري په صورت د خدای هره موجودګي معدوم‬
‫او ورکه کښېږدم ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬الکن عاشو ستا او د خدای جنګ دی سزا و بې ګناه خلګو ته دا نو څه جواز‬
‫لري؟‬
‫‪ ٫٫‬له دې پرته نو خدای بیا په څه خوا بدوي ؟ ما نو څه ګناه کړې ده چي ګام‬
‫پر ګام یې د انتقام ښکار یم ته خبره یې زما په ژوند کي حقیقي لمحې څو دي ؟‬
‫‪ ٫٫‬د مور او پالر مینه د ناصرجان مینه د آنو او ستا مینه د خدای او نعمان‬
‫مینه الکن ګراني زما په ښه خو یوه مینه هم نه راغله ‪ ،‬ګریزان فطرت‬
‫لرونکي میني د وخت په حواله څو حقیقي لمحې تشکیلوي ؟ اووه یا اته لمحې‬
‫چي د سترګو په رپ کي تیري سوې باقي مانده ژوند مي د یوه بهانده تاوده‬
‫سراب په څېر تر سر تېریږي ‪٬٬‬‬
‫‪٫٫‬د سلبیت ‪ ،‬بزدلۍ ‪ ،‬منافقت ژوند ولي تېر کړم ولي په ارادي توګه وټاکل‬
‫سوي ستړي تقدیر ته په چټکۍ سره مخ په وړاندي سفر نه وکړم پر ځای د دې‬
‫چي یې انتظار وکړم ‪ ،‬شیرینو اوس چي ما مرګ په داخل او خارج کي‬
‫اغوستی دی ته خبره یې زما نفسي صورت حال څه دی ؟‬
‫‪ ٫٫‬نه عاشو زه هیله کوم چي ته به دا خبره نوره جوته کړې ‪٬٬‬‬
‫شیرینو بې خوفي او بې غمي نه د میني غم نه د ژوند غم نه د خدای او عاقبت‬
‫خوف دا هغه صورت حال دی چي زه امکاني مرګ په حقیقي حواله ورسره‬
‫غاړه غړۍ کړې یمه شیرینو د مرګ جبلت به اوس زما د ژوند حفاظت کوي‬
‫زه ګمان کوم چي خدای زما په دې اېپروچ کي د ځان ماته ویني ځکه هغه په‬
‫څه نه څه بهانه به ما الزم ژوندۍ وساتي حاالنکې زه د ژوند هیڅ لېواله نه‬
‫یمه ‪٬٬‬‬
‫شیرینو ته دومري غم مکوه ته خو انساني نفسیات په تحلیلي توګه پېژنې زه‬
‫هغه خدای اوس هم په خپله وینه کي تحلیل لرم کوم څوک چي ما کعبې ته‬
‫مخامخ په شخصي توګه پیژندلی وو بس دومره وسو چي د میني اعتبار له‬
‫ځانه د جدل او اشتعال نوې رشته وسپڼوله‪-‬‬
‫مینه خو اوس هم سته الکن د جدل او اشتعال په منطقو کي به په رزمي توګه‬
‫تر سره ورسیږي په تکرار سره وایم چي زه ستا د میني د اشتعال د مثبتي‬
‫څرګندوني شکر ګزاره یمه چي دا جنګ دي وماته تر نیمي زیات په فتح را‬
‫بدل کړی ‪ ٬٬‬عاشو ساه ونیوله سر یې د شرینو پر اوږه کښېښود او کرار‬
‫کرار په ژړا راغله –‬
‫یوه اوږده مسحورکن چوپتیا خوره سوه چي اخري مالقات وو شیرینو دا خپلي‬
‫خواب ګاه ته په وږي زړه سره ملګرې بوتله ( چي د خپلي لزبین میني لوږه او‬
‫تنده په ورکه کړي ) کله چی تېر ماځیګر سو ( او د هغوی د روح او بدنونو‬
‫لوږه او تنده په یوې او بلي ماته سوه ) او اخري لمحې سوې نو شیرینو‬
‫خواست ورته وکړی چي د دې خبره به مني او د اخیستي ایډز و عالج ته دي‬
‫تیاره سي الکن هلته یو ځواب وو چي ‪ ٫٫‬ژوند نو د څه د پاره‪ ٬٬‬؟‬
‫کله چي شیرینو په پمز هسپتال ( اسالم اباد ) کي عاشو د خپل موټر تر څنګه‬
‫کښته کړه او په څنګ کي یې برابره ودرېدله نو يې ورته وویل ‪ ٫٫‬عاشو زما او‬
‫ستا د میني پر اساس چي یو خواست درته وکړم و به یې منې ؟‬
‫‪78‬‬

‫‪ ٫٫‬نه شیرینو مالقات} به زما پر خوښه وي زه نه د ټیلي فون نمبر درکوم او نه‬
‫د فلېټ پته ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬نه د زړه سره زه بل څه وايم ‪ ٬٬‬د شیرینو په لهجه کي د اوښکو څرک‬
‫راکښته سو ‪ ٫٫‬اهو ولي نه ‪ ٬٬‬شیرینو له خپلي غاړي د سونې ځنځیر را خالص‬
‫کړی او غوښتل یې چي د عاشو په غاړه یې کړي چي عاشو ورته وویل ‪٫٫‬‬
‫اسم ذات‬‫شیرینو دا به عجبه نه بریښي چي د چا په جنګ وځم هم د هغه خدای ِ‬
‫په غاړه ګرځوم ؟‬
‫‪ ٫٫‬الکن عاشو ته د ده له ذاته منکره خو نه یې تانه ویل چي ستا سو تر منځ‬
‫مینه اوس هم موجودګي لري بس یو ماڼی دی یوه د جنګ فضا ده چي ناګهانه‬
‫خوره راغلې ده او تا وویل چي په دې جنګ کي به ستا وسله هم د میني د‬
‫اسم ذات‬
‫اشتعال مثبت انداز وي ‪ ،‬امکان سته چي په دې جنګ کي ته د ده د ِ‬
‫څخه روحاني او بدني قوت تر السه کړې‪ ٬٬‬د شرینو د ښایستو بنو د پاسه د‬
‫اوښکو نمي وځلېدله ‪-‬‬
‫اسم‬
‫ِ‬ ‫د‬ ‫شیرینو‬ ‫او‬ ‫کړی‬ ‫کښته‬ ‫سر‬ ‫یې‬ ‫بیا‬ ‫والړه‬ ‫ډوبه‬ ‫کي‬ ‫فکر‬ ‫عاشو څه ساعت په‬
‫ذات ‪ ٫٫‬هللا ‪ ٬٬‬د نوم الکټ ور په غاړه کړی –‬
‫کله چي په ژړا ژړا سره رخصت سوې نو نه پوهېدلې چي څه وکړي یوې‬
‫هم دا جرات نه وکړی چي خپل موټر روان کړي عاشو بیرته راکښته سوه پر‬
‫سټېرنګ ناسته شیرینو یې پر سترګو او خوله ښکل کړه او په ګریانو سترګو‬
‫په خپل موټر کي په تیزۍ سره ورکه والړه شرینو لوړ د آسمان په لوري وکتل‬
‫او په غېر ارادي توګه په خود کالمي بوخت راغله –‬
‫‪ ٫٫‬لویه خدایه دومري غم کله څوک ګاللی سي رحم وکړې اوس به ژوند نو څه‬
‫معنا ولري ؟ ستا د هري ورځي ځالند لمر څومري ترندي ونیوی زما په داخل‬
‫او خارج کي دا د شپې کېفیت ته یې وینې کرار کرار ژړاندي ریښې نیسي ‪٬٬‬‬
‫‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬ښکلې خدایه د مرګ د دې ښایستې سوداګري عاشو سره زما د ژوند جواز‬
‫تړلی دی هغه یوازي نه مري کرار کرار به زما او د نورو د ژوند درختي هم‬
‫په وچېدو ورسره راسي ‪٬٬‬‬
‫هغه ښایسته شیرین سمیجو په یوه آن کي د مرګ د میني و منطقو ته ووتله او‬
‫ژوند یو دم ورته آسانه او ‪ ٫٫‬سبک سر ‪ ٬٬‬په نظر ورغلی هغه پوه سوه چي‬
‫فقط د مرګ مینه د ژوند د واړو مشکالتو او غمونو درمان ګرځي شرینو یوه‬
‫اوږده سړه ساه واخیستله او د عاشو د میني په دوک اخته ( او د مرګ په مینه‬
‫مزینه ) د ژوند په هره کوڅه کي د نري ګړز په څېر منتشره او ورکه والړه‬
‫‪٬٬‬‬
‫زما په اند اوس دا خبره زیاته جوته سوه چي کاسموکیان د مرګ د میني څخه‬
‫څه مطلب اخلي هغوی چي د مرګ د بې خوفۍ کومه خبره کوي نو هم دا بې‬
‫خوفي په بل ارتقایي اقدام کي ځان د مرګ په مینه بدلوي –‬
‫د مرګ د میني دا احساس بیا د انسان لوی هتیار ګرځي بیا هغه د ژوند په هره‬
‫منطقه کي د خپلي خوښي ژوند تېروی سي او د خپل تقدیر خدای په خپله‬
‫ګرځېدالی سي –‬
‫که زه او عاشو د مرګ د میني پر اساس باندي خدای ګټلی سو نو دا کار هم پر‬
‫دې اساس باندي هر څوک کوالی سي دا هغه اساس دی چي بیا واړه انساني‬
‫‪79‬‬

‫هدفونه تر السه کول ډېر اسانه سي هم پر دې بنیاد باندي بیا هغه د هر طبقاتي‬
‫استحصال او ظلم په مقابل کلکه مبارزه کوالی سي بیا هغه د خپل وطن ازادي‬
‫تر السه کوالی سي او که ازاد وي نو یې دفاع کوالی سي دا هغه بنیاد دی چي‬
‫بیا موږ د ژوند نوي تشریحات تر سره رسوالی سو بلکې د انساني ژوند او‬
‫تقدیرونو نوي تشکیالت ممکن ګرځوالی سو –‬
‫راسی چي د دومري اوږد تمهید او پس منظر پس و دې ته مخ وګرځوو چي‬
‫عاشو د خدای په جنګ وتلې عاشو د کوم انجام سره مخا مخ کیږي هغه څرنګه‬
‫روح کاینات کي خپله ژوره ریښه نیسي او هغه څرنګه د ژوندي کاینات یوه‬ ‫ِ‬ ‫په‬
‫ژوندۍ برخه ګرځي هغه څرنګه خدای ښایست} او مینه د خپل ظاهر او باطن‬
‫جز وګرځوي او څرنګه د کایناتي باشندګۍ عزت تر السه کوي او بیا څرنګه د‬
‫‪ ٫٫‬مرګ د میني ‪ ٬٬‬پر ارتفاعي پاک احساس باندي د خدای سره مالقات ته بې‬
‫مثله آمادګي پیدا کوي‪-‬‬
‫( کله چي په پمز هسپتال اسالم اباد ) کي په اخري وار عاشو او شیرینو سره‬
‫جدا سوې نو عاشو د خدای څخه د انتقام اخیستلو د پاره د خدای د انسانانو په‬
‫تخریب الس پوري کړي هغه چي اوس د ایډز رنځوره وه د جنسي تعلقاتو‬
‫ارزاني یې جوړه کړه چي خلګ د ایډز په رنځ اخته کړي او په دې توګه د‬
‫انسانانو په زړونو کي د خدای موجودګي د معدومیت او نیست سره برابره‬
‫کښېږدي هغې د ماریه او کالډیا په ملګري سره د اسالم اباد په لوړه بې الره‬
‫طبقه کي ځان د یوې ‪ Spanish‬نجلۍ په توګه معارفي کړی او د یوې فاحشې‬
‫ژوند یې تېرول پیل کړی الکن هغې کله هم د دې پېشې آمدن پرخپل ځان‬
‫باندي نه لګوی دا رقم یې په رفاهي کارونو او په اسالم اباد کي میشتو خوارو‬
‫زارو افغانانو باندي مصرفولې‪-‬‬
‫په دې دوران کی هغې د ګڼ شمیر خلګو ژوند د بربادۍ سره مخا مخ‬
‫کښېښود د شپو ورځو حساب یې نه ایښوی او نه یې د خپل ښکار سوو خلګو‬
‫پروا درلوده ال څوک خبر چي نور به یې څو بربادي برپا کړې وای چي یوه‬
‫شپه یې د یوه داسي چا سره مالقات وسو چي هرڅه بدل سوه راسی چي و‬
‫ناول ته رجوع وکړو چي هلته دا کیسه څرنګه مرقوم ده کومه چي زما د ذاتي‬
‫درې خدايي مالقاتونو تفصیل لري او داهلته ما د عاشو یوه ذاتي تجربه‬
‫ګرځولې ده دلته په بین السطور کي زه و دې ته اشارت کول غواړم چي د ګناه‬
‫په توسط هم نجات او روحاني حقیقت څرنګه امکان پیدا کوي او د مرګ د‬
‫میني لوړ نفسی صورت حال څو طاقت او بصیرت پیدا کوي چي نور خو نور‬
‫یو انسان بیا خدای په قابو کي راوستلی سي –‬
‫اعلی او ارفع هدف د انسانانو و مخ‬‫ْ‬ ‫کاسمک سېکسولیزم هم دا د خدای د ګټلو‬
‫ته اږدي کامراني یقیني ده بس روحاني جرات او بصیرت په کار دی فقط‬
‫لیواله ذهن و زړه درلودل دي که دا نظر د ویني د شعور برخه وګرځول سي‬
‫نو بیا له فرشه څخه تر عرشه پوري انسان و هر څیز او صورت حال ته د‬
‫خپلي خوښي بڼه ور سپارالی سي کاسموکیان هم د انسانانو د دې ورک مسرت‬
‫د حاصلولو د پاره په فکري او روحاني سطحو باندي د یوې نوي دنیا د تخلیق‬
‫ادرش او مقصد لري کاسموکیان که څه هم دا کار ګران ګڼي الکن ناممکن‬
‫العمل نه بولي ‪.‬‬
‫‪80‬‬

‫زه پوهېږم چي خبره اوږده سوه الکن یو پس منظر ښوول په دې هم‬


‫ضروري دی چي ناول تر نظر الندي نه لري نو و هغو ته په افهام کي څه‬
‫مشکل ورپېښ نه سي‪-‬‬
‫دلته افتخار چي له وړاندي یې د عاشو سره جنسي اړیکي درلودلي وې نو په‬
‫کراچي کي مېشته خپل دوست آصف مینګل ته بلنه ورکوي چي اسالم اباد ته‬
‫راسي او د یوې نجلۍ انیتا مارشل سره د سېکس په توسط د یوې نوي جنسي‬
‫تجربې سره بلد سي ولي چي د انتیې جنسي فعالیت د نورو ښځو په مقابل یو‬
‫نوې بڼه او نوښت درلودی په خصوصیت سره د جنسي فعل په جریان کي د‬
‫هغې جارحیت او سفاکۍ به و یوه ځوان ته د یوه لیوۍ یا زمرۍ سره د‬
‫مباشرت کولو خوند ورکوی د هغې عادت وو د یوې ځناوري په څېر به یې‬
‫خپل ښکار په غاښو او نوکانو ټوکر ټوکر کړی د سېکس او تشدد دا امتزاج‬
‫بل یو چیري هم خپل مثال نه درلودی هم د دې د پاره افتخار آصف مینګل له‬
‫کراچي څخه را بللی وو ‪ ،‬د ناول څخه اقتباس وړاندي کوم ‪.‬‬
‫‪ ٫٫‬افتخار او آصف تقریبا ً په یوه لمحه کي دروازې ته را ورسېدل آصف‬
‫تپوس ورځني وکړی چي ‪ ٫٫‬انیتا مارشل ‪ ٬٬‬راغله او که نه او بیا یې تر غوږو‬
‫یوه خوږه نغمه سوه ‪ ،‬یاره افتخاره دا خو د وایلن لویه استاذه ښکاري او بیا د‬
‫نغمې په څپو کي بې درکه وبهېدی –‬
‫افتخار پر وږه الس ور کښېښود او و دننه خوا ته یې د حرکت کولو اشاره‬
‫ورته وکړه‪-‬‬
‫آصف ورته وویل چي ‪ ٫٫‬یاره دا شین خوپې انګریزي په رواني سره نسم‬
‫ویالی د کوټي په خلګو کي دا لویه کمي ده که نه نور به یې ډېر خوند کړی‬
‫وای ‪٬٬‬‬
‫هغه هم د سپین څخه راغلې یوه ښځه ده انګریزي د هغې د پاره هم دویمه ژبه‬
‫ده پروا مکوه بس نېغ ور ننوځه زه درپسې یم د یوې ډیري نوي جنسي‬
‫تجربې سره به اشنا سې ‪- ٬٬‬‬
‫اصف چي کله تر درشل ور واوښتی نو سرتوره ناسته وایلن ږغونکې ښځه‬
‫یې ډېره پر زړه ښه ولګېدله خونه ال تر اوسه د سګریټ په دود او بوی سره‬
‫ډکه معلومیدله په خونه کي د چرسو او هیروینو ګډ آوار دود یې پر اعصابو‬
‫باندي ښه اغیزه وکړه –‬
‫انیتا پټي سترګي د نغمو په بهیر کي له هره چا بې خبره د تخلیقي وجد سره‬
‫پیوست وه کله چي اصف نور هم ور نژدې سو نو عین په دې لمحه کي هغې‬
‫چي د خپل نوي ښکار د موجودګۍ تر احساس الندي چي سترګي را روڼي‬
‫اصف جانه ته او دلته ؟‬ ‫کړې نو له حیرته پر پښو جګه ودرېدله ‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬اهو زما خدایه عاشو دا ته یې ‪ ٬٬‬اصف د سر څخه تر نوکانو پوري په لړزا‬
‫راغلی‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬اصف جانه کله کله داسي هم کیږي موږ د کومي پاکي دنیا خلګ په کوم‬
‫ګناه لړلي ماحول کي سره مخامخ یو ‪٬٬‬‬
‫عاشو زه وېرېږم چي ساه مي و نه دریږي ‪ ،،‬رښتیا هم د اصف څېره د‬
‫زغفران په څېر ژړه برېښیدله ‪ ،‬عاشو ال خپله حوصله برقرار ساتلې وه هغې‬
‫اصف تر الس ونیوی او تر خپل څنګ یې کښېنوی ‪ ٫٫‬اخر عاشو د دې مطلب‬
‫څه دی آیا د نعمان د مړیني پس ته د مجبورۍ پر اساس باندي داسي کوې ؟‬
‫‪81‬‬

‫‪٫٫‬نه اصف جانه دا اوږده کیسه ده حوصله وکړه زغرده به تفصیل درته ښایم‪-‬‬
‫‪٬٬‬‬
‫له ډنر پس عاشو او اصف بیرته ډراینګ روم ته راغلل عاشو پر مېز پروت‬
‫خپل د الس بېګ را پورته کړی او له هغه څخه یې الکټ را وایستی اوپه‬
‫خپله اوږده ښایسته غاړه کي یې اوېزان کړی د اصف وږي سترګي د څه‬
‫ساعت د پاره د عاشو د ښایستې مخروطي سینې د پاسه د هللا پر مقدس اسم‬
‫باندي کراري سوې یوه سړه ساه یې تر خولې ووتله اوپوښتنه یې ورڅخه‬
‫وکړه دا بیا څه اسرار دی ؟‬
‫اصف جانه د دې مطلب دا دی چي زما او ستا تر منځ جنسي اړیکي هیڅ هم‬
‫امکان نه لري زه د خدای نوم په غاړه خو له چا سره پروته نه سم کوالی کله‬
‫چي داسي موقعه راسي نو زه بیا دا الکټ له غاړي باسم او کله چي هغه زما‬
‫په غاړه ځړیږي نو بیا د دنیا یو سړی هم مانه سي حاصلوالی ‪٬٬‬‬
‫اصف یوه اوږده سړه ساه واخیستله د څه ویلو اراده یې وکړه خو لفظو نه یې‬
‫پر لبو باندي یخ پاته سو –‬
‫‪ ٫٫‬غوږ راته ونیسه د هر سوال ځواب به درته ورسیږي زه هم غواړم چي د‬
‫چوپ درنې ډبري مي له زړه څخه لیري سي اصف جانه په کوټه کي خو به‬
‫دي یاد وي چي موږ واړه دوستان په یوه ټولۍ کي سره ګرځېدلو ‪...........‬‬
‫کله چي عاشو کیسه تمامه کړه نو د شپې اخري وخت وو افتخار ال د وخته‬
‫خپلي خوني ته تللی وو او دوی دواړه په ډراینګ روم کي یوازي سره ناست‬
‫وو ‪-‬‬
‫‪٫٫‬عاشو زه ګیله لرم دومري مشکل او ستړی ژوند دي تېروی او زه او جمیله‬
‫دي له هر څه بې خبره وساتلو په خدای مي دي قسم وي چي سرونه مي تر تا‬
‫قربان کړي وای ‪ ٬٬‬د ده په ږغ کي د اوښکو نمي شامله وه ‪٬٬.‬‬
‫‪ ٫٫‬نه اصف جانه دا دروند صلیب فقط زما د غاړي د پاره جوړ سوی دی زه‬
‫به یې وړم – سهار ته نژدې وخت دی د خوب وږمه را باندي څرخي راسه‬
‫چي لږ سترګه خوږه کړو نوري خبري به بیا سبا سره کوو ‪ ٬٬‬عاشو په نمو‬
‫سترګو مخاطبه ورته وکړه او د ترخو اوښکو یوه څپه یې پر ږغ باندي را‬
‫واوښتله ‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬ښه خبره ده ته داسي وکړه پر صوفه باندي پرېوزه زه دلته الندي پر غالۍ‬
‫باندي به ځای برابر کړم ‪ ٬٬‬اصف ځواب ورته ورکړی –‬
‫عاشو د صوفې کوشن تر سر الندي کړی د معمول په مطابق یې مخ د کعبې‬
‫پر لوري واړوی اسم ذات یې په خوله کي ونیوی سترګي یې پټي کړې او د‬
‫فکر او غم په ګرداب کي ډوب والړه‪-‬‬
‫اصف واړه بلپان مړه کړه د دباندي د بلب په نرۍ رڼا کي یې خپل ځای سم‬
‫کړی او وغزېدی د مور په شانتي مقدسي مهرباني شپې پر دواړو ستړو‬
‫روحانو باندي خپل کوڅېرونه خواره کښېښوول‪-‬‬
‫عاشو د دوک او شرمندګۍ په سوب د روح په انتها کي د مات ګیالس په څېر‬
‫ریچې ریچې په انتشار اخته وه هغې یوه اوږده ساه واخیستله او د چنار په‬
‫خوناب اوښکو یې یو چاته داسي مخاطبه وکړه‬
‫‪ ٫٫‬زما د سرکشۍ باوجود زما دا ګمان نه وو چي ته به ما د دومري لوی ذلت‬
‫سره مخا مخ کړې زما خیال خو دا وو چي ستا په الس کي تر ټولو لویه سزا د‬
‫‪82‬‬

‫مرګ په بڼه موجودګي لري او زه په خپله د مرګ په انتخاب سره مبارزې ته‬
‫را وتلې ومه او دخپل یقیني شکست په حواله مي څه تاسف هم نه درلودی ‪٬٬‬‬
‫‪٫٫‬الکن ښایسته خدایه د اصف سره ( اصف د نعمان د خور جمیلې میړه دی او‬
‫کوټه کي د جمیلې په وجه ‪ ،‬ده او عاشو د ډېر نزدې سره پېژندل جمیله چي‬
‫پالر و اصف ته نه ورکوله نو جمیلې هغه مجبوره کړی چي کراچي ته سره‬
‫وتښتیږي ) د مالقات په سوب تاسو چي وماته کومه سزا راکړه زما په وهم‬
‫وګمان کي ال نه وو چي ته دومري سختي راسره کوالی سې ‪ ،‬ښکلې خدایه‬
‫تاسو و خپل لوی ظرف ته نه وکتل او زه دي په اخري معرکه کي د ذلت او‬
‫شرمندګۍ په وسله قتل کړم کوم چي ستا د عظمتونو پر حقیقت باندي یوه نیوکه‬
‫ګرځیدی سي ‪٬٬‬‬
‫‪ ٫٫‬ښکلې خدایه زه ستا مبارزې ته ‪ ٫٫‬دمیني د اشتعال ‪ ٬٬‬وسله په الس کي او‬
‫په نفي کي د پټ اثبات پر اساس او اعتماد سره را وتلې ومه زه نه پوهېدمه‬
‫چي ته د رشتو په دې ډول نزاکتو باندي نه پوهېږې که نه خودکشي خو وماته‬
‫څه مشکل امر نه وو ښکلې خدایه ستا د خدایي بصیرت فراست او مهربانۍ‬
‫څخه ډېره مایوسه سومه ‪- ٬٬‬‬
‫عاشو د ټولو بارانونو په شبنم زار اوښکو سره کرټ کرټ وژړل او بیا د‬
‫دوک په دا خوپ او تیاره کي یو وخت د خوب و ګڼ ځنګله ته شوه سوه –‬
‫هلته د عرش د پاسه د عاشو لفظونه د لوی څښتن پر پاک زړه باندي د غشو په‬
‫توګه ولګېدل بال کېفه پر مقدس زړه یې یو خیال غځوني وکړې ‪-‬‬
‫‪ ٫٫‬اهو عاشو خدای ته کله هم د بنده سره سیالي کول نه ښايي ولي چي مخلوق‬
‫کله هم د خالق سره همسري نه سي کوالی د قدرتي تحدید او ځانګړي بې‬
‫وسۍ په وړاندي د هغو سرکشي او بغاوت په یو محدوده دایره کي د نېست‬
‫سره برابر ښکاري نو نېست خو بیا څه معنا لري !‬
‫‪ ٫٫‬زه ستا اوښکو شکوې د میني اشتعال او د نفي و اثبات ته پر خپل زړه باندي‬
‫ځای ورکوم لږ انتظار وکړه عاشو زه کله هم د خپل لوی فطرت او ظرف په‬
‫مخالف سمت کي منزلونه نه واهم ‪٬٬‬‬
‫د دې لفظونو سره سم د خوب پر تورو ځنګلو باندي د ښکلي خدای جمال د یوه‬
‫ځالند پ ُر جالل لمر په څېر را وختی او د عاشو ظاهر و باطن یې په خپل‬
‫پاک ځالند محیط کي په حصار واخېستل عاشو د خوب له حاله کلمه وویله‬
‫چي روح یې د دیدار د نور تاب نه درلود نو د لوی خدای د نور په وړاندي‬
‫نسکوره پر یوتله –‬
‫څه ساعت پسته دا نور یې د وجود په ټولو انتهاوو کي د یوه غټ برقي رو په‬
‫څېر جاري او ساري راغلی او د دې روحاني قوت عاشو د تن او روح په‬
‫ټولو منطقو کي بحاله او پاکه وګرځوله دا روحاني قوت پسته په پوره قوت‬
‫اومتنوع رنګونو سره په دې کي په انجزاب راغلی په عیني حال کې یې د زړه‬
‫په سترګو په خپل وجود کي له وختونو خزه سوې لیوۍ په تېښته ولیدله‪-‬‬
‫هم له ټولو شېطاني او حیواني فطرتونو او صورتونو څخه ازاده راغله چي‬
‫ابتدایي تزکیه یې په نصیب سوه نو بیا په روحاني وزرو د رڼا په سرعت سره‬
‫لوړه پورته سوه کله چي د اسمان و کنګرو ته نژدې سوه نو انساني صورت‬
‫یې په نور سره بدل سو او د لوی څښتن په مقدس المتناعي نور کي په هره‬
‫خوا المکانه خوره والړه ‪ ،‬او بیا یې ولیدل چي هم د هغه مهربانه المحدوده او‬
‫‪83‬‬

‫بیکران نور سره واصل بیرته تر مځکي پوري راغله او پر واړو منطقو او‬
‫سمندرو باندي د لمر د پلوشو په څېر هواره پر ېوتله‪-‬‬
‫کله چي یې سترګي راخالصي سوې نو ال ټوله محیط په یوه مقدس نور سره‬
‫روښانه ځلیدی د هغې ښایسته مخ او ګریوان د تشکر او الزوالي میني په‬
‫اوښکو سره النده وو او د دې پر نجات یافته زړه باندي د اسم ذات ذکر جاري‬
‫وو –‬
‫هغې د زړه په سترګو سره ولېدل چي واړه رنځونه یې د موټه د رېګ په‬
‫څېر ورژېدل د خوب په حال کي لېدلی خدای یې د وجود او فکرو نظر‬
‫برخه وګرځېدی او د زمان مکان له هر تقسیم څخه ماورا د روح کاینات سره‬
‫هم کناره او جوخته پاته سوله –‬
‫عاشو د کېف او سرور د اسماني الزواله کېفیت سره مخا مخ وه د یقیني‬
‫تجدید حیات په حواله دومري باوري وه چي د غرونو پر شا کولو قوت یې په‬
‫خپل ځان کي محسوسوي ‪ ،‬هغه اوس هم د صوفې د پاسه نسکوره پرته کرار‬
‫کرار ژړېدله او نه پوهېدله چي د خدای دې مهربانۍ څه توضیح او توجیه‬
‫وکړي !‬
‫‪ ٫٫‬ښکلې خدایه ! واقعي چي لوی او مهربانه ذات یې زما بایللی جنګ دي زما‬
‫په فتح را بدل کړی او د خپل لوی ظرف پر اساس دي الزواله احسان راسره‬
‫وکړی ‪٬٬‬‬
‫مخ په وړاندي عاشو و معلومو واړو اصطالحاتو ته شا وګرځوله او بې نومه‬
‫دا روحاني تېقین یې د خپل زړه او ذهن لباس وګرځوی د نامعلوم ذات د ‪٫٫‬‬
‫لمرین وصل ‪ ٬٬‬ټول موسمونو یې د وجود په معلومو او نامعلومو منطقو کي په‬
‫لږ وخت کي ژوري ریښې و نیولې د دې ژوند چي د نېست سره برابر وو‬
‫اوس یې د واړو کایناتي عناصرو دایمي معروضیت و ځان ته ګټلی وو ‪.‬‬

‫کاسمک سېکسولیزم او تاریخي نظریه‬


‫کاسموکیان د ځانګړي تاریخي نظریې په وړاندي دا ادعا لري چي ‪٫٫‬‬
‫‪84‬‬

‫تاریخ فقط د مرګ څخه بې خوفه قامونه لري او پاته نور قامونه فقط د ذلت‬
‫داستانونه‪-‬‬
‫دا د عامي مشاهدې خبره ده چي فقط هغه فرد او قام د عزت مقام لري څوک‬
‫چي بې خوفه ذهن و زړه لري کاسموکیان د ستر تاریخ پوه ابن خلدون سره‬
‫اتقاق نه لري څوک چي وایي هر مقتدر خاندان له څلرمه پښت څخه بیا د زوال‬
‫پخوا ګامونه پورته کوي هغه په اصطالحي ژبه داسي استدالل کاندي چي له‬
‫څلرم پښت څخه پس د هغوی قبایلي یا قامي عصبیت د ضعف سره مخا مخ‬
‫کیږي او هغوی په شخصي او قامي حواله د زوال الري نیسي ‪٬٬‬‬
‫کاسموکیان په دې اړه داسي استدالل کاندي چي د عروج او زوال قانون د‬
‫مرګ په بې خوفي سره تړلې ریښه لري ‪ ،‬یو قام که مرګنی حب ولري لس او‬
‫شل نسله یې ولري نو هم د زوال سره نه مخ آ مخ کیږي و کوم ته چي ابن‬
‫ت حال ته کاسموکیان د ‪٫٫‬‬ ‫خلدون د عصبیت زوال وايي هم و هغه نفسي صور ِ‬
‫مرګني حب ‪ ٬٬‬زوال وایي ‪ ،‬مبارز قامونه مخ په وړاندي چي کله استعماري‬
‫هڅو ته دوام ورکوي نو تر هغو پوري کامیابي او کامراني مومي څو چي ‪٫٫‬‬
‫مرګنی حُب ‪ ٬٬‬په خپلو وینو کي څپاند لري هر کله چي دا مرګنی حُب په بیرته‬
‫ځان د مرګ په خوف سره بدلېده پیل کړي نو د هغوی د زوال عمل هم پیل‬
‫سي ‪٬٬‬‬
‫ګمان کوم چي اوس موږ د خپل دې علمي ستړي بحث و منطقي اخري پړاو ته‬
‫را ورسیدلو زه پوهیږم چي موږ اوس هم د ډیر ابهام سره مخا مخ یو الکن زه‬
‫د اول کاسموکي په حیث بهر حال تر ډیره‬
‫حده دا اطمینان لرم چي ما په امکاني حواله و خلګو ته د کاسمک سېکسولیزم‬
‫د فلسفې بنیادي نکتې تر څه نه څه حده معارفي کړې د بنیاد کار یې ما وکړی‬
‫او د فکر د یو مادي او مابعد الطبیعاتي میکانزم د رغولو کار و نورو را‬
‫روانو کاسموکیانو د تاریخ و وجدان او د وختونو و شعور ته پر ېږدم –‬
‫هر یو نظر چي له روایت څخه په انحراف ښکاري و خلګو ته فکري ستړي‬
‫پېښوي او په ټولنه کي شدید عکس العمل پیدا کوي الکن چي وخت او کاینات‬
‫یو حرکي میکانزم لري نو له بدلون څخه ځان ژغورل یو ناممکن کار دی هیله‬
‫کوم چي لوستونکي به هم په دې تناظر کي د کاسمک سېکسولیزم پر تیوري‬
‫باندي د تفکر کولو ستړې پر ځان ومني –‬
‫زه په دې مغالطې اخته زړه اوذهن نلرم ګوا ما یو ډېر لوی کار تر سره‬
‫ورسوی هسي هم و ماته دا خبره بیخي جوته ده چي ژوند د هیڅ یوې فلسفې په‬
‫مو ټه کي نه ځایېږي الکن بهر حال د ژوند د حقیقت د سپڼلو دا فکري هڅي‬
‫تر ډېره حده تاریخي ارزښتونه لري‪-‬‬
‫د لومړي کاسموکي په حیث زه دا توقع نلرم چي دنیا دي زما نظر من و عن‬
‫قبول کړي الکن دا هیله حتما ً لرم که کله مخ په وړاندي نورو خلګو د کاسمک‬
‫سېکسولیزم ساینس ‪ ،‬رجاهیت ‪ ،‬جدیدیت او فیوچرازم د فلسفو پر اساس‬
‫باندي یوه نوې امتزاجي تیوري رابرسیره کړه نو تر ډېره حده به انساني ټولنه‬
‫د فکر د رجعتي ستړي څخه خالصون ومومي ‪ ،‬معروض هیڅ کله هم‬
‫جوهري بدلون نه راوړي الکن مفهوم یې دفکر په نوښتونو سره نوي بڼي‬
‫غوړوي ژوند هغه دی کوم چي زموږ اېپروچ جوړیږي او د ټولني کلتوري‬
‫تاریخ هم د فکر د ارتقا پر اساس باندي تکیا کوي که چیري کاسمک‬
‫‪85‬‬

‫سېکسولیزم د فکر په ارتقا کي یو یا دوه ګامونه هم مخ په وړاندي اخستي وي‬


‫نو باید چي موږ دا یو لویه تاریخي کامیابي وګڼو او خپل دا دومري اوږد‬
‫ستړی الکن نوښت لرونکی نظر څه الحاصله بې ثمره کاوش او کوښښ نه‬
‫وپاموو ‪.‬‬
86

You might also like